شنبه, ۲۶ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ختیځ ترکستان مسلمانانو پر وړاندې د چین توره پرېکړه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

 ختیځ ترکستان د اسلامي خاورو له ډلې او له اسلامي دولته نه بېلېدونکې برخه وه. دغه خاوره د منځني ختیځ په منځ کې پروت دی او په شمال کې له روسیې، په جنوب کې له تبت، په ختیځ کې له مغلستان، په لوېدیځ کې له قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، افغانستان او د هند تر اشغال لاندې د هند یوې برخې او د جنوب ختیځ له لوري له شانګ‌های او کانسو ایالت سره نښتی دی. پراخوالی یې له ۱۶۲۶۰۰۰ کیلومتره مربع څخه ډېر دی. دغه خاوره په ۵۴۰۰ کیلومتره پولې سره د چین له پنځو لویو ایالتونو څخه دی او تر ۲۵ مېلیونو ډېر نفوس لري. دغه مسلمانان پر نورو نژادونو سربېره لکه قزاقان، قرغېزیان، تاتاریان، اوزبکان او له اویغوري نژاد سره ترکي اصله تاجکان هم لري؛ له بېلابېلو ګړدودونو سره یې  ژبه ترکي ده، خو عربي رسم الخط کاروي. پلازمېنه یې ختیځ ترکستان دی. د مسلمانانو له خوا د فارس او خراسان له فتحې وروسته دغو خاورو ته اسلام راوړل شو.

د قتیبه بن مسلم الباهلي پوځ په ۹۵ هـ.ق کال کې د کاشغر ښار ته ننوت، کله چې د کاراکان د دولت بنسټګر سطان خاخان، چې په غراخان مشهور و، اسلام قبول کړ، له ده څخه د پیروۍ له امله یې زامنو او د دولت مشرانو هم اسلام ومانه. په ۲۳۲م کال کې دا خاورې ټولې اسلام ونیولې، په همدغه وخت کې قران کریم وژباړل شو، جوماتونو د معبدونو ځای ونیوه او یوازې په کاشغر کې ۳۰۰ جوماتونه جوړ او په لویو اسلامي مرکزونو بدل شول، د اسلامي نړۍ له هرې خوا د اسلامي علومو او احکامو د زده‌کړې لپاره  طالبان دغو مرکزونو ته راتلل.

په ۱۷۵۹م کال کې د چین وحشي ځواکونه د چین د اشغال په موخه ختیځ ترکستان ته روان شول، چې د چینایانو او ددې خاورې د مسلمانانو ترمنځ ډېرې خونړۍ جګړې وشوې، هغې جګړې چې مېلیونونه مسلمانان یې قرباني او چین یې تر ۱۸۶۲م کال پورې پر دې خاوره مسلط کړ. له هغه کال وروسته د ترکستان مسلمانانو د اشغال پر وړاندې سخت مقاومتونه وکړل او په پایله کې د یعقوب بیک په مشرۍ بریالي او د ده تر مشرۍ لاندې یې خپلواک دولت جوړ کړ؛ خو ۱۶ کاله وروسته د انګلیسانو په مرسته د چین حکامو په ۱۸۷۶م کال کې د دویم ځل لپاره دغه خاوره اشغال، هغه یې د نوې خاورې په توګه د سینکیانګ په نامه ونوموله او د چین پر امپراتورۍ پورې یې وتړله او د هغه تابع یې کړه.له هغې وروسته چې د چین ملي دولت په ۱۹۱۱م کال پر دې خاوره بشپړ واکمن شو، د دغو  مسلمانانو د تابع کولو، د مقاومت د ماتولو او د انقلابونو د مخنوي لپاره یې ډېرې انساني وژنې پیل کړې. د مسلمانانو په حق کې یې سخت ظلمونه او شکنجې روا وبللې. دا خاوره یې په ۴۵۰ جبري کارځایونو ووېشله. په دغو کارځایونو کې ډیرو د مرګ تر پولې کار کاوه، شخصي ملکیتونه له منځه لاړل، عمومي خوړنتونونه جوړ او کورنی پخلی بند شو او د وخت د ضایع کېدو له امله کورنۍ له یو بله خورې شوې. د مسلمانانو ټولې شتمنۍ غصب شوې، ترڅو چې مسلمانانو د دویم ځل لپاره انقلاب وکړ او په پایله کې یې په ۱۹۴۴م کال په ختیځ ترکستان کې خپلواک دولت جوړ کړ، خو ددغه دولت عمر زیات اوږد نه شو؛ بلکې ۱۹۴۴م کال کې بیا اشغال شو او تر اوسه پر دې سیمه مسلط دی.

د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې د چین ظالمانه کړنې

۱ـ رسمي اعلان یې کړی چې اسلام د قانون ضد دی او څوک چې د هغه پر اساس عمل وکړي، جزا ورکول کېږي.

۲ـ د اسلام د دین پر زده‌کړه او د هغه د عبادتونو په ترسره کولو یې بندیز لګولی.

۳ـ د مسلمانانو د زامنو لپاره په مدرسو کې د کفر او الحاد تدریس کوي.

۴ـ  تر ۲۸ زرو زیات جوماتونه او تر ۱۸ زره زیات اسلامي مدارس یې وتړل.

۵ـ  له اسلامي ځایونو لکه جوماتونو او مدرسو څخه د اسلامي احکامو ضد استفاده.

۶ـ  د کورونو پلټل او له ۷۳۰۰۰۰ زرو جلده زیات د اسلامي کتابونو او خطي نسخو راټولول او په عمومي میدانونو کې یې په سوځولو د علماوو اړ کول.

۷ـ د اسلام پر ضد د پوسترونو او خبرتیاوو چاپول او په کلیو او ښارونو کې پر دېوالونو لیکل لکه: د اسلام دین افیون دی، اسلام د استعمار په خدمت کې دی، اسلام د علم پر ضد دی او دې ته ورته نور دروغ.

۸ـ  د وېښتانو لنډولو ته د ښځو اړ کول، د حجاب بندول او د لنډو کالیو اغوستل، د مخالفت په صورت کې په نیولو ګواښل او قانون ته تسلیمول.

۹ـ په ۱۹۴۹ـ ۱۹۶۸ کلونو کې د ۳۶۰ زرو مسلمانانو اعدامول، هغه کلونه چې په هغو کې مسلمانانو د ظالم چین د اشغال پر وړاندې ۴۵ ځله انقلاب کړی و.

۱۰ـ په ۱۹۶۶م کال کې د روژې په مبارکه میاشت کې د اشغال له خوا په وحشیانه عامه وژنه کې د ۷۵ زرو کسانو شهیدول.

۱۱ـ د چین له چارواکو او کمونېست حزب څخه د مرستې او ملاتړ په موخه د رسمي بیانیو صادرولو ته د مسلمان علماوو اړ کول.

۱۲ـ  د کمونیستي اصولو زده‌کړو او له چیني چارواکو سره د معاملې په موخه د زده کوونکو روزلو ته د مسلمان علماوو او امامانو مجبورول.

۱۳ـ  په کورونو او جوماتونو کې د اسلام احکامو له زده‌کړې د مسلمانانو د بچیانو د منعه کولو لپاره، د پرېکړه لیک لاسلیک کولو ته د امامانو او علماوو اړ کول.

۱۴ـ د هغو علماوو نیول او شکنجه کول چې د چیني چارواکو له تعلیم څخه ځان ساتي، لکه څنګه چې یې لسګونه زره مسلمان عالمان نیولي او د مرګ تر پولې یې شکنجه کړي، چې ډېری یې په زندان کې مړه شوي دي.

چین اوس په ترکستان کې مسلمانان په ډېر بد حالت قتل عاموي، ځکه مسلمانان نور د حضرت عمر فاروق، صلاح الدین ایوبي او معتصم بالله تر حاکمیت لاندې نه دي، بلکې د چارو واک یې د مزدورو حکامو په لاس کې دی، چې تر حاکمیت لاندې یې د مسلمانانو په حق کې جنایت، د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې د چین تر جنایت کم نه دی. د بېلګې په توګه: اردغان؛ هغه څوک چې ستایونکي او ملاتړي یې اسلامي حاکم بولي، د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې چې کوم ظلم او وحشت  کېږي، دی هېڅ د مسئولیت احساس نه کوي، پر دې سربېره له چین سره یې اړیکو ته هم دوام ورکوي او ان د چین وحشت یوه داخلي چاره بولي، په داسې حال کې چې د ختیځ ترکستان مسلمانان ترکي اصلیت لري او د ترکیې له خلکو سره عقیدوي او نسبي اړیکې لري؛ خو اردوغان په سوریه کې د امریکا امرونه مني او د بشار اسد د ژغورلو او حکومت ته د راګرځېدو لپاره هڅه کوي، هغه حکومت ته چې نږدې و د انقلاب کوونکو په لاس را وپرځول او پر ځای یې د نبوت پر منهج راشد خلافت تاسیس شي. همدارنګه اسلام ته منسوب د اسلامي خاورو حکام سلمان او روحاني، چې د یمن، سوریې او عراق د خلکو له وژلو پرته بل کار نه لري، په ختیځ ترکستان کې زموږ د وروڼو حالت هېځ ارزښت نه ورته لري.

هغه لاسونه هېڅکله نه دي پرې شوي، چې په دغو اشغال شویو سیمو کې د استعمارګرو کفارو په واسطه پر مسلمانانو لوبې کوي، د نبوت پر منهج له راشده خلافت پرته به فلسطین، کشمیر، ختیځ ترکستان، جنوبي سوډان، قبرس، اندلس او نورې اسلامي خاورې  ازادې نه شي. دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده، د هغه چا وعده چې هېڅکله وعده خلافي نه کوي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی، د هغه چا زېری چې له خپل ځانه یې خبره نه ده کړې؛ بلکې هره خبره یې د الله سبحانه وتعالی وحی ده.

نو اې مسلمانانو! د راشد خلافت د تاسیس لپاره مو په حزب التحریر کې دخپلو وروڼو لاس ونیسئ او په دغه الهي تکلیف کې برخه واخلئ. د رب العالمین له خوا د فرض شوي خلافت تاسیس مو د عزت او خاورو د ازادۍ لامل کېږي او له دوښمنانو څخه به مو حساب واخلي. راشده خلافت به د نړۍ په ټولو څنډو کې د خیر، علم او عدل منار پورته کړي، که څه هم نور د هغه رامنځته کول لرې ویني، خو ژر به رامنځته شي.

لیکوال: استاد شایف الشرادي ـ ولایه یمن

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...

محمد بن سلمان، ایغوري مسلمانان د دوی دښمنانو ته تسلیم کړل

(إِنَّ شَرَّ الرِّعَاءِ الْحُطَمَةُ)

د واکمنانو ترټولو بد کسان هغه کسان دي، چې له خپلو خلکو سره سخت چلند کوي.

(ژباړه)

محمد بن سلمان له دې پرته چې د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو پر وړاندې په کومه کچه خیانت کوي، هڅه کوي له هر ډول لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې سره په واک کې پاتې شي. کله چې محمد بن سلمان د خبریال خاشوقجي په وژلو کې په لاس درلودلو پړ وګڼل شو او د دې پر وړاندې غږونه را پورته شول، چې باید له واکه ګوښه کړل شي، ده هڅه وکړه، چې غربي اشغالګرو ته خپله وفاداري د ځینو قدمونو په پورته کولو سره څرګنده کړي؛ هغه د سیاحت او ساتېرۍ تر نامه لاندې د سعودي عربستان دننه په پراخه کچه د فساد او بداخلاقۍ د خپرولو لپاره دروازه پرانیسته؛ هغه د عرب او غیرعرب سندرغاړي او هنرمندان، د کانسرټونو د اجراکولو لپاره خپل هېواد ته ور وبلل، په ورته وخت کې یې په سلګونو، حتی پر زرګونو مسلمانان زندانونو ته واچول.

محمد بن سلمان هڅه کوي، چې د ده پر وړاندې د نړیوالو تر عامه نظرونو مخکې خپل تصویر روښانه کړي، د دې چارې لپاره یې یو لړ سوداګریز تړونونه له ګڼ شمېر هېوادونو سره د دې لپاره لاسلیک کړل، چې د ده پروژه(تر ۲۰۳۰ کاله لرلید) دوام لري او پر مخ روانه ده. ده خپل سیوری د خاشوقجي تر وژنې وروسته، د سعودي د پانګونې په هغه کنفرانس کې هغه مهال کم رنګه ولید، کله چې د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۲۳ مه د (دووس په دښته کې) ونیول شو او ګڼ شمېر نړیوالو چارواکي او سوداګر ترې بهر شول. ده له پاکستان، هند، چین او اندونیزیا سره د یو سفر په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

محمد بن سلمان چین ته په خپل سفر سره، نه یوازې چې له دوی سره یې تړونونه لاسلیک کړل، بلکې چینایي چارواکو ته یې په ختیځ ترکستان(سینګیانګ) کې د ایغورو مسلمانانو پر وړاندې د وحشي کمپاین په تړاو شین څراغ ورکړ. د نیویارک ټایمز ورځپانې په قول، د چین (CCTV) وایي، چې محمد بن سلمان د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدنې پر مهال وویل؛ «چین حق لري چې د خپل ملي امنیت د خونديتوب لپاره، د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې مبارزه وکړي»

محمد بن سلمان، د ختیځ ترکستان پر مسلمانانو ظلم، د چینایانو حق وښود، په داسې حال کې چې په نړیوالو رسنیو کې د ختیځ ترکستان پر مسلمانانو د ظلم غنده وشوه. په دې ډول سره ده له چینایي چارواکو سره په دې ظلم کې د یو ګډونوال په توګه خپل ځان ثابت کړ. هغه پر خپل ځان دا شاهدي ورکړه، چې دی له سفها Sufaha (سپن سترګو) ډلې څخه دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ګواښ کړی. له جبیر بن عبدالله څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم کعب ابن اجرا ته وویل:أَعَاذَكَ اللهُ مِنْ إِمَارَةِ السُّفَهَاءِ». قال: وَمَا إِمَارَةُ السُّفَهَاءِ؟ قال: «أُمَرَاءُ يَكُونُونَ بَعْدِي، لَا يَقْتَدُونَ بِهَدْيِي، وَلَا يَسْتَنُّونَ بِسُنَّتِي، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأُولَئِكَ لَيْسُوا مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُمْ، وَلَا يَرِدُوا عَلَيَّ حَوْضِي، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأُولَئِكَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُممْ، وَسَيَرِدُوا عَلَيَّ حَوْضِي...»  الله سبحانه وتعالی دې تا د سفها له مشرۍ څخه وساتي، هغه وویل د سفها مشري څه ډول ده؟ هغه وویل. دوی له ما (ص) وروسته مشران دي، دوی د ما په لارښونه عمل نه کوي او زما په سنتو منګولې نه لګوي، هر هغه څوک چې د دوی پر درواغو باور کوي او له دوی سره په ظلم کې مرسته کوي، هغه له ما څخه نه دی او زه له دوی څخه نه یم، او دوی به زما ډله (Hawdh) کې نه راځي. او هغه کسان چې د دوی په درواغو باور باور نه کوي او له دوی سره یې په ظلم کولو کې مرسته نه کوي، دوی له ما څخه دي او زه له دوی څخه، او دوی به زما  ډله کې راځي.»

اې په انقلابي ځمکه کې زموږ خلکو!

د دغه حدیث له تفصیل څخه دا کس سفه Safeeh (سپین سترګی) شمېرل کیږي. (إِنَّ شَرَّ الرِّعَاءِ الْحُطَمَةُ) د واکمنانو تر ټولو بد کسان هغه کسان دي، چې له خپلو خلکو سره سخت چلند کوي.

اوس به تاسې ته دا څرګنده شوې وي، چې محمد بن سلمان د خپل پلار له لوري پر تاسې حاکم ټاکل شوی، په دغو ظلمونو کې یې ځان ګډونوال ثابت کړ. ده غرب ته د خپلې وفادارۍ د ښودلو په برخه کې ګړندیتوپ غوره کړی، د امت دارایي د هغو کفارو حکامو د خوشحاله کولو لپاره لګوي، چې ستاسې په وروڼو او دین باندې ظلم او ستم کوي. تاسې باید د ده پر ظلم او په ترکستان (سینګیانګ) کې د خپلو وروڼو پر ناهیلۍ باندې چوپ پاتې نه شئ. سربېره پر دې اسلام تاسې ته امر کوي، چې د ده پر وړاندې ودریږئ او له دندې یې ګوښه کړئ او دا انقلابي ځمکه د ده او د ده د ډلې له کثافت څخه پاکه کړئ. شریعت تاسې ته امر کوي، چې د ختیځ ترکستان مسلمانانو وروڼو داسې ملاتړ وکړئ، لکه څرنګه چې په فلسطین، کشمیر او نورو اسلامي هېوادونو کې د خپلو مسلمانانو وروڼو ملاتړ کوئ.  مونږ تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول په یاد راوړو چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَرَجُلٌ قَامَ إِلَى إِمَامٍ جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ» د شهیدان سردار حمزه بن عبد المطلب دی او بل هغه کس دی، چې د ظالم حکام د ظلم پر وړاندې ودریږي او په پایله کې شهید شي.

نو، خپل دین ته مو خپله فریضه او باور په ډاګه کړئ، ستاسې عزت د هغو کسانو له امله دی چې بشریت ته یې بهترین امت وړاندې کړ او خلک یې له بدۍ منع او ښېګنو ته را وبلل، دا ستاسې د دنیا او اخرت لپاره بریا او وړیا دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

داکټر عثمان بخاش

د مطلب ادامه...

له یهودي دولت سره د هادي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ناسته؛ شرمونکی خیانت دی چې د یمن د خلکو لپاره د منلو نه دی!

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

د هادي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر خالد الیماني، په هغه کنفرانس کې چې د لهستان (پولنډ) په پلازمېنه وارسا کې جوړ شوی و، په پر له پسې په دویمه ورځ هم د یهودي دولت لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر څنګ کېناست. دا بیخې نوې پرېکړه وه؛ چې له یهودي دولت ـد فلسطین اشغالګرـ سره د یمن د خلکو دښمني نه راکموي. د مذاکره کوونکو د ادعا پر اساس دا کنفرانس یوازې د منځني ختیځ په اړه و. د غربي او عربي هېوادونو په ګډون جوړ شو او له ایران سره مخ کېدل یې د پلانونو په سره کې ځای لري.

کله چې یمنیان د هادي حکومت د بهرنیو چارو وزیر خالد الیماني له دغې پرېکړې په قهر شول او هغه یې وغنده، نو هڅه یې وکړه، چې دا شرموونکې او سپکوونکې پرېکړه توجیه کړي. هغه پخپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي: «د فلسطین په قضیه کې د یمن، د هادي د ولسمشرۍ، خلکو او رهبرۍ دریځ ثابت دی؛ د مذاکرې وړ نه دی. کله چې ما په ملل متحد کې پر اورشلم د تجاوز لپاره د عربي تحریک دنده درلوده، دا د ښاغلي ولسمشر په هدایاتو کې روښانه شوې وه. د وارسا په ناسته کې د ګډون دلیل د فلسطین د  قضیې په اړه نه و؛ بلکې په یمن کې د ایران د نفوذ د پراختیا پر وړاندې د نړیوالې ټولنې یوځای کول و.»

له یهودي ـد فلسطین اشغالګرـ دولت سره د اړیکو عادي کول، له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم او له مومنانو سره خیانت دی. دا مزدوران د یمن د خلکو استازیتوب نه کوي. یمنیان د یهودو له جنایتګر دولت سره د جهاد تږي دي. یوازې د رهبرۍ تشه ده، چې هغوی د فلسطین ازادولو او د یهودو ـد مسلمانانو لومړۍ قبلې او د اسلام درېیم سپېڅلي جومات د غاصبینو ـ د له منځه وړو لپاره رهبري کړي.

دا مزدوران د خپلو کارونو هېڅ صلاحیت نه لري. بلکې د خپلو بادارانو(کافرو ښکېلاکګرو) له دستور هم زیاته پیروي کوي. دوی د یهودو له دولت سره د اړیکو په عادي کولو، پر امریکا، حوثیانو او ایرانیانو د فشار راوړلو په وسیله. دغه دولت ته نږدې کېږي. دوی نه پوهېږي چې په دې کار به په یمن او سیمه کې د ایران او د ایران حوثي پیروانو امتیاز زیات شي. په داسې حال کې چې هغوی، ایران او پیروان یې د یهودو د دولت واقعي دښمنان بولي. خو د ایران رسمي چارواکي وایي، چې زموږ او د یهودو د دولت تر منځ هېڅ ډول دښمني نشته. هغه څه چې په شعارونو کې ویل کېږي؛ «مرګ په امریکا، مرګ په اسرایلو» ظاهري شعارونه دي، د امریکا یا یهودو دولت پر وړاندې د جهاد په مانا نه دي.

دا حقیقت په کراتو ویل شوی او وروستی ځل هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د پاینټ‌لي په نامه له یوې فرانسوي ورځپاڼې سره په خبرو کې روښانه کړ. ده هغه تورونه چې هېواد یې د یهودو د دولت د له منځه وړو په هڅه کې دی، رد کړل. هغه په تعجب سره وویل: «موږ څه وخت اعلان کړی، چې اسراییل به له منځه یوسو؟» په دې خبره یې ټینګار وکړ، چې هغوی نه دي ویلي، چې یهود به د نقشې له مخې لرې کړي. په دې اړه یې وویل: «موږ څه وخت ویلي، چې اسراییل به  له منځه یوسو؟ ما ته د ایران یو  رسمي چارواکی راوښیئ، چې داسې یې ویلي وي، هېچا نه دي ویلي.»

د حزبونو او هغو کسانو چې د اسلامیت ادعا لري، دا خاموشي ډېره نوې ده. هغه خاموشي چې د هادي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د  خیانتکارې پرېکړې پر وړاندې ده. د یمن عالمان ـد عقل او اېمان خاوندان او نوابغ چېرته دي؟!  یا که د دې خلکو حالت هم د مزدورانو په څېر شوی؟ دوی دي، چې د دین او امت پر وړاندې د دغو هېوادونو جنایتونه تایید او یا ردوي!

د فلسطین ازادي به په غندلو، اعتراض او لاریونونو تر لاسه نه شي؛ بلکې د یهودو د دولت د له منځه وړو لپاره د پوځیانو په یوځای کولو به تر لاسه شي. موږ په یمن کې له ځواکمنو خلکو، قبایلو، د پوځ له قومندانانو او افسرانو غواړو، چې له خپلمنځۍ جګړې ـچې ښکېلاکګر کفار خپل پلانونه پرې تر لاسه کوي ـ د یهود دولت په طرف ور وګرځوي. د ټولو حزبونو له مزدورانوـ چې په خپل منځ کې په جنجال دي ـ ځان لرې کړئ. ځکه چې دوی مو د بې عزتۍ، خیانت او ویجاړۍ په لور رهنمایي کوي.

د سعودي عربستان، اماراتو او نور خاین حاکمان، د یهودو له دولت سره د هادي حکومت د اړیکو په عادي کولو لګیا دي،څو امریکا قانع کړي، چې پر ایران بیا فشار راوړي او پر یمن او سیمه کې یې نفوذ محدود کړي. امریکا د دې لپاره چې د پېړۍ له تر ټولو بد حالت څخه تېره شوې وي، غواړي د یهودو پر وړاندې د امت دې جګړې ته، له ایران سره جګړه او د هغوی د نفوذ د محدودلو په نامه، د امت په خپلمنځي جګړه بدله کړي. چې ماتې به وخوري ان شاءالله...

مسلمانان باید د دښمنانو له نقشو خبر وي. د اساسي بدلون لپاره یې د باطلولو هڅې وکړي. چې دوی به بیا یو وجود کړي او مخ پر لوړه به ولاړ شي. د نبووت پر منهج د ثاني خلافت په تاسیسولو سره، چې د مسلمانانو مقام جوړوي، له عزت څخه یې ساتنه کوي او مقدسات یې ازادوي. لعنت شوي به حذف او د کفارو او کم عقلو مزدورانو لاسونه به ورلنډ کړي. د الله پر وړاندې له دې بله مهمه موضوع نشته.

د حزب التحریرـولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

لويه جرګه د خلکو واقعي نظر نه، بلکې د امريکا او د هغې د لاسپوڅو سياسي اجنډا څرګندوي Featured

د افغانستان جمهوري ریاست د يوه فرمان له مخې د ۱۳۹۸ لمريز کال د ثور نهمه د سولې لپاره د مشورتي جرګې د جوړېدو نېټه ټاکلې ده. د دغې جرګې څرګنده موخه د خلکو د استازو د مشورو او نظرونو اورېدل، حللاره لټول او د سولې د مذاکراتو د پروسې ګړندي کول بلل شوي دي، ترڅو د جرګې په پای کې دولت ته د سولې تګلاره وټاکي.

د حزب التحرير-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دې لويې جرګې جوړېدل د هغو لاسپوڅو چارواکو ناکامه هڅه بولي، چې بادار يې له طالبانو سره د امريکايي سولې له پروسې څخه څنګ ته کړي او غواړي له دې لارې په ښکېلو اړخونو  فشار راوړي ترڅو دوی هم د سولې په پروسه کې ورګډ کړي. له بله اړخه هڅه کوي چې د دې خاورې د خلکو پر وړاندې د هغوی څه د پاسه يوې نيمې لسيزې پر خيانتونو پرده وغوړوي او په پای کې ځان دروغجن اتل وښيي.

موږ د لويې جرګې ډېر اوږده تاریخ ته اشاره نه کوو، بلکې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې مو وليدل چې لويې جرګې څنګه د ښکېلاکګرو په ګټه پای ته رسېدلې دي. د بېلګې په توګه د ۲۰۰۴م کال د اساسي قانون د لويې جرګې له لارې اوسنی اساسي قانون د یوه غير اسلامي او فرمايشي قانون په توګه د امريکا له خوا د افغانستان پر خلکو و تپل شو. په ۲۰۱۳م کال کې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو لويه جرګه چې د خلکو د استازو په نامه د امريکا د سفارت رشوت خوړونکي پکې راټول شوي وو او د رايو په اکثريت يې له يرغلګرې امريکا سره د دغه شرموونکي امنيتي تړون غوښتنه وکړه، چې اوسني دولت د خپل کار په لومړۍ ورځ ورسره لاسليک کړ او اوس يې يو ځل بيا د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې غږ پورته کړی، ترڅو پر خلکو يوه بله استعماري اجنډا وتپي.

په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين د خلکو په چارو کې مشوره پر چارواکو باندې د رعيت حق ګڼي، دغه ډول مشورتي لويې جرګې تل د ناروا کارونو د رواوالي، د استعمار د سياسي اجنډاګانو د تطبيق او د خلکو د واقعي نظر د چوپتيا په موخه د لاسپوڅو چارواکو او د هغوی د بادارانو په فرمايش جوړې شوې دي. له همدې امله حزب التحرير-ولایه افغانستان يو ځل بيا د افغانستان مجاهد ولس مخاطب کوي؛ چې د لويې جرګې له سوړې څخه بيا و نه چيچل شي او د امريکا او د هغې د مزدورانو د سولې د اجنډا لپاره ناوړه وسيله ونه ګرځي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا د سیاسي اسلام د ځپلو لپاره د مسلمانانو تر منځ فتنې اچوي!

(ژباړه)

په هغه اوږد سفر کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو، منځني ختیځ ته درلود او ډېر دولتونه یې وکتل. په اسلامي خاورو کې یې د فتنې د تخم کرلو هڅه وکړه. پامپیو د ایران او افراطي اسلام غوښتونکو په پلمه د ګډ دښمن پر وړاندې د ګډ عربي اېتلاف غوښتونکی شو. هغه دښمن چې د دوی په ګومان، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه سعودي او خلیج ګواښي. پامپیو د همدغه سیاست پر اساس د سیمه ییزو مسایلو لکه د یمن، لبنان، سوریې او فلسطین د قضیو د حل غوښتنه وکړه. نو امریکا په هغو فتنو چې پخوا یې په اسلامي خاورو کې اچولې وې، بسنه ونه کړه او اوس غواړي لاتفرقه او فتنه واچوي. دا هغه څه دي، چې په قاهره او له سیمه ییزو دولتونو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبرو کې په ډاګه شول.

پامپیو د ۲۰۱۹م د جنوري په ۱۰مه د قاهرې په پوهنتون کې په خپلو خبرو کې وویل: «موږ تر ډېرې کچې د وحشي او افراطي اسلام خطر راکم کړی. هغه اسلام چې فاسد انحراف یې له اېمانه اخیستی او هڅه کوي، نور دولتونه او دینونه له منځه یوسي.» پامپیو وویل: «پرېږدئ ښکاره درته ووایم، څو چې امریکا ټرورېزم له منځه یو نه سي، هېڅکله له جګړې شاتګ نه کوي. موږ د داعش، القاعدې او نورو جهادیانو د ماتې لپاره، چې زموږ او ستاسو امنیت ګواښي نه ستړی کېدونکی کار او هڅه کوو. زموږ شریکان هم په سیمه کې د ټرورېزم سره په مبارزه کې زموږ ملاتړي دي. لکه انګلیس او فرانسه چې د سوریې په عملیاتو کې له موږ سره همکار و او په نړۍ کې یې د ټرورېزم پر وړاندې زموږ له هڅو ملاتړ وکړ. موږ د ایران د نظام د پلانونو د مخنیوي لپاره د خپلو شریکانو او هم تړونانو له هوکړه لیک څخه ملاتړ کوو.»

پامپیو زیاته کړه: «په دې کې شک نشته چې له نړیوالو بندیزونو د ایران د تېښتې هڅو  په خنثی کولو کې مصر، عمان او کویټ اساسي رول ولوباوه. اوس په منځني ختیځ کې یوازې د ایران له کړنو او پلانونو مخنیوی نه دی؛ بلکې د امریکا ټول ملګري او شریکان له جنوبي کوریا تر لهستانه له زموږ سره دي او هڅه کوي، څو د یران او اسلامي افراطیت له ویجاړیو څخه په نړۍ کې مخنیوی وکړو.» هغه همداراز زیاته کړه: «د ټرامپ اداره هڅه کوي، څو په منځني ختیځ کې یو ستراتیژیک اېتلاف جوړ کړي. څو دا اېتلاف په دغې سیمه کې د ګواښونو پر وړاندې کار وکړي، اقتصادي او انرژیکي همکارۍ ځواکمنې کړي. امریکا متحده ایالات له اسرایلو څخه د ایران نظام د دښمنانه دیسیو پر وړاندې ملاتړ کوي. موږ به په لنډ وخت کې ووینو چې اسرایل به د دغه دسیسو پر ضد ځواک پیدا کړي او لاس پکار به شي. امریکا متحده ایالات د راتلونکو ورځو په جریان کې د قوي دوه اړخیزه اړیکو د ساتلو لپاره کار کوي. زه به د بحرین، اماراتو، قطر، اردن او عمان له رهبرۍ سره ژورې خبرې ولرم. ډېر ژر به په خپلو ګډو موخو خبرې وکړو. لکه څنګه مې چې په دغه اوونۍ کې په اردن او عراق کې خبرې وکړې او نن د مصر له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سیسي او شکري سره خبرې کوم.»

دا هغه مسایل و، چې پامپیو څرګند کړل؛ خو حقیقت دا دی چې د پامپیو دا خبرې په اسلامي خاورو کې د نفاق تخم کري او د خپلو لاسپوڅو(د اسلامي خاورو حکامو) د ماتولو په موخه نوې فتنې جوړوي. څو دا لاسپوڅي د دوی استعماري پلانونه لا پلي کړي او د یهودو ډېر خدمت وکړي.

موږ غواړو ځینې سیاسي واقعیتونه او هغه دروغ چې امریکا یې د ایران او په غرب او اسلامي نړۍ کې د اسلامي افراطیت په پلمه، د اسلامي خاورو هېوادونو پر وړاندې کوي، اشاره وکړو. څو د دغو واقعیتونو په پایلو پوه شو. دا ټول د امریکا سیاسي درواغ، سیاسي پلمه او غولونکې تګلاره ده، چې پر مټ یې اسلامي سیاسي حرکتونو ته ضربه ورکوي او بر مټ یې غواړي د امریکا د خوښې سیاست پټ کړي.

۱ـ په دې کې شک نه شته چې د ایران مسله هغه دروغ دي، چې امریکا رامنځته کړي او هر کله چې وغواړي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه ترې اخلي. ایران د غرب او یهودو دښمن نه دی. ایران له خپل انقلابه تر اوسه د امریکا په خدمت کې دی او استعماري پلانونه یې پلي کوي. تر ټولو ښه بېلګه یې له امریکا سره د عراق او افغانستان په اشغال کې همکاري وه. امریکا په ۱۹۹۰م کې عراق محاصره کړ. دا هغه څه و چې د ۲۰۰۴م د حنوري په ۱۵مه د ایران د ولسمشر پخواني مرستیال محمد علي ابطحي په ډاګه وویل: «که د ایران ملاتړ نه وای هېڅکله امریکا په دومره اسانۍ نه شوای کولای عراق او افغانستان ونیسي.»

له امریکا سره د ایران همکاري یوازې د افغانستان په اشغال کې نه وه؛ بلکې له امریکا سره په افغانستان کې د ایران د مرستو رول لاهم دوام لري. ځکه نو ایران د ۲۰۱۰م د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان په اړه د نړیوالو اړیکو ډلې په کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه راز یې له امریکا سره په ۲۰۱۸م کې د تاشکن په کنفرانس کې ګډون وکړ، څو د امریکا له خوښې سره سم د افغانستان ستونزو ته د حل لار پیداکړي.

د ۲۰۱۹م د جنوري په لومړۍ په زنده ګي ورځپاڼه کې د یران د بهرنیو چارو وزیر د ویاند له خولې ـ چې د ایران ټلوېزیون خپره کړه ـ نقل شوي دي: «په تهران کې د طالبانو استازو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال عباس عراقچي سره خبرې وکړې.» قاسمي وویل: «له خبرو اترو لویه موخه د افغانستان حکومت او ډلو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره د زمینې او چانس برابرول دي.» بهرام قاسمي دا موضوع د ټرامپ تر پلان چې له سوریې او افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل و، وروسته مطرح کړه.

