- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
زه یوه پوښتنه لرم، په دې هیله چې ژر راته ځواب شي.
ایا د داسې واده کېدل روا دي، چې نجلۍ پکې د مېړه په اړه خپل رضایت نه وي ښودلی؟
د نکاح د لاسلیک لپاره اړ شوې نه وم، بلکي ماته وویل شول چې کوژدن یا زوم د کور په دروازه کې دی او ما هم ور سره ومنله. وروسته ما احساس وکړ چې زه تر فشار لاندې راغلې وم او اړ شوې وم، چې له کومې خبرې پرته دی قبول کړم. د دغې ستونزې حللاره څه ده، په داسې حال کې چې واده شوی وي، خو مقاربت یا دخول لا تر اوسه نه وي ترسره شوی؟
ځواب:
و علیکم السلام و رحمت الله و برکاته!
دغه موضوع موږ د اسلام د ټولنیز نظام کتاب په واده څپرکي کې یاده کړې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې حدیث مو د دغې موضوع په تړاو راوړی دی:
عبدالله ابن بریدة رضی الله عنه له خپل پلار څخه روایت کوي:
«جاءتْ فتاةٌ إلى رسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فقالتْ: إن أبي زَوَّجَني ابنَ أَخيهِ لِيَرْفَعَ بي خَسيسَتَهُ. قال فَجَعَلَ الأمرَ إليها فقالتْ قد أَجَزْتُ ما صَنَعَ أبي، ولكنْ أردْتُ أن أُعْلِمَ النساءَ أنْ ليسَ إلى الآباءِ مِنَ الأمْرِ شيءٌ»
(ابن ماجه روایت کړی دی)
ژباړه: یوه ځوانه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ويې ویل: «پلار مې خپل خوریي ته په نکاح کړم، ترڅو له خپل ناوړه حالت څخه ځان وباسي.» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ته د واده د ردولو اجازه ورکړه او وروسته دې وویل: «زه مې د پلار امر ته غاړه اېږدم، خو ما غوښتل نورې ښځې پوه کړم، چې پلرونه یې هېڅ حق نه لري چې خپلې لوڼې د هغوی له خوښې پرته واده کړي.» پای
ابو العباس شهاب الدین البوصیري الکناني الشافعي (وفات:۸۴۰ هـ) په خپل کتاب «مصباح الزجاجة فی زواید ابن ماجه» کې لیکي:
عبدالله ابن بریدة رضی الله عنه له خپل پلار څخه روایتوي، چې یوه ځوانه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ويې ویل: «پلار مې خپل خوریي ته په نکاح کړم، ترڅو له خپل ناوړه حالت څخه ځان وباسي.» دی وایي:
«فَجعل الْأَمر إِلَيْهَا فَقَالَت قد أجزت مَا صنع أبي وَلَكِن أردْت أَن تعلم النِّسَاء أَنه لَيْسَ للآباء من الْأَمر شَيْء»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ته د واده د ردولو اجازه ورکړه، وروسته دې وویل: «زه مې د پلار امر ته غاړه اېږدم، خو ما غوښتل نورې ښځې پوه کړم، چې پلرونه یې هېڅ حق نه لري چې خپلې لوڼې د هغوی له خوښې پرته واده کړي.»
دی وایي دغه روایت صحیح دی او راويان یې باوري کسان دي.
پر همدې اساس پلار باید د خپلې لور رضایت لاسته راوړي او پر شرعي نکاح تړونکي دا لازمه ده، چې د نجلۍ رضایت یقیني کړي، ترڅو ایجاب او قبول په رضایت او خوښۍ سره وشي.
موږ په ټولینز نظام کې د واده په اړه په پورته یاد شوي څپرکي کې په ښه ډول واضح کړې چې وایي:
«کله چې له یوې ښځې څخه د واده غوښتنه وشي، هغه یې د منلو او ردولو پوره حق لري. د ولي او نورو کسانو په ګډون هېڅوک دا حق نه لري، چې د هغې له خوښې پرته دا واده کړي او یا د دې د واده خنډ وګرځي. له ابن عباس څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الثَّيِّبُ أحقُّ بِنَفْسِها مِنْ وَلِيِّها، والبِكْرُ تُسْتأْذنُ في نَفْسِها وإِذنُها صُماتُها»
ژباړه: مېړوښه ښځه تر خپل ولي زیات واک لري او له باکرې (پېغلي) څخه بیا اجازه غوښتل کېږي. د دې اجازه د هغې چوپ پاتې کېدل دي.
همدا راز ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لا تُنْكَحُ الأَيِّمُ حتى تُسْتَأْمَرَ، ولا البِكْرُ حتى تُسْتَأْذَنَ. قالوا: يا رسولَ اللهِ، وكيفَ إذْنُها؟ قال: أن تَسْكُتَ» (متفق علیه)
ژباړه: یوه مېړوښه ښځه باید د هغې له مشورې پرته واده نه شي او یوه باکره (پېغله) باید د هغې له اجازې پرته واده نه شي. خلکو پوښتنه وکړه: «اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! د هغې په اجازه به څنګه پوه شو؟ ده صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: «د دې چوپ پاتې کېدل د هغې اجازه ښیي.»
له ابن عباس نه روایت دی چې:
«أن جاريةً بكْراً أَتَتْ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَذَكَرَتْ أَن أَباها زَوَّجَها وهِيَ كارِهَةٌ، فَخَيَّرها النبيُّ صلى الله عليه وسلم»
(رواه ابو داود)
ژباړه: یوه ځوانه پېغله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل، چې پلار یې د دې له خوښې پرته ورکړې ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ته د واده د ردولو اجازه ورکړه.
د خنسا بنت خذام الانصاريه رضی الله عنها څخه روایت دی چې:
«أن أباها زَوَّجها وهِيَ ثَيِّبٌ فَكَرِهَتْ ذلك فأَتَتْ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَرَدَّ نِكاحَها»
(رواه بخاري)
ژباړه: پلار یې دا پر داسې مهال واده کړې، چې دا یوه مېړوښه ښځه وه. د دې واده نه وو خوښ، نو دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ده صلی الله علیه وسلم هم د دې واده ور باطل کړ.
له دغو احادیثو څخه په واضح ډول څرګندېږي، چې که یوه ښځه د واده لپاره خپل رضایت ونه ښیي، نو واده نه شي کېدلی. که دا واده رد کړي او بیا په زور سره واده شي، نو عقد یې فسخه کېږي، پرته له دې چې دا بیرته را وګرځي او رضایت وښيي.
تاسو د دغې موضوع په اړه په ښکاره نص ولید، چې موږ پاس یادونه وکړه او په تکرار سره مو وویل: «دا احادیث په واضح ډول ښیي، چې که یوه ښځه د واده لپاره خپل رضایت نه ښیي، نو واده صحیح نه دی. که ښځه واده رد کړي او یا دا په زور سره واده شي، نو عقد یې فسخه کېږي، پرته له دې چې دا بیرته را وګرځي او رضایت وښيي.»
زه هیله لرم چې دا به کافي وي او الله سبحانه وتعالی غوره عالم او حکیم ذات دی.
ستاسې ورور،
عطاء بن خلیل ابو الرشته