چهارشنبه, ۱۶ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پټروډالر د توافق واقعیت
بسم الله الرحمن الرحيم
د پټروډالر د توافق واقعیت

پوښتنه:

د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۸مه الحرة ویبپاڼې داسې مطلب خپور کړ: «په دې وروستیو کې خبري پاڼو په پراخه کچه داسې راپورونه خپاره کړي دي چې په ۱۹۷۴م کې د سعودي او امریکا تر منځ یو توافق شوی و؛ چې د دغه توافق له مخې سعودي مکلف و چې د خپلو نفتو ټول پلور په ډالر وکړي. د دغو راپورونو پر اساس، د دغه هوکړه‌ليک موده ۵۰ کاله وه، چې اوس پای ته رسېدلې ده...» خو د "لیډر اینسایټ" ویبپاڼې دغه راپورونه رد کړی او ټینګار یې کړی چې: «دغه ډول توافق نشته.» هیله لرم چې د دغه توافق حقیقت او د ډالر د ولکې په ساتنه کې د نفتو رول راته واضح کړئ او دا چې ایا بریکس په راتلونکې کې د ډالر پر ولکه اغيز کولای شي؟

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځوابونو لپاره باید لاندې ټکي وڅېړو:

لومړی: سربېره پر دې چې د سعودي او امریکا د توافق د پای ته رسیدو په اړه په پراخه کچه د ټولنیزو شبکو په وسيله خبرونه خپاره شوي، خو د دواړو هیوادونو رسمي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. داسې ښکاري چې دوی قصداً پر دغې مسله سترګې پټې کړې دي! لکه څنګه چې رسنیو په لومړیو کې د دغه خبر له خپرولو څخه ډډه کوله. د بېلګې په توګه: د RT روسیې ویبپاڼې د ۲۰۲۴م کال د جون په ۱۵مه داسې مطلب خپور کړ: «اولگا سامووالوا په وزګلیاد کې لیکي: د پټروډالر توافق چې په ۱۹۷۴م کال کې د سعودي او امریکا تر منځ لاسلیک شوی و، پای ته رسیدلی او دا د سعودي لپاره فرصت دی چې خپل نفت او د نفتو محصولات نه یوازې په ډالر، بلکې په هر بل ارز چې وغواړي وپلوري. البته د رسنیو له تایید سره سم.» د دغه توافق په اړه دا د یوې روسي رسنۍ له لوري یو غیر رسمي تایید دی.

دویم: د امریکایي رسنیو منابع دا موضوع ردوي:

1- په پوښتنه کې راغلي و چې په الحرة ویبپاڼه کې د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۸مه داسې راغلي دي: «...د دغو راپورونو پر اساس، د دغه توافق موده ۵۰ کاله وه، چې اوس پای ته رسیدلې ده او دا د امریکایی ارز د پای ته رسیدو په اړه د خوښۍ خبره ده. خو د لیډر انسایټ ویبپاڼې دا راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دغه ډول توافق نشته».

2- د MorningStar ورځپاڼې د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۷مه پر ټولنیزو شبکو د خپرو شوو راپورونو او روایتونو په اړه، چې په اوږدمهاله امریکایی او سعودي پټروډالر توافق کې شامل دي، ويلي چې: «دا ډول توافق هیڅکله نه و.»

3- په یوه ویبلاګ پوسټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، پول دونوان، د UBS Global Wealth Management لوړپوړي اقتصادپوه، په دې اړه اشاره وکړه چې د "پټروډالر توافق" جعلي کیسه ډېره خپره شوې ده او دغه مسله د تایید غوښتنې د پلوۍ د خطرونو په اړه بل درس وړاندې کوي. (سرچینه: MorningStar، د ۲۰۲۴م کال، د جون ۱۷مه)

درېیم: هیڅ یوه لوري په دې وروستیو خبرو کې چې د ۱۹۷۴م کال د سپتمبر په ۶مه د امریکا او سعودي ترمنځ د پټروډالر توافق د پای ته رسیدو په اړه وې، رسمي تبصره نه ده کړې. د دواړو لورو لخوا په دې موضوع کې د رد یا تایید په اړه هیڅ رسمي بیان نه دی ورکړل شوی، بلکې لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د نورو رسنیو او سرچینو له لوري پرې تبصرې شوې دي! خو نور قراین هم شته چې له مخې یې د امریکا او سعودي ترمنځ د دغه ډول توافق شتون شونی دی، له دغو قراینو څخه د لاندې ټکو یادونه کولای شو:

۱. په ۱۹۷۸م کال کې د امریکا د عمومي محاسبې محکمې راپور کې چې د "امریکا او سعودي د اقتصادي همکاریو کمیټې" تر سرليک لاندې خپور شوی، داسې راغلي: «عمومي اداره د سعودي او امریکا د اقتصادي همکاریو د فعالیتونو پیاوړي کولو وړاندیز کوي، چې په ۱۹۷۴م کال د جون په میاشت کې رامنځ ته شوی دی او په ریاض کې د امریکا د خزانې وزارت د دفتر پرانیستلو لپاره د پټروډالر چرخې د بیا پیل لپاره وړاندیز کوي.» دا راپور په خپله مقدمه کې د دغې ګډې کمیټې د تاسیس تایید کوي.

۲. وروسته له دې چې پل دونووان په خپل ویبلاګ پوسټ کې وویل: «دا معلومه ده چې د "پټروډالر توافق" کیسه چې نن ورځ خپریږي، د جعلي او دروغو له خبر پرته بل څه نه ده.» او زیاته یې کړه: «ښايي د پټروډالر توافق ته نږدې کیسه، یو پټ توافق وي چې د ۱۹۷۴م کال په وروستیو کې د امریکا او سعودي ترمنځ لاسلیک شوی و او په هغه کې ژمنه شوې وه چې د امریکا په خزانه کې د سعودي د نفتو له پلور څخه ترلاسه شوو ملیاردونو ډالرو پانګونې په بدل کې به دا هیواد سعودي ته مرستې او نظامي تجهیزات وړاندې کړي.» (سرچینه: MorningStar، ۲۰۲۴م کال، د جون ۱۷مه)

۳. وروسته له دې چې د MorningStar ورځپاڼې د ۲۰۲۴م کال،  د جون په ۱۷مه وویل: «د امریکا او سعودي ترمنځ د پټروډالر توافق هیڅکله نه و.» په بل ځای کې وايي: «د امریکا د حساب ورکولو ادارې په خپاره شوي راپور کې، د امریکا او سعودي د ګډې کمیټې مسله راغلې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې وه او د هغه د تاسیس توافق د ۱۹۷۴م کال د اګېسټ په ۶مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او د سعودي ولیعهد فهد بن عبدالعزیز ترمنځ لاسلیک شوی و.»

۴. کویټي ورځپاڼې «القبس» د ۲۰۲۰م کال د اکټوبر په ۲۰مه په خپله «خبري حافظه» خپرونه کې یو خبر خپور کړ چې د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۷مه خپور شوی و. په هغې کې داسې راغلي: «ولسمشر نیکسون نن له شاهزاده فهد بن عبدالعزیز، د سعودي د لومړي وزیر د دویم مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره په منځني ختیځ کې پایدارې سولې ته د رسېدو په اړه خبرو اترو کې ګډون وکړ او د اقتصادي، صنعتي او دفاعي همکاریو پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. دغه خبرې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر نیکسون په دفتر کې تر میلمستیا وړاندې وشوې. په دغو خبرو کې شاهزاده فهد په دې هڅه کې و چې امریکا د نفتو د تامین په بدل له سعودي سره نظامي مرستې زیاتې کړي.»

۵. د businesstimes.com.sg ویبپاڼې د ۲۰۲۴م کال د جون په ۱۸مه یادونه وکړه چې: «د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۸مه په خپله لومړۍ پاڼه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او شاهزاده فهد بن عبدالعزیز، د سعودي د لومړي وزیر دویم مرستیال او د ملک فیصل ناسکه ورور، نن سهار په بلرهاوس کې چې د سپینې ماڼۍ پر سړک دی، یو شپږ مخیز تړون لاسلیک کړل.»

څلورم: د پورته دریم بند په دقیقې کتنې سره، په ځانګړې توګه له فهد بن عبدالعزیز څخه د نیکسون هرکلی د دغې لیدنې ډیر اهمیت ښيي او بیا د ۱۹۷۴م کال د اګېسټ په ۶مه د امریکا او سعودي د اقتصادي همکاریو کمیټې تاسیس، چې د امریکا د عمومي محاسبې محکمې راپور یې یادونه کوي، د هغو توافقاتو ښودنه کوي چې داسې ښکاري چې دغه کمیټه د دغو توافقاتو د پلي کولو مسولیت لري او دا ټول د امریکا او سعودي ترمنځ د توافق شتون تاییدوي، ښايي دغه توافق لیکل شوی او محرم وي او یا ښايي ناليکل شوي توافقات وي، چې د یو کوچني مزدور دولت او د یو ځواکمن دولت لکه امریکا ترمنځ شوي او دا ډول توافقات معمولاً که لیکلي هم نه وي، د مزدورانو لپاره مکلفیت لري.

پورته ټول حقایق د پټرو ډالر تړون شتون تاییدوي؛ موږ هم دې ته ترجیح ورکوو؛ که څه هم دا موضوع پټه ساتل شوې او رسمي ادارو نه ده تایید کړې، خو رد کړې یې هم نه ده. 

پنځم: هغه څه چې دا تاییدوي، هغه دا دي چې امریکا د نړیوال ارز په توګه د ډالر ټاکل توجیه کوي؛ لکه څنګه چې: 

۱. د ۱۹۴۴م کال د بریټن ووډز تړون له مخې، چې هر انس طلا یې ۳۵ ډالر وټاکه، ډالر د نړیوال مالي نظام په لوړ سر کې راغی؛ داسې چې ډالر او طلا یو شان ارزښت ترلاسه کړ؛ خو د امریکا د استعماري پروژو، په ځانګړې توګه د ویتنام جګړې او د جګړې په لګښتونو کې د زیاتوالی له امله، امریکا اړ شوه چې له هغو ډالرو څخه ډیر چاپ کړي چې هغه یې په طلا بدلولی شول، تر دې چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په پای کې په نړۍ کې د ګردش په حال کې ډالر تر طلا زیات شول. دغې مسلې نور هیوادونه وهڅول چې په بدل کې یې له امریکا څخه طلا وغواړي؛ دې د امریکا د طلا ذخيرې کمې کړې. لکه څنګه چې د ۱۹۷۱م کال په پای کې د امریکا د طلا ذخیرې له ۵۷۴ ملیون انس څخه شاوخوا ۲۶۱ ملیون انسه ته راکمې شوې. دلته و چې ریچارډ نيکسون، د امریکا د هغه وخت ولسمشر، د ۱۹۷۱م کال د اګېسټ په ۱۵مه د طلا معیار لغوه کړ او په دې توګه ډالر له طلا څخه په بشپړه توګه جلا شو. دغه مسله د "نيکسون ناورین" په نامه مشهوره ده.

۲. د ډالر او طلا دغه بېلوالي د امریکا لپاره سیاسي او مالي ستونزې رامنځته کړې او د نړۍ هیوادونه نور د ډالر د ترلاسه کولو لپاره اړ نه وو. نو امریکا اړ شوه چې د نورو لارو چارو په لټه کې شي، تر څو هیوادونه د ډالرو ډیرې غوښتنې ته وهڅوي او په پایله کې د ډالر نړیوال تسلط خوندي کړي، تر دې پورې چې بلاخره امریکا خپل حل انرژۍ ته د نړۍ په اړتیا کې ولید؛ هغه وخت د انرژۍ اصلي سرچینه نفت وو، چې سعودي یې لوی تولیدونکی و.

۳. د نيکسون حکومت له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۴م کال پورې له سعودي سره د پټروډالر توافق په اړه خبرې وکړې او په پایله کې یوه موافقه وشوه چې له مخې یې امریکا د سعودي رژیم امنیت تضمین کړ او په بدل کې یې سعودي، چې د نړۍ تر ټولو ډېر نفت توليدوي او د نړۍ تر ټولو ډېر د نفتو ذخایر لري، خپل نفت په ډالرو وپلوري؛ لکه څنګه چې سعودي هم موافقه وکړه چې د خپلو نفتي عوایدو ملیاردونه ډالر بیا بېرته د امریکا په خزانه کې وساتي.

۴. تر دغه تړون وړاندې، سعودي د هغه وخت په حکومت کې د انګلیسي عناصرو د نفوذ له امله، خپل نفت په پونډ پلورل، کله چې دا تړون د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۸ مه د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او شهزاده فهد بن عبدالعزیز ترمنځ لاسلیک شو، دا یوه مقدمه شوه چې د نفتو بیه د سټرلنګ پر ځای په ډالر ټاکي.

له دې وروسته، شهزاده فهد په ۱۹۷۵م کال کې د خپل ورور ملک خالد د سلطنت په وخت کې د شهرت لوړه کچه ترلاسه کړه او ولیعهد شو. هغه د ​خپل ورور ملک خالد د واکمنۍ پر مهال ډیری صلاحیتونه درلودل او د ملک خالد تر مرګه همداسې وو؛  بیا د ملک خالد تر مرګ وروسته د ۱۹۸۲م کال، د جون په ۱۳مه پاچا شو. هغه  امریکا ته په وفادارۍ کې مشهور و.

نو د سعودي د نفتي پلور له ۱۹۷۵م کال راهیسې په ډالر کېږي، تر ۱۹۷۴م کال وروسته سرچینو له مخې، د سعودي د نفتو پلور په امریکايي ډالرو کېږي او دا مسله په اوپیک کې د غړو هیوادونو لپاره هم پلې کېږي. په دې توګه هر هیواد چې د نفتو اخیستل غواړي، اړ دی چې کافي اندازه ډالر ولري، ځکه دا یوازینی ارز دی چې د نفتو په راکړو ورکړو کې کارول کېږي. په دې مانا چې دې هیوادونو باید ډالري پورونه او یا له مالي بازارونو څخه ډالر اخیستی وی او یا په هره بله وسیله د ځان لپاره ډالر واخلي. د یادونې وړ ده چې امریکا د ډالر د دوامداره زیاتیدو تضمین ورکړی او د فډرال ریزرو بانک د ډالر تولید دوامداره تضمین کړی دی... په ځانګړې توګه دا چې د سعودي ریال له ډالر سره تړلی و او له همدې امله یو عامل د سعودي لپاره شته، ترڅو خپل اقتصادي ثبات خوندي کړي او د امریکا له ډالرو سره وفادار او متعهد وي. لکه څنګه چې انادولو خبري اژانس د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر په ۴مه راپور ورکړ: "خالد الفالح، د سعودي د انرژۍ وزیر تایید کړه چې د امریکا ډالر به د خپلو خامو نفتو پلورلو او سوداګرۍ لپاره د باور وړ ارز پاتې شي..."

شپږم: که د امریکا د سیالانو، چین او روسیې په رهبرۍ، بریکس سره د سعودي یو ځای کېدل پر ډالرو د نفتو پلور په اړه د سعودي د محدودیت په دوام اغېز وکړي، دا موضوع د نورو عواملو تر اغېز لاندې راځي چې د وضاحت لپاره یې موږ لاندې ټکو ته اشاره کوو:

۱. د BRICS اصطلاح د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا اقتصادونو ته اشاره کوي. برازیل، روسیې، هند او چین په ۲۰۰۶م کال کې د BRIC ګروپ جوړ کړ، چې مخ پر ودې هیوادونو ته په نړیوالو چارو کې ډیر رول ورکړي. په ۲۰۱۱م کال کې د دې ډلې نوم د سویلي افریقا په ګډون BRICS ته بدل شو. د ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ په ۲۴مه د سویلي افریقا په پلازمینه جهانسبورګ کې د ال ۱۵ کنفرانس په پای کې خبر ورکړل شو چې د ۲۰۲۴م کال په پیل کې به د سعودي په ګډون مصر، امارات، ایران، اتوپیا او ارجنټاین هم د بریکس غړي شي. د دې غونډې یو هدف د ډالر له تسلط څخه د خلاصون لپاره هڅه او د بریکس غړو لپاره د یوه پولي واحد صدور و، هغه څه چې دغه هیوادونه په هغې کې موافقې ته ونه رسیدل، بیا یې پریکړه وکړه چې په خپلو اسعارو راکړې ورکړې وکړي. له همدې امله دغې ډلې هڅه وکړه چې سعودي، چې د نفتو لوی صادرونکی دی، دغې ډلې ته راوبولي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴م کال د فبروري په لومړۍ نیټه د سعودي په رسمي تلویزیون کې له بریکس سره د سعودي د یو ځای کېدو رسمي اعلان سره سره، د سعودي د سوداګرۍ وزیر مجید القصابي، د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل: "سعودي ته د بریکس د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوه، خو موږ لا تر اوسه په رسمي توګه ګډون نه دی کړی." (سرچينه: سکای نیوز عربي، ۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۶مه) دا په دې معنی ده چې سعودي په بریکس کې د ګډون لپاره د امریکا موافقې ته ـ که د امریکا په ګټه وه ـ په تمه و.

۲. له بریکس سره د سعودي پشان په امریکا پورې تړلو هیوادونو یو ځای کېدل دغه ډله کمزورې کوي او له ماتې سره يې مخ کوي؛ لکه څنګه چې موږ د بریکس پولي واحد له صدور سره د سویلي افریقا د مخالفت شاهدان وو. په بریکس کې له روسیې او چین پرته کوم خپلواک هیواد نشته؛ پاتې غړي هیوادونه ټول د غرب، په ځانګړې توګه امریکا مزدوران ګڼل کیږي. خو روسیه او چین غواړي داسې وښيي چې دوی له غرب سره د مقابلې او د مقابلې جبهې جوړولو وړتیا لري او تل د څو قطبي نړۍ خبرې کوي. کله چې امریکا سعودي او خپلو نورو مزدورانو ته په بريکس کې د ګډون اجازه ورکوي، غواړي نفوذ پکې وکړي، لکه څنګه چې وړاندې یې هم د ختيځې اروپا هېوادونه وهڅول چې په ۲۰۰۴م کال کې اروپایي اتحادیه کې ګډون وکړي، ترڅو له دغو هیوادونو په استفادې پر اروپايي اتحادیه اغېز ولرلی شي او د دغو هیوادونو له لارې اروپايي اتحادیې ته ننوځي. لکه څنګه چې د پولنډ، چې د اروپايي اتحادیې غړی شو، له لارې یې وکولی شو چې د دغې ټولنې لپاره د اساسي قانون د تدوین مخه ونیسي؛ دا هغه قانون و چې د اروپايي اتحادیې سیاسي قدرت یې زیاتاوه او د فدرالي شبه دولت تر حده ور نیږدې کېدل. خو له دې لارې یوه کمزورې اتحادیه پاتې شوه چې تل د ماتې او سقوط له ګواښ سره مخ ده. همدارنګه کله چې سعودي، چې د اوپیک تر ټولو لوی تولیدونکی دی او په اوپیک کې لوی نفوذ لري، موظف شو چې د روسیې د تولیداتو د کنټرول لپاره د اوپيک دننه د سعودي او روسیې په همغږۍ یو ډول اتحاد رامنځته کولو لپاره له لازمو اسالیبو کار واخلي.

۳. پوتین، چې هیواد یې د بریکس له بنسټ ایښودونکو دی او د دې ډلې لپاره د خپلواک پولي واحد صدور ته ډیر لیواله دی، د دې ډلې د غړو هیوادونو سیاسي واقعیت ته تسلیم شوی او وايي: "د بریکس دوامداره پراختیا به په نړیواله کچه د دې ډلې رول فعال کړي او دا چې د خپلواک پولي واحد اخیستلو موضوع لا تر اوسه حل شوې نه ده، حل او نورو خبرو ته اړتیا لري..." (منبع: الجزیره، ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ ۲۴مه) همدارنګه الجزیره وړاندې له دې د ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ په ۲۳مه یو مطلب خپور کړ: "د بریکس لپاره د خپلواک پولي واحد جوړولو موضوع د پنځو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د شتون له امله په رسمي توګه د کنفرانس په اجنډا کې نه نیول کېږي... خو پوتین په دغې ډله کې په یوه ویډیوې وینا کې غوښتنه وکړه چې د ډلې غړي په خپلو معاملاتو کې خپل پولي واحدونه وکاروي..." له همدې امله، روسیه په دې ډول بریالۍ نه شوه چې د ډالر بدیل پیدا کړي، البته لا هم د بریکس له غړو د یوه پولي واحد د تحقق غوښتنه کوي.

اووم: تر هغه وخت پورې چې پیسې کاغذي وي ذاتي ارزښت به نه لري؛ اقتصادي ستونزې، اقتصادي انحصارونه، سیاسي اختلافات او ان استعمار به دوام مومي. اسلام د الله سبحانه وتعالی له وحي سره سم پیسې په طلا او نقره پورې تړلې دي. طلا او نقره پخپله ذاتي ارزښت لري او لکه څنګه چې په صحیح احادیثو کې ثابت شوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم طلا او نقره د پیسو په توګه غوره کړې دي او دا یې یوازیني پولي معیار ټاکلی چې د مال او عمل ارزښت ورګرځي. خو استعمارګرو د اقتصادي او مالي استعمار لپاره کاغذي پیسې د خپل استعمار وسیله جوړه کړې ده. له همدې امله یې د پیسو او نغدي وجهې لپاره نور سیستمونه جوړ کړي چې اساس یې طلا او نقره نه دي او ستونزې له همدغه ځایه پیل شوې...

نو دا ستونزې د خلافت دولت له اقامې پرته نه حلېږي؛ خلافت به طلا او نقره پیسې کړي چې پخپله طلا او نقره به په ګردش کې وي او یا به یې بدیل کاغذي پیسې په ګردش کې وي؛ دا به داسې ځایناستي وي چې په هر وخت کې به یې بېرته طلا او نقرې ته اوښتل شوني وي. دا هماغه شریعت دی چې الله سبحانه وتعالی په پاک او خالص علم سره نازل کړی دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي: 

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾ [ملک: ۱۴]

ژباړه: «ایا هغه (د زړونو په حال) نه پوهېږي چې هغه پیدا کړي دي؟ په داسې حال کې چې هغه باريک ليدونکی (په پټو رازونو پوه) او باخبره دی.»

۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم ۱

۲۰۲۴م کال، د جولا ۷مه

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې