پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغو کسانو ته ځواب چې د دولت د تاسیس لپاره د رسول الله (ص) طریقه پر ځان لازمه نه ګڼي
بسم الله الرحمن الرحيم
هغو کسانو ته ځواب چې د دولت د تاسیس لپاره د رسول الله (ص) طریقه پر ځان لازمه نه ګڼي

(ژباړه)

پوښتنه: 

 ښاغلی شیخ صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

هیله من یم د هغو کسانو په اړه چې استدلال کوي: «موږ د اسلامي دولت د حاکمیت او جوړښت لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پابند نه یو.» پوره او قناعت ورکوونکی ځواب راکړې!

ځواب:

 وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته!

ان شاء الله چې پوره او لنډ ځواب به درکړم:

هغه کس چې استدلال کوي؛ «موږ د اسلامي دولت د حاکمیت او جوړښت لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پابند نه یو.» ورته ووایه: که وغواړې اودس وکړې، د اوداسه د پېژندنې لپاره له کومو دلایلو ګټه اخلې؟ ایا د اوداسه له دلایلو ګټه نه اخلې؟ همداراز که د حج بحث وشي، دی د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د حج له دلایلو کار اخلي که د اوداسه...؟

دغه راز پوښتنه دې ترې وشي: که وغواړې د روژې احکام وپېژنې، ایا د روژې له دلایلو ګټه نه اخلې؟ یا د روژې د پېژندنې لپاره د جهاد دلایل کاروې!؟ هغه به ووایې چې د روژې د پېژندنې لپاره د روژې له احکامو کار اخلم.

همداراز پوښتنه دې ترې وشي: که وغواړې د لمانځه احکام وپېژنې، نو د لمانځه له احکامو استفاده نه کوې؟ که د روژې له احکامو استدلال کوې!؟ ځواب به دا وي چې د لمانځه له دلایلو استدلال کوي. په همدې ډول، که وغواړي د هرې مسئلې حکم وپېژني، د پېژندنې لپاره یې له شرعي دلایلو استفاده کوي.

نو له ده څخه د دولت د تاسیس د طریقي پوښتنه کوم، ایا د دولت د تاسیس د څرنګوالي په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وارد شوو شرعي دلایلو استدلال نه کوي!؟ دی د زکات، لمانځه او جهاد له دلایلو استدلال نه کوي؛ بلکې د دولت د تاسیس له دلایلو به استدلال وکړي چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د تفاعل په پړاو کې د طلب النصرې په طریقه تاسیس کړ. په داسې حال کې چې د دولت د تاسیس طریقه طلب النصره ده. نو پوښتنه دا ده چې طلب النصره فرض، مندوب، مباح او... ده؟ طلب النصره فرض ده او موږ د دولت په تاسیس کې  پر دغه طریقه پابند او ملتزم یو. د یادې موضوع د پېژندنې لپاره لاندې ټکو ته اشاره کوم:

طلب النصره فرض ده، دلیل یې دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېرو ستونزو پر ګاللو سربېره دا تګلاره بدله نه کړه. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ثقیف څخه نصرت وغوښت، خو دوی هغه صلی الله علیه وسلم ته ډېر ناوړه ځواب ورکړ او ان تر دې چې هغه يې تعقیب کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ګڼ شمېر قبیلو لکه: نظیر، بنی شیبان، بنی عامر... په لس ګونو ځله د نصرت غوښتته وکړه، خو هغوی ځواب ورنه کړ. سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر تکلیفونه او ستونزې وګاللې، خو بیا یې هم یاده تګلاره بدله نه کړه. د اصولو له مخې، په تکرار او له مشقت سره سره طلب (غوښتنه)، د دغه طلب د فرضیت قرینه ده. دا په دې مانا چې طلب النصره فرض ده او رسول الله صلی الله  علیه وسلم د دولت په تاسیس کې یوازې له دې طریقې استفاده کړې.

 له بل لوري رسول الله صلی الله علیه وسلم دغې تګلارې ته تر هغه دوام ورکړ چې د عقبې په دویم تړون کې الله سبحانه وتعالی انصارو ته عزت ورکړ او بیعت يې وکړ. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او دولت یې تاسیس کړ.

 یادې خبرې هوښیارانو او هغو کسانو ته چې د زړه له کومې یې اوري لوی نصیحت دی، مګر یوازې د حق مخالفان دي چې دلیل یې باطل او بې بنسټه دی. د اوداسه لپاره د اوداسه پر دلایلو اقرار لري. همداراز د روژې نیولو لپاره د روژې پر دلایلو اقرار او د لمانځه لپاره د لمانځه پر دلایلو اقرار کوي. نو له هغو دلایلو استفاده نه کوي چې په بل عمل پورې تړاو ولري. نو عاقل به  له استدلال وروسته د دولت د تاسیس پر وجوب قناعت کوي، ځکه چې له طلب النصرې پرته ـ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت د تاسیس لپاره د تفاعل په وروستي پړاو کې ترې کار واخیست ـ کوم بل دلیل نشته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر فعل او قول دې دلالت وکړي. نو ځکه دغه تګلاره فرض ده. دغه لنډ ځواب د یادې تګلارې پر وجوب بسنه کوي، چې موږ د دولت د تاسیس لپاره غوره کړې ده.

په پای کې سلام  درلېږم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم  چې د خیر دروازې دې په لاسونو پرانېزي.

ستاسو ورور عطا ابن خلیل ابو رشته

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې