جمعه, ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
لا قانون و لا دستور، بل قال الله، قال الرسول!
بسم الله الرحمن الرحيم
لا قانون و لا دستور، بل قال الله، قال الرسول!

اساسي قانون د يوه هېواد هغه قانون ته ويل كېږي چې د دولت شکل، حکومتي نظام او د هرې قوې صلاحيتونه څرګندوي. اساسي قانون له حکومت سره د عام ولس اړيکې تنظیم او همدا راز د دوى حقوق او وجايب د حکومت په وړاندې او د حکومت وجايب او حقوق د دوى په وړاندې بيانوي.

په افغانستان کې تر ۲۰۰۱م کال پورې لږ تر لږه په قضايي برخه کې ډيری قوانين اسلامي پاتې شوي وو. خو په افغانستان باندې د امريکا له يرغل څخه وروسته عرفي او مدني قوانينو ته د اسلامي قوانينو بدلون د غرب له ترټولو اساسي موخو څخه یوه موخه وګرځېده، چې له هرڅه د مخه يې د دغه موخې د لاسته راوړلو لپاره د هغه د مورني قانون (اساسي قانون) په جوړولو باندې پیل وکړ.

د دغه قانون د تسويد او تصويب لپاره يې له یوه نامشروع ارګان لويې جرګې څخه ګټه واخیسته او خپلې دغې ناوړې موخې ته يې په اصطلاح د ولس د استازو په واسطه مشروعيت ورکړ او د افغانستان اساسي قانون يې د امريکا له اساسي قانون څخه کاپي کړ او د ولس په استازو يې ومانه.

حال دا چې د جرګې پديده د افغانستان په تاريخ کې هېڅ کومه اسلامي ريښه نه لري، هغه له اسلام څخه وړاندې د کنشکا په وخت کې د یوه تقنيني او مشورتي ارګان په توګه موجوده وه. له همدې امله له اسلام سره، نه په اساساتو او نه، په فروعاتو کې کوم ځانګړی تړاو لري.

د افغانستان اوسنى اساسي قانون په اساس کې له اسلام سره ټکر لري او د ډیموکراسۍ په اصولو باندې ولاړ دی. حال دا چې اسلامي قانون بايد له شرعي ماخذونو ( قران، سنت، اجماع او قياس) څخه په اخيستنې سره، پر اسلامي عقيده باندې ولاړ وي او د امت چارې له هغې څخه په استنباط شوي شريعت باندې سنبال کړي. خو بدبختانه ځينو خاينو او مزدورو اشخاصو د غرب دغه چارې ته يعنې د ډيموکراسۍ پر اساس د اساسي قانون جوړولو ته لبيک ووايه او د الله سبحانه و تعالی د حاکميت پرځای يې د وخت د فرعون (بوش) حاکميت ته غاړه کېښوده او د الله سبحانه و تعالی د را استول شوي شريعت پرځای يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د بشر په واسطه وضعي او له امريکې څخه را نقل شوى اساسي قانون تصويب کړ. حال دا چې له الله سبحانه و تعالی او د هغه له نازل شوي شريعت پرته د بل قانون منل قطعي حرام شوي دي. الله سبحانه و تعالی  فرمايي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُّبِيناً (الاحزاب: ۳۶)
 
يعنې: هېڅ مسلمان نر او ښځې ته نه ښايي، كله چې الله سبحانه و تعالی  او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د يو څه په اړه پرېكړه وكړي، په هغه كې دوى نظر او اختيار ولري، هغه څوك چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له دستور څخه سرغړونه كوي له نېغې لارې څخه په ښکاره ګمراهۍ سره ګمراه شوى دى.

پوښتنه دا ده، چې آیا موږ په اسلامي قوانينو بې باوره يو، چې له غرب څخه د بشر وضعي قانون را واردوو او بيا يې پلی کوو؟ آيا انسان د قانون جوړولو حق لري؟ آیا د الله سبحانه و تعالی قرآن او د هغه د استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سنت له دې څخه عاجز دي چې موږ له هغو څخه غربي نظام ته مخ اړوو؟ آیا موږ د قرآن په يوه برخه ايمان لرو او بله برخه يې رد او تکذیبوو؟ الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

﴿... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾  (البقره: ۵۸)

 يعنې: آيا تاسې د كتاب په يوه برخه باندې ايمان راوړئ او له بلې برخې څخه انكار كوئ؟ نو د دا ډول چارو د سرته رسوونكو جزا بل څه نه ده، مګر د دنيا په ژوند كې زيان او په آخرت كې به هم سخت دردوونكي عذاب ته وړاندې كيږي او الله جل جلاله ستاسو له كړنو څخه غافل نه دى.

د ډيموکراتیکو نظامونو اساسي قوانين په دوو بنسټونو ولاړ دي:

لومړى؛ حاکميت د خلکو دى. يعنې؛ د داسې قوانينو د وضع کولو حق لري چې دولت د هغو په واسظه د خلکو چارې  سنبالوي.

دويم؛ خلک د قدرت سرچينه دي. يعنې؛ خلک د دولت د رييس د ټاکنې او ګوښه کولو او د دولت د کارونو د څارلو  حق لري.

 له دې امله، چې ټول خلک نشي کولاى په مستقيم ډول د قوانينو په وضع کولو کې برخه واخلي، مګر استثناءً يوازې جمهور رييس په مستقيم ډول ټاکي، نو ځکه خلک د خپل دغه واک، ځواک او تقنين د ساتلو لپاره د پارلمان مجلس ته خپل وکيلان ټاکي او هغه د مقننې قوې په نامه يادوي، چې وکيلان د رايو په اکثریت سره د خپل جوړ شوي قانون له اجرا او نه تطبیق څخه نظارت کوي او له چارواکو سره په دې اړه محاسبه کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی په دې اړه داسې فرمايي:

أَفَغَيْرَ اللّهِ أَبْتَغِي حَكَماً وَهُوَ الَّذِي أَنَزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلاً وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِّن ﴿رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ﴾   (الانعام: ۱۱۴)
   آیا پرته له الله جل جلال له  څخه حَکَم غوره کوي، هغه ذات چې تاسو ته یې مفصل کتاب رانازل کړی دی او هغه کسان چې دوی ته کتاب ورکړل شوی دی هم په دې ښه پوهیږي چې دا یې د رب له لوري په حقه را نازل شوی دی، نو له شکمنو څخه مه کیږئ.

همداراز الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ ﴿وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلاَلٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ﴾ (النحل: ۱۱۶)
 (د خپلو ژبو د دروغ ويلو له امله دا دروغ مه وايئ چې دا حلال دي او دا حرام، تاسې غواړئ چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ و تړئ، په تحقيق سره هغه کسان چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ وايي، هېڅکله نه بريالي کيږي).

نو آيا په دغو دواړو آيتونو کې له غور او دقت څخه وروسته څوک د دې حق لري چې د الله سبحانه و تعالی له نازل شوو احکامو پرته بل څه د قانون په توګه ومني.

اې د اسلامي خاورې (افغانستان) چارواکو! تاسې ياست چې ښکېلاکګرو ته مو د دې زمينه برابره کړې، ترڅو د امت  سرچينې لوټ کړي، ماشومان يې ووژني، په عزت او ناموس يې تيرى وکړي، خاوره او کور يې په وينو رنګ کړي او د دې حق ولري، چې کافران پر مسلمانانو او پر اسلامي خاورو حکم وچلوي، آخر د امت په حق کې دا ټول ظلم او جفا د څه لپاره؟ اې د قدرت خاوندانو له الله سبحانه و تعالی څخه وويريږئ او د هغه له عذاب څخه خپل ځانونه وقايه کړئ، تر څو به خپل جيبونه ډکوئ؟ تر څو به يوازې د قدرت ساتل ستاسې غوښتنه وي؟ اې چارواکو ستاسې په شان له نورو څخه چې له تاسې وړاندې تېر شول پند واخلئ. جمال ناصر د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دښمن د دې لپاره چې په واک کې پاتې شي د امت سلګونه او زرګونه مخلص اولادونه په شهادت ورسول تر څو ٢٢ کاله په واک کې پاتې شو، د هغه برخليک څه ډول شو؟ کله چې د الله سبحانه و تعالی قهر او غضب راچاپیر کړ په ذلت او خوارۍ سره دوزخ (بئس المصير) ته واستول شو. عبدالعزيز، السعود، د سعودي شاه فيصل او ملک فهد، د سوريې حافظ الاسد، د اردن ملک عبدالله، تره کی، حفیظ الله امين، کارمل، نجیب او د ټولو اسلامي هېوادونو چارواکو پرله پسې له امت سره غدر او خيانت وکړ خو وارثين يې لا تراوسه د دوى دغه بد دود ته دوام ورکوي. په دې وروستيو کې دوی د صدام حسين، معمر القضافي، زين العابدين بن علي او حسن مبارک برخليک په خپلو سترګو ونه ليد؟ هغه قاتل له سنتو منکر قضافي چې کله له سنتو منکر شو، حزب التحرير په ليبيا کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وجیبې پر بنسټ ورته دیارلس تنه علما دعوتګران ورواستول او له څلورو ساعتونو بحث او مناقشې وروسته يې هغوی ټول په ډېر وحشيانه ډول شهيدان کړل، څوک يې د پوهنتون په انګړ کې په دار وځړول، ځينې يې د هغوی د کورنۍ پر واړندې په دار کړل او ځينې نور يې بيا د کورنۍ په حضور په موټر پسې وتړل او تر هغه يې کش کړل چې شهيدان شول. خو په پاى کې يې قدرت، شتمني، د دنيا مال متاع او ټول هغه څه چې د لاسته راړلو لپاره يې د الله سبحانه و تعالی په دين تېرى کړی ؤ، په دې فاني دنيا کې پرېښودل او له خپلو شومو او ناوړه عملونو سره هغې دنيا ته ولاړل.

اې ظالمو چارواکو له الله سبحانه وتعالی څخه وويريږئ او مخکې له دې چې د الله سبحانه و تعالی عذاب تاسې ته ورسيږي د پيغمر صلی الله علیه وسلم له دغه اخطار څخه عبرت واخلئ چې فرمايي: انما اخاف على امتي الائمة المضلين. احمد او ترمذي. يعنې، زه مې پر امت باندې له ګمراهو امامانو څخه اندېښنه لرم. انکم ستحرصون على الامارة و انها ستکون يوم القيامة حسرة و ندامة. بخاري. يعنې، تاسو د امامت د ترلاسه کولو لپاره حرص کوئ او حال دا چې هغه د قيامت په ورځ حسرت او ندامت دى.

  

اې فاسقو چارواکو! دا ستاسو او تاسو ته د ورته نوکرانو اعمال دي، چې امت يې په دنيا کې له ذلت او خوارۍ سره  مخ کړى دى، او د کفري قوانينو د پلي کولو، رواجولو او په ټولنه کې د فاسدې فضا له امله مو د مسلمانانو آخرت هم په خطر کې اچولى دى، ځکه چې تاسې هغه څه نه حاکموئ کوم چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي. نو ستاسو په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وعيد بيانوو، ترڅو تقوا غوره کړئ او له هغه څه څخه پښېمانه شئ چې سرته يې رسوئ. محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

"لكل غادر لواء يوم القيامة يرفع له بقدر غدره، ألا ولا غادر أعظم غدرا من أمير عامة" (بخاري او مسلم) 

د هر خاين لپاره د قيامت په ورځ يو بيرغ وي چې د هغو د خيانت په اندازه به لوړ وي، خو خبر اوسئ چې تر ټولو لوى خيانت به د عامو خلکو د امير وي. 

اې د افغانستان مجاهد، آزاد او مسلمان ولسه! ستاسو ستونزه د اسلامي امت له ستونزو څخه بېله نه ده، بلکې يقينا  ټول اسلامي امت له همداسې ستونزې سره مخ دى، ټول امت ستاسې په شان د کفارو د لاسپوڅو، خاينو، ظالمو او ستمګرو ديکتاتورانو تر واک لاندې دى، هغوی ته عذاب ورکول کيږي، شکنجه کيږي او سپکاوى ورته کيږي. له دې امله ستاسې مسووليت هماغه دى، چې د ټول امت په غاړه دى او هغه د کفري نظامونو او د غرب د لاسپوڅو را پرځول او د اسلامي دولت (اسلامي خلافت) د تاسیس لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلي دي.

نو اې مسلمانانو!  د دين د عزت او د راشده خلافت د جوړولو او د هغې فريضې د سرته رسولو لپاره چې له ۹۳ کالو را په دې خوا يې په وړاندې غفلت شوى، را پاڅئ. هغه خلافت چې د نړۍ او بشريت د ستونزو يوازينى حل دى، دا ټول د امت بېدارۍ او د هغوی د اولادونو شپه او ورځ هڅو ته اړتيا لري.

اې مومنانو! د اسلامي خلافت د بيا راتلو په اړه ډاډمن اوسئ او د هغې د جوړولو په لار کې هڅاند و اوسئ، ځکه چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلافت له ړنګېدو وروسته د هغه د بيا جوړېدو زيرى ورکړى دى. محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«... ثم تکون خلافة علي منهاج النبوة»  (احمد)

او بيا به خلافت د نبوت پر منهج باندې قایم شي 

﴿إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغاً لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾  (الانبیاء: ۱۰۶)

په تحقيق سره په دې کې بلاغ (د شرعي حکم رسول) دي د عابد او پرهيزکاره قوم لپاره 

سيف الله مسیتنر

د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې