- مطابق
(ژباړه)
عبدالله الحداد ته ځواب
پوښتنه:
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله سبحانه و تعالی دې تاسو په خیر لري او د الله او رسول په طاعت کې دې اوږد ژوند در په برخه کړي! د لوی عرش له څښتن الله تعالی څخه غواړم چې په داسې حال کې دویم راشده خلافت دولت راپه برخه کړي چې تاسو روغ او جوړ یاست.
پوښتنه مې دا ده: آیا خور او لور ته زکات ورکول جایز دي؟
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
۱- اسلام د فقير نفقه واجب کړې او الله تعالی دا مسئله د فقیر او هغه کس په اړه چې د فقير نفقه پرې واجب ده، بيان کړې ده.
د اقتصادي نظام کتاب په ۲۰۴ - ۲۱۱ پاڼو کې ذکر شوي:
«اساسي حاجات چې نه رفع کېدل یې فقر ګڼل کیږي، استوګنځی، ډوډۍ او جامې دی، تر دې پرته نور موارد له کمالیه حاجاتو څخه شمېرل کیږي. نو هغه څوک چې کمالیه حاجات یې مرفوع نشي فقیر نه ګڼل کیږي.
اسلام د اړینو مواردو رفع کول فرض ګڼلي، هر څوک یې چې د مرفوع کولو وړتیا لري مرفوع دې یې کړي، او که یو شخص د مال د نه لرلو له امله دا موارد نشي مرفوع کولی یا هم د دغو مواردو د لاسته راوړلو امکان نه وي، د اسلام سپېڅلي دین پر نورو واجب کړې چې له ده سره مرسته وکړي تر څو یې اساسي اړتیاوې مرفوع شي. د اسلام سپېڅلي شریعت له یوه شخص سره د مرستې د څرنګوالي موارد داسې بیان کړي دي:
﴿وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ﴾ [بقره: 233]
ژباړه: او د ماشوم پر پلار واجب ده چې هغوی (ميندو يا ماشوم ته شيدې ورکوونکو) ته په معروف ډول خوراک او لباس ورکړي. هیڅ څوک تر خپل وس په زيات څه مکلف نه دی، نه به مور د اولاد له امله له زيان سره مخ کېږي او نه به پلار ته د خپل بچي له امله زيان رسېږي. او پر وارث هم واجب ده (د پلار د مړينې يا ناتوانۍ په صورت کې) همدا کار وکړي (ماشوم ته د شيدو ورکولو په دوران کې د هغه مور ته خوراک او لباس ورکړي.»
یعنې دا چې پر وارث د پلار په څېر واجب ده چې د شخص نفقه ورکړي؛ البته له وارث څخه موخه بالفعل وارث نه دی؛ بلکې له وارث څخه موخه هغه څوک دي چې د میراث مستحق وي. که یو کس اقارب نه درلودل چې پر هغه یې نفقه واجب وي، نو نفقه یې پر بیتالمال لازمه ده. د زکات په باب کې له ابوهریره رضي الله عنه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلِوَرَثَتِهِ وَمَنْ تَرَكَ كَلّاً فَإِلَيْنَا» (مسلم)
ژباړه: له چا څخه چې (تر مرګ وروسته) مال پاتې شو، نو مال يې د وارثانو دی او له چا څخه چې (تر مرګ وروسته) کل پاتې شو، نو هغه زموږ دی. (مسووليت يې زموږ پر غاړه دی).
کَل هغه کس ته ویل کیږي چې زوی، پلار او مور ونلري.» پای
۲- هغه اقارب چې نفقه پرې واجب ده دا دي: د «موسوعه الفقهیه الکویتیه» په ۶۸-۸۲۶۷ پاڼه کې راغلي دي: «هغه کسان چې د زکات ورکړه ورته جایزه نه ده ... هغه څوک چې زکات ورکوونکی هغه ته منسوبیږي او یا هغه شخص زکات ورکوونکي ته د ولادت له اړخه منسوبیږي چې شخصي اصول یعنې پلار او مور او نیکه او انا پکې شامل دي؛ که وارثان وي او که نه وي، همداسې اولاد او د هغوی اولادونه په هره درجه چې ښکته وي پکې شاملیږي. احنافو ویلي: په دې دلیل چې د املاکو منافع یې سره تړلې دي او دا د احنافو او حنابلو مذهب دی.
خو نورو اقاربو ته د زکات ورکړه هېڅ ممانعت نلري لکه ورونه، خویندې، ترونه، ترورګانې، ماماګان، خالهګانې او اولادونه یې؛ که څه هم د ځینو د نفقې مسوولیت د زکات ورکوونکي پر غاړه وي؛ دلیل يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:
«الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الرَّحِمِ ثِنْتَانِ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»
ژباړه: مسکین ته صدقه، صدقه ده په داسې حال کې چې پر ذوالارحام صدقه دوې (صدقې) دي:صدقه او صلةالرحم.
دا د احنافو مذهب او د حنابلهو مذهب هم دی.
خو مالکیان او شافعیان هغه اقاربو ته د زکات ورکړه جایز نه ګڼي چې نفقه یې پر زکات ورکوونکي وي. هغه کسان چې نفقه یې واجب ده پلار او مور دي نه نیکه او انا او همداسې د لور او زوی نفقه واجبه ده نه د هغوی د اولادونو؛ او د زوی نفقه تر هغه مهاله چې صغیر وي او د لور تر هغه مهاله چې واده وکړي او د خاوند مدخولبها واقع شي واجب ده؛نو هغه کسان چې د شافعیانو له انده یې نفقه واجب ده اصول او فروع دي.»
۳- څرنګه چې ګورئ چې لور ته د زکات په ورکړه کې د فقهاوو بېلابېل نظرونه دي؛ ځکه لور د فروعاتو له ډلې ده او پر دې سربېره د فقهاوو په اند ثابته ده چې زکات ورکوونکی باید هغو کسانو ته د زکات له مال څخه څه ورنکړي چې نفقه یې پر ده واجب وي؛ بلکې د زکات له مال پرته له نور مال څخه یې ورکړي؛ اختلاف په دې کې دی چې له اصول او فروعاتو څخه پر کومو کسانو نفقه واجب ده؟
ځینو فقهاوو ویلي چې: «هغه کسان چې د زکات ورکړه ورته جایزه نه ده د شخص اصول دي لکه پلار، مور، نیکه او انا، که وارث وي او که نه وي، همداسې اولاد او د هغوی اولاد چې هر څومره کښته ځي. احنافو ویلي دي په دې دلیل چې د املاکو ګټه یې سره شریکه ده، دا د احنافو او حنابلهو مذهب دی.»
ځینې فقها وايي: «هغه کسان چې د مالکیهو په اند یې نفقه واجب ده پلار او مور دي نه نیکه او انا، همداسې لور او زوی دي نه اولادونه یې او د زوی نفقه تر هغه چې صغیر وي او د لور نفقه تر هغه چې واده وکړي او د خاوند مدخولبها واقع شي واجب ده»
ځینو فقهاوو ویلي دي: « هغه کس چې نفقه یې د شافعیانو په اند واجب ده اصول او فروع دي...»
اوس ستاسو د پوښتنې ځواب ته راځو چې ویلي مو وو:«آیا خور او لور ته د زکات له مال څخه زکات ورکول جایز دي؟»
۱- د لور په هکله:
الف - کله چې لور خاوند ونلري او له خپل پلار سره ژوند کوي، نفقه یې پر پلار لازمه ده. ځکه پلار یې باید د هغې نفقه له خپل مال څخه ورکړي نه د زکات له مال څخه.
ب - کله چې لور خاوند ولري او خاوند یې د ژوند لګښتونه بشپړولی شي او د ښځې نفقه ورکولی شي، نو لور ته د زکات ورکړه جایز نه ده؛ که څه هم لور فقیره وي؛ ځکه لور د هغې د خاوند په اعتبار شتمنه ګڼل کیږي.
نووي په المنهاج کې ویلي دي: «هغه کس چې د اقاربو او خاوند په نفقې سره ژوند کوي نو سم نظر دا دی چې فقیر او مسکین نه ګڼل کیږي.» پای
ج - کله چې لور خاوند ولري او فقیره وي او خاوند یې هم د نفقې له ورکړې عاجز وي، په دې صورت کې ابن قدامه په «المغني» کې ویلي دي: «که مېرمن د نفقې وړخاوند درلود او نفقه یې ورته برابروله، هغې ښځې ته د زکات ورکړه جایزه نه ده؛ ځکه خپل ژوند د خاوند په نفقې او مال سره پر مخ بیايي او دا مېرمن د هغه چا په څېر ده چې ځمکه لري او د ځمکې له محصول څخه د ژوند لګښتونه برابروي او که یې نفقه نه ورکوله، نو د زکات ورکول ورته جایز دي او دا ښځه د هغه چا په څېر ده چې عقار ملک لري خو ګټه ترې نه راځي، احمد همدې ته ورته مسئله ویلې ده.» پای
له دې اختلاف څخه د وتلو لپاره دې نظر ته ترجیح ورکوم چې که د لور خاوند فقیر وي، د فقیرې لور خاوند ته دې د زکات له مال څخه ورکړل شي او هماغه خاوند دې خپلې مېرمنې ته له اخیستل شوي زکاتي مال څخه نفقه ورکړي؛ خو لور ته باید له غیر زکاتي مال څخه څه ورکړل شي.
۲- د خور په هکله ځواب دا دی:
که خور دې ستا په کور کې ژوند کوي او تاسو یې نفقه ورکوئ، نو جایزه نه ده چې د زکات مال مو ورکړئ، خو که خور مو خاوند لري او خاوند یې فقیر وي، په دې صورت کې ښه دا ده چې د مال زکات مو ورکړئ؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی:
«الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الرَّحِمِ ثِنْتَانِ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»
ژباړه: مسکین ته صدقه، صدقه ده په داسې حال کې چې پر ذوالارحام صدقه دوې (صدقې) دي:صدقه او صلةالرحم.
دا هغه نظر دی چې زه یې ستا د پوښتنې د ځواب په برخه کې ترجيح ورکوم. هیله ده چې همدومره بسنه وکړي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو ډېر عالم او با حکمته دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
د ۱۴۴۵ه.ق د ذوالحجې ۲۸مه
د ۲۰۲۴م د جولای ۴مه
ژباړن: تمیم انصار