پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 صفر 1446

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 15 آګست 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 4/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د زمري ۲۴مه؛ له وياړه ډکه ورځ چې ثمره يې له لاسه وځي!

د اسد ۲۴مه (د اګسټ ۱۵مه) د جمهوريت د پرځېدو او کابل ته د مجاهدينو د داخلېدو له درېيمې کليزې سره برابره ده. دا ورځ له يوه اړه د اشغالګرو د ماتې او له بله اړخه د جمهوري نظام د پرځېدو په خاطر يوه تاريخي او مبارکه ورځ ګڼل کېږي. دا ورځ هغه فرصت و چې افغانستان پکې له مرکزي اسيا سره په وحدت کولی شول چې د خلافت په ځواکمن دولت بدل شي، خو له بده مرغه د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې غربي قدرتونو، د سيمې خاينو حکامو او نامطلوبو عناصرو هڅه وکړه چې حاکم نظام له دغې موخې منحرف کړي.

ځينو هغه وخت دغه بدلون «نصرت» وباله. څرنګه چې "نصر" په لغت کې "باراني اوبو" ته ويل کېږي چې ځمکه خړوبوي او ژوندۍ يې ساتي، د ټولې نړۍ د مسلمانانو هيله دا وه چې د افغانستان پر محوريت به د خلافت د تاسيس او د اسلام په حاکميت سره "د باران د رحمت" شاهدان وي؛ د يوې شرعي اصطلاح په حيث بیا د هغه ځواکمن د ملاتړ او مرستې په معنا دی چې داسې ځواک او نفوذ په واک کې لري چې د اسلام حاکميت تقويه کړي او حفاظت او ساتنه يې وکړي.

خو له بدغه مرغه تر نن ورځې د "نصرت" او "رحمت د باران" شواهد ونه ليدل شول، بلکې يوازې د "غلبې" يادونه کولی شو. د نصرت له حکمتونو او ښکلاوو يو دا دی چې د الله تعالی دين تمکين پيدا کوي، مسلمانان د رهبرۍ په چاره کې د ځمکې وارثان ګرځي او دولت د دین د اظهار او اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کوي، فتح تر لاسه کېږي، سرحدونه ماتېږي، د مسلمانانو له وينو او مقدساتو دفاع کېږي او خلک جوپې جوپې اسلام يا دار الاسلام ته داخلېږي.

خو په تېرو درېيو کلونو کې فعلي حاکميت د حکومتولۍ، اقتصاد، تعليم او تربيې، ټولنې او بهرني سياست په برخو کې اسلام په بشپړ او هر اړخيز ډول نه دی پلی کړی، په پولو کې محبوس پاتې دی، جهاد يې معطل کړی دی او د ختيځ ترکستان، مرکزي اسيا، فلسطين او نورو اسلامي خاورو له مستضعفينو څخه يې دفاع نه ده کړې او عملاً هڅه کوي چې ځان په نړيوال سيکولر نظم کې ورګډ کړي. په دغو درېيو کلونو کې نه يوازې جوپې جوپې خلک په اسلام کې نه داخلېږي، بلکې جوپې جوپې او مېليونونه خلک زموږ له خاورو څخه غرب ته تېښته کوي. ايا دا همغه مجاهدين نه وو چې ناټو ته يې د احزاب د لښکر په څېر ماته ورکړه؟ خو نن وينو چې د دښمن په زړه کې ورځ په ورځ له مجاهد څخه وېره کمېږي. دا د غير شرعي سياست پايله ده. کله چې احزابو ماته وخوړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی سره سوله و نه کړه، له هغوی څخه يې د مرستو او په رسميت پېژندلو غوښتنه و نه کړه، له کفارو سره نرم او له مسلمانانو او دعوتګرانو سره شديد نه شو، بلکې ويې فرمايل:

«الآن نغزوهم ولا يغزونا؛ نحن نسير إليهم» (صحیح البخاری)

ژباړه: اوس موږ د جګړې لپاره په هغوی پسې ورځو، هغوی په موږ پسې د جګړې لپاره نه راځي، موږ د هغوی پر لور ور درومو.

موږ پوهېږو چې د مجاهدينو په منځ کې داسې رهبران شته چې په زړه کې د اسلام تشويش لري او د خير په نيت کې يې هيڅ شک نه شته، خو د اسلام د نه تطبيق او حمل له امله حتا تر ټولو مخلص زړونه هم زنګ نيسي او د خير فرصت او توفيق ترې اخيستل کېږي. که څه هم داسې توجيهات مطرح کېږي چې ګواکې د دغو کارونو لپاره «ترتيبات او تياري روان دي او له بيړې بايد ډډه وشي»، خو درې کاله د اساسي کارونو، اسلام د بشپړ تطبيق او حمل لپاره لږ وخت نه دی!

څرنګه چې د دولتولۍ لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم ـ چې د مسلمانانو لپاره د دولتولۍ الګو ده ـ لومړی ګام له خلکو او د قدرت او نفوذ له څښتنانو څخه د شرعي بيعت اخيستل و؛ دويم ګام يې په اسلام کې د دولتولۍ د اساسي اصولو او سرو کرښو تعريف و، تر څو اسلامي دولت له نورو دولتونو ځانګړی شي. هغه صلی الله عليه وسلم په لومړي کال کې د "امت" مفهوم متبارز کړ، د دولتولۍ نظامونه يې پر پښو ودرول او په بهرني سياست کې يې په څرګنده توګه بيان کړه چې د دولت موخه د دين اظهار او دغې موخې ته د رسېدو طريقه قتال دی. په همدې دليل يې د درېیو کلونو په اوږدو کې د اسلامي دولت لښکر له خپلو پولو بهر څو سريو او غزاوو ته ولېږه او په دويم کال يې د بدر په غزا کې له ډېرو لږو نظامي امکاناتو سره قريش مشرکينو ته ماتې ورکړه. خو له بده مرغه چې په تېرو درېيو کلونو کې د دولتولۍ اساسي کرښې نه دي روښانه شوي او عملاً د حاکم نظام د ځينو رهبرانو هڅې د اسلام د تطبيق او خلکو د هدايت پر ځای د خلکو او دعوتګرانو پر ځپلو او د قدرت پر سر پر سيالۍ ورټولې شوې دي.

موږ خپلو مجاهدينو وروڼو ته يادونه کوو چې دين نصيحت دی. اوس هم فرصت له لاسه نه دی وتلی چې "غلبه" د الله تعالی پر نصرت بدله کړو، په دې شرط چې له الله تعالی سره ميثاق د دولتولۍ اساس وګرځوو او د حق مومنانو صفات خپل کړو. موږ باور لرو چې د مجاهدينو په منځ کې ستر خير شته او تقوا او اخلاص د هغوی په منځ کې څپې وهي. پر دغه اساس، پکار ده چې قدرت ـ چې د الله تعالی امانت دی ـ د اسلام د تطبيق او حمل لپاره وکارول شي. که اسلام تطبيق نه شي، نو مجاهدين او عام خلک به فاسد او متفرق شي. نو د قيامت په ورځ به څوک د جبار الله پر وړاندې د هغو کسانو مسوليت پر غاړه واخلي چې ان يوه ورځ يې له خليفه او د اسلام له تطبيق پرته ژوند کړی وي؟

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې