- مطابق
له عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:
«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ» (رواه البخاری)
ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام پر پینځو بناوو ولاړ دی: ۱- شاهدي ورکول (اقرار کول) پر دې چې الله یو دی او له الله تعالی پرته، بل په حقه معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی. ۲- لمونځ ادا کول. ۳- زکات ورکول. ۴- حج کول. ۵- د روژې د میاشتې روژه نیول.
د حدیث شرحه
علماوو ویلي دي: «د اهل سنت د مذهب متقدمین او متأخرين په دې عقیده دي، چې اېمان عبارت دی له قول او عمل څخه چې ډېریږي او کمېږي. د کمېدو او زیاتېدو دلیل یې په صحیح امام بخاري کې ذکر کړی دی او ویلي یې دي: څوک چې د ایمان د ډېرېدو غوښتنه نه کوي؛ نو له هغه چا یې اېمان کم دی، چې د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.»
که و پوښتل شي؟ اېمان په لغت کې تصدیق کولو ته ویل کېږي؛ لکه څنګه چې الله سبحان وتعالی په یوسف سورت کې فرمایلي دي:
(وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ﴾
ژباړه: ته به زموږ په خبره باور ونه کړې، که موږ رښتیني هم واوسو (ځکه چې له یوسف سره ېره مینه لري او موږ د هغه بد غوښتونکي ګڼې، ته زموږ خبره د یوسف په هکله چې لېوه خوړلی، هیڅکله نه تصدیقوي.
مهلب وایې: «په دې اړه ځواب دا دی: «که څه هم تصدیق په لغت کې اېمان ته ویل کېږي؛ خو تصدیق د ټولو عباداتو په واسطه تکمیلیږي؛ نو په هره کچه چې یو مسلمان نېک اعمال ډیر تر سره کړي د هغه د اېمان د کمال ښکارندویي کوي، په همدې اساس د نېکو اعمالو په ډېرېدو اېمان ډېریږي او په کمېدو یې کمیږي.» په دې اړه د عمر بن عبدالعزیز په خبره کې غور وکړئ چې وایې: «اېمان درلودونکی فرایض، واحبات او سنت تر سره کوي او هر هغه چا چې دا تر سره کړل، په حقیقت کې یې خپل اېمان کامل کړ او چا چې تر سره نه کړل، نو خپل اېمان یې پوره نه کړ. پر دې اساس هر کله چې نېک اعمال کم شي، د اېمان کمال له منځه ځي او کوم وخت چې نیک اعمال ډېر شي، د اېمان کمال هم ورسره ډېریږي. د اېمان په هکله متوازېنې (متعادل) خبرې همدا وې، خو تصدیق پر الله سبحان وتعالی او پر پیغمبرانو یې نه کمېږي.»
خو تصدیق په خپل ذات کې، دا چې شته او که نه، نو د تصدیق اساسي موضوع په اېمان کې ده، چې له واقعیت سره سم، قطعي یقین ته وايي. د تصدیق نیمګرتیا ته شک وايي، چې هغه ډېرېدای او کمېدای نه شي. هغه څه چې ډېریږي او کمېږي، د انسان له نفس سره اړیکه لري او همدارنګه له هغو اغېزو سره چې پکې رامنځته شوي وي. والله علم.
یا الله! موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له راشده خلافت څخه، چې د مسلمانانو یووالی پکې نغښتی وي، برخمن وګرځوه او له مسلمانانو څخه بدمرغۍ او مصیبتونه لرې کړه! یا الله دا ځمکه ستا په کرم او نور سره منوره کړه. اللهم آمین!