دوشنبه, ۲۳ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

یوه لوېشت ځمکه

(ژباړه)

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ أَخَذَ شِبْرًا مِنَ الْأَرْضِ بِغَيْرِ حَقِّهِ طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ». (صحيح ابن حبان)

ژباړه: هر څوک چې یوه لوېشت ځمکه په ناحقه ترلاسه کړي، د قیامت په ورځ به له اوو ځمکو څخه همدا یوه لوېشت په غاړه کې ور اچول کېږي.

دغه حدیث شریف د خلکو د حقونو او پر هغو د تیري له حرمت څخه خبرداری ورکوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو ډېر خطرناک کار خبر ورکوي، چې الله سبحانه وتعالی به یې ترسره کوونکي ته سخت عذاب ورکړي. دغه خطرناک کار په ناحقه د مسلمان ورور د یوې لوېشتې ځمکې نیول دي او جزا یې دا ده چې د قیامت په ورځ به هر هغه څه له ځان سره د محشر میدان ته راوړي، چې په ظلم او زور یې نیولي  وي.

نو د هغو کسانو عاقبت به چې په ناحقه یې دومره ځمکې نیولې دي، څه وي؟! او څه ډول به مجازات کېږي. همدارنګه د هغو کسانو عاقبت به څه وي، چې په ناحقه د مسلمانانو خاورې نیسي؟ هغه کسان به څه ډول مجازات کېږي، چې ځمکه یې تباه کړې وي، اوسېدونکي یې ترې ایستلي وي او خاوره یې دښمنانو ته ورکړې وې؟! لکه نن ورځ چې د اسلامي خاورو حاکمانو د فلسطین مبارکه خاوره یهودو ته په ورکولو سره، چې د الله او د هغه د رسول او مسلمانانو دښمنان دي، تباه او برباد کړه؛ نو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به د هغوی مجازات څه وي او د خپلو دغو کړنو په سبب به د څه ډول عذاب مستحق شي؟

له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی هر مجرم او جنایتکار ته جزا ورکوي، مګر دا چې توبه وکړي او پرې‌ يې ږدي. موږ ته پکار ده چې د هغه ظالم پر وړاندې ودرېږو چې د مسلمانانو مالونه لوټي، هغه نهی کړو او له دغه کار څخه یې منعه کړو؛ ترڅو د الله سبحانه وتعالی په مرستې او نصرت سره چې د خلافت دولت له دعوتګرو سره یې ژمنه شوې، زموږ حالت بدل شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ظالم ته ووایو «ته ظالم یې»، الله سبحانه وتعالی دې موږ او زموږ ملګرو ته حق را ورسوي او دغه دین ته په نصرت سره دې موږ ته عزت راکړي. اللهم آمین.

لیکوال: ډاکتر ماهر صالح

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

تونسي چارواکو د حزب التحریر یو غړی د غزې د خلکو د ملاتړ په «جرم» نیولی

  • خپور شوی په تونس

 (ژباړه)

د تونس په پلازمېنه کې یوې امنیتي ادارې د ۲۰۲۴م کال، د جنوري ۵ مه د حزب التحریر له لوري تنظیم شوي لاریون وروسته یو ځوان، محمد امین نیولی. دغه لاریون له الفتح جومات څخه پیل شو او د ښاروالۍ تر تیاتر پورې له «موږ یو قوم نه یو چې له بل قوم سره خواخوږي وکړو؛ بلکې موږ یو واحد امت یو!» غږ سره روان و.

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د دې ناعادلانه نيونې په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوي:

۱. لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه کېږي، بلکې په وار وار تکرار شوې. دا د همغو پخوانیو حکامو د پالیسیو دوام دی، چې تورونه پورې کوي او غواړي هغه غږ چوپ کړي چې د شريعت امر دی؛ له یهودو سره د مبارزې او د هغو مسلمانانو د ملاتړ غږ چې د نړۍ د سترګو په وړاندې له منځه وړل کېږي. دوی وایي چې د مسلمانانو د حکامو منافقت به نه یادوئ او د واک څښتنانو ته د اسلام په ژبه خطاب جرم دی، ځکه خو د حزب التحرير شباب پرې نیول کېږي!

د تونس چارواکي ادعا کوي چې د غزې له خلکو سره ولاړ دي؛ خو د حزب التحریر د شبابو له نیولو لاس نه اخلي، چې پر پوځونو غږ کوي چې په فلسطین کې د وینو تویولو مخه ونیسي!

۲.  د تونس رژیم د حزب التحریر د شبابو د پرله پسې نیولو له لارې هڅه کوي چې پر پوځونو د بسيج کېدو غږ چوپ او د قدرت له څښتنانو څخه د مظلومانو د ملاتړ مفکورې پر وړاندې خنډ شي؛ ځکه پوهېږي چې دغه غږ د یوې مشروع حللارې او د فلسطين لپاره د واقعي ملاتړ پر لور د امت د بسيج کېدو غږ دی.

۳. دا ناعادلانه نیول حزب التحریر له حق څخه نه شي راګرځولی او نه یې د دعوتګرو هوډ کمزوری کولی شي. دا پر الله سبحانه وتعالی د دوی باور، عزم او د حق پر لار ثبات لا ډېروي. له دې سره د دغو دعوتګرو یقین لا ډېرېږي چې الله سبحانه و تعالی خپلو مومنو بندګانو ته بری او نصرت ورکوي؛ خیر که لږ وروسته هم شي.

 «أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللهِ قَرِيبٌ» [بقرة: ۲۱۴]

ژباړه: «له شک پرته، د الله تعالی نصرت نیږدې دی»

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۴مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۶مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د حکامو خیانت او ډار د دې لامل شوی چې د یهودانو شرير دولت د مسلمانانو په ښارونو کې مجاهدین ترور کړي Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۲مه، د بیروت په جنوبي څنډه کې د یهودي دولت د خاینانه او شريرو عملیاتو په ترڅ کې د یوې بې پيلوټه الوتکې د بريد په پایله کې شیخ صالح العاروري او د هغه ځینې ملګري ووژل. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې پر هغوی خپل رحمت او مفرت ولوروي او د شهیدانو ابدي ځای ورکړي.

د یهودي دولت د ظلم او تېري لاس اوږد شوی او پر سپېڅلې خاورې سربېره، د بلې اسلامي خاورې په پلازمینه کې د خلکو له وژلو او ویجاړۍ خوند اخلي؛ دا ځل یې په بيروت کې د مجاهدینو په ترور لاس پورې کړی. له دې سره یهودي دولت نه یوازې د فلسطین پر خلکو برید وکړ او مجاهدین یې شکنجه کړل؛ بلکې د رژیمونو او د هغوی د حکامو "کاذب عزت" او "تش په نوم حاکمیت" چې پاتې و، هغه یې هم له منځه یوړ. يهود د همدغو حکامو په شتون کې هغه مجاهدين شکنجه کوي او وژني، چې په خپله خاوره کې يې پناه اخستې. د حکامو پر پلازمېنو برید کېږي چې دوی لکه ذلیل ډارن چوپه خوله دي. دا د دښمن لخوا د دوی له توهین او سپکاوي پرته بل څه نه دي؛ دغه دښمن له وړاندې د دوی عزت او وقار تر پښو لاندې کړی. حکام کاڼه، ړانده او ډارن دي؛ د دښمن د ځواب ویلو جرات نه شي کولی!

دغو حکامو د فلسطين خلک له ماتې سره مخ کړي او د دوی له لاسه په  سپېڅلې خاوره کې له منځه وړل کېږي. د شهيدانو او ټپیانو شمېر تر ۸۰،۰۰۰ اوښتی. همدا حکام د مجاهدينو پر وړاندې دسيسې جوړوي چې له ماتې سره يې مخ کړي. داسې ښکاري چې دغه حکام په همدومره شرم او خیانت نه دي راضي او ان یو شمېر مجاهدين اوس په خپلو پلازمینو کې وژني.

د یهودي دولت د جنګ او جنایت لمن په پراخېدو ده. په ګناه او وینو ککړ لاس یې د ګاونډیو پلازمینو ته غزیدلی، هلته مجاهدین او په مجاهدینو پورې تړلي هر څه موخه ګرځوي. ظلم او ستم اوج ته رسېدلی. دا ځکه چې داسې څوک نشته چې لاس یې لنډ او ان ملا یې ماته کړي او جرړې یې راوباسي. د دوی په وینو او ګناوو ککړ لاس به همداسې غځېدلی پاتې وي او ويجاړۍ به تر هغه دوام مومي، چې څو دا ډارن حکام د واک پر ګدۍ ناست وي. څوک چې دا فکر کوي چې د یهودي دولت فساد او جنایت په مصنوعي پولو پورې محدود دی، تېروتنه کوي او د یهودانو فاسد طبیعت نه پیژني. څوک چې پر هغو حکامو باور لري، چې د خپلو خلکو پر وړاندې خبرو کې ادعا کوي، چې د فلسطين په یوازې پرېښودلو سره خپل هېواد د یهودو له شریر  دولت څخه امن ساتي، احمق دي. دا دي یهودي دولت یې پر پلازمینو بريد کوي او مسلمانان په خپلو کورونو کې وژني.

اې مسلمانانو په ځانګړې توګه ستاسو په منځ کې د قدرت څښتنانو، افسرانو او سرتېرو!

دغه دښمن ستاسو د حکامو د ذلت او سپکوالي له امله تاسو ته په کمه سترګه ګوري چې دښمن ته یې د همکارۍ لاسونه ورکړي دي. اوس دښمن ستاسو په منځ او ستاسو په پلازمینو کې، چې ستاسو تر ساتنې لاندې دي، ستاسو زامن، د فلسطين خلک او مجاهدين شهیدانوي. همداسې له شاوخوا ۹۰ ورځو راهیسې هغوی په فلسطين کې د غزې په خاوره کې هره ورځ شهیدانېږي. د هغوی د شهيدانو او ټپیانو شمېر اوس ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. نو څه کوئ؟ ایا دغه شهيدان او وينې یې پر تاسو حق نه لري!؟ ايا د مسلمان وينه شرعي حرمت نه لري، چې د ملاتړ لپاره یې باید اقدام وکړئ!؟ ایا د مسلمانانو وینه هغه سره کرښه نه ده چې، غوسه یې باید په عمل بدله شي او داسې خوځښت رامنځ ته کړي، چې د دغه دولت جرړې وباسي؟ ایا پر پلازمینې بريد ستاسو پر عزت او وقار برید نه دی، چې باید په اړه یې پوځونه بسيج کړئ!؟ ستاسو حکامو دغه دولت ته جرات ورکړی؛ فکر کوئ چې بیا به ستاسو پر وړاندې داسې جسارت ونه کړي او په خپلو کورونو کې به مو ونه وژني!؟

اې مسلمانانو او د واک خاوندانو:

له دغو پېښو سره نور د چوپتیا او بې حرکته پاتې کېدو لپاره پلمه نه لرئ. په دغو وینو ستاسو او الله د دښمن، یهودي دولت لاسونه سره دي. ستاسو له خاورې یې د ځان لپاره د جګړې ډګر جوړ کړی. دا هر څه شپه او ورځ پر تاسو غږ کوي او له تاسو څخه غواړي چې د خپل دین، خپلو وروڼو او خلکو د ملاتړ لپاره وخوځېږئ. خپل ثبات وساتئ او مسلمانان د دغو حکامو له مصيبتونو څخه خلاص کړئ. مسلمانان د دغو حکامو له ذلت او شر خلاص کړئ، چې ستاسو پر وړاندې یې دښمنانو ته جرات ورکړی. دا کار داسې کولی شئ چې د دغو حکامو تختونه رانسکور کړئ او یوې مخلصې رهبرۍ، حزب التحریر ته –چې ستاسو په منځ کې دی- نصرت ورکړئ چې د نبوت پر منهج راشده خلافت اعلان کړي. دا خلافت دی چې تاسو به د جهاد او فتح په ډګرونو کې رهبري کوي؛ د پاکو وینو غچ به اخلي، دفاع به یې کوي، د الله سبحانه وتعالی امر ته به لبیک وايي او تاسو به د الله د رضا لپاره د دښمن په مقابل کې مخ پر وړاندې بیايي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ][توبه: ۳۸]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانده کښېناستلی؟ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې دنیوي ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي.»

حزب التحریر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

ناوړه او شرير امیران او له هغوی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیزاري

(ژباړه)

له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«سَيَكُونُ مِنْ بَعْدِي أُمَرَاءُ يَغْشَاهُمْ غَوَاشٍ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ بَرِيءٌ، وَهُوَ مِنِّي بَرِيءٌ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ مِنِّي» (صحيح ابن حبان 285 )

ژباړه: په راتلونکي کې به داسې حاکمان راشي چې درباریان به پرې راګرځېدلي وي، هر څوک چې هغوی ته ورشي، درواغ یې تصدیق کړي او د هغوی په ظلم کې ورسره ملګري شي، زه ترې بېزار یم او که څوک ورنه شي او ملګرتیا ورسره ونه کړي، هغه له ما څخه دی او زه له هغوی څخه یم.»

دغه حدیث شریف د هغو حدیثونو له ډلې دی چې موږ ته په راتلونکي کې د پېښېدونکو پېښو او دا چې تر هغه وروسته باید څه وکړو، خبر راکوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکوي چې داسې کسان واک ته رسېږي چې وړ یې نه دي، له الله سبحانه وتعالی څخه نه ډارېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې یو شمېر خلک به له دغو حکامو سره مرسته کوي، د هغوی ملتیا به کوي او کړنو ته به یې مشروعیت ورکوي. دغه خلک د سنتو پیروان نه دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت پر مسیر نه دي روان.

هغه څه ته چې پام ور اوړي، په دوو بڼو د یادې کلمې تکرار دی، هغه دا چې دغه خلک د استقامت او پر حق د منګولو لګولو د نشت په دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیروانو او مسلمانانو څخه نه دي. یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزار نه دی، بلکې هر څوک چې پیروي ترې کوي، له دغو خلکو څخه هم بېزار دي. دغه امر مسلمانانو ته د حکامو او د هغوی له لاسپوڅو څخه برائت ورکوي او مسلمانان باید هغه حکام او دننه کړۍ یې ونه مني چې د هغوی په ظلم کې ورسره مرسته کوي.  

په بله برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له هغوی سره د تعامل لارې چارې راښيي. باید هغه کړنې او خبرې یې چې د شرعې خلاف یې ترسره کوي، تصدیق نه کړو او له هغوی سره مرسته ونه کړو. د هغوی پر وړاندې باید ودرېږو او څومره چې وس لرو، د هغه منکر د بدلون لپاره چې ترسره کوي یې، و غندو او هغه کسان چې د یادو کسانو کړنې وغندي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت مسیر په طی کولو سره به کوثر حوض ته لاړ شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د حق کلمې په ویلو او د ظالمانو او د هغوی په غندلو کې له موږ سره مرسته وکړي. زموږ وضعیت داسې بدل کړي څنګه چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي وي او موږ د هغو کسانو په ډله کې شامل کړي چې د حوض پر څنډه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لیده‌کاته کوي. اللهم آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

علماوو ته پیغام

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ لَزِمَ السُّلْطَانَ افْتُتِنَ، وَمَا ازْدَادَ عَبْدٌ مِنْ السُّلْطَانِ دُنُوًّا إِلَّا ازْدَادَ مِنْ اللَّهِ بُعْدًا». [رواه أبو داود، 2859]

ژباړه: «هر څوک چې د حاکم خدمت غوره کړي، په فتنه کې لوېږي او هر بنده چې حاکم ته نږدې شي، په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی څخه لرې کېږي.»

د دغه حدیث د یادولو موخه دا نه ده، چې د اسلامي امت او علماوو تر منځ اړیکې ته زیان ورسېږي، بلکې موخه یې پر هغه واقعیت او حقیقت د امت پوهول دي چې علماء ورسره مخ دي. دلته موخه درباري علماء دي او امت باید درباري علماوو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي. پر همدغه اساس له عالم څخه د هغه د مقام او شخصیت له امله پیروي نه کېږي، بلکې د علمیت او باور له مخې یې متابعت او پیروي کېږي.

زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په یو شمېر احادیثو کې په وار وار د بدو علماوو په اړه خبرداری راکړی او علت یې د علماوو هغه مهم رول دی، چې دوی یې ادا کوي. د علماوو اساسي او اصلي رول دا دی چې دوی د امت د باور کړکۍ ګڼل کېږي، حق له باطل څخه بېلوي او خلک د امن ځای او د رحمن جنت په لوري بیایي.

کېدی شي تر ټولو خطرناکه فتنه چې نن ورځ درباري علماء پکې راګېر دي، دا وي چې له امت سره د سایکس-پیکو د اصولو پر اساس تعامل کوي، هېوادپالنه او مليت‌پالنه یې د امت د دښمنانو له خوښې سره سمه دود کړې ده. هر عالم د خپل هېواد له حاکم سره څنګ کې ودرېد او د امت پر وړاندې یې د هغه ټولو کړنو ته مشروعیت ورکړ؛ په داسې حال کې چې حاکم یې له ګمراهۍ او لارورکۍ سره مخ و او په کوم مسیر چې نوموړی روان و، بشپړ ناسم او د ناپوهۍ وروستۍ کنده ګڼل کېده؛ داسې چې امت تر دې وړاندې دغه ډول حالت نه و لیدلی؛ ان تر دې چې درباري عالم د حاکم سیوری او ښی لاس شو، چې د هغه په مټ به حاکم پر هر لوري او هر چا برید کاوه او بریالی به شو.  

پخوا به عالم د خلیفه پر وړاندې لوړ مقام او منزلت درلود؛ خو اوس چې عالم څنګه له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي، همداسې له حاکم څخه هم ډارېږي او ان تر هغه زیات وېرېږي. په دغو علماوو کې ځینو یې له یهودو سره د سولې د جواز، د عراق د اشغال لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتلو د جواز او د پارلماني ټاکنو د جواز فتوا ورکړه او هغوی د فاسدې هېواد‌پالنې او چټلې ملیت‌پالنې له لارې په بشپړه توګه د ژوند له واقعیت سره تعامل کړی دی. هو، اې علماوو! دا زموږ د پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري پر تاسو غږ کېږي او بلنه درکول کېږي، چې پاڅېږئ او د حاکم له پیروۍ لاس واخلئ او د عز بن عبدالسلام غوندې دریځ ونیسئ! 

اې ربه! موږ ته یو ځل بیا د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت را په برخه کړه، چې په وسیله یې د مسلمانانو تیت و ‌پرک حالت او بې اتفاقي پای ته ورسېږي. اې ربه! له هغوی څخه مصیبت لرې کړه. د خپل کریم نور په مرسته یو ځل بیا ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

د مطلب ادامه...

مهرباني؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړی ادب دی

 (ژباړه)

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: اسْتأْذنَ رَهْطٌ مِنَ الْيَهُودِ عَلَى رَسُول اللّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالُوا: السّامُ عَلَيْكُمْ. فَقَالَتْ عَائِشَةُ: بَلْ عَلَيْكُمُ السّامُ وَاللّعْنَةُ. فَقَالَ رَسُولُ اللّه صلى الله عليه وسلم: «يَا عَائِشَةُ إِنّ اللّهَ يُحِبُّ الرّفْقَ فِي الأَمْرِ كُلِّهِ»، قَالَتْ: أَلَمْ تَسْمَعْ مَا قَالُوا؟ قَالَ: «قَدْ قُلْتُ: وَعَلَيْكُمْ». رَوَاهُ مُسْلِمٌ وَفِي رِوَايَةٍ: «يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللّهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ. وَيُعْطِي عَلَىَ الرِّفْقِ مَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ الْعُنْفِ. وَمَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ مَا سِوِاهُ». وَفِي رِوَايَةٍ أُخْرَى: «إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلاَّ زَانَهُ، وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلاّ شَانَهُ».

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: یهودانو یوې ډلې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: "سام علیکم؛ پر تا دې مرګ وي." عائشه رضي الله عنها وايي چې ما وویل: مرګ او د الله لعنت دې پر تاسو وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) په ټولو کارونو کې نرمي خوښوي. ما وویل: ایا وادې نه اورېدل، چې دوی څه وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما هم دوی ته وویل: (وعلیکم) مرګ دې پر تاسو وي. (رواه مسلم). په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) مهربان دی او مهرباني او نرمي خوښوي. د مهربانۍ او نرمۍ په بدل کې داسې اجر ورکوي، چې د غوسې او نورو شیانو په بدل کې یې نه ورکوي. په یو بل روایت کې راغلي دي: مهرباني چې په هر شي کې وي، هغه ښایسته کوي او له هر شي څخه چې لرې شي، هغه خراب او معیوب کېږي.

ګرانو دوستانو! 

دلته (رفق) په خبرو کې د نیکۍ او په معامله کې د نرم‌خویۍ په معنا دی. نو څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، هغه باید نیکې خبرې وکړي، نرم خوی ولري او برعکس بدې خبرې ونه کړي، بلکې داسې نېک الفاظ باید وکاروي، چې د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي؛ ځکه نېکه خبره د زړونو کیلي ده. که چېرې یې پر زړه باندې نرمۍ او نیکۍ اغېز ونه کړ، نو روا ده چې له هغوی سره په شدت او سختۍ خبره وشي.

 نووي په (الاذکار) کتاب کې لیکلي دي: څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، نو هر مؤدب انسان ته ښايي، چې خپل مخاطب ته داسې الفاظ وکاروي: افسوس ستا پر حال، اې بېچاره، لږ ځان ته پام وکړه! اې پر ځان ظلم کوونکیه! په دې اړه احادیث راغلي دي او په هغو کې یو یې د عدي بن حاتم الثابت حدیث دی، چې په صحیح مسلم کې راغلی دی.

«أن رجلا خطب عند رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: من یطع الله ورسوله، فقد رشد، ومن یعصهما، فقد غوی. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: بئس الخطیب انت، قل: ومن یعص الله ورسوله»

ژباړه: یوه کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خوا کې خطبه بیانوله او ویې ویل: هر څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه اطاعت وکړي، هدایت شوی دی او څوک چې له دوی دواړو څخه سرغړونه وکړي، ګمراه شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه ناوړه خطیب یې، داسې ووایه: څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه نافرماني وکړي.

او د جابر بن عبدالله په حدیث کې روایت شوي دي:

«أن عبدا لحاطب جاء یشکوا حاطبا، فقال: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدخلن حاطب النار. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: کذبت، لا یدخلها فإنه شهد بدرا والحدیبیة»

 ژباړه: د حاطب غلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له حاطب څخه یې شکایت وکړ او ویې ویل: حاطب به دوزخ ته ځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دروغ وایې، هغه دوزخ ته نه ځي، ځکه په بدر او حدیبیه کې يې ګډون کړی و.

همداراز د ذی‎الخویصرة لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره: "ویلک فمن یعدل ان لم اعدل؟؛ افسوس پر تا که زه عدالت ونه کړم، نو څوک به یې کوي؟"

د یماني وزیر محمد بن ابراهیم په کتاب (العواصم والقواسم) کې راغلي دي: «پوه شه چې د شدیدو، وېروونکو او سختو الفاظو د ویلو لپاره څلور شرطونه دي. دوه شرطونه یې مباح دي؛ یو دا چې په خپلو خبرو او عمل کې د مخاطب سپکاوی ونه کړې او بل دا چې ویونکی دروغ ونه وایي. یعنې هغه کس ته چې مکروه عمل کوي، داسې ونه وایي چې، اې ګنهکاره! یا هغه کس ته چې ګناه کوي او نه پوهېږي چي ګناه یې کبیره ده، ونه وایي چې اې فاسقه! همدارنګه مسلمان فاسق ته ونه وایي، چې اې کافره! او همداسې نور. دوه نور شرطونه مستحب دي؛ یو دا چې متکلم ګومان وکړي چې شدیدې خبرې یې د دې لامل کېږي، چې مقابل کس به حق ژر ومني او بل دا چې دلیل به ورته ښه واضح شي؛ د دعوت په برخه کې له دغو حالتونو پرته له دغو الفاظو څخه استفاده مه کوئ. له مور او پلار سره مهرباني کول واجب دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا [اسراء: 23]

ژباړه: د هغوی پر وړاندې (اف) هم مه کوئ، چیغې مه پرې وهئ او له ځانه یې مه شړئ، په ډېر احترام خبرې ورسره وکړئ.

امام احمد بن حنبل وايي: کله چې دې پلار د یو بد عمل په کولو ولید، پرته له دې چې له غوسې، غضب او شدت څخه ډکې خبرې ورته وکړې، هغه پوه کړه او نور یې په خپل حال پرېږده؛ ځکه چې پلار د عادي کسانو په څېر نه دی. یعقوب بن یوسف په یوه روایت کې وایي: که مور او پلار دې شراب پلورل، د هغوی خواړه مه خوره او بېرون ته ورڅخه ووځه. په هغه روایت کې چې له ابراهیم بن هاني څخه نقل شوی، راغلي دي: که مور او پلار مو د انګورو ونه درلوده، چې له هغې څخه یې شراب جوړول او بیا یې پلورل، هغوی په معروف امر او له منکر څخه یې منعه کړئ؛ که ستا خبره یې ونه منله، ورڅخه لاړ شه او ژوند ورسره مه کوه. ابوبکر په ذات المسافر کې وایي:

«عن عبد الله بن عمرو بن العاص أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: "من الکبائر شتم الرجل والدیه. قالوا: یا رسول الله، هل یشتم الرجل والدیه؟ قال: نعم، یسب أبا الرجل، فیسب أباه، ویسب أمه، فیسب أمه»

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن عاص څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور او پلار ته ښکنځلې کول کبیره ګناه ده. یوه کس وویل: ایا څوک خپلې مور او پلا ته هم ښکنځلې کوي؟ ویې فرمایل: هو، کله چې یو څوک د بل چا پلار ته ښکنځلې وکړي، نو هغه هم د ده پلار ته ښکنځلې کوي او که د یو بل چا مور ته ښکنځلې وکړي، هغه هم د ده مور ته ښکنځلې کوي.

اولاد باید په مهربانۍ او نرمۍ سره خپل پلار او مور په معروف امر او له منکر څخه منعه کړي او دوی ته روا نه دي چې له هغوی سره په ناوړه او سختو الفاظو خبرې وکړي.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د غزې جګړې د غرب دوه ګوني معیارونه افشا کړل

  • خپور شوی په سیاسي

د فلسطین په مبارکه خاوره کې د غزې روانه جګړه یو نعمت دی. دغې جګړې د امريکا په مشرۍ لويدیځو اشغالګرو هېوادونو او د دوی د دوستانو له اصلي څېرې پرده پورته کړه او د دوی اصلي څیره یې نړۍ او مسلمانانو ته څرګنده کړه. د پېښو پر وړاندې د دوی دوه ګونی معیار او دوه مخی چلند خپل اوج ته رسېدلی. لاندې ځینې پیښې یادوو چې پورتنۍ ادعا تصدیقوي:

لومړی: د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د نړیوالې جنایي محکمې ICC)) II ابتدایي محاکمې د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین او د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې د کمیشنرې، ماریا الیکسیوینا لووا-بیلووا د نیولو امر صادر کړ. دغه پریکړه د ییل پوهنتون څېړونکو د هغه راپور پر اساس وکړه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل شوی دی. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې روسیې په ناقانوني توګه په روسیه کې د کمپونو یوې شبکې ته تر ۶۰۰۰ ډېر اوکرایني ماشومان لیږدولي؛ په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو د فلسطین په مبارکه خاوره کې تر لسو زرو ډېر فلسطیني ماشومان وژلي او لا هم دغو وژنو ته دوام ورکوي؛ خو تر اوسه هېچا د هغه د نیولو امر نه دی صادر کړی!

دویم: د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۷مه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال د اویغور لپاره د بشري حقونو د پالیسۍ قانون لاسلیک کړ. په یاد قانون کې د چینایي چارواکو پر اویغور ضد سیاستونو بندیز ولګېده؛ خو همدغه امریکا او متحدین یې همدا اوس د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یهودي دولت «اسراییلو» ته وسلې ورکوي او ساتنه یې کوي!

درېیم: دا تش په نامه نړیواله ټولنه، روسیه ځکه غندي چې د اوکراین خاوره یې اشغال کړې ده. تور لګوي چې روسیه هغه نړیوال قانون ته درناوی نه کوي چې د اوکرایني جغرافیې پولې ټاکي؛ خو امریکا اوسمهال د برتانیې د بالفور اعلامیې ملاتړ کوي، چې د یهودي دولت د اشغال او د مسلمانانو د وژلو او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي لپاره د اساس په توګه کارېږي. همدارنګه صهیونیستان د یوه دولت د حللارې غوښتنه کوي او امریکا د دوو-دولتونو حللارې په وړاندې کولو سره له دوی ملاتړ کوي!

څلورم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۵ مه د پیریس مورګن په نامه تش په نامه بې سانسوره ټلویزیوني خپرونې د کوربه په مشرۍ غربي طوطیانو «رسنیو» له دې څخه د اسلام او مسلمانانو د منفي نسخې د تبلیغ لپاره کار واخیست. دا کار له دې سره په تړاو کې وشو چې د برتانیې په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حزب التحریر لاریونونه ووکړل او په دغو لاریونونو کې یې د غزې او د فلسطین د مبارکې خاورې د ازادولو لپاره د مسلمانو پوځونو د یو ځای کېدو او حرکت غوښتنه وکړه! د دغې خپرونې کوربه د دې پر ځای چې د اشغالګر او قاتل یهودي دولت بریدونه وغندي؛ د خپرونې مېلمه او د حزب التحریر - برتانیې د اجرایوي کمیټې اوسنی رییس، زموږ ورور ډاکټر عبدالواحد یې یو افراطي مسلمان او د ترهګرۍ پلوی وباله!

پنځم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۸مه امریکا د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کوله!

شپږم: د ۲۰۲۳ کال ډسمبر په ۱۳مه د اشغالګرو هغو لاسپوڅو مسلمانو واکمنانو چې د خپلو غربي اشغالګرو بادارانو لخوا د قدرت په ګدۍ کېنول شوي دي؛ د سعودي په پلازمېنه، ریاض ښار کې دویمه ناسته وکړه. په یاده ناسته کې د اسلامي خاورو نظامي افسرانو ګډون کړی و او په ډسمبر کې د اسلامي نظامي ترهګرۍ پر وړاندې ایتلاف IMCTC)) تر چتر لاندې جوړه شوې وه. دغه ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي ذلیل او خاین رژیم لخوا د محمد بن سلمان په مشرۍ رامنځته شوی دی. د دې ناستې اصلي اجنډا دا وه چې د ایتلاف د سټراټیژۍ او لاسته راوړنو بیاکتنه وکړي او د غرب له امر سره سم د حماس په ګډون ترهګرو ډلو پر ایډیالوژۍ، اړیکو، تمویل او د نظامي عملیاتو پر مخنیوي بیاکتنه وکړي!

اووم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه متحده ایالاتو د ۱۰ هېوادونو سمندري ایتلاف اعلان کړ، چې د سوکالۍ ساتونکو عملیاتو نوم یې ورکړ. دغه ایتلاف د حوثیانو له بریدونو څخه د سره سمندر د هغو کښتیو دفاع کوي چې په یهودي دولت پورې اړه لري یا د هغو هېوادونو ملکیت دي چې مستقیماً یا نامستقیماً د یهودي دولت ملاتړ کوی او د مسلمانانو د قاتل په ساتنه کې خوشحاله دي!

اتم: په اسلامي نړۍ کې د علماوو په ګډون د مسلمانانو نیول او غلي کول. وروستۍ بېلګه يې د سعودي رژيم دی چې په مدينه منوره کې يې يو مسلمان د مسلمانانو د لومړۍ قبلې، مسجد اقصی او د فلسطین د ټولې مبارکې خاورې د ازادۍ لپاره يوازې د دعا کولو په خاطر نيولی دی! په سعودي او نورو اسلامي خاورو کې درباري علما داسې غلي دي ته به وایي چې په غزه کې هېڅ خبره نه ده. دوی د غزې د روان حالت په اړه هېڅ اندیښنه نه لري او د پردې تر شا د مسلمانانو له قاتل او د اسلامي مقدساتو سپکوونکي یهودي دولت سره د اړیکو پر عادي کولو بوخت دي او دا تر ټولو سپک او شرموونکی عمل دی!

دا د فرېبکاره او ناکام غربي تمدن څو بېلګې دي چې په ټوله نړۍ کې د دغه تمدن او د هغه د پلویانو د دوه مخي چلند تصدیق کوي. د غزې جګړې یو ځلې بیا د غربي اشغالګرو له اصلي څېرې پرده پورته کړه او هغه کسان یې افشا کړل چې پر دې یې ویاړ کاوه چې د ډیموکراسۍ څراغونه، د بشري حقونو ساتونکي، د نړیوالو قوانینو ساتونکي او... دي.

غرب او ملگري یې له خلکو څخه د کار اخیستو او استثمار لپاره بېلابېلې لارې کاروي او له دوی څخه تر هغه چې په خپله خاوره یا بهر یې ګټې تضمینوي، کار اخلي. ښه بېلګه یې په کینیا کې د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د برېتانیا لخوا د ماو ماو مخلصو جنګیالو «ترهګر» ګڼل او هر هغه څوک چې د دوی ملاتړ یې کاوه، د دوی د خواخوږو په نامه نومول دي. دوی يې د خپلواکۍ غوښتلو لپاره بنديان کول، شکنجه کول او ووژل يې! په دې وروستیو کې د بایډن تر رهبرۍ لاندې امریکا، سپین پوستي برتري غوښتونکي د کورنیو ترهګرو په نامه یاد کړل! د دې ترڅنګ د هند پولیسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۸مه د کشمیر اووه زده کونکي ځکه ترهګر وبلل او بندي یې کړل چې د استرالیا لخوا د هند کرکټ لوبډلې پر ماتې خوشاله شوي وو.

هر څه ښکاره دي او هر څوک قضاوت پرې کولی شي. نړیوالو پېښو د هغو کسانو سترګې خلاصې کړې چې له تاریخه ژوره مطالعه لري او عبرت اخلي. ژر به د امریکا تسلط له منځه ولاړ شي او پر ځای به یې نه چین او نه د څو قطبي نړۍ په نوم BRICS +  ظهور وکړي! بلکې پر ځای به یې د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام له راګرځولو سره دغه الهي دین ظهور وکړي او د خلافت د تاسیس پر وړاندې به ټولې ناوړه دسیسې شنډې شي؛ لکه د داعش په نوم د هغې مشکوکې ډلې جوړول، چې نړۍ ته اسلام د یوې افراطي ایډیالوژۍ او مسلمانان د افراطیانو په نوم معرفي کولو دنده ورکړل شوې!

اوس هغه وخت رارسېدلی چې مسلمانان، په ځانګړي ډول اسلامي لښکرې راپورته شي او د الله سبحانه وتعالی دغه امر واوري او لبیک ورته ووایي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ] [انفال:۲۴]

ژباړه: «اې مؤمنانو! کله چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند بښي، نو غوښتنې ته یې لبیک وویاست. دغه بلنه لبیک کړئ او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او پر دې اېمان راوړئ چې د همدغه ذات لوري ته به تاسو راټول (محشر) کړل شئ.»

د سرتېرو خپلوان باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي او دوی ته ور په یاد کړي چې غزې ته د نصرت ورکول د الله سبحانه وتعالی د امر منل دي او دا کار پر دوی فرض دی. که پام ورته ونه کړي، نو د الله سبحانه وتعالی د لعنت وړ به وګرځي! دوی دوه اختیاره لري، یا به الله د سبحانه وتعالی امر او غوښتنې ته ځواب وایي او یا به په خپلو پوځي اډو کې بند پاتې کیږي او د هغو غربي اشغالګرو د لاسپوڅو مسلمانو حکامو امر ته به په تمه وي چې خپله د واشنګټن، لندن، پاریس، برلین، بیجینګ او مسکو د حکمونو او امرونو په تمه دي!

نور اسلامي امت، په ځانګړي ډول هغوی چې په اسلامي خاورو کې اوسیږي، دوی بايد خپل لاريونونه او غوسې د اشغالګرو د لاسپوڅو مسلمانو حکامو تر دروازو ورسوي. له دوی وغواړي چې اسلامي شرعیت په بشپړ ډول تصویب او پلي کړي. د اسلامي شرعیت د بشپړ پلي کولو لومړی حکم باید د فلسطین د مبارکې خاورې د ازادولو لپاره د لښکرو د بسیج کولو حکم وي. که دا کار نه کوي، باید له واکه وغورځول شي او پر ځای یې یو عادل او مخلص مسلمان خلیفه ته مسولیت وسپارل شي. دا کار د هغو کسانو لپاره ډېر سخت ښکاري چې د سیکولر پانګوالۍ افکار لري؛ خو هغو کسانو ته بیا ډېر اسانه دی چې له الله سبحانه وتعالی څخه د تقوا او د هغه سبحانه و تعالی د دین په اړه د اخلاص په ګاڼه سمبال وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ] [روم:۴]

ژباړه: «او په هغه ورځ (د هغه ابر قدرت له کمزورۍ څخه چې پر دوی مسلط و) به مؤمنان خوشحاله شي.»

علي ناصرو (ابو تقي الدين)
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

سعې د رزق سبب نه دی

  • خپور شوی په فقهي

 (ژباړه)

د محمد خطیب د پوښتنې په ځواب کې

پوښتنه

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زه د رزق په اړه دا پوښتنه لرم چې ایا سعې ټاکل شوی (مقدر) رزق ډېرولی شي؟ یعنې که یو څوک پر کور ناست وي؛ نو ایا رزق یې په همغه اندازه دی چې د کار او هڅې کولو له لارې یې ترلاسه کوي؟ په بل عبارت، ایا د کار د سطحې د لوړولو او سوداګریزې ساحې د پراخولو لپاره سوداګریز اعلانونه او بازار موندنه د ټاکل شوي رزق اندازه ډېروي؟ که کېږي پوښتنه لږ ژر ځواب کړئ.

الله سبحانه وتعالی خو مو عمر اوږد کړه او هغه سبحانه وتعالی مو ساتونکی شه!     

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

ښکاري چې تاسو ته د رزق مفهوم یو څه ګونګ دی. دا موضوع مو مخکې پوره تشریح کړې او د فقهي پوښتنو په ځوابونو کې یې پيدا کولی شئ. که هلته ورشئ، بشپړ ځواب لوستی شئ. ستاسو د دغې پوښتنې د ځواب لپاره يې یوه برخه لنډه را اخلم:

«د رزق په اړه ډېر قطعي الدلالة ایتونه شته چې له مخې یې مومنان پر دې اېمان راوړي چې رزق د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او چاته چې وغواړي هغه ته یې ورکوي. دغو ایتونو د مومنانو لپاره د کوم شک ځای او ګنجایش نه دی پرېښی. د رزق او قدر مسلې سره بېلې دي؛ ځکه د قدر معنی دا ده چې الله سبحانه وتعالی د یوې حادثې تر پېښېدو وړاندې د هغه پر پېښېدو علم لري، ځکه هغه مقدره او لیکل شوې ده. خو د رزق په اړه د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې پلاني کس ته رزق ورکول کیږي؛ خپله رزق یې هم مقدر او او ټاکلی دی. واقعیت دا دی چې رازق بنده نه، بلکې یوازې او یوازې الله سبحانه وتعالی دی. دلیل یې دا ایت دی: 

﴿لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى﴾ [طه: 132]

ژباړه: «موږ له تا څخه رزق نه غواړو، بلکې موږ تاته رزق درکوو. له خیره ډک عاقبت د پرهیزګارانو او متقیانو دی.»

﴿وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلاَلاً طَيِّباً وَاتَّقُواْ اللهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ﴾ [مائده: 88].‏

ژباړه: «او له هغو حلالو او پاکو نعمتونو څخه چې الله یې تاسو ته رزق درکړی وخورئ او د هغو الهي اوامرو له مخالفت څخه تقوا وکړئ چې تاسو پرې اېمان راوړی دی.»

دا قطعي الدلالة ایتونه دي او ښيي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکونکی دی او دا یوازې الله سبحانه وتعالی دی چې د هر چا لپاره یې غوښتي وي رزق یې پراخوي او د چا لپاره یې چې غوښتي وي، رزق یې تنګوي. په دغو ټولو چارو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکول شوی او په دغو ایتونو کې راغلي چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل رازق نشته؛ رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی. الله سبحانه وتعالی ته د رزق د فعل نسبت یو حقیقي نسبت دی.

ګورو چې په پورتنیو مبارکو ایتونو کې د رزق د فعل نسبت انسان ته نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. داسې حدیث هم نه لرو چې د رزق د نسبت فعل انسان ته پکې ورکول شوی وي. نو په ټولو نصوصو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. په هغو مواردو کې چې د رزق نسب پکې انسان ته ورکړل شوی؛ موخه دا ده چې هغوی ته رزق نه، بلکې مال او صدقه ورکړئ. لکه د الله سبحانه وتعالی دا قول:  

﴿وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ﴾ [نساء: 5]

ژباړه: «او ناپوهانو ته د هغوی هغه مالونه چې ستاسو په تصرف کې دی مه ورکوئ، الله سبحانه وتعالی دغه اموال ستاسو د ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې ده. له دغو مالونو څخه دوی ته خوراک او پوښاک ورکړئ. له دوی سره په ښه ډول خبرې وکړئ او بد چلند ورسره مه کوئ.»

او الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ﴾ [نساء: 8]

ژباړه: «او کله چې د وېش په وخت کې خپلوان، یتیمان او بېوزلي راشي، نو له دې مال څخه دوی ته هم یو څه ورکړئ او له دوی سره په خوږه ژبه خبرې وکړئ.»

د لومړي ایت موخه داده، چې دوی ته ډوډۍ ورکړئ او د دویم ایت موخه دا ده چې له هغه رزق څخه یې نورو ته ورکړئ، چې تاسو ته درکول شوی دی. دا د انسان لپاره د رزق د نسبت او رزق ورکونکي په معنی نه دی. په ټولو ایتونو کې په همدې ډول او مفهوم سره راغلي دي. 

﴿نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ﴾ [انعام: 151]

ژباړه: «موږ تاسو ته رزق درکوو.»

او په بل ایت کې فرمایي:

 ﴿وَرِزْقُ رَبِّكَ﴾ [طه: 131]

ژباړه: «او ستا د پروردګار رزق»

او دا:

﴿كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللهِ﴾ [بقره: 60]

ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه یې وخورئ او وڅښئ.»

په دغو ټولو ایتونو کې ګورو چې د رزق فعل ته له الله سبحانه وتعالی سره نسبت ورکړل شوی. د دې بل هېڅ ډول تعبیر او تفسیر نه شي کېدی. رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی او رزق د هغه سبحانه و تعالی په لاس کې دی. 

نو پر دې اېمان لرل واجب دي، چې رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی؛ ځکه چې دلیل یې قطعی‌الثبوت او قطعی‌الدلالة دی. پر دې ایمان لرل فرض دي او انکار یې کفر دی. څوک چې د رازق په توګه پر الله سبحانه وتعالی ایمان ونه لري؛ کافر دی. خدای خو مو دې له دې حالته وساتي.

دا د اېمان او دلیل له زاویې د رزق واقعیت و. یوه بله مسله چې باید یاده شي، دا ده چې د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی امر کړی چې د رازق ذات په توګه اېمان پرې راوړل شي؛ انسان یې هم مامور کړی چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې او هڅه وکړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ﴾ [ملک: 15]

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې ځمکه یې ستاسو لپاره پسته، هواره او تابع کړې ده، د هغه پر سینه وګرځئ او د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه وخورئ.»

دغه راز:

﴿فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللهِ﴾ [جمعه: 10]

ژباړه: «بیا کله چې لمونځ ترسره شي، نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله د رزق او روزۍ په لټه کې شئ او الله په زړه او ژبه ډېر یاد کړئ، ترڅو بریالي شئ.»

دغه دوه ایتونه د رزق ترلاسه کولو لپاره پر سعې او هڅه امر کوي. د رزق ترلاسه کولو دغه امر په هغو ایتونو کې راځي چې د الله سبحانه وتعالی پر رازق والي صریح دلالت کوي. دلته واضح کېږي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق دی او تشریح کېږي چې پر دې خبره باید ایمان راوړل شي. نو لومړني ایتونه په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې انسان نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق او یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکوي. دغه دوه وروستي ایتونه پر موږ امر کوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره باید کار وکړو.

حقیقت دا دی چې سعې د رزق سبب نه دی؛ ځکه چې سبب حتماً مسبب رامنځته کوي. مسبب يې له سبب پرته منځته نه راځي. مثلا چړه د پرې کولو سبب دی؛ یعنې چاړه ده چې پرې کول کوي. د سوزولو سبب اور دی؛ یعنې اور دی چې سوزول کوي. نو له چړې یا یوې تېزې وسیلې پرته پرې کول او له اور پرته سوزول نه کېږي. دا د سبب واقعیت دی. د رزق ترلاسه کولو لپاره د سعې واقعیت داسې نه دی؛ که چېرې داسې وی، نو بیا باید سعې رزق حتما رامنځته کولی. یعنې څنګه چې چړه د پرې کولو او اور د سوزولو سبب ګرځي؛ داسې سعې د رزق د حاصلولو سبب نه ګرځي او کله کله رزق له سعې پرته هم حاصلیږي. په دې معنی چې که چېرې سعې سبب وبولو؛ ځینې وختونه لیدل کیږي چې سبب، یعنې سعې وي او ترسره کیږي، خو مسبب یعنې رزق نه حاصلیږي او ځينې وخت مسبب له سبب پرته حاصلیږي او دا مسله په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې سعې د رزق سبب نه ده.

د ژوند په واقعیت کې په دې اړه ډېرې بېلګې لرو؛ هغه سوداګر چې د ګټې ترلاسه کولو لپاره کار کوي، خو په پایله کې زیان کوي، په داسې حال کې چې هغه سعې کړې ده، خو رزق یې نه دی حاصل کړی. په دې معنی چې سبب شته، خو مسبب نه دی رامنځته شوی؛ له همدې امله سبب نه ګڼل کیږي، ځکه چې سبب حتما د مسبب د وجود پایله ده. همدارنګه د مال وارث د میراث مستحق کیږي، پرته له دې چې د هغه د حاصلولو لپاره یې سعې او هڅه کړې وي. که چېرې سعې د رزق سبب وی، نو هېڅکله هم له سعې پرته مال نه ترلاسه کېده؛ ځکه چې مسبب د خپل سبب له وجود پرته نه رامنځته کیږي. نو له سعې پرته د میراث د مال حاصلېدل پر دې دلالت کوي چې د رزق سبب سعې نه ده؛ دلته د سعې له شتون پرته رزق راغلی. 

دا ټول په قطعي ډول ثابتوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې سبب نه ده. یعنې سعې رزق نه شي راوړی او د چړې په څېر چې پرې کول کوي یا د اور په څېر چې سوزول کوي، سعې رزق نه راوړي؛ ځکه سعې د رزق سبب نه ده.» پای

نو الله سبحانه وتعالی مطلق رازق دی او دا زموږ د عقیدې برخه ده؛ خو سعې یو شرعي حکم دی، که چېرې تاسو د هغه رزق د ترلاسه کولو لپاره چې الله سبحانه وتعالی ستاسو لپاره قضأ ګرځولی او درته مقدر کړی يې دی، سعې وکړئ؛ نو له خپلې سعې څخه ثواب اخلئ، خو که سعې او هڅه ونه کړئ، نو مقدر شوی رزق به ترلاسه کړئ، خو د سعې او هڅې نه ترسره کول مو د شرعي حکم سره په ټکر کې دي. لامل یې دا دی چې تاسو د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمه سعې او هڅه نه ده کړې.

ان‌شاء الله چې دا ځواب به بسنه وکړي. لکه مخکې مې چې وویل؛ دا موضوع په بشپړ ډول په "الکراسة" کې ذکر شوې ده. که کوم څه درته مبهم وي، دغه کتاب ته مراجعه کولی شئ. الله سبحانه وتعالی مو مل شه!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۵هـ.ق، د صفر ۲۷مه

۲۰۲۳م کال، د سپټمبر ۱۲مه

د مطلب ادامه...

د چین په زندان کې د حزب التحریر د یوه غړي شهادت

(ژباړه)

له اسلام او مسلمانانو سره په سخته دښمنۍ کې د چین حکومت د ظلمونو او جنایتونو لېست ته یو بل جنایت هم ورزیات شو. د چین رژیم د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۲۸مه، د حزب التحریر د غړي سید جهان محمد خانوویچ نودیروف د شهادت خبر ورکړ. سید جهان په ختیځ ترکستان کې زموږ د اویغوي وروڼو په منځ کې فعال و چې د اعلای کلمة الله لپاره یې دعوت کاوه او د بیجینګ په زندان کې شهید شو. هغه د ٢٠٠٠م کال په دوبي کې د چين حکومت له لوري زنداني شو؛ خو محاکمه يې ١٩ کاله وروسته واورول شوه. هغه شل کاله له خپلې ازادۍ محروم و او په دغې موده کې یې د زندان دغې مودې ته هیڅ پام ونه شو. دا په داسې حال کې ده چې ایغورۍ مېرمن یې تر اوسه د چین د ظالم دولت په یوه کمپ، چې د ظلم او شکنجې ځای دی، کې ده. د هغه خپلوان وايي چې سيد جهان د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې د بېجينګ زندان د روغتیايي درملنې په څانګه کې بستر و.

ټولو ته ښکاره ده چې چين له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ په برخه کې له یهودو سره هېڅ توپير نه لري. په ختيځ ترکستان کې د مسلمانانو پر وړاندې په ډېر وحشیانه ظلم او ټول‌وژنه کې ښکیل دی. په ملیونونو مسلمانان يې د توقیف په کمپونو کې "چې د مغز مینځلو ښوونځي ورته وايي" ساتلي او د دوی پر وړاندې د شکنجې له وحشتناکو لارو چارو کار اخلي. دا چې چین پر مسلمانانو د برید جرات کوي، یوازینی لامل یې دا دی چې مسلمانان خلیفه نه لري چې ډال یې شي. په ازبکستان کې د میرضیایف حکومت د امت د بچیانو ساتنه نه کوي؛ بلکې د مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو کې د چین حکومت ته ورته دی. همدا لامل دی چې د چین رژیم له کوم ځنډ پرته د مسلمانانو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.

د اسلام احیاء یوازې د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره کیږي او د نصرت، فتحې او عزت دغه ونه زموږ د شهیدو وروڼو؛ لکه سید جهان په وینو خړوبېږي، چې دغه سخت دعوت ته یې اوږې ورکړې دي. شهيدان د الله سبحانه وتعالی له لوري غوره شوي دي. په حقیقت کې دوی د الله سبحانه وتعالی غوره او نږدې بندګان دي. سره له دې چې د خپل ورور، سید جهان په وفات خواشیني یو، هغه ته مبارکي وایو؛ ځکه چې د هغه د ژوند په ښه خاتمه او شهادت پای ته ورسېد! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا] [احزاب: ۲۳]

ژباړه: « په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور، سید جهان زموږ له نورو شهیدانو وروڼو سره په جنت کې یو ځای او له پیغمبرانو، صدقينو، شهیدانو او صالحينو سره حشر کړي. د الله سبحانه وتعالی له درباره د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو. بېشکه چې راشده خلافت، چې د الله سبحانه وتعالی په حکم به ډېر ژر بیا تاسیس شي، به خامخا د چین له حکومت او نورو کفارو استعمارګرو څخه زموږ د مظلومو وروڼو او سید جهان په څېر شهیدانو غچ اخلي.

«وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ * قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ» [سجده: ۲۸-۲۹]

ژباړه: «او دغه خلک وايي: «دغه فیصله به کله وي که تاسو رښتيني یاست؟» دوی ته ووایه: «د فیصلې په ورځ به ايمان راوړل د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټور نه وي چې کافران شوي دي او بیا به هغو ته کوم مهلت ورنکړل شي.»

په ازبکستان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۱مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۲۸مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

حزب التحریر د خلافت غوښتنې له مفکورې سره د اسلام پر دښمنانو د وېرې لړزه راوستې!

خبر:

«پوتینېزم: روسیه او له لویدیځ سره يې راتلونکی» د وولټر لاکویر په نوم یو یهودي لیکوال کتاب دی چې ډاکټر فواز زعرور عربي ته ژباړلی او په ۲۰۱۶م کال کې د بیروت دارالکتب عربي خپرندویې ټولنې خپور کړی.

اد دغه کتاب په ۱۲۴_۱۲۵، ۱۲۹، ۱۹۷ مخونو کې درې ځله د حزب التحریر او خلافت یادونه شوې؛ حزب یې د بنسټپالو ډلو په کتار کې راوړی او تندلاری یې بللی. په ​​وروستۍ موضوع کې ویلي: «په منځنۍ اسیا کې تر ټولو فعال تندلاری خوځښت حزب التحریر دی؛ دا یو اسلامي سیاسي سازمان دی چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په قدس کې رامنځته شو او د یوه ځواکمن اسلامي دولت (خلافت) د جوړولو هوډ لري. اوسمهال دغه خوځښت د عربي هېوادونو په ګډون په نږدې ټولو هېوادونو کې منع دی. خو د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو، لکه قرغزستان کې يې امکانات باید له پامه ونه غورځول شي.»

تبصره:

څنګه چې ستر قدرتونه د تېرې پېړۍ په پیل کې د خلافت په ړنګولو وتوانېدل او وېرېدل چې اسلامي دولت (خلافت) به بیا را راشي. نو د مسلمانانو خاورې یې په ملي دولتونو ووېشلې؛ په کمزورو او تابع دولتونو يې بدلې کړې او خپل اجنټان یې پرې حاکمان کړل. د یوه واحد دولت تر چتر لاندې د مسلمانانو د خاورو یوځای کېدو د او د مسلمانانو د یووالي د مخنیوي لپاره یې وغوښتل چې یو ځل بیا د خلافت او خلافت د بیا راپورته کېدو مفکوره د مسلمانانو له ذهنونو پاکه کړي؛ داسې چې دا مفکوره د تاریخ یوه برخه ده او بیا راژوندی کول یې ناشوني دي.

د تېرې پېړۍ په ۵۰مه لسیزه کې د خلافت مفکورې د تبني کوونکي، شیخ تقي الدین نبهاني رحمه الله لخوا د حزب التحریر له رامنځته کېدو راهیسې او د خلافت د بیا تاسیس لپاره د اسلامي امت له هڅو سره دغو دولتونو د حزب او د حزب د فعاليتونو ګواښ درک کړ چې ډېر ژر به اسلامي خلافت هغه څه له منځه يوسي، چې دوی له څو لسيزو راهيسې کار ورته کړی او زیار یې ګاللی؛ اسلامي خاورې به د دوی له نفوذه پاکې کړي او دوی به ژر په ډیر ذلت له اسلامي خاورو وشړي.

نو د خلافت له مفکورې د دوی وېره او حساسیت خورا زیات دی؛ دا فکر چې هر ځای او به هره ژبه وي، ترې وېرېږي. دا د خلافت له فکر څخه د غربي هېوادونو د وېرې او حساسیت یوه بېلګه ده. له پنځوسمو کلونو راهیسې چې د خلافت مفکوره له حزب التحریر سره تړل شوې، هغوی له دغه نوم سره حساس شوي دي؛ ځکه دغه حزب د خلافت مفکوره تبني کړې او د تاسیس لپاره يې هڅې کوي.

دوی چې له څه وېرېږي او ورسره حساس دي؛ که خدای کول ژر به هماغه کېږي. ځکه دا د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی چې مسلمانان به راشده خلافت ته رسوي. نو د خلافت تاسیس د حزب التحریر نه ستړی کیدونکی کار دی او الله سبحانه وتعالی د مومنو بندګانو ملاتړی او نصرت کوونکی دی؛ ډېر ژر به ظالمان پوه شي چې دوی کومې خوا ته روان دي.

لیکوال: خلیفه محمد

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۱۷مه

۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادی الثاني ۴مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې