پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 صفر 1446

میلادی نېټه :     دوشنبه, 19 آګست 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 5/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
له ازبکستاني پلاوي سره تعامل او تود هرکلی يې له ظالمو حکامو څخه د ملاتړ څرګندوی دی

د ازبکستان لومړی وزير عبدالله عارف‌اف د يوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د افغانستان د حکومت له لوړپوړو مقاماتو سره يې وليدل. د دې ليدنې په پايله کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د ۲.۵ ميليارډ ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۳۵ تفاهم ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې په پراخه سينه د ازبکستاني پلاوي هرکلی کوي چې ازبکستان په منځنۍ اسيا کې د مسلمانانو، دعوتګرانو او مجاهدينو ـ چې د اسلام د اقامې غوښتونکي دي ـ په ځپلو کې فعال رول لري. له بل اړخه ازبکستان هغه هيواد دی چې په تېر کې يې خپله هوايي اډه د افغانستان د اشغال لپاره امريکا او ناټو ته په واک کې ورکړې وه او د افغانستان په شل کلن اشغال کې يې د تامينوونکي رول درلود. همدا دليل دی چې ازبکستان د امريکا لپاره په سيمه کې د اسراييلو په څېر ارزښت لري.

ازبکستان هغه خاوره ده چې د اسلامي لښکر په واسطه فتح او د خلافت د حاکميت تر چتر لاندې راغله او د بخاري، ترمذي او ابو منصور ماتريدي رحمهم الله پشان سترو علماوو يې په ايماني فضا کې ژوند کاوه. خو له بده مرغه دغه خاوره نن د جابرو حکامو تر واکمنۍ لاندې ده چې د دغې خاورې بچيان د اسلام په جرم ځپي. د افغانستان د حکومت لخوا د ازبکستاني پلاوي تود هرکلی له ظالمو حکامو څخه د ملاتړ څرګندوی دی، په داسې حال کې چې اصلي مکلفيت يې بايد له مظلوم ملت څخه دفاع وي چې هره ورځ د دغو حکامو تر پښو لاندې ځپل کېږي. د مرکزي اسيا مسلمانان او جهادي ډلې په افغانستان کې د مجاهدينو واک ته رسېدو ته خوښ وو او د پولو د ماتېدلو او د دوی د خاورو د ازادۍ هيله يې لرله، خو د مرکزي اسيا له ظالمو ديکتاتورانو سره د حاکم نظام نږدې تعامل د هغوی هيلې په ناهيلۍ بدلې کړې او په سياسي او اقتصادي تعاملاتو سره يې دا ذهنيت را منځ ته کړ چې د دې پر ځای چې حاکم نظام ډېر د مرکزي اسيا د مسلمانانو تر څنګ ودرېږي، د تاريخ په ناسم لوري او د ظالمو ديکتاتورانو په څنګ کې قرار لري.

ازبکستان کوم ځواکمن هيواد نه دی چې د خپلواکو سياسي اړيکو او لويو اقتصادي پروژو د پر مخ وړلو وړتيا ولري، بلکې پخپله يو تابع دولت دی چې د امريکا او روسيې په نيابت په افغانستان کې استعماري موخې پر مخ وړي. په واقعيت کې د ازبکستان د دغو وعدو او اقتصادي پروژو تر شا سياسي او استخباراتي موخې پرتې دي. که څه هم د افغانستان حکام سيمه‌ييزو اقتصادي پروژو ته د «ګټلو ـ ګټلو» لوبې په سترګه ګوري، خو که دغو پروژو ته د اسلامي سياست له زاويې وکتل شي، دا د «ګټلو ـ بايللو» لوبه ده چې افغانستان پکې بایلونکی لوری دی.

لوی اقتصاد جوړول د اسلام له احکامو سره په ټکر کې نه دی، خو که اسلام معيار و نه نيول شي او بر عکس اقتصاد «محور» وګرځول شي، دا چاره د دې لامل کېږي چې حکومت په پانګوال نظام بدل شي. دا سياستونه څرګندوي چې زموږ حکام اسلامي حللارې غير واقعي ګڼي او څنګ ته کوي يې او پراګماټيک او واقعيت‌پال سياست مخته وړي. که حکام د اسلام له سياسي، اقتصادي او اجتماعي نظام څخه واضح درک نه لري، نو بايد حزب التحرير يا نورو جريانونو ته چې دغه درک لري، مراجعه وکړي. له دې پرته بايد خلک په فتنه کې وا نه چوي؛ ځکه له ظالمو حکامو څخه هرکلی د دې لامل کېږي چې د افغانستان خلک د ښه او بد په پېژندلو کې له تېروتنې سره مخ شي او و نه شي کولی چې د جابر او عادل تر منځ توپير وکړي.

حکام بايد وپوهېږي چې يوازې په دويم راشده خلافت سره اسلام تطبيقېدلی شي، تمکين موندلی شي او اسلامي امت له نورو امتونو ځانګړی کېدی شي. خليفه هغه څوک دی چې د اسلام پر بنسټ ځواکمن تمدن تاسيسوي او له ظالمانو سره د تعامل پر ځای د مظلومانو مرستې ته وردانګي. په واقعيت کې هغه کسان چې يوازې له الله سبحانه و تعالی څخه مرسته غواړي، د اسلام په تطبيق کې صبر غوره کوي او په خپل سياست کې تقوا رعايتوي، الله سبحانه و تعالی دغه شان انسانانو ته خلافت او نړيوال قدرت ور په برخه کوي او د ځمکې وراثان يې ګرځوي.

قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ [الاعراف، ۱۲۸]

ژباړه: موسی خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وکړئ. بېشکه ځمکه د الله ده او هغه له خپلو بندګانو څخه هغه چا ته، چې خوښه يې شي، (له نورو څخه) په ميراث ورکوي او (غوره) عاقبت د متقيانو لپاره دی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې