جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

سل کاله وشول چې خلافت مو له لاسه ورکړی؛ څو مو چې بیا نه وي تاسیس کړی، هیڅ بدلون به رانشي!

  • خپور شوی په پاکستان

په دې کې هیڅ شک نشته چې له سلو کالو، یعنې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب له ۲۸مې (۱۹۲۴م د مارچ ۳مې) راهیسې چې د اسلام حاکمیت، خلافت پرځول شوی، موږ ورک یو. له هغه وخت راهیسې د کڼو حکامو غوږونو ته د مظلومو مسلمانانو چغې ورځي چې خاورې مو اشغال دي، د لښکرو مخه مو مه تړئ. د خوندي ځای موندلو لپاره له خپلو خاورو تښتو، یو بل تر پښو لاندې کوو او ان د ډوبېدو خطر پر غاړه اخلو. سره له دې چې امت ملیونونه لېواله او وړ ځواکونه لري؛ خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته په وار وار سپکاوی وشو. الله سبحانه و تعالی پر اسلامي خاورو پرېمانه شتمني لورولې خو بیا هم موږ په سخته لوږه کې یو. بېشکه چې له خلافت پرته ورک یو او که له اسلام پرته په بله هره لار کې، که ډیموکراسي وي که دیکتاتوري، هر څومره هڅه وکړو، هیڅ لار نه شو موندلی.

اې د پاکستان مسلمانانو!

ومو نه لیدل چې د ډیموکراسۍ له لارې د اوسنیو حکامو د ټاکلو پر وخت مو څومره هیلې لرلې خو څنګه یې نهیلي کړئ؟ ایا دا نه ده راته روښانه شوې چې په پاکستان کې تر ډیموکراسۍ لاندې هيڅ وخت بدلون نه راځي؛ نه په تېرې اووه اویا کلونو کې راغئ او نه به په راتلونکو اووه اویا کلونو کې راشي؟ ایا دا نه ده واضح شوې چې د ډیموکراسۍ له لارې نه په پاکستان کې او نه په بله اسلامي خاوره کې هېڅکله بدلون شونی نه دی؟ اې مسلمانانو، دا تر اوسه نه ده درته روښانه شوې!؟

د مسلمانانو خلیفه نه ډیموکراټ دی او نه دیکتاتور. هغه نه د خپل شخصي نظر پر اساس حکومت کوي او نه د کوم مجلس. بلکې یوازې د قران او سنتو له مخې حکم کوي او پخپله هم د الله سبحانه و تعالی قانون ته تابع دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

«فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ» [نساء: ۵۹]

ژباړه: که چېرې ستاسو ترمنځ په کومه چاره کې شخړه رامنځته شي، نو د حل کولو لپاره یې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته مراجعه وکړئ، که چېرې تاسو په ریښتیا سره پر الله سبحانه وتعالی او د قیامت په ورځ ایمان لرئ.

خلیفه د هغه څه له مخې حقونه ورکوي او اخلي چې یوازې الله سبحانه و تعالی راضي کوي. ځکه خو د مسلمانانو لومړي خلیفه، ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه وویل: وَالضّعِيفُ فِيكُمْ قَوِيّ عِنْدِي حَتّى أُرِيحَ عَلَيْهِ حَقّهُ إنْ شَاءَ اللهُ, وَالقَوِيّ فِيكُمْ ضَعِيفٌ عِنْدِي حَتّى آخُذَ الحَقّ مِنْهُ إنْ شَاءَ اللهُ. ستاسو تر ټولو کمزوری زما پر وړاندې تر ټولو قوي دی تر هغه چې حق یې بېرته ورکړم، ان شاء الله؛ او ستاسو تر ټولو قوي زما پر وړاندې تر ټولو کمزوری دی، تر هغه چې حق ترې واخلم، ان شاء الله.

دغه راز د مسلمانانو دویم خلیفه، امیر المومنین عمر فاروق رضی الله تعالی عنه وویل: إِنَّ امْرَأَةً خَاصَمَتْ عُمَرَ فَخَصَمَتْهُ. بېشکه چې یوې ښځې له عمر سره مخالفت وکړ او هغه په خپل مخالفت کې په حقه وه. دا مخالفت پر دې و چې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وویل: لَا تُغَالُوا فِي مُهُورِ النِّسَاءِ. ښځو ته یې په مهر ورکولو کې افراط مه کوئ. خو یوې ښځې ورته وویل: لَيْسَ ذَلِكَ لَكَ يَا عُمَرُ إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ. داسې نه ده اې عمره، ځکه چې الله (سبحانه و تعالی) فرمایي: وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَاراً. [نساء: ۲۰] یعنې که مو دوی ته د مهریې په توګه هرڅومره ډېر مال ورکړی وي، بیرته یې ترې مه اخلئ.

د خلافت په دور کې د ځمکې او اسمانونو اوسېدونکي د اسلام د عظمت شاهدان وو. دا د اسلام حاکمیت و چې لښکر-لښکر خلک اسلام ته راتلل؛ که به د اندونیزیا وو، که د مرکزي یا ختیځې اسیا یا بوسنیا یا مراکش او غرب. دا د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو حاکمیت و چې خلافت یې هغو کسانو ته د پناه اخیستو په ځای بدل کړی و چې د نورو لخوا تر ظلم او ځور لاندې وو؛ لکه یهود به چې د اروپایانو له ظلم څخه راتښتېدل. دا د خلافت زور و چې هغه کسان یې د جګړې په یوه ګواښ چپ کړل چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې د سپکاوي نیت درلود. یوازې خلافت دی چې د الله سبحانه و تعالی د امر له مخې د مستضعفانو چغو ته د ځواب ویلو لپاره لښکر بسیج کوي؛ اشغال شوې خاورې ازادې او نوې خاورې فتح کوي. د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت دی چې خلافت اړ باسي چې د بېوزلو او پوروړو غم وخوري او دغه راز وړیا او په تر ټولو لوړه کچه ښوونه، روزنه او روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

احمد په خپل مسند کې روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا الهي وحې ده؛ دا یوازې د نبوت پر منهج خلافت د بیا راتګ زېری نه راکوي؛ بلکې دغه مبارک حدیث زموږ لپاره یو خبر دی چې عمل پرې وکړو؛ ځکه چې پر موږ واجب ده چې پر ما انزل الله حکم وکړو. اې مسلمانانو، د خلافت د راپرځېدو سل کاله وشول، راشئ له حزب التحریر سره یې د بیا تاسیسولو لپاره کار وکړئ!

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق، د شعبان ۲۲مه

۲۰۲۴م، د مارچ ۳مه

 

د مطلب ادامه...

د غزې پر ښځو تېری کېږي؛ څوک شته چې غچ یې واخلي؟ او که اسلامي امت خپل معتصم ورک کړی!؟

(ژباړه)

د ملګرو ملتونو یوه راپور کې راغلي چې په غزه کې اشغالګرو یهودي ځواکونو پر یو شمېر ښځو او نجونو تېری کړی. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دوی په دې اړه راپورونو ته اندېښمن دي چې فلسطینۍ ښځې او نجونې د اشغالګرو یهودي ځواکونو له لوري نیول شوې او په بېلابېلو بڼو جنسي تېری پرې کېږي. ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ښځو او نجونو د بشر حقونو تر پښو لاندې کېدو په اړه ګڼ مستند راپورونه شته. (قدس شبکه؛ ۲۰۲۴، فبروري ۱۹مه)

دا ډیره د شرم وړ خبره ده چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنري د دغه خبر په اړه یوازې «اندېښنه څرګندوي» او د هغو راپورونو په اړه یوازې «خواشیني دي» چې د اشغالګرو ځواکونو له لوري نیول شوې فلسطینۍ ښځې او نجونې بربنډې، بې عزته او تلاشي کېږي.

دا د اسلامي امت لپاره لوی شرم دی چې د پانګوال نظم له بطن څخه راپورته شوي دغه نړیوال سازمانونه د یادو راپورونو په اړه اندېښنه او خپګان ښيي او اسلامي امت په دومره درانه خوب ویده دی چې دغه وحشتناکې صحنې او لوړ فریادونه یې نه راويښوي چې اقدام وکړي!

د شرم خبره ده چې دا نړیوال سازمانونه –چې د غزې جګړې ته یې اجازه ورکړه او خپل منافقت یې افشا کړ- یو ځل بیا خپله د درواغو اندېښنه او خواخوږي ښيي؛ په داسې حال کې چې پر مسلمانو ښځو تېری کېږي او عزت یې لوټېږي؛ خو د امت د نرانو په رګونو کې وینه په جوش نه راځي!

دردوونکې ده چې له روانو پېښو سره د امت اړیکه پرې شوې او ډېره د خپګان خبره ده چې حکام روانې ټول‌وژنې ته ګوري خو پر وړاندې یې اقدام نه کوي. یهودي رژیم په لوږه، ظلم، د کورونو ویجاوړلو، بېځایه کولو او نن بیا د ښځو په عزت تېري کولو سره د غزې خلک تحقیروي.

اې اسلامي امته: دا ستاسو خویندې دي چې مرسته مو غواړي؛ د دوی غږ ته ستاسو ځواب چېرته دی!؟ ستاسو نارینه چېرته دي او ولې چپ یئ!؟ که د جنایتکارانو له لوري ستاسو او ستاسو د لوڼو او ښځو عزت لوټول تاسو نه غوسه کوي، نو څه شی مو په غوسه کوي!؟ که د دوی چغې او زارۍ تاسو په حرکت نه راولي؛ نو څه شی مو په حرکت راولي!؟

اې اسلامي امته: غزه ویجاړېږي؛ دا ټول‌وژنې ورځ تر بلې ناوړه کېږي؛ خو د امت نارینه هسې ورته ناست دي! که د غزې د شهیدانو په رګونو کې وینه بیا راغلې وی، نو پورته شوي به وی او د خپل عزت دفاع به یې کړې وی!

اې اسلامي امته، پورته شئ او د دغو خاینو حکامو پر وړاندې ودرېږئ چې دغه جنایتکار رژیم یې سیوری دی، دفاع یې کوي او ساتي یې. تختونه یې راوغورځوئ چې دغه جنایتکار رژیم هم له منځه ورسره لاړ شي. د داسې دولت پر لور دعوت وکړئ چې دا پاشلی امت راټول او ستاسو غږ یو کړي!

اې د اسلامي امت علماوو، اې د انبیاوو وارثینو: د غزې پر ښځو چې تېری کېږي تاسو چېرته یئ!؟ په الله قسم چې د دغه غفلت لپاره به محاسبه کېږئ. الله سبحانه و تعالی به د دې سخته پوښتنه درنه کوي چې امت مو د پیغمبر لارې، د ژغورنې لارې ته سم نه کړ؛ په ذلت او ضعف کې مو پرېښود چې دا جنایتکاران یې پر ښځو تېری وکړي! حق ووایئ او له الله پرته د چا له ملامتۍ مه وېرېږئ؛ د امت د مخلصو او جلیل القدر علماوو پر لار لاړ شئ چې نومونه یې تلپاتې دي؛ عزتمند شوي او د الله سبحانه و تعالی رضایت او جنت یې ترلاسه کړي.

اې علماوو: د غزې جګړه د عقیدې جګړه ده؛ د اسلام پر وړاندې صلیبي جګړه ده؛ نو تاسو مو دین ته څه کړي؟ ملاتړ مو یې نه دی کړی؟ دغې جګړې وښوده چې کفر یو موټر شوی او د دغه غاصب رژیم ترڅنګ ولاړ دی؛ هغه رژیم چې د امت په زړه کې کرل شوی چې د یووالي مخه یې ونیسي او پرې نه ږدي چې د اسلام تر بیرغ لاندې راټول شي؛ یو امام حکومت پرې وکړي او د خپل رب شریعت پلی کړي. دا هغه جګړه ده چې کافر دښمن د یهودو د پوځ د بریالي کولو لپاره خپل پوځونه تیار کړي؛ د یهودو پوځ یې «نه ماتېدونکی» باله، خو طوفان الاقصی یې حقیقت برملا کړ چې ډیر ماتېدونکی دی!

کفار غواړي د فاسد یهودي رژیم حیثیت وساتي؛ ځکه خو یې دومره پوځ او تجهیزات تیار کړي چې د غزې له بېګناه خلکو غچ واخلي. مثلاً امریکا له چین او رسیې سره خپله جګړه شاته غورځولې او ژر ژر خپل بمونه او راکټونه یهودي رژیم ته را استوي چې د غزې خلک ووژني او له منځه یې یوسي. کفار، چې د خپل غربي تمدن اوږدول غواړي، د دغه وحشي رژیم مرستې ته رادانګي چې پایښت یې تضمین کړي او د داسې دولت د راپورته کېدو مخه ونیسي چې موجودیت یې وګواښي.

نو ایمان لرونکی امت چېرته دی!؟ د مسلمانانو هغه پوځ چېرته دی چې د خپلو وروڼو دفاع کوي او د خویندو عزت یې ساتي!؟ ایا دا هغه کار نه دی چې باید ویې کړئ؟ ایا دا د علماوو دنده نه ده چې د امت په منځ کې د مخلصینو روحیه راژوندئ کړي تر څو یوه واحده هڅه وکړي او کفارو ته وښيي چې د خپلو خویندو د عزت د ساتنې او دفاع لپاره څه کوي!؟

اشغالګرو ځواکونو د غزې د خلکو او په ټوله کې اسلامي امت د لا تحقیر لپاره په ناوړه حالت کې د نیول شوو عکسونه اخیستي او پر انټرنټ یې خپاره کړي. د بشر حقونو په برخه کې د اروپا-مدیترانې د څار سازمان د نیول شوو کسانو په اړه تر ټولو خطرناک شهادتونه ترلاسه شوي؛ دوی مستقیماً جنسي ځورول شوي او ځینو یې ویلي چې «اسرایلي ځواکونو دوی د حساسو غړو لمسولو، په زور بربنډولو او حجاب لرې کولو په ګډون په بېلابېلو بڼو ځورولي.»

نو اې اسلامي امته، تاسو چېرته یئ!؟ کمزوري شوي یئ!؟ غرور او غیرت درکې مړ شوي!؟ د نیول شوو کسانو په منځ کې کوچني ماشومان او زړې ښځې هم شاملې دي؛ ستاسو لوڼې، خویندې او میندې تر داسې ظلم لاندې دي؛ تاسو چېرته یئ!؟

موږ، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه، په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د امت نارینه خپل دین ته مخلص دي؛ دفاع یې کوي، ملاتړ یې کوي او بیرغ یې پورته کوي. موږ ډاډه یو چې د دوی په منځ کې داسې کسان شته چې د غزې او د غزې د ماشومانو او ښځو په اړه د خبرونو په اورېدو یې وینه په جوش راځي. اې د تر ټولو غوره امت نارینه‌وو، له دغو دوو موخو څخه یوې ته د رسېدو لپاره په خپله دنده کې ځنډ مه کوئ چې یا به بریالي کېږئ یا به شهیدانېږئ! د الله او هغه سبحانه و تعالی د دین لپاره په اخلاص دا اعلان وکړئ؛ بېشکه چې الله د هغو کسانو مل دی چې د هغه سبحانه و تعالی دین ته نصرت ورکوي. الله به تاسو د ځمکې پر سر، لکه له تاسو مخکې چې وو، خلیفه وګرځوي. الله عزیز او قوي ذات دی!

اې د مسلمانانو علماوو: ډار او ذلت لرې کړئ او حق ووایئ؛ امت او ځواک لرونکي کسان د ژغورنې لارې ته سم کړئ او د انبیاوو د وارثینو په توګه خپله دنده سمه ترسره کړئ. د دوی لار روښانه کړئ او د حق او فتحې لارې ته یې برابر کړئ.

اې د مسلمانانو پوځونو: ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې له ځانه د ډار، ذلت او نامردۍ جامې لرې کړي او د دغو لاسپوڅو حکامو له بنده ځان خلاص کړي؛ یو مخلصانه قیام اعلان کړي چې په هغه کې د غزې د ښځو، فلسطین او ټولو اسلامي خاورو لپاره بریالی شي!؟

له الله سبحانه و تعالی غواړو چې زموږ بلنه واورېدل شي، ځواب ورکړل شي او له دې سره د ځمکې او اسمانونو رب راضي شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – د ښځو برخه

۱۴۴۵هـ.ق، د شعبان ۱۴مه

۲۰۲۴م، د فبروري ۲۴مه

 

د مطلب ادامه...

د اور په لمبو کې

  • خپور شوی په پاکستان

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک یوه غړي د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۲۶مه په واشنګټن کې ځان د اسرایلو سفارت مخې ته وسوځاوه او ویل یې: «زه به نور په نسل‌وژنه کې شریک نه وم.» په داسې حال کې چې د اور په لمبو کې و، د «فلسطین ازاد کړئ!» نارې یې وهلې؛ دا د عدالت لپاره یوه دردوونکې او نهیلي کوونکې ناره وه چې د غزې په نسل‌وژنه کې د امریکا د ښکېلتیا په سبب له ژور اخلاقي اضطراب سره پورته کېږي. د ځان سوځونې دا کړنه د هغو راهبانو په یاد راوړونکې ده چې په ۱۹۶۳م کال کې یې د جګړې او ځور په مخالفت کې ځانونه وسوځول؛ دا یوازې د جګړې پر وړاندې اعتراض نه دی؛ بلکې په هغه جنایت کې د ښکېلتیا پر وړاندې ژور بیان دی چې دغه سرتیري نور د غزې په روانه نسل‌وژنه کې خپله ښکېلتیا نه شوی زغملی.

د اسرایلي پوځ په ملاتړ کې د امریکا د هوايي ځواک ښکېلتیا ښه واضح او مستنده ده. د انټرسپټ راپور په ډاګه کړه چې امریکا د بمبارۍ لپاره د هدفونو په پېژندلو کې، د ۳۰ زره کسانو د وژلو سبب شوي، مهم رول لرلی. د هوايي ځواک دغه غړي چې ځان وسوځاوه؛ په روانه نسل‌وژنه کې د امریکا له مستقیمې ښکېلتیا ښه خبر و. د صهیونیستي رژیم د سفارت مخې ته د دغه کس ځان سوځول ټولې نړۍ ته د دوی د جنایت د ښودلو لپاره یوه بیانیه وه او تر ټولو مهمه دا چې دولت یې په پيسو او وسلو د دغې نسل‌وژنې اور ته لمن وهي.

په دغې جګړه کې د امریکا رول له یوازې نظامي ملاتړه ډیر زیات دی. دغه هیواد صهیونیستي رژیم ته د بمونو او مهماتو لېږد ته دوام ورکوي او پر دې ښه پوهېږي چې دغه وسلې صهیونیستي رژیم د ملکي وګړو د هدف ګرځولو لپاره کاروي. د بې ګناه وګړو په هدف ګرځولو کې دغه همکاري ښيي چې غرب مسلمانانو ته په څومره ټیټه سترګه ګوري چې کولی شي د «جانبي زیانونو» په توګه یې له منځه یوسي. په دې برخه کې د اصلي رسنیو روانه پالیسي هم همدوره د اندېښنې وړ ده. د هوايي ځواک د دغه غړي د ځان سوځولو او د غزې په نسل‌وژنه کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه د اصلي رسنیو چوپتیا ښيي چې دغه رسنۍ په بشپړه توګه د سپینې ماڼۍ له سیاستونو سره همکارې دي. د رسنیو د نه پوښښ په سبب هغه واقعیت نه ښودل کېږي چې د امریکا ډیری عام خلک د روانې نسل‌وژنې سخت مخالف دي. د عامو خلکو له مخالفت سره سره، د بایډن اداره د صهیونیستي رژيم د پوځ تامین او ملاتړ ته دوام ورکوي او پر نړیوال سټیج یې د کړنو دفاع کوي.

د اسلامي نړۍ د پوځونو چوپتیا کڼوونکې ده. د روانې نسل‌وژنې پر وړاندې د دغه نامسلمان عسکر زړور دریځ د مسلمانانو د نظامي رهبرانو له چوپتیا سره بیخي په ټکر کې دی. دغه عکسر نه اسلام ته مقید و او نه د جهاد –چې مسلمان سرتیري ته انګېزه ورکوي- د عقیدې لېږدوونکی؛ خو بیا یې هم دومره زړورتیا او اخلاقي جرات وښود چې د مسلمانانو نظامي رهبران باید ترې وشرمېږي. د ده کړنې یوه ژوره ماتې ښيي: په هغو کسانو کې د زړورتیا نشتون چې باید له مظلومانو څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې وي. یوازې د خلافت دولت له سیاسي رهبرۍ سره دا ممکنه کېږي چې له پوځونو څخه د مسلمانانو پر ضد نه، بلکې د مسلمانانو د عزت د ساتلو لپاره کار واخلو.

دلته دا پوښتنه راولاړېږي؛ څنګه د یوې پردۍ خاورې پوځي چې د فلسطین له خلکو سره کوم مستقیم دیني تعهد نه لري، دومره زړورتیا او اخلاقي جرات او صداقت ښيي چې د مسلمانانو له نظامي رهبرانو وړاندې کېږی؟ دا اختلاف یوازې د نظامي ښکېلتیا ماتې نه ده، بلکې د مسلمانانو د نظامي رهبرۍ ماتې ده. د مسلمانانو د روانې نسل‌وژنې پر وړاندې د دغو رهبرانو چوپتیا او کرار کېناستل نه یوازې دا چې له الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خیانت دی، بلکې د یوه مسلمان سرتیري نوم او د زړورتیا صفت یې بد کړی. نړۍ د دغه امریکايي پوځي زړوتیا ته د داسې هندارې په توګه کتلی شي چې زموږ نیمګړتیاوې منعکسوي. اوس د دې وخت دی چې د مسلمانانو د پوځونو رهبران د خدای په لار کې د مجاهدت، د مظلومانو د دفاع او د ظلم پر وړاندې قیام ریښتینې روحیه پیدا کړي.

«وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا» [نسأ:۷۵]

ژباړه: «په تاسو څه شوي چې تاسو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هغو بې وسه نارینه‌و، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چې کمزورې کړل شوي، شکنجه شوي او داسې فریادونه کوي چې: اې زموږ ربه موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه او له خپل لوري څخه زموږ لپاره کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»

په امریکا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال د شعبان ۱۶مه

۲۰۲۴م کال د فبروري ۲۶مه

 

د مطلب ادامه...

د پاریس خبرې اترې د غزې د خلکو او د دوی د مقاومت له منځه وړلو لپاره دي

نو اې مسلمانانو، په مبارکه خاوره کې د خپلو خلکو ملاتړ وکړئ!

خبر:

فرانس ۲۴ د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۲۴مه راپور ورکړی: «دا خبرې اترې په پاریس کې پیل شوې چې د اسرایلو د استخباراتو، موساد مشر او د شین بت امنیتي ادارې (شاباک یا شین بت د اسرایلو د داخلي امنیت اداره ده) د امریکا، مصر او قطر له استازو سره وکتل. د اسرایلو د ملي امنیت سلاکار تساچي هنیګبي (Tzachi Hanegbi) شنبه ماښام په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل: «پلاوی له پاریسه راستون شوی ... ممکن د توافق پر لوري وړاندې تګ لپاره ځای وي». نوموړي تر ناستې لږ وړاندې زیاته کړه چې مذاکره کوونکو غوښتي له کابینې سره خبرې وکړي چې «موږ ته ژر د پاریس ناستې د پایلو په اړه خبر راکړي». اسرایلي رسنیو وروسته راپور ورکړ چې دا ناسته پای ته رسېدلې او کابینې منلې چې په راتلونکو ورځو کې به د څو اونیو اوربند او د فلسطیني زندانیانو په بدل کې د اسرایلیانو د خوشي کولو په اړه د خبرو اترو د دوام لپاره قطر ته یو پلاوی لېږي.» [سرچینه]

تبصره:

د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر راهیسې تر ۱۴۰ زیاتې ورځې کېږي چې یهودیان په غزه کې په ډیر وحشت ټول‌وژنه کوي. په دغې جګړه کې تر ۳۰ زرو زیات ملکیان شهیدان شوي او تر ۷۰ زرو زیات ټپیان دي. سره له دې د غرب ملاتړ لرونکی دغه وحشي رژیم تر اوسه هغو موخو ته نه دی رسېدلی چې لرلې یې؛ د یرغمل شوو ازادول او د مقاومت له منځه وړل. نو ځکه یې اوس د خبرو اترو لار نیولې چې یرغمل شوي یهود ازاد کړي.

ټولو اړخونو، مصر، قطر او امریکا څو اونۍ د یوه داسې فورمول د موندلو لپاره کار وکړ چې یهودي دولت خوشاله او یرغمل شوي ازاد کړي. په داسې حال کې چې د غزې خلک بې ځایه شوي او وږي دي او کورونه یې پر سرونو ور نړولي! که له غرب سره د روژې مبارکې میاشتې، د جهاد او فتحو میاشتې په را رسېدو سره د اسلامي امت د راپورته کېدو او په اسلامي نړۍ کې پر غربي اجنټانو د امت د بریدونو ویره نه وی، د وینو د ویالو له بهولو به یې هم دریغ نه وی کړی. د وینو بهولو ته به یې دوام ورکړی وی، لکه په بوسنیا-هیرزیګووینا او صلیبي جګړو کې یې چې وبهولې.

نو د دغو خبرو اترو موخه د یرغمل شوو یهودو ازادول دي چې د زور او وحشت له لارې یې ونه شوی کړی. دا کار د غزې د بې دفاع خلکو د ټول‌وژنې د لنډمهاله بندولو په بدل کې کېږي. د روژې مبارکې میاشتې تر ختمېدو وروسته به ټول‌وژنې ته بیا دوام ورکوي. د قطر او مصر په ګډون ټول راټول شوي اړخونه د غزې د خلکو پر وړاندې دسیسې جوړوي. سره له دې چې د هر څه وړتیا لري، خو د ناستې یوه ګډونوال هم د محاصرې په لرې کولو او د خلکو په ملاتړ یا ان د مرستو په لېږلو، د غزې له خلکو سره ریښتینې خواخوږي نه ده کړې. دوی د غزې په وژلو، وږي کولو او ښايي د امریکا او یهودو د موخو لپاره –چې پر سیمه د ماتېدونکي یهودي دولت د هژمونۍ او واکمنۍ بیا ټینګول دي- غرب او یهودو ته تسلیم دي. دا هر څه په اسلامي نړۍ کې د غلامو رژیمونو پر وړاندې کېږي چې یوازې ننداره کوي. دا رژیمونه ان له یهودي دولت سره مرسته کوي، پیاوړی کوي یې او اړتیاوې یې پوره کوي؛ اسرایلو ته له ترکیې، اردون او متحده عربي اماراتو سبزۍ او مېوې ور روانې دي. په داسې حال کې چې د غزې خلک له لوږې مري!

سره له دې چې د غزې خلک صبر او خدای ته رجوع کوي؛ خو نور دغه رنځ او کړاو نه شي زغملی. دا حالت د مسلمانانو د حکامو او د دوی د لویو پوځونو د رذیلانه غفلت په سبب دی چې د ذلیلو قمندانانو لخوا –چې له غلامو سیاسي رهبرانو سره هیڅ توپیر نه لري- رهبري کېږي. په حقیقت کې، نظامي قمندانان د یوې خاورې اصلي رهبران وي؛ لکه د مصر او پاکستان پوځ. د فلسطین مقاومت د دوی له تاریخي او بې ساري مقاومت سره سره، یهودي دولت ته چې د نړۍ د ټول شطاني ځواک ملاتړ ورسره دی، په یوازې ځان ماتې نه شي ورکولی.

نو که د دغې چټلې لوبې قوانین بدل نه شي، له شک پرته امریکا او یهود خپلو موخو ته رسېږي. د دغو قوانینو بدلول د نړیوال ډګر د تر ټولو ستر لوبغاړي په لاس کې دي چې غرب یې زرګونه ځله په اړه فکر کوي او بحث پرې کوي؛ هغه تړل شوی اسلامي امت دی. دا امت یوازې هغه وخت ازادېدی شي چې د ازادېدو لپاره یې اقدام وشي او په پوځونو کې مخلصین دغه غلام حکام راوپرځوي. امت یوازې هغه وخت ازادېدی شي چې حزب التحریر ته د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره نصرت ورکړي. دا هغه څه دي چې د اوسني تاریخ مسیر به بدل کړي. دا هغه څه دي چې مسجد الاقصی به ازاد کړي او د یهودي دولت نوم او نښان به ورک کړي. پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«تُقَاتِلُونَ الْيَهُودَ حَتَّى يَخْتَبِيَ أَحَدُهُمْ وَرَاءَ الْحَجَرِ فَيَقُولُ يَا عَبْدَ اللَّهِ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ»  (بخاري، مسلم او ترمذي)

ژباړه: تاسو به له يهودو سره جنګېږئ، تر دې چې يو له دوی به د ډبرې تر شا پټېږي، نو ډبره به وايي چې اې د الله بنده زما شا ته یو يهودی دی، ويې وژنه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

بلال المهاجر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

کوم کس زموږ د زړونو اور مړ کوي؟

سهل بن معاذ رضی الله عنه له خپل پلار څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ كَظَمَ غَيْظًا وَهُوَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يُنْفِذَهُ، دَعَاهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُخَيِّرَهُ اللَّهُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ مَا شَاءَ» (سنن ابو داوود).

ژباړه: هر هغه څوک چې خپله غوسه کابو کړي، په داسې حال کې چې د عملي کېدو وس یې لري (یا غچ اخیستلی شي)، الله تعالی به يې د قیامت په ورځ د ټولو خلکو په مخکې راوغواړي او هغه ته به واک ورکړي چې د جنت څومره ښکلې حورې چې غواړي، د ځان لپاره یې دې خوښې کړي.

دغه حدیث شریف د یو شمېر هغو انسانانو په اړه خبره کوي، چې نه یوازې په دغو ورځو کې کم پیدا کېږي او شمېر یې لږ دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې هم لږ وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب نېکو اخلاقو ته چې د غوسې له کنټرول څخه عبارت دي، هڅول؛ په داسې حال کې چې اصحابو تقوا او د زړه سلامتي درلوده او قران کریم هم هغوی ته نازل شوی و، خو نن ورځ زموږ او د اصحابو تر منځ ډېر واټن دی. د دنیا ناروغۍ په موږ کې څپې وهي او موږ له داسې کمزورۍ او ذلت سره مخ یو، چې زموږ په ژوند کې د باطلو رواجونو او دودونو د بېرته راګرځېدو لامل شوی دی؛ پر همدغه اساس موږ ډېر غوسه کېږو.

له یوې خوا وینو چې زموږ زړونه د تر ټولو نږدې ملګرو او خپلوانو په اړه له غوسې ډک دي او د غوسې موخه چې په یاد حدیث شریف کې بیان شوې، همدا غوسه ده چې انسان یې د خپلو دیني وروڼو په اړه لري. د دې غوسې د کمېدو او کنټرولېدو اجر او بدله هغه جنت دی، چې یوازې هغو کسانو ته رسېږي چې شپه او ورځ یې د تر لاسه کېدو لپاره هڅې کوي. الله سبحانه وتعالی د قیامت په ورځ د ټولو په مخ کې پر هغو کسانو غږ کوي، چې خپله غوسه کابو کوي او هغوی ته دا واک ورکوي، چې د جنت حورې ځانته خوښې کړي. نو د هغه چا لپاره چې خپله غوسه کابو کوي، په داسې حال کې چې د عملي کېدو وړتیا یې لري، څومره ستره درجه ده.

له بلې خوا متوجه کېږو چې پر مسلمانانو د اسلام د دښمنانو ظلم زموږ په زړونو کې لویه غوسه راپارولې ده. پر دې سربېره چې پر بندګانو د الله سبحانه وتعالی حکم نه پلی کېږي، خپله غوسه پر دښمنانو هم نه شو سړولی. دغه غوسه ورځ په ورځ زیاتېږي او د اسلام دښمنان هم په پرله‌پسې توګه موږ ته فساد او تباهي راوړي؛ په داسې حال کې چې موږ هېڅ داسې قدرت نه لرو چې هغوی له ځان څخه لرې کړو، خو دا چې یوازې د الله سبحانه وتعالی هغه نصرت ته په تمه شو، چې له موږ سره یې ژمنه کړې ده.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې پر موږ داسې کس واکمن کړي، چې زموږ غوسه لرې کړي او د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د رضا په خاطر له کفارو څخه د غچ اخیستلو زمینه راته برابره کړي. دا د الله سبحانه وتعالی لپاره سخته نه ده. اللهم آمین

لیکوال: ډاکتر ماهر صالح

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

په اسلام کې جګړه‌ییز سیاست

(ژباړه)

له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«انْطَلِقُوا بِاسْمِ اللَّهِ وَبِاللَّهِ وَعَلَى مِلَّةِ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا تَقْتُلُوا شَيْخاً فَانِياً وَلَا طِفْلاً وَلَا صَغِيراً وَلَا امْرَأَةً وَلَا‏ ‏تَغُلُّوا ‏وَضُمُّوا ‏غَنَائِمَكُمْ وَأَصْلِحُوا وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ.» رواه ابو داود.

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نامه، د الله تعالی د رضا لپاره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دین پر اساس د جهاد په لوري حرکت وکړئ، زوړ سړی، ماشوم او ښځه مه وژنئ، خيانت مه کوئ، خپل غنیمتونه راټول کړئ، خپلې چارې اصلاح کړئ او نیکي وکړئ؛ ځکه الله سبحانه وتعالی نیکي کوونکي خوښوي.

 (لَا تَقْتُلُوا شَيْخاً فَانِياً) زوړ سړی مه وژنئ؛ خو دا چې جنګیالی وي او یا د لښکر لپاره نظر ورکوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې زید بن صمه ووژني، په داسې حال کې چې عمر یې ۱۲۰ کاله او یا تر دې هم ډېر و؛ ځکه هوازن لښکر ته د نظر ورکولو له امله راغلی و.

 (وَلَا طِفْلاً وَلَا صَغِيراً) یعنې هغه هلک مه وژنئ چې تر اوسه بالغ شوی نه دی، خو دا چې پاچاه وي او یا یې په جګړه کې ګډون کړی وي. (ولَا اِمْرَأَة) ښځه مه وژنئ، خو دا چې جنګیالۍ او یا ملکه وي؛ (وَضُمُّوا) راټول کړئ؛ (وَأَصْلِحُوا) خپلې چارې اصلاح کړئ؛ (وَأَحْسِنُوا) پخپلو کې نېکي وکړئ!

د جګړې سیاست په داسې شرایطو کې د جګړې چارو ته رسیده‌ګي ده، چې د مسلمانانو د بریا او د دښمنانو د ماتې او ذلت لامل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د یو خاص عمل د ترسره کېدو په اړه کوم ځانګړی نص نه وي راغلی، خو که چېرې ځانګړی نص راغلی وي، د هغه کار ترسره کول بیا د جګړې د سیاست په پلمه جایز نه دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو، ماشومانو او زړو سړیو له وژلو څخه نهی کړې ده، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې بیان شوي دي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ښځو، ماشومانو او زړو سړیو وژل جایز بللي، چې کفارو ته د رسېدو لپاره د هغوی له وژلو پرته بله لاره نه وي، ځکه که ماشومان او ښځې له سړیو سره یو ځای وي، د منجنیق او توپ په وارولو سره په نښه کېږي. په "صحیح البخاري" کې راغلي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه، که چېرې مسلمانان د شپې له خوا پر کفارو برید وکړي، ښځې او ماشومان په ناپامۍ کې په نښه شي، څه حکم لري؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هغوی هم د کفارو له ډلې څخه دي، د زاړه سړي دغه ډول وژل چې د کفارو لپاره ګټور او د مسلمانانو لپاره مضر وي، جایز دي؛ ځکه د حدیث شریف په شرحه کې د زید بن صمه د وژلو یادونه شوې ده.

لیکوال: ابو مریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د فکر ډولونه

  • خپور شوی په فکري

(ژباړه)

پوښتنه

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د «اسلامي شخصیت» کتاب لومړي جلد په «نن ورځ مفسرینو ته د امت اړتیا» سرلیک په نهمه او لسمه کرښه (ليکه) کې لیکلي: «... د یوه فکري کتاب په توګه چې مستنیر فکر ولري...»؛ ایا دلته د «مستنیر» کلیمه سمه ده؟

ځواب

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

«مستنیر» کلیمه سمه ده؛ ځکه چې فکر په درې ډوله دی: سطحي، عميق او مستنیر. د دې جزیات د «تفکیر» کتاب د عربي نسخې په ۸۶-۹۲ (انګلیسي ۷۵-۸۰ او پښتو ۹۳-۹۹) مخونو کې موندلی شئ. دلته یې یوه برخه درته را اخلم:

«تفکیر کېدی شي سطحي، عميق او یا مستنیر وي. سطحي تفکیر د عامو وګړو تفکیر دی، عميق تفکیر د علماوو تفکیر دی او مستنیر تفکیر د رهبرانو او دغه راز د عامو خلکو او علماوو له ډلې د مستنیرو کسانو تفکير دی. سطحي تفکیر دماغ ته د خالص واقعیت له لېږد څخه عبارت دی، پرته د نورو مواردو له تعقیب څخه چې له دغه واقعیت سره تړاو لري. د سطحي تفکیر په جریان کې هېڅ هڅه نه کېږي چې واقعیت په دقیق ډول درک او احساس شي. همدارنګه دماغ ته له لېږد وروسته هېڅ هڅه نه کېږي چې له واقعیت سره اړوند نور معلومات په لاس راوړل شي. یعنې په سطحي تفکیر کې واقعیت د لومړنیو معلوماتو په وسيله تفسیر او تعبیر کېږي. دا ډول تفکیر د سطحي قضاوت او پایلې لامل کېږي، چې په هغو افرادو او ډلو کې لیدل کېږي چې د منحطو افکارو خاوندان او يا بې سواده دي او یا هم له ثقافت څخه لرې هوښیار خلک دي...

عميق تفکیر هغه تفکیر دی چې فرد په هغه کې هڅه کوي چې د مسایلو ژورو ته لاسرسی پیدا کړي. د مسایلو عمق تر هغه وخته نشي تر لاسه کولی چې د واقعیت په درک او احساس، اړوندو معلوماتو او له واقعیت سره د هغه په قوي تړاو کې ځانګړی ځواک ونه لري. یعنې ژور تفکیر، د څيزونو مجرد احساس، لومړني معلومات او لومړني ارتباط –لکه څنګه چې په سطحي تفکیر کې پېښېږي- نه مني، بلکې شخص د واقعیت د احساس د تکرار له لارې هڅه کوي چې واقعیت په سمه بڼه درک کړي. دا چاره ممکنه ده چې د تجربو او یا هم د احساس د تکرار په وسیله ترسره شي. په ورته وخت کې شخص په دې ډول تفکیر کې هڅه کوي چې د واقعیت له احساس وروسته د لومړنیو معلوماتو سربېره، نور معلومات چې له یاد واقعیت سره تړاو لري تر لاسه کړي. تر هغه وروسته شخص په دې ډول تفکیر کې بیا هم هڅه کوي چې د معلوماتو او تکرار شوي واقعیت او د هغه د کتنو ترمنځ تړاو د دې تکرارونو له لارې پياوړی کړي. په دغه ترتیب انسان له دغه ډول احساس او د واقعیت په اړه د معلوماتو او د دوی ترمنځ د تړاو څخه په ګټې اخیستنې ژورو افکارو ته رسېدی شي، له دې په پام کې نیولو پرته چې یاد افکار حقایق دي که نه؟ د همدې کړنلارې تکرار او هغه عادت کول داسې څه دي چې په پای کې عميق فکر تولیدوي. په بله وینا؛ عميق تفکیر د واقعیت پر خالص احساس، لومړنیو معلوماتو او له واقعیت سره د دغو لومړنیو معلوماتو پر ربط بسنه نه کوي او غواړي چې د تفکیر دویم پړاو ته ورسېږي. د تفکير دا ډول هماغه د پوهانو او نورو مفکرینو تفکير ګڼل کېږي، مهمه نه ده چې عمیق افراد باید هرو مرو لوستي وي. د وینا پایله دا چې عميق تفکیر یعنې ژور احساس، ژور معلومات او ژور ارتباط.

مستنیر تفکیر؛ داسې تفکیر دی چې مفکر یو بل مورد هم پر تفکیر ور زیاتوي او هغه د هغو څيزونو په اړه تفکير دی چې واقعیت يې چاپېر کړی، ترڅو سمې پایلې تر لاسه کړي. په بله وینا؛ عميق تفکیر یعنې ژوروالی د تفکیر په نفس کې او مستنیر تفکیر یعنې ژوروالی د تفکیر په نفس او ژوروالی په هغو مواردو کې یاد واقعیت په بر کې نیسي او دا کړنلاره د یوه ټاکلي هدف د ترلاسه کولو یعنې یوې سمې او سالمې پایلې ته د رسېدو لپاره پکارېږي. نو په واقعیت کې هر مستنیر فکر عميق فکر دی، خو هر عميق فکر مستنیر فکر نه دی. له سره ممکنه نه ده چې مستنیر فکر دې د سطحي فکر پایله وي. د بېلګې په توګه، هغه پوهان چې د اتوم، کیمیا یا د څيزونو د پيدايښت د څرنګوالي او یا د قوانینو او احکامو په باب څېړنه او مطالعه کوي؛ له ژور تفکیر څخه ګټه اخلي او هر يو په خپل ټاکلي ډګر کې، په تفکیر کې ژوروالی لري، ځکه له دې پرته عالي پایلو ته رسېدنه ممکنه نه ده. خو هغوی د غیر علمي څېړنو په چارو کې، هېڅکله له مستنیر تفکیر څخه کار نه دی اخیستی.

همدا دلیل دی چې پوهان د اتوم د څېړنې او مطالعې په حال کې وینو، خو په ورته وخت کې دوی وینو چې د لرګي يوې ټوټې یعنې صلیب ته عبادت کوي. په داسې حال کې چې کم مستنیر تفکير انسان دې دقیقې او سمې پایلې ته رسوي چې د لرګي ياده ټوټه نه انسان ته زیان رسولی شي او نه هم ګټه. له بل لوري، قاضیان د قوانینو د مطالعې او څېړنې په حال کې وینو، خو په ورته مهال ګورو چې کشیش ته تسلیم دي او له هغه غواړي چې ګناهونه يې وبښي او جنت ته يې دننه کړي. خو که پورتني دواړې ډلې پوهان، په مستنیر فکر تفکير وکړي، بېشکه چې نه لرګي ته تسلیمېږي او نه هم کشیش ته. که څه هم ياد پوهان د اتوم او قوانینو په مطالعه کې په ژوره بڼه تفکير کوي، خو په نورو مواردو کې له ټيټ تفکیره کار اخلي. بل ټکی دا چې که انسان په ژور تفکیر عادت شي، دی په هره چاره کې په ځانګړې توګه هغه چارې چې د ژوند، کایناتو او انسان په اړه د يوه ټولیز لیدلوري په څېر پېچلي دي؛ په ژوره توګه فکر کوي. خو په ده کې د مستنیر تفکیر نه شتون لامل کېږي چې همداسې په سطحي او حتی ټيټ او ناچیز تفکیر عادت شي. نو د ویښتیا او نهضت لپاره یوازې عميق تفکیر بسنه نه کوي، بلکې باید مستنیر تفکیر وي چې انسان په طرز تفکر کې ارتقا تر لاسه کړي او په پایله کې د ده د ويښتیا لامل شي.» پای.

که نور معلومات غواړئ، دغه «تفکير» کتاب ته مراجعه وکړئ. والله معک!

ستاسو ورور

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق د شعبان ۵مه

۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۵مه

د مطلب ادامه...

د پاکستان ټاکنې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

رویټرز د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۱۹مه راپور ورکړ: «د پاکستان دوه لوی حزبونه به دوشنبه سره وګوري او هڅه به وکړي چې له بې پایلو ټاکنو وروسته د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خپل اختلافات ختم کړي ... وروسته له هغې چې مسلم لیګ – نواز (PML-N) ګوند شهباز شریف د دغه هیواد د رهبرۍ لپاره ټاکلی، د دوشنبې خبرې اترې به د دغو خبرو اترو پنځم پړاو وي.» (رویټرز؛۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۹مه) د پاکستان ټاکنې تر ځنډېدو وروسته د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۸مه ترسره شوې. ایا د یادې «دوشنبې» لیدنې له واک څخه تحریک انصاف ګوند ته د وفادارو خپلواکو نوماندانو د لرې کولو په معنی وې؟ ایا د تقلب او لاسوهنې تورونه ریښتیا دي؟ د پاکستان تر ټاکنو وروسته وضعیت کومې خواته روان دی؟

ځواب:

د پاکستان ټاکنې تر څو میاشتو ځنډ وروسته وشوې. «وروستۍ پایلې چې یکشنبه اعلان شوې، ښيي چې خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ ترلاسه کړې (له دغو خپلواکو نوماندانو څخه ۹۲ یې د تحریک انصاف ملاتړ لري او پاتې یې عمومي خپلواک دي)؛ په داسې حال کې چې مسلم لیګ – نواز ۷۵ څوکۍ او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ترلاسه کړې» (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۱مه) تمه کېده چې دغه ټاکنې به پاکستان د سیاسي ثبات خواته بوځي. دا ټاکنې تر یوه سخت پړاو وروسته وشوې چې پارلمان د عمران له حکومت څخه باور واخیست او د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۹مه یې دی له واکه لرې کړ؛ ورپسې د نواز شریف ورور او د مسلم لیګ – نواز ګوند غړی، شهباز شریف لومړی وزیر وټاکل شو. تر دې وروسته په ټول پاکستان کې پراخ لاریونونه وشول... دا چې په پاکستان کې وضعیت تر دغو ټاکنو وروسته کومې خواته روان دی؛ لاندې ټکو ته اشاره کوو:

۱. پاکستان یوه ډیره مهمه اسلامي خاوره ده؛ ۲۵۰ ملیونه ګڼ نفوس لري او له دې اړخه یوه ستره بشري سرچینه ده چې هم د اقتصادي څرخ په چلولو او هم د پوځ لپاره د بشري سرچینو په برابرولو کې مهمه ونډه لري. نو پاکستان یوه داسې اسلامي خاوره ده چې هم ډيرې بشري او نظامي سرچینې لري او هم غوره سټراټيژيک موقعیت.

۲. پاکستان اوس د نړۍ له بېوزلو هیوادونو ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې دغه خاوره حاصلخېزې کرنیزې ځمکې، لوړ صنعیتي ظرفیت او د نړۍ د لویو اقتصادونو د متحرک کولو لپاره کافي بشري ځواک ځواک لري. په پاکستان کې د بېوزلۍ سبب هغه ناکام سیاستونه دي چې تر شا یې امریکا ده. مالي او اداري فساد او د چین او امریکا پشان پردیو باندې د اعتماد ناروغۍ خپرېدل هغه څه دي چې د هرې اقتصادي ودې د هڅو مخه نیسي. په ۲۰۲۲م کال کې په پاکستان کې سیلابونو یو ناورین جوړ کړ او ګڼې کرنیزې ځمکې یې له منځه یوړې؛ دولت هیڅ کومه ګټوره حللاره ورته وړاندې نه کړای شوی. د شته اقتصادي ناکامیو ترڅنګ، پاکستان په ټولو برخو کې بشپړ ناکام دی چې له لسیزو راهیسې د حکومتولۍ په برخه کې ناکامي یې تر ټولو ډیره ښکاره ده.

۳. په پاکستان کې اسلامي جهادي روحیې داسې وده وکړه چې ټوله نړۍ یې ووېروله؛ دا روحیه د کشمیر تر قضیې او د شوروي او بیا امریکا لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته لا زیاته شوه. هغه پراخې پېښې چې په څو لسیزو کې وشوې؛ کلکه او ټینګه جنګي روحیه یې په ډاګه کړه چې ریښه یې د پاکستان د خلکو په اسلامي عقیده کې ده؛ په دغې خاوره کې د کشمیر او افغانستان د ازادۍ په موخه ګڼ اسلامي حرکتونه رامنځته شول. د نړۍ د مسلمانانو د مرستې لپاره غږونه له دغې خاورې پورته شوي. هغه خوځښتونه چې غرب یې سیاسي اسلام بولي؛ لکه د خلافت تاسیس ته دعوت، په پاکستان کې ژورې ریښې پیدا کړې. دا ټول موارد د دې سبب شول چې د ګاونډي افغانستان تر څنګ په پاکستان کې اسلام غوښتنه وده وکړي او دا خاوره تر منځني ختیځ وروسته د اسلامي سیاسي ثقل دویم مرکز شي.

۴. پاکستان ډیر پیاوړی پوځ لري چې په عصري او اټومي وسلو سمبال دی. له هند سره د پاکستان اوږده شخړه د دې سبب شوې چې امریکا د پاکستان پوځ د کورنۍ جګړې پر لور بوځي او تحریک یې کړي چې له طالبانو سره، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ښکېل شي. په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي چې د پاکستان پوځ ان له ایران سره پر پوله هم فعال او ښکېل وساتي؛ د دغو ټولو هڅو موخه دا ده چې هند د چین د پرمختګ مخنیوي لپاره د امریکا په سټراټيژۍ کې ونډه واخیستی شي او چین له هند سره د ښکېل کېدو د احتمال په فکر بوخت کړي. تر دغو ټولو مواردو وړاندې، امریکا وکولی شوی له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م کلونو پورې د افغانستان د اشغال پر وخت پاکستان، افغانستان ته د ننوتولو په ښه لار بدل کړي؛ خو له دغو ټولو لاسته راوړنو سره سره امریکا یوه لحظه هم د پاکستان په پوځ کې له شته سټراټيژيک ګواښ څخه غافله نه شوه؛ ځکه خو بایډن وویل چې پاکستان «د نړۍ له تر ټولو خطرناکو هیوادونو دی». (یورو نیوز عربي؛ ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۵مه) امریکا په داسې حال کې د پاکستان له پوځ څخه اندېښنه لري چې د دغې خاورې نظامي او سیاسي رهبري ټوله د امریکا په خدمت کې ده او په اسانۍ د امریکا سیاستونه پلي کوي او هرکلی یې کوي.

۵. یوه بله خبره چې د پاکستان ارزښت زیاتوي دا ده چې چین د امریکا د ستر سیال په توګه پاکستان ته ځانګړی نظر لري؛ چین هڅه کوي له پاکستان سره د هند پر وړاندې مرسته وکړي؛ د وسلو مرسته ورسره کوي او د پور او ځینې وخت د لاعوضه مرستې په بڼه په پاکستان کې د لسګونه ملیارده ډالرو پانګونې کوي چې له دې لارې د پاکستان له بیخ‌بنسټونو، نښلوونکو لارو، بندرونو او صنعت سره مرسته وکړي. سره له دې چې د پاکستان د چارو واک له امریکا سره دی؛ خو بیا هم په پاکستان کې د چین هڅو او پانګونو ته د شک په سترګه ګوري.

۶. پورتنیو حقایقو ته په کتو؛ لومړنۍ مسله چې باید د پاکستان د سیاسي پېښو د ارزونې پر وخت پام ورته وکړو دا ده چې راس الکفر، یعنې امریکا په پاکستان کې د تسلط او نفوذ لپاره پر پوځ او نظامي رهبرۍ تمرکز کړی او دا تر ټولو اړین او اساسي کار ګڼي. د پاکستان پر پوځ د امریکا د نفوذ او تسلط یوه ښکاره نښه داده چې له هند سره له شخړې یې لرې کړی؛ په داسې حال کې چې په کشمیر کې د هند پاروونکې کړنې روانې دي، بلکې په زیاتېدو دي. یوه بله نښه یې دا ده چې د پاکستان پوځ کورنۍ جګړې ته مخه کړې او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د هغو مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره په جګړه بوخت دي چې د افغانستان د اشغال پر وخت یې له خپلو افغان وروڼو سره مرسته کوله. بله نښه یې هغه شخړې دي چې وخت ناوخت له افغانستان سره کېږي. بل دا چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په بشړه توګه له پاکستانه تېرېده. نو د پاکستان پر پوځ د امریکا تسلط، پاکستان د امریکا په مزدور دولت بدل کړی.

۷. د پاکستان پوځ پر دولت بشپړ واک لري او په سیاسي او حزبي چارو کې لاس وهي؛ کله چې وضعیت له کنټروله وځي، په نظامي کودتا مداخله کوي او حکام له واکه پرځوي. د پاکستان حکومت له ډیر وخت راهیسې د دوو سیاسي ګوندونو؛ یعنې مسلم لیګ او د خلکو ګوند ترمنځ لاس په لاس کېږي. لومړی ګوند ښي اړخی او دویم هغه یې ګیڼ اړخی ګڼل کېږي. مسلم لیګ په پنجاب او د خلکو ګوند په سند کې د خلکو ملاتړ لري. د تاریخ په اوږدو کې د دغو دوو ګوندونو د ناکامیو په سبب او دا چې د دواړو ګوندونو مشران په فساد ککړ وو او د ګوندونو رهبري یې فیوډالیزم ملکیت ته ورته جوړه کړې وه چې خلک یې ناراضه کول او د سیاسي اسلام خوځښتونو خواته اوښتل؛ پوځ دې پایلې ته ورسېد چې معادله بدله کړي. نو عمران خان یې واک ته راوست؛ عمران خان د داسې ګوند –تحریک انصاف- مشر و چې هغه وخت یې دومره شهرت او پراخوالی نه درلود. ده په داسې حال کې د فساد پر وړاندې غږ پورته کړ چې هغه وخت د فساد لوی تورونه مطرح شوي وو د مسلم لیګ ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر، نواز شریف پر وړاندې محاکمې جوړېدې. تحریک انصاف د پارلمان رایې ترلاسه کړې او عمران خان په ۲۰۱۸ کې د پاکستان لومړی وزیر شو.

۸. د پاکستان محکمو، پخوانی لومړی وزیر، نواز شریف د فساد په تور تر څار لاندې ونیو او وروسته له هغې چې د ۲۰۱۷ کال په جون کې د سترې محکمې لخوا تورن وګڼل شو او استعفا یې ورکړه؛ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې د فساد په جرم په لس کاله حبس محکوم شو. «د پاکستان پخواني لومړي وزیر، نواز شریف د پوځ پر مشر، قمر جاوید باجوه تور ولګاوه چې د ده حکومت یې سقوط کړ، پر قضایه قوې یې فشار راوړ او د عمران خان په رهبرۍ حکومت یې واک ته ورساوه.» (رویټرز؛ ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۷مه) نو د نواز شریف لرې کول او محاکمه او بیا په داسې حال کې ټاکنې کول چې نواز شریف د زندان د میلو تر شا و؛ د پوځ په امر وشول. بیا یې پرته له دې چې دغه دوه اوږدې سابقې لرونکي ګوندونه په پام کې ونیسي، عمران خان واک ته ورساوه.

۹. نواز شریف چې په زندان کې و، د درملنې لپاره یې انګلستان ته په دغه شرط د تګ اجازه ترلاسه کړه چې تر درملنې وروسته به بېرته راستنېږي او د محکومیت دوره به یې بشپړوي. خو کله چې پوځ عمران خان له واکه لرې کړ؛ (د دې جزیات زموږ په هغه پوښتنه او ځواب کې شته چې د ۲۰۲۲م کال د مې په ۵مه تر «امریکا او په پاکستان کې یې د مزدورانو بدلول» سرلیک لاندې خپور شو.)، د نواز شریف د راستنېدو په لار کې یې ټول خنډونه لرې کړل. وروسته له هغې چې عمران خان په ۲۰۲۲م کال کې له واکه لرې شو، د نواز شریف ورور، شهباز شریف تر ټاکنو پورې د موقت لومړي وزیر په توګه وګومارل شو. پر دې سربېره، د اسلام اباد محکمې یوه پرېکړه وکړه چې له مخې یې نواز شریف بیرته پاکستان ته تر راتګه په ضمانت ازاد شو او پارلمان هم د ۲۰۲۳م کال په جون کې یو قانون صادر کړ چې نواز شریف ته یې اجازه ورکړه چې بېرته افغانستان ته ستون شي او ځان کاندید کړي. نو نواز شریف بیرته پاکستان ته لاړ او په محکمه کې حاضر شو چې له تورونو تبرئه شي او په ټاکنو کې ودرېږي. (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲م کال د اکتوبر ۲۷مه) نواز شریف یو ځل بیا د یوه «پاک» سیاستوال په توګه را میدان ته شو او د خپل حزب، مسلم لیګ له لارې کاندید شو؛ دا په داسې حال کې وه چې ورور یې، شهباز شریف د موقت حکومت مشر و او پر ټاکنو یې څار درلود. «نواز شریف په لندن کې تر څلور کاله تبعید وروسته پاکستان ته د راستنېدو پر وخت د پوځ ملاتړ ترلاسه کړ.» (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۹مه) دغه سرچینه زیاتوي «له بل لوري اټکل کېږي چې نواز شریف له نظامي دستګاه سره تر توافق وروسته بیرته د دولت سیسټم ته ننوځي او د څلورم ځل لومړی وزیر کیږي. تحریک انصاف او د خلکو ګوند تور لګوي چې د نواز شریف رسمي هرکلی ښيي چې د ده او نظامي دستګاه ترمنځ تفاهم شته».

۱۰. دا د نواز شریف په اړه وو... د عمران خان په اړه باید ووایو چې اوس د بېلابېلو تورونو په سبب زندان کې دی؛ ځکه خو یې په ټاکنو کې ځان کاندید نه شوی کړی؛ ګوند یې هم د یوه سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم و. په دې توګه ښکاري چې په پاکستان کې محاسبې او سیاسي موازنې څنګه بدلون مومي؛ عمران خان اوس (په ۲۰۲۴ کې) د پوځ د محاسبو د بدلون په سبب همغلته دی چې په ۲۰۱۸ کې نواز شریف پکې و او نواز شریف وروسته له هغې چې ټول خنډونه یې له مخې لرې شول، بیا صدارت ته رسېدلی. دا واقعیتونه ښيي چې د پاکستان د پوځ رهبري څنګه پر پارلماني ټاکنو لوبې کوي او څنګه یې دغه سیاسي ګوندونه، چې واک ته د رسېدو لپاره یې د پوځ د رهبرۍ رضایت اساس ټاکلی، د لوبو وسیله ګرځولي. ومو لیدل چې د پوځ رهبرۍ نواز شریف زنداني او عمران خان واک ته ورساوه بیا یې عمران خان زنداني او نواز شریف واک ته ورساوه. په دې توګه د امریکا د تمایلاتو له مخې د پاکستان د سیاسي ګوندونو رهبران د لوبو وسیله دي او کله یې چې رول پای ته رسېږي، یا له صحنې لرې غورځول کېږي یا د زندان د میلو شاته اچول کېږي!

۱۱. په دې کې هیڅ شک نشته چې دولت او واک له پوځ سره دی او په بېلابېلو لارو په ټاکنو کې لاس وهي؛ لکه څنګه چې اعتراف وشو چې د ځینو سیمو ټلیفوني اړیکې او انټرنېټ یې پرې کړ او دولت ادعا وکړه چې دا کار یې د ټاکنو په ورځ د ګډوډیو د مخنیوي لپاره کړی. دولت دغه راز په خپله خوښه د هغې احصایې له مخې چې پخپله یې وړاندې کوي، د رایې مرکزونو شمېر ټاکي او کولی شي په یوه سیمه کې د یوه ګوند لپاره د رایې مرکزونه کم یا زیات کړي. دغه ټاکنې د ۲۰۲۳م کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبروري پورې په دې پلمه وځنډول شوې چې د رایې مرکزونه د نوې احصایې له مخې تنظیموي. نو د ګوندونو مشران چې په ترتیب واک ته رسېږي، ټول مکلف دي چې د امریکا پیروي او خدمت وکړي؛ څوک چې له دې لارې کاږه شي یا د کږېدو هڅه وکړي او یا له پوځ سره جوړ نه وي؛ ژر یې پر وړاندې دسیسې جوړېږي او زندان ته لوېږي. نو دا ټول ګوندونه د نظامي رهبرۍ تر سیوري لاندې فعالیت کوي او نظامي رهبري بیا د امریکا مزدوره ده. یاد ګوندونه په خپل منځ کې سره سیالي کوي او د دغې سیالۍ په پایله کې پوځ پرېکړه کوي چې د بل پړاو لپاره کوم ګوند مناسب دی.

۱۲. بله خبره دا ده چې د پوځ رهبري اجازه ورکوي چې د پایلو په اعلان کې د نظر اختلافونه او لانجې راشي څو داسې وښيي چې پوځ د ټاکنو پر پایلو واک نه لري. لکه «نواز شریف او عمران خان چې دواړه پخوا د پاکستان لومړي وزیران تېر شوي؛ جمعه یې اعلان وکړ چې په وروستیو ټاکنو کې بریالي شوي». (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۰مه) خپلواکو نوماندانو چې مطلق اکثریت یې په تحریک انصاف پورې اړه لري، ۱۰۱ څوکۍ خپلې کړې؛ دا تر ټولو ډېرې څوکۍ دي چې د دولت د تشکیل وړتیا لري؛ خو مسلم لیګ چې ۷۵ څوکۍ اخیستې ادعا کوي چې د یوې کتلې په توګه په ټاکنو کې بریالي شوي. دا هغه څه دي چې د پوځ مشر اشاره ورته وکړه او له ټولو سیاسي ګوندونو «چې سیاسي کتله لري» یې وغوښتل چې د ګډوډیو پر وړاندې خپل وحدت او انسجام وساتي. یعنې تحریک انصاف چې د عمران خان ګوند دی، سره له دې چې د پارلمان تر ټول ډیرې څوکۍ یې ترلاسه کړې، خو له رسمي اړخه یې کاندیدان یوه سیاسي کتله نه، بلکې خپلواک ګڼل کېږي. نو یوه د نواز شریف کتله پاتې شوه چې د قانون له مخې مستحقه ګڼل کېږي او کولی شي له نورو ګوندونو سره د ایتلاف له لارې د حکومت د تشکیل پروسه مخته یوسي.

۱۳. ځینو چارواکو اعتراف وکړ چې په ټاکنو کې «تقلب» شوی؛ الجزیرې د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۱۷مه راپور ورکړل: «په روالپېنډۍ کې د حکومت استازي، لیاقت علي منلې چې په هغو ټاکنو کې چې په روالپېنډۍ کې د ده تر څار لاندې وشوې، تقلب شوی.» ده زیاته کړه: «موږ هغه خپلواک کاندیدان چې له ۷۰ تر ۸۰ زره رایې یې اخیستې وې، د تقلبي پاڼو په زیاتولو مات کړل. ده په یوه لیک کې ویلي چې ژر به استعفا ورکړي، ځکه چې په یوه ستر جنایت، یعنې د ۲۰۲۴م کال په ټاکنو کې په تقلب کې لاس لري. د پاکستان د ټاکنو کمېټې د لیاقت علي د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي چې دا تورونه ردوي او ژر به په دې اړه څېړنې وکړي». سره له دې، کله چې پوځ نواز شریف له زندانه بهر کړ او اجازه یې ورکړه چې د خپل ګوند په راس کې ځان کاندین کړي؛ پخپله دا معنی لري چې پوځ واک ته د نواز شریف د رسېدو لپاره لار هواروي. رویټرز د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۱۹مه راپور ورکړ: «یوه لوړپوړي حزبي چارواکي په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان دوه لوی حزبونه به دوشنبه سره وګوري او هڅه به وکړي چې له بې پایلو ټاکنو وروسته د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خپل اختلافات ختم کړي. دا به د دغو خبرو اترو پنځم پړاو وي. خبرې دا مهال روانې دي چې د خلکو ګوند ته قناعت ورکړي چې د ځینو وړاندیزونو په بدل کې واک سره وویشي. اټکل کېږي چې نوی حکومت به له ډیرو سیاسي لانجو سره مخ شي؛ ځکه چې د پارلمان خپلواک غړي، چې د عمران خان ملاتړ لري، د پارلمان د څوکیو لویه برخه جوړوي». نو د پوځ رهبري چې هر څوک وغواړي نن بریالی او سبا ناکام اعلانوي او زندان ته یې اچوي. دا لوبه همداسې روانه ده.

﴿أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ﴾ [نحل: ۵۹]

ژباړه: «وګورئ چې څومره بد قضاوت کوي.»

۱۴. د امریکا د غلامې نظامي رهبرۍ دا لوبه چې په حکومتولۍ یې کوي او سیاسي ګډوډۍ ته لار هواروي او کېدای شي دوام ومومي او دا خاوره بې ثباته وساتي؛ پخپله په پوځ کې د مخلصینو لپاره پیاوړې انګېزه کیدی شي چې راپورته شي، په امریکا پورې د دغې خاورې تړاو ختم کړي او دالله حاکمت، خلافت تاسیس کړي چې د الله سبحانه و تعالی وعده ده.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، ژمنه كړې چې هرو مرو به هغوی ته هم په ځمكه كې هغه خلافت وركوي؛ چې له دوی څخه مخکینیو كسانو ته يې وركړى و.»

هغه خلافت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی چې له جبریه حکومتونو –چې اوس ورسره لاس او ګرېوان یو- وروسته حاکمېږي: «...فقال حذیفة: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:

«ثمّ تکون ملکاً جبریةً فتکون ماشاء الله أن تکون ثمّ یرفعها إذا شاء أن یرفعها ثمّ تکون خلافة علی منهاج النبوّة ثمّ سکت».

ژباړه: «وروسته به جبریه نظامونه وي او دا به تر هغه دوام کوي چې الله سبحانه وتعالی غواړي او کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، نو جبریه نظامونه به له منځه یوسي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم چوپ شو.» رواه احمد

اسلامي امت په ټوله نړۍ کې په بې صبرۍ د دغې فریضې د حاکمولو په تمه دی؛ په ځانګړې توګه دا چې د پاکستان وجودي فلسفه اسلام دی؛ پاکستان د اسلام په نامه جوړ شو او ټول خلک او پوځ یې له اسلام او مسلمانانو سره مینه لري. د الله سبحانه و تعالی لپاره دا اسانه ده چې د پاکستان د حکامو او پوځي رهبرۍ تړاو له امریکا سره بدل کړي خو دغو حکامو او رهبرانو ته دا ناشونې ده چې له اسلام سره د خلکو مینه بدله کړي. نو عاقبت د متقیانو دی که دوی صداقت وکړي، هڅه وکړي، جدیت ولري او د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي. په دغه صورت کې به الله تعالی هم د دوی ناصر شي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ﴾ [شعراء: ۲۲۷]

ژباړه:  «څوك چې ظلم كوي، ژر به پوه شي چې له څنګه ناوړه برخليك سره مخ كېږي»

۱۴۴۵هـ.ق کال د شعبان ۱۹مه

۲۰۲۴م کال د فبروري ۲۰مه

د مطلب ادامه...

په غزه کې ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د څارویو خواړه خوري!

بي بي سي د غزې په شمال کې د مېشتو خلکو په اړه په یوه مستند راپور کې ویلي چې هلته ماشومان له څو ورځو راهیسې هېڅ خوراکي توکي نه لري. یهودي اداره د مرستو کاروانونو ته اجازه نه ورکوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په شمال کې د ماشومانو په منځ کې خوارځواکي په چټکۍ سره په زیاتیدو ده او اوسمهال د ۱۵ سلنې له جدي حد څخه پورته شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، OCHA وايي چې د مرستو په رسولو کې د یهودي ځواکونو لاسوهنه ډېره شوې او یوازې تېره میاشت يې د غزې په شمال کې د تر نیمايي ډېرو مرستندویه ماموریتونو مخه نیولې.

د غزې ځینې اوسیدونکو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د څارویو خواړه له اوړو سره ګډوي، چې اوس د دغو غلو (د څارویو د خوړو) له جدي کمښت سره هم مخ دي. خلک د څښلو او مینځلو لپاره اوبو ته د لاسرسي په موخه په ځمکه کې د اوبو د پایپونو د پلټلو په لټه کې دي.

اټکل کیږي چې د غزې په شمالي سیمو کې شاوخوا  ۳۰۰ زره خلک اوسېږي او په بشپړه توګه له مرستو څخه بې برخې او د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

په بیت لاهیا کې یوه ځايي طبي مرستندویه کارکوونکي، محمود شالابي وویل؛ خلکو د څارویو دانه په ژرنده اوړه کوله، خو هغه هم اوس په ختمېدو ده. «دا غلې هم اوس د غزې په شمال او د غزې ښار کې نشته. هغه څه چې دلته د نومبر د میاشتې د شپږو یا اوو ورځو اوربند په پایله کې راوړل شوي  و  او د غزې شمال ته د هر ډول مرستو د لېږد اجازه ورکړل شوې وه. هغه ټول تر نن پورې مصرف شول. خلک اوس یوازې وریجې خوري.»

د خوړو نړیوال پروګرام WFP)) بي بي سي ته ویلي چې د یهودي دولت ځواکونو شمال ته له تیرو پنځو مرستندویه کاروانونو څخه څلور ودرول او دا کار د دې لامل شو چې د غزې ښار ته د دوو اونیو لپاره هېڅ ډول مرستې ونه رسیږي. د درواغو او پروپاګنډ په یوه میتودیکه کړنه کې د یهودو د نظامي ادارې یوه ویاند چې په غزه کې د مرستې رسولو د همغږي کولو دنده لري تیره میاشت وویل چې «په غزه کې هیڅ لوږه نشته.» کوګاټ (Cogat) ادارې په وار وار ویلي چې غزې ته د بشري مرستو رسول باید محدود نه شي.

موږ پوهیږو چې د غزې د وضعیت پر تریخ حقیقت او او وحشتناک واقعیت پرده اچول کیږي او نړۍ ته بل ډول ښودل کیږي. خو شته شواهد ښيي چې وضعیت څومره ناوړه دی!

څنګه امکان لري چې زموږ د غزې له مینه ناکو، پاکو او خوږو ماشومانو سره د څارويو په څېر چلند وشي؟ له شک پرته چې د اسلامي خاورو واکمنان باید په دې جنایتونو کې له یهودانو سره د دوی د مرستې حساب ورکړي، ځکه چې دوی د مسلمانانو دلښکرو مخه نیسي. موږ د اسلامي امت په توګه هیڅکله هغه شریر او ناوړه عملونه نه شو منلی چې د ځان د کاذبې دفاع او بیان د هغې ازادۍ په نامه ترسره کېږي چې الله سبحانه و تعالی او اسلام ننګوي. اې اسلامي امته! د حکومتونو غفلت او کمزوي مو افشا کړئ او له هغه تاریخ څخه ځان لرې کړئ چې د شیطان د پلانونو پلي کېدو په موخه لیکل کیږي؛ له دې سره به مو الله سبحانه و تعالی د قیامت په ورځ له خپل سخت عذاب څخه وژغوري.

 [أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ * وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انتِقَامٍ * وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ * قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ * مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ] [الزمر:۳۶-۴۰]

ژباړه: اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! ایا یوازې الله سبحانه وتعالی د (کافرانو له شر څخه) د خپل بنده د ساتلو لپاره کافي نه دی؟ دوی له الله سبحانه وتعالی پرته، تا له نورو څخه ویروي. بیشکه الله چې څوک ګمراه کړي، د هغه لپاره بیا بل هېڅ لارښوونکي نه شته. او چا ته چې الله سبحانه وتعالی هدایت وکړي، هغه بیا هېڅوک هم نه شي ګمراه کولی. ایا الله سبحانه وتعالی پر ټولو برلاسی او غچ اخیستونکی نه دی؟ که ته له دوی څخه پوښتنه وکړې، چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي، نو دوی به خپله ووایي چې الله سبحانه وتعالی. دوی ته ووایه «چې حقیقت دا دی، نو تاسو څه فکر کوئ، که الله ماته کوم زیان رسول وغواړي، نو ایا ستاسو دغه معبودان چې له الله سبحانه وتعالی پرته له هغوی غوښتنه کوئ، ما له هغه زیان څخه ژغوري؟ نو ایا دوی به د هغه د رحمت مخنیوی وکړی شي؟ دوی ته ووایه، «زما لپاره یوازې همدغه الله سبحانه وتعالی کافي دي او توکل کونکي یوازې پر همدغه ذات توکل کوي.» دوی ته په ډاګه ووایه: «اې زما قومه! تاسو خپل کار کوئ او زه به خپل کار کوم، ډېر ژر به تاسو په دې حقیقت پوه شئ، چې پر چا رسوا کونکی غذاب راځي او چاته هغه سزا ورکول کیږي، چې هېڅ کله ترې لرې کېدونکي نه ده (دایمي ده). 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د ښځو څانګه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان ۵مه

۲۰۲۴م کال، د فبروري ۱۵مه

 

د مطلب ادامه...

په لوړ غږ د حق خبره کول

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

زه یوه پوښتنه لرم:

د یونس سورت، ۹۰ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل» او د طه سورت ۷۸ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل»

ایا دا په دې معنی ده چې د حاکم امر او د حاکم عمل دواړه یو شی دي؛ نو وایو چې د امرونو پر وړاندې درېدل یې د عملونو پر وړاندې درېدلو سره یو دي؛ یعنې که موږ د هغه د پولیسو یا مرستیالانو پر وړاندې د حق خبره وکړو؛ همداسې ده لکه د ده پر وړاندې مو چې کړې وي؟ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې وينا تر مصداق لاندې راځي؟: «أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ» یعنې تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړندې د حق خبره کول دي. مننه

د پوښتنې د الفاظو بدلولو حق لرئ؛ جزاک الله خیراً

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لومړی: په پوښتنه کې د دوو ذکر شوو ایتونو په اړه؛ چې الله سبحانه و تعالی د سورت یونس په ۹۰ام ایت کې فرمايي:

[وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْياً وَعَدْواً]

ژباړه: «او (په پايله كې) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې ایستل؛ نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له امله هغوی تعقیب کړل (ورپسې شول)»

او دغه راز هغه سبحانه و تعالی د طه سورت، په ۷۸ام ایت کې فرمايي:

[فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ]

ژباړه: «نو فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل؛ خو سیند دوی (فرعونیان) ښه پوره راونغاړل. »

ښکاري چې تاسو د معنی هغه توپیر ته اشاره کوئ چې د «جُنُودُهُ» کلیمه کې د (واو) او (باء) تورو په سبب رامنځه شوی. الله سبحانه و تعالی په لومړي ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل». او بیا په دویم ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل».

د تفسیر د کتابونو له مخې، د «فَأَتْبَعَهُمْ» معنی دا ده چې هغه دوی وڅارل او ورورسېد.

خو لومړی ایت [فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې»؛ له ژبني اړخه داسې فهمولی شو چې فرعون د هغو کسانو په منځ کې و چې دوی یې څارل؛ یعنې د موسی علیه السلام او بني اسرایلو په څارلو کې فرعون شامل و او په هغو کسانو کې و چې دوی یې څارل او ور ورسېدل. ځکه خو دلته واو (او لښکر یې) په ګډون دلالت کوي؛ یعنې د بني اسرایلو په څارلو کې د فرعون او هغه د لښکر ګډون.

او په دویم ایت کې: [فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون یې په خپل لښکر». له ژبني اړخه دلته پوهېدی شو چې فرعون یې له لښکر او د هغو له ملګرو سره په تعقیب کې شامل و؛ خو له ژبني اړخه دا خبره هم ترې درک کېدی شي چې فرعون یې له لښکر سره نه و او له هغو سره بهر نه ولاړ، بلکې یوازې په تعقیب کې یې مرسته ترې وغوښته؛ دا ځکه چې «با» د ژبې له اړخه ملګرتیا او مرستې ته اشاره کوي. نو په دغه ایت کې له «بِجُنُودِهِ» څخه هم دا معنی اخیستل کېږي چې فرعون یې له لښکر سره د بني اسرایلو په تعقیب کې ملګری و او هم دا معنی ترې اخیستل کېږي چې له هغو یې مرسته وغوښته؛ یعنی کېدای شي ورسره ملګری وي او کېدای شي پرته له دې چې خپله په دغه تعقیب کې برخه واخلي، یوازې له لښکره مرسته وغواړي؛ په دې معنی چې تعقیبوونکی پخپله فرعون نه، بلکې لښکر یې و.

د دغو دوو معناوو (مرسته یا ملګرتیا) تشخیص د دواړو ایتونو له ترکیب څخه ښکاري:

لومړی ایت له ژبني اړخه یوه معنی لري؛ هغه دا چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای و. د دوهم ایت معنی له ژبني اړخه ښايي دا وي چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره ملګری و او دا معنی هم ممکنه ده چې په دغه تعقیب کې یې یوازې د خپل لښکر مرسته وغوښته او پخپله یې ګډون پکې ونه کړ. دا چې د دواړو ایتونو معنی سره په ټکر کې نه ده، نو د دواړو ایتونو له ترکیب څخه دا معنی اخلو چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره و. یعنی په «بِجُنُودِهِ» کې (با) ملګرتیا ته اشاره کوي؛ په دې معنی چې دی د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای او ملګری و. دا د دواړو ایتونو له معنی څخه درک کوو.

دویم: په پوښتنه کې د ذکر شوي حدیث شریف په اړه؛ دا حدیث تزمذي په خپل سنن کې د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله روایت کړی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو ستر جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د عدل خبره کول دي.

ابو عیسی ويلي؛ په دغه باب کې د أبو أمامة په حواله، د هغه له نظره دا یو حسن غریب حدیث دی. د طبراني په معجم الکبیر کې د أبو أمامة په حواله راغلي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَحَبُّ الْجِهَادِ إِلَى اللهِ كَلِمَةُ حَقٍّ تُقَالُ لإِمَامٍ جَائِرٍ»

ژباړه: الله ته تر ټولو خوښ جهاد د حق هغه خبره ده چې ظالم حاکم ته ويل کېږي.

طبراني په یوه بل روایت کې له أبو أمامة څخه په روایت راوړي چې یوه کس په جمرات (په ډبرو د شيطان ويشتلو ځای) کې وویل: اې رسول الله، کوم جهاد تر ټولو غوره دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.

په عون المعبود کتاب کې د دغه حدیث په تشریح کې راغلي: [... د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله، چې ویې ویل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.» په عون المعبود کې راځي:

(تر ټولو غوره جهاد): یعنې یو له تر ټولو غوره؛ لکه د ترمذي په روایت کې چې راځي: بې شکه چې یو له غوره جهادونو.

(د حق ـ عدل ـ خبره): د ابن ماجه په روایت کې د حق خبره ده؛ د لفظ مفهوم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. دا که په خبره وي، که په لیکلو یا د مطلب د اظهار کومه بله لار.

(د یوه ظالم حاکم پر وړاندې): یعنې یو ظالم. بیشکه چې دا تر ټولو غوره جهاد شو؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري.

د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. لکه خطابي او نورو چې ویلي، دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. (یا یو ظالم حاکم / امير): ښکاري چې د راوي لخوا شک دی].

له دغه حدیث شریف څخه پوهېږو چې تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ نه یې د پلویانو. دلته د ظالم سلطان معنی ظالم واکمن دی؛ دا کېدی شي ولسمشر، پاچا، لومړی وزیر یا والي وي. باید واک او حاکمیت ولري چې پر وړاندې یې د حق ویلو دا ارجحیت ورکړل شي.

خو دا په دې معنی نه ده چې د ناعادل او ظالم حاکم د پیروانو پر وړاندې د حق خبره هیڅ فضیلت نه لري. د حق خبره کول تل ښه او له فضیلته ډکه وي. خو کوم امتیاز چې رسول الله صلی الله عیله وسلم په دغه حدیث کې ذکر کړی، هغه د حاکمیت او واک د خاوند پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ لکه پخپله حاکم. ځکه چې په دغه ډول د حق خبره ډير ارزښت لري؛ خطر ورسره مل وي او باید د کولو لپاره یې زړورتیا او قوت وي. د حدیث ځینو شارحينو ویلي:

 [...خطابي ویلي: دا بېشکه چې تر ټولو غوره جهاد دی؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري. د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. المظهر ویلي: دا ځکه غوره جهاد دی چې د سلطان ظلم د هغه تر حاکمیت لاندې پر ټولو خلکو کېږي او په ډيره لویه کچه دی. که هغه له ظلم څخه منعه شي، ډيرو خلکو ته يې ګټه رسېږي، چې دا ځانګړتيا د کافر په وژلو کې نه شته...].

نو ټوله خبره پخپله د ناعادل او ظالم حاکم په اړه ده؛ نه د هغه پیروان، مرستیالان او عسکر.

ستاسو ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق، د رجب الخیر ۱۷مه

۲۰۲۴م، د جنوري ۲۹مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې