شنبه, ۲۶ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونه له وتلو سره د امریکا د مزدورانو مخالفت

د اناضول خبري اژانس د راپور پر بنسټ د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس محمد عمر داودزي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالفت کړی او غواړي نور هم هېواد په هغه اشغال کې پاتې شي چې نسلونه او فصلونه یې له هلاکت سره مخ کړي دي. هغه د امریکا له CNN شبکې سره په خبرو کې ویلي دي: «که دا وتل په  نامنظم ډول ترسره شي او یوه امنیتي تشه را منځته کړي، د زیاتې وینې تویېدنې لامل به شي.»

دا دی د امریکا او غرب د غلامانو واقعیت، چې یوځای یې په ټانګونو کې راوړل او ددغه اشغال شوي هېواد حکام یې کړل. طبیعي ده چې دغه رزیلان په سستو او ناسمو بهانو سره له هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو مخالفت کوي. د مزدورو حکمتونو مسئولین پوهېږي که امریکا یې یوه اونۍ له ملاتړه لاس واخلي، امت به د لاسپوڅو ډلې په توګه ورسره خبرې وکړي. لکه څنګه چې ټرامپ په خپلو خبرو کې دې مسئلې ته اشاره کړې او سعودي یې مشخص کړ. نو د اشغال له وخته د افغانستان او سعودي تر منځ چې د بلک واټر کمپنۍ د اخبار د نه افشاء کولو له امله چې د مسلمانانو د وینې تویونې بوی ترې ځي، د امریکایي ځواکونو له شتونه انکار کوي، هېڅ توپیر نه شته. همدارنګه له مصر سره هېڅ توپیر نه لري، چې امریکا هر کال نږدې ۱.۵ مېلیارده ډالر د لویو نظامي رهبرانو د ژمنو جلبولو لپاره لګوي، ترڅو په مصر کې امریکایي نظام رامنځته کړي او دغو ته ورته نور هېوادونه.

نو ددغو مزدورانو ژوند د کفارو په ملاتړ کې دي، دوی پوهېږي چې امت ور څخه بېزاره دی او دوی له یوې جبرې اړیکې او حکومت پرته، چې امت یې په بې صبرۍ سره پای ته د رسېدو په تمه دی، بل څه نه دي یو ځای کړي. هغه انتظار چې په ډېرو هېوادونو لکه نني سوډان کې له دغو مزدورو حکامو څخه د خلاصون لپاره هر شېبه د خلکو احساسات را پاروي.

رضوان ملک

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...

تر ویده کېدو مخکې اودس وکړه

له براء ابن عازب رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل:

«إِذَا أَتَيتَ مَضْجَعَكَ فَتَوضَّأْ وضُوءَكَ لِلصَّلاة، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلى شِقِّكَ الأَيمَن، وقل: اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نفِسي إِلَيك، وَفَوَّضتُ أَمري إِلَيْك، وَأَلَجَأْتُ ظَهرِي إِلَيْك، رغبةً ورهْبَةً إِلَيْك، لامَلجأَ ولا مَنجي مِنْكَ إِلاَّ إِليك، آمنتُ بِكِتَابِكَ الذِي أَنزَلْت، وَبِنَبِيِّكَ الذِي أَرسَلت، فإِنْ مُتَّ. مُتَّ عَلى الْفِطْرَةِ، فَاجْعَلهُنَّ آخِرَ ما تَقُولُ، فَقُلْتُ: أَسْتَذْكِرُهُنَّ وَبِرَسُولِكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ قَالَ لَا وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ»

(مُتَّفقٌ عليه)

ژباړه: تر ویده کېدو مخکې د لمانځه د اوداسه په شان اودس وکړه، په ښي اړخ ویده شه او ووایه: اې خدایه! خپل ځان مې تاته تسلیم کړ، کار مې تاته وسپاره او خیر ته د تمایل او ستا له عذابه د وېرې له مخې مې پر تا تکیه کړې. له تا پرته پناځای او ژغورونکی نه لرم. ستا په را لېږل شوي کتاب او مبعوث شوي  پيغمبر مې ایمان راوړی، نو که مړ شوې د مړي په فطرت یې او هغه دې وروستۍ وینا وګرځوه. و مې ویل: ایا په خپلو اذکارو کې ووایم، چې  په رالېږل شوي رسول؟ ویې ویل: نه، پر رالېږل شوي نبي.

د حدیث شرحه:

په فتح الباري کې یې ویلي، چې تر ویده کېدو مخکې پر طهارت امر، مستحبوالی بیانوي او دا حدیت ډېرې ګټې لري:

۱. په طهارت سره استراحت (ویده‌کېدل) مستحب دي، ځکه که په دغه حالت مړه شو، ظاهراً پاک وو لکه څرنګه چې په قلبي طهارت هم ټینګار شوی، چې هغه له ظاهري طهارته ډېر مهم دی.

۲. مستحب ده چې په ښي اړخ ویده شو، ځکه دغه حالت بیدارۍ ته نږدې دی. ابن جوزي د اطباء له قوله نقل کړي، چې په ښي اړخ خوب د انسان  بدن ته ګټور دی...

۳. د خوب په وخت کې دا دعا مستحب ده:

«اَللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِيْ إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِيْ إِلَيْكَ، وَأَلَجَأْتُ ظَهْرِيْ إِلَيْكَ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لَامَلْجَأَ وَلَا مَنْجِيْ مِنْكَ إِلاَّ إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِيْ أَنْزَلْتَ، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِيْ أَرْسَلْتَ»

ژباړه: اې خدایه! ځان مې ستا د فرمان تابع کړی دی (په داسې حال کې چې د ګټې د ترلاسه کولو او د فساد د مخنیوي لپاره تدبیر نه لرم) په ټولو کارونو کې مې پر تا توکل کړی او په کارونو کې مې پر تا اعتماد لرم، چې په هغه څه مې مرسته وکړې چې ګټه را رسوي (د اخرت نېکې بدلې ته امیدوار یم او له غضب او جزا څخه دې وېرېږم) یوازې ته ژغورونکی او هدایت کوونکی یې، په نازل کړي کتاب او رالېږل شوي پیغمبر دې ایمان لرم.

۴. لازمه ده چې د ویده کېدو په وخت کې دا دعا تکرار او له خوبه مخکې او وروسته ځان محسابه کړو، داسې نه شي چې دعا ویل مو یوازې د کلمو تلفظ شي، چې له ستوني مو ښکته نه شي؛ بلکې په هغه څه چې وایو یې، له الله سبحانه وتعالی سره صادق و اوسو.

۵. خپل ځانونه د لاندې آیت شریف مصداق وګرځوو.

﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾

[الأنعام : ۱۶۲]

ژباړه: ووایه لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې خاص د عالمیانو د پالونکي الله سبحانه وتعالی لپاره دي.

نو د هغو کسانو تر منځ، چې پر اسلام ژوند کوي او هغه کسان چې له اسلام سره ژوند کوي او هغه کسان چې د اسلام لپاره ژوند کوي، توپیر ښکاره دی.

د مطلب ادامه...

په شرکت کې وخت او مزایده بیعه

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زموږ ښاغلیه او عالمه شیخ صاحب! څنګه یاست؟ له الله سبحانه وتعالی هیله لرم چې حالت به مو ښه وي.

لومړۍ پوښتنه: ایا له شرکت څخه د هغه شریک یا غړی هر وخت وتلی شي؛ په داسې حال کې چې د یوې ثابتې او ټاکلې دورې د تړون په اړه چې یو کال دی، خبر وي؟ د دغې مسلې په اړه ځینې دلایل او مفصل معلومات ورکړئ. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي.

دویمه پوښتنه: په لوړ قېمت پلورل، که د جنسونو قېمت له اصلي قېمت څخه په دودیزه توګه څو چنده داسې لوړ کړي، چې سوداګر پکې زیانمن شي. په داسې حال کې یو سوداګر دا اجازه لري چې د جنسونو قېمت تر دې کچې لوړ کړي، چې ځینې وخت خپله او ځینې وخت یې سیال پکې زیانمن شي؟ د دغې مسلې د دلایلو او تفصیلاتو په برخه کې معلومات ورکړئ. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

درېیمه پوښتنه: د عمومي او ځانګړې قطعي بیعې په معاملو کې سوداګر سره راټولېږي، څو د قېمتونو د لوړوالي د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې ځینو ته پیسې ورکړي یا قېمتونه له دې څخه هم لوړ شوي وي او دوی یې مخنیوی وکړي. د هغو جنسونو او مالونو حکم څه دی، چې سوداګر یې یو او بل ته ورکوي؟ او د داسې معاملې حکم څه دی؟ د دغې مسلې په اړه په جزیاتو کې دلایل او تفصیلات وکړئ. الله متعال دې خیر درکړي.

ستاسو درنو مسولیتونو ته په کتو سره د پوښتونو د اوږدوالي او شمېر له امله درڅخه بښنه کوم. الله سبحانه وتعالی دې له تا سره مرسته وکړي چې موږ ته ستا په لاسونو سره فتحه او بریالیتوب را نصیب کړي او د قدرت او نصرت خاوندان ستا لپاره چمتو کړي؛ لکه څنګه یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چمتو کړل او تاسو د اسلام لپاره تلپاتې ذخیره وګرځوي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

لومړی) ستاسو د هغې پوښتنې ځواب چې د شرکت د وخت په اړه وه:

۱. شرکت په لغت کې د دوو یا زیاتو برخو یوځای کولو ته وایي؛ پرته له دې چې یوه برخه یې له بلې سره توپیر ولري. شرکت په شرعي اصطلاح کې د دوو یا زیاتو کسانو تر منځ تړون ته وایي، چې دواړه لوري د ګټې په موخه د مالي عمل په سرته رسولو سره همنظره کېږي او د شرکت تړون هم د نورو تړونونو په شان ایجاب او قبول ته اړتیا لري. ایجاب دا دی چې یو کس بل ته ووایي، په هغه کار کې مې شریک کړلې، مقابل لوری یې ومني او دا اړینه ده چې دغه تړون دې پر یوه څیز د مشارکت په معنا وي.

شرکت روا دی؛ ځکه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث کېږي، خلک دا ډول تړون ترسره کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه عمل اقرار کړی او په دغې مسله کې د خلکو د عمل لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقرار خپله د شرکت د تړون پر رواوالي دلیل دی. ابو داود له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ: أَنَا ثَالِثُ الشَّرِيكَيْنِ مَا لَمْ يَخُنْ أَحَدُهُمَا صَاحِبَهُ، فَإِذَا خَانَهُ خَرَجْتُ مِنْ بَيْنِهِمَا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایي: په شرکت کې د دوو کسانو تر منځ تر هغه وخته درېیم شریک زه یم، څو یې چې خیانت نه وی کړی؛ هر وخت یې چې خیانت وکړ، زه ترې ځم.

۲. د شرکت د وخت یادونه اړینه نه ده، ځکه د شرکت انعقاد څرګند دی او د انعقاد لپاره یې د اجارې په څېر ټاکلي وخت ته اړتیا نشته؛ د بېلګې په توګه: که په اجاره کې د وخت یادونه ونه شي، د شرکت تړن نه منعقد کېږي؛ په داسې حال کې چې د تړون وخت باید په ورځنۍ، میاشتنۍ او کلنۍ توګه بېل شوی وي او که په عمل پورې تړلی وي، لکه د دیوال جوړولو یا څاه کیندلو اجاره، چې په دې حالت کې بیا وخت د عمل په پای ته رسېدو پورې تړاو لري.

۳. د شرکت له منځه وړل بیا د شریکانو په لېوالتیا پورې تړاو لري. دواړه شریکان په یوه ټاکلي عمل تړون کوي او همداراز هر وخت چې وغواړي له منځه یې وړي. په اقتصادي نظام کې د شرکت د له منځه وړلو په تړاو دا ډول بیان شوی دی:

«شرکت یو روا او شرعي تړون دی. که یو شرکت له دوو شریکانو څخه جوړ شوی وي، له دوی څخه د یوه لوري په مړینې، لېونتوب، د عقل په نشت او یا هم د تړون په ماتولو سره شرکت له منځه ځي. دا ځکه چې دغه تړون روا و او د وکالت په څېر په یادو شوو چارو باطلېږي: که له دوو شریکانو څخه یو مړ شي او وارث ولري، دا وارث شرکت ته دوام ورکولی شي او شریک ته باید په ګډ مال کې د واک اجازه ورکړي. همدرانګه د شرکت مال ویشلی هم شي او هر کله چې یو له شریکانو څخه د تړون د ماتولو غوښتنه وکړي، د مقابل لوري لپاره یې د غوښتنې منل واجب دي.

که د شریکانو شمېر له دوو کسانو څخه ډېر وي او یو له هغوی څخه یو کس د شرکت د له منځه وړلو غوښتنه وکړي او نور بیا د شرکت د راتلونکي په اړه همنظره وو؛ په داسې حال کې شرکت له منځه ځي او د پاتې کسانو تر منځ بیا نوی تړون رامنځته کېږي. د مضاربت او نورو شرکتونو له منځه وړل توپیر لري. د مضاربت په شرکت کې هغه وخت د بیعې د لامل غوښتنه منل کېږي چې د بیعې لامل او د مال خاوند د وېش غوښتنه وکړي، که یې په ګټه کې حق و، خو ګټه له پېر او پلور پرته نه څرګندېږي. د شرکت په نورو پاتې برخو کې، کله چې یو شریک د یوې برخې او بل بیا د بیعې غوښتنه وکړي، په داسې حال کې برعکس د برخې غوښتنه منل کېږي، نه د بیعې. دا همغه څه دي چې موږ د شرکت د انعقاد پر مهال له وخت پرته تبني کړي، ځکه چې وخت د شرکت د تړون په صحي والي کې اړین نه دی.

۴. کله چې په شرکت کې د وخت یادونه وشي، په دې اړه فقها په خپل منځ کې د نظر اختلاف لري. زه تاسو ته په دې مسله کې د ځینو معتبرو مجتهدینو یادونه کوم. تاسو ته د هغو مجتهدینو د نظر تقلید اړین دی، چې باور پرې کوئ او زړونه مو د هغوی په اجتهاد سره ارامېږي. احنافو او حنابله په مضاربت کې د وخت د ټاکلو پر روا والي نظر ورکړی، د همدغه لیدلوري پر اساس په شرکت کې وخت ټاکي، چې په ختمېدو سره یې شرکت هم پای ته رسېږي. مالکیان او شوافع وایي، په مضاربت کې باید وخت ونه ټاکل شي او حکم یې د مالکیانو په اند دا ډول دی: په شرکت کې وخت نه ټاکل کېږي او هر لوری چې څه وخت وغواړي، شرکت پرېښودلی شي؛ ځکه د شوافع نظر ته په پام سره  د وخت ټاکل د کارکوونکي لپاره په کار کې خستګي رامنځته کوي. همدارنګه امام نووي په «الروضه» کتاب کې ویلي، چې د مضاربت په تړون کې د وخت بیان ښه نه دی.

دویم) ستاسو بله پوښتنه چې د ل مزایده بیعې (له اصلي څخه په زیات قېمت پلورل) په اړه ده:

۱. د بیعې لوړوالی روا دی، یعنې دا چې بایع خپل سوداګریز مال خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړي او هر کس یې چې په لوړ قېمت وغواړي، وریې کړي. د بیعې د دغه لوړوالي دلیل هغه حدیث دی چې حضرت انس بن مالک روایت کړی: ابن ماجه له حضرت انس بن مالک څخه روایتوي، چې هغه ویل:

«أَنَّ رَجُلاً مِنْ الأَنْصَارِ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَسْأَلُهُ فَقَالَ: لَكَ فِي بَيْتِكَ شَيْءٌ؟ قَالَ: بَلَى، حِلْسٌ نَلْبَسُ بَعْضَهُ وَنَبْسُطُ بَعْضَهُ وَقَدَحٌ نَشْرَبُ فِيهِ الْمَاءَ، قَالَ: ائْتِنِي بِهِمَا، قَالَ: فَأَتَاهُ بِهِمَا، فَأَخَذَهُمَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِيَدِهِ ثُمَّ قَالَ: مَنْ يَشْتَرِي هَذَيْنِ؟ فَقَالَ رَجُلٌ: أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمٍ، قَالَ: مَنْ يَزِيدُ عَلَى دِرْهَمٍ مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلاثًا، قَالَ رَجُلٌ: أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمَيْنِ، فَأَعْطَاهُمَا إِيَّاهُ وَأَخَذَ الدِّرْهَمَيْنِ فَأَعْطَاهُمَا الأَنْصَارِيَّ»

ژباړه: یو انصاري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له هغه څخه یې سوال (ګدایي) کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ایا په کور کې څه لرې؟ انصاري وویل: هو، یو فرش لرم چې یوه برخه پر ځان اچوو او یوه برخه یې تر ځان لاندې کوو، همدارنګه یوه کاسه لرم چې اوبه پکې څښو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې دواړه راوړه! انصاري فرش او کاسه راوړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه په خپل لاس کې ونیول او ویې ویل: دا دواړه څوک اخلي؟ یوه کس وویل، زه یې په یوه درهم اخلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه یا درې ځله نور هم وویل: څوک یې له یوه درهم څخه په لوړ قېمت اخلي؟ یوه کس وویل، زه یې په دوه درهمه اخلم. نو فرش او کاسه یې ورکړل؛ دوه درهمه یې ترې واخیستل او انصاري ته یې ورکړل.

۲. خو په بیعه کې نجش ښه نه دی. نجش بیعه هغه ده چې پېرودونکی د پېرلو په موخه قېمت نه لوړوي، بلکې موخه یې فرېب او نورو ته د جنس د قېمت لوړول وي.

بخاري له سعید بن مسیب او هغه له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه اورېدلي، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «...ولا تناجشوا...» ژباړه: ... په پېر او پلور کې نجش مه کوئ ...

همدارنګه ابن عمر روایتوي چې:

«نَهَى النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَنِ النَّجْشِ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیعه کې له نجش څخه منعه کړې ده.

۳. همدارنګه دا سمه نه ده چې پېرودونکي د قېمت د ټیټولو لپاره په خپل منځ همنظره شي یا همغه ټیټ قېمت ومني او لوړ یې نه کړي؛ دا د دې لامل کېږي چې پلورونکی یې په همدغه ټیټ قېمت وپلوري، ځکه بل کس نه شي موندلی چې په لوړ قېمت یې پرې وپلوري. ځینې وخت عادتا یو شمېر سوداګر له یوه بل سوداګر سره جوړجاړی کوي او دا سوداګر د دې لپاره نورو سوداګرو ته پیسې ورکوي چې له ده څخه لوړ قېمت ونه لګوي. دغه سوداګر د جنس د اخیستلو لپاره کمې پیسې وړاندې کوي او نور سوداګر د خپل جوړجاړي پر اساس، له هغه څخه ټیټ قېمت ږدي. په پایله کې د جنس خاوند اړ کېږي چې خپل جنس په ټیټ قېمت وپلوري؛ نو دا خپله یو ډول فرېب دی.

ابن حبان په خپل صحیح کې له زر او هغه یې له عبدالله څخه روایتوي، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا، وَالْمَكْرُ وَالْخِدَاعُ فِي النَّارِ»

ژباړه: هر چا چې موږ ته فرېب راکړ، زموږ له ډلې څخه نه دی؛ مکار او فرېبکار به په اور کې وي.

همدارنګه اسحاق بن راهویه په خپل مسند کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْمَكْرُ وَالْخَدِيعَةُ فِي النَّارِ»

ژباړه: مکر او فرېب به د دوزخ په اور کې وي.

دا خبره بزار په خپل مسند کې یاده کړې.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی خلک د شیانو له کمولو څخه منعه کړي دي. پېرودونکي داسې وښيي چې د جنس قېمت ټیټ دی او دا د جنس د خاوند پر وړاندې فرېب دی، چې په ټیټ قېمت سره یې وپلوري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْياءَهُمْ﴾

[شعراء: ۱۸۳]

ژباړه: د خلکو له څېزونو څه مه کموئ.

امام قرطبي د دغه آیت په تفسیر کې فرمایي: بخس یا کمی او زیان، یعنې که په مال او جنس کې نیمګړتیا رامنځته شي او قېمت یې ټیټ شي یا په قېمت کې یې فرېبکاري وشي او په اندازه کې یې زیاتی او کمی وشي (دا ټول حالتونه په باطله توګه د مال خوړلو ښکارندویي کوي).

په دې توګه کله چې سوداګر په خپل منځ کې داسې جوړجاړی وکړي، چې مال او جنسونه به یو سوداګر په ټیټ قېمت واخلي او نورو سوداګرو ته په بدل کې پیسې ورکوي، څو قېمت یې له هغه څخه لوړ نه شي، کوم چې دی یې غواړي. په بل عبارت یو شمېر سوداګر په خپل منځ په دې جوړجاړی کوي چې مال باید له هغه قېمت څخه ټیټ واخلي، کوم چې د مال خاوند یې پلوري؛ نو دا عمل حرام دی، ځکه دا د مال او جنس د خاوند پر وړاندې فرېب دی، څو هغه اړ شي چې جنس په ټیټ قېمت وپلوري او هغه مال چې دغه سوادګر یې له نورو سوداګرو څخه اخلي، حرام دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۳۵هـ.ق، د ربیع الیاني ۱۴مه

۲۰۱۴م، د فبرورۍ ۱۲مه

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د اردن د امنیتي ځواکونو له لوري د حزب التحریر د دوو غړو نیول Featured

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

د اردن جنایت کار امنیتي سرویس د اسلام او حزب التحریر د غړو پر وړاندې د یاد حزب د تاسیس له وخته تر اوسه خپلې مبارزې ته دوام ورکړی. د دغې ځپونکې ادراې ځواکونو«محمود جرادات» په نیمه شپه کې ونیوه او نامعلوم ځای ته یې ولېږداوه. همدارنګه دغو وحشي ځواکونو استاد محمد ابوالهیجا د سهار تر لمانځه وړاندې په هغه مجسد کې ونیوه چې نوموړی به د لمانځه د ادا کولو لپاره ورتلو. د دغه رژیم ظلم ان هغې کچې ته رسېدلی چې وحشي ځواکونه یې د الله سبحانه وتعالی د کور او مسلمانانو حرمت ته پام نه کوي او په ډېر کبر سره د الله سبحانه وتعالی کور ته دننه کېږي او د حزب التحریر دعوت کوونکي  نیسي او ځوروي. د دوی ظلم تر دې کچې رسېدلی چې ابولهیجا یې لمانځه ادا کولو ته هم پرېنښود. کله یې چې ورته وویل، پرې مې ږدئ چې لومنځ وکړم، خو ظالمو ځواکونو یې غوښتنه ونه منله او په ډېر وحشیانه ډول یې ونیوه. د دغې صحنې په لیدو سره کله چې نورو لومنځ کوونکو د مسجد دننه لاریون پیل کړ، یو سرتیري د ټوپک شپلۍ پر لومنځ کوونکو ور واړوله او هغوی ته یې سپکې سپورې وویلې. لومنځ کوونکي یې په ډېر وحشیانه ډول ووېرول او ویې وویل: «که یو ګام وړاندې راشئ، ډزې درباندې کوو» په وروستیو کې یې وویل: «هر څوک چې لاریون کوي، په همدغه ډول نیول کېږي.»

اې خلکو! ایا نه وینئ چې د اسلام او دعوت کوونکو پر وړاندې د اردن د امنیتي بنسټونو او جنایت کارو د حکومت جرمونه کومې کچې ته رسېدلي دي؟ دغه رژیم له خپلو ظالمو نظامي اډو څخه په ټول هېواد کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې له تروریزم سره د جګړې تر شعار لاندې ګټه اخلي. له بل لوري، دغه رژیم د شام د سپېڅلي انقلاب او د اسلامي امت د فعالیتونو پر وړاندې خپل یووالی ټینګ کړی او په ټولو برخو کې له یهودیانو سره جوړ او همکار دي.

دغه یوځایوالی نه یوازې د غلا شوي ګاز او  د مصر له جنایت کوونکي حکومت او یهودي دولت ته د ختیځې مدیترانې د ګازو انجمن په واک کې ورکولو له امله دی، بلکې د فلسطین د مسلمانانو د ځمکو ورکول هم پکې شامل دي. همدارنګه، د طبیعي سرچینو پلور، عامې شتمنۍ او د پیسو نړیوال صندوق اجرایوي قوانین، دغه ټول د سیاسي او اقتصادي نظم تر لاسه کولو او د فقر او لوږې رامنځته کولو په موخه  د امریکا ابزار دي. یاد رژیم د کفري قوانینو لکه د مالیاتو قانون او الکترونیکي جنایتونو په تصویب سره غواړي حکومت او د حکومت غلامان د خلکو له محاسبې په امن کې کړي او هغوی ته یې سخت قوانین ټاکلي دي او همدارنګه هر هغه هوښیار سړی نیسي چې حکومت د فساد لکه غلا، خیانت او د الله سبحانه وتعالی او مومنانو د دین پر وړاندې دسیسې جوړولو، له امله محاسبه کوي. د حکومت له لوري د حزب التحریر د دعوت کوونکو پر وړاندې د ظلم، ځورولو او باطلېدو په موخه د امنیتي بنسټونو سمبالول، موږ ته رایادوي چې یهودیانو د «اقصی» له ساتونکو سره وکړل. دغه رژیم د یهودیانو اعمال قدم په قدم له کوم بدلون پرته څاري.

اې د اردن خلکو! پر تاسو واجب ده چې دغه رژیم د خپل خیانت، جنایت او ظلم له امله محاسبه کړئ، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلاَ إِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: له شک پرته غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق ویل دي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَتَأْمُرُنَّ بالْمَعْرُوفِ، ولَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّه أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا يُسْتَجابُ لَكُمْ»

(سنن ترمذی)

ژباړه: ایا په معروف امر او له منکر څخه منع کوئ،یا له دې پرته نېږدې ده چې الله سبحانه وتعالی پر تاسو خپل عذاب راولي او هغه وخت به تاسو د خپل ځان د ژغورلو لپاره الله سبحانه وتعالی ته دعاوې کوئ او ستاسو دعا قبوله نه شي؟

موږ په دې کې هېڅ شک نه لرو چې دغه ځپونکي اقدامونه د محدودیت رامنځه کولو لپاره یوه شیطاني هڅه او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس په واسطه د اسلامي ژوند رامنځته کولو لپاره د دعوت په لاره کې خنډونه دي؛ چې حزب التحریر له ټول امت سره د اسلامي نظام رامنځته کېدو لپاره فعالیت کوي. همداراز په اردن او نورو اسلامي خاورو کې د ښکبلاکګرو غربي کافرانو او د دوی د حکومتونو د امنیتي بنسټونو په واسطه دغه وحشیانه بریدونه موږ په نړۍ کې د خلافت د بیا راژوندي کېدو زیري ته نېږدې کوي او دغه پېښه زموږ هوډونه پیاوړي کوي. د دې تر څنګ له سیاسي او ثقافتي فعالیتونو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه د پیروۍ لپاره زموږ اراده نوره هم پیاوړې کوي، ترڅو د نبوت پر تګلاره اسلامي دولت تاسیس کړو.

﴿َمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ﴾

[مائده: ۵۶]

ژباړه: هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی، رسول لله صلی الله علیه وسلم او مومنان د خپلو دوستانو په توګه ومني، له شک پرته چې بریالي دي.

د حزب التحریر ـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

سوري ماشومان په داسې حال کې له یخنۍ مري، چې د مسلمانانو حکام غربي سیاستوال ګرموي!

(ژباړه)

خبر:

د اس بي اس خبري اژانس د خبر له مخې لږ تر لږه ۱۵ سوري پناه‌غوښتونکي ماشومان د ژمي د سختې هوا او د لازمو صحي موادو د نشت له امله مړه شوي دي. په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د یونسیف سیمه‌ییز مدیر خیرت کابالاري ویلي دي «په رکبان(د سوریې په شمال ختیځ کې د پناه‌غوښتونکو کمپ) کې د تودوخې د درجې ټيټوالی او د ژوند سخت شرایط د ماشومانو ژوند په خطر کې اچوي او یوازې په یوه میاشت کې شاوخوا اته ماشومان، چې ډېری یې تر څلورو میاشتو او تر ټولو کوچني یې د یوې میاشتې وو، مړه شوي دي.» نشر شوې وېډیوګانې او د پناه‌غوښتونکو عالي کمیساري د هغوی بد حالت او سختې ستونزې مني، چې دلته یې ځینې ستونزې یادوو:

سختو بادونو او زیاتو اورښتونو «د نورما طوفان» په لبنان کې د سوري پناه‌غوښتونکو ژوند له لوی خطر سره مخ کړی دی، چې ډېری یې په غیر رسمي کمپونو او داسې ځایونو کې ژوند کوي، چې لږ امکانات لري. په لبنان کې بدې هوا او سېلابونو په څو ورځو کې له ۶۶ زیاتې خېمې زیانمنې کړي، چې ۱۵ خېمې ډوبې شوي او په بشپړ ډول له منځه تللې دي او تر اوسه ۵۰ زره خلک په ۸۵۰ خېمو کې ژوند کوي، چې ټول یې د سېلاب له خطر سره مخ دي.

تبصره:

د مهاجرینو په کمپونو کې ژوند، په هر موسم کې سخت دی، خو په ژمي کې تر ټولو سخت دی؛ ځکه چې د نادره خطرونو، ستونزو او سختیو لامل کېږي. د بېلګې په توګه: د یخنۍ له امله مړینه، سېلابونه او همدارنګه مرضونه د هغو مسلمانانو پر اوږو دروند بار دی، چې عملاً له روحي ستونزو سره هم مخ دي. څه چې په ډاګه دي دا دي، چې مهاجرین او د هغوی د اوسېدلو کمپونه، چې لومړنۍ او ضروري اړتیاوې هم نه لري، په پشپړ ډول هېر شوي او ډېری ماشومان یې نه مناسبې جامې، نه فرش او حتی د اوسېدو ځای هم نه لري. پر دې سربېره د خوړو کموالی، د درملو نشت د هغو ځوانانو ژوند له ناوړه پایلو سره مخ کوي چې عملاً یې له خطر سره مخ دي.

څنګه شونې ده یو سالم ماشوم یو دم ومري؟ چې یوازې کمپلې او جامو اغوستو ته اړتیا لري او مور یې ۹ میاشتې په خپله ګېډه کې وګرځاوه او ټول دردونه یې وزغمل، خو په پایله کې داسې مرحلې ته ورسېده، چې خپل ماشوم یې له لاسه ورکړ. په دې میاشت کې ډېرې خېمې ونړېدې او د ۳۶۰ شاوخوا نورې غیررسمي خېمې سېلابونو خرابې کړې. د استوګنې ۶۰ خېمې په بشپړ ډول له منځه تللي، چې اوسېدونکي یې له استوګنځي پرته په سخته یخنۍ کې پاتې شول. په غېر رسمي خېمو کې د غیر وطنوالو په نامه په کلونو کلونو د خلکو اوسېدل، چې غیر انساني شرایط پکې حاکم وي، د اسلام د سیاسي نظام لپاره یو بد او ناوړه کار دی؛ ځکه د اسلام په سیاسي نظام کې د وطنوالو او غیر وطنوالو په نامه څه نه شته؛ بلکې د ټول رعیت لپاره باید انساني حقونه لکه: کور، جامې او خواړه برابر کړي او حتی له غیر مسلمان رعیت نه، چې د اهل ذمه په توګه پېژندل کېږي، د اسلامي نظام تر سیورې لاندې له هغوی ملاتړ او د دوی شخصي ژوند ته احترام واجب او لازم دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ قَتَلَ مُعَاهَداً لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَاماً»

ژباړه: څوک چې خپل هم پیمان(هوکړه کوونکی) ووژني، د جنت بوی یې پوزې ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې د جنت بوی له څلوېښتو کلو لرې واټن څخه پوزې ته رسېږي.

د خلافت تر سیوري لاندې د کافر ژوند هم محفوظ دی، نو د مسلمانانو د ژوند په اړه څه فکر کوئ؟ له دې سره سره بیا هم مسلمانان له حساب پرته مري.

د زکات نظام یو له هغو امرونو څخه دی، چې د اسلامي شریعت احکامو د مال راټولول او اړمنو ته یې وېشل واجب کړي دي، داسې چې حاکم یا خلیفه باید د رعیت لومړنیو اړتیاوو ته ورسېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ ابن جبل رضی الله عنه ته امر وکړ چې یمن ته لاړ شي او ورته ویې ویل:

«فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ»

ژباړه: هغوی(د یمن خلکو ته) خبر ورکړه، چې الله سبحانه وتعالی هغه زکات چې له اغنیاوو نه اخیستل او پر فقیرانو وېشل کېږي، فرض کړی دی.

د راشده خلافت په نشت کې جمیعتونه او ټولنې پر لږکیو زکات او صدقات وېشي او نور مستحقین پاتې کېږي، خو د خلافت تر سیوري لاندې ټول اقتصادي نظامونه یو ځای او په بشپړ ډول کار کوي.

شونې نه ده څوک چې حقداره وي، لومړنۍ اړتیاوې یې د نورو له لوري پوره شي او د خلافت دولت په نشت کې یې په حق کې عدالت پلی شي، په همدې علت وینو، چې تل هر کال په مېلیونونو کډوال په همغو ستونزو او کړاوونو کې دي. په اسلامي خاورو کې حکام تل د هغه خلافت د بیا راتګ د مخنیوي لپاره هڅې کوي، چې د دوی د قدرت د له منځه تلو لامل کېږي.

لیکواله: عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...

د خلافت د یوه غوښتونکي، عمر جادون خان نیول د اسلام پر وړاندې د ټرمپ د جګړې لپاره د پاکستان رژیم ژمنتوب په ډاګه کوي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۳۰مه خلافت غوښتونکی عمر جادون خان په پېښور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو. عمر هغه مهال ونیول شو کله چې نوموړي د پاکستان د رژیم په اړه داسې اعلامیه وېشله چې پکې د پاکستان رژیم د طالبانو او امریکایي چارواکو د خبرو اسانولو له امله ملامت شوی و چې د پاکستان دغه کار په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د اوږمهاله شتون او په نظامي اډو کې د منظم امریکايي ځواکونو او د نظامي خصوصي قراردادیانو په توګه د امریکايي سرتېرو د خوندېتوب لامل کېږي.

محمدعمر د جادون له کلي څخه د پېښور په ستره محکمه کې یو قانونپوه دی. د عمر پلار جمشید جادون یو مشهور قاضي و کوم چې په یوه حقوقي قضیه کې د حقیقي پرېکړې له امله شهید شوی و او د مېړانې جایزه ورکړل شوې وه. عمر په داسې حال کې له ناروغۍ کړېږي چې کونډه مور یې هم تر یوې سختې ناروغۍ وروسته له روغتونه بهر شوه.

عمر تر هغې وروسته ونیول شو چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جزا قانون د تعدیل وړاندیز ومانه، چې پکې جبري ورکوونه یو جرم ګڼل شوی. اوس د ورکوونې په غندلو سره سره د عمران- بجوا رژیم خپلو امنیتي ځواکونو ته د داسې کسانو د نیولو اجازه ورکوي چې په رژیم کې د ښکېلاګ پر وړاندې د سیاسي مبارزې مسولیت پر غاړه اخلي.  د دې تر څنګ تر ټاکنو وړاندې له ښګېلاګ سره د مبارزې پر ادعا سربېره، عمران خان په پاکستان کې د امریکا د راج د شتون لپاره خپل ځان، امنیتي ځواکونه او د خلکو باور په ارزانه بیه وپلورل. عمران خان د خلافت د غوښتنې د شعارونو له ورکولو سره سره هغه کسان ځوروي چې راشده خلافت غواړي، په داسې حال کې چې د امریکا سفیر، امریکایي قومندان ازاد پرېږدي ترڅو له هر چا سره چې وغواړي لیدنه کولای شي.

اې د پاکستان مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

[بروج: ۱۰]

ژباړه: هغه څوک چې مومنان ځوروي او توبه نه کوي، هغوی لپاره د دوزخ عذاب دی او په اور کې به وسوځي.  

د هغو کسانو ځورول نه بښونکی جرم دی چې د ژوند د تګلارې په توګه د اسلام لپاره غږ کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان خاین او ګناه کاره مشران له اسلام سره د ټرمپ د جګړې پر تعقیب ټینګار کوي.  د پاکستان مسلمانانو ته اړینه ده چې د خلافت د غوښتنې پرسر د نیول شوو کسانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي؛ هغه که عمر جادون، محمد جمشید اقبال او یاهم نبیل اختر وي، کوم چې د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۵مه د پاکستاني میلشو له لوري نیول شوی و. د دې تر څنګ د حزب التحریر ولایه پاکستان د مطبوعاتي دفتر ویاند نوید بټ، چې د ۲۰۱۲م د مې پر ۱۱مه نیول شوی و. اوس هغه وخت راغلی چې د پاکستان مسلمانان له هغه چا سره یوځای شي چې خلافت غواړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره یو ځل بیا خلافت تاسیس کوي. هغه نظام چې ظالم رژیمونه به ونړوي او د پای ټکی به ورته کېږدي. احمد له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: له هغه وروسته به ظالم حکومتونه وي او تر هغه وخته به دوام کوي چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، له منځه یې وړي او تر دې وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راځي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم غلی شو.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د بریګزیټ پروژې په اړه د برتانوۍ ټولپوښتنې واقعیت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د برتانیې پارلمان د ۲۰۱۹ م د جنوري پر ۱۶مه د یوې هڅې پر بنسټ د «مې» پر حکومت د باور نه شتون په اړه رایه ورکړه، خو بیا یې هم د ځان په ګټه رایه خپله کړه. چهارشنبه د برتانیې لومړۍ وزیرې ترېزامې په عمومي په مجلس کې له ماتې وژغورل شوه. د دې د حکومت خلاف د بې باروۍ دغه هڅه د کارګر اپوزیسیون له لوري را منځته شوې وه. نوموړې د ۳۲۵ تایید اکثریت او ۳۰۶ رد رایو په لاسته راوړلو سره د باور رایه تر لاسه کړه... د چهارشنبې د رایو پایله ښیي، چې د محافظه کار ګوند نږدې ۱۰۰ هغو غړو چې سې شنبه یې د بریګزیټ تړون پر ضد رایه کارولې وه، چهارشنبه بیرته ګرځېدلي او پر حکومت یې د بې باورۍ پر ضد رایه کارولې... (فرانس پرېس خبري اژانس ۲۰۱۹/۱/۱۶). څه ډول دا موږ درک کولی شو چې د مې د ګوند شاوخوا ۱۰۰ غړي دې د بریګزیټ پروژې پر ضد رایه وکاروي او پرېږدي چې اپوزیسون بریالی شي او په پایله کې د مې پروژه د ۴۳۲ رد او ۲۰۲ تایید رایو په لاس ته راوړلو سره له ناکامۍ سره مخ شي؟ بیا د پارلمان ۱۰۰ غړي راځي او د مې د مخالفینو پر ضد رایه کاروي ترڅو مې بریالۍ شي. داسې ښکاري چې دا د دندو وېش وي! نو بیا په ۲۰۱۶م کې د بریګزیټ د تایید مانا څه کېدای شي، چې دا دی شاوخوا د دوو میاشتو په ترڅ کې بریګزیټ پلی کېږي او اوس رد شو؟! الله سبحانه تعالی دې تاسو ته د نېکو بدله درکړي.

ځواب:

برتانیا په کینه او پوهه کې تجربه لري، همداراز د مانورونو او مسایلو  د ځڼدولو په پلمه خپلو موخو ته ځان رسوي. د ځواب موندلو لپاره موږ لاندې شیانو  ته بیا کتنه کوو:

لومړی، موږ به د ۲۰۱۶م د جولای پر پنځمه په چاپي خپرونه کې پر ځینو ذکر شویو ټکو رڼا واچوو، چې د ۲۰۱۶م د جون پر ۲۳مه تر ټولپوښتنې وروسته خپاره شول، یانې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې، هغه مهال موږ همدا تمه درلوده، کوم څه چې د 15/1/2019م  په اوسنۍ برتانیایي ټولپوښتنه کې پېښ شول:

۱- په برتانیا کې د ۲۰۱۶م د جون پر ۲۳مه په دې اړه یوه ټولپوښتنه ترسره شوه، چې په اروپایي ټولنه کې پاتې شي او که نه. په پایله کې شاوخوا ۵۲ سلنه رایه د دې لپاره وه چې له اروپایي ټولنې څخه ووځي، وروسته لومړي وزیر کامرون خپله استعفا اعلان کړه او ورسره سم به حکومت د دریو میاشتو لپاره پر خپل ځای پاتې کېږي. په ټاکنیز کمپاین کې کامرون ژمنه کړې وه چې دی به ټولپوښتنه کوي، برتانیې له عادت سره سم غوښتل، اروپایي ټولنه او نور غړي دولتونه یې له سیاسي او اقتصادي اړو دوړ څخه و وېروي او ټولپوښتنه یې د دې لپاره مطرح کړه، چې ځانګړي امتیازات تر لاسه کړي او دا وښیي که د ټولپوښتنې په پرېکړه کې برتانیا اروپایي ټولنه پرېږدي، نو څه به پېښ شي.

۲-دغه برتانوۍ پالیسي د ټولپوښتنې پر مټ ګواښونه کوي چې له اورپایي ټولنې ګټې تر لاسه کړي. کومه نوې چاره نه ده، بلکې برتانیې اروپایي جوړښت ته د داخلېدو له لمړنیو کلونو راهيسې دا کار کړی دی. برتانیې له ۱۹۷۳م کال راهیسې د اروپا د اقتصادي کمېټې (EEC) غړیتوب تر لاسه کړی دی. «سټرلینګ پاونډ» د پولي واحد په توګه ساتل او د شنګن له زون څخه بهر پاتې کېدل دوې هغه څرګندې نښې دي چې ځانګړی حالت په ډاګه کوي او هغه دا چې برتانیا په اروپایي ټولنه کې له خپل غړیتوب څخه خوند اخلي. برتانیه د «ټولپوښتنې» له نظریې څخه په اروپایي ټولنه کې د پاتې کېدو او له اروپایي دولتونو څخه د باج اخیستلو په موخه کار اخلي ترڅو د اورپایي ټولنې په دننه کې ځانګړي امتیازات تر لاسه کړي. برتانیې په ۱۹۷۵م کال کې ټولپوښتنه وکړه، ترڅو په یاده ټولنه کې د پاتې کېدو وضعیت ښه کړي. په هغې ټولپوښتنه کې د برتانیې خلکو د اروپا په اقتصادي کمېټه (EEC) کې د پاتې کېدو په حق کې رایه ورکړه او په دې ډول برتانوي ټولپوښتنې د دې په موخه ترسره شوې، چې په دې ډول قضیو کې د پالیسۍ موخې تر لاسه کړي. که څه هم دا موخې د کینې له مخې ټاکل شوې وې! محافظه کار ګوند په ۲۰۱۶ م کې په ځیرکتیا سره ټولپوښتنه مطرح کړه او د ګوند غړو په ورته وخت کې هم په ټولنه کې پاتې کېدلو او هم له ټولنې څخه د وتلو لپاره کمپاین  وکړ!

۳- د یادې ټولپوښتنې اړوند د کامرون په مشرۍ د واکمن محافظه کار ګوند پالیسۍ ته په کره کتنې سره دا په ډاګه کېږي، چې کامرون هیله درلوده چې د ټولپوښتنې پایله به بې نتیجې را ووځي او وروستۍ پایله به د تایید او رد تر منځ په ځوړند حالت کې پاتې شي، له ټولپوښتنې څخه به د منلو او یا ردولو موضوع جوړه شي او په دې سره به د ټولپوښتنې د بیا تکرار لپاره فضا را منځته شي او یا به له دې ډول بې نتیجې پایلو څخه له اروپایي ټولنې سره د نویو خبرو اترو لپاره د فضا رامنځته کولو په موخه کار واخلي. د دې دلیل دا دی چې محافظه کار ګوند خپله له اروپایي ټولنې سره د پاتې کېدلو لپاره کمپاین کاوه او په ورته مهال یې د وتلو لپاره هم کمپاین پر مخ یې وړ. په حقیقت کې دواړه د پاتې کېدلو او وتلو کمپاینونه ریښتیني نه وو، دواړه کمپاینونه په هغې کچه ریښتیني وه، چې ټولپوښتنه لار هواره کړي ترڅو له اروپایي ټولنې څخه لا زیات امتیازات تر لاسه شي. په همدې دلیل دوی تمه لرله، چې برتانیا به په لنډ مهال کې وتل ځنډوي او په واقعیت کې له اروپایي ټولنې څخه وتل به څو کلونو ته غځېږي. دا ځکه که برتانیا په دې موده کې اروپایي ټولنه پرېږدي نو له خپل مهارت څخه په ګټه اخیستنې سره به خپل مکار او غولوونکي چلونه وکاروي. په دې اړه چې کوم څه له شواهدو او تبصرو څخه په ډاګه شوي او کوم څه چې د رسنیو له لوري د بیانیو په ډول راوتلي دي ټول د دې مخه نيسي چې د ټولپوښتنې پایلې دې پلې شي، بلکې نور هم خوځښتونه بیا ځلې د ټولپوښتنې پر وړاندې راګرځي او کږېږي. (۱۴۳۷ هـ. ق د روژې ۳۰مه  -   05/07/2016)

دوهم: کوم څه چې اوس پېښېږي نږدې هغه څه څرګندوي چې موږ مخکې ویلي وو: دا د «ټولپوښتنې لوبه» ده او له دې امله ځنډېږي ترڅو د برتانیې ګټې تر لاسه شي، که څه هم ناوړه ګټې وي. د دې د تایید لپاره په لاندې ټکو پوهیدل اړین دي:

۱- «مې» وروسته تر هغې په عمومي مجلس کې له سترې ماتې سره مخ شوه، چې له اروپایي ټولنې سره وروستی شوی د وتلو تړون، د پراخ اکثریت له لوري رد شو. دا د هیواد په تاریخ کې د پارلمان له لوري د یو حکومت لپاره تر ټولو ستره ماته ده... سې شنبه ۴۳۲ د پارلمان غړو د تړون پر ضد رایه ورکړه (BBC، 16/1/ 2019). دا په دې مانا، کوم تړون چې د ۲۰۱۹ مارچ پر ۲۹مه له اروپایي بلاک څخه د برتانیې د وتلو لپاره ترتیب شوی و، نه پلی کېږي. د وتلو پرېکړه د محافظه کار ګوند د واکمنۍ دودیزې کرښې نه تعقیبوي، په بدل کې د محافظه کار ګوند ۱۱۸ غړو په پارلمان کې د لومړۍ وزېرې د تړون پر خلاف رایه ورکړه او له مخالفو ګوندونو سره یې لاس یو کړ. (دا له ۱۹۲۴ راهیسې په پارلمان کې تر ټولو ستره ناکامي ده او په معاصر تاریخ کې د یو برتانیوي حکومت لپاره تر ټولو ستره ماته ده... (CNN عربي 15/1/2019).

۲- تر هغې وروسته چې پارلمان له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو پلان رد کړ، د مخالف کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن اعلان وکړ، چې د ترېزامې حکومت ته د نه باور رايه ورکولو پر سر خبرې اترې کوي. ده وويل: «دغه حکومت د شورا باور له لاسه ورکړی دی... ښاغلی وياند صاحب زه غواړم چې تاسې خبر کړم، ځکه نو زه غواړم د نه باور رايې د اقدام په تړاو خبرې اترې وکړم... زه خوښ يم چې پر ياد وړانديز سبا خبرې وکړم» (RT Arabic, 15/1/2019)، خو د رايو پايله د تريزامې په پلوۍ ترسره شوه، ځکه چې د محافظه کار ګوند ۱۱۸ غړو د مخالف ګوند پر ضد رايه وکاروله او په دې سره يې د تریزامې حکومت له منحلېدو وژغوره. له همدې امله د برتانيې لومړۍ وزيره تريزامې چهارشنبه د ۲۰۱۹د جنوري پر ۱۶ مه له ولسي جرګې څخه بريالۍ و وته او د ګارګر ګوند له لوري د نه باور رايې اقدام ناکام شو. دا کار تر هغې وروسته وشو، چې له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړه ناکامه شوه. د مې حکومت د ۳۲۵ مثبتو رايو د ۳۰۶ منفي رايو پر وړاندې له منحلېدو څخه وژغورل شو او په دې توګه د عمومي ټاکنو مخه ونيول شوه. دا په تېرو ۲۶ کلونو کې لومړی ځل دی، چې يو حکومت د باور رايه له ولسي جرګې څخه خپلوي. د مخالف ګوند مشرانو په دې سره د برتانيې د وتلو د هوکړې (Brexit) په تړاو د بېړنيو خبرو اترو غوښتنه وکړه او چهارشنبه يې خبرې پيل کړې.

د چهار شنبې د رايو پايلې وښوده چې د محافظه کار ګوند هغو ۱۰۰ غړو چې له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړې پر ضد یې سې شنبه رايه ورکړه، خو همدغو وکيلانو بیا چهارشنبه حکومت ته د باور رايه ورکړه. (فرانس پريس خبري اژانس، ۲۰۱۹/۱/۱۶). له همدې امله تر دوشنبې ۲۰۱۹/۱/۲۱ پورې وخت شته چې يو «بديل پلان» وړاندې کړي او دا يو شمېر انتخابونه لري، لکه په بروکسل کې د خبرو مېز ته ستنېدل او يا له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړې د نېټې ځنډول، چې د ۲۰۱۹ د مارچ ۲۹ مه ورته په پام کې نيول شوې ده. يا هم له هوکړې پرته پکې له اروپايي اتحاديې څخه بېلېدل شامل دي. د اروپايي کميسيون مشر وويل: «زه له برتانيې څخه غواړم چې خپله موخه ژر تر ژره روښانه کړي. ډېر وخت نشته.» (News site, 17/1/2019)

۳- له همدې امله د برتانوي لوبغاړو لوبه له ورايه روښانه ده؛ د ۲۰۱۹ د جنوري د  ۱۶ مې د نه باور رایې پرځای، نوموړې د باور رايه خپله کړه، که څه هم له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو هوکړه يې د ۲۰۱۹ د جنوري پر ۱۵ مه ناکامه شوه. د باور رايه ترلاسه کول او له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو هوکړې ناکامېدل يو له بل سره په ټکر کې موضوعات دي! خو که غواړی پوه شی، ډېر رازونه په کې نغښتي دي!!  د مې د ګوند ۱۱۸ غړو د هوکړې پر ضد رايه ورکړه او د مخالف ګوند دريځ يې پياوړی کړ، چې دا د دې د پروژې د ناکامېدولو لامل شو! خو همدغه د مې ګوند ۱۱۸ غړو بيرته د مخالف ګوند پر ضد رايه ورکړه، يانې د مې حکومت ته يې د باور رايه ورکړه او د پروژې (Brexit) ناکامېدل د دې د حکومت د منحلېدو لامل و نه ګرځېده!

۴- پورته يادو شويو موضوعاتو ته په کتو، دا روښانه ده چې د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه په دې موخه ترسره شوه چې برتانيه له اروپايي اتحاديې سره د نويو اړيکو د اصلاح لپاره توجيه پيدا کړي. له همدې امله «مې» د خپل ګوند ۱۱۸ غړو ته اجازه ورکړه چې له مخالف ګوند سره يوځای د دې د پلان پر ضد رايه ورکړي، ترڅو پر مخالف ګوند اغېز وښندي او پياوړی يې کړي او په دې توګه له اروپايي اتحاديې د وتلو پلان (Brexit) هوکړه ناکامه کړي! که دې غوښتي وای چې د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه دې همدغسې جامده پاتې شي، نو د خپل ګوند غړو ته به یې د خپل پلان پر ضد د رايې ورکولو اجازه نه وای ورکړې، خو کله چې د نه باور رايې وخت راورسېد، همدغو غړو د مخالف ګوند پر ضد رايه وکاروله، ترڅو د «مې» حکومت له منحلېدو وژغوري! دا کار د دې لپاره وشو چې اروپايي اتحاديه تېر باسي، امتيازات او ګټې ترلاسه او له اروپا سره د نويو اړيکو شرایط برابر کړي. دا د برتانيې له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو اخرنی اقدام نه دی او نه هم په ورته شرايطو کې له اروپايي اتحاديې سره پاتې کېږي. له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې وتنه خپله د برتانيې پر يووالي باندې ژور اغېز کوي، په ځانګړې توګه د سکاټلنډ او شمالي ايرلنډ پر خلکو باندې، چې پر همدې بنسټ غواړې په اروپايي اتحاديې کې پاتې شي. خو په خپلو شرايطو، یا که له وتلو پرته بل انتخاب نه وي، نو بيا به وکولی شي دومره امتيازات ترلاسه کړي چې د اتحاديي په زيان وي! 

۵- اروپايي اتحاديې له برتانيې وغوښتل چې له اروپايي اتحاديې څخه د «وتلو پلان » ژر تر ژره روښانه کړي... «دې (اروپايي اتحاديې) د وتلو د خطر په تړاو خبرداری ورکړ.» (سي ان ان عربي، ۲۰۱۹/۱/۱۵). موږ په تېره ليکنه کې چې د ۲۰۱۶ کال تر ټولپوښتنې وروسته مو خپره کړه همدغې موضوع ته اشاره کړې وه: «داسې ښکاري چې اروپا به د برتانيې لوبه درک کړي او پرې پوهېږي، له همدې امله هيله لري مخکې تر دې چې د ليزبون تړون ۵۰ مې مادې ته ستنه شي او د بېلوالي بهیر پيل کړي، د ناروې او سويډن ماډل ته ورته يوه نارسمي هوکړه ورسره کوي، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي. که څه هم د ناروې او سويډن خلاف، برتانيه غواړي اروپايي مارکېټ ته لاسرسی ولري، خو د خلکو ترمنځ به آزاد تګ راتګ نه وي، چې همدغه د برتانيې د رايې ورکوونکو د بنسټيزو غوښتنو استازيتوب کوي. ميرکل د همدغه ټکی یعنې له توکو، خدمتونو او پانګې سره يوځای د خلکو ترمنځ «آزاد تګ راتګ» غوښتنه کړې، ځکه ازاد تګ راتګ د اروپايانو لپاره تر ټولو لوی ارزښت دی.

اروپايي اتحاديه د برتانيې په چالاکي پوهېږي. لکه څرنګه چې د اروپايي کميسيون مشر ژان کلوډ ژنکر وويل: «اجازه راکړی چې په ډاګه ووايم؛ «موږ په پټو هڅو سره برتانوی حکومت نه شو څنډې ته کولی، پټې نارسمي خبرې» او ده زياته کړه: «ما ټولو کميشنرانو او د کميسيون کارکوونکو ته څرګند امر کړی؛ هيڅ پټې خبرې نه شي کېدای، هيڅ پټې خبرې.» (Evening Standard, 28/06/2016)

د جرمني لومړۍ وزيرې ميرکل د خبرو په ترڅ کې يو پياوړی رغنده پيغام لندن ته واستاوه، دې وويل: «هر هغه څوک چې غواړي دغه کورنۍ پرېږدي، نشي کولی چې خپلو ټولو مسووليتونو ته شا واړوي، خو امتيازات دې هم هغسې وساتي.» (DPA, 28/06/2016)

۶-پر دې سربېره، برتانیې په کلکه د برتانویانو له غوښتنو سره سم د اروپايي اتحاديې له پوهې څخه ګټه وا نخیسته، بلکې د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۱۵ او ۱۶مه یې د ټولپوښتنې وروستۍ لوبې ته دوام ورکړ، چې له امله یې د ۲۰۱۶م ټولپوښتنه له اروپايي اتحاديې څخه د برتانیې د بېلتون په موخه لغوه شوه. دې چارې د تېرېزامې  د بریګزیټ پر پروژې باور لمنځه یو نه وړ، ځکه چې د نوموړې پروژې انجینره ګڼل کېده، خو دې چارې د دې لپاره یو نوی باور را وټوکاوه، ترڅو یوه نوې پروژه پیل کړي او یو بدیل پلان وړاندې کړي! په ځانګړې توګه د ایرلنډ د موضوع د هوارۍ په اړه، چې یا به د یادې پروژې یوه برخه وګرځي او یا به له یادې پروژې څخه ووځي. په دې اړه رسنیو د مې د پلان په اړه لاندې څرګندونې خپرې کړي:

الف: د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۱مه د برتانیې لومړۍ وزیرې تیريزامې پارلمان ته په خپلې وینا کې څرګنده کړه: «د دې «بدیل» پلان هغه مهال مطرح شو چې کله د بریګزیټ اړوند د پارلمان غړو د دې او اروپايي ټولنې ترمنځ هوکړه رد کړه. داسې چې برتانیا به د مارچ پر ۲۹مه له هوکړې پرته اروپايي ټولنه پرېږدي، که د پارلمان غړي و نه شي کولی چې د وتلو نېټه وځنډوي یا یو نوي بدیل پلان ته لاسرسی و مومي ترڅو اروپايي کمیسیون ته په دغه اړه قناعت ورکړي... ورپسې کله چې د ترېزامې پلانونه ترتیب شي، نو څه ډول به مخ پر وړاندې ولاړه شي، د پارلمان غړي به د رایو اچونې په موخه د روان کال د جنوري پر ۲۹مه یو لړ تعدیلات وړاندې کړي. په هوکړه کې یو له اختلافي ټکو څخه چې د پارلمان له لوري رد شو د «امن شبکه یا ګمرکي ډوله سرحد» دی چې دا د ایرلینډ په سرحدونو کې د ازاد حرکت امنیتي تضمین دی. که برتانیا ونه شي کولی له اروپايي ټولنې سره د اوږد-مهاله ازادې-سوداګرۍ پر تړون هوکړه وکړي، نو د سنډې ټایم په وینا تیریزامې  به له دبلین سره د بېلو ترتیباتو وړاندیز وکړي.( AFP ۲۰۱۹/۱/۲۱)

ب- ټيلیګراف ورځپاڼه د اروپايي اتحاديې د دیپلوماتیکو سرچینو-چې د نوم یادونه یې نه ده کړې- له خولې لیکي: «د مې غوښتنې دوام لري، ترڅو د ایرلنډي سرحدونو لپاره یو قانوني الزامي مهالي چوکاټ ترتیب کړي. دا له یوه اړخه برتانیې ته حق ورکوي چې له (اروپايي تړونه) ووځي یا له ۲۰۲۱م وړاندې د یوې سوداګریزې موافقې هوکړه وکړي، چې دغه چاره د ایرلنډ د سرحدونو د موضوع اړوند د ځانګړو ترتیباتو مخه نیسي... د لیبیا خبرونه ۲۰۱۹/۱/۲۱).

ج- د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۱مه تريزامې اعلان وکړ چې بروکسل ته  د راستنېدو لپاره یې هوډ کړی و، ترڅو له اروپايي مشرانو سره د هغې هوکړې پر سر د  تعدیلاتو په اړه خبرې اترې وکړي چې تېره میاشت یې کړې وه. په دې هوکړه کې د «امنیتي شبکې یا ګمرک ډوله سرحد» د موضوع اړوند ښايي تر بریګزیټ وروسته د دوو ایرلنډونو ترمنځ د اغېزمنو سرحدونو د بیا رامنځته کولو مخه ونیول شي. تريزامې وویل: «زه به په روانه اونۍکې له خپلو ملګرو سره ووینم- د شمالي ایرلینډ د دیموکراتیک اتحادوي ګوند له چارواکو سره- به وګورو چې څه ډول موږ خپلې دندې ساتلی شو، د سرحدونو د بیا رامنځته کېدو مخه نیولی شو او له دې لارې په عمومي مجلس کې پراخ شونی ملاتړ چمتو کولی شو. دې زیاته کړه: «زه به د دغو خبرو پایلې په اروپايي کمیسیون کې په ډاګه کړم. د اروپايي ټولنې ۲۷ نور غړي هیوادونه د تیریزامې راتلونکی ګام له نږدې څاري...( France 24 / AFP ۲۰۱۹/۱/۲۱)

د- بریګزیټ ته په کتو سره تیریزامې  د خپل موقف پر مهال ځيني بدلونونه روښانه کړي. لومړۍ وزیرې ژمنه وکړه چې له پارلمان سره په خبرو کې به له «ډېرې نرمۍ» څخه کار اخلي او د کارګر ګوند غوښتنو ته به ځواب وایي، ترڅو له یوه اړخه د برتانوي کارګرانو حقوق ډاډمن شي او له بله اړخه بیا د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت تر منځ د پراته سرحد پر سر د کلکو ګمرګي اصولو د بیا رامنځته کېدو وېره لمنځه یووړل شي. داسې انګېرل شوې، چې تیریزامې به برتانوي پارلمان ته  له اروپايي ټولنې څخه د وتونکو شرطونو اړوند یو نوی پلان سپارلی وي، له هغه وروسته چې د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۱۵مه پارلمان لومړی پلان رد کړ چې د تیریزامې  د حکومت او بروکسل ترمنځ هوکړه پرې شوې وه. د برتانیې پارلمان به د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۹مه د نوي پلان اړوند رایه وکاروي. (۲۰۱۹/۱/۲۹ RT Arabic) 

۷-په پایله کې باید څرګنده شي چې برتانیا هیڅ یوې هوکړې ته ژمنه نه ده، خو د ټولپوښتنې لوبې له لارې بدلونونه او بدلونونه غواړي او په دې موضوع کې ډېره ماهره، ځیرکه او چالاکه ده ترڅو د دې چالاکۍ له لارې شیطاني او شریرې موخې ترلاسه کړي. پرون، برتانوۍ ټولپوښتنې د بریګزیټ پروژه تاييد کړه او نن ورځ برتانوۍ ټولپوښتنې تایید کړه چې د بریګزیټ پروژه حذف کړي! دا هر څه له دې امله وو ترڅو اروپايي ټولنه تورنه کړي چې د دې ټولنې په بیه د دې پروژې اړوند تعدیلات رامنځته کړي. سره له دې، لوېدیځ پانګوال ټاکلي ارزښتونه نه لري، خو برتانیې د خپل ښکېلاکي تاریخ په اوږدو کې د نورو په پرتله د ډېرو ماهرو او ټګمارو تجربو لاس ته راوړلو شاهده وه. برتانیا له اروپايي ټولنې څخه نهايي بېلتون نه غواړي، خو د داسې پلان په لټه کې ده چې نه پاتې شي او نه هم ووځي! یانې غواړي چې یوه منځلارې تګلاره غوره کړي چې نه هم په تړون کې دخیله وي او نه هم له تړون څخه وتلې وي! په همدې موخه د اروپايي ټولنې له اړیکو څخه د خپلو ګټو لاس ته راوړلو لپاره  کار اخلي، پرته له دې چې د دې ټولنې قوانینو ته ژمن پاتې شي، خو هر څه د خپلو ګټو د خوندیتوب پر بنسټ غواړي.  

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل تر لومړۍ ټولپوښتنې وروسته او په وتلو کې د برتانيې د ځنډ په اړه یې، لندن ته څرګند پیغام ولېږه: «هر څوک که غواړي دغه کورنۍ پرېږدي، نه شي کولی چې خپل ټول مسولیتونه پرېږدي او امتیازات وساتي(DPA ۲۰۱۶/۰۶/۲۸). څه مهال چې بریتانیا د بریګزیټ د لومړۍ پروژې په اړه له تعدیلاتو پرته ټینګار وکړي، نو اروپايي ټولنه ښايي بریتانیا اړ کړي، چې پایلو ته غاړه کېږدي. بریتانیا به تعدیلات مني او په عمل کې به یې پلي کوي یا به اروپايي ټولنه پرېږدي. که اروپايي ټولنه دا کړنه ترسره کړي، نو بریتانیا به د خپلې کاري تګلارې په ترڅ کې ناوړه پایلې ترلاسه کړي؛ که د برتانیې شرطونه او تعدیلات ومني بیا به بریتانیا د دې چارې سرپرستي په خپل لاس کې واخلي، ترڅو په داسې ډول یې پای ته ورسوي چې پوه به هم نه شي!» 

دا د هغه ملت حالت دی چې دولت یې سیکولریزم او پانګوال نظام پلی کوي او دغې پانګوالې ایډیولوژۍ او فکر ته یې غاړه ایښې. دوی هر یوه، په ځانګړې توګه یوې ډلې یا ټولو ګوندونو ته، ژورې کندې ایستلي، ترڅو پکې ولوېږي. دوی کوم ځانګړي ارزښتونه نه لري چې د دوی مخه ونیسي یا هم داسې اخلاقي اصول چې له دې کاره یې رامنع کړي، خو د دوی ترمنځ جګړه د نورو هغو ملتونو په څېر سخته ده چې الهي قوانین نه پلي کوي. 

﴿بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ﴾

[الحشر:۱۴]

ژباړه: دوی پخپلو منځونو کې ډېر سخت مخالف دي. ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره دي. د دوی دا حال د بې عقلۍ له امله دی.

دغه نړۍ چې له سره تر پایه پورې بدمرغیو را چاپېره کړې، تر هغې به خلاصون و نه مومي، ترڅو د راشده خلافت د رامنځته کېدو له لارې د الله سبحانه و تعالی قانون نه وي پلی شوی. دغه خلافت به نه یوازې په اسلامي خاورو کې عدالت او ښېګڼو ته لاره هواره کړي، بلکې د پولو هاخوا ته به هم د الله په خوښه د دغه عدالت او ښېګڼو اغېزمنتیا تر سترګو شي.  

﴿وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ﴾

[ص:۸۸]

ژباړه: او لږ وخت به تېر شي چې تاسو ته د دغه(قرآن) حال په خپله معلوم شي.

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې