پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د فلسطین جګړه؛ په صهیونیستي جامو کې غربي صلیبي جګړه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

طوفان الاقصی او د شام د خلکو ثبات د یهودو له کوچني او په هېڅ شمار دولت او خاینو مزدورو دولتونو ډېر ستر دی؛ ځکه طوفان الاقصی د ټولو سختیو او پایلو پر وړاندې د مسلمانانو د ټینګ عزم، پیاوړو ایمانونو او حقیقي اسلام ښکارندویي وکړه. طوفان الاقصی همداراز وښوده چې اسلام په اوسنۍ نړۍ، جغرافیه او بشر کې پیاوړی نفوذ لري. دغه زیری ورکوونکی او ویروونکی حرکت ښيي چې د اسلام د روڼ سهار راختو پر لور تمدني پړاو ته رسېدل نږدې شوي او د ملعون غرب تیاره شپه له منځه تلونکې ده.

ملعون غرب باوري شوی چې اسلام بیاځلي صحنې ته راځي او د دوی کفر له منځه ځي. د غرب د جنایتونو او وحشت مرکز او اډې، یعني د غرب په لاس جوړ شوي سپک یهودي رژیم ماتې، غرب سخت وېرولی او د پښو لړزېدا یې زیاته شوې. غربي دولتونه تل د یهودو رژیم تغذیه او پیاوړی کوي چې د هغوی د موخو تر لاسه کولو پر لور حرکت وکړي؛ خو کله یې چې وخت راورسېږي، د یهودو رژیم سپکوالی او ناوړه کړنې به بربنډې شي. د غرب دا اډه په لړزېدو ده او تر ټولو مهمه وسله یې له منځه ځي.

د غرب تر ټولو خطرناکه ستونزه دا ده چې شام خاوره لمبې کوي؛ د خلکو مبارک انقلاب یې دویم پړاو ته ننوتلی او په خپل ثبات او مبارزه یې د غرب ټولې دسیسې او مکر شنډ او مات کړي دي. همدا د مبارکې خاورې لمبې دي چې د غرب وېره او ستونزې یې زیاتې کړې؛ د شام د خلکو ټینګ دریځ او ثبات د د دغه سپک رژیم ستنې په لړزه راوستې دي.

دغې ټراژیدۍ د غرب لپاره بله هېڅ لار نه ده پرېښې؛ د دې ښودلو ته اړ شول چې یهودي رژیم یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې صلیبي جګړې یوه وسیله ده او دا چې له دغه رژیم یا د دوی له اډې ساتنه یې مهمه دنده ده. په دې سره ښيي چې د غرب لخوا یهودو ته د ځواکونو، الوتکو، کښتیو، بې پیلوټه الوتکو، اوبتلونو او کومکي پلونو په برابرولو او چمتو کولو سره دوی د یهودو دولت تر شاه کلک ولاړ دي او په خاینو دولتونو کې د دوی اډې د غربي صلیبې جګړې لپاره صلیبي دنده ده او په دې سره غواړي چې د اسلام هغه نور مړ کړي چې په نږدې راتلونکي کې به نړۍ بیاځلي پرې روښانه شي. هغه نور چې د دوی له سترګو یې خوب وړی او فرهنګ به یې له منځه یوسي.

له شک پرته له غرب سره زموږ ستونزه سټراټیژيکه او جوهري ده؛ جوهر یې د اسلام او کفر ترمنځ خونړۍ، سخته او تلپاتې فرهنګي جګړه ده؛ پخوا مو پر وړاندې کلیسايي نظام و، اوس سیکولریستي نظام دی. د دې جګړې اور نه مړ شوی او نه هم کمزوری شوی؛ بلکې لمبې یې په دې وروستیو لسیزو کې ډېرې شوې دي؛ تاوتریخوالی او خونړی‌والی یې د مسلمانانو په منځ کې د اسلام د فعالیت له راژوندي کېدو او حرکت سره لا زیات شوی.

نو غرب همغه صلیبي او کینه لرونکی غرب و او همداسې به وي. اسلام همغه حق اسلام دی او تل به همداسې وي. نو که د جګړې کیفیت هر څومره بدل شوی، د دغې جګړې او مبارزې ماده پای ته نه ده رسېدلې. دا همغه د صلیبي غرب جګړه ده چې پای نه لري؛ ټولې مخامخ او نیابتي جګړې یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې صلیبي کرکه او کینه ښيي.

نو جګړه همغه ښکاره او حقیقي شېبه ده چې له غربي صلیبي وحشت او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هغوی له کرکې پرده پورته کوي؛ ټولې غولوونکې تورې وریځې، فرېب او دوکه ترې لرې کېږي او څنګه چې ده او باید وي، هغسې ښکارېږي. جګړه د اسلام او کفر او مسلمانانو او صلیبیانو تر منځ ده.

په الوتکو وړونکو او نورو کښتیو کې د امریکا او انګلیس او نورو صلیبیانو راټولېدل او په خاینو او مزدورو هېوادونو کې د هغوی له اډو او هوایي امن پلونو څخه د دوی د الوتکو الوتنې؛ د صلیبي اروپا راتلونکي نظامي تجهیزات، لښکرجوړونې او د غرب عاطفي لارۍ د دې لپاره نه دي چې دوی پر یهودو وېرېږي، بلکې یهود تر دې سپک دي چې غرب خپل ځان د هغوی پر چارو بوخت کړي. دا همغه غرب دی چې یهود یې د خپلو کلیساوو له لارې وځورول او ویې ووژل. دوی یې دې ته اړ کړل چې اسلامي خاورو ته وتښتي. دا غرب هماغه غرب دی چې یهودیان یې د سېکولریزم له لارې په دویمه نړیواله جګړه کې قتل عام کړل؛ بیا یې د ځان ژغورنې لپاره د صلیبې جګړې د سون توکو غوندې د مسلمانانو په کورونو کې واچول.

تر دې وړاندې د شام د خلکو ثبات او مقاومت د غرب دسیسې شنډې کړې او نن ورځ هم طوفان الاقصی د دوی پښې ولړزولې او ورسره یې سپک یهودي رژیم ته هم درس ورکړ. نو غرب یې له پایلو ووېرېد. دا پېښې یوازې دا ښيي چې د اسلام بیا راتګ څومره چټک دی، اسلام په امت کې څومره ریښې کړې؛ دیني نهضت څومره صیقل شوی، د خپلو ځواکونو د قدرت په اړه یې لید څوره ژور شوی او دا چې د اسلام روڼ سهار څومره ډېر را نیږدې شوی.

د یهودو سپک رژیم چې د غرب یوه اډه او مرکز دی؛ د مسلمانانو د یوې کوچنۍ ډلې په لاسونو څومره ذلیل شو او تر څنګ یې له دې هم پرده پورته شوه چې دا رژیم د غرب او صلیبیانو لخوا مامور شوی او اصلي چلوونکي او اداره کوونکي یې صلیبیان دي.

د شام په مبارکه خاوره کې ټولې جګړې په حقیقت کې د صلیبي غرب د جګړو یوه برخه ده او یهودي رژیم یې یوه وسیله او اډه ده. کله چې د صلیبي غرب دا اډه په لړزه شوه، غرب مستقیمه مداخله وکړه او د مسلمانانو په منځ کې د برخلیک ټاکونکې قضیې په تیت او پرک کولو سره یې خپل صلیبي پلان ته دوام ورکړ څو د دې مخه ونیسي چې مسلمانان له غرب د ازادۍ او خپل خلافت تاسیس کولو موخې ته ونه رسېږي او له دې سره د ټولو اسلامي خاورو ازادي او له غربي استعمار څخه د هغو پاکول وځنډوي او پرې نه ږدي چې ټولې اډې، د جګړې وسیلې، مزدوران او یهودي رژیم – چې د غرب تر ټولو سسته اډه او وسیله ده- له منځه لاړ شي.

اې د بشر لپاره تر ټولو غوره امته! اې د سترو حماسو او سترو جګړو بچیانو! اې د اصیل عزت خاوندانو! له غرب سره زموږ جګړه فرهنګي او ایډیولوژیکه جګړه ده؛ دا جګړه قهرجنه او خونړۍ ده. نصرت او بریا د وژل شویو کسانو په شمېر او د ویجاړیو په حجم کې نه، بلکې په مبدا کې ده؛ خو ستاسو پر وړاندې د صلیبي غرب وحشت، کرکه او ستاسو د وینو په تویولو کې د هغوی سیادت غوښتونکی یرغل د نورو جګړو په پرتله ډېر لوی دی.

دوی ځکه داسې کوي چې د خپل فرهنګ له ورکېدو وېرېږي، فلسفه یې په ورکېدو ده او د نظام بد بوی یې توله نړۍ پر سر اخیستې. ځکه خو ستاسو د اسلام عظمت د دوی له ستروګو خوب وړی او ستاسو پر وړاندې ظلم او وحشت کوي. د عزت د بیا تر لاسه کېدو، د الله سبحانه وتعالی د شریعت حاکمولو، د اسلامي نظام تر چتر لاندې روڼ سهار د پیلېدو او د ملعون کافر د تورې شپې د ختمېدو وخت ډیر نیږدې دی او تاسو د دې لپاره ټینګ عزم لرئ. ځکه خو دوی غواړي تاسو مړه وویني؛ په داسې حال کې چې ژوند او مرګ د اسمانونو او ځمکې د جبار په لاس کې دی او موږ یې بندګان یو. الله سبحانه وتعالی زموږ ولي دی او ملعون کافر کوم ولي نه لري.

اې د بشر لپاره تر ټولو غوره امته! اې د وحي خزانې! اې د بدر، احزاب، د مکې فتحې، موته، یرموک، قادیسه، عموریه، زلاقه، حطین، عین جالوت او د قسطنطنیې د فتحې زامنو! موږ له خپل کم شمېر څخه نه وېرېږو او د کفر لښکر او بریدونه مو نه کمزوري کوي. زموږ تلپاتې ځواک او تجهیزات، زموږ ایمان دی چې هېڅکله نه مغلوبېږي. د بدر په ورځ هم زموږ شمېر کم و، د اسونو شمېر مو د یادولو نه و او تورې مو هم د ګوتو په شمېر وې؛ خو زموږ ایمان د نبوت له ایمان سره غوټه شوی و.

هغه ورځ مو د شرک ټغر ورټول او باطل رهبران مو له مخې لرې کړل؛ د تر ټولو سترې حماسې تاریخ مو جوړ کړ. دا راتلونکو نسلونو ته سنت پاتې شو؛ مثنی بن حارثه رضی الله عنه د تورو په زور مهران ابن باذان فارسي ته د ځمکې پر مخ دوزخ ور وښود او د مرګ ترخې شېبې یې پرې وڅکلې.

دا لومړی جسد و چې مثنی پیل پرې وکړ او د فارس له مشرکینو سره تر سترې جګړې پورې د نوموړي هڅې پای ته ونه رسېدې. په دغې ستره جګړه کې د تاریخي روایتونو له مخې، سل زره کسان یا په تورو ووژل شول او یا د مسلمانانو له تورو د تښتې پر مهال ډوب شول. په هغه ورځ د مومنانو شمېر تر ۱۲زره نه اوښت، په داسې حال کې چې د فارس د مشرکینو شمېر ۱۵۰زره و؛ پرېمانه اسونه او فیلان هم ورسره وو. ځواک یې دوی د الله سبحانه و تعالی له قهره ونه ژغورل. الله سبحانه وتعالی له جنایت کوونکو سره داسې عمل کوي.

اې د خالد، ابی عبیده، قعقاع، مثنی، محمد بن قاسم، طارق بن زیات، معتصم، یوسف بن تاشفین، صلاح الدین، مظفرقطز او محمد فاتح لمسیانو! اې د کرامه جکړې، فلوجه حماسو، د تورې بورې مرچلونو، کابل او طوفان الاقص زامنو! په الله تعالی دې قسم وي، هر څومره سخت چې ابتلا شئ او هر څومره چې سخت وازمایل شئ، د دې لپاره دي چې د حکیم او پوه رب نصرت ته تیار شئ، د الله سبحانه و تعالی نصرت له مومنانو سره دی او همدوی ته ښکاره قدرت او امکانات ورکوي.

نو بیړه وکړئ! د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ «دین» منګولې ټینګې کړئ، کمزوري او غمجن کېږئ مه، چې مرتبې مو لوړې شي. خپل ځواک او توان سره یوځای کړئ او د خپلو سرتېرو له دروازو ټکولو مه نهیلي کېږئ.

په هغه کې ستاسو د بریا جشن نغښتی او دا مو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم طریقه ده؛ نو ټول هغه ته ژمن اوسئ او تعقیب یې کړئ! پر دې یقین ولرئ چې د نېکو کارونو کوونکو لپاره د الله سبحانه وتعالی رحمت نیږدې دی او غوره پای د متقیانو دی.

﴿...وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ [اعراف: ٥٦]

ژباړه:« او الله ‏د وېرې او هيلې له پر اساس دروبولئ (وېره له مسووليتونو او هيله يې رحمت ته ده او نېكي وكړئ )؛ ځكه د الله رحمت نېكانو ته ورنژدې دى

﴿وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ(5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ [قصص: ٥-۶]

ژباړه: «او موږ غوښتل چې د ځمکې پر کمزورو کړاى شويو منت وکړو او دوى (د ځمکې پر سر) پیشوایان او وارثان کړو. او دوی (کمزورو او مستضعفانو) ته د ځمکې پر سر قدرت او تمكّن ورکړو.»

لیکوال: استاد مناجی محمد

الرایه: ۴۶۷مه ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د حزب التحريرـ ولایه لبنان ښځو برخې «د فلسطین لپاره د ښځو د اقدام نړیوالې ورځې» په چوکاټ کې یو سیمینار جوړ کړ

(ژباړه)

د حزب التحريرـ ولایه لبنان ښځو برخې د لبنان په پلازمنه، بيروت کې د فلسطين لپاره د ښځو د اقدام نړیوالې ورځې په چوکاټ کې د ښځينه ګډونوالو په حضور کې یو سمينار جوړ کړ. په یاد سمینار کې پر مسلمانو پوځونو غږ وشو چې د غزې ښځې او ماشومان وژغوري او د فلسطين سپېڅلې خاوره ازاده کړي.

سمینار د محمد سورت د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشرې ډاکټر نسرين نواز په استازيتوب، رانا مصطفی خور تر "روانه نسل وژرنه یوازې د مسلمانو پوځونو له لوري د فلسطین له بشپړې ازادۍ سره ختمېدی شي!» سرلیک لاندې وینا وکړه. په یاده وینا کې د امت هغو وړتیاوو او سرچينو ته اشاره وشوه چې پوځونو ته د فلسطین د ازادۍ وړتیا ورکوي او دا چې دا چاره د اوسنیو رژيمونو تر حاکمیت لاندې ناشونې ده. بلکې داسې یو ساتونکی باید وي چې خلک یې تر شا جګړه وکړي، خپل امت ته وفادار او د امت د ګټو لېواله وي. په دغې وینا کې پوځونو ته هم خطاب شوی و چې پورته شي او په غزه کې زموږ خلک وژغوري.

له دې وینا وروسته د غزې د خلکو په ملاتړ په لوړ اواز تکبیرونه او شعارونه ورکړل شول. وروسته تر "په غزه کې اور بل دی. اې پوځونو! حرکت وکړئ، چې عزت مو په برخه او له شرم څخه خلاص شئ» سرلیک لاندې یوه ویډیو خپره شوه.

دویمه وینا احسان محمد خور تر "لا هم په خپلو اډو کې په تمه یئ؟" سرلیک لاندې وکړه چې څلور پیغامونه یې وړاندې کړل: لومړی یې د درباري علماوو لپاره و، چې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، له هغه سبحانه وتعالی څخه وویرېږئ او د مسلمانانو د ناکامۍ مخه ونیسئ. دویم پیغام د حکامو لپاره و.

درېیم پیغام د پوځونو لپاره و، چې باید د فلسطین د خلکو څخه په دفاع کې خپل مکلفیت ادا کړي. څلورم پیغام د میرمنو لپاره و؛ دا چې د دوی رول او ریښتینې، اغېزناکه او د حق وینا یې څومره ارزښت لري. هغې خپله وینا د حاضرو کسانو لپاره په عملي سپارښتنو پای ته ورسوله، چې غږ پورته کړي او پوځونه وهڅوي، چې د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه ناهيلي نه شي. له دغې وینا وروسته شعارونه ورکړل شول او یوه ویډیو خپره شوه چې د امت پر پوځونو غږ پکې شوی و.

درېیمه او وروستۍ وینا تر "درد او هيله!" سرلیک لاندې ریم محسن خور وکړه. په دې وینا کې د هغو هيلو په اړه خبرې وشوې، چې د غزې د جګړې په پایله کې را پیدا شوې دي: د امت د پاشلو او د امت له ذهنه د فلسطین مسلې پاکولو په برخه کې د غربي پلانونو ناکامي او د غزې د خلکو د استقامت په لیدلو سره د خلکو مسلمانېدل.

دغه سمينار د خديجې عکش خور په دعا پای ته ورسېد؛ دعا وشوه چې الله سبحانه و تعالی زموږ دا عمل ومني او بریا را په برخه کړي؛ د غزې د د خلکو پر وړاندې د غفلت له ګناه را تېر شي؛ د پوځونو زړونه پرانېزي او د هغه سبحانه وتعالی په لار کې د جهاد ځواک ورکړي او موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت را په برخه کړي.

سمینار د غزې د مسلې د حل په اړه له ویناوالو او حاضرینو سره په څو مرکو پای ته ورسید.

حزب التحریر – ولایه لبنان د ښځو برخه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

علما دې د فلسطین د ازادۍ لپاره د پاکستان پر پوځ د جهاد فرضیت اعلان کړي!

(ژباړه)

د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۱۷مه په یوه اعلامیه کې د علماوو او مشایخو له یوه پلاوي سره د پوځ د مشر، جنرال عاصم منیر د لیدنې تفصیل خپور کړ. سره له دې چې د اعلامیې له خپرېدو ډېرې ورځې تېرې شوې، خو د علماوو له ډلې یوه یې هم د یادې اعلامیې منځپانګه نه رد کړې او نه یې په اړه خپل مخالفت ښودلی. په دې اعلامیه کې راغلي چې «علما او مشایخ د افراطیت او ترهګري په غندنه کې سره متفق دي ...» «د ناستې ګډونوال د ناقانوني بهرنیو کډوالو د ایستلو په ګډون، د دولت له لوري د سختو اقداماتو په ملاتړ کې یوه خوله وو» «په دغې ناسته کې د غزې د روانې جګړې او ظلمونو په اړه خواشيني څرګنده شوې» او «د پوځ مشر  د علماوو د دغې فتوا، "پاکستان پیغام" ستاینه کړې چې د افراطیانو او ترهګرو لخوا غولوونکي پروپاګند خپرول پکې رد شوي...»

په دغه لیدنه کې علماوو او مشایخو د پیغمبرانو د وارثانو په څیر عمل نه دی کړی. دوی د مظلومو افغان مسلمانانو په شړلو کې حکام محاسبه نه کړل. د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مکلفیت یې ادا نه کړ. دوی د پوځ مشر محاسبه نه کړ چې د پاکستان پیاوړی او لېواله پوځ یې د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو له ملاتړ او خپل مکلفیت له ترسره کولو راګرځولی. د دې پر ځای یې د حکامو د اجنډا ملاتړ وکړ. ښکاري چې علما او مشایخ د پاکستان د حکامو د ظالمانه پاليسۍ او جهاد پریښودلو د پرېکړې ملاتړ کوي.

دا د علماوو مکلفیت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د امت د سلفو پر پله پل کېږدي او د غزې د خلکو د دفاع نه کولو او خپل دغه مسولیت څخه د سرغړونې په سبب د پوځ مشر محاسبه کړي. علما مسول دي چې د پاکستان پر وسله والو ځواکونو جهاد فرض عین اعلان کړي او د غزې د مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره يې بسيج کړي. موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» «دين نصيحت دی» [بخاري او مسلم]، پر بنسټ علماوو ته نصیحت کوو چې د ظالمو حکامو له امنيتي ادارو څخه مه وېرېږئ. دوی باید د خلکو په منځ کې د شیطانانو وسواس له منځه یوسي. دوی باید د حکامو خیانت پټ نه کړي، بلکې ویې ننګوي. دوی باید په ظلم کې د حکامو له ملاتړ څخه ډډه وکړي.

اې علماوو او مشایخو، د هغو دولتي ادارو د چارواکو هرکلی مه کوئ چې د ظالمانو له لوري مو ګواښي. له کومې وېرې پرته له منبرونو څخه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اوامر اعلان کړئ. د امت د رهبرۍ لپاره خپل مکلفیت ادا کړئ. ستاسو سلفو په خوښۍ سره د ظالمانو په لاس کړاوونه او زندانونه ګالل. د حاکم د محاسبې له شرعي حکم څخه یې مخ نه اړاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَلاَ لاَ يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ هَيْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍ إِذَا رَآهُ أَوْ شَهِدَهُ، فَإِنَّهُ لاَ يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلاَ يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ» [رواه احمد، ابن حبان او ابن ماجه]

ژباړه: «مه پرېږدئ چې له خلکو څخه ویره مو د حق له ویلو او څرګندولو منع کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ نږدې کولای او نه هم رزق لرې کولای شي.»

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ [فاطر: ۲۸]

ژباړه: «د الله تعالی له بندګانو څخه یوازې علما له هغه تعالی څخه وېره لري (هغه وېره چې د خپلو امورو پر عاقبت دپوهېدو په پایله کې د احترام او تعظیم لامل کېږي)»

په دې توګه د علماوو تر ټولو ستره اندېښنه له انسانانو څخه وېره نه، بلکې له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ده. علما باید د مسلمانانو رهبري وکړي، که هغه د حکامو محاسبه وي او که امر باالمعروف او نهی عن المنکر. موږ علماوو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه قول یادونه کوو، چې فرمايي:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ أَوْ أَمِيرٍ جَائِرٍ» [ابو داود، احمد]

ژباړه «تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره ده.»

او همدا راز هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، ورجلٌ قام إلى إمامٍ جائرٍ فأمره ونهاه فقتله» [الحکيم]

ژباړه: «د شهیدانو سردار حمزه بن عبدالمطلب دی او بل هغه کس دی چې د ظالم حاکم د ظلم پر وړاندې ودرېږي او په پایله کې شهید شي.»

موږ علماوو ته ور یادوو چې ستاسو هر کمزوری دریځ به امت کمزوری کړي. تاسو د قیامت ورځې ته پر خپلو اوږو بار زیاتوئ. نو حق ووایئ؛ پر حق ستاسو استقامت او د الله سبحانه وتعالی په لار کې ستاسو سرښندنې به امت ته زور او قوت ورکړي. تاسو باید د پاکستان له وسله والو ځواکونو څخه د د فلسطین د ازادۍ لپاره جهاد په غوښتنه کې د امت رهبري وکړئ. د قرآن او نبوي سنتو د لېږدوونکو په توګه دا ستاسو مسوولیت دی؛ که نه نو د قیامت په ورځ به د الله سبحانه وتعالی په مخ کې د غزې مظلوم مسلمانان د دغو ظالمو حکامو او ستاسو پر ضد شاهدي وايي!

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال،  د جمادی الاول ۱۱مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۲۵مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

له زړورو سره اړیکې پرې کول

(ژباړه)

خبر:

اسلاماباد: یوه پاکستاني چارواکي وویل؛ هغه پناه غوښتونکي افغانان چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه دي، د ویزې له نېټې اضافه وخت تېرولو یا د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو لپاره به تر ۸۰۰ ډالرو زیات جریمه شي. ((voanews.com

تبصره:

پاکستان د ۱۹۷۰ کلونو له وروستیو او ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی؛ خو اوس ناڅاپه د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونه بې اسنادو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی. له دې ډلې ۲۵۰ زره یې د تورخم له لارې وتلي دي. د دغه اقدام لامل د ځانمرګو بریدونو په څېر جرمونو کې د دوی لاس لرل ښودل شوي؛ که څه هم په دې اړه کوم شواهد نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه غولوونکې سیاسي اړیکه د ضیاءالحق په دوره کې پیل شوه؛ بیا د هغو افغان مجاهدینو لخوا اړیکه جوړه شوه چې په زړورتیا له پخواني شوروي اتحاد سره وجنګېدل او هغوی یې له افغانستانه وشړل. دغې نهه کلنې (۱۹۸۰-۱۹۸۹) جګړې د کابو یو میلیون ملکي وګړو او شاوخوا یو لک او ۲۵ زرو جنګیالیو ژوند واخیست. دا هغه وخت و چې ډېر افغان کډوال پاکستان ته کډه شول او د پاکستان د خلکو په منځ کې مجاهدین بلل کېدل؛ له بده مرغه اوس دا نوم «ترهګرو» ته اوښتی. د ترهګرۍ دغه ټاپه هغه وخت پرې ووهل شوه چې همدغو طالبانو د امریکايي اشغال پر وړاندې جګړه پیل کړه. دلته باید پر دې پوه شو چې دا مرګ ژوبله او بې ځایه کیدل د افغانانو د کمزورۍ له امله نه؛ بلکې د کورني دښمن د لاسوهنې او دوکې له امله و. لاندې بېلګه پر دې په پوهېدو کې مرسته راسره کولی شي چې کله مسلمانان د الله سبحانه و تعالی په اطاعت کې سره یو موټی وي، څومره ځواکمن وي!

د ۱۸۴۵م کال افغان جګړه کې پیاوړی ۱۶ کسیزه بریتانوي پوځ د زړورو افغانانو په لاس له بشپړې تباهۍ سره مخ شو؛ یوازې یو ډاکټر ژوندی ترې پاتې و. دا یې هم ځکه ژوندی پرېښود چې خپلو مشرانو ته د وژنو او تباهۍ کیسې وکړي او همداسې يې وکړل. په افغانستان کې د بریتانیا راج دا درس زده کړ چې «بیا به هېڅکله دا ډول هڅه ونه کړو».

دا مقاومت هغه وخت وشو چې په ټوله نړۍ کې اسلامي امت د استعمار له منګولو د تېښتې هڅه کوله. دوی په ملي دولتونو نه وو ویشل شوي او دښمن یې هم شریک و. اوس د هر اسلامي هیواد، چې مستعمره و او اوس ملي دولت دی، وضعیت د یوسف علیه السلام پشان دی. هغه وخت چې د یوسف علیه السلام وروڼو هغه څاه ته وغورځاوه. په دې کې د ټولو هغو مسلمانانو لپاره درس او عبرت دی چې په یو نه یو ډول ځورېږي. دا د صبر، استقامت او پر الله سبحانه و تعالی د توکل درس دی.

 فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيْبَتِ الْجُبْ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّنَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ [یوسف:۱۵]

ژباړه: «کله یې چې هغه یووړ او پریکړه يې وکړه چې د څاه ژورو ته یې وغورځوي (او همداسې يې وکړل) نو موږ هغه ته وحی وکړه، چې یو وخت به راشي چې ته به دوی ته دغه کار وریاد کړې، دوی د خپل کار له پایلو ناخبره دي».

اسلامي امت باید پر دې پوه شي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی رښتینی اطاعت يې له هغې تورې کندې راوباسي چې پکې غورځول شوی دی. د توکم له مخې له خپل مسلمان وروره کرکه او له ځانه شړل او په ناوړه نومونو د هغه یادول به د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس نور هم وځنډوي. همدا افغانان د اسلامي امت لپاره پر یوه ځواک بدلېدی شي چې د هغه دښمن پر وړاندې یې دفاع وکړي چې دغه امت یې په خپلمنځي جګړه کې ښکېل کړی.

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ [البقره:۲]

ژباړه: «په صبر او لمانځه د الله سبحانه و تعالی مرسته وغواړئ، په دې کې شک نشته چې لمونځ یو ډېر سخت کار دی خو خشي لرونکو ته اسانه دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اخلاق جهان

۱۴۴۵ هـ.ق، د جمادي الاول ۱۴مه

۲۰۲۳م، د نومبر ۲۸مه

د مطلب ادامه...

د ډنمارک حکومت په غزه کې نسل ‌وژنې ته مشروعیت ورکوي

  • خپور شوی په ډنمارک

حزب التحریر- ډنمارک، د ډنمارک حکومت له لورې په فلسطین کې د عامه ‌وژنو مشروعیت په کلکه غندي.

د اکتوبر په لسمه یوه خبریال د ډنمارک له لومړۍ وزیرې، میټ فردریکسن وپوښتل چې ایا هغه به په هیلروپ کې د صهیونیستي اشغالګرو د سفارت مخې ته د ګلونو ګیډۍکېښودلو په څیر د ملکي فلسطیني قربانیانو لپاره هم ګلونه کېږدي که نه.

لومړۍ وزیرې د پوښتنې په ځواب کې په غوسه وویل:

«اسرایل د ځان د دفاع حق لري او په دې کې به ملکیان وژل کېږي. دا د پرتلې وړ نه ده او دا چې ډنمارکی خبریال داسې پوښتنه کوي؛ ماته د حیرانتیا خبره ده؛ زما په نظر دا له تاریخ څخه د هغه بې خبري ښيي.» (۲۰۲۳/۱۰/۱۰TV2)

لومړۍ وزیرې دا خبره پداسې حال کې وکړه چې ټوله نړۍ د غزې د ښوونځیو، روغتونونو، امبولانسونو، د کډوالو کمپونو او استوګنځیو د بمبارۍ شاهده ده. د غزې د خلکو نسل ‌وژنې ته «له ځانه د دفاع» نوم ورکول د صهیونېستانو د عاممه وژنې او د غزې محاصرې ته په ښکاره مشروعیت ورکول دي.

اشغالګرو صهیونېستي سیاستوالو په غزه کې د جنګې جنایتونو د ترسره کولو او په بشپړه توګه ویجاړولو موخه په ښکاره اعلان کړې. د یهودي دولت دفاع وزیر دا څرګندونې چې فلسطینیان «انسانان نه دي» او برېښنا، اوبو، درملو او خوړو ته د لاسرسي حق نه لري؛ د ډنمارک د لومړۍ وزیرې د څرګندونو په څېر نا انساني دي.

ځکه؛ کله چې مټ فردریکسن وایې چې فلسطیني قربانیان د ګلو د ګېډۍ ایښودو وړ نه دي؛ دا په ښکاره د فلسطیني خلکو نا انساني کول دي.

لومړۍ وزیره پخپله له تاریخه بې خبره ده؛ ځکه چې فلسطین له ۷۵ کلونو راهیسې د صهیونېستانو لخوا اشغال دی او په دې کلونو کې يې د فلسطیني خلکو پر وړاندې نا انساني او د نه منلو جنایتونه کړي.

موږ همداراز له صهیونېستي اشغالګرو سره د ډنمارک دولت نیږدې همکاري؛ د صهیونېستي وسلو سیسټمونو پېرل او پر هغوی د ډنمارکي وسلو د پرزو پلورل غندو چې د صهیونېستي جنګي الوتکو لخوا د غزې د زړو، ښځو او ماشومانو په وژلو کې کارېږي.

د حزب التحریر- ډنمارک مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۸مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۳مه


د مطلب ادامه...

د مسجدالاقصی او د فلسطين د خلکو دفاع ته د بلنې لپاره حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش لاریونونه وکړل

(ژباړه)

«اې مسلمانانو، که مسلمان پوځونه د خلافت د تاسیس لپاره راودانګي؛ د مسجدالاقصی د بې حرمتۍ دفاع او د نامشروع یهودي دولت له منځه وړل حتمي دي.»

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۳مه، د جمعې تر لمانځه وروسته حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش د ډهاکې او چیټاګانګ په بېلابېلو جوماتونو کې د یهودي اشغالګرو پر ضد لاریونونه او اعتراضونه وکړل؛ یهودي اشغالګر پوځونه د مسجدالاقصی بې حرمتۍ او د فلسطيني وګړو عام‌وژنې ته دوام ورکوي او په دې کې د غربي کفارو، په ځانګړې توګه د امريکا او برېتانیا مستقیم ملاتړ ورسره دی او د مسلمانانو لاسپوڅي حکام یې هم پر وړاندې چپ دي.

په لاریونونو کې ویناوالو وویل: د مسجدالاقصی د وروستیو بې حرمتیو او د اشغالګرانو له لوري د پرله پسې وحشتونو په لړ کې، د غزې تړانګې یو شمېر زړورو مجاهدینو د ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر په ۷مه د نامشروع یهودي دولت پر وړاندې د الاقصی طوفان په نوم عملیات پیل کړل. د ځمکې، هوا او سمندر له لارې دغه بې ساري بريد د یهودي دولت د نه ماتېدونکی دفاعي سیسټم او پياوړي استخباراتي ځواک افسانه ماته کړه او دا یې ثابته کړه چې د دغه نامشروع دولت شتون یوازې د اسلامي خاورو د حکامو د خیانت له امله دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ]

ژباړه: «دوی (یهودان) به هېڅکله په راجمع کېدلو (په سپین میدان کې) له تاسو سره مقابله ونه کړي. که وجنګېږي هم، نو په کلابندو کلیو کې په کېناستلو یا د دېوالونو تر شا په پټېدلو سره (به وجنګېږي). دوی په خپلو منځو کې ډېر سخت مخالف دي. ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره بېل شوي دي. د دوی دا حال د بېعقلۍ له امله دی)» [حشر: ۱۴]

ويناوالو پر مسلمانانو غږ وکړ: د فلسطين په سپېڅلې خاوره کې د یو شمېر مسلمانو مجاهدينو زړورتيا د اسرايلو تش په نوم ځواکمن نامشروع دولت ولړزاوه او کمزورتيا یې په ډاګه شوه. دوی نړۍ ته په ډاګه کړه چې له نقشې څخه د اسرايلو له منځه وړل ممکن دي او دا یوازې د مسلمانو حکامو په سیاسي اراده پورې اړه لري. دوی یو ګډ باور راوپاراوه چې که چیرې یوه کوچنۍ، بې وزله مسلمانه ډله یوه ځواک ته ماتې ورکولای شي؛ نو د ټولو اسلامي خاورو د پياوړو پوځونو یووالی به دغه نامشروع یهودي دولت له منځه لاړ شي او فلسطين به ازاد شي. خو په دې لاره کې اصلي خنډونه د بنګله دېش په ګډون په اسلامي خاورو کې د غرب لاسپوڅي دي چې له یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو په حال کې دي. له همدې امله د اقصی د ازادۍ په مبارزه کې ستاسو مسولیت دا دی، چې د خپلې کورنۍ له غړو، خپلوانو او ملګرو څخه پر هغو مخلصو پوځي افسرانو غږ وکړئ چې ژر تر ژره اوسنی حاکم رژیم ړنګ او حزب التحریر ته نصرت ورکړي چې بیاځلي د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي او خپل ځواکونه د قدس ازادولو ته ور واستوي.

په پای کې ویناوالو د بنګله دېش د پوځ پر مخلصو افسرانو غږ وکړ: اوس د دې وخت را رسېدلی چې له ژور خوب څخه راپاڅېږئ. کله چې ستاسو زړورو وروڼو له پرمختللو وسلو پرته صهیونېستي اشغالګرو ته کلک ګوزار ورکړ، نو تاسو په کومه پلمه د فلسطین پر لوري نه وردانګئ؟ د امت زړورو زامنو جهاد وکړ او د الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره یې دنیا پرېښوده؛ اوس ستاسو ملاتړ ته سخته اړتیا لري او الله سبحانه وتعالی تاسو ته امر کوي چې ملاتړ یې وکړئ.

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «هو، که هغوی د دين په اړه له تاسو مرسته وغوښته، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده» [انفال: ۷۲]

تاسو د دې لپاره مادي ځواک لرئ چې هغه غدار حکام تر پښو لاندې کړئ، چې د سپېڅلې خاورې د اشغال د له منځه وړلو په لار کې اصلي خنډ دي. دا غدار حکام به یوازې د دغه اشغال د اوږدولو لپاره د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي. خو د تلپاتې اشغال د پای ته رسولو یوازینۍ حللاره د باطلو پولو ماتول، د حکامو لرې کول او له مسلمانو لښکرو سره یو ځای کېدل دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا ځای ته د یوه واحد خلافت په توګه لاړ شي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنْ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا]

ژباړه: «اخر څه دليل دی، چې تاسو د الله تعالي په لاره کې د هغو بېوسه نارينه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي دي او فریادونه کوي چې: «اې زموږ ربه، موږ له دې خاورې چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه او له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»» [نسأ: ۷۵]

د حزب التحريرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۸مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۳مه

ژباړن: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...

ټرمپ د ایران او امریکا له پټو اړیکو پرده پورته کړه!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د اوسنۍ رهبرۍ او امریکايي نظامیانو تر منځ د اړیکو له حقیقته پرده پورته کړه. ټرمپ د دواړو لوریو همغږي او د ایران هغه کړنې بیان کړې، چې د عراق د نظامي اشغال پرمهال یې د امریکا پر وړاندې د ایران عاجزي او ذلت ښوده؛ هغه ذلت او عاجزي چې د دغو دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو او نظامي اړیکو له لړۍ ښکاري. ټرمپ د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۷مه، د سه شنبې په وځ له دغې موضوع پرده پورته کړه او خبرې یې ځینو رسنیو را اخیستې دي. کله چې د ایران نظام د امریکا د پخواني ولسمشر، ټرمپ په اجازه د خپلې ابرو د ساتلو لپاره او هم د دغې پېښې پر وړاندې د امریکا د قوي غبرګون له وېرې ظاهري غبرګون وښود؛ نو دغه موضوع ټرمپ په داسې وخت کې بیان کړه چې د امریکا د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې یې د خپلو ټاکنیزو مسایلو په اړه خبرې کولې. بي بي سي د ټرمپ خبره داسې را نقل کړې ده: «موږ د ځینو رادارونو د له منځه وړلو اقدام وکړ او وروسته مو سلیماني وواژه. دوی مجبور وو چې د خپلې ابرو د خوندي کولو لپاره ظاهري غبرګون وښيي، چې دا یوه طبیعي چاره ده؛ وروسته یې موږ ته پیغام را ورسېد او ویلي یې وو چې دوی به په عراق کې د امریکا پر اډه "عین الاسد" ۱۸ توغندي وتوغوي، داسې چې مستقماً به اډه نه په نښه کوي، بلکې شاوخوا سیمه به ولي.» ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران په دغو بریدونو کې هېڅ امریکایي سرتېري ته زیان ونه رسېد، هغه وایي: «دغه پټه مسله مې لومړي ځل د امریکا د احترام ساتلو لپاره بیان کړه.» ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا خپل هغه مقام او احترام د "بایډن" په ولسمشرۍ کې له لاسه ورکړی، چې پخوا یې د ده په وخت کې درلود. له همدې امله ټرمپ په عام محضر کې دغه کیسه وکړه او ایران یې رسوا کړ؛ ځکه د نوموړي ټول تمرکز پر خپل ټاکنیز کمپاین او ځان او خپل حزب ته د خلکو په رابللو دی؛ ان که د خلکو د راجلبولو بیه له امریکا څخه د ایران له پیروۍ پرده پورته کول هم وي. د خپلې ابرو د ساتلو لپاره د عین الاسد اډې شاوخوا بریدونو په اړه د ایران لخوا د اجازې غوښتلو په اړه چې ټرپ څه وویل، په حقیقت کې د ایران د سیاست رسوایي او د مقاومت محور په اړه د دغه هېواد دریځ و. دا کړنه په حقیقت کې له امریکا سره د ایران د شرموونکو اړیکو پایله ده او له دې مسلې ښکاري چې د ایران او امریکا تر منځ دښمني یوازې په رسنیو کې د دوکې لپاره ده او بس. همدارنګه د ایران درواغجن سیاست دا ثابتوي، چې د مقاومت په محوریت کې د ایران د رهبرۍ خبره یوازې درواغ دي او غواړي چې په همدغو درواغو د ایران د سیاست اصلي حقیقت پټ کړي او مقاومت د شا لخوا په خنجر ووهي. دلیل یې په هغه جګړه کې د ایران نه ګډون دی، چې یهودي ځواکونو د غزې د خلکو پر ضد په ډیر وحشت پیل کړې او دا جګړه د ایران، چې ځان د مقاومت محور رهبر ګڼي، لپاره یو طلایي فرصت دی، چې ور ودانګي او د مقاومت د ډلو مرسته وکړي، ځکه دا ډلې اوسمهال مرستې او همکارۍ ته سخته اړتیا لري، ترڅو د دې جګړې پر وړاندې خپل ثبات خوندي کړي، هغه جګړه چې هدف یې د دغو ډلو له منځه وړل دی.

ایران له مقاومت ډلې سره ژمنه کړې وه، چې که چېرې د یهودو رژیم ځمکنۍ جګړه پیل کړي، دوی به هم جګړې ته داخل شي، خو اوس وینو چې ځمکنۍ جګړه پیل شوې او د یهودو پوځ پر غزې تړانګې برید کړی او له هغې سره نښلېدونکې ټولې لارې یې تړلې دي؛ خو ایران تر اوسه همغه پخوانۍ لوبې تکراروي او یوازې په رسنیو کې شعارونه ورکوي. دوی تش د خولې ګواښ کوي، خو په عمل کې یې له غزې سره مرسته نه ده کړې. پر همدې اساس ښکاري چې د ایران په مشرۍ د مقاومت محور دروغ او تشې ادعاوې نورې افشاء شوې دي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د مقاومت محور او د هرې هغې ډلې رهبري چې دغه صفتونه لري، له منځه لاړ شي. نن ورځ هغه څه چې د مقاومت محور په نامه یادېږي، پای ته رسېدلي او د غزې تر جګړې وروسته به دوام ونه کړي.

نو مقاومت د ایران لخوا د تل لپاره یوه سیاسي لوبه وه، چې دغه هېواد ګټه ترې اخیسته او په عملي برخه کې یې هېڅ مقاومت نه درلود. د دغه مقاومت رول دا دی چې د مقاومت ډلو د کنټرول له لارې د امریکا ګټې خوندي کړي؛ یعنې همدغه ډلې کنټرولوي، د هدف خلاف د هغوی مسیر بدلوي، ځواکونه یې کمزوري کوي، د کمزورۍ ټکي یې څرګندوي، په داخلي جګړو کې یې ښکېلوي او ځواکونه یې سره پاشي.

له شک پرته نن ورځ داسې ښکاري، چې د ایران مقاومت همغه ایرانۍ لوبه ده، چې یوازې تر احساساتي خبرو او شعارونو محدودېږي، چې د ایران ناوړه څېره ښه څرګنده کړي؛ مثلاً، د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي په ریاض کې په عربي اسلامي کنفرانس کې له نورو ګډونوالو څخه په دغو درواغو کې ځان وړاندې کړ او ویې ویل: موږ شعار نه، بلکې عمل غواړو. که څه هم نوموړی پوهېده چې په دغه کنفرانس کې به له تشو خبرو او درواغو پرته بل څه نه وي. د بېلګې په توګه، کله چې په ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي څخه د اکتوبر د ۷مې په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي تر دې وروسته چې ایران له دغې پېښې سره هر ډول لاس لرل رد کړل، داسې ځواب ورکړ؛ چې که چېرې ایران د حماس پر ځای وی، هېڅکله به یې په دغې نېټه د حماس په څېر عمل نه وی کړی، همدا ایران دی او همدا یې واقعیت دی! له شک پرته د ایران نظام له سره تر پښو په درواغو، چل او دوکې چلېږي، چې غرب ته په یوه ژبه او اسلامي ډلو ته په بله ژبه غږېږي! خو د ایران د سیاست حقیقت همغه رسوا‎يي ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر، ټرمپ ترې پرده پورته کړه او دا مطلب پر دې ټینګار کوي چې د ایران او امریکا تر منځ تلپاتې اړیکه ده. همدارنګه دغه مسله په ډاګه کوي، چې ایران له ظاهري او غولوونکو عملونو پرته له عربي دولتونو سره هېڅ توپیر نه لري، ځکه عربي دولتونه په ظاهر او باطن کې په ټوله معنا د امریکا او غرب پیروي کوي، خو د ایران دولت په باطن کې د امریکا پیروي کوي او په ظاهر کې بیا ځان د امریکا او غرب دښمن ګڼي.

لیکوال: احمد خطواني

د الرأیه له ۴۶۹ مې ګڼې څخه اخیستل شوې

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د الازهر رول باید داسې نه وي اې د الازهر علماوو! ستاسو رول د غزې د خلکو ملاتړ او د فلسطين د ازادولو لپاره د امت او پوځونو راپورته کول دي.

  • خپور شوی په مصر

 (ژباړه)

الازهر د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۱۸مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې د الفاخورة  او تل الزعتر ښوونځيو ټول‌وژنې پکې غندل شوې وې. دوی د عربو او اسلامي امت پر چوپتیا نيوکه کړې چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې مخ نه دی سپین کړی. الازهر د فلسطين له خلکو سره غمشریکې ښودلې او ورته ویلي يې: مه ناهيلي کېږئ، ستاسو غچ له الله سبحانه وتعالی سره دی. د نړۍ پر ازادو خلکو یې غږ کړی چې د صهیونیستانو او هغو د ملاتړو د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو موټی شي؛ د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او د نږدې او لرې پرتو خلکو د بې غورۍ پر وړاندې غږ پورته کړي او د دغه تور یرغل، چې بې ګناه فلسطینی ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان په نښه کوي، د بندولو لپاره له هر ډول ممکنه فشار څخه کار واخلي. دغه راز یې د بې ګناه فلسطینیانو پر وړاندې د هغوی د جنایتونه، ټول‌وژنو او روانو ظلمونو د افشا غوښتنه کړې.

نړۍ د هغه څه پر وړاندې چوپه خوله نه ده چې په غزه کې زموږ له خلکو سره کېږي؛ بلکې د امت پر وړاندې د یهدو په جنایتونو کې شریکه ده او ملاتړ یې کوي. اسلامي امت بې وسه او کمزوری دی؛ د داسې نظامونو په غېږ کې پروت دی چې د دغه غاصب دولت ساتنه کوي او د روانو جنایتونو پر وړاندې د امت د غوسې او قهر راپارېدو مخه نیسي. زموږ حکام د دغه دولت ساتونکي او د جرم شریکان دي؛ نو تاسو څنګه له دوی تمه کولی شئ چې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې خپل مخونه سپین کړي؛ له دوی څخه د څه تمه لرئ!؟

یوازینی عمل چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مو مخ سپينولی شي؛ د پولو له منځه وړل او د فلسطین د ټولې سپېڅلې خاورې د ازادولو او هلته د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره د لښکرو بسيج کول دي. په دې کې د دغه فاسد دولت او د هغه د ټولو ملاتړو له منځه وړل شامل دي. دا یوازې د اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت له لارې کېدی شي.

د الازهر د علماوو او مشرانو دنده یوازې د یهودو د اعمالو غندنه یا د نړۍ پر ازادو خلکو، چې لږ نفوذ لري، غږ کول نه دي. بلکې  دوی باید د اسلامي امت پر لښکرو غږ وکړي چې جهاد وکړي او د اسلام غصب شوې خاوره ازاده کړي؛ په غزه او ټول فلسطین کې زموږ د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او هغه څه له مخې لرې کړي، چې د دغه مکلفیت پر وړاندې یې خنډ ګرځي.

[وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ] [انفال: ۷۵]

ژباړه: «او کومو کسانو چې وروسته ايمان راوړ او بیا یې هجرت وکړ او له تاسو سره یو ځای یې جهاد وکړ؛ هغوی هم له تاسو څخه دي. خو د الله تعالی په کتاب کې د وينې خپلوان (د ميراث وړلو له نظره) یو له بل څخه ډېر حقدار دي. په یقيني توګه الله تعالی پر هر څه پوهېږي.»

د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۶مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۲۰مه

ژباړن: محمد حامد       

 

د مطلب ادامه...

د یهودو رژیم، د مسلمانانو حکامو، د دوی استعمارګرو ملاتړو او د مسلمانانو پوځونو ته پیغام!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هغه څه چې اوس په غزه کې روان دي، یو بشپړ جنایت دی!

امریکا له یهودو څخه د ملاتړ لپاره جنګي بېړۍ استوي، اردوغان د تښتېدلو یهودانو هرکلی کوي او هغوی ته پناه ورکوي، سیسي د رفح سرحدي دروازه تړي او د اردن رژیم د یهودو د ملاتړو قدرتونو د الوتکو پر مخ هوایي ډګرونه او اډې پرانیزي، خو د فلسطین او اردن تر منځ نښلوونکی پل بیا تړي! د یهودو رژیم پر غزې تړانګه اوبه، برېښنا او سون توکي بندوي او د سپین فاسفورس او توغندیو په واسطه یې ټوټه ټوټه کوي، چې د همدې بمبارۍ او له وحشته ډک تیري په پایله کې زموږ سلګونه کسان په غزه کې ټپیان او شهدان شوي دي. 

د دغه ناوړه جنایت پرمهال چې جنایتکار صهیونستان او د دوی ملاتړې امریکا او د هغې ولاء یعنې د مسلمانانو حکام او رژیمون یې ترسره کوي، داسې وایو: 

اې د یهودو ډارن رژیمه!

ته په خپلو ټانکونو سره ګلان ماتولی شې؛ خو هېڅکله د پسرلي راتګ ځنډولی نه شې!

اې جنایتکار رژیمه!

ته په غزه کې په خپلو ټانکونو سره زموږ خلک لاندې کولی شې؛ خو هېڅکله د نبوت پر منهج د راشده خلافت راتګ ځنډولی نه شې! یوازې پینځه سوه مجاهدین په دې توانېدل چې تاسو له وحشت او مصیبت سره مخ کړي؛ نو د امت طوفان، چې رهبري به یې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت دولت کوي، څه ډول وي؟

اې ظالم سیسي او اې د امریکا مزدوره!

ته د غزې د خلکو پر وړاندې د رفح سرحدي دروازه تړلی شې؛ خو د هغه نصرت مخه نه شې نیولی، چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس په واسطه او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به ژر راشي او ستا له سر څخه به شیطاني وسوسې وباسي!

اې ملک عبدالله ثاني او اې د انګلیس مزدوره!

ته د اردن او فلسطین تر منځ پل بندولی شې او زموږ خلک په فلسطن کې له منځه وړلی شې؛ خو هېڅکله د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت تاسیس ځنډولی نه شې؛ هغه خلافت چې ستا د پلورونو او نیکونو هغو خیانتونو ته به د پای ټکی کېږدي، چې د اسلامي امت، د فلسطین د خلکو او د هغوی د مقدساتو په حق کې یې ترسره کړي دي!

اې د سوریې ظالم او جنایتکاره او اې د امریکا سپیه!

ته زموږ خلک په شام کې له منځه وړلی شې؛ خو هېڅکله د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت تاسیس ځنډولی نه شې؛ هغه خلافت چې ستا تاج او تخت به ونړوي او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به اسلام یو ځل بیا په خپل پخواني شان و شوکت سره د شام هرې برخې ته را وګرځوي!

اې هغو حکامو او رژیمونو چې اړیکې عادي کوئ!

تاسو له امت سره خیانت کولی شئ او له دښمنانو سره یې اړیکې عادي کولی شئ؛ خو هېڅکله د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت راتګ ځنډولی نه شئ؛ هغه خلافت چې ستاسو د کمزورو رژیمونو بنسټونه به چې انګلیس او استعمارګرانو درته جوړ کړي، له منځه یوسي!

اې اسعمارګرو او بې‌کسو کفارو!

تاسو د خپلو ګټو او مصلحتونو لپاره د یهودو له رژیم او په زموږ په خاورو کې له ظالمو حکامو څخه ملاتړ کولی شئ؛ خو هېڅکله د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت تاسیس ځنډولی نه شئ؛ هغه خلافت چې زموږ په خاورو کې به ستاسو استعمار او لوټلو ته د پای ټکی کېږدي، زموږ په تصمیمونو کې به ستاسو فیصلې ختمې کړي او تاسو به زموږ له خاورو څخه د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه په ذلت او مایوسۍ سره وشړي!

موږ تاسو ټولو ته وایو، اوس چې هر څه غواړئ، ویې کړئ؛ ځکه زموږ د امت پسرلی به حتمي راځي او خلافت؛ زموږ عزت او زموږ د رب نظام دی او همداراز ستاسو د لوبو او چلونو پر وړاندې اوسپنیزه کلا ده، موږ ستاسو له استعمار څخه خوندي کوي او زموږ مال ستاسو له لوټلو څخه ساتي.

مګر اې د مسلمانانو لښکرو! تاسو ته داسې وایم:

تاسو د ویدو زمریانو په څېر په خپلو نظامي اډو کې چوپ پاتې کېدلی شې او له هغو پېښو څخه سترګې پټولی شئ، چې غزه، اقصی او ستاسو فلسطیني وروڼه ورسره مخ دي؛ خو د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی پر حضور کې له ذلت او خوارۍ څخه ځان نه شئ ژغورلی؛ هغه ورځ چې له تاسو څخه به د فلسطین، غزې او د هغوی د ماشومانو، ښځو او سپینږیرو په اړه ستاسو د بې‌غورۍ او بې‌پروایۍ پوښتنه کېږي! نو پاڅېږئ او حرکت وکړئ! الله سبحانه وتعالی دې پر تاسو رحم وکړي او هغه سبحانه وتعالی ته له خپل ځان څخه خیر ښکاره کړئ! ټول د جهاد لپاره را ووځئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه مه وېرېږئ! له خپلو خاینو حکامو څخه نافرماني وکړئ او امر ته یې غاړه مه ږدئ او له خپل امت سره مرسته او نصرت وکړئ، ترڅو له دردوونکي الهي عذاب څخه وژغورل شئ او له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له مجاهدو اصحابو رضی الله عنهم سره په جنت کې د تل لپاره یو ځای شئ!

﴿یوْمَ لَا ینفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ (88) إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ[شعراء: 88 و 89]

ژباړه: ‏‏هغه ورځ چې مالونه (یعنې مادي ځواک) او اولادونه (انساني ځواک) به ګټه نه کوي؛ بلکې یوازې هغه کس (ژغورل کېږي چې خپل مالونه یې د الله په لاره کې لګولي وي او خپل اولادونه یې د الله په لاره کې جهاد ته لېږلي وي) ګټه کوي، چې په سالم زړه (له کفر، نفاق او ریا څخه پاک) سره د الله حضور ته راغلی وي. 

په پای کې خپلو هغو مجاهدو وروڼو ته چې په غزه کې دي، وایم: الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د خیر بدله او برکت درکړي او ستاسو زړنه دې ګرم او خوشاله کړي؛ لکه څنګه چې تاسو د ټول امت زړونه ګرم کړل! الله سبحانه وتعالی دې ستاسو د شهیدانو روحونه خوشاله او مبارک کړي او ستاسو دردونه دې ارام کړي او هر چا چې تاسو ته شا کړې، الله یې دې خوار او ذلیل کړي او الله دې له تاسو سره په دغه ابتلاء کې مرسته وکړي! زموږ وژل شوي کسان په جنت او د یهودو وژل شوي په دوزخ کې دي. تاسو ښه پوهېږئ چې د ټولو مسلمانانو زړونه ستاسو د نصرت او خلاصون لپاره ټوپونه وهي؛ مګر د استعمارګرو مزدور حکام نه پرېږدي، چې امت له تاسو سره مرسته وکړي او پوځیان د غزې او ټول فلسطین د نصرت لپاره د حرکت کولو مخه نیسي؛ خو تاسو ته زېری درکوم، هغه نصرت چې تاسو په فلسطین کې له یهودو سره په جګړه کې پیل کړی، په نږدې وخت کې به له فلسطین څخه بهر د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه د اسلامي دولت په تاسیس سره په یوه قوي نصرت بدل شي او هغه مهال که فلسطین په څو ساعتونو کې ازاد نه شي، خو په څو ورځو کې به حتمي ازادېږي. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته صبر او استقامت درکړي او د دښمن په ماتولو سره دې تاسو ته نصرت درکړي! آمین!

لیکوال: فرج ممدوح

ژباړن: صهیب منصور

 

د مطلب ادامه...

اې د یمن پوځه: فلسطین له تاسو غواړي چې ملاتړ يې وکړئ او یهودیان تر خپلو پښو لاندې کړئ.

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه، شنبه سهار، اتلو مجاهدینو د غزې تړانګه کې د طوفان الاقصی عملیاتو د یوې برخې په توګه ناڅاپي برید کې یهود د زرګونو راکټونو او توغندیو تر بریدونو لاندې راوستل. دغو بریدونو یهودي دولت او ټوله نړۍ حیرانه او له خوبه راويښه کړه؛ د مسلمانانو زړونه یې خوشحاله کړل او د جهاد روحیه یې پکې راژوندۍ کړه. نو له الله تعالی څخه بریا او استقامت ورته غواړو.

د تل په څېر؛ په اسلامي هېوادونو کې لاسپوڅو چارواکو له غندنې، ملامتیا او لاریونونو ته له بلنو پرته څه ونه کړل! د دغو غونډو تنظیمونکې کمېټې د یمن له خلکو وغوښتل چې د یمن پلازمېنې صنعا په باب العلم ښار کې د الاقصی مبارکو عملیاتو په ملاتړ لاریون وکړي. پر دې سربېره، د دغو عملیاتو په ملاتړ د یمن یوه مرکزي ښار تعز کې هم د یهودیانو پر ضد پراخ لاریونونونه وشول.

دا چې خلک د فلسطینیانو او طوفان الاقصی عملیاتو په ملاتړ لاریونونو ته راوتلي؛ ښيي چې هغوی د مسجدالاقصی ازادولو ته لیواله دي؛ خو حکام يې مخه نیسي. حکام باید خلک لاریونونو او غندنو ته را ونه بولي، بلکې باید د فلسطین سپېڅلي خاورې د ازادولو لپاره پوځونه بسیج کړي چې د دغې سپېڅلې خاورې د فاتحانو او ازادوونکو تاریخ تکرار کړي.

یهودي دولت د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې زموږ د وروڼو وژلو، بې ځایه کولو، کورونو ویجاړولو، د هغوی د ځمکو غصبولو، فصلونو سوځولو او نورو وحشتونو ته دوام ورکوي. یهودي دولت هڅه کوي چې دوی ختم او د فلسطین مقدس ځایونه یهودي کړي؛ دغه کړنې به یې ونه درېږي او تر هغه به دوام وکړي چې څو دغه شیطاني دولت په اسلامي هېوادونو کې د پښې ایښودلو ځای ولري. دا هم څرګنده شوه چې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په کنډواله کې د یهودو له لوري د ادعا شوي معبد جوړولو پلانونه د پرمختګ په حال کې دي.

د مسلمانانو حکام په خیانت کې ښکیل دي. ځینو یې په ښکاره له یهودو سره اړیکې عادي او پیل کړې؛ ځینو یې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د جګړې بندولو غوښتنه کړې او ځینې یې پر دې باور دي چې دوی زموږ په خاوره کې –چې استعمار دوی ته ورکړې- د خپل ځان د دفاع حق لري. خاین حکام او تر شا یې استعماري باداران پوهېږي چې مسلمانان له یهودي دولت سره خواخوږي نه لري او نه به یې وکړي، بلکې تر دې مرګ غوره ګڼي. دغه حکام په خپل ټول توان هڅه کوي چې زموږ احساسات سره ووېشي او د لاریونونو له لارې زموږ اسلامي احساسات خړوب او وځپي؛ دا به نه فلسطین ازاد کړی او نه کوم بل ځای. له دې ثابته شوه چې د مسلمانانو حکام د دې امت غړي نه دي؛ بلکې د امت پر بدن پردۍ ناروغي ده چې باید ورکه شي او همدا حکام دي چې د فلسطین قضیه کمرنګه ښيي او امت ته یې د یوې ملي قضیې په توګه ور معرفي کوي؛ خو ټول اسلامي امت په دې پوهیږي چې دا د هغه ستر امت قضیه ده چې د ځمکې پر مخ په لویو جګړو کې برلاسی شو چې صلیبیان يې په حطین او مغولان یې په عین جالوت جګړو کې مات کړل او دا فاتح امت به بیا راپورته کیږي ترڅو پر فلسطین او نورو ټولو اشغال شویو اسلامي خاورو بیرته واکمن شي.

اې د یمن پوځه، اې ځواکمنو او نه ماتېدونکو خلکو:

دا ستاسو لپاره کبیره ګناه او ستر شرم دی چې د کفارو د شومو پلانونو د عملي کولو لپاره په خپل منځ کې جنګېږئ او د الله سبحانه وتعالی کمزوری مخلوق یهودیان د فلسطین په مبارکه خاوره کې په وحشت بوخت دي! ايا تاسو د هغوی چيغې او نارې له هغو مجاهدينو نه اورئ چې ستاسو په لاس کې د شته وسلو یوه برخه هم نه لري!؟ ترهغه چې د پردو شاته ناست او ننداره کوئ؛ ګنهګار يئ، ځکه چې له تاسو سره د بریا او نصرت وړتیا شته. نصرت له رښتینو مومنانو سره دی او د اسراء او معراج خاوره، فلسطین پر تاسو د نصرت غږ کوي. دا خاوره په لاریونونو نه، بلکې ستاسو او د امت له منځه د وفادارو پوځونو پر مټو ازادېږي. تاسو هغه څوک یئ چې فلسطین اړتیا ورته لري او تاسو هغه څوک یئ چې فلسطین او نورې اسلامي خاورې ازادولی شئ. ټول امت تاسو ته سترګې پر لار دی، له تاسو مرسته غواړي، تاسو ته فریاد کوي او د داسې ملاتړو په لټه کې دی لکه پخوا چې وو. دلته، د غزې اتلانو د دغه شیطاني دولت د سوځولو لپاره جرقه روښانه کړې. اې پوځه! څنګه چې هغوی ستاسو ملاتړ کړی، هغسې به یې ملاتړ وکړئ؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «مګر که هغوی په دین (کې د ظلم پر وړاندي) له تاسو ملاتړ وغواړي، له هغوی سره مرسته پر تاسو فرض ده.» [الانفال:۷۲].

نو د قيامت تر ورځې پورې د قوت او شجاعت او د جهاد خلک اوسئ. د انصارو ميراث تازه کړئ؛ د خپلو نېکونو، لومړيو مجاهدينو میراث تازه کړئ چې د ځمکې هرې څنډې ته د اسلام لېږدولو لپاره له يمن څخه ووتل. موږ حزب التحریر پر تاسو غږ کوو چې د خپلو خلکو ملاتړ وکړئ، یهودیان وځپئ او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړئ.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې مؤمنانو! کله چې پیغمبر تاسو ته د هغه څه پر لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی د الله او د هغه د پیغمبر استجابت وکړئ او وپوهیږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او د هغه لورې ته به راغونډ کړای شی.»[الانفال: ۲۴]

حزب التحریر-ولایه یمن

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې