- مطابق
د پوښتنې ځواب
سعید خطیب ته ځواب
پوښتنه:
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
د انټرنټ له لارې د سوداګریزو او مالي راکړو ورکړو حکم څه دی؟ د بېلګې په توګه که یو شخص د ټیټو بیو پر مهال دینار یا نفت یا سپین زر په ډالرو وپېري تر څو د لوړو بیو پر مهال ګټه وکړي، دې ته په پام سره چې دا ټول په انټرنټ کې موجود دي او کولی شي چې پيسې بانک ته ولېږدوي او کله چې وغواړي بېرته یې ترې وباسي؟
دویمه پوښتنه: آیا د ارزونو (کرنسيو) په بدلولو کې، قبض په حضوري توګه شرط دی او که په انلاین توګه قبض بسنه کوي؟
- همدا راز پوښتنه ده چې که یو شخص نفت وپېري، آیا اړینه ده چې هغه قبض کړي، که یې له قبض کولو پرته هم پلورلی شي؟ د یادونې وړ ده چې که یو شخص نفت یا اوسپنه یا سپین زر یا پیسې وپېري، نه شي کولی چې هغه تر لاسه کړي، بلکې اړ دی چې هغه په ډالرو تبديل کړي او بيا ډالر تر لاسه کړي. په دې معنا چې که تاسو نفت وپېرۍ، تاسو یې د نفتو په توګه ترلاسه کولی نشئ، بلکې په ډالرو بدلیږي.
همدا شان د اقتصادي نظام په کتاب کې راغلي :«هغه پلورلی نشو او دا هغه څه ته شامل دی چې تاسو يې مالک يئ خو قبض کړي مو نه وي؛ ځکه قبض د معاملې د بشپړېدو شرط دی چې مکیلات، موزونات او معدودات پکې شامل دي. خو هغه څه چې د مالکیت د بشپړېدو لپاره قبض ته اړتيا نه لري، لکه حیوان، کور او ځمکه، هغه تر قبض مخکې هم پلورلی شو.»
همدا راز پوښتنه ده چې: مکیل، موزون او یا معدود څنګه يو له بله بېلولی شو؟ د بېلګې په توګه، د غیرمکیل شیانو په اړه د څاروي او کور مثال ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د پسه په شان څاروی زموږ په هېواد کې د پېرلو پر مهال وزن کیږي او د وزن له مخې پلورل کیږي، نو داسې ښکاري چې پسه دې موزون وي. همداسې د کور په هکله ویل کیږي چې «یو واحد» یا «دوه واحده» نو څرنګه هغه غیر معدود یا غیر موزون وګڼو؟
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
مخکې مو همدې پوښتنې ته ورته پوښتنه ځواب کړې وه، د هغه ځواب هغه برخه دلته راوړو چې ستاسو له پوښتنې سره اړه لري:
«د انټرنټ له لارې د پېر او پلور په هکله د لومړۍ پوښتنې ځواب په دې توګه دی: د پټرول په هکله پوښتنه واضح نه ده چې آیا تاسو غواړئ د برېښنايي کارت په کارولو سره خپل موټر ته تېل واچوئ او کارت د پمپ مسئول ته ورکړئ تر څو مو موټر ته تېل واچوي؟ که داسې وي نو دا عمل جایز دی؛ ځکه که ستاسو له حسابه د ثمن اخیستل یوه یا دوې ورځې وځنډېږي، له سود پرته د نسیې په توګه دا جنس اخیستلی شئ. تاسو جنس (د موټر لپاره تېل) ترلاسه کړئ او بایع یوه یا دوې ورځې وروسته ثمن ترلاسه کړي. نو که داسې وي هېڅ ستونزه نشته.
خو که له سوداګرۍ څخه موخه، د تېلو ټاکلې کچه اخیستل او تر قبض مخکې یې پلورل وي، نو دا جواز نه لري؛ ځکه قبض د جنس په پلورلو کې اساسي شرط دی. ابو داوود له زید بن ثابت څخه نقل کړی چې ويلي يې دي:
«فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم نَهَى أَنْ تُبَاعَ السِّلَعُ حَيْثُ تُبْتَاعُ حَتَّى يَحُوزَهَا التُّجَّارُ إِلَى رِحَالِهِمْ»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع کړې چې جنس په هغه ځای کې وپلورل شي چې سوداګر لا خپل ځای ته لېږدولی نه وي.
په دې معنا چې دا جنس یوازې تر قبض او ذوالیدۍ وروسته د پلورلو وړ دی. په دې توګه قبض د دې ډول معاملو د صحت شرط دی، مګر دا چې د ځانګړو جنسونو لپاره ځانګړی نص موجود وي چې هغه مهال جائز دی؛ خو په دې هکله نص نه شته. له دې امله، له قبض پرته د نفتو پلور له شرعي اړخه جواز نلري.
او که له دې پوښتنې څخه ستاسو موخه دا وي چې غواړئ د نفتو په څاه کې شریک شئ او د برېښنايي کارت له لارې د پيسو په ورکړې سره په انلاین توګه یې ترسره کړئ، دا ډول معامله هم جواز نلري؛ ځکه د نفتو څاه عامه ملکیت دی چې په خصوصي توګه یې مالکیت جواز نلري. که مو موخه بل څه وي، هیله ده وضاحت ورکړئ.
۲- په سپینو او سرو زرو پېر او پلور: د سپینو او سرو زرو پېر او پلور باید لاس په لاس وي، څرنګه چې بخاري او ابو داوود له حضرت عمر رضي الله عنه څخه په حدیث کې روایت کړی چې:
«الذَّهَبُ بِالْوَرِقِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ»
ژباړه: سره زر په سپینو زرو سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي.
یعنې باید په یوه وخت او لاس په لاس وي. نو له قبض پرته د سپینو او سرو زرو پېرل صحيح نه دي.
نو یادو مسایلو ته په پام سره او د انټرنټي معاملې د واقعيت تر ارزونې وروسته پوهېږو چې په دغه ډول معاملو کې قبض نه ترسره کیږي او ممکن ساعتونه یا ورځې وځنډیږي. نو د برېښنايي کارت له لارې د سپینو او سرو زرو پېر او پلور جایز نه دی، مګر دا چې حساب سمدستي له کارت څخه کسر شي، یعنې لاس په لاس ترسره شي. نو سره یا سپین زر یوازې هغه مهال ترلاسه کړئ چې ستاسو له حسابه پیسې کسر شي. نو دا چې په انترنټي پېر او پلور کې قبض په فوري توګه نه ترسره کیږي دا معامله جایزه نه ده.
۳- د قرضې پاڼو او سهامو پېر او پلور حرام دی؛ ځکه د سهامي شرکتونو سهمونه د شريعت له نظره باطل دي او همداسې د قرضې پاڼې له سود سره تړلې دي. موږ د سهامي شرکتونو موضوع په (اقتصادي نظام)، (هزات الاسواق المالية) او نورو کتابونو کې واضح کړې ده.
په «هزات الأسواق المالية» کتاب کې د دې موضوع لنډیز په دې توګه راغلی دی: (د پېر او پلور له لارې په دغو سهامو او قرضي پاڼو سره د معاملې حکم حرام دی؛ ځکه دا سهام، د هغو سهامي شرکتونو سهام دي چې له شرعي اړخه باطل دي. په دغو پاڼو کې هغه مبالغ شامل دي چې په یوه باطله معامله او قرارداد کې د حلالې پانګې او حرام سود ترکیب دی. د دې پاڼو هر سند د باطل شرکت له شتمنۍ څخه یو سهم دی او دا شتمنۍ له باطلو معاملو سره ګډې دي چې اسلامي شریعت ترې نهي کړې ده؛ ځکه دا مال حرام شمېرل کیږي، پېر، پلور او پر هغو معامله جایزه نه ده. همدا شان دا حکم د بانک یا ورته سهامو یا د قرضونو د هغو پاڼو په هکله صدق کوي چې په ربا سره پکې د پيسو پانګونه کیږي؛ ځکه په دې پاڼو کې حرامې پیسې شاملې دي. له دې امله یې پېر او پلور حرام دی؛ ځکه په هغه کې شته پیسې حرامې دي.)». د نقل قول پای.
۴- د انټرنټ له لارې د کاغذي پیسو پېر او پلور لکه ډالر، یورو هم حرام دی؛ ځکه په دې مواردو کې عاجل قبض نشته او دا امر په نقدي تبادله کې اړین دی او قبض باید لاس په لاس وي؛ څرنګه چې د سپینو او سرو زرو په هکله هم صدق کوي. په دې کې کاغذي پيسې هم شاملې دي، په دې دلیل چې کاغذي پیسې هم په عقد کې د اجرت او په بیع کې د ثمن په توګه کارول کیږي. موږ د ۲۰۰۴ م د جولای د ۱۱مې نېټې د پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي وو:
«له مالي پاڼو سره تعامل: هو، د هغو احکام د ربا او نورو نقدي احکامو له اړخه د سپینو او سرو زرو په څېر دي. ځکه د ثمن او اجرت په توګه د اجارې او بیعې د عقدونو پر مهال په دې پاڼو کې د نقديوالي علت شتون لري؛ ځکه نو هغه د نقدو په احکامو کې شاملیږي. له دې امله د دغو اوراقو په کارولو سره د ربوي صنفونو اړوندو اجناسو لاس په لاس پېرل هم مصداق پیدا کوي، یعنې باید په دین او نسیې سره نه وي، بلکې باید لاس په لاس وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَداً بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَداً بِيَدٍ» (دا حدیث بخاري او مسلم له عباده بن صامت څخه روایت کړی دی)
ژباړه: سره زر د سرو زرو، سپین زر د سپینو زرو، غنم د غنمو، وربشې د وربشو، خرما د خرما، مالګه د مالګې پر وړاندې بايد مثل په مثل برابر او لاس په لاس وي.کله چې دغه صنفونه اختلاف ولري، نو هر رقم چې غواړئ معامله وکړئ، په دې شرط چې لاس په لاس وي.
نص واضح دی چې د دغو ربوي اصنافو او اقلامو د اختلاف په صورت کې هر ډول پلور جایز دی، یعنې په دغه صورت کې د برابروالي شرط نشته؛ خو قبض شرط دی. د «اقلام» کليمه په دې ځای کې د ټولو ربوي اقلامو په معنا ده او هېڅ شی ترې استثنا نه دی، مګر په ځانګړي نص سره. دا چې په دې هکله هېڅ نص نشته دی، نو حکم د وربشو په غنمو یا غنمو په سرو زرو یا وربشو په سپینو زرو یا خرما په مالګه یا خرما په سپبنو زرو ... د بدلولو پر جواز صدق کوي، که څه هم په بدلولو کې يې په اندازو او یا بيو کې توپير وي؛ خو شرط دا دی چې لاس په لاس وي یعنې د دین په توګه نه وي. هغه څه چې پر سپینو او سرو زرو صدق کوي هغه پر کاغذي پیسو هم صدق کوي؛ ځکه د اجارې او بیعې په عقدونو کې د ثمن او اجرت په توګه د هغوی د کارولو پر مهال د نقديوالي علت شتون لري.» د نقل قول پای.
د سرو زرو په پېر او پلور کې د دغو انلاین معاملو د څرنګوالي په ارزونې سره جوتیږي چې قبض یا تصفیه د عقد له نېټې یوه یا دوې ورځې ځنډیږي او دا د قبض له شرط سره مغایرت لري او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په هکله فرمايلي دي: «یدا بید». ابو داوود له براء بن عازب څخه نقل کړي دي چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دې هکله پوښتنه وکړه، هغو وفرمایل:
«مَا كَانَ يَداً بِيَدٍ فَخُذُوهُ وَمَا كَانَ نَسِيئَةً فَذَرُوهُ»
ژباړه: هغه څه چې لاس په لاس وي وايې خلئ او هغه څه چې نسیه وي پرې يې ږدئ.
او مسلم له مالک بن اوس بن حدثان څخه نقل کړي چې ویې ویل: زه راغلم و ومې ویل چې څوک په درهم معامله کوي؟ طلحه بن عبیدالله وویل: موږ ته دې سپین زر ښکاره کړه، نو وروسته له ما سره راشئ او هر وخت مې چې خادم راغی تاسو ته به درهم درکړم. عمر بن الخطاب رضي الله عنه وویل: نه په الله قسم، یا باید درهم ورکړې یا باید سره زر بېرته هغه ته ورکړې؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ...»
ژباړه: سپین زر په سرو زرو ربا ده مګر دا چې لاس په لاس وي.
له دې امله په انلاین توګه د یورو، ډالر او نورو پیسو بدلول جایز نه دي، ځکه چې په دغو معاملو کې فوري قبض نشته.»
د مکیل، معدود او موزون په اړه باید وویل شي، د ۲۰۰۶ د ډسمبر په ۱۲مه مو ورته پوښتنې ته ځواب ویلی و چې په لاندې توګه دی:
«معدود، موزون او مکیل له شته واقعیت سره سم مشخص کیږي. تاسو وګورئ چې په بازار کې څرنګه اجناس پلورل کیږي؟ آیا د شمېر په توګه پلورل کیږي، په دې معنا چې په بازار کې په شمېر که په کیلو سره غږ کیږي؟ یا په متر او وزن سره غږ کېږي؟
که داسې وي، نو د هغه وصفت د مکیل، موزون یا معدود د مقاديرو پر اساس صدق کوي، که یو عدد وي او که ډېر. په دې معنا چې اجناس د موزون او معدود وصف لرلی شي... لکه غنم او وربشې د وزن او کیل پر بنسټ پلورل کیږي، کیلې او مالټې ... د شمېر او وزن پر بنسټ پلورل کیږي، تکه د کیل، ذراع او متر پر بنسټ پلورل کیږي. د قبض پر مهال د یو شي د وصف ټاکل ډېر اړین دي تر څو ابهام له منځه لاړ شي. له دې امله کله چې ویل کیږي چې ۱۰۰ کیلو غنم لرم، دا وینا د وصف د ټاکلو لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې د غنمو ډول هم وټاکل شي تر څو ابهام له منځه لاړ شي او همداسې د مقادیرو او مکیل او معدود په هکله هم همدا قاعده پلی کیږي.
خو آیا حیوان په عددي توګه پلورل کیږي؟ آیا داسې به وي چې پلورونکي غږ وکړي چې هر اوښ په زر روپۍ؟ یا دا چې پېرونکی حیوان ویني او تصمیم نیسي چې دا اوښ د زر روپو نه دی او بل اوښ ټاکي؟ آیا هر اوښ د بل په څېر دی چې پلور په عددي بڼه وي؟
آیا املاک په عددي او وزني یا کیلي توګه پلورل کیږي؟ په دې معنا چې آیا هغه شخص چې لس کوره یا حویلۍ لري، وایي چې (هره حویلۍ په زر روپۍ)، یا دا چې د هرې حویلۍ پلورل د هغې د لیدلو پر بنسټ ترسره کیږي او هر ملک له بل څخه توپیر لري؟
له همدې امله وايي چې حیوان او کور په کیلي یا وزني یا عددي توګه نه پلورل کیږي. ممکن تاسو ووایئ چې ځینې کسان، حیوان په وزن سره پلوري چې په ځواب کې یې باید وویل شي؛ دا عمومي قاعده نه ده چې پر ټولو حیوانانو پلې شي. ممکن یو څوک وری په وزن سره وپلوري، خو ټول وري یا حیوانان په دې توګه نه پلورل کیږي، د بېلګې په توګه غوا په وزن سره نه پلورل کیږي... څرنګه چې نه ویل کیږي چې ستاسو ۱۰۰ کیلو حیوان له ماسره دی. (البته موخه ژوندی حیوان دی.)
په همدې توګه، ممکن ووايئ چې ځینې کسان املاک په متر سره پلوري، خو دا پر ټولو املاکو صدق نه کوي، ځکه متر په يو ملک کې په لس روپۍ او په بل ملک کې په شل روپۍ وي. له دې امله، د وصف تعين په کیلي توګه نه دی، نو نه ویل کیږي چې ستاسو سره مې ۱۰۰ متره کور دی. او په همدې توګه ...» د نقل قول پای.
په دې هیله چې ستاسو پوښتنې ته همدومره ځواب بسنه وکړي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو عالم او باحکمته دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
د ۱۴۴۶ د ربیعالاول ۱۱مه
د ۲۰۲۴ د اکتبر ۱۴مه
ژباړه: تمیم انصار