- مطابق
په اوسني وخت کې د "بنيامیه بیا راګرځېدلي" پشان عبارتونه تکرارېږي؛ کله یې چې خلک اوري، هدف یې د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره دعوت دی. دغه عبارتونه اموي دورې ته اشاره کوي؛ دا دوره د ځینو په باور د اسلامي عظمت د اوج دلیل د بنيامیه حکومت و. خو دا لید سطحي دی او حقیقت دا دی چې قدرت او پرمختګ د افرادو او نسبونو له امله نه و، بلکې د هغه نظام له امله وو چې بنيامیه يې پر بنسټ حکومت کاوه؛ یعنې خلافت.
اموي خلافت د اسلامي حکومت د نظام یوه برخه وه؛ یعنې هغه نظام چې حکم پکې یوازې د الله سبحانه وتعالی و. بنيامیه د خپلې کورنۍ د ځانګړتیاوو په خاطر نه، بلکې د خلافت دولت د استازو په توګه حکومت کاوه، چې اسلامي شریعت یې د بشپړ حکومتي نظام په توګه پلی کاوه. مسلمانانو واحد امام درلود؛ یعنې خلیفه، چې امت به یې راټولاوه او صفونه به یې د اسلام تر بیرغ لاندې متحدول. دا هغه نظام و چې مسلمانانو ته یې هیبت ورکړ او د هغوی مقام یې د نورو ملتونو تر منځ لوړ کړ او هغوی یې د فتحو په لوري وخوځول؛ هغه فتحې چې اسلام یې په ټوله نړۍ کې خپور کړ. هو، د بیعت په اخیستلو کې تېروتنې وې، خو د خلکو د ژوند په نورو برخو کې یې په بشپړه توګه د اسلام پر بنسټ حکومت کاوه.
اې مسلمانانو! موږ واحد امت وو، خو نن پر ټوټه-ټوټه دولتونو بدل شوي یو. موږ یو امام درلود، خو اوس زیات حاکمان راباندې مسلط شوي دي. زموږ نظام اسلام و؛ خو اوس یې ځای بشري غربي نظامونو نیولی دی! زموږ مخکینی شعار "الحکم لله" و، خو زموږ ځینې کسان اوس د "الحکم للشعب" شعار ورکوي!
نن چې دومره وروستهپاتې یو، علت یې له خلافت دولت څخه لرېوالی او د قومپالنې او ډیموکراسۍ پشان پردیو مفکورو منل دي؛ دغو مفکورو موږ وېشلي او کمزوري کړي یو. د اسلام عظمت او د مسلمانانو قدرت به یوازې هغه مهال راوګرځي، چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تر بیرغ لاندې سره راټول او متحد شو.
ولې په تفرقه او کمزروۍ راضي کېږو؟ راشئ چې د جاهلیت له تعصوبونو څخه لاس واخلو او د هغو اتلانو له قافلې سره یو ځای شو، چې د خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې کوي؛ هغه دولت چې زموږ عظمت به راوګرځوي او کرامت به مو خوندي کړي. زموږ بریا په قومپالنه او قومي تعصب کې نه ده، بلکې د الله د حکم او شریعت په راګرځولو کې نغښتې ده. راځئ پاڅېږو او د کمزورۍ او انحصار دوړې له ځانونو ټک وهو؛ د حق بلنې ته لبیک ووایو او هغه دولت تاسیس کړو چې زموږ عزت او بریالتوب تضمینوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [الأنفال: ۲۴]
ژباړه: «اې مومنانو! د الله فرمان او د هغه د رسول امر ومنئ؛ کله چې تاسو هغه څه دعوتوي، چې تاسو ته ژوند (مادي او معنوي یا دنیوي او اخروي) بښي.»
د راشده خلافت تاسیس زموږ د هغه عزت او کرامت د بېرته راتګ یوازینۍ لاره ده چې له لاسه مو ورکړی؛ خلافت د ځمکې پر مخ زموږ د بریا او قدرت یوازینی تضمینوونکی دی. راځئ چې ټول له یو او بل سره په ګډه دغه لوی هدف ته د رسېدو لپاره جدي هڅې وکړو.
لیکوال: أکرم ناجي
ژباړن: صهیب منصور