۲ـ له شک پرته چې ایران له غرب سره د اسلام پر وړاندې جګړه کې مرسته کوي. دا هغه څه دي، چې د ایران ولسمشر د ۲۰۱۸م د دسمبر په ۸مه په تهران کې د ټرورېزم پر وړاندې مبارزې په نامه کنفرانس کې په ښکاره وویل: «په سیمه کې د تندلاري ټرورېزم د رېښو وچول بنسټیزه اړتیا ده.» هغه زیاته کړه: «موږ پرېکړه کړې، چې یو بل ته لاسونه ورکړو، د ګډ دښمن پر وړاندې وجنګېږو او پرې بر لاسي شو.» دا هغه مسله ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر میخایل بوګدانوف د ۲۰۱۸م د جون په ۳۰مه مطرح کړه او ویې ویل: « له شک پرته په سوریه کې د ایران د ځینو استازو هڅه دا ده چې د ټرورېزم پر وړاندې وجنګېږي.» دغه راز ایران د داعش پر وړاندې، له عراقي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړی. ځکه د ۲۰۱۶م د دسمبر په ۲۷مه معاون هوري دریساوي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په غبرګون کې وویل: «هغه ملاتړ چې ایران د عراق د شعیه ګانو د خلکو له پوځ څخه کړی، د جنګي وسایلو او مشورې تر ورکړې محدود دی او یوازې د جګړې په پرمختګ کې مشوره ورکوي. نو ایران د ټرورېزم پر وړاندې جګړه کې د عراق لاسنیوی کوي؛ خو د جګړې رهبري سل په سلو کې د عراقیانو په لاس کې ده.»

۳ـ په سیمه کې اېتلاف جوړول هغه موضوع ده، چې امریکا د اوباما په حکومت، د عربي پسرلي په انقلاب په ځانګړې توګه د سوریې په انقلاب کې د ترکیې د رول په پام کې نیولو سره، غوښتلو. د دغه اېتلاف له جوړېدو څخه موخه د سوریې او لیبیا پر مسله سیاسي او پوځي څارنه او د حل لار پیداکول دي. چې اوس امریکا د هغې موخې لپاره ډېره هڅه کوي. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې ټرامپ له سوریې، عراق او افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده. ځکه امریکا له سیمې د خپلو ځواکونو د وتلو بدیل ته اړتیا لري، څو د دوی له خوښې سره سم کار وکړي. دا هغه مسله ده، چې د ټرامپ په وخت کې د امریکا د ملي امنیت مشاور «مایکل فلین» په ۲۰۱۶م کې په خپل کتاب «د جګړې ډګر او د رادیکال اسلام او هم پیمانانو پر وړاندې یې په جګړه کې زموږ حالت» کې ویلي و:

مایکل فلین په دغه کتاب کې لیکلي: «امریکا یوازې په منځني ختیځ کې له خپلو هم پیمانانو پرته نه شي کولی د ایران مخه ونیسي. نو لازمه ده، یوه ناټو جوړه شي، چې د مصر، اردن او خلیج دولتونه ورسره یوځای شي او امریکا هم سهم پکې ولري. ځکه امریکا په استخباراتي کارونو، د معلوماتو په راټولولو، پرمختللو پروګرامونو، ځانګړو عملیاتو، توغندیزو بریدونو او د هوایي ځواک په کارولو کې لوړ لاس لري.

۴ـ د داعش ډلې مسله چې پامپیو ذکر کړه، له یوې پردې پرته بل څه نه ده چې امریکا ترې د سیاسي اسلام پر ضد ـچې د واقعي اسلامي دولت د ایجاد لامل دی ـ کار اخلي. نو امریکا هر وخت هڅه کړې او کوي یې چې هر هغه دولت او ډله چې د غرب له سیاست او د اسلامي خاورو په هېوادونو کې د دوی له نفوذ څخه وځي، دوی ورسره وجنګیږي. دا هغه خبیثې موخې دي، چې امریکا به یې په راتلونکې کې هم ولري او ایران د دغې جګړې پلمه او وسیله ګرځوي. دا هغه څه دي، چې د امریکا په پوځ کې جنرال او د ملي امنیت پخواني سلاکار په ۲۰۱۴م کې ویلي و: «اسلامپال یوازې ساده ګوټي او بربریان نه دي، بلکې دوی په خپله اېډیولوژۍ او لید، غواړي پر نړۍ حاکمیت پیداکړي. دا مسلمانان د کفاحي کتاب کاپي دي، چې ادولیف هېتلر لیکلی و، چې د نازي د تعلیماتو اساسات دي.» دغه جنرال د امریکا مسلمانان په امریکا کې د اسلامي دولت په جوړولو تورن کړي او ویلي یې دي: «دا یو تصادف نه شمېرل کېږي، چې د امریکا اسلامپال په ډېره هڅه کې دي، څو د خپل دین لپاره په امریکا کې قانوني ځای پیداکړي او هر ډول انتقاد پر اسلام منعه کړي. نو دا هغه مسایل دي، چې د یوه اسلامي دولت دې جوړېدو لپاره تر سره کېږي.»

دغه امریکایي جنرال په خپل کتاب «د ۲۰۱۶م د جګړې ډګر» کې، چې عربي ناټو پکې غواړي، ویلي دي: «پرته له شکه درې ګواښونه شته او لازمه ده، چې عربي ناټو یې پر وړاندې وجنګیږي: لومړی ګواښ مسلح رادیکال اسلام دی. دویم ګواښ، سیمه ییز حرکتونه او ځواک دی، چې نړیوال پلان لري په ځانګړې توګه ایران، هغه ایران چې په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د پوځي ډلو ملاتړ کوي. درېیم ګواښ د هسته یې وسلو ساتل دي (په ملګرو ملتونو کې یې د ایران هوکړه لیک ته اشاره وه.). دغه امریکایي جنرال ویلي، چې د تهران هسته یي پروګرام د امریکا ملي امنیت ګواښي.

۵ـ د امریکا په اند د یهودو مسله مهمه مسله ده، چې د سیمې هېوادونه دې ته تیار کړي، څو له هغوی څخه ملاتړ وکړي. خو د ایران او ټرورېزم مسله د عربي او یهودو دولتونو پر وړاندې د عربي ناټو جوړولو مقدمه وه، چې هماغه سیاسي اسلام دی، څو د یهودو دولت وکولای شي د سیاسي اسلام پر وړاندې اوس او په راتلونکې کې منظم عملیات تر سره کړي.

دا هغه ګمراه کوونکی سیاست دی، چې امریکا یې د غرب په استازیتوب، د اسلامي خاورو په هېوادونو کې پر مخ بیایي. که د مسلمانانو د بې غیرته حکامو خیانت نه وي، امریا هېڅکله نه شي کولای دا خبیث سیاستونه عملي کړي.

په پای کې د یادولو ده: استعمار د خپلو مزدورانو په وسیله هڅه کړې، څو خپلې رېښې قوي کړي، خو په دغې پرېکړه کې ناکام شوی او له نیکه مرغه اسلامي امت نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، څو د دویم ځل لپاره اسلامي خلافت تاسیس کړي.

﴿قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ﴾

[النحل: 26]

ژباړه: تر دوی مخکې هم ورته کسان و چې دا ډول دسیسې او چلونه یې کول، خو الله سبحانه وتعالی یې ددسیسو ژوند له بنیاده وران کړ او د کورونه (بامونه)یې پرې ونړول او د دنیا عذاب یې له هغه ځایه پرې راوستل چې تمه یې نه درلوده.

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوی

               لیکوال: حمد طبیب

د مطلب ادامه...

د سوچي ناسته د امريکا، سوري رژيم او د کردانو ديموکراتيک ګوند سرې کرښې خوندي کوي او د ترکيې سرې کرښې له منځه وړي!

  • خپور شوی په ترکیه

د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۱۴مه، د ترکيې ولسمشر اردوغان، روسي ولسمشر پوتين او د ايراني ولسمشر روحاني ترمنځ ناسته د روسيې په سوچي کې ترسره شوه. په ياده ناسته کې خبرې په سوريه کې د کردانو پر سياسي راتلونکي او په سوريه او ادلب کې پر سياسي بهیر ورټولې وې. په یوه ګډه اعلاميه کې په سوريه کې د امريکا د سرو کرښو د خونديتابه په تړاو خبرې بيان شوې. پر دې سربېره هغه پرېکړه چې «د اسد په شتون د بهیر پر پرمختګ» ټینګار کوي لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۲۲۵۴ پرېکړې تاييد کړې وه.

امريکا، روسيه او ايران د سوريې په راتلونکې کې د کردانو د ديموکراتيک ګوند د ونډې ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې په همدغې اعلاميه کې د ترکيې د خوندي سيمو غوښتنې ته کوم شین څراغ نه دی ورکړل شوی او له تروريزم څخه د ادلب پر پاکېدو ټينګار شوی دی. له اردوغان څخه غوښتل شوي چې له زغم څخه کار واخلي، ځکه امريکا په ادليب کې د عملياتو له پيلېدو سره د سياسي حل له رسېدو وړاندې مخالفه ده. سربېره پردې ترکيې د شام د آزادۍ غورځنګ(هيت التحرير شام) پر ضد په حميميم کې د روسيې د هوايي اډې د خونديتابه رول په غاړه واخيست.

له هغه څخه څو میاشتې تېرې شوې چې اردوغان د فرات په ختيځ کې د عملياتو د پيلولو اجازه ورکړه، خو په دې لاره کې یې  ونشو کولی چې یو کوچنی ګام هم واخلي. د امريکا د هوايې خونديتابه  او د روسيې او ايران د ځمکني بريدونونو تر چتر لاندې د فرات سپر او زيتون څانګې عمليات د دې لپاره ترسره شوه چې د امريکا ګټې خوندي کړي، د وسله والو ډلو ترمنځ انشعاب رامنځته کړي او د سوريې سپېڅلی انقلاب وځپي. کله چې دی منبيج ته ورسېد هلته ودرېد. ده د سرتېرو لېږل ودرول! ترکيې په خواشينۍ سره د امريکا غوښتونو ته غاړه کېښوده او د امريکا سرو کرښو ته پرته له دې چې خپلې سرې کرښې په پام کې ونيسي، ژمنه پاتې شوه. په ۲۰۱۱م کې اردوغان د اسد په تړاو خبرې کولې او د اصلاحاتو ژمنه يې وکړه: «د سورِيې خلک پر اسد باور نه لري او زه هم پر هغه باور نه لرم.» د 2017 د ډيسمبر پر ۲۷ مه ده د سوري دولت په تړاو وويل: «تروريستي دولت د تروريزم ملاتړ کوي.»   

د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۴ مه، د روسيې له لوري له یادونې وروسته، دی له اسد سره ناستو جوړولو ته چمتو شو او ويې ويل: «پر عدنا هوکړه باندې بايد خبرې وشي.» د سوچي په دې وروستۍ ناسته کې څرګنده شوه چې دی له هغې تګلارې پرته چې امريکا د سوريې د ۹۰۰ کیلو متره پولې لپاره جوړه کړې ده، بله تګلاره نه لري. ده وويل: «موږ د عدنا هوکړې تر چتر لاندې د خپل راتلونکي لپاره پلان لرو.» 

اردوغان هغه څوک دی، چې يو وخت يې سوري رژيم ظالم او مجرم باله، اوس له سوريې سره د اړيکو پاللو په موخه د دې هيواد د بنسټونو پر رغولو بوخت دی. ده پرون اسد تروريست باله البته «د خپل مشرتابه د لېږد په پړاو کې.» او د سوريې د خلکو په تړاو، ده پرون ويل چې له دوی سره به څنګ په څنګ درېږي؛ خو نن یې دوی پرېښودل او له ظالمانو سره ودرېد. ده د سوري کډوالو په تړاو ويل: «دوی د ملاتړو او کډوالو يوه نمونه ده» نن ورځ دی د هغوی د بيرته ستنېدو غوښتنه کوي. ده د عملياتو په تړاو خبرې کولې،  خو نن له امريکا، روسيې او سوري رژيم څخه د عملياتو پيلولو اجازه غواړي. د پرون او نن په دريځ کې ولې توپېر ليدل کېږي؟!

کافر ښکېلاکي  ځواکونه او د دوی ځايي متحدين په دې موخه سره يوځای شول، چې د سوريې اته کلن پياوړی انقلاب له منځه يوسي، د خلکو مقاومت کم رنګه کړي، د ډلو مشران تېرباسي څو د خبرو ميز ته راشي، مجرم رژيم ته بيرته ساه ورکړي او د سوريې ټوله خاوره د رژيم په ولکه کې ورکړي. سياسي او استخباراتي شبکې سره يو موټی شوي چې سوري رژيم وژغوري- هغه چې کابو د مرګ کندې ته نږدې و او د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یې لاس او پښې وهلې. هغه د ويجاړو شويو ښارونو، وژل شويو میليونو خلکو، بې ځايه شويو او زيانمنو شويو خلکو هيڅ پروا نلري! په حقيقيت کې هغه د امريکا، روسيې او نورو ټولو ظالمانو د خوښۍ لپاره کار کوي، خو همدغه ظالمان به د الله سبحانه وتعالی له قهر او د اسلامي امت له ښېرا څخه هيڅوک ونه شي ژغورلی.

﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ﴾

[ابراهيم:۴۲]

ژباړه: او ته په الله باندې له سره (هېڅ) ګمان مه كوه چې هغه د ظالمانو له کارونو غافله دی، له شک پرته هغه، دوى هغې ورځې ته ځنډوي چې پكې به سترګې ټېغې او رډې پاتې شي.

 د حزب التحرير- ولايه ترکيې مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

محمد بن سلمان، په یمن کې د ښوونځیو د ماشومانو وژونکی او د امت د نفتو غاصب، پاکستان ته ښه راغلاست نه ویل کېږي!

  • خپور شوی په پاکستان

 (ژباړه)

په داسې حال کې چې ستونزې ورځ په ورځ زیاتیږي، د بجوا-عمران رژیم د سعودي حاکم محمد بن سلمان ته د ښه راغلاست ویلو لپاره هر ډول مصرف کوي او نوموړی د امت شتمني د خپل ځان لپاره کاروي او په داسې حال کې چې د نفتو بیه لوړه شوې، رژیم د دې لپاره چې د محمد بن سلمان ته د جټ الوتکو تشریفات چمتو کړي، د پاکستان د هوايي ځواکونو د جي اف – ۱۷ جټونو په الوتو کې نفت سوزي او په داسې حال کې چې د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د نظام له ملاتړ څخه محروم دي د پاکستان رژیم له سلو سعودي سلطنتي ساتونکو سره سره بیا هم د محمد بن سلمان د ساتنې په فکر دی او په داسې حال کې چې د پاکستان ټول خلک د هستوګنځي د جوړولو لپاره په اخیستل شوو پورونو کې ډوب دي، دې رژیم د لمړي وزیر کور چمتو کړی په داسې حال کې چې محمد بن سلمان له خپل ځان سره ۱۱۰۰دولتي چارواکي او سوداګر، پنځه موټر، شخصي توکي، ۸۰ کانټینر جامې او لوازم او ډېر شمېر موټر له ځانه سره راوړي، او دوه پنځه ستوري هوټل او درې لنډکروزرونه یې ریزرف کړي. دا هغه کارونه دي چې ټول د اقتصادي مصرف، هوايي فضا ماتول، ترافیک او تلیفوني اړیکو د پرېکولو برسېره تر سره شوي.

محمد بن سلمان څوک دی چې رژیم په دې اسراف او لوی مصرف سره غواړي هغې ته ښه راغلاست ووايي؟! محمد بن سلمان د خاشقچي وژونکی دی، چې پاکستان ته په سفر سره غواړي خپل نړیوال ګوښه توب له منځه یوسي او وکړای شي د بجوا – عمران رژیم بادارانو (امریکاییانو) ته په ښه توګه خدمت وکړي. محمد بن سلمان په یمن کې له لاسوهنې سره د مخلصو مسلمانانو وینې تویوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې هغوی مهاجر کړي. محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال د لیدلوري جوړوونکی دی چې په حرمین ځمکې باندې د لویویځ د فرهنګي او اقتصادي ویجاړوونکي نفوذ د زیاتوالي لپاره چمتو شوی دی. محمد بن سلمان د سعودي د حاکمې کورنۍ یوه برخه ده چې د امت نفت یې غصب کړي، په داسې حال کې چې اسلام حکم کړی چې نفت د ټول امت شتمني ده. محمد بن سلمان د سعودي سلطنت هغه غړی دی چې په هغه څه چې الله سبحانه و تعالی حکم کړی حکم نه کوي، عالمان مړه کوي او زندان ته یې اچوي او د الاقصی جومات د اشغالګرو سره خپلې اړیکې عادي کوي او محمد بن سلمان د اقتصادي مافیا لمړی کس دی چې اوس د بهرنۍ مستقیمې پانګه اچونې تر نامه لاندې، د امت هغه شتمني غلا کوي چې په پاکستان کې موندل شوې.

اې د پاکستان مسلمانانو! دا حاکمان په دې خاوره او په ټوله اسلامي نړۍ کې د امت پر اوږو بار دي او هغه کسان دي چې زموږ شتمنۍ په مصرف رسوي، داسې فکر کوي چې دا یې له پلار څخه میراث اخیستی وي. هغوی یوازیني کسان دي چې په بې پروایۍ سره زموږ دین، ځمکو او شتمنۍ باندې په تجاوز سره، د یرغلګرو ګټې خوندي کوي. راځئ چې له دې زیات د خپلو خلکو د وژلو او د شتمنیو د غلا کېدو شاهدان نه وو. د ظلم په وړاندې صبر، فضیلت او حکمت نه دی، ګناه او حماقت دی. راځئ همدا اوس تصمیم ونیسو چې د نبوت په تګلاره د خلافت د ملاتړ کوونکو سره دې ظالم حکومت ته د پای ټکي اېښودلو لپاره فعالیت وکړو. له حذیفه بن الیمان رحمه الله علیه احمد روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به ظالم حکومت پیل شي او هغه څه به پېښیږي چې الله وغواړي، او وروسته کله چې الله وغواړي هغې ته د پای ټکی کېږدي، د نبوت په تګلاره خلافت به راشي او وروسته بیا هغه صلی الله علیه وسلم څه ونه ویل.

د ولایه پاکستان-حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په ژوند کې د فقاهت ارزښت

 (ژباړه)

له حمید بن عبدالرحمن څخه روایت دې چې ویې ویل: له معاویه څخه مې هغه مهال چې غږېدلو واورېدل چې ویل يې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې ویل:

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ»

(رواه بخاري، باب من یرد الله به خیراً یفقهه فی الدین)

ژباړه: د هغه کس لپاره چې الله متعال د خیر اراده وکړي، هغې ته په دین کې فقاهت او پوهه ورکوي.

د حدیث توضېح

په دین کې فقاهت له لویو چارو څخه دی چې اسلام مبارک دین د هغې زده کړه او په هغې پوهه تشویق کړې، ځکه چې د هغې په زده کړه کې لوی خیر نغښتی دی. له شکه پرته، دا دین د ژوند لپاره یو نظام دی او د انسان د ژوند د ټولو اړخونو لکه ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، قضايي او روزنیز نظام معالجه کوي. همداسې دا دین د ټولو ستونزو د حل لار په هر وخت او ځای کې په احکامو او افکارو له لارې وړاندې کوي.

اې مسلمانانو! کله چې امت په خپل دین منګولې خښې کړې وې او په قوانین او احکامو یې ښه پوه وو او پلي کول یې، مقام او تقوی یې ډېره وه، همداسې ځواک یې ډېر وو. دا هغه څه دي چې د مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې لیدل شوي، هغه تاریخ چې اسلام په هغې کې په بشپړه توګه تمثیل شوی وو او هغه کسان چې د اسلامي دولت رعیت نه وو هم په ارامۍ او هوساینه کې اوسېدل. کله چې امت له دین څخه فاصله ونیوله او کافر لوېدیځ هغې ته احکام وټاکل او افکار یې هغوی ته تعریف کړل، خپلې اعلامیې یې هغوی ته ښایسته ښکاره کړې او د مسلمانانو حاکمان یې وټاکل، له هغې وروسته امت یوه نیم ځانه ژوندي ته ورته شو. ژوند یوازې خوراک او څښاک ګڼي، روح او روحانیت پکې نه لیدل کیږي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا﴾

[طه: 124]

ژباړه: هغه څوک چې زما له ذکر (قران) څخه مخ وګرځوي، د هغې لپاره به ستونزمن ژوند وي.

اې مسلمانانو! د دې وخت رسېدلی چې د بما انزل الله حکم د پلي کولو او د امت د عزت لپاره هڅه وکړو او د نبوت په تګلاره خلافت بیاځل اقامه کړو، هغه خلافت چې د کافرانو لخوا ایستل شوې د دروغو کرښې ماتې کړي، او په اسلامي ځمکو کې  د اسلام احکام پلي کړي، او د هغې تر مشرۍ لاندې مسلمان ځوانان د کافرانو په وړاندې جهاد وکړي...

یا الله! موږ ته د نبوت په تګلاره په راشده خلافت عزت راکړې او له امت څخه مصیبتونه او بلاګانې لرې کړې! یا الله ځمکه د هغې په رڼا منوره کړې. اللهم آمین آمین.

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل (د سوډان د ولسمشر بشیر د خپرونو د وړاندې کولو په وروستۍ شپه د ټرمپ معاون په خرطوم کې څه کول؟!)

د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابوحمزه) د اونۍ سیاسي تحلیل له الاقصی مبارک جومات څخه چهارشنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۲مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۷مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې