پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

(CPEC) پر ایروشیا د تسلط لپاره د چین د حریص پلان یوه برخه ده!

خبر:

تېره اونۍ، د وزیرانو شورا په  ناسته کې چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د ديارلسمې رسمي ناستې له پرانيستنې مخکې وشوه؛ د پاکستان د بهرینو چارو سلاکار سرتاج عزیز څرګنده کړه، چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د ایکو (ECO) اقتصادي سازمان په سیمه کې سوداګریز فرصتونه رامنځته کولی شي او د ځواکمنو اړيکو په لرلو سره به داخلي او سیمه یزې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د (ECO) له ټولې سیمې سره مرسته وکړي، چې د یو «ځواکمن اقتصادي بلاک» په څېر نړۍ ته راووځي، د غړو هېوادونو تر منځ به يې د پانګونې بهیر وده کوي او د دوی د قوي اړيکو پر بنسټ  به لویو سوداګریو ته پراختیا ورکول کېږي.

تبصره:

د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پاکستانیانو تر منځ د بحث توده موضوع ده. د ځینو په اند، دا به د پاکستان لپاره ګټوره پایله ولري، خو ځينې نور بیا د چين د انګېزو  په اړه شک لري. خو يوه خبره چې قطعي ده، هغه دا ده چې چين له بېلا بېلو لارو څخه د ايروشيا د راتلونکې د بدلون لپاره سترې هيلې لري او غواړي د ميکندر هغې وړاندوينې ته د عمل جامه ور واغوندي، چې داسې ګومان يې کاوه: پر ايروشيا د واکمنۍ له لارې ټوله نړۍ اداره کېدای شي.

د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز چې د (۵۴) بېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي، د چين د اقتصادي کمربند د سترو هيلو يوه کوچنۍ برخه ده او ان دغه دهلېز يوازې د یوې لارې پلان دی. د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز په رسمي ډول د ورېښمو لار اقتصادي کمربند او د (۲۱) مې پېړۍ د ورېښمو بحري لار برملا کړه. په دې دهلېز کې د ځمکې پر سر سړکونه شامل دي، چې له چینه پیليږي او په اروپا کې پای ته رسېږي او په یو لړ سمندري لارو چې بندرونه سره نښلوي، بشپړېږي. مکینزي (McKinsey) اټکل کوي چې دغه حریصه جیوپولیټيکل (سیاسي جغرافیایي) پروژه شاوخوا د نړۍ (۶۵) سلنه نفوس، د نړۍ يو پر درېيمه ناخالص تولیدات او د نړۍ د ټولو تجارتي توکو او خدمتونو څلورمه برخه تر خپل پوښښ لاندې راولي. 

داسې حریصه لېوالتيا د چين هغه اراده په ډاګه کوي چې غواړي، په نړۍ کې ستر جیو پوليټيکل (سیاسي جغرافیايي) رول ولوبوي. دوی له پيل څخه په ډېر مهارت داسې ګامونه اخلي چې په اسیا کې د امریکا د ستراتیژۍ مخنیوی وکړي. بېجینګ ښه پوهیږي چې د امریکا سمندري ځواک غواړي، د هند سمندر ته د پرتو سمندري لارو ـ چې د مالاکا تنګيو او د چین ختیځ او سهیلي سمندر ته غزېدلي دي ـ امنیت تر خپل واک لاندې راولي. د دواړو قدرتونو تر منځ هر ډول احتمالي شخړه په اسانۍ سره  د چين د حیاتي توکو د لېږد لارې پرې کولی شي او امریکا به یې له ورایه ننداره کوي.

د ځمکې بدیلې لارې او پرېمانه سمندري بندرونه له چین سره مرسته کولی شي چې د امریکا د شریري اقتصادي محاصرې طرح  لاس ته راوړي. د بېلګې په توګه: چین به وکولی شي چې د ګوادر بندر له لارې د انرژۍ مهم توکي ولېږدوي، خو د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره اړ دی چې لویې لارې او د اورګارډي پټلۍ جوړې کړي، تر څو د قراقرم لویه لار له چين سره ونښلي او سوداګريز توکي د ځمکې له لارې ولېږدوي.

د دغه لوی انځور له لیدو څخه هغه اساسې انګېزه روښانه ښکاري چې چین یوازې له ځان سره مرسته کوي، نه له پاکستان سره. که څه هم ځینې پاکستانیان دا اندېښنې پر ځای بولي، خو لا هم خوشبین دي چې ګوندې د چین له لوري هره کورنۍ پانګونه به د پاکستان په ګټه وي. اوس هم د چینایي بانکونو له لوري پاکستان ته د بوديجې په برابرولو کې زیات رازونه شته، چې دا د ستر شک ځای دی.

د اسیا زیربنایي پانګونې بانک (AIIB) د عملیاتوپه اړه د شفافیت نشت، د ورېښمو لارې صندوق، نوی پراختیايي بانک، د چین لمړی بانک او د چین پراختیايي بانک پر قرضونو باندې د سود اخیستلو او پیسو د مصرف په اړه پوښتنې را پورته شوي. په ځانګړي ډول د پيسو د لګښت وروستۍ موضوع ډېره د شک وړ ده او د دې شونتيا ډېره ده چې د چينايي بانکونو لخوا دې چينایي شرکتونو ته د زیربنايي پروژو د تطبیق په موخه د بوديجې دوران پیل شي.

سربېره پر دې، د پاکستان حکومت په تفصيلي توګه دا خبره نه ده روښانه کړې چې پاکستاني شرکتونه به څه ډول له دغه اقتصادي دهلېز څخه ګټه پورته کوي او ایا پاکستاني شرکتونه به د زیربنايي پروژو د بشپړېدو په موخه فعالیت کوي، که نه؟ که د نوو زېربنايي پروژو د جوړېدو لپاره چینایي شرکتونه لاس په کار شي، نو دا په دې معنی ده چې ټولې ګټې د چين لور ته ځي او له امله به يې د پاکستان پر ځای د چين اقتصاد پیاوړی کيږي. ځکه نو، د (۵۴) بېلیونه ډالرو لویه برخه به، په اسانۍ سره د چینایانو لاسونو ته ولوېږي.

بله ډېره مهمه خبره دا ده چې حکومت د ټکنالوژۍ د لېږد په هکله ګونګ پاتې دی. د بېلګې په توګه: د پاکستان لپاره اړينه ده چې د اورګاډو پټلۍ، اورګاډي، د برېښنا مرکزونه، د لمریزې برېښنا پارکونه او داسې نور څه جوړ کړي، چې په مټ به يې په خپلو پښو ودرېږي. چين مخکې د څو سترو ځانګړو پروژو د ټکنالوژۍ پر شریکولو بنديز لګولی و او اوس هم داسې نښې نه تر سترګو کیږي، چې چين دې په دې موضوع کې پخوانی دريځ بدل کړی وي. 

حکومت اټکل کړی چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز به (2.3) ميليونه دندې رامنځته کړي؛ خو بیا هم پاکستان ته د چينايي کارګرانو د راتګ په اړه دولت غلی دی. نقلي شواهد ښيي چې د اسلام اباد لارې کوڅې به د چينايي کارګرانو له ګڼې ګوڼې ډکې شي، د هغوی کورنۍ به د ښکېلاک د یوې نوې څپې غوښتنه لري او نږدې ده چې پاکستان به د ختيځ له لوري د يو ځواکمن ګوزار شاهد وي.

له پخوا څخه هم چين د پاکستان په اړه، د ختیځ هند د هغه شرکت پر سر چې وروسته د لويديځ ښکېلاک پر یوه تهاجمي ستونزه بدل شو؛ خطرناک دریځ لاره. د لويدیځ لیبرال اقتصادي نظام په پای ته رسولو کې چېن په هوښیارۍ سره د نوي ليبرال (Neoliberal) اقتصادي پاليسيو څخه ګټه اخلي، تر څو له دې لارې وکولی شي، په سوداګرۍ کې چينايي پانګوالۍ ته پراختیا ورکړي. د ولسمشر ټرمپ په راتګ سره د ارام سمندر سوداګريز تړون  (TPP)وځنډېد، خو چین لا هم ژمن دی چې دغه تشه ډکه کړي. نړۍ له چينایي پانګوالۍ څخه تمه لري، چې د فروفیسر ایکن بېري هغه هيله پوره کړي چې د ده له انده چين د لويدیځ لپاره یوه مهمه ستن ده، نه د لويديځ بربادوونکی.

اوس مسولیت د ایروشیا د مسلمانانو پر غاړه دی، چې په ټينګه د امریکا، چین او روسیې له اقتصادي غلامۍ څخه ځان خلاص کړي. مخکې عثماني خلافت، ورېښمو لارې ته څېرمه خلک ازاد کړل او له بې ساري اقتصادي بریالیتوب څخه يې برخمن کړل. نن ورځ پاکستان د دې جوګه دی چې په دوامدارو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره د ایروشیا مسلمانان د ريښتيني خلافت تر رهبری لاندې سره یو موټی کړي. په پايله کې به ورېښمو لارې ته پراته ټول خلک، یو ځل بیا له اقتصادي لاسته راوړنو څخه برخمن شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالمجید بهاتي

د مطلب ادامه...

د پاکستان چارواکي د ټرمپ د خوښۍ لپاره د کشمیر پر وړاندې د خیانت او د لوی هند په هڅه کې دي!

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

اې د پاکستان مسلمانانو!

لکه ځنګه چې پوهېږئ د پاکستان چارواکي له متحدو ایالاتونو سره په ګډو هڅو د پاکستان او اشغال شوي کشمیر مسلمانان د «باور جوړونې لپاره ګامونه» او «د اړیکو عادي کول» تر نوم لاندې د هند دولت په سیاسي، اقتصادي او نظامي واک کې ورکوي.

د نظامي واک له مخې یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې خپله ښکاره دښمني اعلان کړه. د ټرمپ ادارې په دې برخه کې له راغب شیطان (د هند له حکومت) سره دغه اتحاد تایید کړ. د پاکستان حکام د ټرمپ د ادارې له پیل څخه د هندوستان دښمنو ځواکونو ته اسانتیاوې برابروي او په کشمیر کې د هغوی حضور ته پاملرنه نه کوي. د دې پر ځای چې زموږ وسله وال ځواکونه باید د هندوستان د دښمنو عملیاتو پر وړاندې ودریږي، برعکس د پاکستان حکامو هغه خوځښتونه ځپلي چې د استعمار شوي کشمیر د ازادۍ لپاره فعالیت کوي. دا بندیزونه په اصل کې  د هندوستان غوښتنې دي. د ۲۰۱۷ د جنوري پر ۳۱مه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سوارپ وویل: «که له سرحده هاخوا پر ټروریستي خوځښتونو اغېزمن قیودات ولګول شي، دا د پاکستان ښه نیت ثابتولی شي».

نو هماغسې چې امریکا مخکې د پاکستان له حکامو څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د صلیبي ښکېلاک پر وړاندې د قبایلو مقاومت پای ته ورسوي؛ اوس هند هم د پاکستان له مشرانو څخه د هند د وحشي دولت پر وړاندې په استعمار شوي کشمیر کې د دغه مقاومت د له منځه وړلو غوښتنه کوي. کشمیر یوه اسلامي خاوره ده چې خپلواکۍ ته اړتیا لري او هند ته حتی د دې خاورې د یوې لوېشتې پرېښودل هم اجازه نه لري. که څه هم له دغو سختیو څخه یوازې د هند پوځ ګټه تر لاسه کوي، خو د پاکستان حکام ټينګار کوي چې د کشمیر مسلمانان له شاه نه په خنجر وهل د پاکستان په ګټه دي.

د پاکستان د وسلوالو ځواکونو رسمي ویاند د ۲۰۱۷ کال د جنوري پر ۳۱مه وویل: «دا هوډ ملي ګټو ته په کتو دولتي ارګانونو نیولی دی.» موږ باید د دې په لټه کې شو چې زموږ دښمن ته د نړۍ شپږم نظامي ځواک خدمت څه ډول زموږ په ګټه دی؟ څه ډول د کشمیر د مسلمانانو په پرېښودلو سره د الله سبحانه وتعالی غضب زموږ په ګټه دی؟

د سیاسي واکمنۍ له نظره د پاکستان حکام د ټرمپ له ادارې سره مرسته کوي، چې پر اسلام زموږ منګولې لګول کمزوري کړي او دا د هند دولت د نفوذ د زیاتوالي پر وړاندې قوي خنډ دی. اسلام له پېړیو راهیسې د هندوستان د نیمې وچې اوسېدونکو ته امنیت ټینګ کړی و او د هندوییزم له تعصب څخه یې ازاد کړل. اسلام مسلمانانو ته د بریټانیایي شهزاده د ښکېلاک پر وړاندې ځواک ورکړ. اسلام میلیونونه مسلمانان دې ته وهڅول چې په خوښۍ سره خپل ځانونه د لااله الا الله له شعار څخه قرباني کړي. اسلام د پاکستان او یا د استعمار شوي کشمیر مسلمانانو ته د هندوستان د هر ډول تېري پر وړاندې بریاليتوب او قوت ورکړ. اوس هم اسلام د نبوت پر تګلاره د خلافت په بیا تاسیس د هند په ټوله وچه کې سلګونه میلیونه مسلمانان یوځای کولی شي.

په ورته مهال کې په پټو سترګو د صلیبیانو په اطاعت د پاکستان جنایتکار حکام زموږ د ځواک او بقا پر منبع برید کوي. هغوی په رسنیو او ښوونه او روزنه کې د اسلامي ارزښتونو پر ځای د «ازادۍ» تر نامه لاندې فاسد غربي مفاهېم ځای پر ځای  کوي، چې په سیاسي چارو کې اسلام ته زموږ د ستنېدو مخه ونیسي. دغو ظالمانو د اسلامي سیاسي فکرونو پر وړاندې یو ډول د وېرې فضا رامنځته کړې او هغه کسان یې نیولي، شکنجه کړي او اختطاف کړي، چې د دغه کار پر وړاندې پټه خوله نه پاتې کیږي. لکه د حزب التحریر- ولایه پاکستان رسمي ویاند نوید بت په څېر مېړني کسان چې د ۲۰۱۲ د مې میاشتې له ۱۱ مې څخه په بند کې دی؛ په داسې حال کې چې نوموړي موږ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۳ کال د ډیسمبر پر ۱۴مه د لوی هند له پروژې څخه خبر کړي وو.

اې د پاکستان مسلمانانو! د اقتصادي واکمنۍ له نظره د پاکستان خاین حکام هڅه کوي چې د هندوستان لپاره په اسلامي خارو کې ځینې فرصتونه رامنځته کړي. نو پر همدې بنسټ له یو لوري هغوی دا هڅه کوي چې د هندي شرکتونو لپاره سرحدونه پرانیزي- په داسې حال کې چې زموږ صنعت او کرنه د انرژۍ د کمښت او د مالیو د کسر له امله له پښو لوېدلې- او له بل لوري رژيم هندي پانګوال د پاکستان او چین اقتصادي لارې ته هڅوي. دا کار د دې لامل شوی چې پاکستان خپلې مهمې  سرچینې د چین په واک کې ورکړي.

د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۰مه ډګر جنرال امیر رضا له هنده وغوښتل چې د پاکستان او چین له اقتصادي دهلیز سره یو ځای شي او د راتلونکي پرمختګ مېوې هم ګډې کړي. د ۲۰۱۷ د فبروي په څلورمه د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال هم له هندیانو وغوښتل: «که تاسو د پاکستان او چین له اقتصادي لارې سوداګري وکړئ، نو له همدې لارې نه په چین کې هرې موخې ته په اسانۍ رسېدلی شئ.» نو پر همدې بنسټ موږ هیله من یو او له هندوستان سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوو.

 اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان خاین رهبران د «اړیکو د عادي کول» او « د باور جوړونې لپاره اقدامونه» په شعارونو موږ د استعمار شوي کشمیر په حق کې خیانت او لوی هند ته هڅوي. هغوی په دې کار سره موږ د غربي صلیبیانو او د هند د منفورو مشرکینو په لاس ورکوي. په دې اړه الله سبحانه وتعالی هم دوی ته ګواښ کړی:

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيم﴾  (البقره: ۱۰۵)

نه کفار او نه هم مشرکین دا خوښوي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري ستا لپاره کوم خیر وویني، خو الله سبحانه وتعالی خپلو رحمت غوښتونکو ته رحمت ور په برخه کوي. الله سبحانه وتعالی د لوی فضل خاوند دی. 

اوس موږ ته راپاتې ده چې د حزب التحریر له مېړنیو ځوانانو سره خپل غږونه پورته کړو تر څو د نبوت پر تګلاره د خلافت په بیا تاسیس له ظلمه ډکه واکمني ړنګه کړو.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو مخلصو افسرانو! نن د صلیبیانو او د دوی د متحدینو (یهودي دولتونه اوهند) له لوري د امت پر عزت تېری کیږي. اوس هم په اسلامي نړۍ خاینو حکامو موږ هېر کړي یو او زموږ د دښمنانو د ملاتړ لپاره زموږ پر دین برید کوي. د مسلمانانو ملاتړ ستاسو د نصرت څښتنو (د انصار رضوان الله علیهم اجمین ځایناستو) مسولیت دی. نو پر همدې اساس همدا اوس د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ور کړئ، تر څو د دښمنانو پر وړاندې د دغه نجیب امت عزت وساتئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ» (رواه ابوداوود)

که یو مسلمان بل مسلمان په داسې ځای کې پرېږدي چې پر عزت یې تېری کیږي، نو الله سبحان وتعالی به نوموړی په داسې ځای کې پرېږدي چې هلته د الله سبحانه وتعالی مرستې ته اړ وي او کوم مسلمان چې په داسې ځای کې د بل مسلمان ملاتړ وکړي، چې هلته یې پر عزت او حرمت تېری کېږي؛ الله سبحانه وتعالی به یې په داسې ځای کې ملاتړ وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د ملاتړ غوښتنه کوي.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

د فرات ډال عمليات د حلب ښار د تسلیمولو په جرم پای ته ورسېدل Featured

  • خپور شوی په سوریه

«ايا تاسو د ترکيې په څېر کوم بل داسې هېواد ليدلی چې د حلب د ۴۵ زره وګړو د ژغورلو هوډ ولري؟» دا د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر چاوش اوغلو هغه خبره ده، چې د ترکيې په لویديځ په ازمير ایالت کې په یوه مشهوره دوديزه جرګه کې يې د وينا پر مهال وکړه. ده یوازې د تش په نامه اتلولۍ او غولوونکو بریاوو په اړه خبرې کولې.

 دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنيت شورا د فرات ډال عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ؛ چې د عملیاتو له پیله خپلو اعلان شوو موخو ته ونه رسېدل؛ خو په حقیقت کې يې یوه موخه، چې د امریکا لخوا ورته ټاکل شوې وه، تر لاسه کړه.

يوه له دغو نا اعلان شوو موخو څخه، جنايتکار رژيم ته د حلب ښار تسلیمول وو، تر څو د شام د د انقلابیانو ارادې ماتې او په امريکايي پروژه کې يې بوخت وساتي؛ چې اساسي موخه يې د انقلاب له منځه وړل او د ظالم او ګوډاګي رژيم د راپرځېدو مخنيوی دی. ترکيې خپل ترسيم شوی پلان هغه مهال پلی کړ، چې ډېر اړخونه يې نور هم ورسره وتړل او ترې ويې غوښتل چې د شمال په عملياتو کې ورسره ګډون وکړي. همدا لامل و چې د حلب جبهه يې کمزوې کړه.  

اې د شام اسلامي خاورې مسلمانانو!

 د ترکي رژيم رول هر بصیرت لرونکي ته روښانه شو. ټول هغه څه چې ترکي رژيم انقلاب ته وړاندې کړل، د شام د مسلمانانو پر وړاندې د مسوليت احساس او د دوی د ملاتړ په موخه نه وو؛ بلکې هغه رول و چې د کفارو ستر رهبر «امريکا» ترسیم کړی و او ترکي رژيم يې له هر ډول سرغړونې پرته پر مخ بیايي. امريکايي استازو او لاسپوڅو هر يوه د شام د انقلاب پر وړاندې جګړه کې رول درلود. د بېلګې په توګه: له يوه اړخه روسيې، ايران او د لبنان ايران پلوه حزب له ظالم رژيم څخه د دفاع دنده پر غاړه لرله او له بله پلوه ترکيې، سعودي عربستان او قطر له انقلاب او ځينو انقلابیونو سره د ملګرتيا او ملاتړ ادعا کوله، تر څو د انقلاب د قطب نما لوری له دوی څخه و ګرځي او د امریکا د سیاسي جوړجاړي په موخه يې دغه انقلاب د مرګ تر پولې ورساوه. ټول هغه ګوډاګیان چې د شام د انقلاب پر وړاندې یې په جګړه کې برخه لرله، په دغه جرم کې شریکان دي. 

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ  (الانعام:۱۲۴)

مجرمانو ته به د دوی د مکرونو له امله ډېر ژر ذلت، رسوايي او د الله عذاب ورسيږي.

د حزب التحریر-  ولایه سوریې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د ترکيې او یهودو سیاسي اړیکې بیا پیل شوې

(ژباړه)

خبر:

د ترکیې او یهودي دولت تر منځ اړیکو تر ۲۰۱۰ پورې دوام درلود، خو په دغو دواړو هېوادونو کې د ناورین له امله د دوی اړیکې ځنډېدلې وې، چې  اوسمهال د دوی ترمنځ سیاسي سلا او مشورې بیا پیل شوې. د دیپلوماتیکو سرچېنو له قوله: «په هغه ناسته کې چې په انقره کې وشوه، دواړه لورو  په سمیه کې د ترکیې او اسرایلو تر منځ اړیکې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهمې وبللې. (الجزیره)

تبصره:

د ۲۰۱۷ د فبروري په لومړۍ په انقره کې د ترکیې د بهرینو چارو وزارت د معاونیت په کچه له یهودي دولت سره د سیاسي سلا مشورو پنځلسم پړا پیل شو. په دې ډول د شپږ کلن ځنډ په پایله کې له ۱۹۸۷ څخه را پیل شوې د سیاسي سلا مشورو لړۍ بیا پیل شوه. که څه هم چې د ماوي مرمره کښتۍ له پېښې وروسته د ترکیې او یهودي دولت تر منځ د اړیکو د ځنډ په اړه یو لړ غلطې انګیرنې را پورته شوې، مګر هر څوک پوهېدل چې دا حقیقت نه لري، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یې پرله پسې ريکارډونه ماتول.

د ولسمشر اردغان دې وینا ته په پاملرنې چې «له اسرایلو سره د ترکيې د اړیکو ښه والی به د سیمې په ګټه وي.» د یهودو دولت هم بیانیه خپره کړه چې دوی د ترکیې له څرګندونو سره همغږي دي. په دې څرګندونو  پسې سم د لاسه  د عدالت او پراختیا  ګوند ویاند عمر سلیک په خپله بدمرغه بیانیه کې وویل: «بې له شکه د اسرایلو دولت او خلک د ترکیې ملګري دي.‎»

په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترکیې وګړي د دوی له هغو څرګندونو څخه  چې په پراخه کچه یې د مسلمانانو غبرګونونه را وپارول، خوښ نه دي. د یهودو دولت (اسرایيل) یو یرغلګر او ترهګر دولت دی، چې نه یې د ۱۹۶۷ او نه هم د ۱۹۴۸ کال پولې د منلو وړ دي. بیا هم یهود د مسلمانان ملګري نه شي کېدای. اسرايیل هغه شومه دانه ده چې، ایستل یې اړین دي او باید له مضرو  رېښو سره ، د ګازرې په څېر له خپل ځای څخه لېرې وغورځول شي.

الله سبحانه و تعلی فرمایي:     

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ  (المائده:۵۱)

اې مومنانو! یهود او نصارا خپل ملګري مه نیسئ، دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی ملګري نیسي، نو بیا هغه هم په هماغو کې شمېرل کېږي. په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې کوي.

د ۲۰۱۶ په جون کې د ترکیې او یهودي دولت تر منځ جوړجاړۍ د ۶ میاشتو په موده کې پلی شو. په دغه موده  کې د ماوي مرمره قضیه هم د ولسمشر اردغان د سیاسي فشار په پایله کې سړه شوه. نو په دې توګه د دوی تر منځ د اړیکو د ښه کېدو پر وړاندې وروستی خنډ هم له منځه ولاړ. ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر د یهودیانو له لوري د شهیدانو کورنیو ته واستول شول، خو دغه ډالر د شهیدانو خپلوانو ونه منل، چې تر دې دمه په دولتي بانګ کې ساتل کېږي.

هغه موضوګانې چې په دغو خبرو اترو کې يې یادونه وشوه؛ په ځانګړې توګه د انرژۍ، اقتصاد، کلتور او تورېزم په برخه کې همکاري وه، د سیاسي سلا مشورو په برخه کې په سیمه کې په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او د مدیترانې په ختیځ زون کې د پرمختګ په اړخونو خبرې اترې وشوې. د ترکیې او اسرایلو اړیکې چې د سیمې ثبات او امنیت ورپورې تړاو لري اهمیت یې دواړو لورو ته د منلو وړ دی.

د دغو خبرو اترو او څرګندونو څخه یوه ورځ  وروسته د ترکیې د بهرینو چارو وزارت وویل: «موږ د اشغال شوي فلسطین په قلمرو کې د اسراییلي دولت له لوري د ۳۰۰۰ نورو ودانیو د ودانولو غیر قانوني پرېکړه غندو.» لکه څنګه چې تاسو وینئ، د یهودي دولت ځواک پیاوړی کېږي او خپل شتون ته دوام ورکوي. د عدالت او پرختیا ګوند او نورو عربي حکامو له پټ او ښکاره ملاتړ څخه مننه کېږي. په داسې حال کې چې یو ناولی دولت  چې د مسلمانانو ځمکې يې اشغال کړې او له دا ډول وحشي دولت سره د دې لپاره همکاري کول چې سیمې ته به ثبات راوړي؛ یوازې یوه وړه تیروتنه نه، بلکې یو لوی خیانت دي. له یوه لوري اقتصادي او سیاسي همکارۍ، له بل لوري د ناقانونه استګنځایونو غندنه، له رښتینولۍ او صداقت څخه لرې دي او دا ټول یهودي دولت ته کوم اهمیت نه لري. ایا کله هم  د یهودي دولت د ملاتړ یوازې یوه غندنه هم شوې؟

نو د سیاسي خبرو اترو د ۱۵مې ناستې په پایله کې به یهودي دولت خپل ځواک او ثبات زیات کړي، چې ترکیه، فلسطین او سیمه له ګواښونو او ډار اچونې سره مخ کړي.

عثمان یلدیز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

د مطلب ادامه...

نړۍ د یمن د ماشومانو پر لوږه سترګې پټوي

(ژباړه)

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ د فبروري په ۸ مه اعلان وکړ چې په یمن کې د دوه کلنې کورنۍ جګړې له امله د رامنځته شوې لوږې د مخنیوي لپاره ۲.۱ بیلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا ده. د دوی په وینا؛ په دغه جنګځپلي هېواد  کې ۱۲ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي. د هېواد اقتصاد د ضعیفوالي، د تاسیساتو او نورو مرستندویه بنسټونو د له منځه تللو له امله د هېواد  وضعیت په ډیرې چټکۍ نور هم د خرابېدو په لور په روان کړی، چې لامل یې یوازې کورنی اخ و ډب ګڼل کیږي. د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږی کونکی سټوفن اوبرین یوې ورځپاڼې ته په لنډو ټکو کې ویلي: «که پر نورو بشری هڅو سربېره، بیړنۍ مرستې و نه شي، نو په ۲۰۱۷ کې هرو مرو د یوې واقعي لوږې امکان شته. نوموړي زیاته کړه؛ کابو ۷.۳ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې دوی به د بل څاښت ډوډی له کومه کوي؟»

د ملګرو ملتونو له قوله: په یمن کې نږدې ۳.۳ میلیونه خلک، چې ۵۰۰ زره یې ماشومان دي، په خوارځواکۍ اخته دي او  ۲.۱ میلیون یې هغه ماشومان دي چې په چټکۍ پر خوارځواکۍ د اخته کېدو په درشل کې دي. په یوه کال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې ۶۳٪ زیاتوالی راغلی او په هرو ۱۰ دقیقو کې یو ماشوم، چې عمر یې له ۵ کلنۍ کښته دی، د هغه سبب له امله مري چې مخنیوی یې شونی دی.

د یمن د ماشومانو هغو تصویرونو چې د خوارځواکۍ له امله د دوی له ډنګرو بدنونو څخه راوتلي هډوکي پکې څرګندېږي، د تېرو ۵ ورځو راهیسې په رسنیو کې غوغا جوړه کړې. سربېره پردې په هېواد کې په میلیونونو نور ماشومان له ورته برخلیک سره مخ دي. ایا دا هر څه په اسلامي خاورو کې د بریتانیا او امریکا اشغالګرو حکومتونو یا د دوی ګوډاګي رژیمونو او ډلو وجدان ته ټکان نه ورکوي، چې خپلې سیاسي لوبې ته چې په یمن کې یې د خپلو ګټو لپاره پیل کړې، د پای ټکی کېږدي؟ په حقیقت کې دغه حکومتونو د بې وجدانه پانګوالي ارزښتونو په رڼا کې خپل انسانیت را څرګند کړ، په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه وحشي جګړه به ادامه پیداکوي، چې د یمن ماشومان د دغه بشري ناورین چې د بشر په لاس رامنځته شوي یوه برخه وي چې دا هر څه  د سیاسي دوښمنانو پر ضد جکړې تر نامه لاندې کوي، څو پر دغه هېواد خپله ولکه ټینګه کړي. دوی ته د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره د زرګونو بې ګنا ماشومان وژنه او هر اړخیز زیانونو اړول کوم ګران کار نه دی. په حقیقت کې د یمن ماشومان د دوی په سیاسي پوښ بدل شوي او دغه حریص پانګوال دولتونه غواړي په دغه طبیعي زېرمو لرونکې ځمکه خپله ولکه ټینګه وساتي.

سره له دې چې یمن له پخوا له نیستۍ سره لاس او ګریوان و چې خپل ۹۰٪ خوراکي توکي له بهره واردول، خو دغه واردات د جګړې او د سعودي ایتلاف له لوري د بحري بندرونو د تړل کېدو له امله بند شول، چې په میلیونونو مسلمانان او د هغوی ماشومان یې د لوږې د کندې پر غاړه پرېښودل. سربېره پر دې د ملګرو ملتونو له قوله ۱۹.۴ میلیونه یمني وګړي د څښاک اوبو او حفظ الصحي ته لاس رسی نه لري، چې له امله یې په چاپېریال کې د یو ډول ساري ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځیدلی، چې په معمولي توګه یې لومړني قربانیان یې ماشومان دي.

که څه هم چې په بریتانیا کې د بشري حقونو له ډلو سره د دې لپاره اړیکې ونیول شوې چې د بریتانیا حکومت پر سعودي عربستان د هغو وسلو خرڅلاو بند کړي چې په نیغه یې پر یمن د یرغل پر مهال کار وي؛ خو د بریتانیا حکومت هېڅ ځان پرې پوه نه کړ. په حقیقت کې بریتانیا حکومت د جګړې له پیله د سعودي رژیم ته د ۳.۳ بیلیونو یورو په ارزښت د وسلو جواز ورکړی و، بې له دې چې د سعودي ایتلاف واقعیت په پام کې ونیسي چې د غرب له لوري په روانه جګړه کې یې ډیر شمېر مکتبونه او روغتونونه بمباري کړي. دوی په ښکار توګه د بې ګنا کسانو په وژلو او د هغوی د وینې په ارزښت د خپل هېواد خزانې او د وسلو د صنعت بانکونه ډکوي.

له بلې خوا د سعودي خاین رژیم د نورو هغو اسلامي هېوادونو په ګډون چې د سعودي په مشرۍ عربي-ایتلاف کې سره یو شوي، په خپله خوښه دیمن ماشومان یا وژني او یا یې هم له لوږې سره مخ کړي. دوی په دغه نیابتي جګړه کې د خپلو بریتانوي او امریکایي بادارانو لپاره جنګېږي.  په حقیقت کې د دغه بېشرمې جګړې ټول ګډونوال په دغه بشري ناورین کې چې د یمن پر ماشومانو یې راوستلې پړ ګڼل کیږي. دوی د خپلو غربي ملاتړو لپاره خپل ځانونه وپلورل او د هغو زرګونو مسلمانانو پاکه وینه يې وبهوله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ژوند له کعبې او هغه څه چې د هغې شاوخوا دي، غوره ګڼلې.

لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د ځمکې پر مخ یوه غوره امت بللی، نو مونږ باید له خپلو ځانو وپوښتو چې ولې مونږ دومره ذلیله شوو چې دوی د اسلام د دوښمانو د خوښۍ لپاره، مسلمانان او د هغوی ماشومان زموږ د سترګو پر وړاندې له لوږې سره مخ او وژني؟ په یقیني توګه به الله سبحانه وتعالی د هغه څه پوښتنه کوي چې موږ  لیدل او د دغه مصیبت پر وړاندې مو  څه عکس االعمل ښوده. د بشر په لاس رامنځته شوی دغه بشري ناورین او د مسلمانانو تر منځ د جګړې لامل  په نړۍ کې د ۹ لسیزو راهیسې د هغه زړه سوي او عدالت نشت دی، چې د الله سبحانه وتعالی له شرعي نظام (د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره خلافت) څخه رامنځته کېږي. دغه دولت به ټول کرغېړن مسلمان حکام له منځه وړي چې د خپلو سطحي ملتپالو او فرقه یي موخو لپاره یې د مسلمانو وروڼو زړونه د نور مسلمانانو پر وړاندې تورکړي. دغه دولت به ټول مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د دین د دوښمانانو پر وړاندې سره یو موټی کړي او د فوځونو په سمبالتیا سره به د اسلامي امت د ماشومانو د وینې او ژوند ساتنه وکړي. د دغه دولت تر سیوري لاندې به د امت بچیان په سوکالۍ او امنیت کې له خپل ژوند څخه خوند اخلي، کټ مټ لکه څرګنه چې پخوا د یمن او نورې اسلامي نړۍ ماشومانو د خلافت تر سیوري لاندې له خپل ژوند څخه خوند اخیست.


﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ  (النور:۵۵)

الله سبحانه وتعالی له هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي، وعده کړې چې هغوی به پر ځمکه خلیفه ګان ګرځوي، لکه څرنګه یې چې مخکیني ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د وېرې (اوسنی) حالت به يې په امن بدل کړي. هغوی د زما بنده ګي کوي او له ما سره د کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همدوی فاسقان دي.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

نړیوال کمپاین: «خلافت او تعليم: د طلايي دورې بيا راژوندي کول» تر سرلیک لاندې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې له لوري پیل شو Featured

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې د فبرورۍ په ۱۶مه د "خلافت او تعليم: د طلايي دورې بيا را ژوندي کول" تر سرليک لاندې نړيوال کمپاين پيل کړ. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د روان ميلادي کال د مارچ په ۱۱مه د اندونيزيا په جاکارتا ښار کې د ښځو په لوی، مهم او نړيوال کنفرانس پای ته ورسېږي، چې د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه به ويناوالې ولري.

اوسمهال نړۍ په بېلا بېلو اړخونو کې له تعلیمي ناورین سره مخ ده، چې په عامه توګه د باکیفیته مکتبونو، پوهنځيو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي اسانتیاوو له نشت څخه ځورېږي. په سیمه کې په لوړه کچه بېسوادي، د زده کړې ټيټه کچه او ښوونکو ته کم معاش ورکول، د تدریس وروسته پاتې میتود، په اسلام کې هر اړخیزې پوهنې او روزنې ته نه لاسرسی، په دیني برخه کې د بورسونو نشت، د تخصص او څېړنې لپاره نابسیا سرچینې او پر دې سربېره د شاګردانو د ښه تعلیم لپاره پر والدینو ستر مالي بار بله ستونزه ده.

دغو ټولو ستونزو د راتلونکي نسل تعلیمي ارزوګانې زیانمنې کړې، د دوی مغزونه یې د غرب لوري ته رهبري کړي، چې په دغه کار په اسلامي نړۍ کې د پرمختګ او پراختیا مخه ونیول شوه. د خلافت له نړېدو وروسته د نهو لسیزو راهیسې په اسلامي خاورو کې د استعماري تعلیمي نصاب تطبیق د دغه تعلیمي ناورین لامل شو. دا ډول تعلیمي سیستمونه هېڅکله د امت د زده کړې ارزوګاني نه شي پوره کولی او په ټولنو کې د علمي کچې لوړېدل او په اسلامي خاورو کې پرمختګ او پراختیا ناشونې کوي. له بلې خوا دغه سیستمونونه د ښکېلاکګرو له خوا د دې لپاره پیل شوی دي چې د مسلمانانو راتلونکو نسلونو ته خپل لېبرال سیکولر کلتور ور زده، خپور او ساتنه يې وکړي. همدارنګه دوی اسلامي زده کړې محدودې او سیکولر میتود ته اړوي. د دوی موخه دا ده چې د ځوانو مسلمانانو ذهنونه مستعمره او په سیمه کې د خپلو استعماري موخو د لاس ته راوړو لپاره دوی د غربي کلتور او نظام غلامان کړي. په اسلامي نړۍ کې په غربي فرهنګ او رهبرۍ روزل شوي نسلونه د دوی تعلیمي نظام تطبیقوي او د عامه افکارو د غولونې لپاره يې په تعلیمي نظام کې د پردې تر شا د پرمختګ او تعلیم تر تامه لاندې دروغجن اصلاحات منځته راوړي. دا ډول تعلیمي منهجونه هېڅ خپلواک لید نه لري، چې په مخلص ډول د هغو خلکو تعلیمي اړتیاوې چې تر دغه نظام لاندې اوسېږي پوره کړي او نه يې د خارو په پرمختګ کې څه مرسته کولی شي. په دې وروستیو کلونو کې په اسلامي نړۍ کې د تعلیمي سیستم سیکولر کولو موضوع پیاوړې شوې. سربېره پر دې له څو لسیزو راهیسې د پانګوالۍ فاسد نظام او سیاستو له امله د تعلیم په برخه کې کمه پانګونه، همدار راز د یوه روښانه لید نشت، چې د زده کړې ټولې اړتیاوې پوره کړي، دا ټول په دغه تعلیمي ناورین کې رول لري او د دغه نظام پر ناکامۍ دلالت کوي.

 زموږ خاورو د خلافت د اسلامي قوانینو تر سیوري لاندې په داسې طریقه چې اسلام يې توصیه کوله، د علم حاصلولو او خپرولو ته زیات اهمیت ورکاوه او اسلامي نړۍ یو وخت د نړۍ د زده کړې مرکز و. د تعلیمي موسسو  لوړتیا د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره اکاډمېسن او متفکران را جلب کړل. زرګونو شاګردانو ته یې په لوړه کچه د زده کړې لار هواره کړه، چې ګڼ شمېر پوهان او عالمان یې ټولنې ته وړاندې کول. دا د اختراعاتو او نوښتونو یوه زرینه دوره وه چې داسې لوړ پرتمین  تمدن یې رامنځته کړ، چې په نړیوال زبرځواک بدل شو. دا زمونږ دنده ده چې د اسلامي خلافت د بیا راتګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو. هغه د حق او عدل خلافت چې نه یوازې اسلامي نړۍ، بلکې شاوخوا ته به هم د تعلیمي نظام چراغ روښانه کړي. دغه کمپاین او کنفرانس به په نړیواله کچه مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د خلافت په تاسیس د تعلیم او پرمختګ طلایي دورې بیا راژوندي کولو ته را وبولي. دا به د خلافت د تعلیمي تګلارې یو لرلید وړاندې کړي چې له مخې به یې د تعلیم داسې پیاوړی نظام رامنځته کړي، چې ټولنې ته  به مسلمان ځوانان د اسلامي شخصیتونو په توګه ته وړاندې کوي. د نارینه او ښځو تعلیمي ارمانونه به په مساوي توګه پوره کړي. د طلایي بورسونو وېش به بیا راژوندی کړي او یو پرمختللی تمدن چې نړۍ ته به داسې نوښتونه راوړي چې هغه به د علم او صنعت د پرمختګ وسیله وګرځي. همدا راز دغه کمپاین او کنفراس به په اسلامي نړۍ کې د تعلیم د سیکولر کولو موضوع، چې په سیمه کې د تعلیمي ناورین سبب ګرځېدلې، را بربنډه کړي. سربېره پر دې به مسلمانو ماشومانو ته د خلافت په نشت کې د اسلامي تعلیم د زده ګړې لارښونه وړاندې کړي.

په یوټيوب کې د کمپاین د پیل ویدیو په دغه لینک کې کتلی شئ: https://youtu.be/IOz4G979Mgw

کمپاین په دغه پاڼه کې تعقیبولی شئ: https://goo.gl/g9Wt2B

د کمپاین فېسبوکپاڼه: www.facebook.com/WomenandShariah

ډاکتر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رييسه

د مطلب ادامه...

د الخلیل قومونو روسیې ته، د تمیم الداري د وقف شوې ځمکې د ورکړې په غبرګون کې لاریون وکړ؛ خو فلسطیني ګمراه ادارې یې د مخنیوي هڅه وکړه Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د الخلیل زرګونو اوسېدونکو په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې په دوشنبې د ۲۰۱۷ د جنوري په ۳۰مه د آل تمیم مخورو او د الخلیل قومونو د آل تمیم په غونډه کې يې اعلان کړی و. یاده غونډه د فلسطیني چارواکو د هغې هوکړې په غبرګون کې شوې وه، چې له مخې يې  جلیل القدره صحابي تمیم الداري ته وقف شوې ۷۲ جرېبه ځمکه روسیې ته ورکړي. دغه ځمکه رسول الله صلی الله علیه وسلم تمیم الداري او د هغه اولادې ته ورکړې وه، چې تر قیامته پورې به په آل تمیم  کورنۍ پورې اړه ولري.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس روسیې ته د دغې ځمکې د ورکړې امر د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۴مه مه صادر کړی و. که څه هم چې په رام الله کې د فلسطین سترې محکمې د آل تمیم د هغه عریضې له امله چې د دغه هوکړې په اړه یې کړې وه د ۲۰۱۶/۶/۲۳ مه پرېکړه کړې وه چې د فلسطین دولت باید د دغې ځمکې د ورکړې په اړه خپلې ټولې هڅې بندې کړي. د دغې قضیې د څېړنې لپاره د دویمې محکمې نېټه د ۲۰۱۷/۱/۲۴ مه وه. مګر فلسطیني چارواکو د ځمکې د ملکیت او ثبتېدو پرېکړه د سترې محکمې تر پرېکړې مخکې صادره کړه او د محکمې پرېکړې ته يې اهمیت ورنه کړ.

حزب التحریر- ولایه فلسطین په محکمو او ټولو لاریونونو کې د آل تمیم او د الخلیل قومونو تر څنګ ولاړ دی او پر لاریون کوونکو د فلسطیني ادارې د امنیتي ځواکونو له لوري ناوړه برید په کلکو ټکو غندي. دوی په لسګونو هغه کسان چې په سوله ییز لاریون کې یې ګډون کړی و، د ښار په مهمو برخو کې د ازغنو سیمونو په غزولو ونیول. سربېره پردې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره یې له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

موږ همدارنګه د دغه لاریون د مخنیوي لپاره د فلسطین دولت د ناسمو معلوماتو کمپاین او درواغ چې د لاریون د مخنيوي لپاره ترې کار اخلي او همدا راز د هغو کسانو او خبریالانو درواغ غندو چې خپل آخرت یې تر مختلفو نومونو لاندې د نورو د دنیا لپاره وپلوره؛ سره له دې چې دوی، په اړه نه د آل تمیم  او نه د محکمې په غونډو کې ګډون کړی و. مګر بیا یې هم خپلې څرګندونې خپرولې او  د فلسطین له چارواکو  سره يې په ګډه یې د الله سبحانه وتعالی دښمنانانو (روسانو) ته د دغې ځمکې د پرېښودو په جرم کې ځانونه شریک کړل.

فلسطیني چارواکي ادعا کوي چې دا لاریون د حرب التحریر له لوري تنظیم شوی و، که نه دوی به د الخلیل د قومونو له خوځښت سره  نه وو مخ شوي، چې د تمیم کورنۍ د ملاتړ لپاره رامنځته شو. تمیم کورنۍ له وقف شوې ځمکې څخه د روسیې له ګټه اخیستنې سره مخالفت کوي. چارواکي هڅه کوي د دغې ځمکې د ملکیت هوکړې چې ۷۲ جریبه وقف شوې ځمکه ده، د الخلیل د جایدادونو په څانګه کې د روسیې د کلیسا تر نامه لاندې ثبت کړي. دوی غواړي دغې موضوع ته د اجارې بڼه ورکړي، چې کالونه پخوا د روسیې کلیسا ته ورکړل شوې وه. سره له دې چې دغه قومونه د محکمې پرکړي ته ژمن دي، مګر فلسطیني چارواکي د محکمې پرېکړې ته درناوی نه کوي.

په فلسطین کې حزب التحریر د الخلیل قومونو او تمیم کورنۍ ملاتړ کوي او ورسره درېږي چې پر ستونزو، خنډونو، نیولو او هغه وېروونکو پیغامونو سربېره چې د دوی مبایلونو ته امنیتي کسانو لېږل، په دې لاریون کې ګډون وکړ. دوی وښودله چې د دې موضوع په اړه د فلسطین د ولسمشر دا دریځ د منلو وړ نه دی. دولت باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي او ځمکه یې بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته ورکړي. که نه دوی به هم په دنیا کې شرمېدلي او سپک شي او هم به په آخرت کې دردناک عذاب ویني، که وپوهېږي.

﴿...لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنْصَرُون﴾  (فصلت:۱۶)

... تر څو چې پر هغوی د دې دنیا ذلیل او رسوا کوونکی عذاب وڅکو، مګر د اخرت عذاب خو تر دغه هم ډېر ذلیل او رسوا کوونکی دی. هلته به د دوی هېڅ مرستندوی نه وي.

د حزب التحریر- ولایه فلسطین مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

مه پرېږدئ چې د پنځلس کلن اشغال له امله رامنځ ته شوي ناورینونه نور هم ژور شي!

پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه امریکا او ناټو پر افغانستان باندې د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغندیو په واسطه د امنیت، ملت او دولت جوړونې د شعارونو په بدرګه کولو سره وحشي بریدونه وکړل. په دې ۱۵ کلونو کې افغانانانو خورا سخت کړاوونه ولیدل؛ جګړه او ناامني خورا زیاته او څو اړخیزه شوه همدارنګه بې وزلي، وزګاري، بدلمني او بې حیایي زیاته شوه او خلک په ډېر ناوړه حالت کې له افغانستان څخه تښتې ته مجبور شول. په دې سربېره د افغانستان له شاوخوا ۳۰ میلیوني نفوس څخه پنځه میلیونه افغانان چې یو میلیون پکې مېرمنې دي او د ټول نفوس ۱۷ سلنه جوړوي په مخدره توکو روږدي شوي دي. له بل پلوه د افغانستان مخدره توکي د امریکا لپاره په نړیواله سوداګرۍ بدل شوي او نه یوازې دا چې افغانان یې پرې روږدي کړي دي، د نړۍ لسګونه میلیونه نور انسانان یې هم ورباندې روږدي کړي دي.

د جګړې او ناامنۍ پراخېدل: د افغانستان جګړه د امریکا له پولو بهر د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده. امریکايي او  ناټو پوځیانو په خپلو وحشي پوځي بریدونو کې په سلګونه زره مسلمانان وژلي او ټپيان کړي دي. په همدې حالت کې د امریکا مزدورانو او کرايي کارپوهانو د ستراتيژیک او امنیت هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره داسې ډنډورې وهلې چې ګواکي دا تړون به خلکو ته امنیت، سوله او سوکالۍ راولي چې په دې سره یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره د قضايي مصؤونیت ترڅنګ د اوږدمهاله شتون جواز واخیست او د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې نهه دایمي پوځي اډې جوړې کړلې. خو د دغه تړون له لاسلیک کولو وروسته، نه یوازې دا چې امنیت، سوله او سوکالي رانه غله، بلکې د پخوا په پرتله نا امني او بې وزلي لا زیاته شوه.

دا تر هر څه روښانه ده چې افغانستان د امریکا لپاره د یوې پوځي پروژې په توګه اهمیت لري. که څه هم د امریکا پوځي اقدامات لویې سيمه ييزې سیاسي موخې هم لري. مګر له دې سره ـ سره امریکا د افغانستان لپاره د رښتیني بنسټ جوړولو، د خلکو له واقعيت سره سم د مناسبې حکومتولۍ او د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو هېڅ فکر نه لري او نه هم ورته پاملرنه کوي، بلکې امریکا له افغانستان څخه د سیمې د یوه معبر په توګه استفاده کوي او غواړي په مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او د نړۍ په نورو برخو کې له دې لارې څخه خپلو موخو ته ورسېږي. نو رښتیا خبره دا ده چې په افغانستان کې به ناامني او وحشت تر هغه دوام کوي، څو چې امریکا په سیمه کې خپلو اوږدمهاله موخو ته ورسېږي، نو خلک باید له دې پرته بله هیله ونه لري.

د اسلام ضد او سېکولریستي ارزښتونو دودول: ښکېلاکګر هڅه کوي چې اسلام د افغانانو له ژوند څخه بېل کړي او د  مسجد په محرابونو کې یې منحصر کړي، حتی د مسجدونو د ډېری امامانو خطبې د حج او اوقافو د وزارت او ملي امنیت د ریاست په خوښه جوړېږي او بیا امامانو ته ورکول کېږي. په دې نظام کې قوانین د اسلام خلاف، د رایو د اکثریت پر بنسټ پارلمان جوړوي او د دې پر ځای چې د انسانانو د خالق قوانین عملي کړای شي، برعکس د انسانانو په واسطه د جوړ شوي قانون پر بنسټ ژوند کوي.

افغان دولت خلک د اساسي قانون په دوو مادو باندې دوکه کړي دي؛ دویمه او درېیمه ماده: (د افغانستان د دولت دین د اسلام دین دی) او (په افغانستان کې هېڅ قانون د اسلام د سپېڅلي دین او عقایدو سره په ټکر کې نه شي جوړېدلی) په داسې حال کې چې خلک په خپلو سترګو ویني چې څه ډول سېکولر نظام او ډیموکراسي پلي کوي، په دولتي ادارو کې رشوت، په بانکونو کې سود، په رسنیو کې فحشا، په پارلمان کې د رایو د اکثریت پر بنسټ د قوانینو تصویب، له کافرانو سره دوستي او سیاسي جوړښتونه د اسلامي احکامو پر بنسټ نه، بلکې د قومي او سمتي افکارو پر بنسټ تشکيل ته شوي دي. دولت د درباري علماوو په مرسته کفري موضوع ګانې اسلامي توجیه کوي او د (اسلامي) مختاړي او وروستاړي په زیاتولو سره خلک دوکه کوي.

له بل لوري دولت د امریکا په دستور پخواني مجاهدین او د اسلامي احساساتو لرونکي شخصیتونه د اداري اصلاحاتو، د فساد پر وړاندې د مبارزې، ښایسته سالارۍ په پلمو په کور کېنول او یا یې د پلان شوو ترورونو په واسطه له منځه یووړل او پر ځای یې په غربي افکارو او ارزښتونو کې وېلې شوي تکنوکراتان د دولت پر مهمو پستونو باندې وګومارل.

د بدلمنۍ او بې حیاتوب زیاتوالی: د بدلمنۍ او بې حیاتوب لمن په هر ښار او کوڅه کې غوړېدلې ده او د رسنیو له  لارې د ناولو ترکي او هندي سریالونو په خپرولو سره ځوانان او پېغلې له مور او پلار څخه سرغړونې، له مخالف جنس سره د نامشروع اړیکو د پیدا کولو او په کورنیو کې د بې لاریتوب لپاره هڅوي. په پېغلو نجونو کې د جنین غورځولو د زیاتوالي وروستي راپورونه او په د امن خونو تر نامه لاندې د فساد د مرکزونو زیاتوالی ټکان ورکوونکي دي. د پروموټ په نامه او دې ته ورته د ښڅو د حقونو په نامه پروګرامونه چې د مدني ټولنو او په ځانګړې توګه د ولسمشر د عیسوۍ مېرمنې لخوا مدیریت کېږي، مسلمانې او محجبې مېرمنې تر خپلو بریدونو لاندې راولي او د دوی اسلامي شخصیتونه ترور کوي. په داسې حال کې چې افغان مېرمنې د اروپا د کډوالو په پنډغالو کې دې ته اړ اېستل کېږي چې له لسو څخه په کمو یورو خپل عفت وپلوري او يا هم ورباندې ډله ییز جنسي تیري ترسره کيږي.

اقتصادي ډګر: ښکیلاکګرو د افغانستان له نیواک وروسته د افغانستان اقتصادي سیسټم ازاد بازار وټاکه. د  ډیموکراسۍ اقتصادي سیسټم هم د سیاسي نظام په څېر د دین له مداخلې پرته جوړ شوی دی، چې په پایله کې يې په تېرو ۱۵ کلونو کې د پانګوالۍ د نظام بنسټونه لکه؛ سودي بانکونه، احتکار، انحصار، بیمه او ملا ماتوونکې ماليې په پراخه توګه اعمال کړې. د غرب د څه د پاسه سل میلیارده ډالري مرستې له ادعا سره سره بیا هم بې کاري او بې وزلي اوج ته رسېدلې ده او ۵۰ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د بې وزلۍ د خورا زیاتوالي له امله آن ځينې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوې دي.

د غرب مرستو په افغانستان کې خلک په طبقاتي ډلو وویشل او همدا اوس د ۹۰ سلنه خلکو شتمني یوازې د ۱۰ سلنه شتمنو په لاسونو کې ده. افغانستان ۹۶ سلنه واردات او یوازې څلور سلنه صادارت لري. نو د کوم اقتصادي پرمختګ او لاسته راوړنې ادعا کوي. د افغانستان د دولت پالیسۍ یوازې د ښکیلاکګرو او د دوی د مزدورانو د ګټو د تامین او نړیوالو ښکېلاکي سازمانونو لکه د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او د نړیوال سوداګریز سازمان د پالیسیو د تطبیق لپاره دي، نه د افغانانو د اقصادي ستونزو د حل لپاره.

په ترانسپورت، روغتونونو، عدلي او قضايي مرکزونو او ګمرکونو کې شته وضعیت دا جوتوي چې دولت د خلکو د ذلیلولو، سپک ګڼلو او د افغانستان د غیرتمنو او خپلواکو انسانانو د توهینولو سیاست لوبوي. دولت غواړي چې د افغانستان مبارز  مسلمانان داسې سپک او ذلیل کړي چې د دیندارۍ او خپلواکۍ مفکورې یې له سره وباسي او د غلامۍ او ذلت عادت ورکړي.

ښوونیز نظام: په افغانستان کې د غربی مفکورو پر بنسټ ښوونیز نظام تاسیس شو او په ښکاره له اسلامي عقیدې  سره په ټکر کې دی، چې له امله به يې راتلونکي نسلونه د اسلامي شخصیت پر ځای سېکولر او مزدور شخصیتونه تربیه کړي. د ښوونځيو او پوهنتونو په مضمونونو کې ډیموکراسي، له ژوند څخه د دین د بېلوالي مفکوره (سېکولریزم)، نشنلېزم او د آزادۍ او بشري حقونو مفکورې چې په ښکاره له اسلام سره په ټکر کې دي شاګردانو او محصلینو ته تدریسېږي او د دې ترڅنګ په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ اختلاط لوی اخلاقي فساد رامنځته کړی دی.

مګر د اسلام د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظام څخه حتی یادونه هم نه کېږي او اسلام د عبادت یو وچ دین معرفي کوي. په اوسني تعلیمي نصاب کې د اسلامي ثقافت درسونه کم شوي دي، یوازې د څو عقیدوي او تعبدي احکامو په راوړلو يې بسنه کړې ده. په همدې سره زموږ مسلمان ماشومان او ځوانان په غربي ثقافت سره روزي او اسلام د یوه خشن او د ژوند لپاره د حل لارې د نه لرونکي نظام په توګه معرفي کوي.

اې د افغانستان ښکېلاک ضد او مجاهد ولسه!

افغانستان اشغال شوی دی او افغانستان د امریکا په واسطه د خپلو سیمه ییزو موخو د لاسته راوړلو لپاره د یوې پوځي پروژې په توګه کارول کېږي. د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو او په افغانستان کې د هغوی د پوځیانو د زیاتولو لپاره چمتووالی، د بې پيلوټه الوتکو او بي ۵۲ ډوله الوتکو د بمباریو بیا پیل په دې دلالت کوي چې افغانستان به په راتلونکې کې هم د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د جګړې تود ډګر وي او په دې سیمه کې به جګړه همداسې ګرمه وي. نو په یوه داسې وضعیت کې به سوکالي، هوساینه، اقتصادي، صنعتي او سوداګریز پرمختګونه یوازې تش خیال وي او بس. رښتیا خبره دا ده چې د غرب حل لارې او ژمنې یوازې دوکه، غولونه او چل دی او د دې خبرې کره ثبوت وروستي ۱۵ کلن ناورینونه دي.

نو د غرب پر حل لارو د بطلان کرښه وباسئ او د مسلمانانو رښتینې سوکالي او نېکمرغي د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په تاسیس کې ده چې د دنیا او آخرت دواړه خير ښېګڼې رانغاړي او د مادي پرمختګ لپاره خورا ښه امنیتي، اقتصادي او ښوونیز شرایط چمتو کوي. همدارنګه د اسلامي امت عقلي او فکري قناعت رامنځته کوي، د شیطان له شر او د اخرت له عذاب څخه د خلاصون په موخه د خلکو د ژوند لپاره غوره ایماني فضا رامنځ ته کوي. ځکه چې د هغو چارواکو اطاعت چې الهي شریعت نه پلی کوي دوزخ ته د تلو لامل ګرځي. اسلامي خلافت په اسلامي امت کې د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافونو د ترویج پر ځای د اسلامي امت ځواک د کفارو او ښکېلاکګرو پر وړاندې راپورته کوي. نو له همدې امله لاندیني آیتونه د عقلمنو او پند اخیستونکو لپاره غوره نصيحت دی:

يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿٦٦﴾ وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿٦٧﴾ رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْناً كَبِيراً ﴿٦٨﴾ )سوره: الأحزاب(

هغه ورځ به یې مخونه د دوزخ په اور کې اوړي را اوړي او په چیغو سره به وایي: اې کاشکي چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر څخه مو اطاعت کړی وی او وایي به اې ربه! موږ له خپلو مشرانو او لویانو څخه پیروي وکړه او لار ورکي شوو، اې ربه! دوی ته دوه چنده عذاب ورکړه او له خپل رحمت څخه یې ډېر لرې کړه.

د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

مه پریږدئ چې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وینو د امریکا ګټې تامین شي!

په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د ډیورند د سرطاني کرښې دواړو غاړو ته مخلص مسلمانان اندېښمن کړي دي. په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته ځاني، مالي او رواني زیانونه اوښتي دي. په دې ورځو کې د دواړو هېوادونو رسنۍ د وطنپالنې له تباه کوونکو بحثونو ډکې دي. د دواړو لورو ظالم حکومتونه، ښکېلې ډلې او هغه کسان چې د کفارو په ګټو پورې تړلي دي، دغه غملړلې پېښه له ملي ګټو سره تړي او هڅه کوي چې د دواړو لورو د مسلمانانو ترمنځ دښمنۍ ته لمن ووهي.

حزب التحریر د عامه افکارو د روښانه کولو او د امریکا او د هغې د لاسپوڅو د دسیسو د رسوا کولو لپاره لاندې ټکي بیانوي:

  1. د امریکا سیمه ییز پروګرام دا دی چې په سیمه کې د هند او چین پر چورلیز د ځواک نوی تعادل رامنځ ته کړي. دغه هدف ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې له هند سره د سرحد پر ځای د پاکستان د اردو پام قبایلي سیمو او له افغانستان سره ګډې پولې ته را واړول شي. د امریکا ددې سیاست پایله د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او دښمنۍ د شدت زیاتول دي. ددې یوه غوره بېلګه په تورخم کې وروستۍ نښته ده. رښتیا دا دي چې د دواړو لورو پوځونه یو بل د اشرف غني او نواز شریف – راحیل شریف په شان د فاسدو او لاسپوڅو مشرانو په دستور وژني، څو په سیمه کې د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي شي.
  2. له بله اړخه دا پېښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د جان کیري لاسپوڅی حکومت له پیله خلکو ته د امنیت په ټینګښت، د اقتصاد په ښه والي او سیاسي ثبات کې پاتې راغلی دی. خلک له دې امله سخت ځوریږي. ان نا امنۍ د افغانستان له جنوب څخه شمال ته غځیدلي دي او خلک په لویو لارو او ښارونو کې په وېره سفر کوي. په لویو لارې باندې یرغمل نیول ددې واقعیت څرګندونه کوي. دا چاره له دولت څخه د خلکو د کرکې لامل شوې ده. حکومت د تورخم له پېښې څخه سياسي ګټه پورته کوي، ترڅو خپل له لاسه وتلی مشروعیت يو ځل بيا ترلاسه کړي او له داخلي مسایلو څخه د خلکو فکر واړوي. دغه راز له اقتصادي ستونزو په استفادې سره ځوانان د وطنپالنې تر احساساتو لاندې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې ته هڅوي.

هر عاقل انسان پوهیږي چې د کفارو له خوا په جوړه شوې کرښه د مسلمانانو ترمنځ جګړه هغه ننداره ده چې د دواړو خاورو د لاسپوڅو چارواکو له خوا د امریکا د ګټو لپاره په سیمه کې عملي کیږي او د دواړو اسلامي خاورو مسلمانان د خاینو چارواکو د دسیسو قرباني کيږي.

  1. د افغانستان او پاکستان خلک د ستراسلامي امت برخه ده چې  واحده عقیده لري. د دواړو خاورو خلکو تل ثابته کړې چې کفار خپل اصلي دښمنان ګڼي او تل یې پر وړاندې درېدلي دي. لکه چې د پخواني شوروي پر وړاندې د پاکستان خلک له افغانانو سره اوږه پر اوږه ودرېدل، د هغوی ملاتړ یې وکړ او په خپلو کورونو کې یې ځای ورکړ. اوس هم د پاکستان خلک افغانان په روغتونو او خپله خاوره کې مني. اوس هم درې میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. خو دا د پاکستان خاین چارواکي او لاسپوڅی دولت دی چې کلونه کلونه پر افغانانو ظلم کوي او هغوی ځوروي. نو باید د پاکستان د خاینو چارواکو او خلکو ترمنځ توپیر وشي. دغه راز باید د افغانستان د خاینو چارواکو او مجاهدو خلکو ترمنځ توپیر اړين دی.

حزب التحریر د اسلامي خارو ترمنځ دا جګړه فرسایشي جګړه ګڼي چې هدف یې د مسلمانانو د ځواک کمزوري کول دي. د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو ترمنځ روان جنګ د اسلام له نظره قطعاً حرام دی. له دې امله هغه مسلمان سرتیري چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی باید په جدي ډول له ځانه وپوښتي چې په کومه انګیزه او د چا لپاره قرباني کیږي؟

پر دې بنسټ د دواړو خاورو ترمنځ د دښمنۍ د له منځه وړلو لپاره او د خاینو او کافرو دولتونو د دسیسو د شنډولو لپاره باید په نظامیانو کې مخلصین او هغه سیاستوال چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته مخلص دي، ابتکار په لاس کې واخلي او د دواړو خاورو مادي او بشري سرچینې تر یوې سیاسي رهبرۍ لاندې سره یو کړي. که د دواړو هېوادونو ستراتیژیک اهمیت، نظامي ځواک او بشري سرچينې د نبوت پر منهج په خلافت کې  سره یو څای شي، داسې پیاوړی ځواک به رامنځ ته کړي چې له سیمې څخه به د غرب د استعماري سیاست لمن ور ټوله کړي. نو باید پوه وو چې پیغمر صلي الله علیه وسلم د مسلمانانو ترمنځ د جګړې په اړه داسې فرمایلي دي:

"لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ"  (رواه البخاري)

«له ما وروسته کافر نه شی چې یو د بل غاړې  ووهي»

حزب‌التحریر- ولایه افغانستان

د مطلب ادامه...

د حزب التحرير چيغه: په عام ډول ټول امت او په خاص ډول د قدرت خاوندانو ته!

پرون د رمضان د لومړۍ جمعې له لمانځه وروسته د مبارکې روژې، د دعوت او مبارزې، سياست او جهاد، فتوحاتو او شهادتونو، ايمان او احسان د مياشتې په ايماني او سياسي فضا کې حزب التحرير ټول عام اسلامي امت ته او په ځانګړي ډول د واک او ځواک خاوندانو ته چيغه کړې، ترڅو د امت روان ناورين ته، د امت د برخليک ټاکونکې (د مرګ او ژوند د مهمې قضيې) د راشده خلافت په تاسيس سره د پای ټکی کيږدي.

د دغې چيغې منځپانګې ګڼو موضوعاتو ته اشاره کړې ده. د مسلمانانو له اوسني حالت څخه يې پيل کړی، چې څنګه د يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفري نظامونو او زموږ له پوست او غوښې څخه د هغوی د ګوډاګيانو له خوا د مسلمانانو وينې توييږي، شتمنۍ يې لوټ کيږي، مقدساتو او نواميسو ته يې سپکاوی کيږي، خاوره يې وېشل کيږي او....

په چيغه کې څرګنده شوې چې د جاهليت د دورې عرب څنګه د اسلام په واسطه د جاهليت له تورو تيارو څخه د اسلام نور او روښنايۍ ته ورسېدل، هغوی يې له سخت سقوط وروسته بېرته راپاڅول، له درانه خوب څخه يې راويښ کړل او دې ته يې تيار کړل چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پياوړی دولت تاسيس کړي، د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد وکړي، پاتې بشريت ته د اسلام لوی رسالت ورسوي او په نړۍ کې عدل او خير خوور کړي او ... چې دغه حالت د اسلامي دولت «خلافت» تر سيوري لاندې په پېړيو پېړيو دوام وکړ؛ اسلامي امت په عزت پسې عزت، په پرمختګ پسې پرمختګ، په لوړوالي پسې لوړوالی ترلاسه کاوه، تر هغه چې ښکېلاکګرو کفارو د يو شمېر خاينو عربانو او ترکانو په واسطه اسلامي خلافت له منځه يووړ.

چيغې په دې ټينګار کړی چې د امت دغه ناوړه حالت يوازې په هغه څه سره اصلاح کيږي چې د هغه اول ورباندې اصلاح شوی و. د راشده خلافت تر سيوري لاندې په اسلام باندې حکومت کول، چې د عقاب د بيرغ «د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رايه (تور کلمه لرونکي بيرغ)» تر سيورې لاندې به تطبيق کيږي، په هماغه طريقه باندې به رامنځ ته کيږي، په کومه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين کتله جوړه کړه، د هغې په واسطه يې په ټولنه کې عامه رايه رامنځ ته کړه او د واک او ځواک له خاوندانو څخه يې د ملاتړ غوښتنه «طلب النصره» وکړه، ترڅو د اسلامي دولت د رامنځ ته کېدو په موخه واک رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه کتلې اصحابو ته وسپاري.

د حزب التحرير اوسنۍ چيغې د دوو پخوانيو چيغو يادونه هم کړې ده، چې لومړۍ يې د ۱۳۸۵هـ ق کال د ربيع الثاني په شلمه، چې د ۱۹۶۹م کال د اګسټ له اوولسمې سره سمون لري او دويمه چيغه چې د ۱۴۲۶هـ ق کال د رجب په ۲۸مه، چې د ۲۰۰۵م کال د سپټمبر له دويمې سره سمون لري په عامه توګه ټول اسلامي امت او په خاصه توګه د واک او ځواک خاوندانو تر غوږو ور رسولې وې. حزب التحرير اوسنۍ چيغه تر وروستۍ چيغې وړاندې چيغه نومولې، په داسې حال کې چې د خلافت قضيه اوس د اکثريت امت عامه رايه ګرځېدلې.

د چيغې تر پای وړاندې مسلمانانو ته د راشدينو، د اندلس د فاتحينو، د معتصم، ناصر صلاحدين، قطز، بيبرس، سليمان القانوني، عبد الحميد الثاني او د امت د نورو لويانو د لمسيانو خطاب کړی، کوم چې يوازې اسلام او اسلامي دولت «خلافت» يې د اسلام او مسلمانانو لپاره د عزت ځواک او فتحې سرچينه وه.

په پای کې حزب عامو مسلمانانو او په ځانګړي توګه د قدرت، واک او ځواک خاوندانو ته داسې غږ کړی؛ (له هغو کسانو سره يو ځای شئ، چې زموږ نصرت او ملاتړ ته يې تر تاسو وړاندېتوب کړی، تاسو ته لاسونه در اوږدوو، هغه ټينګ کړئ، زموږ د دفاع او ملاتړ له اهل سره يوځای شئ، نژدې ده چې سپرلۍ په حرکت پيل وکړي، نو په دغه مسير کې له موږ سره ګډون وکړئ: ﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا﴾ وايي، هغه به څه وخت وي، ورته ووايه چې کېدای شي په ډېر نژدې وخت کې وي. او موږ د الله سبحانه وتعالی په نصرت او ملاتړ باندې ډاډه يو ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ او هغه ورځ به د الله سبحانه وتعالی د نصرت او ملاتړ له امله مؤمنان خوشالۍ کوي، هغه چې چا ته چې وغواړي نصرت ور په برخه کوي او هغه برلاسۍ او خورا مهربانه ذات دی.

د حزب التحرير دغه چيغه تېره ورځ د فلسطين په مسجد الاقصی او د اردن، ترکيې، تونس او سوډان په لويو مسجدونو، کوڅو او واټونو کې ګڼو لمونځ کوونکو ته واورول شوه، چې په پايله کې لمونځ کوونکو له اسلامي امت، د نبوت پر منهج د الله متعال په اذن سره د نژدې راتلونکي راشده خلافت او په امت کې د خير له حاملينو سره سخته مينه وښودله. امت ته د چيغې رسولو دغه پروسه به دوام لري او ټول مسلمانان کولای شي، د حزب التحرير د امير شيخ عطاء بن خليل ابو الرشته حفظه الله په غږ کې ياده چيغه او د هغې اړوند جماهيري فعاليتونه له لاندې لينک څخه د تصوير او ويډيو په بڼه تعقيب او هغې ته د امت د مرګ او ژوند د قضيې په توګه اجابت ووايي.

 http://www.hizb-ut-tahrir.info/info/index.php/contents/entry_48449

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې