پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس دحزب التحرير پر وړاندې د ژورناليزم ټول اساسات تر پښو لاندې کړل

. ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ هـ ل کال د ليندۍ د مياشتې په درېيمه نېټه، يو راپور چې تقريباٌ ورته منځپانګه يې درلوده د «په کابل کې د حزب التحرير خطرناکې خپرونې» او «د حزب التحرير پراخ رسنيز فعاليت او د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت بې خبري» تر سرليکونو لاندې خپاره کړل. د راپور ليکوال د متناقضو خبرو، يو اړخيزو مرکو او له کرکې ډکې پايلې پر مټ هڅه کړې ده ترڅو حزب التحرير په تروریستي فعاليتونو باندې تورن او د دولت بېلابېل بنسټونه او عام خلک د حزب التحرير پر وړاندې تحريک کړي.
د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د دا ډول غير متوازنو او يو اړخيزو رپوټونو خپراوی د ژورناليزم د ټولو اساساتو او اخلاقو خلاف عمل بولي او هغه پر سختو ټکو غندي، او د یادو شوو تورونو پر وړاندې محترمو ژورنالیستانو او رسنيو ته لاندې ټکي بيانوي:
1.    هېڅوک نشي کولای د حزب التحرير له فکري او سیاسي فعاليتونو څخه داسې بېلګه راوړي چې د ګران اسلام له افکارو او احکامو سره ټکر ولري. مګر دا چې په افغانستان کې د جان کيري د دولت د احزابو او اساسي قانون له بنسټه له اسلام او د اسلامي امت له ګټو سره ښکاره ټکر لري؛ حزب التحرير هېڅکله نشي کولای د داسې غير اسلامي قوانينو پر بنسټ خپلې چارې تنظيم کړي.
2.    په داسې حال کې چې حزب التحرير په افغانستان کې مطبوعاتي دفتر او رسمي وياند لري او د ماندګار په شمول له ډېری رسنيو سره په دوامداره توګه اړيکې لري، بيا هم ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د حزب د رسمي وياند او يا د مطبوعاتي دفتر د غړو له نقل قول پرته يو اړخيز او غير متوازن راپورونه خپاره کړي دي، چې له امله دواړو رسنيو د ژورناليزم ټول اصول، اخلاق او د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونې تر پښو لاندې کړې دي.
3.    حزب التحرير د اسلام په ټول ثقافتي او فکري پانګه کې د «ملي ګټو» مفکوره نه پېژني. له همدې امله حزب التحرير همېشه د اسلام د افکارو او احکامو پر بنسټ د اسلامي امت د ګټو دفاع او پالنه کوي او د «ملي ګټو» په شمول د ټولو هغو مفکورو پر وړاندې سخته فکري او سياسي مبارزه کوي چې د «اسلامي» پر مختاړي او روستاړي باندې سنبال شوې، خو د اسلامي امت د تفرقې او وېش سبب شوې دي.

4.    هغه تور چې يو کال وړاندې د اجرائيه رييس له خوا پر حزب التحرير ولګېد، تر ننه هغه ونه کړای شول چې د هغه د اثبات لپاره وړ او کره شواهد وړاندې کړي. له همدې امله څه موده وروسته د اجرائيه رییس لومړي مرستيال په ډاګه رسنيو ته وويل چې د حزب التحرير د فعاليتونو په اړه هېڅ داسې شواهد نشته چې د هغو په تروریستي والي باندې دلالت وکړي. خو دا چې دغو څرګندونو د اسلام پر وړاندې د امريکا تبليغاتي ماشين په خوځښت نه راووست او د رسنيو د تمويلوونکو له غوښتنو سره يې سمون نه درلود، نو د ډېری رسنيو له خوا نه ليدلی و ګڼل شو.

[بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ] «الأنبياء:18»
بلکې موږ حق د باطل پر سر ور وهو او حق د باطل د سر مغز ګډوډ کوي او (دا ډول) باطل ډېر ژر له منځه ځي.

 د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د پاکستان امنيتي او قضايي ادارو ته د حزب التحرير ـ ولايه پاکستان پرانیستی ليک

(ژباړه)

د الله سبحانه وتعالی ثنا او صفت وايو او په بهترين رسول يې حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم، کورنۍ او په هر هغه چا چې د قيامت تر ورځې پورې هغه صلی الله عليه وسلم دوست لري، سلام او دعا ورته کوو.

اما بعد:

د هدايت لارويانو ته سلام! معمولاً زموږ په پرانیستو ليکونو کې خطاب حاکمو چارواکو او نظامونو ته وي، ځکه الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب کې داسې فرمايي:

وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ 

[اعراف:164]

هغه وخت په ياد کړئ چې له هغو څخه يوې ډلې بلې ډلې ته وويل: ولې يوې ډلې ته نصيحت کوئ چې الله سبحانه وتعالی به هغوی هلاک او يا په سخت عذاب باندې اخته کړي!؟ ويې ويل: څو موږ ته د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې عذر وي او شايد هغوی تقوا غوره کړي. 

 

موږ ښه پوهېږو چې په ټوليزه توګه د پاکستان نظامي او سياسي رهبران د غرب مزدوري کوي، د اسلام او مسلمانانو سره يې د جګړه او دښمني پيل کړې ده او لاسونه يې د مسلمانانو په پاکو وينو ککړ دي. په همدې دليل سره پورتنی ايت په هغه باندې صدق کړی دی ښايي الله سبحانه وتعالی دوی په دنيا او اخرت کې هلاک کړي. خو له هغه ځايه چې که يو فاجر او ګنهګار انسان چې هر څومره دوامداره ګناهونه وکړي بيا هم انسان دی او امکان لري چې په عاقلانه توګه توبه وکړي؛ له همدې امله په ښکاره توګه دوی ته لارښوونه کوو، شايد دا د دې سبب شي چې دوی د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو دښمن ته د پناه وړلو په ځای له عقل څخه کار واخلي او د امت غېږې ته ور وګرځي.

اې هغودمسلمانانو چې په امنيتي برخه کې کار کوئ! موږ ګمان ستاسې د ډېرو په اړه د خير ګمان دی، ستاسې ډېری ګمان کوي هغو تصميمونو ته د عمل جامې ور اغوندی چې د الله سبحانه وتعالی د بندګانو  او خاورې په ګټه او مصلحت دي، پرته له دې چې وپوهېږئ چې دغه تصميمونه د سياسي او نظامي رهبرانو له خوا صادرېږي چې خاورې او د الله سبحانه وتعالی بندګان يې په استعمارګرو کفارو باندې خرڅ کړي دي؛ په پايله کې خلک فقير او غريب کړي او د ځمکو په حق او د مسلمانانو د عزت په برخه کې ظلم کړي او د هغوی ټول شته يې هلاک کړي دي. په دې اساس فرېب ګرو ته غوږ مه نيسئ او له هغوی څخه اطاعت مه کوئ. له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

كَيْفَ بِكَ يَا عَبْدَ اللَّهِ إِذَا كَانَ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ يُضَيِّعُونَ السُّنَّةَ وَيُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ مِيقَاتِهَا قَالَ كَيْفَ تَأْمُرُنِي يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ تَسْأَلُنِي ابْنَ أُمِّ عَبْدٍ كَيْفَ تَفْعَلُ لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ 

[مسند احمد]

اې عبدالله څنګه دی کله چې ستا امر سنت ضايع او لمونځ له خپل وخت څخه وځنډوي؟ ويې ويل څه ډول ما ته امر کوې يا رسول الله صلی الله عليه وسلم؟ويې ويل: عبدالله هم له ما څخه د هغه پوښتنه وکړه چې تا يې پوښتنه وکړه حال دا چې د مخلوق اطاعت په هغه وخت کې چې پايله يې د الله سبحانه وتعالی بې اطاعتي او ګناه شي جواز نه لري.

له شک پرته تاسې پوهېږئ چې حاکم نظام د خپلو بادارانو (غرب، او په سر کې امريکا) د سياسي او نظامي رهبرانو له امر پرته بل څه په دې خاوره کې نه تطبيقوي. دغه نظام، پخوا او هم اوس مهال په داخل او بهر کې، په ګاونډيو هېوادونو يا نورو سيمو کې د غرب د ګټو لپاره ستاسې څخه کار اخلي، په ځانګړې توګه امت د لاسه تللي عزت د نبوت پر منهج د خلافت تر سيوري لاندې د اسلامي نظام د تطبيق له لارې د بېرته راتلو څخه مخنيوی کوي. دغه نظام تاسې ته دروغ وايي او تاسې په هغه باندې ښه پوهېږئ، لکه څرنګه چې تاسې ته وايي هغه څه چې تاسې يې ترسره کوئ د خپلې خاورې او خلکو په مصلحت او ګټه دي، دا چې د امريکا جنګ د اسلام پر وړاندې (د ترورېزم تر عنوان لاندې) ستاسې جنګ دی. په ډېر افسوس چې تاسې د دې نظام خبرې منلې او له هغو څخه پيروي کوئ او ځان ته په هغو خبرو چې تاسې ته يې وايي قناعت ورکوئ؛ د الله سبحانه وتعالی دغه قول ستاسې په اړه صدق کوي:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا  [كهف: 103-104]

اې رسوله! کافرانو ته ووايه: ايا تاسې د تاوان کوونکو خلکو څخه خبر کړم؟ هغوی داسې خلک دي چې هڅه بې ځايه ځي (بې ګټې کېږي) او خپله ګمان کوي چې په غوره توګه نېک کار تر سره کوي.

نو څنګه له دې نظام څخه پيروي کوئ په داسې حال کې چې تاسې د الله سبحانه وتعالی مسلمان بندګان ياست!؟ تاسې پوهېږئ چې ستاسې د رهبرانو وروستی خيانت چې ترسره يې کړ د ((ملي اقدام طرحې)) قبلول دي. چې د امريکا له خوا د اسلام، مسلمانانو او ملاتړ کوونکو د له منځه وړلو لپاره دې خاينو رهبرانو ته په هغه باندې امر شوی دی. دا هغه طرحه ده چې موخه يې د دې خاورې د مخلصو مومنانو تعقيب او نيول دي، په ځانګړې توګه د حزب التحرير د ځوانانو چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت لور ته دعوت کوونکي دي او همدارنګه هغه مجاهدين چې د افغانستان د اشغال پر وړاندې له امريکا سره جنګېږي؛ او موږ شاهدان يو چې زندانونه له دوی څخه ډک دي. دا تاسې ياست چې هغوی مو تعقيب، اختطاف او د کار د ځای او کور حريم مو نه دي مرعات کړي.

په کنز الاعمال کې له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويې ويل: ((هر څوک چې يو مسلمان په وحشت کې واچوي، د قيامت د ورځې له وحشت څخه به په امن کې پاتې نشي.)) تاسې د بشار اسد علوی له مزدورانو سره په جنايتونو کې يو شان ياست او تاسې د هغه ظالم پادشاه د سرتېرو په شان شوي ياست چې مومنان يې يوازې په دې جرم چې ويل به يې الله سبحانه وتعالی زموږ پالونکی دی، اور ته اچول.

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ  [البروج:8]

شکنجه کوونکو په مومنانو کې هېڅ عيب او جرم نه ليدو پرته له دې چې دوی په عزیز او حمید الله ایمان درلود!

خو تاسې اې قاضيانو چې د دې نظام په محکمو کې کار کوئ! تاسې ښه پوهېږئ چې په دې خاوره کې حاکم نظام، کفري نظام دی نه يې اساسي قانون قرآن دی او نه يې هم قانون له قرآن او سنتو څخه اخيستل شوی دی. برعکس داسې نظام دی

چې د انګليس د استعمار په واسطه جوړ شوی دی او اوس يې د امريکا استعمار هغه رهبري کوي، يوازې هغه وخت تغيير کوي چې په دې خاوره کې د غرب د ګټو د ساتل غوښتنه وکړي. او د غرب لويه ګټه دا ده چې له داسې قانون څخه اخيستل شوی چې د نبوت پر منهج د خلافت په دولت کې له قرآن او سنتو څخه مخنيوی وکړي.

خو تاسې قاضيان د همدې اساسي قانون پر اساس چې د بشر په لاس جوړ شوی پرېکړې کوئ! نظام داسې قوانين ترويجوي او تاسې په هغه باندې پرېکړې صادروئ. پرته له دې ايا ستاسې پرېکړې د (اسلام) د عدل پر اساس دي او که د کفر پر اساس (د بشر په لاس جوړ شوي قانونو باندې) او د رسول الله صلی عليه وسلم هغه اخطار مو په نظر کې نه دی نيولی او هغه مو له ياده ايستلی دي چې فرمايلي يې دي:

الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ وَاحِدٌ فِي الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِي النَّارِ فَأَمَّا الَّذِي فِي الْجَنَّةِ فَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ وَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَجَارَ فِي الْحُكْمِ فَهُوَ فِي النَّارِ وَرَجُلٌ قَضَى لِلنَّاسِ عَلَى جَهْلٍ فَهُوَ فِي النَّارِ  [ابو داود]

درې ډوله قاضيان شته، يو يې په جنت کې او دوه نور يې په اور کې دي، هغه قاضي چې په جنت کې دی داسې کس دی چې د حق لاره يې پېژندلې او د هغه پر اساس يې قضاوت او پرېکړې کړې دي، بل قاضي داسې کس دی چې حق يې پېژندلی خو په خپل حکم کې يې طرفداري کړې او درېيم قاضي داسې کس دی چې په جهالت او ناپوهۍ سره د خلکو په منځ کې پرېکړې کوي.

اې هغو چې په امنيتي او قضايي برخه کې کار کوئ! ستاسې ته زموږ پند دا دی چې تاسې د راشده خلافت لور ته د مخلصو مسلمانانو چې دعوت پر غاړه لري او د دې خاورې د نورو دعوت کوونکو له تعقيب څخه لاس واخلئ.

څنګه کولی شي چې د هغو سياسي او نظامي رهبرانو څخه پيروي وکړئ چې په مطلق ډول د الله سبحانه وتعالی د بندګانو او د دې خاورې د ګټو پر وړاندې ولاړ دي؟ که تاسې له هغوی څخه پيروي وکړئ، له هغوی سره به په جنايتونو کې مساوي شئ او په اخرت کې ستاسو د عذاب جزا د هغوی د غذاب له سختۍ څخه به څه شی کم نه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا  [احزاب:67-68]

او وايي: اې پالونکيه! موږ له خپلو مشرانو او لويانو څخه پيروي کړې ده او دوی موږ له لارې څخه لېرې او ګمراه کړي يو. اې پالونکيه! دوی دوه چنده عذاب کړې او دوی له خپل رحمت څخه پوره لېرې کړه.

دغه د اخرت د عذاب په اړه دی، خو په دنيا کې پوه شئ چې اسلامي امت خپل تصميم ټينګ نيولی دی او ظلم کوونکي حاکمان يو پر بل پسې له پښو غورځوي، د ((بهار)) په نوم بهير په پای کې به د الله سبحانه وتعالی په خوښه د نبوت پر منهج راشده خلافت چې زېری يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړی بيا تاسيس کړي؛ او هغه وخت به د هېڅ سرتېري، قاضي او لنډغر معزرت غوښتل چې ما له ځانه هېڅ صلاحيت نه لرلو او يوازې مو له امرينو څخه پيروي کوله هېڅ ګټه ونه لري.

با خبره اوسئ هر هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی هغه بندګان چې د مسلمانانو د بېدارۍ او نهضت په لاره کې کار او هڅې کوي ازارولو او ځورولو ته دوام ورکړي، زر به د راشده خلافت په محکمو کې چې زر به تاسيس شي محاکمه او د اسلامي شريعت مطابق به د خپلو اعمال په سزا ورسېږي؛ ځکه هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره جګړه پيل کړي او د فساد د خپراوي لپاره هڅه وکړي د سخت غذاب وړ ګرځي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

إِنَمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ  [مائده:33]

د هغو کسانو جزا چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم جنګېږي او په ځمکه کې د فساد هڅه کوي، يوازې دا ده چې ووژل شي يا په دار وځړول شي او يا يې (ښی) لاس او (چپه) پښه يو د بل برعکس غوڅ شي او يا له خپلې ځمکې څخه تبعيد شي. دا يې په دنيا کې رسوايي ده او په اخرت کې به سخت عذاب ولري.

وړاندې له دې چې فرصت مو له لاسه ولاړ شي تاسې ته نصېحت کوو او له تاسې څخه غواړو څو د خپل امت په څنګ ودرېږئ او د الله سبحانه وتعالی د مخلصو بندګانو له ځورونې څخه لاس واخلئ. برعکس له تاسې څخه غواړو چې د حاکم نظام په ړنګولو او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د نظام په جوړولو کې مرسته وکړئ او پوه شئ چې د دې نظام تاسيس له هغه ډېر نږدې دی چې تاسې يې تصور کوئ په هغه وخت کې څوک چې حق ته د دعوت خنډ شوي او دعوتګر يې ځورولي دي هېڅکله به ونه بښل شي.

حزب التحرير-ولايه پاکستان

د مطلب ادامه...

یوه دوډۍ او درې ملیونه ماشومان!

  • خپور شوی په سیاسي

کار او ټولنیزو چارو وزات وزیرې میرمن نسرین اوریاخیل نن(غبرګولي ۱۱مه ۹۵کال) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړ شوي سمینار کې د ماشومانو له ناوړه وضعیت څخه د اندیښنې په ښودولو سره زیاته کړه چې د ۱۴،۵ ملیونه ماشومانو څخه  درې ملیونه سخت درانه کارونه کوي چې دغه ماشومان یې له جدې ګوه سره مخ کړي.

نوموړې همداشان زیاته کړه چې له ۱۴،۵ ملیونه ماشومانو څخه ۹ ملیونه ښوونځي ته ځي او پاتي پنځه ملیونه سخت خطر سره مخ دي. هغې همداشان و ویل چې:« تیر کال د ماشومانو په اړه درې سوه زره پيښې ثبت شوي چې له هغې جملې څخه ۵۰ قضیې د جنسي تیري، ۶۳ قاچاق، ۲۷ سړي تښتونې، ۴۳ جبري ودونه، ۲۶۳ جبري کار او ځینې نورې» قضیې هم شته چې لا ثبت شوې نه دي.

دا هغه څه دي چې میرمن اوریاخیل یې په خپله اقرار کوي، خو هغه څه چې لا تر اوسه ثبت شوي نه دي او په اړه یې رسنیوته هم څه نه دي رسیدلي، به سل هاو ځله تر دې ډير زړه بوګنونکي او دردونکي دي. د رسمي او ثبت شوو ارقامو له مخې تر ۳۷ زرو زیات ماشومان په ګدایې اخته دي تر څو یوه مړۍ دوډۍ خپل کورته پيدا کړي. دا ځکه چې د پانګوال نظام اساس په چور ایښودل شوی او چارواکي د خلکو وینې زبیښې او خلک له ناوړه اقتصادي حالت څخه رنځ وړي.

د ماشومانو نفقه په والدینو فرض ده، خو په افغانستان کې مرګوني اقتصادي وضعیت او روانې جګړې، کورنۍ دومره تنګ لاسې کړي چې حتی له خپلو تنکیو ماشومانو څخه د کار تمه کوي او له ډیر مجبوریت څخه هغوی درنو کارو ته استوی تر څو خپل دسترخوان ته د ماښام خواړه برابر کړي.

د پانګوال نظام په راتګ او پلي کیدو سره د خلکو له دسترخوان څخه مړۍ ورکه شوه او ټولنه له ستر طبقاتي حالت سره مخ شوه، چې یو پلو بډایه او بل پلو فقیر او بې وزله خلک دي. مطلق اکثریت بې وزله او فقیر، او غوڅ اقلیت بډایه او پانګوال، چې بډایه لا شتمن کیږي او بې وزله ورځ تر بلې د فقر کندو کې ډوبیږي.

دغه طبقاتي ټولنه د پانګوال نظام په ذات کې شته چې هیڅ کله به هم اصلاح نه شي، او د ټولنې ډیر محدود خلک به د خلکو ټوله سرمایه لوټ کوي او بیا به د دوی په ژوند هر ډول لوبه کوي، چې دا ده اوس یې په ماشومانو هم دغه د زبیښاک لوبه پیل کړې ده.

ماشومان به هغه وخت یو سوکاله ژوند او د خپل ماشومتوب له حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن شي چې له افغانستان او سیمې څخه د پانګوالۍ استثماري نظام ټول او پر ځای اسلامي نظام پلی شي چې له بنسټه پکې د ماشومانو په وړاندې ترحم او زړه سوی دی نه زبیښاک او استثمار.

خالد څرګند

د مطلب ادامه...

د ډيموکراسۍ او بشري حقونو علمبراداران د نژادي تبعيض په لمبو کې

  • خپور شوی په سیاسي

سپينې ماڼۍ منتقدينو په امريکا کې د پولیسو له خوا د دوه تورپوستو وژل او له هغې وروسته د يوه تور پوستي سرتيري له خوا د تکزاس ايالت په دالاس سيمه کې د پنځو پوليسو د وژنې له پېښو وروسته ويلي چې امريکا د ۵۰مې او ۶۰مې لسيزې له نژادي تبعيض او وېش سره مخ شوې ده. د دغو څرګندونو په اړه اوباما وويل چې د هغه په اند هېواد يې «لکه څنګه چې نور وايي دوه قطبي شوی نه دی».

د دغه پېښې په غبرګون کې له جمعې څخه تر ننه د «بلک لایف مترز» يعنې؛ «د تور پوستو ژوند مهم دی» د خوځښت له خوا په واشنګټن ډي سي کې د سپينې ماڼۍ پر وړاندې او همداراز په اتلانتا، نيواورليان، کلفورينيا،  اوکلند او پنسلوانيا کې ستر لاريونونه دوام لري، چې ځينې يې د پوليسو له خوا يو ځل بيا له خشونت سره مخ شوي دي.

دغه پېښې د نړۍ په هغه لومړۍ درجه ځواکمن هېواد امريکا کې ترسره کيږي چې نړۍ يې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ تر نامه لاندې تر مستقيم اشغال او غير مستقيم استعمار لاندې راوستې ده. ځکه په امريکايي ټولنه کې د تور پوستو په شمول د ټولو لږکيو سيمې له سختې بې وزلۍ، بې کارۍ، د نشه يي توکو له قاچاق، روږدېدو او د وسلې د پلور او پېر په مراکزو بدلې شوې دي، چې له امله يې د تېر تاريخي نژادي تبعيض تر څنګ د لږکيو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو حساسيت لا را پارولی دی.

تاسو وګورئ لا تر اوسه هم امريکا د نړۍ لارښوده ده، حال دا چې خپله نژادي تبعيض او د لږکيو پر وړاندې له زورزياتي څخه کار اخلي. شپه او ورځ نړيوالو ته د ډيموکراسۍ او آزادۍ نغمې غږوي، آن تر هغې چې په نورو هېوادونو کې د لږکيو د ملاتړ او د نژادي تبعيض پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو د ملاتړ په بهانو مداخلې او لاس وهنې کوي.

له تور پوستو او نورو لږکيو سره د تبعيض عُرف او آن ځينې قوانين لا تر اوسه د امريکا په ډېرو ايالتونو کې واکمن دي، تر هغه چې تور پوستي ته لا تر اوسه د غلام په سترګه کتل کيږي او په بسونو کې تور پوستي د سپين پوستو لپاره له ځايه پورته کيږي او خپل ځای سپين پوستي ته پرېږدي. وروستيو پېښو دا ثابته کړه چې دغه تبعيض آن د دغه هېواد په پوليسو کې برلاسی دی. تر هغه چې اوباما هم په پوليسو کې د دا ډول تبعيض پر شتون اقرار وکړ او ويې ويل چې راځی په پوليسو کې نوره د تور پوستو د وژنې لړۍ ختمه کړو.

نو جالبه خو دا ده چې زموږ په اسلامي نړۍ کې د هغوی ګوډاګيان چارواکي له دا ډول فکري مفلسو هېوادونو د ايډيولوژيو او نظامونو پيروي کوي او د خپل ستر اسلامي امت هغه سپېڅلې ايډيولوژۍ «اسلام» او سياسي نظام «خلافت» ته يې شا کړې ده، چې د دولت له لومړۍ ورځې تر سقوطه يې څه د پاسه ۱۳ پېړۍ اسلامي احکام داسې پلي کړل چې د ژبې، دين او رنګ له مخې يې رعيت هېڅ توپير نه درلود. ځکه دا پر مسلمانانو واجبه ده چې اسلامي احکام به پر رعيت باندې له هر ډول تبعيض پرته تطبيقوي. نو که دغه لاسپوڅي رويبضه «احمق» چارواکي او جبريه نظامونه را وپرځول شي او پر ځای يې راشده خلافت تاسيس شي، نو واحد اسلامي خلافت د همېش لپاره د دې وړتيا لري چې په پوره عدالت سره د بشريت لارښوونه وکړي او د خپل پياوړي فکر او سياسي نظام له مخې نړيوال نظم له هر ډول ناورين پرته وساتي. ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

 «إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَأَبَاكُمْ وَاحِدٌ، وَلَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى».

 رواه احمد والطبراني.

 يعنې: ستاسو رب «پالونکی» يو دی، پلار مو يو دی او عربي په عجمي باندې غوره والی نه لري او نه عجمي په عربي باندې، نه سور پوستۍ پر تور پوستي او نه تورپوستی پر سره پوستي، خو يوازې د تقوا له امله غوره والی موندلی شي.

سیف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

د وینو ډنډ

  • خپور شوی په سیاسي

روانه اونۍ افغانستان د خونړیو پیښو شاهد وو چې په ترڅ کې زموږ په لس هاوو هیواد والو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې یو له دغو خونړیو پیښو څخه د دفاع وزارت ته څیرمه دوه مرګونې چاودنې وې چې په نتیجه کې ۴۱ تنه مړه او تر ۱۱۰ تنو زیات ټپیان شول.

دا په خپل ذات کې لومړنۍ او آخرنۍ پيښه نه ده، بلکې دا د هغو پیښو د اوږدې لړۍ څخه یوه وه، چې هره ورځ د لس هاو  انسانو ژوند اخلي او په لس هاو میرمنې کونډې او ماشومان یې یتیمان کوي. دې ته ورته په هلمند کې د طالبانو په هغه زندان چې په کې افغان سرتیري ساتل کیدل، د امریکایې الوتکو له خو برید وشو چې په کې شته ټول ۳۰ تنه افغان سرتیري و وژل شول...نو، که د وژونکو پیښو ارقامو ته مخه کړو، نو د لیکنې له حوصلې څخه وځي او په همدغو څو بسنه کوو. اما، ولې زموږ وینه نه دریږي؟ ولې زموږ وینه ارزښت نه لري؟ که دغه مړینه په اروپا او امریکا کې وای، نو بیا به دوی څه حال اچولی وای؟ تاسو قضاوت وکړئ

دا په ډاډ سره ویلی شم چې د دې ټولو بدمرغیو چې په دې هیواد او سیمه کې روانې دي، تر شا یې په ټینګه د امریکا او د هغې د سیمییزو قراردادي کمپنیو لاس دی او دا امریکا وه چې افغانستان یې دې حالت ته ورساوه. امریکا له یوې خوا افغان لاس پوڅی دولت په داسې حال کې ساتي چې نه مړ او نه هم سم ژوندی وي، له بلې خوا سیمییزو استخباراتي کړیو ته زمینه سازي کوي چې افغانستان څخه د خپلو سیالو د تجربوي مرکز به توګه کار واخلي. په همدې توګه، امریکا په سیمه کې خپل اوږد مهال حضور غواړي، تر څو سیمه له افغانستان څخه تر نظارت لاندې ولري او منځنۍ آسیا باندې خپل تسلط حاصل کړي؛ نو د دې موخې لپاره باید افغانستان په همدغه حال کې وي او له بلې خوا یې جنګ داسې مدیریت کړ چې خپله د خیر په غونډۍ کیناسته او افغانان یې داسې سره اخته کړل چې د جنګ دواړه خواوې افغانان دي او امریکا یې ننداره کوي، له بل پلوه یی خپل مالي لګښت صفر ته راټیټ کړ، چې له دې پلوه تر سخت فشار لاندې وه.

له بلې خوا، د ملي وحدت حکومت په هره برخه کې تر دې حده ناکاره او نا اهله دی چې سړی یې له تحلیل کولو څخه حیا کوي. د دوه سره حکومت  مشران او ټیمونه یې په فساد کې تر دې حده ډوب دي چې خپله یې اقرار کوي او دوی خپله د فاسد منبع دي. د افغانستان له ګټو څخه دوی د امریکا ګټو ته ډیر ژمن او وفادار دي، دا په دې خاطر کوي چې امریکا د دوی شخصي بقا او قدرت ته ګواښ پیښ نه کړي، نو د هیڅ ډول خبرې جرئت د امریکا د ټولو جنایتونو په وړاندې نه لري او نه یې کوي. په دروغ ویلو او غولونکو وعدو ورکلو کې هر ډول اخلاقي مرز تر پښو لاندې کړی، له درواغو او تشو وعدو یې پرته بل کار نه شته؛ خلک د وینو په ډنډ کې ژوند کوي او وینه یې د سیل آب په توګه روانه ده، خو د حکومت مشران وایې چې خیرو خیرت دی...

څه وکړو چې له دغه ډنډ څه ځان و باسو؟

زه وایم، له کومې ورځې چې امریکا افغانستان او سیمه کې پښه ایښې، له هماغې ورځې څخه خلکو ښه ورځ نه ده لیدلې او تر مختلفو نومو او عنوانو لاندې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، کډوال شوي او حتی له بې عزتۍ سره مخ شوي؛ نو تر څو چې دغه د دوست په جامه کې پټ دښمن له ځان څخه لرې نه کړو، او خلک په خپل فکر او باور باندې ولاړ نظام رامنځ ته نه کړي، دغه له مصیبوتونو او دردونو ډک حالت به تغیر نه شي. دا ځکه چې زموږ خلک مسلمان او په عقیده ولاړ ولس دی، او د همدې باور لپاره یې په سل هاو کلونه قرباني ورکړې او په همدغه عقیدې سره راټولیږي او له دې پرته هیڅ کوم څیز نه شته چې زموږ خلک پرې راټول شي، تاریخ د دې خبرې ستر شاهد دی.

خالد څرنګد

د مطلب ادامه...

د امریکا د ملګرتیا پایله

  • خپور شوی په سیاسي

ډیری وخت مو اوریدلي چې امریکایې الوتکې په داسې ټکنالوژۍ سمبال دي چې د ځمکې په مخ هګۍ هم لیدلی او تفکیک کولی شي. خو دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا هوایې ځواک افغان پوځیان په نښه کوي او بیا وایې چې تیروتنه شوې او موږ به یې په اړه پلټنه وکړو. پرون دوشنبه د ارزګان  ولایت په څاګي سیمه کې د امریکایې ځواکونو له خوا د افغان پولیسو پوسته په نښه شوه چې په ترڅ کې ۹ تنه پولیس و وژل شول.

دا د خپل ډول لومړۍ او وروستۍ پیښه نه ده چې را منځ ته شوې، بلکې تر دې مخکې په لس هاو ځله د امریکایې ځواکونو له خوا په قصدي توګه د افغان ځواکونو په پوستو او مرچلو برید شوی. دغه ډول برید تیره میاشت د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چارسرکه سیمه کې په داسې حال کې تر سره شو چې افغان ځواکونه له وسلوالو طالبانو سره په جګړه بوخت ول او د امریکا هوایې قواو برید پرې وکړ او تر ۳۰ زیات سر تیري یې و وژل، خو له بده مرغه چې په هغه پیښه باندې ټول چپه خوله پاتې شول او رسنیو ته د نشر اجازه ور نه کړل شوه.

همدا شان د هلمند په ولایت کې امریکایې ځواکونو د طالبانو په هغه زندان هوایې برید وکړ چې په کې د  ۳۰ شاو خوا افغان سرتیري ساتل کیدل او هغه یې ټول قتل کړل. ویل کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو او طالبانو تر منځ تفاهم شوی وو چې دغه سر تیري خوشې کړي، خو کله چې امریکایان له دغې موافقې خبر شول، په هماغه شپه یې پر زندان برید وکړ.

داسې هیڅ کله نه دي شوي چې د امریکا هوایې ځواکونه دې خپله د امریکا پلي سرتیري د جګړې او یا ګزمې په حال کې په نښه کړي او بیا دې و وایې چې موږ تیروتنه کړې او ساحه مو غلطه کړې وه، خو دا څنګه امکان لري چې هر ځل دې د افغان سرتیرو ساحه او پوستې غلطې کړي؟ ولې په دا ۱۵ کلونو کې یو ځل خپل سرتیري او د هغوی پوستې نه دي غلطې کړي؟ په دې اړه د ارزګان امنیه قومندانۍ د ریزرف کنډک قومندان رحیم الله خان بی بی سی ته ویلي چې امریکایانو په قصدي ډول دغه پوسته باندې برید کړی او له پوستې ۸۰۰ متره اخوا د طالبانو سیمه ده، او دغه پوسته په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې وه چې د اشتباه او غلطۍ هیڅ شونتیا کې نه شته.

په افغان سرتیرو باندې  د امریکا او ناټو له خوا دغه ډول قصدي او تکراري بریدونه دغه خبره تر پخوا ډیره قوي او کره کوي چې روانه جګړه او نا امني د امریکا له خوا په ډیر مهارت سره مدیریت او پرمخ وړل کیږي. امریکا د خپلو اوږد مهاله او سیمه ییزو ګټو د تامین لپاره افغانستان د یو سیاسي-نظامي سنګر په توګه کاروي او هیڅ کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.

امریکا د جګړې دواړه لوري(افغان لاس پوڅی دولت او مخالفین) په داسې متوازن حالت کې ساتي چې یو هم په مطلق ډول پر بل باندې لاس بری نه شي او د (یک قدم پیش، یک قدم پس) سیاست یې غوره کړی دی.

له بل پلوه د جان کیري د حکومت بې حیا او ذلیل چارواکي دومره په خیانت کې ډوب دي چې حتی د خپلو سرتیرو په مرګ او ټپ خبر هم نه دي او د دغه ډول ظالمانه کړنو د لفظي غندلو جرئت نه لري او نه یې کوي. دوی نه غوږونه لري، نه سترګې او نه هم سلیم عقل چې فکر وکړي او دغه ډول دردونه و وینې او احساس یې کړي.

د جان کیري د حکومت غبرګوني مشران په دې سیالي کوي چې کوم یو د امریکایانو لپاره ښه مزدور او خادم کیدای شي، امریکایان له کوم یوه څخه ډیر راضي او خوشحاله دي... دوی د افغان ولس او سرتیرو په غم او فکر کې نه دي، بلکې د خپلې سیاسي بقا په فکر کې دي، دوی یوازې د امریکانو خوشحالي او رضایت غواړي، نه د افغانانو. دوی خاین دي او په خپل خیانت شرم هم نه کوي، دوی د افغانانو له ستر قاتل(امریکا) سره دوستي کوي...

موږ خو پخوا ویلي وو چې د امریکا سره دوستي، د زهرو غړپ دی، امریکا د هرې فتنې تر شا ده او روانه فتنه امریکا رامنځ ته کړې او هغه یې پرمخ وړي. د امریکا د دوستۍ پایله دغه ده چې موږ یې هره ورځ وینو؛ د افغانستان مجاهد او مظلوم ولس هره ورځ د مختلفو نومو او عنوانو لاندې وژل کیږي، یو د طالب په نوم، یو د پلیس په نوم، یو د جاسوس په نوم، یو د تروریست په نوم او... د دې ټولو جنایاتو تر شا امریکا او مسؤلیت یې د امریکا او د هغې مزدور د ملي وحشت حکومت په غاړه دی.

خالد څرګند

د مطلب ادامه...

د خلافت پر مهال حنفي عالمان او د هغوی فقه

  • خپور شوی په سیاسي

خلافت پر مهال د نورو مذهبونو د علماوو تر څنګ، د حنفي مذهب علماوو هم د خلافت په رول او اهمیت  ټینګار کړی. حنفي علماوو د خلافت په مختلفو مرحلو کې د نورو مذهبونو د علماوو په پرتله د حکومتوالۍ د قوانینو په برخه کې زیات څه ویلي دي. په ځانګړې توګه په عباسي او عثماني خلافتونو چې د خپلې حکومتوالۍ  لپاره  حنفي مذهب تبني کړی و او له هغه څخه یې قوانین او مشورې اخستې. د بيلګې په توګه: عباسي خلیفه هارون الرشید  ابو یوسف رحمة الله ته چې د امام ابو حنیفة رحمه الله شاګرد او پیرو و، لیک واستاوه او د حکومت د مالي ادارې لپاره یې ترې وپوښتل. ابو یوسف رحمه الله په خپلې علمي رسالې (الخراج) کې ورته په تفصیل سره د مالي قوانینو په اړوند ولیکل.

له دغه رسالې څخه موږ ځینو ټکو ته چې حنفي علماوو د خلافت په برخه کې ویلي اشاره کوو چې دا به په ځانګړې توګه د شرعي علم د شاګردانو او علماوو لپاره چې د حنفي مذهب پيروان دي، ډیر ګټور وي.

امام النسفي په (۵۳۷ ه.ق) کې په خپله مشهوره رساله )العقيدة النسفیه) کې د عقایدو په برخه کې په (۳۵۴) مخ کې، د خلافت په اهمیت رڼا اچولې: والمسلمون لا بد لهم من إمام يقوم بتنفيذ أحكامهم وإقامة حدودهم وسد ثغورهم وتجهيز جيوشهم وأخذ صدقاتهم وقهر المتغلبة والمتلصصة وقطاع الطريق وإقامة الجمع والأعياد وقطع المنازعات الواقعة بين العباد وقبول الشهادات القائمة على الحقوق وتزويج الصغار والصغائر الذين لا أولياء لهم وقسمة الغنائم.)

(مسلمانان باید یو امام (خلیفه) ولري چې احکام او حدود پلي کړي، په وسلو او پوځونو له دوی ساتنه وکړي، زکات راټول کړي، باغیان او قطاع الطريق (د لویو لارو غله) له منځه یوسي، د جمعې او دوو اخترونو لمنځونه ادا کړي، د خلکو ترمنځ شخړې حل کړي او په حقونو کې شاهدان ومني، د هغه نارینه او ښځینه ځوانانو لپاره د واده کولو اسانتیاوې برابروې کړي چې بې کسه وي او د غنیمت وویشي)

په دې ځای کې نوموړی په دې ټینګار کوي چې د اسلام لپاره خلافت څومره مهم دی او دا په ګوته کوي چې ډیر شمېر هغه بنسټیز اسلامي حکمونه چې په خلافت پورې اړه لري، د خلافت د نه شتون په حالت کې په منظمه توګه نه شي تطبیق کیدای.

د امام النسفي رحمة الله پر بیان شافعي عالم امام سعد الدین تفتازاني رحمة الله چې د العقيدة النسفیه په نامه مشهور تفسیر یې هم لیکلی او یو هڅاند لیکوال و چې د نوموړي  ارزښت من اثار د پاکستان په مدرسو کې په پراخه کچه مطالعه کیږي. لکه د نوموړي مختصر المعانی په البلاغه کې وايي: ثم الإجماع على أن نصب الإمام واجب وإنما الخلاف في أنه هل يجب على الله تعالى أو على الخلق بدليل سمعي أو عقلي. والمذهب أنه يجب على الخلق سمعاً، لقوله عليه السلام: ((من مات ولم يعرف إمام زمانه مات ميتة جاهلية)) ولأن الأمة قد جعلوا أهم المهمات بعد وفاة النبي عليه السلام نصب الإمام حتى قدموه على الدفن، وكذا بعد موت كل إمام، ولأن كثيراً من الواجبات الشرعية يتوقف عليه. له امام سره بیعت کول فرض دی، په دې ځای کې یوازې د نظرونو اختلاف شتون لري چې ایا دغه بیعت کول له الله سبحانه وتعالی سره فرض دی، که له بشر سره؟ ایا دغه بیعت په لیکل شوي متن سره وي او یا هم په عقلي شواهدو سره؟ صحیح قول دا دی چې باید بیعت له بشر سره په لیکل شوي متن وشي. د ده په وینا هغه څوک چې په داسې حالت کې مړ شي چې د خپل وخت امام ونه پېژني، هغه د جهالت په مرګ مړ دی. ځکه چې امت (اصحابانو) رضی الله عنهم هم د امام د ټاکلو اهمیت په پام کې نیولی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفن کولو پر ځای، د امام (خلیفه) ټاکلو ته لومړیتوب ورکړ. همدا راز د هر خلیفه له وفات څخه وروسته یې لومړیتوب د امام ټاکلو ته ورکړی. ځکه چې ډیر شمېر نور شرعي احکام د امام شتون ته اړتیا لري. (شرح العقيدة النسفیه، ۳۵۳-۳۵۴ مخونه)

امام سعد الدین تفتازاني رحمة الله په دې ځای کې د څو مهمو ټکو یادونه کوي:

 اول: د ده په وینا چې دا د امت اجماع ده چې خلافت په امت باندې یو فرض دی. نوموړی د یو لړ توپېرونه په نظر کې نیولو سره، د شیعه ګانو مخالفت ته اشاره کوي. شیعه وایي چې د امام ټاکل فرض دی، مګر په الله سبحانه وتعالی باندې. (هغوی په دې عقیده دي چې امامان الله سبحانه وتعالی ټاکي نه بشر). معتزله بیا په دې عقیده دي چې دا د عقل پر اساس یو تعهد دی. (د هغه اصولو پر اساس چې عقل کولای شي بعضې قطعي تعهدات رامنځته کړي.) په هر حال نوموړی وایي چې صحیح قول د څلورو واړو مذهبونو د علماوو په رایه دا دی چې دا تعهد له بشر سره د لیکل شوي متن پر اساس تر سره کیږي.

 دویم: نوموړی د صحیح المسلم څخه د امامت (حکومت) په برخه کې د یوه حدیث شریف یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 

مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً

څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې د بیعت کړۍ یې په غاړه کې نه وي، هغه د جهالت په مرګ مړ دی.

ابن حجر په فتح الباري کې ذکر کوي چې دلته د جهالت په مرګ مړه کیدل په نهیې دلالت کوي.

 درېیم: دی د هغه روښانه حقیقت یادونه کوي چې  اصحابانو رضی الله عنهم خلافت ته دومره اهمیت ورکړی و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفن کولو پر ځای یې، خلافت ته لومړیتوب ورکړ.

څلورم: نوموړي د دغه تعهد اهمیت له نورو تعهداتو څخه لوړ بللی. د ده په وینا چې دا نه یوازې یو تعهد دی، بلکې د النسفي رحمة الله په قول دا هغه تعهد دی چې نور تعهدات په دغه پورې اړه لري.

همدارنګه دلته دا یادونه اړینه ده چې د خلافت په اړه دغه ټول بحث د عقیدې په کتاب کې راغلی، په داسې حال کې چې د خلافت موضوع یوه فقهي موضوع ده، نه عقیدوي. له همدې امله بعضې اسلامي مذهبونو د دوی د غلطو عقایدو پر اساس خلافت په غلطو ځایونو کې راخیستی. دا چې د خلافت موضوع په اسلام کې ډیر اهمیت لري، په همدې سبب پر دغه موضوع د عقایدو په برخه کې بحث شوی او  علماوو هم د عقیدې په کتابونو کې را خيستې.

همدا راز دا چې ولې علماوو دغه موضوع ته د امامت په توګه اشاره کړې؟ ځکه چې دا یوه زرینه دوره وه چې د بعضو مذهبونو سره پرې بحث کیده. لکه له شیعه مذهب سره. دا یادونه هم باید وشي چې امامت او خلافت دوې مترادفې (ورته) کلیمې دي چې د ټولو مسلمانانو هغه سیاسي رهبرۍ ته اشاره کوي چې د اسلام د پلي کولو دنده په غاړه لري. امام او خلیفه هم دوې مترادفې کلیمې دي او هغه کس ته اشاره کوي چې په هغه کې دغه رهبري راڅرګندیږي. یا په اوسنۍ اصطلاح د خلافت د دولت مشر. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دغه موضوع اړوند بحثونو کې، دواړه کلیمې کارولې دي. د بېلګې په توګه د مسلم په یوه حدیث کې چې د خلافت د یووالي په اهمیت خبرې کوي داسې فرمایي:

إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الآخَرَ مِنْهُمَا

کچېرې له دوو خلیفه ګانو سره بیعت وشو، نو دویم یې ووژنئ

 په داسې حال کې چې د خلیفه په حدیث کې خلیفه سپر بلل شوی، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلم کې فرمایي:

إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ

له شک پرته چې امام داسې ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او د دوی ساتنه کوي

شاولي الله دهلوي په(۱۱۵۲ه.ق) د هند په نیمه وچه کې یو نامتو عالم و چې د خلافت په فرد ټینګار کوي او داسې وايي: (اعلم أنه يجب أن يكون في جماعة المسلمين خليفة لمصالح لا تتم إلا بوجوده) په دې پوه شه چې د یو ځای کولو لپاره د خلیفه شتون فرض دی، څو د مسلمانانو ګټې خوندي کړي او د مسلمانانو ګټې پرته له خیلفه نه شي تامین کېدی.)

همدارنګه دغه موضوع په زیاتو حنفي فقهي کتابونو کې ذکر شوې. یو له هغه څخه په دمشق کې د ۱۲ مې پېړۍ د ستر شامي عالم محمد امین ابن عابدین (۱۲۵۲ه ق) چې له حنفي فقهاوو څخه دویم کس شمېرل کیږي مهمترین اثر دی چې د حنفي مذهب د (خاتیمت المحقیقن) وروستی تایید کونکی دی. د ده اثر (سرګردانۍ ته ځواب) چې د هاشیت ابن عابدین په نامه هم یادیږي چې په حنفي مذهب کې د وروستي قول په توګه اخستل کیږي. دا د یولسمې هجري پېړۍ د حنفي فقهي په پوهنیزو رسالو  کې   یوه مفصله تبصره ده. همدارنګه د علاوالدین الهسکی (۱۰۸۸ ه ق) الدر المختار چې دا خپله په غزه کې په (۱۰۰۴ ه ق) کې د التور تومیشي له اثارو څخه یوه تبصره ده.

امام الهسکفی په الدر المختار کې لیکي:

(فالكبرى استحقاق تصرف عام على الأنام، وتحقيقه في علم الكلام، ونصبه أهم الواجبات (أي من أهمها لتوقف كثير من الواجبات الشرعية عليه)، فلذا قدموه على دفن صاحب المعجزات (فإنه – صلى الله عليه وسلم – توفي يوم الاثنين ودفن يوم الثلاثاء أو ليلة الأربعاء أو يوم الأربعاء ح عن المواهب، وهذه السنة باقية إلى الآن لم يدفن خليفة حتى يولى غيره). یعنې: امامت (خلافت) په عامه توګه د خلکو حق او اختیار دی. په علم الکلام کې را غلي چې د خلافت تاسیسول له مهمو فرضونو څخه دی. (دا له هغه مهمو فرضونو څخه دی چې نور احکام په دې پورې اړه لري) له دې امله اصحابو رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته د هغه د دفن کولو پر ځای، د خلیفه ټاکلو ته لومړيتوب ورکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوشنبه وفات شو او د سه شنبې د ورځې په ورستي برخه یعنې د چهارشنبې په شپه یې خاورو ته وسپاره، همدارنګه د ځېنو نورو روایتونو پر اساس د چهار شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو او دا سنت تر اوسه ژوندی پاتې دی چې خلیفه تر هغه پورې چې بل یې پرځای نه وي ټاکل شوی، خاورو ته نه سپارل کیږي.( رد المختار، علی الدر المختار (۱:۵۴۸).

امام الهسکفی خلافت داسې تعریفوي: دا په خلکو باندې یو عام حق دی. دا په دې معنا چې خلافت د خلکو د چارو سرپرستي کوي چې دا په بشپړه توګه یو عام حق دی. دا د خلافت تر سیوري لاندې د خلکو ټولې عامه چارې رانغاړي. دا حق له هغه ځانګړي حق څخه توپير لري، لکه د والیانو او قاضیانو چې د یو شمېر ځانګړو خلکو چارې په یوه ځانګړې برخه کې په مخ بیایي.

په دغه برخه کې د نظر ورکولو په توګه ابن عابدین رحمة الله له شرح المقاصد څخه د تفتازانی تعریف را اخلي چې هغه په کې خلافت داسې تعریف کړی دی. (رياسة عامة في الدين والدنيا خلافة عن النبي) (په دین او دنیاوي چارو کې عامه رهبري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستي ته خلافت وايي.) د تعریف دویمه برخه په دې دلالت کوي چې خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستي ده. په دې معنا چې خلافت د رسول الله صلی علیه وسلم څخه وروسته د شریعت په پلي کولو کې رول لري. نو ځکه هغه ته خلیفه وایي چې په ژبپوهنه کې د ځای ناستي معنا ورکوي.

الهسکفي له دغه موضوعګانو څخه وروسته د خلیفه په ځانګړتیاوو باندې خبرې کوي؛ خلیفه باید مسلمان، آزاد، نارینه، عاقل، بالغ او سالم وي. یو شمېر نور توپېرونه یې هم یاد کړي د بېلګې په توګه چې باید قریشي، مجتهد او زړور وي. همدا راز هغه یو شمېر نوې ځانګړتیاوې رد کړې چې د یو شمېر ډلو او مذهبونو له خوا یې ادعا کیږي لکه: خلیفه باید هاشمي، علوي یا معصوم وي.

په عمومي توګه د فقهې له مخې د قوانینو او حکومتولۍ په اړه ډېر شمېر هغه آثار لیکل شوي چې دغه موضوع ته له هرې زاویې څخه کتل شوي. چې په (۱۶۲ه.ق) دابو یوسف په کتاب الخراج سره شروع کیږی، په (۱۸۹ ه.ق) کې د امام محمد بن الحسن الشیبانی اثر  السیر الصغیر او السیر الکبیر چې دواړه د امام ابو حنیفه رحمه الله شاګردان وو. وروسته په (۴۸۳ ه.ق) کې امام السرخسي د السیر الکبیر تفسیر یې ولیکو. چې له هغه څخه وروسته نور تفسیرونه یې هم لیکل شوي.

 دا ټول په بشپړه توګه د حنفي مذهب د علماوو  هغه اهمیت ښکاره کوي چې خلافت ته یې ورکړی دی او دا د شرعي علماوو او شاګردانو لپاره نن ورځ باید یوه انګېزه پیدا کړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره د خلافت په بیا تاسیسولو کې مخکښ و اوسي.

لیکنه: عثمان بدر

د مطلب ادامه...

د الرایه جریدې لوستونکو ته زېری؛ دا ده ۱۱۷مه ګڼه یې له چاپه راووته

  • خپور شوی په مرکزي

"الرایه" جریده د اوسنۍ نړۍ له نورو نشراتو سره توپیر لري؛ ځکه چې د نړۍ په سیاسي وضیعت بحث کوي او د اسلام د ایډیولوژۍ پر بنسټ یې ریښتینې حل لارې، نړیوالو په ځانګړې توګه اسلامي امت ته ښیي.

نومړې جریده لاندې مطالب لري:

سرلیکنه: له رباني حاکم پرته څوک د عراق او نورو اسلامي خاورو چارې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر بنسټ تنظیمولی شي!؟

ژنیف کنفرانس؛ هغه سراب دی چې په دښته کې تږي ته له لرې اوبه ښکاري، خو چې ورنېژدې شي هېڅ هم نه وي.

هغو کسانو ته چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه په ځان لازمه نه ګڼي، بشپړ او کافي ځواب.

له امریکا سره د سعودي تاریخي او ستراتیژیکې اړیکې؛ امریکا ته د سعودي غلامي او مزدوري

د مد او جزر تر منځ د امریکا او پاکستان اړیکې؛

د امریکا لاسوهنې او پر وړاندې یې د بریتانیا زیرکي؛

د حزب التحریر پر وړاندې د روسي رسنیو افتراء؛

لاروف په سوریه کې د ایران او د خپل لبناني ګوند په ناولي رول ټینګار کوي؛

د ټرامپ له سیاست سره سم؛ امریکا د کډوالو پر واړاندې جګړې ته چمتو ده؛

امریکايي موسسه د ولسمشر په ګډون په هېچا باور نه لري؛

د سومالیا کړکېچ په نورو پورې تړلي حکومتونه نشې حل کولی؛

دغه ګڼه په لاندې لېنک کې موندلی شئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/ar/index.php/dawahnews/sporadic-news/29432.html

د مطلب ادامه...

د افراطیت په اړه د ښکاره او بنسټیزو کرښو څرګندول؛ د اسلام سیاسي نظام او د نصاب بدلون

  • خپور شوی په سیاسي

افراطیت بحث د افغانستان په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون منځپانګه، د اسلام سیاسي نظام او په جماعتونو کې د جمعې لمانځه د خطبې منځپانګه هغه مسایل دي چې نن ورځ خلک ډېرې خبرې پر کوي او د خلکو، رسنیو، پارلمان او ټولنیزو رسنیو تر منځ پر ګرمې موضوع بدل شوي او د دغې موضوع په اړه بېلا بېل نظرونه ور کړل شوي دي.

په دې اړه د لاندې ټکو څرګندول اړین دي:

لومړی: په نړیواله کچه او نړیوال سیاست سره دغه موضوع څرګنده ده چې هره ایډیولوژي واکمنه وي د خپلې سیالې ایډیولوژۍ د نسکورولو لپاره له ځینو اصطلاحاتو څخه ګټه اخلي چې د همدې اصطلاحاتو په پوښښ سره سیاله ایډیولوژي نسکوره او وغندي. نو پر همدې بنسټ غرب له هغه ځواک نه چې په واک کې یې لري او هغه کمزورتیا چې د اسلامي خلافت د نسکورېدو له امله یې د ډال په توګه د مسلمانانو لمن نیولې، مسلمانان یې د افراطګرو، بنسټګرو، ټروریسټانو په کلمو سره غندلي او پر همدې بنسټ یې خپلې اجنډا ته مشروعیت ور کړی. د دې ترڅنګ مسلمانان وژني، اسلامي خاورې اشغالوي او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي. له بل لوري، د دغو اصطلاحاتو فضایي کېدل د غرب له خوا د فکري، سیاسي او جغرافیایي اختلافونو د دوام لپاره د اسلامي امت په منځه کې کاروي چې د همدې کلمو نه په ګټې اخیستنې سره د مسلمانانو په منځ کې تشه رامنځته کړي چې په پایله کې مسلمانان په مختلفو بنسټګرو، ټروریسټو او منځلارو ډلو سره ووېشي. خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه دا دي چې یو شمېر ځوانان او منحط مسلمانان چې اسلام ته د غرب له عینکو څخه ګوري؛ دوی هم له غرب سره په دغه تګلاره کې همغږي دي او هڅه کوي چې د افراطیت د مسایلو په یادولو سره په لومړي ګام کې د خپل ځان لپاره شهرت پیدا کړي او غربي اجنډاوو لپاره خپلې لاسته رواړنې ثابتې کړي. په دویم ګام کې به د ښکلاک پر وحشت او جنایتونو پرده وغوړوي او د اسلام پر وړاندې د افغانستان د دولت له اسلام سره په ټکر کې فعالیتونه او اسلامي خوځښتونه اسلامي وبولي او په وروستیو کې عام فکرونه او احساسات اغوا کړي.

  دویم: 

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان دولت د غربي موسیسو په مرسته لکه: (USAID)، اسیا فونډېشن، نبرسکا، د افغانستان د روزنې او پراختیا مرکز او داسې نورو غربي موسیسو د تعلیمي او تحصیلي سیسټم د نوي کولو تر نامه لاندې ډېرې هڅې وکړې چې اسلامي مفکورې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه بېرون کړي او پر ځای یې د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، ملتپانې، د ازادۍ مفکوره، بشري حقونه او له حربي کافرانو سره د دوستۍ مفاهیم چې په ښکاره غیر اسلامي مفکورې دي؛ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریس کړي. دا بهیر یې داسې جوړ کړی چې د خلکو په منځ کې حساسیتونه رامنځته کړي او د ځینو تورونو د مطرح کولو پر بنسټ د خپلې شیطاني پالیسۍ د پرمختګ لپاره لاره حواره کړي. همداسې روان وو، اوس یې په افغانستان کې تعلیمي او تحصیلي سیسټم یو غربي او فاسد سیسټم جوړ کړی چې په څرګند ډول له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دی. د دې سیسټم لپاره سیکولر کسان ټاکي او داسې نسل روزي چې ډیموکراسي د ژوند د بنسټیزې کرښې او د غرب تمدن او مفکورې د ژوند د یوې لارې په توګه ومني او له ښکلاکګرو سره هېڅ ستونزه ونه لري. د دې تر څنګ اسلام یوازې عبادتي او اخلاقي دین ور وپېژني چې له سیاست او اقتصاد سره اړیکه نه لري.

د افغانستان دولت هم د خلکو د ذهنونو د غولولو او د ځینو حساسیتونو د مخنوي لپاره ځینو اسلامي مواردو ته په تیت او پاشلي ډول په تحصیلي او تعلیمي نصاب کې ځای ور کړی. خو په دې وروستیو کې داسې هڅې کوي چې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه پاتې اسلامي مفکورې د دروس (د ټروریسټي روزنې) تر نامه لاندې له نصاب څخه لرې کړي. څنګه چې په دې اړه په لوړو زده کړو وزارت کې داسې کمیسیون جوړ شوی چې په پوهنتونونو کې د اسلام تدریس وڅاري او ویل کیږي چې په لومړي ګام کې دا هڅه کوي چې د ثقافت مضمون تدریس له اتو سمسټرونو څخه څلورو او بیا یې یو مخیزه له نصاب نه بېرون کړي او یوازې یې په شرعیاتو پوهنځي پورې وتړي. پر دې سر بېره، د ثقافت مضمون په منځپانګه کې هڅه کوي چې اسلامي موضوګانې له غربي موضوګانو سره ګډې کړي او دغه پرګرام د «د معاصر دولت فهم» تر نامه پر مخ وړي.

درېیم: د افغانستان په حاکمه فضا کې یو بل نوی بحث په پوهنتونونو کې د اسلام سیاسي نظام او د هغه د تدریس څرنګوالی دی. یو شمېر کسانو په څرګند ډول د اسلام د سیاسي نظام له تدریس څخه خپله وېره وښودله او دا یې وویل چې د جمهوریت نظام باید تدریس شي او له دې نه په وېره کې وو چې د اسلام بچیان له اسلامي حاکمیت څخه یو تصویر په ذهن کې ولري. نو دوی په ښکاره د جمهوریت نظام او د جان لاک، روسو او منتسکیو د ذهن توږل شوی نظام د سیاسي نظام په توګه وړاندې کاوه. د دوی پر وړاندې یو شمېر کسانو بیا ویل چې په اسلام کې اصل خلافت دی. په دې اړه باید ووایو چې په اسلام کې د حکومتدارۍ نظام همغه اسلامي خلافت دی او بس. خلافت د الله سبحانه وتعالی احکام د ژوند په ټولو چارو کې لکه: ټولنه، اقتصاد، کورني او بهرني سیاست او داسې نورو برخو کې پلي کوي او داسې زمینه رامنځته کوي چې ټول بشر د ښو کړنو په تر سره کولو سره جنت ته ولاړ شي. د اسلام د حکومتدارۍ نظام ته له جمهوریت سره په اړیکه ور کولو سره چې په هغه کې د حکومتداري بنسټ له ژوند څخه د دین بېلتون دی، یو نه بښونکی عمل دی. خو دا چې ډېرو کسانو ته یې فرېب ور کړی، هغه له جمهوریت نظام سره د اسلامي مختاړې یوځای کول او د دغه رژیم په ګټه د درباري علماوو او منحطو مسلمانانو  تورونه د دې کار لامل شوي. دا موضوع هم باید څرګنده شي چې د خلافت دولت د یو حزب، یو مذهب او د یوې ځانګړې ډلې دولت نه دی. دا دولت یوازې د اسلامي امت دولت دی او د هغه بیا راتګ پر ټولو مسلمانانو فرض دی.

څلورم: ښکلاک او د دوی مزدورانو د دې مسلې په ګرمولو سره یو ځل بیا د خلکو اسلامي احساسات راوپارول؛ خو له ډېرو پراخو هڅو او لګښتونو سره سره د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو د اسلامي ثقافت د منځپانګې د بدلون، له خلافت نظام سره د جمهوریت په ګډولو او په جماعتونو کې د جمعې د لمانځه خطبې په څارلو سره په ټولو اړخونو کې خپل سخت غبرګونونه ښودلي دي او یو ځل بیا یې دا وښودله چې خلک په هر قیمت سره له خپلو عقایدو څخه ننګ ته چمتو دي.

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ 

(۳:۵۴)

او دښمنانو مکر وکړ، الله سبحانه وتعالی یې په ځواب کې مکر رامنځته کړ او الله سبحانه وتعالی له بهترینو مکر اچونکو څخه دی.

مصدق سهاک 

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

فلسطين او د شام پاڅون، شباهتونه او خلاصون يې

  • خپور شوی په سیاسي

له علی ابوصالح سره مرکه

لاندې ليکنه د حزب التحرير د فلسطين ولايت د مطبوعاتي دفتر غړي علي ابو صالح سره د مرکې ليکلې بڼه ده چې موضوع يې «فلسطين او شام د پاڅون شباهتونه او خلاصون يې» ده.

ګرانه وروره! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

موږ او د شام اوسېدونکي، د نړۍ له سپېڅلي مرکز( د شام له مبارکي ځمکې) د حزب التحریرد سوريې ولایت د «اضیر» له راډیو څخه تاسو ته خپل سلامونه وړاندې کوو او په دغه پرتمينه مرکه کې چې موضوع يې د «فلسطين او شام انقلاب، شابهتونه او خلاصون يې» دی تاسو ته ښه راغلاست وایو.  

پوښتونکی: علي ابوصالح وروره! په یو شعر کې راځي چې:

شپه او ورځ ورباندې ژاړو، لا تر اوسه اندلس يادوو

خو دا یو اندلس نه دی، څومره ډېر رانه ضايع شول اندلسونه

لومړۍ پوښتنه: موږ اندلس له لاسه ورکړ، هغه جنت د مسلمانانو له لاسه وتلی، اوس نږدې ده چې فلسطين مو له لاسه ووځي. د فلسطين د غلا کولو په موخه د لوديځوالو لخوا یو شمېر ګامونه اخستل شوي دي، ايا کولی شئ چې له دغو ګامونو څخه ځېنې يې په لنډ ډول په ګوته کړئ؟

ځواب: په پيل کې زما سلامونه او احترامات هم ومنئ، زه هم  شام مېشتو ټولو ثابت قدمه وروڼو ته  ښه راغلاست وایم.

ګرانه وروره! فلسطین د امت پر ټوټه ـ ټوټه بدن باندې یو پرانیستی ټپ دی چې لا تر اوسه ورڅخه ویني بهېږي او د دې خاورې اشغال د خلافت د ټوټه کېدو لپاره د انحطاط یو نښه وه. غرب د یهودي شرکت په رامنځ ته کولو سره هڅه وکړه چې نوموړی شرکت د امت په زړه کې د زهرجن خنجر په څېر نصب کړي. لويديځوالو په دې برخه کې زیات ګامونه اخستي دي، په ځانګړې توګه د فلسطین د آزادۍ سازمان(PLO) په رامنځته کېدو سره چې د لاس پوڅو عربي نظامونو له رحم (بچه دانۍ) څخه را زېږيدلی او په دې موخه چې فلسطین به له اسلامی دولته بیلوي، سرحدونه به ورته ټاکي، خلک به د فلسطین د ازادۍ سازمان په استازیتوب کې ایساروي او بیا به د موضوع له واقعي حل لاري څخه نقشي ته بدلون ورکوي. سره له دې چې دې موضوع نظامي رنګ غوره کړی، خو دا د ځمکې د اشغال موضوع ده چې باید آزاده شي. اوس دې موضوع د سیاسي خبرو اترو بڼه غوره کړې چې د ملګرو ملتونو د سازمان په تالارونو کې، له عدالت څخه لېرې د چل او فريبه ډکو پریکړو له امله يې اهمیت له لاسه ورکړی. بیا لویديځوالو فلسطيني وګړو ته (د دښمنۍ په موخه) یو نیم ژواندی او بې ګټي ځواک را منځ ته کړ چې نوموړي ځواک خپله خاوره، ابرو او مقدسات پري ايښي او د اشغالګرو د امنیت ساتنه کوي او د دسیسو په دوام کې يې رول ادا کوي.

دوهمه پوښتنه: ایا لویديځ د شام د پاڅون پر وړاندې هم ورته کړنلاره پر لار اچولې، يا دا چې ځېنې نورې ستراتېژي ګانې لري؟

ځواب: زما ګرانه وروره! هره موضوع بې سارې او ځان ته بېل شرایط لري، مګر کېدای شي د کړنلارو او تګلارو د تطبیق بڼه يې سره ورته وي. هغه څه چې نن ورځ د شام په پاڅون کې پېښېږي، د هغه څه سره شابهت لري چې په فلسطین کې پېښېدل. همدغه چاره د سوريې پر خلکو غږ کوي چې بیدار شئ او په ځیرکتیا سره درس واخلئ، تر څو له یوه سوري څخه دوه ځلې ونه چيچل شئ. لویديځ او د هغوی ګوډاګي عرب نظامونو په څرګند ډول کټ مټ د فلسطین د آزادۍ سازمان(PLO) په څېر مخالف ائتلاف رامنځته کړ او د ریاض په غونډه کې يې نوموړی ائتلاف د خلکو د قانوني استازي په توګه وټاکه. د دغه ائتلاف له رحم(بچه دانۍ) څخه یو داسې حکومت منځته راغی چې د فلسطين د حاکمیت پر کرښه هيڅ ډول تصميم نه شي نيولی. لويديځ اوس په دې لټه کې دی چې د رژیم د نسکورېدلو، د خپلواکۍ د اخستلو او په نبوي طریقه د خلافت د ايجاد د غوښتنو لپاره د شام د پاڅون نقشه؛ د مذاکراتو، ديپلوماسۍ، سیاسي حل لارو، د وزارتونو د مقامونو تر منځ اړيکو او ان د بشري مرستو له لاري بدله کړي. دغه يې ځينې يې هغه ته ورته کړنلارې دي، خو په دې کې شک نه شته چې د غرب لخوا د شام د پاڅون پر وړاندې ځېنې نورې کړنلارې هم پر مخ وړل کېږي؛ لکه د ترهګرۍ سره د جګړي ادعا، د نړيوالې ټلوالې رامنځته کول او د وژنو او ورانیو له لارې د جرمونو زياتول.

درېیمه پوښتنه: غرب له ډېر وخت راهيسي صبر کړی، تر څو د فلسطین موضوع په نرمه توګه اداره کړي، نو دوی اوس ولې د شام د پاڅون په پای ته رسولو کې بیړه کوي؟

ځواب: هو؛ له هغه وخته چې د شام انقلاب مخ پر غزېدو دی، د نوموړي انقلاب شعارونه او هدف د فلسطین، اردن، اندونیزیا او ټول امت د خلکو لخوا بدرګه کیږي، هيلې ورته لري او هر مسلمان وګړی يې د بريا لوړه لپاره لوړه ارزو لري. نو زما وروره، موږ د شام پر وړاندې لویه دسیسه وینو، د دغه انقلاب پر وړاندې د غربي ځواکونو، روسیې او د دوی د مزودرانو او ملاتړو شرکت وينو. ښکیلاکګرو ځواکونو خپل ټول توان په شام کې د دې په خاطرنه دی راټول کړی چې د سوریې خلکو ته خلاصون ورکړي، یا دغه ستر ناورین او ستره وژنه پای ته ورسوي؛ بلکه دا کار په دې خاطر کوي چې د پاڅونوالو د سخت تعقيب په پايله کې دوی د امریکايي استعماري شرایطو لاندې د ځان تابع و ګرځوي. د غرب اندېښنه د پاڅون د مرکزیت په اړه ده چې د نړۍ په ټولو مسلمانانو اغيز خپروي. همدا د غرب اصلي اندېښنه وګرځيدله او د دې لامل شو چې د واکمنانو سرونه يې سپین شول، په دوامداره تشویش اخته شول او د ډار له امله يې په دې خاوره کې ګڼه ګوڼه جوړه کړه.

څلورمه پوښتنه: په فلسطین کې نړیواله جګړه او د نړيوالو پروژو جګړه دوام لري؛ ايا نن ورځ په شام کې هم همداسې یوه نړيواله جګړه ده، که نه دا یو بېل ډول جګړه ده؟

ځواب: په فلسطین کې نړیواله جګړه د امت د واحدې رهبرۍ د بایللو او هغو خلکو ته د واک د سپارلو سبب شوه، چا چې د امت او دین سره خیانت وکړ، ځانونه يې کله د اروپایانو او کله د امریکایانو لاسونو ته وغورځول. د شام د پاڅون اوسنی حالت دا دی چې دا یو بل ډول جګړه ده، دا د ښکیلاکګرو پر وړاندې د امت جګړه ده. د امت داسې جګړه ده چې غواړي د دوی له غلامۍ څخه خلاصون و مومي او داسې پروژه حمل کړي چې له عقیدې څخه خپره شي او د غرب له پروژې څخه په کې د ازادۍ غږ نغښتی وي، تر څو تر خپل حاکميت لاندې داسې کسان په کې و ګماري چې د خپل دولت، خلکو او شتمنۍ تضمين وکړي. ځکه نو لويديځ په دې هيله هڅه کوي چې د شام جګړه د سيالو ښيلاکګرو ځواکونو تر منځ پر نړيواله جګړه بدله کړي. له دې موقع څخه په ګټه اخستنې سره، دا په سوریه کې جنګیالیو ډلو ته مشوره ورکوي چې د ښکیلاکګرو او د هغوی د ګوډاګیو نظامونو سره د اړیکو جوړولو په جال کې و نه لوېږي. لويديځ ته سرټيټول لویه ګناه، له حقوقو څخه تېريدل او د خپلواکۍ د تصمیم له لاسه ورکول دي.

پنځمه پوښتنه: د شام انقلاب د بدلون لپاره د غرب تګلاره د دوه اړخیزې شیطاني کړنلارې څخه ګټه اخستنه ده: یو د ناپاکو  سیاسي پیسو استعمال او دوهم د ډلو تر منځ د شخړو او جګړو رامنځته کول دي؛ ایا په فلسطین کې دغه دوه کړنلارې په کار اچول شوي؟ څنګه او کله به له دوی څخه ګټه اخستل کېږي؟ لطفا که موږ ته په دې اړه یو مثال راکړی؟

ځواب: هو؛ کافرو استعمارګرو د دې وړتیا درلوده چې د تش په نامه قربانیو، مرستو او ناپاکو سیاسي پیسو له لاري د فلسطیني ډلو د پریکړو کنټرول وکړي، لکه چې وايې ” هغه څوک چې پیسي لري، د پریکړو کنټرول هم لري “. دغه ډول بې شمېره مثالونه شته. هغه څه چې د فلسطین د ازادۍ سازمان او د فلسطیني چارواکو سره د بسپنه ورکونکو له خوا ترسره کېږي، ټولې ناپاکې سياسي پیسې دي. هغه هم په دې موخه چې پر فلسطیني وګړو باندې په جبر سره د ښوونيز نصاب بدلون ومني، د ماشومانو تهذیب زیانمن کړي، د دوی په وینا له تروریزم سره مبارزه وکړي او له هغه اشغال سره چې په ۱۹۴۸ ز کال کې تر سره شو، خپل رضایت وښيی. دغه بودجه د اشغال ګرو څخه د دفاع په موخه لګول کېږي چې یو پر درېیمه برخه د فلسطیني چارواکو بوديجه د یهودي شرکت د ساتنې، د فلسطنیانو د ځپلو او د مقاومت د دوام  په موخه امنیتي ادارو ته ځي. همدا شان، هغه څه چې د ګوډاګيو نظامونو، لکه قطر او نورو له خوا يې د غزې لپاره وړاندیز کېږي، دا سیاسي بوديجې دي، خو که څوک بل ډول ادعا لري، نو هغوی درواغ وايي. لویديځ او د هغوی ګوډاکي نظامونه خیریه نه دي. تر اوسه  پورې په حیرانوونکي ډول د غزې څخه د «ویسټ بانک» د بیلتون په موخه جګړه او د حماس او فتح شخړه  د مشاهدې وړ ده. که دوی لږ څه احساس هم لرلای، سره له دې چې موخه يې د فلسطین ازادي ده، بيا به دوی په داسې یو حالت کې پاته شوي نه وای. خو دوی(دواړه ځواکونه) له ښارواليو پرته بل څه نه دي.

هو! د دوی نقشه بدله شوه، دوی لاره ورکه کړه او خلک يې هم له لاسه ورکړل. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د شام مجاهدو ډلو تر منځ دغه حالت تکرار نه کړي، لکه په فلسطین کې چې پېښ شول. دغه ډلې بايد خپله پاملرنه د رژیم نسکورولو ته را واړه وي او د کورنيو جګړو څخه دې ډډه وکړي. مونږ الله سبحانه و تعالی ته دعا کوو چې دوی ته په صبر او حوصلې سره برکت ورکړي.

شپږمه پوښتنه: لویديځ دې ته چمتو شوی چې په بیلابیلو لارو چارو فلسطیني ډلې اداره کړي؛ ایا د مشرانو وژل کېدو پکې یو ستر رول لوبولی؟ ایا کومي وژنې چې په فلسطین کې رامنځته شوي، په ورته شکل به په سوریه کې هم پېښي شي؟ 

ځواب: هو؛ دا تګلاره د لويديځ لخوا په کار اچول شوې او دا د تردد وړ نه ده چې دوی دې خپلو پلانونوته د رسېدو په موخه د دې ناوړه کار تضمین پر غاړه وا نه خلي. دا یوه داسې تګلاره ده چې له مخې به يې پر ډلو فشار راوړل شي، تر څو جوړ جاړی وکړی او په لوبه کې د مجوز(ټاکلو اصولو) سره موافق پاتې شي. که له یادو شوو اصولو څخه سرغړونه وکړي، يا يې پريږدي او یا يې پر وړاندې مقاومت پیل کړي، بیا به پرې د مشرانو د وژل کېدو کړنلاره عملي کېږي. مګر فکري خوځښتونه د خپل دین تابع او د خپل دين پر تګلاره ثابت پاتې کېږي. نن ورځ  د احرار الشام، جیش الاسلام او نورو مشرانو وژنې د همدغې قرینې له مخی په شام کې وينو. دغو ډلو ته زموږ مشوره دا ده چې خپل دین ته ژمن پاتې شي، له دې ور هاخوا نور ټول څه پريږدي او د کافرو ښکیلاکګرو د دستورونو له پیروۍ څخه لاس پر سرشي.

اوومه پوښتنه: فلسطیني ډلې د ګوډاګيو نظامونو سره د تړاو او د هغوی د وېش له امله د فلسطین په ازادولو کې پاتې راغلي دي؛ ایا د شام ډلې به یو ځل بیا دوی ته ورته تاریخ تکرار کړي؟

ځواب: زما ګرانه وروره، په ګوډاګیو نظامونو باور کول لویه بدمرغي ده او دا د فلسطين د بايللو ستر لامل و. دغه نظامونه ښکیلاکګر پلانونه تعقیبوي او په خپلو باندنیو اړیکو کې د امریکایانو او اروپایانو له لارښوونو پرته هيڅ ګام هم نه پورته کوي. ته پر دوی باندې هيڅکله هم باور نه شې کولی، دا که د سعودي نظام دی، که د قطر، ترکيې او یا هم د عربي متحده اماراتو نظامونه دي. دوی ټول د ښکیلاکګرو وسیلې دي، يوازې په رول لوبولو کې یو له بله سره توپیر لري. ځکه نو د دغه واقعيت په اړه بايد پوهاوی موجود وي، تر څو نوموړې غلطيانې او غمیزي بیا تکرار نه شي.  همدارنګه الله سبحانه و تعالی موږ ته امر کوي چې په ظالمانو پورې زړه و نه تړو، دا داسې سړک دی چې د نړېدو ډېر احتمال لري.

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ (هود: ۱۱۳)

او د هغو کسانو څنګ ته مه نږدې کيږئ چې ظالمان دي، پس و به رسېږي تاسو ته د جهنم اور، ستاسو لپاره د الله پرته نور دوستان نه شته (که دا کار وکړئ) نو بيا به درسره مرسته ونه شي.

اتمه پوښتنه: موږ اوريدلي چې د اقصی خلک، هغو شېبو ته په تمه دي چې د اسد نظام نسکور شي، ځکه چې د دغه نظام نسکورېدل د اقصی د آزادۍ په معنی دي، دا تر کومه بريده واقعيت لري؟

ځواب: هو؛ دا خبره بلکل رښتیا ده، د شام خلک زموږ او موږ د دوی یو، د دوی غم زموږ غم او خوشالي يې زموږ خوشالي ده. دغه راز د شام پاڅون یو ځانګړی پاڅون دی، دا د امت پاڅون دی، دا د قدس د خلکو، د ټولو مسلمانانو او د دوی د هیلو فکري تمرکز دی. هوکې،  د شام د پاڅون بریالیتوب به هرو مرو په بشپړه توګه د فلسطین د ازادۍ سبب شي، ځکه چې موږ درک کړې ده چې اسد او نور ګاونډي نظامونه په دې خاطر رامنځته شوي وو چې د امت له لښکرو څخه پرې د یهودي شرکت ساتنه وکړي. نو کله چې امت یو ځل بیا رهبري ترلاسه کړي، هرو مرو به د پیغمبر ﷺ  د پورته کېدو ځای(بیت المقدس) پر لور مخه کوي او ښايي چې دا ډېر به ژر وي. 

نهمه پوښتنه: موږ د  شام په پاڅون کې د امریکا د خبرو اترو ناکامي له ورایه وینو. ایا په ورته شکل د نوي بانک او نوې غزې پروژې ناکامي هم ممکنه ده؟ ایا ممکنه ده چې امریکا د اوسني حالت ساتلو په بدل کې د ولجې په یو کمې برخې سره راضي شي؟

ځواب: د شام په سیمه کې د امریکا لمړۍ موخه د پاڅون زیانمنول، د پاڅون د بریالتوب او ازادۍ مخنیوی او د خپل استعماري نفوذ ساتل دي. زما ګرانه وروره، امریکا یو معامله ګر دولت دی، خپل پلانونه او تګلارې د خپلو اهدافو لاس ته راوړلو د تضمين په موخه بدلوي. اوس دوی وژنې او ورانول کوي چې په دې سره خپل لاس پوڅي نظامونه وساتي  او د خپلو شيطاني پلانونو د لاس ته راوړلو لپاره ځينې نور پلانونه په کار اچوي. بيا هم موږ دې ته نه ګورو چې امریکا څه غوښتني لري؛ بلکه زموږ سترګې د شام هغه مخلصو پاڅون کوونکو ته هیله منې دي چې امریکايي دسیسو ته به په زغرده ځواب وايي، د دوی پروژې به له ناکامۍ سره مخ کوي او اوسني حالت ته به تغیر ورکوي. ان تر دې چې امریکا به هيڅکله هم نه یوې کوچنۍ ولجې او نه هم هيڅ ډول موخې لاس ته راوړلو ته پرېږدي. خو پر ځای به يې د مسلمانانو لپاره پر نبوي طریقه اسلامي دولت(خلافت) وي چې له امله به یې امریکايان له ټولو مسلمانو هیوادونو څخه وشړل شي، د شام څخه به يې نفوذ له سټي و ایستل شي او په ټوله سیمه او ان په خپل قلمرو کې به که د الله رضا وي، و څارل شي.

لسمه پوښتنه: په عمومي ډول د فلسطينيان او په ځانګړې توګه د قدس خلک د شام پاڅون ته په څه نظر ګوري؟

ځواب: زما ګرانه وروره، زه مبالغه نه کوم، کله چې وایم چې د شام  پاڅون د فلسطینیانو د فکري تمرکز مرکز او د دوی ارزو ده، همدغه شان د نورو مسلمانانو ارزو هم ده. د فلسطین خلک او نور مسلمانان د محلي خبرونو په نسبت په سوریه کې د پاڅون جریان ډېر تعقیبوي. نوموړی پاڅون واقعا د امت پاڅون دی، که څه هم قيمت يې يواځې د شام خلک ورکوي. د قدس خلک شپه او ورځ الله سبحانه و تعالی ته زارۍ کوي، په شام او حلب کې د خلکو لپاره دعا غواړي، تر څو الله سبحانه و تعالی يې نصرت وکړي او بری ور په برخه کړي. په اقصی مسجد کې د فلسطین د خلکو درسونه او امیدونه د شام په ملاتړ او د شام له خلکو سره د پیوستون په موخه نه دې تم شوي.

وروستۍ پوښتنه: د شام د پاڅون له پیل څخه تر اوسه، تر شپږو کلونو يې زیات وخت نه کېږي، خو د فلسطین د مسئلې له پیل څخه تر اوسه نږدې شپېته کلونه تېر شوي دي، نو د فلسطین موضوع د شام پاڅون ته څه مشورې او درسونه ورکولی شي، تر څو دوی هم د مخکنيو رهبرانو په څېر په کړکېچن وضعيت او د دښمن په لومه کې راګېر نه شي؟

ځواب: هوکې، زما ګرانه وروره، الله دې برکت درکړي، زما مشوره د  شام خلکو او د شام پاڅون کوونکو ته دا ده چې د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ ټينګې منګولې ولګوي چې دا له هر څه نه زیات ارزښت لري. هيڅکله هم داسې فکر و نه کړئ چې د ژینوا او واشنګټن په فیصلو کې مو خلاصون دی، نه هم په مسکو کې. ستاسو خلاصون د خپل دین په اطاعت کې دی او ستاسو بریا یواځې له الله څخه ده، نه د بل چا څخه. هغو کسانو ته هيڅکله هم مه ور ګرځئ چې خپل ځانونه يې د ښکیلاکګرو په منګولو کې اچولي، نه هم ائتلاف او د دوی ملاتړو ته ورځئ، لکه د فلسطین د آزادی سازمان. استعماري حل لارو او د تسلیمۍ مذاکراتو ته هيڅکله هم غاړه مه ږدئ. ستاسو د پاڅون بریالیتوب د انقلاب د بنسټونو په ټينګېدو کې دی چې له امله به يې نظام له سټي څخه له پښو و غورځول شي. د ښکیلاکګرو د لاسوهنو لاسونه به لنډ شي. ستاسو برياليتوب به يواځې پر نبوي طريقه د خلافت په رامنځ ته کېدو کې وي. که نه؛ نو خدای مه کړه، ستاسو رنځ به څو نور کلونه هم دوام ولري، ستاسو دغه قربانۍ به له منځه ولاړې شي او تاسو به د هغه چا په څېر شئ چې سپړلې غوټه به درته سخته شي. زه د الله سبحانه و تعالی څخه دعا غواړم چې پر تاسو رحم وکړي، ساتنه مو وکړي، ثابت قدمه مو کړي. الله دې تاسو او موږ د اسد د رژیم له راپرځېدو وروسته په مسجد اقصی کې سره یو ځای کړي. دا چې د ازادۍ ځواکونو له دمشق څخه د اقصی پر لور مخه کړي وي، تر څو د منفورواشغالګرو له منګولو څخه يې پاک کړي، نو زموږ زړونه به تاسو ته هرکلی و وايي او موږ به په ګډه سره د الله سبحانه و تعالی کلیمي زمزمه کوو.

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

(انعام :۴۵)

نو د هغو خلکو بیخ پرې کړل چې ظلم يې کړی و(په نه منلو د رسولانو) او ثنا هغه الله لره ده چې د ټولې نړۍ پالونکی دی.

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې