جمعه, ۲۴ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت دولت او اقلیتونه
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت دولت او اقلیتونه

(ژباړه)

له لومړي اسلامي دولت راهيسې، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یې په مدینه منوره کې بنسټ کېښود، تل په اسلامي دوتل کې تنوع وه. په دغه دولت کې مهاجرین او انصار یو ځای وو، د دغه ځای په اوسېدونکو کې عرب او عجم، مسلمان او غیرمسلمان هم وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغې نوې ټولنې د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د اړیکو اصول "د مدينې ميثاق" کې څرګند کړل. وروسته، اسلامي دولت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوره کې ټول جزیرۃ العرب ته پراخ شو او د خلفای راشدین او بیا د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو په دورو کې دغې پراختیا دوام وموند. په اسلامي دولت کې تنوع د بېلابېلو قبیلو او ملتونو له لوري د اسلام منلو او همدارنګه په دغه دولت کې د بېلابېلو دینونو پیروانو د حضور له امله نوره هم زیاته شوه. سره له دې ټولو توپیرونو لکه نژاد، رنګ، ژبه، کلتور او دین، د خلکو ترمنځ او د هغوی د دولت او حاکم سره اړیکې عموماً د همغږۍ، موافقې او ښه چلند پر بنسټ وې. د "اقلیتونو" مفهوم په اسلامي دولت او اسلامي ټولنه کې چې د پیړیو په اوږدو کې له دغه مفهومه بې‌خبره وو، یوازې هغه وخت دې ټولنې ته داخل شو چې استعمارګرو د عثماني خلافت په وروستیو کې دغه مفهوم له غرب څخه راووړ.

هغوی وروسته له دې چې د مسلمانانو سیمې یې استعمار کړې، د دغه مفهوم د ودې او خپرولو هڅه یې وکړه، څو د عثماني دولت پر کنډوالو ملي او قوم‌پال سيکولار هېوادونه رامنځ ته کړي. د اقلیتونو مفهوم د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه په اروپايي ټولنو کې د رنسانس په دوره کې راڅرګند شو. له دې دورې وړاندې، اروپايي ټولنې په عمده ډول د الهي حق تیورۍ تر اغېز لاندې وې، چې له مخې یې پاچا یا حاکم د خدای او دین په نوم واکمني کوله او ټول واک په مطلق ډول د هغه په لاس کې و او هېڅ قانون یې عمل نه شو اغېزمنولی. خو د کلیسا له تسلط څخه د ازادۍ او د دیني تفکر څخه د سرغړونې په لور د غربي فکر په حرکت سره، فرد او د هغه حقوقو ته ډېر پام وشو او د فرانسې د انقلاب شعارونو لکه: ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ نړیوال رنګ غوره کړ. سره له دې، غربي فکر چې د الهي حق تیورۍ له منځه وړل یې غوښتل، په سیاسي ډګر کې له ځینو ننګونو سره مخ شو او له دغه کړکېچ څخه د وتلو لپاره، غربي فیلسوفانو د ملي‌پالنې مفهوم له سیاسي معنی سره وړاندې کړ او ملت او قوم یې پر هماغه اساس تعریف کړل.

د اقلیتونو مفهوم د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه په غربي تفکر کې، په حقیقت کې د بشري ټولنو لپاره خورا خطرناک ګڼل کېږي. لکه څرنګه چې مارکسیستي فرضیې د ټولنیزو طبقو ترمنځ شخړې اټکل کړې وې، دغه مفهوم په ضمني ډول یوازې د نژادي، دیني، ژبني یا کلتوري توپیرونو له امله د اقلیتونو او اکثریتونو ترمنځ او ان د اقلیتونو ترمنځ د شخړو او تاوتریخوالو شتون په ګوته کوي. په داسې حال کې چې دغه توپیرونه په ټولنو کې طبیعي او د الهي سنتو برخه ګڼل کېږي.

د اقلیتونو په اړه د اسلام موقف:

د اسلام د موقف پیژندلو لپاره په دې اړه څو اساسي ټکي را اخلو:

۱. هغه ټولنه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یې بنسټ کېښود او هغه دولت چې په مدینه کې یې تاسیس کړ، له هغو ټولو نمونو څخه چې تر هغه مخکې او وروسته وې، بېل او یو غوره مثال و. رسول الله صلی الله عليه وسلم اسلامي امت د اسلامي عقیدې پر اساس جوړ کړ او پرته له دې چې نژادي، ژبنيو او نورو توپیرونو ته پام وکړي، د مسلمانانو ترمنځ اړیکه یې د اسلام پر اساس جوړه کړه. اسلام د اسلامي امت مفهوم یوازې معنوي او روحي اړخ پورې محدود نه کړ، بلکې دا یې د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه تعریف کړ، چې په ټولنه او دولت کې د مسلمانانو حقوق او مکلفیتونه مشخصوي.

۲. اسلام نژادي، د رنګ یا ژبنيو توپیرونو ته اهمیت نه ورکوي، بلکې انسان ته د انسان په توګه پام کوي. په اسلام کې خلک سره برابر دي او توپیر یوازې په تقوا، یعنې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو په اطاعت کې دی. نژادي، د رنګ او ژبني توپیرونه د خلکو ترمنځ طبیعي او د الله سبحانه وتعالی د قدرت نښې دي او اسلام دوی ته نه په منفي او نه هم په تفصیلي ډول ګوري.

۳. اسلام، اسلامي دولت پر نژاد یا ژبه نه دی تعریف کړی او د هغې لپاره یې ثابت جغرافیوي یا سیاسي سرحدونه نه دي مشخص کړي، بلکې اسلام د دارالاسلام او دارالکفر پر مفهومونو تمرکز کوي چې د اسلامي دولت انعطاف‌منونکی مفهوم په ګوته کوي.

۴. سره له دې چې د اسلامي امت مفهوم په اسلام کې لوی اهمیت لري، خو اسلام په اسلامي دولت کې دا د تابعیت لپاره بنسټ نه ګڼي. اسلام یوازې دولت او نظام ته ولاء (وفاداري) د اسلامي تابعیت لپاره شرط ګڼي. په دارالاسلام کې د غیرمسلمانانو (اهل الذمة) شتون یوه طبیعي خبره ده، چې له الهي سنتو سره سمون لري، چې د بشر تنوع او د دینونو توپیر ټاکلی دی او له الهي تشریعي سنتو سره سمون لري، چې په دین کې د خلکو په فتنه کې اچول (په زوره يې د دين پرېښودو ته اړ ايستل) حرام ګڼي. هغه غیرمسلمانان چې غواړي په اسلامي دولت کې تابعیت ولري، خو په اسلام ایمان نه لري او د اسلامي هیوادونو له دفاع څخه معاف دي، باید د دولت پر وړاندې تعهدات ولري او په مقابل کې دولت باید د هغوی حقوقو ته درناوی وکړي. د دې تعهداتو قانوني بڼه، تړون دی او همدا لامل دی چې اسلام په دارالاسلام کې د غیرمسلمانانو موجودیت، که موقتي وي یا دايمي، د تړون پر اساس تنظیموي چې د دواړو خواوو حقونه او وجایب مشخصوي.

له خپلو رعیتونو سره د اسلامي دولت اړیکې په دوو برخو کې تعریف شوي دي:

لومړۍ برخه: حکومت کول او د چارو ساتنه؛ دولت باید د خپلو رعیتونو تر منځ توپیر ونه کړي او له ټولو سره باید پرته له دې چې د هغوی نژاد، رنګ، جنس یا دین ته پام وکړي، یو ډول چلند وکړي. دا پر شرعي نصوصو ولاړ دی چې په حکم، قضا او د چارو ساتلو په اړه مسلمانانو ته لارښوونې کوي.

دویمه برخه: په قانون جوړولو او د قوانینو په پلي کولو کې، اسلام د ژوند ټول اړخونه پوښي، له عباداتو او حکم څخه نیولې تر اقتصاد، تعلیم، داخلي او بهرني سیاست او قضا پورې. دغه نظام یوازې د دین روحاني اړخ ته پام نه کوي، بلکې قانوني او اجرایي اړخونه هم رانغاړي.

اسلامي تشریع او اهل الذمه:

اسلامي تشریع انسانانو ته د انسانیت له نظره ګوري او هغوی ته د انسان په توګه اهمیت ورکوي. د اصولو د علماوو په وینا، شرعي حکم د شارع خطاب دی چې د بندګانو په اعمالو پورې اړه لري او کفار هم د اسلامي احکامو پيروي کوي، که څه هم پر ټولو احکامو مکلف نه وي.

اسلامي تشریع ستونزې د انساني اړخ له مخې حل کوي او په دې توګه، توپیرونو ته پام نه کوي، بلکې د هرې ستونزې ځانګړتیاوو ته په کتلو، مناسب حکم صادروي. د بېلګې په توګه، د نارینه او ښځې اړیکې تنظیموي او په خپلو احکامو کې د جنسي توپیرونو په پام کې نیولو سره عمل کوي. په همدې توګه، د مسلمانانو او غیرمسلمانانو تر منځ توپیرونه په احکامو کې د مسلې د ځانګړتیاوو له امله وي، نه د تبعیض له امله.

د سیکولر غرب د دولت ماډل، چې د اقلیتونو ستونزې یې رامنځته کړي، له دین څخه د ژوند جلا کولو او د دولت پر نژادي، ژبني او تاریخي بنسټونو د تعریف له امله رامنځ ته شوی. سربېره پر دې، د سیکولر غرب دولت د اکثریت رایې، که څه هم چې غلطه وي، ته پام کوي او د اقلیتونو رایه که څه هم چې سمه وي، نه مني. په داسې حال کې چې اسلامي دولت ټول دینونه رانغاړي او د دیني شعایرو د پلي کولو لپاره پراخ چاپېریال برابروي.

د اقلیتونو ستونزې او د سیکولر دولت ناکامي، د یادونې وړ دي. تر دې هم بده دا ده چې دغه ماډل د اسلامي هېوادونو حکومتونو ته، چې د درېیمې نړۍ په نوم یادېږي، منتقل شوی دی او اوسمهال خلک له دې څخه کړاو ویني او د ورانۍ او کورنیو جګړو له یوه ستر حالت سره مخ شوي، چې عراق او سوریه یې ښې بېلګې دي.

د خلافت دولت له اهل الذمه سره په چلند کې احسان او عدالت کړی دی. هر څوک چې د اهل الذمه په اړه نبوي احادیث او قراني نصوص وڅېړي، ښکاره شواهد به ومومي چې له هغوی سره د احسان او عدالت امر شوی. تاریخ هم په دې موضوع کې ښه شاهد دی. هر ډول اختلاف او بې عدالتي چې په ځینو مواردو کې د اهل کتابو پر وړاندې پېښ شوي، اسلام یې نه زغمي او د اسلام د حاکمیت په اوږده تاریخ کې دا ډول پېښې نادرې دي. سربېره پر دې، ځینې انصاف لرونکي او غیرمسلم مستشرقین هم د اسلام پر عدالت او د مسلمانانو او اسلامي دولت پر پراخه زغم د خپلو غیرمسلمانو رعیتونو پر وړاندې شهادت ورکړی دی. خو د هغو ادعاوو په اړه چې وایي اسلام له اهل الذمه سره سخت چلند کړی او ځینې شرعي نصوص له قرآن او سنت څخه د غیرمسلمانانو پر وړاندې د کرکې د رامنځ ته کولو په توګه ذکر کوي، باید وویل شي چې دغه خلک دا نصوص په ناسم ځای کې استعمالوي. دا نصوص په دوو برخو وېشل شوي دي:

د شرعي نصوصو لومړۍ برخه هغه نصوص دي چې د اسلام او نورو مفکورو او ادیانو تر منځ د فکري مقابلو په اړه دي. دغه نصوص په ښکاره ډول د اسلام پر حقانیت او د نورو ادیانو او عقایدو پر بطلان ټینګار کوي او یادونه پکار ده چې دغه ډول فکري او احساساتي توپیر په هر دین او مکتب کې شته. اسلام، ځکه چې ځان مطلق حق او له الله سبحانه وتعالی څخه بولي، طبیعي ده چې له نورو دینونو او مفکورو سره موافق او راضي نه دی. سره له دې، اسلام له اهل کتابو سره چې هغوی کافر ګڼي او ورسره د فکري جګړې په حالت کې دی، ځانګړی چلند کوي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی د ذبیحې خوړل او له هغوی سره واده کول حلال ګڼل شوي. دا ښیي چې دغه توپیر یوازې فکري دی او له هغوی سره د انسانانو په توګه په چلند کې هیڅ اغېز نه لري.

د شرعي نصوصو دویمه برخه نصوص د هغو کافرانو په اړه دي چې د اسلام دښمنان دي، د اسلام پر وړاندې جنګ کوي او له مسلمانانو سره په جګړه بوخت دي. د دغه ډلې احکام له اهل الذمه سره توپیر لري، ځکه چې دغه کسان محارب دي او د دې ډلې اړوند شرعي نصوص پر اهل الذمه نه شي تطبیق کېدلای، ځکه چې د دوی شرایط بېل دي.

هغه مفهوم چې غرب د اقلیتونو په اړه رامنځته کړی دی او نړۍ ته یې وړاندې کړی، د اقلیتونو ستونزې نه شي حل کولای؛ ځکه چې دا د ملتونو تر منځ د واټن رامنځته کولو او د هغوی په وېشلو کې مرسته کوي. یوازینۍ اساسي حللاره د انسجام او د بېلابېلو بشري ډلو تر منځ د یووالي لپاره هڅه کول دي؛ ځکه چې د انسانانو تر منځ د ژبې، مذهب، دین او نورو توپیرونو شتون له هغه وخت راهیسې چې الله سبحانه وتعالی بشریت پیدا کړی دی، یو طبیعي حالت دی.

د هغو ستونزو حللاره چې په هغو ملتونو او ډلو کې شته چې په یوه خپلواک رژیم کې ژوند کوي او بېلابېلې ځانګړتیاوې لري او دا ځانګړتیاوې کله کله د ستونزو او فتنې لامل کېږي، د دغو ډلو له منځه وړل نه دي؛ ځکه چې دا د ټول بدن د تباهۍ په څېر دي. حللاره دا ده چې ستونزې حل او وروسته له دې چې د ستونزې لامل معلوم او لرې شي، د خلکو تر منځ سوله تامین شي.

په پای کې، باید په یاد ولرو چې د اقلیتونو ستونزه یوه مصنوعي او جوړه شوې ستونزه ده او دا سیکولر ډیموکراتیک دولتونه نه شي حل کولی چې خپله د دې ستونزې لامل شوي دي. اسلامي دولت، له خپلو اصولو سره سم، د دغې ستونزې لپاره غوره حل وړاندې کوي او پر دې اساس، اهل الذمه به د خلافت دولت تر سیوري لاندې له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن وي.

ټول باید پوه شي چې د اسلام دولت او حاکمیت راتلونکی دی او د مسلمانانو او ټول بشریت لپاره د کپیټلېزم یا پانګوال نظام او سیکولریزم او د هغوی د پلویانو له ظلم څخه د خلاصون لار یوازې اسلام او د اسلام حاکمیت دی؛ هغه وخت به اهل الذمه پوه شي چې ټول خیر او نېکي د خلافت دولت تر سیوري لاندې ژوند کولو کې نغښتې ده.

لیکوال: ایاد عبدالرحمن – ولایه عراق

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې