یکشنبه, ۲۰ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

عمران خان د مسلمانانو له ځورونکو سره یوځای: د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین اسلام ضد نظام

  • خپور شوی په سیاسي

د روان میلادي کال د جولای پر لومړۍ نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو شمېر چنایي رسنیو ته هلته په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د چین حکومت د رژیم د تګلارې ملاتړ اعلان کړ.

هغه څرګنده کړه چې د چین او پاکستان تر منځ د پیاوړو اړیکو درلودو په دلیل دی پر دې باور دی چې د اېغور مسلمانانو د ځورېدنې په اړه باید شواهد شتون ولري؛ چې ایا دغه مسلمانان رښتیا هم د چین د حکومت له لوري ځورول شوي او که نه؟

نوموړي همدارنګه د چین اوسنی سیاسي نظام وستاییه او زیاته یې کړه چې د ډیموکراټیک سیسټم لپاره د چین د کمونېست ګوند اوسني قوانین ډېر غوره دي. د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا له (ایکسوز) ویبپاڼې سره په مرکه کې په شرقي ترکستان کې د چین د حکومت له لوري د اېغور مسلمانانو ځورېدل رد کړل.  کله چې مرکچي له عمران خان پوښتنه وکړه چې د دې موضوع په تړاو ولې چوپ دی، هغه ځواب ورکړ چې په سرحد کې یې یادو پېښو ته پام شته دی. ژورنالېست بیاځلي پوښتنه وکړه چې دا هرڅه له پاکستان سره پر پوله  پېښېږي.

عمران خان هم د نورو اسلامي خاورو د خاینو مشرانو غوندې خپل خاوره په لوړه بیه پلورلې ده. دی له پیسو او ډالرو پرته بل څه نه ویني، په ځانګړي ډول له چین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون چې چین هېواد په پاکستان کې د پاکستان او چین پر اقتصادي کوریډور پانګوونه وکړه.

د مادي ګټو په دلیل عمران خان غواړي چې په شرقي ترکستان کې پر اېغور مسلمانو د چین حکومت وحشییانه وژني، نیول، نسل وژنې او ورته نور ظلمونه دوام وکړي او د پاکستان حکومت یې پر وړاندې غلی پاتې شي.

د بشري حقونو د څار کمېسیون د راپور له مخې، (د هغوی نژاد له منځه یوسئ) او د (هغوی ریښې له منځه یوسئ) تر سرلیکونو لاندې په شرقي ترکستان کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې د ټول چین په کچه۲۱ فیصده نیونې شوې او د دې سیمې ۱.۵ سلنه نفوس پکې شاملېږي. راپور زیاتوي چې په همدې سیمه کې په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو د نیولو شمېر( ۳۰۶ ) فیصده لوړی شوی دی. له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې په همدې سیمه کې د چین د رژیم له لوري دوه پر درېیمه برخه مسجدونه وران شوي دي.

پر دې سربېره، د اېغور مسلمانانو د بشري حقونو ادارې پخپل راپور کې وویل: اسلام محرم شوی دی: «د چین د حکومت له لوري د اېغور ملاامامانو ځورېدنه» دا ښيي چې په شرقي ترکستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر ملاامامان نیول شوي دي او ویل کېږي چې د هېوادونو له ډلې پاکستان له چین سره د دغو امامانو په نیولو کې مرسته کړې ده. ډېری یې یوازې د لمانځه ترسره کولو پرمهال نیول شوي دي.

اوسمهال یو میلیون مسلمانان د چین حکومت له لوري نیول شوي او په متراکمو یا تنګو کمپونو کې اچول شوي دي او هغوی دې ته اړ شوي چې خپلې عقیدې پرېږدي او کمونېست افکار او عقده ومني. همدارنګه پر هغوی په زور شراب څښل کېږي او له ډېرو نورو شکنجو سره مخ دي.

ډېری نیول شوي اېغور مسلمانان اوسمهال د چین حکومت فیزیکي شکنجې زغمي او پر مېرمنو یې سیستماتیک جنسي تېري کېږي. د دغو مسلمانو زامن له خپلو کورنیو بېل شوي دي او په داسې ځایونو او «یتم خونو» کې اچول شوي چې د وخت په تېرېدو سره یې مغزونه ومینځل شي او اسلام پرېږدي. د دې تر څنګ د چین حکومت او رژیم د اېغور او په شرقي ترکستان کې د نورو مسلمانانو د نفوس فلجولو لپاره د «نوزېږدو» ماشومانو د کنټرول پالیسي جوړه کړې ده.

د روان میلادي کال په جون میاشت چې د «ادریان زنز» د «کمونېزم د قربانیانو یادغونډې» تر سرلیک لاندې څېړنیز راپور خپور شو، په دغه راپور کې د پکن محدودیتونه، نورو سیمو ته د کارکوونکو وړل او په پراخه کچه د مسلمانانو نیول په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ۵.۴ میلیونه پورې رسېږي چې اېغور مسلمان او نور اقلیتونه پکې شامل دي. په یاده سیمه کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۹ پورې د زیږېدو کچه ۵۰ فیصده ته راکښته شوې.

د حیرانۍ له مخې باید ووایو چې د چین واکمنان د بشري حقونو ادارو له لوري د بشریت پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي او د شرقي ترکستان مسلمانان خپلواک  ژوند ته نه پرېږدي.

عمران خان په بشپړه توګه ځان د اسلام اتل ښيي، خو  د اسلامپالنې پر وړاندې یې د درېدو خبر ورکړ. نوموړي تېر کال د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل چې اسلامپالنه په نړیواله کچه د ډېرېدو په حال کې ده.

په ورته مهال، د اېغور مسلمانانو پر اوسنیو ځورېدنو او شکنجو سترګې پټول دا ښيي چې عمران خان څومره د خلکو جلبولو لپاره له اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي.

ده څرګنده کړه چې د خپل ملت په اړه په نېږدې راتلونکې کې د راتلونکو پېښو په اړه فکر کوي. موږ پوښتنه کوو چې ایا د هغه ملت د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت نه دی؟ ایا اېغور مسلمانان د اسلامي امت او اسلام یوه برخه نه دي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ] (انبیا: ۹۲)

ژباړه: په حقیقت کې دغه امت یو امت دی، زه ستاسو مالک یم او یوازې زما عبادت وکړئ. 

پر دې سربېره، خان ادعا کوي چې دی د مدینې د واکمن نظام ملاتړ کوي او په ورته وخت کې د کمونېزم د سیاسي سیسټم ستاینه کوي، هغه سیسټم چې الله سبحانه وتعالی یې رد کړی او د اسلام پر وړاندې یې جګړه اعلان کړې ده. دا ټول ښيي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له پخوانیو سېکولرانو څخه دی او د اسلام او قوانینو پر وړاندې یې د هغه کرکه ښکاره شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ»

ژباړه: کلونه به یې خلکو ته خیانت معلوم وي، کله چې درواغجن ته صادق وویل شي او صادق سړي ته درواغجن وویل شي. د خاین به ستاینه وشي او مومن سړی به د یو خاین په توګه وپېژندل شي.« روایبیده» به په دې اړه تصمیم ونیسي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه «روایبیده» کوم کسان دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه بې ارزښته خلک چې د خلکو د چارو سرپرستي یې په لاس کې اخیستې وي.

دغو بې ارزښته واکمنانو ته! د اسلام له دښمنانو سره د هغوی نور درواغ ویل بس دي! تر دې وروسته د اسلام له احساساتو او د اسلامي امت له هیلو سره د هغوی لوبې کول بس دي. دغه امت د یوې داسې رهبرۍ وړ دی چې پر خپله ژوره اسلامي عقیده منګولې ټینګې کړي، خپل دین او په ټول نړۍ کې خپل وروڼه او خویندې وژغوري. دا هرڅه د نبوت پر تګلاره د خلافت په بیا تاسیس سره شوني دي. اوس هغه وخت دی چې خپل ټول فکر د الله سبحانه وتعالی د نظام بیا تاسیس ته وګرځوو، هغه خلافت دولت چې د مسلمانانو ملاتړی او ژغورونکی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکواله: ډاکتر نصرین «نواز»

 په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د مېرمنو د برخې مسوله

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

«اسلام مو له اقتصادي ستونزو څخه ژغوري» تر سرلیک لاندې د حزب التحریرـ کینیا له لوري د اقتصادي کمپاین پیل Featured

  • خپور شوی په کینیا

حزب التحریر ـ کینیا د ۱۴۴۲هـ.ق، د ذوالحجې سپېڅلې میاشتې له لومړۍ نېټې، چې د ۲۰۲۱م، د اګېسټ له ۱۱مې سره سمون لري، په رسمي توګه یو میاشتنی اقتصادي کمپیان پیلوي.

دغه کمپاین د پانګوال اقتصادي نظام واقعیت افشا او دا چې څنګه یې ملت له اقتصادي ستونزو سره مخ کړی، روښانه کوي. کمپاین په پام کې لري، چې په ۱۳پیړیو کې د اسلامي خلافت دولت له لوري پلی شوی اسلامي اقتصادي نظام، هغه اقتصادي ننګونې چې په عملي ډول حل شوې وې او دا چې خلافت تاسیس شي، ټولو اقتصادي ستونزو ته به څنګه د پای ټکی کېږدي، په دې اړه غواړي د اسلام د اقتصادي نظام پر اساس روښانه لیدلوری وړاندې کړي.

حزب التحریرـ کینیا د دې کمپاین لپاره له نورو فعالیتونو سربېره د عامه خبرو اترو، په واټونو کې د خبرو او له روڼ اندو کسانو او پوهانو سره په سمینارونو کې د ګډون په شمول، یو لړ نورې غونډې غواړي دایرې کړي.

موږ عامو خلکو او په ځانګړي ډول اسلامي امت ته بلنه ورکوو، چې په دې ویاړلي کمپاین کې له موږ سره ګډون وکړي، چې موږ د الله سبحانه وتعالی له اجر پرته د نورو لاسته راوړنو اراده نه لرو. موږ له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې دا کمپاین بریالی او د ټول اسلامي امت لپاره ګټور تمام شي.

د کمپاین هشټګونه په لاندو پتو وڅارئ:

English: #EconomicHardships_IslamIsTheSolution

Kiswahili: #MsotowaKiuchumi_Uislamundio_Jibu

شباني موالیمي

د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

د ښځې او سړي اړیکه د نکاح په عقد سره تعریفیږي او د غربي تمدن چټلۍ بیا بازار ته د وړاندې کېدو قابلیت نه لري!

  • خپور شوی په سیاسي

رزیل ورځپاڼه لیکونکي «امل هباني» پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «بېچاره، فقیرې او ذلیلې ښځې، چې تر فشاره لاندې دي او د اولادونو د مسوولیت او مېړونو د ظلم له امله طلاق نه شي اخیستلای. ښځو هڅه وکړئ کله مو چې مېړه نوې ښځې ته ورغی، نو له یوه ملګري مو استفاده وکړئ.» دغې کار د هغه پر وړاندې د غوسو یو موج راپورته کړ، نو هغه زیاته کړه: «ځکه د څو ښځو لرلو مفکورې د حل لار، له خپل ملګري استفاده کول دي.»

موږ دغه بې بنسټه او ناقصې خبرې ردوو، خو له باطل سره د مبارزې تر ټولو غوره لار، د هغه له منځه وړل دي. «امل هباني» پر خپلو فکري انحرافاتو ټینګار کوي او دین پر دې تورنوي، چې پر ښځو طلم او تېری کوي. هغه په یوه ویډویو کې د خپل شیطاني فکر دفاع وکړه او ویې ویل: «دین د ښځو پر وړاندې تبعیض کوي او د هغوی جنسي حقونو ته یې پام نه دی کړی. ولې سړي ته د ډېرو ښځو کولو حق ورکړل شوی او ښځې ته یې د ډېرو مېړونو حق نه دی ورکړی؟» او ویې ویل: په ټولنیز ژوند کې سرې کرښې، د ښځې او سړي مشروع اړیکه ده او فعالان له دغو حقونو منع شوي او همدارنګه لازمه ده، په هغو دیني متونو او ټولنیزو مفاهیمو کې، چې پر ښځو ظلم کوي، تغیرات رامنځته کړو. امل هباني ته ورته کسان چې له غرب څخه اغېزمن شوي، د قوانینو د تغیر په هڅه کې دي او د حلارې او غربي سیکولار قوانینو په لټه کې دي.  

موږ قانوني حق لرو چې د یوې فکري او عالي مبارزې په ترڅ کې له «امل هباني» پوښتنه وکړو، چې ایا سیکولارېزم ته د قوانینو بدلول او د اسلام ټولنیز قوانین لغوه کول، په سوډان کې د ښځو حالت ته ګټه رسولی شي؟ او ایا دا تغیر د اسلام د احکامو پر وړاندې د زنا او ګناه او له غرب څخه تقلید، حالت ښه کولی شي؟ په داسې حال کې چې موږ د مسلمان په توګه عقاید او شرعي احکام لرو او د هغو له امله رټل کېږو او ایا له دې امله موږ ښځې عدالت ته رسولی شو او هغوی له ځورونې ژغورلی شو؟

د لمر په شان روښانه حقیقت دا دی، چې د سوډان پانګه د غربي پانګوالو او سیاست په واسطه لوټل کېږي، چې ټولنه یې سیکولار کړې او د سوډان خلکو د غریب کېدو اصلي لامل دی. دغه راز د هغوی ژوند داسې کېږي، چې له دین څخه لیرې شي؛ هغه دین چې له هر ډول امر څخه پاک دی او د پاکو احکامو په ګوښه کولو او تحریف سره هغوی ته داسې ښيي، چې شرعي احکام نور دنیایي چارې نه شي اداره کولی. نو د سیکولارېزم حاکمیت، چې ښځې فحشا او فساد ته رادعوتوي، د حل لار بولي.  

سیکولران د غربي ښکېلاکګرو لپاره یوازې یوه وسیله او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې یوه برخه دي. دغه راز د ښځې او سړي ګټو ته ارزښت نه ورکوي او یوازینی فکر یې د احکامو د ځنډ او غربي پانګوالۍ قوانینو حلال ګڼلو په خاطر، د اسلام ځپل دي. هغوی د خپلو غربي پانګوالو اربابانو په خدمت کې دي، چې د اسلامي خاورو کنټرول یې په لاس کې دی. همدارنګه د ازادۍ کلتور او بشري حقونو په نامه یې د هغوی پانګې لوټ کړې، تر څو د غرب چټل ژوند په مسلمانو ښځو وتپي.  

هغه غربي هېوادونه چې د ښځو حقونه یې جوړ کړي، د ښځو او د هغوی د غصب شوو حقونو لپاره مشکوک کمپاینونه کوي، په کومه بڼه چې هغوی ادعا کوي، موخه یې د ټولنې د شر او فساد په خاطر د یوې وسیلې په توګه د ښځو کارول دي، څو یې پروګرامونه پلي شي او په اخلاقي چټلیو کې پرمختګ وکړي.  

په غربي هېوادونو کې د ښځو واقعیت ته په کتو، په غرب کې د ښځو د حقونو د نقض لوړه کچه ښيي، چې له هغوی یې غلامانې جوړې کړي او ځانونه یې د سړیو د شهواني هوسونو په واک کې ورکړي او دغه شمېرې رسمي ادارو خپرې کړي دي. دغه راز په انټرنېټ کې خپاره شوي، معلومات ښيي، چې ښځې په غرب کې له اقتصادي بحرانونو سره مخ دي او په نړۍ کې د ژوند له سختو شرایطو سره ژوند کوي او دغه حالت مخ پر لوړېدو دی. همدارنګه دغه شمېرې ښيي، چې غربي تمدن ښځې له انسانیه محرومې کړي، عفت او عزت یې له منځه وړی او ښځه یې د ګټو لاسته راوړلو په ماشین بدله کړې ده. دغه راز کورنۍ یې له منځه وړي او جنسي اړیکه یې له ښځو سره د اړیکې اساس ګرځولې ده. کله چې د ښځې د ځوانۍ قوت له منځه ولاړ شي، د زنګ وهلي ماشین په حیث پاتې کېږي! ایا «امل هباني» د سوډان د ښځو لپاره دا ډول حالت غواړي.  

موږ خوسا شوو سیکولرانو ته وایو، مسلمانان هغه خلک دي چې په اسلام باور او پر خپله عقیده او احکامو اېمان لري او بدلولو ته یې اړتیا نشته، چې د ښځو عفت او پاکي ترې واخلي. همدارنګه دا نامنطقي ده چې په ناوړه او بد اخلاقه شعارونو کې بدلون رامنځته کړي. په بل عبارت موږ د مسلمانانو په توګه شرعي احکام چې د ښځې او سړي اړیکه د انسان د نسل بقا بولي، نه جنسي اړیکه؛ خو «امل هباني» هغه د ښځو او سړیو تر منځ د عدالت اساس بولي. موږ دا منو چې جنسي غریزه اشباع کولو ته اړتیا لري، خو نه دا چې ازاد پرېښودل یې موخه وګرځول شي. په همدې دلیل اسلام په ټولنه کې د جنسي فکر عامول، د ټولنې په زیان بولي او هغه مادي واقعیتونه چې د جنسي تحرک لامل ګرځي، د فساد لامل بولي. نو د ښځې او سړي خلوت، تبرج او یوبل ته یې زینت ښودل منع شوي او په ژوند کې د ښځې او سړي تر منځ همکاري، په داسې احکامو سره تعریف شوې، چې پاکې او عفت یې ساتي. دغه راز نامشروع اړیکې یې محدودې کړي او د واده کولو په وسیله یې تنظیم کړي دي. اسلام په ټولنه کې د هغه څه مخه نیسي، چې د جنسي غریزې د تحریک لامل کېږي او په ځانګړو مواردو کې یې د شریعت له لوري محدودول، د بقا د ساتلو لپاره دي. همدارنګه د ښځې او سړي اړیکه هغه ده، چې اسلام ټاکلې او د غربي تمدن خوسا افکارو ته ځای پکې نشته، چې بازار موندنه ورته وکړي.

دا نقشې د غرب او پر هغوی پورې تړلو له لوري، د مسلمانو نجونو او هلکانو تر منځ ترویج شوي او تثقیف یې واضح دی. موخه یې په مسلمانانو کې د غربي تمدن عامول دي، څو ټولنه تجزیه او کورنۍ له منځه یوسي او نسل یې بې دینه له دنیا ولاړ شي. خو دغو نقشو د اسلامي ټولنې پر مسلمانانو، اسلامي دولت ته د کار کولو، د شرعیت حاکمولو او دعوت په برخه کې ناوړه اغېزه کړې ده. خو ډېر ژر به د الله تعالی په نصرت او د نبووت پر منهج اسلامي دولت ایجاد شي او همدارنګه د غرب ټولې نقشې به له منځه ولاړې شي. انشاءالله!

لیکوال: استاد غادة عبد الجبار (أم أواب) – ولاية سودان

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

د مطلب ادامه...

قدس؛ د یوه بل فاتح په تمه!

  • خپور شوی په سیاسي

موږ هره ورځ خبري شبکې ګورو او داسې خبرونو ته په تمه یو چې، قدس د یهودو له منګولو وژغورل شي. خو داسې خبرونه د غلامو شبکو چې د خپلو اربابانو د سیاست په محور خپرونې کوي، نه خپرېږي. د دې پر ځای زړه بوږنوونکي خبرونه خپروي، چې زموږ د غوسې لامل ګرځي او هغه وخت به مو غوسه پای ته ورسېږي، چې جهاد وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (د کفارو پېشوا) او د مصر د اطلاعاتو وزیر مخکې له مخکې داسې پلان جوړ کړی، چې د یهودي رژیم حکومت ته مشروعیت ورکړي او د غزې قضیه پای ته ورسوي. موږ حق لرو وپښتو چې دا کسان ازادي غوښتونکي دي، که توطیه جوړونکي؟ له شک پرته له غرب کافر څخه د ابرو او ناموس ساتلو تمه نه کېږي او وېجاړیو ته يې مخه کړې ده. په منځني ختيځ کې د لويې او ځواکمنې خاورې (مصر) د اطلاعاتو وزیز، چې بې شمېره پوځيان او پوځي تجهیزات لري، له کومه وخته د یهود امنیت ساتلو لپاره راغلی دی! دا تور نه دی، دا هغه څه دي چې پخپله يې له اربابانو سره ویلي دي. په دې لوبه کې د هغه دنده، دری مهم ټکي لري: اوربند يې د یهودو د بمباریو د مخ نيوي او د غزې د بېرته جوړلو لپاره وړاندیز کړ او همدارنګه د یهودو او غزې مقاومت تر منځ يې د بدنیانو د تبادلې طرحه وړانده کړه. اجازه راکړئ دلته پر دغو درېیو ټکو تبصره وکړو.

لومړی: له کوم قید او شرط پرته پر دواړو غاړو د اوربند منل، د یهودو په اشاره د سپينې ماڼۍ د مشر وړاندیز و، چې د خپل غلام «سیسي» په وسیله يې عملي کړ. امریکا په نړۍ او ځانګړي ډول منځني ختيځ کې د خپلو ګټو د خوندي کولو او سیاسي موقعیت د ساتلو فکر لري. دا هېواد له خپل لاسپوڅي رژیم (یهودو)  له ملاټر څخه پرته، کوم بل څه ته ارزښت نه ورکوي او دا خبره ټولو ته ښکاره ده.  د امريکا ولسمشر مخکې هم ويلي و، چې که په فلسطین کې د یهودو رژیم نه وای، ما به جوړ کړی وای. موږ د امریکایي سیاسیونو په پېژندلو کې اوږده تجربه لرو؛ هغوی د دغه سرطاني رژیم جوړلو ته څومره لېوال دي. د دوی د غلام «سیسي» په اړه که وویل شي، یو عاقل انسان ته اړینه نه ده، چې د هغه دښمني له اسلام او مسلمانانو سره ثبوت کړي. څه چې یهودي سیاسیونو ویلي، دی له هغوی څخه هم لوی صهیونېست دی. ټولو ته ښکاره ده چې پر منتخت ولسمشر محمد مُرسي (د الله سبحانه وتعالی رحمت دې وې پرې) کودتا وکړه؛ بندي يې کړ او وروسته يې له حماس سره د همکارۍ په تور شهید کړ. ایا خیر له امریکا راځي او که د هغه له غلام سیسي څخه؟

دویم: د غزې بېرته رغول، چې یهودو ړنګه کړې وه، لومړۍ پوښتنه د یهودیانو په اړه ده، چې غزه يې ړنګه کړه او ټولو ملامت وبلل. څوک چې په یوه پېښه کې ګرم وي، ایا هغه باید خپل مسوولیت و نه مني؟ او یا دا چې دوی به وېجاړی کوي، مصر او قطر به يې بېرته رغوي؟ دا موضوع هم یوازې په بیا رغونه کې محدوده ده، نه دې مجرم مجازاتو کې. موږ په اخره زمانه کې یو، حقیتونه بدلېږي او حالات بدولون کوي! باید پر دې بحث وشي چې ولې یهودو غزه وېجاړه کړه؟

 دا د مسلمانانو مقدساتو او الاقصی جومات ته د یهودو ښکاره سپکاوی دی؛ خو دا خبره یوازې د غزې په بیا جوړولو کې محدوده پاتې ده او غواړي چې د تېر په څېر د فلسطین قضيې ته د پای ټکی کېږدي. ایا هغه کسان چې شهیدان، بې ځایه او زنداني شوي، د دغه ډول کړنو څخه به خوښ شي؟ څومره ناوړه ده چې د څو پیسو لپاره د مظلومو مسلمانانو وینه پلوري. 

درېيم: معمولاُ یهودیان قضیې غټوي، چې یوه هم د زندیانو تبادله ده. ایا دا مقاومت نه وو چې اوربند يې تحمیل کړ یا یهودیانو؟ ایا څوک چې یو څه تحمیلوي، شرط هم باید کېږدي؟ یا یوازې د یهودیانو لپاره دا حق دی او نور یې نه لري!؟ بندیان ازادۍ ته په تمه دي، نه دا چې د یهودو د ظلم لپاره له یوه زندان څخه بل ته ولېږدول شي. که تاسو له یوه زنداني څخه وپوښتئ چې له یوه زندان څخه بل ته ولېږل شي، څه ځواب به ورکړي؟ ایا دا ازادي ده، که له یوه حالت څخه بل ته بدلون؟ د لا زیات پوهاوي لپاره باید وویل شي چې، د دیتون چارواکي د فلسطین له خلکو مالیات او پیسې اخلي، څو بندیانو ته خواړه او څښاک ولېږي او دا پېښه یوازې په فلسطین کې ترسره کېږي. بندیان د یهودو تر ظلم لاندې په زندانو کې دي، خو د فلسطین د خلکو په وسیله تغذیه او معالجه کېږي. کوم منطق به دا ومني؟ یهودیان بندیان دي او په فلسطین کې يې مسلمانان لګښت ورکوي. دا حالت بیارغونې ته ورته دی؛ یهود وېجاړ، کوي او د مسلمانانو پیسې يې پر بیارغونه لګېږي. دا کوم منطق دی؟ له شک پرته چې دا د یهودو، د هغوی د غلامانو او امریکا منطق دی!

دا ټول هغه څه دي، چې ان د یوه ماشوم د کوچني درد دوا هم نشي کېدای او پلار يې ویلي دي: «د قدس لپاره ځاني قرباني اسانه ده.» کوم خلک چې له لیرې سیمو څخه د فلسطین د ازادۍ لپاره راځي، له دې خوښ نه دي، چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندل شي. فلسطین له وچې تر اوبو اشغالي سیمه ده چې، یهود يې د استعمارګرو کفارو په وسیله اداره کوي او د (اردن، مصر، سوریه) غلامو نظامونو ساتونکي، له هغوی ساتنه کوي. هغوی د یهودو سیوری دي او کله چې سیوری ورک شي، یهودیان هم ورکېږي. یهود به تر هغه پورې له منځه ولاړ نشي، څو یو ځواکمن پوځ برید پرې وکړي او د تاریخ کندې ته یې ورټېل وهي. دا پېښه به ژر وشي، کله چې د یهودو رژيم په منځ کې اختلاف راشي او امت یوځای شي او ځواکمن پوځ جوړ کړي. د دې لپاره باید د قدرت اهل د یهودو له منځه وړلو وروسته، داسې نظام جوړ کړي، چې کافر غرب ته عبرت ورکړي او د شیطان وسوسې له یاده وباسي. دا نظام راتلونکی راشده خلافت دی او د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق سره به ژر بیا تاسیس شي.

#الاقصی- پوځونه- رابولي

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AqsaCalls Armies

#OrdularAksaya

لیکوال: ډاکټر ماهر صالح – امريكا

ژباړن: الهام پردېس

 

 

د مطلب ادامه...

د اړیکو پراخېدو لپاره د ناټو هڅې

  • خپور شوی په سیاسي

د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ به په بروکسل کې غونډه وشي. کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپایي ټولنې له دې کبله نیوکه وکړه چې په ناټو کې خپله ونډه په سمه توګه نه اخلي، دې څه ملاتړو هېوادونو ته ټکان ورکړ. د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن په دوره کې به هغه خپلو ملاتړو ته د امریکا او دوی تر منځ د اړیکو نوی پړاو پرانیزي او همدارنګه د ناټو په تړاو د ټرمپ پر ستراتیژۍ بیا کتنه د بایډن د حکومت اساسي برخه او کار دی؛ خو ناټو به د خپل بیا تعریف په هدف د لسیزو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او دا په اوسنیو نړیوالو حالاتو کې ستونزمنه ښکاري.

ناټو په نړیواله سړه جګړه کې د امریکا او اروپایي ټولنې د نظامي امکاناتو په بشپړولو کې مهم او بنسټیز رول ولوباوه. کله چې دویمه نړیواله جګړه پایته ورسېده، اروپایي ټولنه د هغې جګړې له امله تر ډېره ویجاړه شوې وه. شوروي اتحاد د یو قدرت په توګه راښکاره شو او سرحدونه یې تر برلین او جرمني پورې ورسېدل. هغه مهال اروپا د ویجاړېدو په حال کې وه او د برلین په غربي برخه کې یې د شوروي اتحاد د زرګونه ټاکونو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ هم نه درلودل. دا حقیقت دی چې هغه مهال امریکا له کمونیزم څخه د اروپایي ټولنې د خوندیتوب لپاره ضمانت کوونکی ځواب برابر کړ، څو دا ټولنه کمونېسته نه شي.

تر ۱۹۹۱ م کاله د ناټو موخه معلومه وه، دښمن معلوم و او نظامي امکانات او ستراتیژي هم ښکاره وه. همدارنګه د کمونېزم پر وړاندې د اروپایي ټولنې موخه هر ملت ته څرګنده او ټولو ته معلوم و.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ م کال کې له ماتې سره مخ شو، ناټو د هویت له بحران سره مخ وه. د شوروي اتحار ملېشو له منځه وړل د ناټو د رامنځته کېدو او جوړېدو لامل شول او د «بالکان» په جګړه کې پر ملاتړو سربېره بیا هم  له کوم حقیقي دښمن پرته پاتې شوه.

پر ۱۹۹۰ م کال چې د دویمې نړیوالې جګړې کابو څلور لسیزې تېرې شوې وې، اروپایي ټولنې د ناټو په غړو هېوادونو کې د روسیې پر وړاندې د ستر نظامي ځواک جوړولو ته اړتیا نه لیدله.

په ۱۹۹۰ م کال کې اروپا پر امریکا پورې داسې نه وه تړلې لکه په ۱۹۵۰ م کال کې او تر ډېره یې د خپل ملي امنیت پراختیا لپاره کار وکړ. همدارنګه دې ټولنې پر نظامي ځواک جوړېدو کار وکړ. په ۱۹۹۰ م کال کې د «ماستریخت» تړون اروپا متحده کړه او د یو اقتصادي ځواک په توګه یې له امریکا سره ډغرې پیل کړې. اروپا د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د ناټو ارتباط نه لید او دا څه یې د نظامي لګښتونو په کمېدو کې لیدل کېدل.

اورپایي ټولنې هم روسیې ته کتل، څو په سړه جګړه کې د هغې رول او فعالیت وویني. د دوو لسیزو لپاره اورپایي ټولنه د ټولې اروپا لپاره پرانیستې وه او انګلیستان هغه وخت ډېر پراخه و او دا وړتیا یې درلوده چې د شوروي اتحاد ټول جمهوریتونه سره راټول کړي. روسیه هغه مهال له کوم ګواښ سره نه وه مخ او ځینو ملتونو لکه جرمني له مسکو سره د انرژۍ په برخه کې اړیکې درلودې. اوسمهال روسیه د پخواني شوروي غوندې نه ده او ډېره کمزورې شوې ده. تر دې وروسته په اروپا کې د روسیې ستراتیژي سر پوځ نه دی، بلکې ترکیبي جګړه ده. لکه له ځینو حزبونو ملاتړ، سایبري بریدونه او ناسم اطلاعات. دا د مسکو محدوده ستراتیژي ده.

د لسیزو په تېرېدو سره د امریکا او اروپا تر منځ توپیرونه هم ډېر شوي دي. په اروپا کې د پایپ لاین یا نللیکې په جوړېدو سره د اروپا ملتونه ووېشل شول. امریکا اوس غواړي چې روسیه له چین سره ښکېله کړي او له اصلي دښمن سره یې مخ کړي. چین له اروپایي ټولنې سره سرحد او اوبه نه لري او دې لویې وچې ته کوم جدي خطر نه ده. همدارنګه د اقتصاد، سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ او د بهرنۍ پانګونې په برخو کې ګټور تمامېږي.

په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د امنیت لپاره جدي ګواښ و، خو چین بیا له اورپا او اسیا دواړو سره په اړیکه کې و. چین په داسې حال کې نوښتونه رامنځته کول چې شوروي اتحاد یې وړتیا نه درلوده او همدا دلیل دی چې امریکا یې له اروپایي ټولنې سره یوځای د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

پر همدغه اساس ویلای شو چې ناټو د یوې دورې لپاره د یو ځانګړي سازمان په توګه جوړه شوې وه، هغه دوره چې په تېره پېړۍ کې وه. په اوس وخت کې امریکا په اقتصادي برخه کې چین هېواد پخپل مخ کې خنډ بولي او ناټو هېڅ کله د پیاوړي اقتصاد په توګه نه شي مطرح کېدای. پر همدغه اساس، امریکا غواړي چې د اروپایي تولنې له لوري پر چین د بودیجې په برخه کې ځینې تورونه او بندیزونه ولګوي.

د اوږدې مودې لپاره امریکا له ناټو په ډېرو برخو کې ګټه پورته کړه او اوس هم امریکا په ډېرو ځایونو کې له ناټو څخه ګټې اخیستلو ته دوام ورکوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: عدنان خان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

ترکیه په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب ښکېلېږي! Featured

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان منلې ده، چې له افغانستان څخه د ناټو د پوځونو تر وتلو وروسته د دې هېواد پوځونه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ساتلو مسوولیت اخلي. اردوغان ویلي دي چې "له امریکا او ناټو سره په خبرو کې څرګنده شوه چې موږ کوم مسوولیتونه په غاړه اخلو او موږ به دا قدم په ډېر ښه توګه واخلو".

ترکیه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وه او د ښکېلاکګرو ځواکونو تر څنګ یې د افغانستان د مسلمانانو په وژنه او وینه تویونه کې فعاله ونډه درلوده او حتا یو مهال ترکي پوځیانو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشري هم کوله. اوس چې امریکا او ناټو د افغانستان د مجاهد او مسلمان ولس د فکري، سیاسي او نظامي مبارزې په مټ له ماتې سره مخ شوې دي، نو خپله پښه د افغانستان له قضیې باسي او د افغانستان د وضعیت د مدیریت کولو لپاره یې د سیمې د هېوادونو رول زیات کړی دی.  له همدې امله امریکا د خپل بام واوره د نورو پر بامونو اچوي. له دغو هېوادونو څخه یو هم ترکیه ده چې د امریکا په استازیتوب غواړي په افغانستان کې ځیني مهم مسوولیتونه په غاړه واخلي.

امریکا په افغانستان کې د سفارتونو او نړیوالو موسسو د فعالیت د دوام لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب مسوولیت ترکیې ته ورسپاري او ترکیه له خپل دغه رول څخه راضي او خوښه ښکاري. که څه هم د امریکا او غرب د ګټو د خوندیتوب لپاره د ترکي پوځونو شتون، په افغانستان کې د سختو مخالفتونو سره مخ دی او دغه شتون د ترکیې مقام د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې راټيټ او سپککړی دی او ترکیې ته به د یوه ښکېلاکګر په سترګه وکتل شي. 

ترکیه یو مهال د عثماني خلافت زانګو وه او اوس د اسلامي نړۍ د لویو قدرتونو څخه ګڼل کېږي، خو له بده مرغه دا ځواک او قدرت اوسمهال د امریکا او غرب په واک کې ورکړل شوي دي او د غرب د پوځي ماموریت لپاره کارول کېږي. اردوغان په واک کې د پاتې کېدو او امریکا ته د چاپلوسۍ لپاره د امریکا په ګټه په ګڼو هېوادونو کې نیابتي ماموریتونه سرته رسوي. په سوریه، عراق او لیبیا کې د ترکیې دا ډول منافقانه ماموریتونه یوه ناوړه تجربه ده، چې نه یوازې د دغو خاورو وضعیت سم نه شو، بلکې د لا تباهۍ او وینې تویېدنې لامل وګرځېد.

موږ د ترکیې پر پیاوړي پوځ غږ کوو، چې د امریکا او ناټو د نیابتي رول پر ځای خپل ځان او خپل تاریخ ته وګوري؛ د عثماني خلافت هغه تاریخ ته چې شاوخوا 600 کاله یې اسلامي نړۍ د اسلام پر بنسټ رهبري کوله.

ترکیه باید پوهه شي چې اوس یې هم ريښتینی ځواک او عزت اسلام ته په راګرځېدلو کې دی، نه د امريکا او ناټو په خدمت او پیروۍ کې؛ د اسلام په حاکمیت سره به مسلمانان په خپلواکه توګه ډګر ته ورګډ شي او د اسلام د دښمنانو نیابتي ماموریتونو ته به غاړه نږدي. نو اې د محمد فاتح بچیانو! د خلافت د تاسیس او د مسلمانانو د یووالي لپاره بسیج شئ او دا ځواک مو د اسلام د دین د اقامې لپاره وکاروئ، څو د ټولو مسلمانانو د د نیوي  او اخروي خلاصون او فلاح سبب شئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په ویانا کې د پاکستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال د انجینر نوید بټ د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وشوه! Featured

د نړیوال کمپاین د یوې برخې په توګه چې حزب التحریر د نوید بټ د ازادۍ لپاره پیل کړی و، د حزب التحریرـ ولایه پاکستان ویاند، چې د ۲۰۱۲م، د مې په ۱۱مه د پاکستاني استخباراتو برمته کړ او له هغه وخت راهیسې ورک دی. په جرمني هېوادونو کې د حزب التحریر یو پلاوي د انجنیر شاکر عاصم په مشرۍ، چې په الماني ژبو غږېدونکو هېوادونو کې د حزب التحریر استازی دی، د مرکزي مطبوعاتي دفتر له لوري د بیانیې د وړاندې کولو لپاره په ویانا کې د پاکستان له سفارت څخه لیدنه وکړه. په دې اړه د سفارت یوه کارکوونکي د حزب التحریر بیانیه تر لاسه کړه او ژمنه یې وکړه، چې هغه به د پاکستان دولت ته سپاري او ویې منله چې په دې اړه به له پلاوي سره په اړیکه کې وي.

موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې دغه کمپاین ګټور تمام شي او د اسلام د زړور دعوتګر او زموږ ورور نوید بټ،  د ژر تر ژره خوشي کېدو لامل شي.

په الماني ژبه غږېدونکو هېوادونو کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

غربي فکر او سياست د کډوالۍ کړکېچ رامنځته کړی او يوازې اسلام يې حلاره لري

خبر:

موږ ۲۰۲۱م، کال په داسې حال کې پیل کړ، چې د ټولې نړۍ 82.4 ملیونه خلک د سياسي بې‌ثباتيو، اشغال او کړاوونو له امله بې ځایه شوي دي. د UNHCR د وروستي راپور له مخې له دې ډلې يې ۳۰میلیونه کډوال، ۴۸ميليونه يې داخلي بې ځایه شوي او تقریباُ څلور ميليونه خلک سياسي پناه غوښتونکي دي.  د دغو بې‌ځایه شوو، نیمایي ماشومان دي. سرچینه:[الجزیره،2021/6/20]

تبصره:

  د سیکولر او پانګوال نظام تر سيوري لاندې د عصري نړۍ له جوړېدو راهیسې، ډېرې نړیوالې ستونزې شته، چې اصلي لامل یې د استعمار دور او اوسنی نړیوال نظم دی. کډوالي يو له هغو مسايلو څخه ده چې ټول نړيوال پرې پوهیږي، په ميليونونو ميليونونو انسانان يې له روغتيايي، رواني او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي دي.

له دوو نړیوالو جګړو وروسته، د خپلواکۍ په پلمه استعمارګرو هېوادونو د دویمې او درېبمې نړۍ هېوادونو په سیاست او اقتصاد کې مستقیمه او نامستقيمه مداخله وکړه. مغرضو پانګوالو هېوادونو د ملګرو ملتونو، نړيوال وجهي صندوق او نړیوال بانک په رامنځته کولو سره نړیوال نظم رامنځته کړ، ترڅو محدود شمېر استعماري هېوادونه د دویمې او درېیمې نړۍ هېوادونو عادي ژوند ګډوډ کړي او په امکاناتو يې خيټه واچوي.

که د کډوالۍ کړکېچ وڅيړو؛ وینو چې د طبيعي افتونو له امله دومره کډوالي نه ده رامنځته شوې؛ څومره چې د غربي استعمار له امله رامنځته شوې. په فلسطین کې د یهودو لپاره د انګريز وطني مفکوره امريکايانو هم تقويه کړه، چې تر نن ورځې پورې يې له پینځه ملیونو ډېر مسلمانان بې کوره کړي. له ۲۰۲۱م، کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې له دوه نيم ملیونه څخه ډېر خلک بې کوره کړي، چې دوه میلیونه یې پاکستان او ایران ته تللي دي. په سومالیا کې د اسلامي محکمو د اتحادیې راپرځولو او بې ثباته کولو لپاره د متحده ایالاتو مداخلې 800،000 خلک بې ځایه کړل، چې ډېری یې په کینیا کې د داداب او کاکوما مهاجر کمپ اوسېدونکي وو. د ګاونډیو اسلامي هېوادونو لکه ترکیې، ایران او سعودي عربستان په مرسته د بشارالاسد د پیاوړتیا لپاره د امریکا او روسیې مداخلې شاوخوا شپږ میلیونه خلک د سوریې پریښودو ته اړ کړل. دا يو څو بيلګې وې؛ ګنې ډېر داسې هېوادونه شته چې له پوځي وګړو پرته، ډېری یې ملکیان وژل شوي او بې ځايه شوي او له جګړې وروسته د خپل عادي ژوند پیلولو په لټه کې دي.

نه یوازې د غرب مستقیمې مداخلې، بلکې د دولت ـ ملت مفکورې په خپراوي سره، چې نوي هېوادونه او پولې يې رامنځته کړي، په خلکو کې یې د اقلیت او اکثریت تخم شيندلی، چې د بېځايه کېدو، بې ثباتيو او ورانکاريو لامل یې ګرځيدلی. د برما راخین ایالت یو میلیون روهینګیايي مسلمانان د بنګله دېش کاکس بازار کمپونو ته کډوال شول. د سریلانکا د ټامیلز عاموژنه د دې لامل شوه، چې په زرهاو خلک هند او نورو هېوادونو ته کډوال شي او خپلې اصلي ځمکې پرېږدي. د مرکزي افریقا جمهوریت ٪۸۰ مسلمانان چې شا او خوا ۴سوه زره تنو ته رسيږي د اسلام ضد حساسيتونو له امله ګاونډیو هېوادونو لکه، کامرون او چاد ته تښتېدلي دي.

اسلام د دې ټولو ستونزو حل له خالق څخه اخلي؛ د خلافت تر سيوري لاندې مختلف ډوله خلک اوسیږي، چې د دې ټولو سالمه ساتنه کېږي، بې ثباتي نه رامنځته کيږي ځکه چې د خلافت خارجي سياست د نورو شيطاني سياستونو په څېر نه دی، چې مادي ګټه يې اصل موخه وي، بلکې غواړي چې د اسلام سلامتيا تر نورو ورسوي؛ نو نه بې ثباتي رامنځته کېږي او نه هم بې مورده مهاجرت. دغه راز ټول خلک خپل ځان مال او ناموس خوندي احساسوي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ] [المَائدة: 8]

ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان شئ. د کومي ډلي دښمني تاسو دومره را و نه پاروي، چې له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له تقوا سره نژدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دى.

اسلام د عقیدوي اړيکې پر بنسټ رنګارنګ انسانان تر يوه چتر لاندې داسې راټولوي، چې عقیده یې خالق ته تسلیمېږي. دا اړيکه په یوه ځانګړي نسل، ژبه یا سیمه پورې نه ده محدوده؛ د مدينې انصارو ته له مکې مهاجر راغلل او د دوی ترمنځ وروري رامنځته شوه، بیا خلافت نورې ځمکې فتحه کړې، په دې نویو سیمو کې چې کله اسلامي افکار خپاره شول؛ اکثره خلکو په ډېر شوق سره اسلام ته غاړه کېښوده.

[وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ][الاٴنبیَاء : 107]

ژباړه: اې محمده!موږ ټولو نړيوالو ته، رحمت لېږلى یې.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: فایز بن احمد

د مطلب ادامه...

تر پانګوال نظام لاندې ژوند نه یوازې بدمرغي ده، بلکې په بشپړه توګه د ځمکې پر مخ د دوزخ بېلګه ګرځېدلی دی Featured

  • خپور شوی په کینیا

حزب التحریرـ ولایه کینیا په یاد هېواد کې د اختطاف په اړه اندېښمن دی. د کینیا امنیتي پرسونل له لوري ثبت شوې قضیې ښیي، چې مجرمینو ماشومان او نجونې اختطاف کړي او بیا یې له کورنیو څخه د پیسو غوښتنه کړې ده. په دې اړه انلاین ویډیوګانې خپرې شوې او ښیې چې قربانیان سخت شکنجه او ځورول شوي، په ناوړه حالت کې ساتل کېږي او یوازې ژوندي پاتې دي. په دې برخه کې موږ غواړو د لاندې ټکو یادونه وکړو:

ان که دا قضیې په پراخه کچه رامنځ ته شي او په طبیعت کې وېره رامنځ ته کړي، موږ خلکو ته وایو چې اړینه نه ده، له څېړنې پرته د خبرونو په خپرولو سره نوره هم وېره خپره کړئ. دا د اسلام یو له ژورو لارښوونو څخه ده. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ]

ژباړه: اې مومنانو! که کوم فاسق تاسو ته له کوم خبر سره راشي، نو تاسو د خبر په اړه پلټنه او څېړنه وکړئ، هسې نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره زیان ورسوئ او بیا په خپلو کړو پښېمانه شئ.  [حجرات: ۶]

دغه له غمه ډک بهیر، د ماشامونو، نجونو  او خلکو له لاسه ورکول او مړه کېدل د کینیايي وګړو د وېرې او اضطراب لامل شوي دي. په دغه هېواد کې د مسلمانو کورنیو په اړه، دا یو اضافي ناورین دی، ځکه کلونه کېږي چې دوی په غیر قانوني او منظمه توګه د کینیايي پولیسو له لوري «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» په نوم اعدامېږي. دا په دې مانا ده چې په پانګوال نظام کې ژوند کول سرخوږی دی او په بشپړه توګه د ځمکې پر سر د دوزخ بېلګه ده.

د ژوند ستونزې چې په پانګوال نظام پورې اړه لري، په ټولنه کې د داسې شرایطو په شتون سره، ټول منډې وهي تر څو «غوره ژوند» ته لاسرسی ومومي. همدا راز والدین له خپلو اولادونو سره د وخت تېرولو کافي وخت نه لري، ځکه دوی د ژوند پر نورو چارو بوخت دي. په دې سره، موږ غواړو والدینو ته یادونه وکړو، چې ماشومان حق لري په امن کې واوسي، له دوی سره په زړه سوي چلند وکړئ، له ظلم او ناوړه چلند څخه یې وساتئ.

بالاخره وایو، چې دا قضیې نه یوازې په کینیا، بلکې په ټوله نړۍ کې شته. په دې اړه مسلمانان باید خپل مسوولیت درک کړي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي او دا یوازینی حکم دی چې د هر ډول زور زیاتي پر وړاندې د محافظت نظام بلل کېږي.

شباني موالیمي

حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د امریکا او سعودي اړیکه؛ د کورونا تر چتر لاندې د تېلو جګړه

  • خپور شوی په سیاسي

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا د نړیوال نظام د جوړولو په لټه کې شوه؛ چې له سیاسي پلوه یې همتړونه هېوادونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړه کړه. دغه راز له اقتصادي پلوه یې د بريټون ووډز تړون، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانګ جوړ کړ. وروسته امریکا خپل لوی رقیب شوروي اتحاد ته قناعت ورکړ، چې فرانسه او انګلیس له خپل استعمار څخه، چې پخوانۍ نړۍ نومول کېده، خلاص کړي، د امریکا ګټې خوندي کړي او روسیه د شرقي اروپا په هېوادونو پورې منحصره شي.

وروسته امریکا دې پایلې ته ورسېده، چې په ۱۹۷۱م، کې له بریټون وودز تړون څخه ځان وباسي او د طلا پر ځای، ډالر د نړیوال پولي واحد په توګه وټاکي؛ څو د ډالر په وسیله د تېلو سوداګري په خپله ولکه کې وساتي وروسته ولسمشر«ریګن» په ۱۹۷۱م، ډالر له ټولو قیدونو ازاد کړ؛ تر هغې کچې چې د امریکا د پانګې کچه، د امریکا د اقتصادي پرمختګ په پرتله څو برابره زیاته شوه. له ۳ تر ۸ سلنه یې اقتصادي پرمختګ درلود او نقدې پیسې یې ۵٪ لوړې شوې، چې د پانګې او اقتصادي پرمختګ تر منځ یې هېڅ نسبت او تناسب نه و.

له طلا څخه د ډالر بېلوالی له یوه اړخه او له اقتصادي پرمختګ څخه یې ازادي له بله اړخه، د فرضي او ګوماني اقتصاد د رامنځته کېدو لامل شوي، چې د مال په مقابل کې نه جنس، نه تولید او نه هم کوم خدمت شته. امریکا له دغو کړنو په استفادې، نړۍ د پيسو، پانګې او سوداګرۍ پر لور بوتله او ټول هېوادونه د دغې طرحې منلو ته اړ بولي، چې سوداګري باید په ډالر وي، په ځانګړي ډول انرژي او تېل. امریکا له دې ګټه تر لاسه کوي، چې په ډېری هېوادونو کې کاروبار په ډالر ترسره شي.

امریکا له خپل نفوذ څخه ګټه واخیسته، څو «اوپک سازمان او آرامکو شرکت» چې سعودي یې غړی دی، په خپله ګټه وکاروي او د تېلو نړیوالې سوداګرۍ د بازار له تشې په استفادې، کولی شي بیې، خدمتونه او اړتیاوې کنټرول کړي.

د کورونا بحران د تشې پر مهال د تیلو تقاضا کمه شوه، په ځانګړې توګه د چین له اړخه، چې د نړۍ د تولید شوو تېلو ۲۰٪ پلوري. امریکا او مزدور یې (سعودي) هڅه وکړه، څو د تېلو د تولید په راکمولو سره یې بیه وساتي. خو روسیه چې د «اوپک» سازمان غړې نه ده، د تېلو د تولید راکمول رد کړل او ګومان کوي، چې د تېلو زیات تولید د اقتصادي پرمختګ راکمولو مخه نیسي. امریکا او سعودي په دې برخه کې له یوبل سره تړون لري. دغه راز د ټرامپ خبره رانقلوي او وایي، چې موږ د سعودي او روسیې تر منځ د شخړې حل غواړو. امریکا له یوه اړخه غواړي، چې د تولید کچه، د بیې تر راټیټېدو پورې لوړه کړي، څو دروند بار د روسیې پر اوږو ورولویږي. روسیې اعلان کړی، چې د سعودي زیات تولید زیان نه ورته رسوي ان د روسیې د انرژۍ وزیر د تېلو د بیې د خرابېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

سربېره پر دې، رسنیو داسې خبر خپور کړی، چې امریکا هڅه کوي د سعودي او امریکا تر منځ د تېلو تړون لاسلیک کړي او د اوپک سازمان له منځه یوسي. امریکا په مستقیمه توګه او د سعودي له رهبرۍ پرته د تېلو اداره په خپل لاس کې اخلي. شاید امریکا له دغې چانس څخه د تېلو په اړه لاندې ستراتیژیکې کرښې وکاږي:

۱ـ پر سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان کامل تسلط، له امریکا سره د مینې او اړیکو په خاطر دی.

۲ـ په لوړه کچه د تېلو د بیې بحراني کول، چې اوسمهال هم بحراني ده او د تېلو د بازار د راټیټېدو وېره ده، څو نور د تېلو لرونکي هېوادونه هم له امریکا سره دې ډول تړون ته وهڅوي.

۳ـ د کورونا ویروس له امله د نړۍ په ځانګړې توګه اروپا بوختیا او وارخطایي، دا امکان رامنځته کوي چې هغوی هر ډول سیاسي او اقتصادي کړنې ته تیار شي.

امریکا چې د کوم پلان په هڅه کې ده، یاد مو کړ، په ۱۹۷۳م، کې د مصر او سوریې تر منځ جګړه له یوه اړخه او له یهودو سره له بله اړخه، له ملک فیصل سره یې دا ډول چلن وکړ؛ کله چې فیصل د دې نیت وکړ، چې اروپا ته د تېلو د وړلو جریان موقتاً راکم کړي، بیه یې لوړه شوه. هغه څه چې امریکا د طلا او ډالر د بېلوالي لپاره وټاکل، د دې لامل شول، چې کاروبار او سواداګري په ډالر شي. خو په دغه پړاو کې غشي پر ځای نه و لګېدلی، د بیې د لوړېدو پر ځای برعکس د تېلو بیه راکمه شوه او صادر کوونکي هېوادونه یې اړ کړل، چې د خپلې ګټې لپاره په هره بیه چې وي، معامله وکړي.

حقیقت دا دی، چې نړیوال حالت د ټرامپ د تقاضا او سیاست برعکس دی. شاید د نړۍ د تېلو په سیاست کې د پام وړ تغیرات رانشي. کورونا ویروس د اقتصادي او مالي نظام د ویجاړۍ لامل ګرځي. لکه څنګه چې د نړۍ ډېری حکامو له خولې، د نړۍ نظم او کلي تغیراتو په اړه خبرې اورېدل شوي دي. په لوړه کچه د تېلو د تقاضا راټيټېدل، هغه که د چینایي شرکتونو د درېدو او یا هم د لېږد رالېږد وسایلو د درېدو او په نړۍ کې د انرژۍ د نه لګښت له امله وي. تمه ده چې د خپل زیان د خسارې لپاره د تېلو بیه لوړه نه کړي.

هغه تېل چې ټرامپ او د سعودي ولي عهد په ولکه کې نیولي، د اسلامي امت ملکیت دی. دا روا نه ده، چې د اوسنیو نظامونو په ملاتړ په مختلفو ډولونو وګومارل شي. اوسنی نظام ظالم دی، له اسلام او مسلمانانو سره قوي دښمني لري، حاکم نظام د اسلام پر وړاندې ظالمانه جګړه اعلان کړې د ه. همېشه په دې هڅه کې دي چې اسلام ـ هغه چې انسانان له تیارو د روښنایۍ پر لوري بیایي ـ له حکومت څخه لیرې کړي. نړۍ باید د اوسنیو حاکمو نظامونو له شر څخه خلاصه شي او په هر ډول چې وي، له دا ډول نظامونو سره همکاري روا نه ده او لازمه ده، چې نړۍ د دا ډول نظامونو له شر څخه وژغورل شي.

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: دوکتور محمد جیلاني

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې