جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

څوک چې د بدلون راوستو لپاره د الله د رحمت په لټه کې نه وي؛ لکه په غفلت او بې پروايۍ چې د الله د قهر او غضب په لټه کې وي!

 (ژباړه)

له ابوهریره رضي الله عنه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل:

«لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ عِنْدَهُ فَوْقَ عَرْشِهِ: إِنَّ رَحْمَتِي سَبَقَتْ غَضَبِي» (رواه مسلم)

ژباړه:  کله چې الله تعالی خپل مخلوقات پیدا کړل، نو پر عرش یې ولیکل: زما رحمت له قهر څخه مخکې دی.

کله چې الله سبحانه وتعالی مخلوقات پیدا کړل، هغوی ته یې یوه ځانګړتیا ورکړه. دا ځانګړتیا د رحمت خوی او خاصیت دی؛ هغه رحمت چې د الله له نامه، رحمن او رحیم څخه اخیستل شوی او انسان د هغه په وسیله ژوند کوي، عزت مومي او پرمختګ کولی شي، خو له هغه پرته بدبخت او ذلیل کېږي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا تنزعُ الرحمةُ إلا من شقي»

ژباړه: رحمت یوازې له شقي (بدبخت) انسان څخه اخیستل کېږي.

د الله سبحانه وتعالی رحمت ټول شیان رانغاړلي دي، د انسان په توګه زموږ له پیداښت څخه پیل بیا سمې لارې ته زموږ تر هدایت پورې دوام کوي. رښتینی مومن له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت او پیروۍ په اندازه له دغه رحمت څخه برخمن کېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله د الله سبحانه وتعالی لخوا هدایت‌کوونکی رحمت و:

«وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»

ژباړه:ې پیغمبره!) ته مو د نړیوالو لپاره یوازې د رحمت په توګه لېږلی یې.

د الله سبحانه وتعالی یو رحمت پر موږ د قرآن کریم نازلېدل دي، ترڅو هغه زده کړو او عمل پرې وکړو. الله سبحانه وتعالی قرآن د ژوند په ټولو برخو کې د یوه مفصل او هراړخیز نظام په توګه نازل کړی، ترڅو د انسان چلند تنظیم کړي او انسان د هغه پر اساس خپلو خبرو، عمل، خوراک، څښاک، ژوند او مرګ ته پام وکړي. خپل ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند له هغه سره داسې تېر کړي، چې د اخرت پر لوري مایل وي. په پایله کې خپلې روحي اړتیاوې پوره کړي او له حیوانیت څخه را وګرځي. خو دغه نظام زموږ د اوسني ژوند له واقعیت څخه کډه کړې او ځای یې هغو کمزورو نظامونو نیولی، چې له انسان څخه یې انسانیت اخیستی او د خپلو غریزو بنده یې ګرځولی دی. د انسان ژوند یې داسې له بدبختۍ او تباهۍ سره مخ کړی، چې نه جسمي هوساینه پېژني او نه رواني ارامي. دغه مهال د الله سبحانه وتعالی رحمت راځي او له موږ څخه غواړي چې د الله د قوانینو د پلي کولو لپاره لاس پکار شو، ترڅو اسلام زموږ په واقعي ژوند کې پلی شي او که چېرې داسې څوک نه وي، چې اسلامي پلی کړي، نو د هغه د پیدا کولو لپاره باید هڅه وکړو. لکه څنګه چې په اوسني وخت کې د اسلام پلی‌کوونکی نشته؛ نو ایا مسلمانان د ځان په اړه د الله سبحانه وتعالی د پراخ رحمت لپاره هڅې نه کوي؟ ایا د هغه کس د پیدا کولو لپاره به اقدام وکړي، چې اسلام په واقعي ژوند کې پلی کوي؟ ایا له هغو کسانو سره په ګډ کار کولو کې چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره هڅې کوي، د الله سبحانه وتعالی رحمت نه غواړي؟ ځکه څوک چې د بدلون راوستو لپاره د الله د رحمت په لټه کې نه وي؛ لکه په غفلت او بې پروايۍ چې د الله د قهر او غضب په لټه کې وي!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

روژه او خليفه، دواړه د مسلمانانو ډال او ساتونکي دي!

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی  پر مسلمانانو روژه فرض کړې چې متقیان شي؛ هغه سبحانه و تعالی فرمایي: 

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [بقره: ۱۸۳]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لکه څرنګه چې پر هغو کسانو فرض شوې وه چې له تاسو څخه مخکې وو، تر څو پرهېزګاران شئ.»

روژه له سترو عباداتو څخه ده؛ ځکه چې روژه نیوونکی په هر حالت کې ځان ته پام کوي او د تقوا جامې یې پر تن وي؛ دا پر نورو عباداتو د رمضان میاشتې او روژې فضیلت دی. هېڅ داسې عبادت نشته چې مسلمان دې په هغه کې تر روژې ډېر اخلاص ولري؛ خو باید روژه یې د ايمان له مخې او په اخرت کې د ثواب په هیله وي. الله سبحانه وتعالی د رمضان په سپېڅلې میاشت کې په اخلاص د دغې فریضې د ادا کولو لپاره له خپلو بنده‌ګانو سره مرسته کړې. ابن ماجه او ابن حبان له ابو هریره څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا كَانَ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ صُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ، وَمَرَدَةُ الْجِنِّ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، فَلَمْ يُفْتَحْ مِنْهَا بَابٌ، وَفُتِحَتْ أَبْوَابُ الْجِنَانِ فَلَمْ يُغْلَقْ مِنها باب، وَ نَادَی مُنَادٍ یَا بَاغِی الخَیرِ أقبِل، وَ یَا بَاغِی الشَرِّ أقصِر، وَ لِلهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ»

ژباړه: کله چې د رمضان لومړۍ شپه رارسېږي، شیطانان او د جنیاتو سرکشه مشران تړل کېږي؛ د جهنم دروازې تړل کېږي او د جنت دروازې پرانیستل کېږي (یعنې د ګناه پرېښودو او ثواب ترلاسه کولو زمینه برابرېږي)؛ منادي غږ کوي چې اې د خیر غوښتونکیه! مخ راواړوه (ډېر نېک کارونه وکړه) او اې د شر غوښتونکیه! قصر وکړه (ګناه پرېږده او توبه وکړه) او د الله لپاره د دوزخ له اوره خلاصون موندونکي دي.

له دغه حدیث څخه داسې تعبيرېږي چې الله سبحانه وتعالی د شیطانانو په تړلو او د جنیاتو په شړلو له خپلو بنده‌ګانو سره مرسته کړې چې دا ستر عبادت وکړي او وروسته یې مومنانو ته د طاعاتو او عباداتو کولو او د منهیاتو پر پرېښودلو امر کړی؛ روژه یې د طاعاتو او عباداتو میاشت ګرځولې ده چې په هغې کې د جنت دروازې خلاصېږي او د د دوزخ دروازې تړل کېږي او هر څوک چې په دغه میاشت کې طاعت او عبادت وکړي، الله سبحانه وتعالی یې د هڅو په اندازه اجر ډېروي. په قدسي حدیث کې راغلي: 

«کُلُّ عَمل ابنَ آدَمَ لَهُ اِلَّا الصِیَام فَإنَّهُ لِی وَ أنَا أَجزِی بِهِ، وَ الصِّیَامُ جُنَّة، وَ إذَا کَانَ یَومُ صَومِ أحَدِکُم فَلَا یَرفَث وَ لَا یَصخَب، فَإن سَابَّهُ أحَدٌ أو قَاتَلَهُ فَلیَقُل إِنِّی امرُؤٌ صَائِمٌ»

ژباړه: بني ادم چې هر عمل کوي، د ځان لپاره یې دی؛ خو روژه ماته ځانګړې ده او زه یې پخپله اجر ورکوم. روژه (د جهنم د اور پر وړاندې) ډال دی؛ نو که مو روژه وه همبستري مه کوئ، ناوړه خبرې مه کوئ او شور مه جوړوئ؛ که څوک له روژه لرونکي سره ښکېل شول او ناوړه خبرې یې ورته وکړې؛ په دې ځواب کې دې ورته ووایي: ما روژه نیولې.

د دې لپاره چې روژه لرونکی کس په دغه حالت کې پاک پاتې شي او ښکنځلو او شخړې پر لور کش نه شي، روژه به یې ډال وي. طبراني په معجم الاوسط کې له ابو هریره څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 

«الصِیَامٌ جُنَّةٌ مَا لَم یَخرِقهٌ. قِیلَ: وَ بِمَ یَخرِقُهُ؟ قَالَ: بِکَذِبٍ أو غِیبَةٍ»

ژباړه: روژه ډال دی، تر هغې چې (روژه لرونکی) یې ونه شکوي؛ وویل شول چې په څه شي یې شکوي؟ ویې فرمايل: په درواغو او غیبت.

نو څوک چې روژه د ايمان او په آخرت کې د ثواب په هیله نیسي؛ داسې چې هغه د الله سبحانه وتعالی طاعت او اخلاص ته وهڅوي او کومه ځان ښودنه او ریا پکې نه وي؛ روژه یې قبلیږي او تېر ګناهونه یې بښل کېږي· رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«مَن صَامَ رَمضَانَ إیمَانًا وَ إحتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِه»

ژباړه: «هر څوک چې د ايمان او اخلاص له مخې روژه ونيسي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.»

دا د الله سبحانه وتعالی فضل او رحمت دی چې د شرعي عذر لرونکي د رمضان د قیام پر مهال، د هغو روژه لرونکو له ثواب څخه برخمن کېږي چې د ایمان او اخلاص له مخې یې روژه نيولې وي.

په یوه حدیث کې چې معاذ ابن جبل روایت کړی، راځي چې وايي: یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر وم، په داسې حال کې چې روان وو، هغه ته ورنږدې شوم او ومې ویل: اې رسول الله! ما له داسې یو عمل څخه خبر کړه چې جنت ته مې داخل او له دوزخ څخه مې لرې کړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ځواب کې وفرمایل:

«لَقَدْ سَأَلْتَنِي عَنْ عَظِيمٍ وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ؛ تَعبُدُ اللهَ وَ لَا تَشرِکُ بِهِ شَیئًا، وَ تُقِیمُ الصَلَاةَ، وَ تُؤتِی الزَّکَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَ تَحُجُّ البَیتَ، ثُمَّ قَالَ: ألَا أدُلُّکَ عَلَی أبوَابِ الخَیرِ؟ الصَومُ جُنَّةٌ، وَ الصَّدَقَةُ تُطفِئُ الخَطِیئَةَ کَمَا یُطفِئُ المَاءُ النَّارَ»

ژباړه: واقعیت چې له ما څخه دې د یو لوی شي په اړه پوښتنه وکړه او پر هغه چا چې الله تعالی یې د ترسره کولو توفيق ورکړی وي اسانه دی: دا چې یوازې د الله عبادت وکړې او شریک ورسره ونه نیسئ؛ لمونځ وکړې، زکات ورکړې، د رمضان میاشتې روژه ونیسي؛ حج وکړې. (راوي وايي) بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا د خیر دروازو ته دې لارښوونه ونه کړم؟ روژه ډال دی او صدقه ګناه له منځه وړي؛ لکه اوبه چې اور مړ کوي.

نو که د روژه لرونکی ټول بدن روژه وي؛ سترګې یې له نامحرم کس څخه لرې وي، غوږونه یې د لهو او لعب له اورېدلو څخه لرې وي، ژبه یې د الله سبحانه وتعالی له کلام پرته خبرو او ناحق خبرو پاکه وي، لاسونه یې د حرام مال له ترلاسه کولو او پښې یې له باطل او حرامې لارې څخه لنډې وي؛ نو په ریښتیا هم چې دا روژه ورته ډال ده او دا د متقیانو عمل دی چې له الله سبحانه وتعالی څخه تقوا کوي؛ حلالو ته یې حلال او حرامو ته یې حرام وایي او کتاب یې پر خپل ځان تطبیقوي او د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه چې د صلاح او د امت د کار د ساتلو په اړه یې داسې فرمایلي دي، پیروي کوي: 

«اِمَام جُنة یُقاتَل مِن وَرائِهِ وَ یُتَّقَی بِه»

ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شاه یې جګړه کوئ او هغه ته پناه وروړئ.

نو د داسې یو امام شتون چې تر شا یې له دښمن سره جګړه کوئ او د هغه په وسيله د دښمن له اذیت څخه سالم پاتې کېږئ، په حقيقت کې د امت لپاره ډال دی؛ لکه روژه چې د یو مسلمان کس لپاره ډال او ساتونکی دی. په دغه حديث کې ټينګار پر دې دی چې د یو داسې مسلمان حاکم شتون چې د الله سبحانه وتعالی حلال، حلال او حرام یې حرام وګڼي، پر ما أنزل الله حکم وکړي او د مسلمانانو خاوره پاکه او صافه کړي، ارزښتونه او عزت یې وساتي او تر شا یې له دښمن سره جګړه وشي، واجب او لازم دی. 

په پورتني حديث کې په صراحت سره غوښتل شوي دي چې د امت لپاره باید یو امين او خیر غوښتونکی حاکم وي. الله سبحانه وتعالی فرمایی: 

﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً﴾ [نساء: ۵۸]

ژباړه: « الله تعالی تاسو مومنانو ته حکم کوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ. کله چې د خلکو په منځ کې فیصله کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تعالی په دې سره تاسو ته لوی نصيحت کوي. په باوري توګه الله تعالی اورېدونکی او ليدونکی دی.»

هو، خیر غوښتونکی حاکم او د امت ساتونکی؛ نه د اوسنیو فاسق او فاجر حکامو په څېر چې له ما أنزل الله پرته حکم کوي، د کفارو له قوانينو او شريعت څخه پیروي کوي او هغه حق خبره پرېږدي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  یې کوي. 

نو پر هر نارينه او ښځينه لازمه ده چې د داسې یو امام لپاره چې د امت ډال وي، له داسې کسانو سره چې د خلافت د تاسیس لپاره هڅې کوي، کار وکړي. ځکه د امت زامن، په ځانګړې توګه پوځونه باید د الله سبحانه وتعالی د طاعت لپاره قاطعانه لاس په کار شي او د نبوت پر منهج د خلافت د اقامې عاملانو ته نصرت ورکړي او له خپلو تېرو تقصيرونو څخه الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ﴾ [اعراف: ۲۰۱]

ژباړه: «په حقيقت کې چې څوک پرهېزګاران دي، د هغوی حال دا وي چې کله د شیطان له اغيزې څخه ناوړه مفکوره ورته پیدا کېږي، نو سمدلاسه متوجه کېږي او بیا په څرګنده توګه ويني چې د هغوی لپاره سمه کړنلاره کومه یوه ده.»

ليکوال: استاد ناصر رضا محمد عثمان

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د اسلامي ورورولۍ بیا را ژوندي کول؛ راشده خلافت به د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانان پر کفر د بري لپاره بسیج کړي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د روژې په مبارکه میاشت کې د پاکستان د پوځ مسلمانانو او قبایلو مسلمانانو ترمنځ شدیدې جګړې پر مهال د مسلمانانو سپېڅلې وینه تويه شوه. د مارچ په ۱۷مه اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول. بیا د مارچ په ۱۸مه په افغانستان کې د پاکستان د هوايي ځواک د بمباریو په پایله کې نور مسلمانان ووژل شول. بیا چې افغان طالبانو بریدونه وکړل، یوولس نور مسلمانان پکې ووژل شول. لسګونه مسلمانان مو یوازې د روژې مبارکې میاشتې په دغو درېیو ورځو کې له لاسه ورکړل او زرګونه نور مو بیا د دغې خپلمنځې جګړې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي وو. یوه خوا هم نه پر شا کېږي او په دواړو لورو کې مومنان له لاسه ورکوو. دا په داسې حال کې ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم، چې د دواړو خواوو پر مسلمانانو تر ځان ډیر ګران دی، فرمايلي:

«قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا»

ژباړه: د یوه مومن قتل د الله په نزد د ټولنې نړۍ تر ویجاړۍ لویه او سخته خبره ده. (نسائي)

په دغه حدیث کې دا مطرح نه ده چې مسلمان د کوم ځای وي یا یې قوم او نژاد څه وي. دا همداسې ده او باید همداسې وي. هغسې نه لکه د پاکستان د پوځ مشر چې د جنوري په ۲۴مه وویل: «کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې محکوم او رټل کېدای شي». نه، هېڅکله داسې نه ده!

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! هره هغه توره ماته کړئ چې مسلمان ته نیول کېږي. وسلې مو زموږ اصلي دښمنانو، کفري دولتونو ته ونیسئ چې زموږ پر وړاندې جنګېږي او خاورې مو اشغالوي. همدا کفري دولتونه غواړي چې زموږ ترمنځ جګړه اوږده شي. موږ چې په خپل منځ کې جنګېږو، دوی مو تر څنګ ولاړ وي. ومو لیدل چې څنګه د امریکا سفیر له ولسمشر زرداري سره وکتل چې په جګړه کې خپل ملاتړ ترې وښيي. د مارچ په ۱۸مه د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: «سفیر په وزیرستان کې د وروستي ترهګریز برید په پایله کې وژل شوو پاکستاني سرتېرو په پار خپله غمشریکي وښوده او ولسمشر (زرداري) ته یې ډاډ ورکړ چې متحده ایالات د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان تر څنګ درېږي». کفار له سوډانه نیولې تر پاکستانه، په ټوله اسلامي نړۍ کې زموږ خپلمنځي جګړه هڅوي؛ هر چېرې چې زموږ په منځ کې جګړه وي، امریکايي سفیران یې لکه شیطانان تحریکول کوي. زموږ قوت او ځواک د وروڼو او مومنانو په توګه زموږ په خپل منځ کې دی. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ [النساء: ۱۳۹]

ژباړه: «هغه کسان چې له مسلمانانو پرته کافران په  دوستۍ نیسي، آیا دوی له هغوی څخه عزت او قدرت غواړي؟ حال دا چې قدرت او عزت ټول له الله تعالی سره دی.»

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! زموږ ترمنځ جګړه هغه څه دي چې امریکا یې د سیمه‌يیز امنیت د توازن لپاره غواړي. په داسې حال کې چې موږ سره جنګېږو، زموږ دښمن او د امریکا متحد، هند پر موږ خپل تسلط ټینګوي. په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله اور بل دی؛ له هندو دولت سره پر پوله خیر و خیرت دی. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او قبایلي جنګیالي د یوې بې پایه جګړې په دام کې نښتي؛ هندو پوځ ازادانه د سیمې له مسمانانو سره پر خپله دښمنۍ تمرکز کوي. اې مسلمانانو، دا باید همداسې وي!؟ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ﴾ [الفتح: ۲۹]

ژباړه: «محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او څوک چې له هغه سره دي د کفارو پر وړاندې توند او سرسخته او په خپلو منځونو کې مهربانه او زړه‌سواندي دي».

ایا مسلمانان باید له یو بل سره په دښمنۍ او غچ اخیستو کې وي، یو بل ووژني، پر یو بل برید وکړي؟ ایا مسلمانان باید له کفر سره یوازې جوړجاړی وکړي، اړیکې عادي کړي او محدود شي؟ اې مسلمانانو، دا څنګه شونې ده!؟

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! نن څنګه له یو بل سره جګړه کوئ؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې لږ وخت وړاندې د یو بل ترڅنګ د کفر پر وړاندې جنګېدئ؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې د یو بل په مرسته مو د شوري اشغالګر سرتېري وشړل؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې د یو بل په مرسته مو په سیمه کې د مسلمانانو لپاره ټیکاو راوستی و؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې په ګډه مو ډیورنډ کرښه خوندي او هوسا ساتلې وه او هلته له هند سره د کنټرول پر کرښه کلونه کلونه هندو پوځ له وېرې خوب نه شو کولی؟ د اسلام په سبب ستاسو ترمنځ هيڅ جګړه نه وه. نن ورځ مو هم دا جګړه اسلام ختمولی شي. په یاد ولرئ چې د مدیني قبیلې تر اسلام وړاندې سره په جګړه کې وې؛ خو تر اسلام وروسته په یوه صف کې د واحد پوځ په توګه د کفر پر وړاندې ودرېدې. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا﴾ [آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: « او ټول د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او وېشل کېږئ مه، د الله ‏هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛  نو په لورېینې یې (یو د بل) وروڼه شوئ»

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! وضعیت د کفر او کفري دولتونو پر ضد بدل کړئ. د تاریخ څپه د اسلام او اسلامي امت په ګټه بدله کړئ. د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو په حاکمولو سره د مسلمانانو ترمنځ دښمني په یوه تېره ترخه خاطره بدله کړئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِيٌّ وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ لَيَدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِي تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ (سنن ابي داود)

ژباړه: الله تعالی د جاهليت د وخت تکبر او پر پلرونو (قومونو) وياړ له تاسو څخه ايسته کړی دی (تاسو يې ترې منعه کړي ياست) سړی به يا پرهېزګار مؤمن او يا به بدمرغه او نافرمانه فاجر وي. تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم له خاورې څخه و. خلک به يا خامخا پر خپلو قومونو وياړ پرېږي، ځکه پر قومونو وياړ کوونکي خلک د جهنم سون توکي دي او که نه (که پر قومونو فخر کول پرېنږدي) نو د الله تعالی پر وړاندې به تر هغې ګونګټې (تورې کوچنۍ حشرې) ډېر سپک او ذليل شي چې په خپلې پزې مراداري ټيلوهي.

د یو بل ترڅنګ د وروڼو پشان د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړئ. یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی چې موږ ټول د اشغال شوي کشمیر او غزې د ازادولو لپاره بسیج کوي او مو دښمن پر شا تېښتې ته اړ باسي.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵هـ.ق کال د رمضان ۱۱مه

۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۱مه

 

د مطلب ادامه...

ژوند، پرمختګ او عزت د دین له فهم پرته امکان نه لري

(ژباړه) 

ابن حجر عسقلاني د صحیح البخاري په شرحه، فتح الباري کې په کم بدلون سره په «من يرد الله به خيرا يفقهه في الدين» باب کې راوړي، چې معاویه رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې فرمایي:

«من يُرِدِ الله به خيرا يُفَقِّهْهُ في الدين»

ژباړهالله تعالی چې هر چا ته د خیر اراده وکړي، هغه په دین کې فقیه کوي.

د فقهې علم زده کول او د دین فهم هغه ستر موضوعات دي، چې اسلام تل خلک ورته دعوت او هڅوي؛ ځکه د فقهې علم په ترلاسه کولو کې لوی خیر دی. ولې به داسې نه وي؟ په داسې حال کې چې دغه دین د ژوند د یوه نظام په توګه نازل شوی؛ هغه نظام چې د انساني ژوند د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، قضایي، ښوونیز او ان ټولو اړخونو درملنه کوي. ولې به داسې نه وي؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د اسلام دین په هغو احکامو سره چې له دغه دین څخه یې سرچینه اخیستې او په هغو افکارو سره چې د همدغه دین پر اساس رامنځته شوي، د هر وخت او ځای مطابق جوړ کړی دی.

هر څومره چې امت خپل دین ته ژمن وي او له احکامو او قوانینو څخه یې خبر وي، پرمختګ او تقوایي زیاتېږي، عظمت او قدرت یې ډېرېږي. دغه پېښې د امت د تاریخ په بېلابېلو دورو کې تکرار شوې دي. په هغو پېړیو کې چې اسلام به په بشپړه توګه پلی کېده، مسلمانانو او نامسلمانانو به د یو او بل تر څنګ په خوښۍ او ارامۍ ژوند کاوه؛ خو کله چې امت د اسلام له پلي کېدو څخه لاس واخیست او کافر غرب ته یې اجازه ورکړه چې دوی ته احکام وټاکي، افکار ورته تعریف کړي، اساسي قانون ورته جوړ کړي او بیرغ او حکام ورته وټاکي، نو وضعیت یې د یوه متحرک مړي په څېر شو، چې یوازې د خوراک او څښاک لپاره ژوند کوي، له روح او روحانیت پرته خپل ژوند تېروي او تل له ماتې او بدبختۍ سره مخ وي. دغه وضعیت د هغه کار پایله ده، چې امت د خپل ځان په حق کې کړی دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا...﴾ [طه: ۱۲۴]

ژباړه: او هر څوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي، ژوند به یې تنګ شي ...

نو اې مسلمانانو! د دغه امت د عزت او دبدبې د بېرته راوستلو لپاره - چې یوازې د نبوت پر منهح د دویم راشده خلافت په تاسیس سره امکان لري- اقدام وکړئ!

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت راکړه چې په مرسته یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل او له منځه لاړې شي او مصیبتونه او کړاوونه یې ختم شي. اې ربه! ځمکه د خپل کریم نور په واسطه رڼا کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

څوک چې د اسلام پر ضد جنګېږي، هغوی د مضرو دولتونو راتلونکی خوندي کوي!

له ابو سعید خدري رضي الله عنه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا ضرر ولا ضرار» (رواه ابن ماجه او دارالقطني)

ژباړه: په اسلام کې ځان او نورو ته ضرر رسول نشته دي.

د "لا ضرر و لا ضرار" لویه قاعده؛ د اسلام یوه غښتلې قاعده، یو قوي حکم او یوه بشپړه اخلاقي مبدأ ده؛ دا د هغو کسانو د نېکمرغۍ لامل کېږي، چې عمل پرې کوي او ورته ژمن وي. دا هغه لاره ده چې خپل لارویان د امنیت ساحل ته رسوي. دا قاعده چې باید په سرو زرو ولیکل شي، اوس زموږ په ژوند کې عملي اړخ نه لري؛ ځکه کله چې ناوړه پانګوال نظام زموږ پر ټولنو برید وکړ، ډېری مسلمانانو دغه قاعده پرېښوده. له همدې امله ځینې کسان هغه زیان او ضرر ته پام نه کوي، چې خپلو مسلمانو وروڼو ته یې رسوي. ځینې وخت خپل مسلمان ورور ته ښکنځلې کوي، سپکاوی يې کوي؛ وهي او ډبوي یې او ان ژوند یې اخلي. مثلاً؛ که نن ورځ مجازي نړۍ ته وګورو، سختې ښکنځلې او سپکاوي او په زیاته کچه هغه ناوړه الفاظ پکې وینو، چې د انسان روح او روان یې زغم نه لري او په دغې مجازي نړۍ کې داسې الفاظ او کلمې ښکته پورته کېږي، چې د انسان ګوتې یې له لیکلو څخه عاجزې دي.

هر څوک چې د اسلام پر ضد مبارزه کوي، په حقیقت کې د دغې قاعدې او افکارو پر ضد مبارزه کوي. څوک چې د اسلام پر وړاندې جنګېږي، په حقیقت کې غواړي چې ظلم او ضرر پر نړۍ حاکم وي او پانګوال نظام دوام وکړي؛ ځکه د خپلو ګټو لپاره یې ښه حاصل ورکوونکی ځای دی. څوک چې د اسلام پر ضد مبارزه کوي، په حقیقت کې غواړي چې تیاره پر رڼا، باطل پر حق او ظلم پر عدل غالب شي. څوک چې د اسلام پر ضد جنګېږي، په حقیقت کې هڅه کوي چې پر اسلامي خاورو حاکم دولتونه، یعنې "مضر دولتونه" دوام وکړي او حق دولت، یعنې "خلافت دولت" بېرته رانه شي.

اې ربه! موږ د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت ته، چې په مرسته یې ګډوډي او بې‌اتفاقي پای ته رسېږي، ورسوه او مصیبت راڅخه لرې کړه. اې ربه! د خپل کریم نور په واسطه ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

په سيمه کې د هند رول په منځني ختيځ کې د «اسراييلو» د رول په څېر دی!

د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي، جي پي سينګ، د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ويلي؛ نوی ډهلی غواړي چې په سياسي او اقتصادي برخو کې له کابل سره خپلې اړېکې پراخې کړي. د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي هم په ياده ليدنه کې د هند له «بشردوستانه» مرستو څخه مننه کړې او له ډهلي سره يې د کابل د اړېکو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت وياند پر ايکس ليکلي چې؛ جي پي سينګ د امنيت له ټينګښت او د داعش او نشه‌يي توکو پر وړاندې له مبارزې څخه خوښي څرګنده کړې ده. همدا شان د اوسني دولت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: «دواړو اړخونو په ډيپلوماټيکو او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو پر اړېکو خبرې اترې کړې دي. هند په سیمه کي له مهمو هېوادونو څخه دی او اسلامي امارت غواړي چې له هند سره ښې اړیکې ولري».

د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه اوسنيو حکامو او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته لاندې ټکي بيانوي:

۱. د هند حکومت تل په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې فعال رول ولري. دا رول له هغه راوروسته ډېر د بحث وړ دی چې په سيمه کې د امريکا نوی ماموريت پيل شوی دی. امريکا غواړي چې په سيمه کې د هند ماموريت پياوړی وي؛ په ځانګړې توګه د چين په مهارولو کې. همدا لامل دی چې امريکا او غرب په هند کې د مودي د حکومت پر ټولو جنايتونو سترګې پټوي، تر څو هند په سيمه کې د امريکا د سياسي، نظامي، اقتصادي او استخباراتي متحد په توګه دقيق رول ادا کړي. په حقيقت کې په جنوبي اسيا کې د هند رول په منځني ختيځ کې د اسراييلو د رول په څېر دی.

۲. امريکا د خپلو دوو سياسي متحدينو (هند او پاکستان) تر منځ هند ته ترجيح ورکړې ده. پر افغانستان د دغې ترجيح ورکونې اغېز دا دی چې هند د اقتصاد او تجارت تر نامه لاندې د افغانستان حکومت ته د نږدې کېدو په حال کې دی او برعکس له پاکستان سره د افغانستان اړېکې ورځ تر بلې خړې پړې کېږي. د امريکا پاليسي همدا ده چې هند بايد د سيمې د هېوادونو د رهبري کوونکي رول پر غاړه ولري، له چين سره پر مبارزه تمرکز وکړي او د پاکستان له لوري اندېښنه ونه لري. همدغه دليل دی چې پاکستان يې له افغانستان سره ښکېل او بوخت کړی دی. د پاکستان خاينه سياسي او نظامي رهبري په دې برخه کې په دوامدار ډول له امريکايي پاليسۍ سره مرسته کوي.

۳. هند غواړي چې د افغانستان له اوسني دولت سره د امريکايي تعامل (تهديد او تشويق) په قضيه کې پياوړی نقش ولري. په دې توګه چې په وروستيو درېيو کلونو کې امریکا هڅه کړې چې د سيمې او منځنۍ اسيا د هيوادونو له لارې خپله طرحه پر افغانستان تحميل کړي، تر څو د افغانستان اوسنی حکومت په بشپړ ډول په نړيوال سيکولر نظم کې مدغم شي. په داسې حال کې چې په دې برخه کې غربي هېوادونه او د سيمې هېوادونه د يوې سکې دوه مخونه دي.

۴. د مودي دولت د دې تر څنګ چې له «اسراييلو» سره نږدې اړېکې لري، له اسراييلو سره په همغږۍ او ګام په ګام د مسلمانانو پر وړاندې تروريستي اعمال ترسره کوي او پر وړاندې يې د دښمنۍ پاليسي تعقيبوي. د مسلمانانو ټول‌وژنه د مودي تېر ژوند یوه برخه ده او هغه اوس نه يوازې په کشمير کې، بلکې په ټول هند کې د ديني تصفيې پر پاليسۍ کار کوي. د هندوتوا دولت غواړي چې په هند کې اسلامي شعائر، ارزښتونه او آن په هند کې د مسلمانانو د تمدن نښې له منځه يوسي. پيغمبر صلی الله عليه وسلم او ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها ته د BJP د غړو توهين او دغه راز د بابري مسجد ړنګول او پر ځای يې د هندويي معبد جوړول د دې بېلګې دي. د هند دولت نه يوازې دا چې د کشمير اشغالګر دی؛ پر دې سربېره د مسلمانانو له ځپلو، وژلو، حجاب ته له سپکاوي، اختطاف او پر مسلمانو ښځو له تېري څخه مخ نه اړوي. د ۲۰۲۳م کال د جولای پر ۲۹مه په کورنيو چارو کې د هندو دولت وزير تاييد کړه چې له ۲۰۱۹م کال راپديخوا ۹۷۶۵ تنې ښځې په اشغال شوي کشمير کې ترې‌تم شوي، چې له دې ډلې ۱۱۴۸ تنې يې تر ۱۸ کلنۍ کم‌عمره نجونې دي.

پايله دا چې؛ امريکا غواړي د هند له دولت سره د اسلامي هېوادونو د اړېکو په ښه کولو سره په اسلامي خاورو کې د دغه خبيث دولت رول پياوړی او نفوذ، مشروعيت او بقا يې تضمين کړي، لکه څه ډول چې د اسلامي خاورو خاينو واکمنانو د «اقتصاد محوره» بهرني سياست تر عنوان لاندې دغه کار له يهودو سره وکړ؛ د هغو جنايتونو ته يې مشروعيت ورکړ او بقا يې ورته تضمين کړه. له بله اړخه؛ له بالفعل محاربو، دښمنو، اشغالګرو او د مسلمانانو له قاتلو دولتونو سره هر ډول دوستانه اړېکې، نه يوازې دا چې د شريعت خلاف دي، بلکې مسلمانه ټولنه د دښمن‌پېژندنې په موضوع کې تېرباسي. ځکه مسلمانان بايد وپوهېږي چې د هغوی دوست او دښمن څوک دی او دا يوازې د راشده خلافت په دولت سره ممکنه ده؛ چې له يوه اړخه د دغه دولت بهرنی سياست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام پر حمل ولاړ دی او له بله اړخه يې ولاء يوازې له الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره ده. د نبوت پر منهج خلافت دولت په بهرني سياست کې د دې تر څنګ چې دوست او دښمن واضح کېږي، د مظلوم لاسنيوی او نصرت کېږي او ظالم تهديدېږي، وېرول کېږي او ځپل کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

۱۱/۳/۲۰۲۴

د رمضان اول ۱۴۴۵

د مطلب ادامه...

څوک چې خپلې خاتمې ته اندېښمن وي، بېړه کوي!

(ژباړه)

ابو هریره رضی الله عنه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ خَافَ أَدْلَجَ، وَمَنْ أَدْلَجَ بَلَغَ الْمَنْزِلَ، أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ غَالِيَةٌ، أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ الْجَنَّةُ» (رواه ترمذي)

ژباړه: هر څوک چې وېره او اندېښنه لري، د شپې په لومړۍ برخه کې حرکت پیلوي او څوک چې د شپې په لومړیو کې حرکت وکړي، خپلې موخې ته رسېږي. پام مو وي چې د لله توکي ارزښتمن او قېمتي دي او پام مو وي چې د الله توکي جنت دی.

(من خاف) په دې معنا دی، چې څوک د لارې له غلطولو اندېښنه لري چې غله به یې مالونه لوټ کړي. (أدلج) په دې معنا دی، چې د شپې په لومړیو کې په ډېرې انرژۍ او بېړه حرکت کوي چې لار ولټوي او د غلو له شر څخه هم په امن وي. (الدلجة) یعنې د شپې په لومړۍ او یا وروستۍ برخه کې د لارې لټول؛ ځکه انسان د شپې په لومړۍ او وروستۍ برخه کې د تګ لپاره ډېر قوت او انرژي لري.

دغه حدیث بیانوي چې مسلمان انسان پر یوه سخت او له کړاوونو ډک مسیر روان دی؛ یعنې له خطرونو او ګناهونو ډکه لار. کټ مټ لکه یو کس چې د خپل سفر له مسیر څخه وېرېږي او هڅه کوي چې د ورځې یا شپې په یوه مناسب وخت کې پر خپل مسیر حرکت وکړي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي. مسلمان انسان باید په پوره هڅې او سختۍ سره خپله لار ولټوي، ترڅو خپلې اصلي موخې (جنت الفردوس) ته ورسېږي.

پام مو وي چې جنت د الله سبحانه وتعالی ارزښمتن او قېمتي نعمت دی؛ نو څوک چې غواړي بېړه وکړي او دغه لوی نعمت (جنت) ته ځان ورسوي، نو د مسلمانانو د دردوونکي وضعیت د بدلون لپاره باید هڅه وکړي او څوک چې غواړي بېړه وکړي او دغه لوی نعمت (جنت) ته ځان ورسوي، نو په پوره اخلاص او ټول توان سره باید د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ ځکه خلافت د رب ژمنه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری او د مسلمانانو د اوسني واقعیت د بدلون لپاره یوازینۍ مناسبه لار ده او بس!

اې ربه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت ژر راوله، چې د هغه په واسطه د مسلمانانو خپګان له منځه لاړ شي او له هغوی څخه مصیبتونه لرې. اې ربه! د خپل کریم نور په مرسته ځمکه رڼا کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د الله سبحانه وتعالی صفتونه او د هغو حکمتونه

 (ژباړه)

له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وفرمایل:

«لَيْسَ أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ الْمَدْحُ مِنَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ مَدَحَ نَفْسَهُ، وَلَيْسَ أَحَدٌ أَغْيَرَ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ حَرَّمَ الْفَوَاحِشَ، وَلَيْسَ أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ الْعُذْرُ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ أَنْزَلَ الْكِتَابَ وَأَرْسَلَ الرُّسُلَ» (صحيح مسلم: ۵۰۸۷)

ژباړه: هېڅوک د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه حمد او صفت نه خوښوي، نو ځکه یې خپل صفت کړی دی. هېڅوک د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه غیرت نه لري، له همدې امله یې ناوړه کار منعه کړی دی او هېڅکو د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه عذر نه خوښوي، نو ځکه یې قرآن نازل کړی او پیغمبران یې رالېږلي دي.

دغه حدیث شریف د الله سبحانه وتعالی په اړه خبرې کوي او موږ هغو کارونو ته هڅوي، چې د هغه سبحانه وتعالی د خوښۍ لامل کېږي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی دا خوښوي، چې د ځان ثناء او صفت د خپلو بنده‌ګانو له خولې واوري. له همدې امله په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې یې د خپل ذات صفت کړی دی او کله چې موږ د هغه سبحانه وتعالی ثناء او صفت وایو، په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی په ربوبیت او لویوالي اقرار کوو.

الله سبحانه وتعالی ډېر غیرت لري او ناوړه کارونه یې چې دغه غیرت لمس کوي، بد ګڼلي دي او له همدې امله له ناوړه کارونو څخه نفرت لري، هغه یې حرام کړي او ترسره کېدل یې د الله سبحانه وتعالی د قهر لامل کېږي.

الله سبحانه وتعالی دا خوښوي، چې عذر او پلمه ورته وشي. له همدې امله یې پیغمبران او کتابونه رالېږلي دي، ترڅو موږ ته لارښوونه وکړي او که له موږ څخه کومه تېروتنه کېږي، چې عذر مو ومني. هغه سبحانه وتعالی پر خپل ذات واجب کړې، چې تر هغه وخته به موږ ته عذاب نه راکوي، چې څو یې د هغه سبحانه وتعالی د رضایت او نه رضایت د پوهاوي لپاره پیغمبر نه وي رالېږلی. موږ ته یې زموږ له جنس څخه پیغمبران را ولېږل، ترڅو د هغو پیروي وکړو او هر هغه څه په خپل ژوند کې پلي کړو، چې له هغوی څخه یې وینو او یا یې اورو، ترڅو وژغورل شو او د بریالیو کسانو په ډله کې راشو.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د حزب‌التحریر د امیر، جلیل‌القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته لخوا د ۱۴۴۵هـ.ق او ۲۰۲۴م کال د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د خپلو انټرنټي‌پاڼو څارونکو ته د مبارکۍ پيغام

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هغه غوره امت ته چې د بشر د ژغورنې لپاره پیدا شوی دی، هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی د خپل اطاعت لپاره خوښ کړی دی، هغو عزتمندو دعوتګرو ته چې هېڅ سوداګري او راکړه ورکړه یې د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه نه غافله کوي او د پاڼې هغو څارونکو ته چې د خپل خیر او نیکۍ لپاره هغه څاري.

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه وبعد:

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د ټولو مسلمانانو روژه او قیام قبول کړي او زموږ ټولو تېر ګناهونه وبښي او مغفرت وکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې بخاري او مسلم له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«من صَام رَمَضَانَ إيِمَانًا واحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقدَّمَ مِن ذَنْبِه»

ژباړه:‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب ترلاسه کول لپاره ونیسي، تېر ګناهونه بښل کېږي.

له ابوهریره رضی الله عنه څخه په یو بل روایت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

ژباړه:‌‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب لپاره قیام وکړي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.

ګرانو وروڼو!

د دویم هجري کال د شعبان میاشت وه، چې الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه فرض کړه؛ هغه میاشت چې الله سبحانه وتعالی په هغې کې قرآن کریم نازل کړی دی:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [بقره: ۱۸۵]

ژباړه: «د رمضان میاشت ده، چې قرآن پکې را ولېږل شو (او نزول یې پیل شو او د ۲۳ کلونو په بهیر کې په تدریجي توګه تر خلکو پورې ورسېد) ترڅو خلکو ته لارښوونه وکړي او (د حق او حقیقت لپاره) د لارښوونې ښکاره نښې او ایتونه وي او (د حق او باطل تر منځ په ټولو برخو کې) بېلوالی رامنځته کړي.»

رمضان، هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی پکې امت ته ښکاره نصرت او فتحه په نصیب کړه. د بدر غزا د رمضان مبارکې میاشتې په اوولسمه ورځ وه، چې د مکې مشرکین پکې له سترې ماتې سره مخ شول او په دې مبارکه میاشت کې نورې برخلیک‌ټاکونکې جګړې هم شوې دي؛ د رمضان مبارکې میشتې په شلمه د مکې له فتحې نیولې بیا د بویب (د اوسنۍ کوفې ښار ته نږدې) تر جګړې پورې، چې همغه د فارس یرموک دی؛ هغه ځای چې مسلمانان د المثنی په مشرۍ په ۳۱هـ.ق کال د رمضان په څوارلسمه بریالي شول؛ وروسته د المعتصم په مشرۍ د ۲۲۳هـ.ق کال د رمضان په ۱۷مه عموریه فتحه شوه او د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په ۲۵مه د عین جالوت جګړه، چې مسلمانانو تاتاریانو ته پکې ماتې ورکړه او همداسې نورې بریاوې دي، چې په دغه مبارکه میاشت کې ترلاسه شوې دي.

د رمضان روژه، له قرآن سره داسې قرین ده، چې باطل ورته له هېڅ لارې نشي رسېدلی. روژه له فتحې او نصرت سره مل ده. روژه له جهاد سره مل ده. روژه د الله سبحانه وتعالی د احکامو له تطبیق سره تړاو لري او هر د نظر څښتن او عاقل پوهېږي، چې د الله سبحانه وتعالی احکام یو له بل څخه نه بېلېږي، مهمه نه ده چې دغه احکام د عباداتو اړوند دي که د جهاد، یا د معاملاتو اړوند دي که د اخلاقیاتو او یا هم د حدودو او که جنایاتو اړوند دي؛ ځکه ټول د نور له یوې سرچینې څخه دي او هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د لوی کتاب په ایتونو او د احادیثو په نصوصو کې تدبر وکړي، دا په ښکاره او څرګنده توګه موندلی شي؛ ځکه مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د حکیمانه ذکر له ایتونو څخه ﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ﴾ تلاوت کوي، همدارنګه ﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ﴾ وایي او ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ﴾ تلاوتوي، لکه څنګه چې ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ﴾ تلاوتوي، په همدې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په لړۍ کې د حج په اړه «خُذُوا عَنِّي مَنَاسِكَكُمْ» وایي، چې بیهقي په خپل سنن کبرا کې له سیدنا جابر رضی الله عنه څخه روایتوي او د حدودو په تړاو «خُذُوا عَنِّي، خُذُوا عَنِّي، قَدْ جَعَلَ اللهُ لَهُنَّ سَبِيلاً، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ، وَالرَّجْمُ» وایي، چې مسلم له عباده بن صامت څخه روایت کړی دی، په خپلو معاملاتو کې د «البَيِّعَانِ بِالخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا - أو قال حتى يتفرقا -» وایي، چې بخاري له حکیم بن حزام څخه روایت کړی دی؛ همدارنګه له خلیفه سره په بیعت کې «وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً» وایي، چې مسلم له عبدالله بن عمر څخه روایت کړی دی.

پر همدغه اساس اسلام یو نه‌تجزیه کېدونکی کُلیت دی، چې په واحد دولت، واحد ژوند او واحده ټولنه کې د هغه د پلي کېدو لپاره دعوت کېږي. هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د ایتونو تر منځ فاصله رامنځته کړي او په دې باور وي چې دین له ژوند او یا دین له سیاست څخه بېل دي، نو په قطعي توګه د لویې ګناه او ستر جنایت مرتکب شوی دی او او دغه جنایت نوموړی د دنیا له رسوایۍ او د اخرت له دردناک عذاب سره مخ کوي.

اې مسلمانانو!

په داسې حال کې تاسو ته د دغو ټولو مواردو یادونه کوم، چې په دې ورځو کې د غزې پر خلکو د یهودو وحشیانه تېری شدید شوی دی او زه د غزې د خلکو اتلولۍ ته حیران شوم! وروستۍ څو میاشتې په داسې حال کې تېرې شوې، چې د یهودو ظالم رژیم خپلو هغو بریاوو ته هېڅ نه دی رسېدلی، چې د غزې د خلکو پر وړاندې یې ادعا کوله، خپل اعصاب او روان یې له لاسه ورکړی دی. که څه هم د امریکا او غرب په وسلو بشپړ سمبال دی، خو بیا هم له هغې مومنې ډلې سره، چې پرمختللې وسلې نه لري، د مخامخ جګړې پر ځای د ښځو او ماشومانو وژلو ته مخه کړې ده، ترڅو بریا ترلاسه کړي او په اړه یې خبرې وکړي!

د یهودو رژیم په خپلو لاسونو خپله ماته ترسیموي، ځکه دغه قوم د خلکو له ملاتړ او خوندیتوب پرته د جنګ خلک نه دي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل‌عمران: ۱۱۲]

ژباړه:‌ «دوی چې هر ځای پیدا شي، نو ذلت به پرې حاکم وي، خو دا چې (له خپلې ناوړه کړنلارې څخه لاس واخلي او په خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي) الله تعالی (د الله سبحانه وتعالی قوانین رعایت کړي) او خلکو ته پناه یوسي.»

یهودو، د خپلو پیغمبرانو له وخت راهیسې له الله سبحانه وتعالی سره خپل عهد او امان مات کړی دی او یوازې د امریکا او اروپا او د هغوی د مزدورانو چې د اسلامي خاورو خاین حکام دي، امان او ملاتړ ورته پاتې دی؛ هغه حکام له ښځو او ماشومانو سره د یهودانو وحشیانه تېري ویني، خو هېڅ اقدام نه کوي. په دغو حکامو غوره یې هغه دي، چې راپورته شوي او یوازې شهیدان او ټپیان شمېري!

﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]

ژباړه: «الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه اوړي!»

خو اې مسلمانانو!

له یهودو سره مبارزه او د هغوی وژل او له منځه وړل باید د راشد او مجاهد خلیفه په مشرۍ له دغو ظالمو دولتونو او لاسپوڅو حکامو وروسته وشي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ونه ځنډېږي؛ لکه څنګه چې امام احمد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه روایت کړی، چې فرمایي: ‌

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه:‌ «وروسته به د ظالمو حکامو حاکمیت راشي او هر کله چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، هغه به له منځه یوسي او له هغه وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي او له هغه وروسته بیا چوپ شو.»

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث په مصداق، مسلم داسې روایت کړی دی:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»

ژباړه:‌ «تاسو به له یهودو سره حتمي جګړه کوئ او هغوی به وژنئ...!»

په پای کې لکه څنګه موږ باید روژې ته لېواله وو، چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه راضي شي او زموږ تېر ګناهونه معاف کړي، همداسې د نبوت پر منهج د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند بیا راوستلو ته هم باید لېواله وو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رأیه لاندې په دنیا کې بریالي شو او که خدای کول په اخرت کې هم د هغه سبحانه و تعالی د رحمت تر سیوري لاندې راشو او د اخرت بریالي هم شو؛ په دې توګه د دنیا او اخرت بریا ته رسېږو او دا تر ټولو ستره بریا ده!

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

۱۴۴۵ هـ.ق، د رمضان لومړۍ نېټه

۲۰۲۴م، د مارچ ۱۱مه

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابوالرشته

د مطلب ادامه...

د ستورو نړیوال مرکز د اسلامي امت تر منځ د تفرقې او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لامل کېږي

 (ژباړه)

خبر:

د ستورو نړیوال مرکز په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: د رمضان مبارکه میاشت به سږ کال په ډېری عربي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په یکشنبه د مارچ په ۱۰مه ولیدل شي؛ چې د ستورو د ارزونې له مخې د میاشتې د ښکاره کېدو مرکز به د ګرینویچ په وخت د یکشنبې په ورځ د سهار ۹ بجې وي او د میاشتې ورکېدل به له لمر لوېدلو څخه وروسته د اسلامي نړۍ تقریبا په ټولو سیمو کې وي.

پر همدغه اساس د ډېری عربي هېوادونو لکه، مصر، عربستان، اماراتو، قطر، اردن او الجزایر لپاره وړاندوینه کېږي، چې د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به دوشنبه یعنې د حوت ۲۰مه وي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو لکه، پاکشتان، ایران او بنګلدیش کې به د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ښايي توپیر ولري؛ ځکه داسې وړاندوینه کېږي چې دغه هېوادونه به د سه شنبې په ورځ یعنې د حوت په ۲۱مه رمضان پیل کړي.

تبصره:

د ستورو دغه نړیوال مرکز د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې دی؛ هغه امارات چې له ظالم یهودي رژیم سره عادي اړیکې لري، هغه امارات چې د "دبۍ-هیفا" وچه تېرېدونکې لاره یې د یهودو پر مخ خلاصه کړې، ترڅو له غزې او فلسطین سره د جګړې پر مهال د اړتیا وړ هر ډول توکي ترلاسه کړي. د ابراهیمي دینونو امارات؛ یعنې هغه امارات چې یو معبد یې د بودایانو لپاره او یوه کنیسه یې د یهودانو لپاره پرانیستې ده....

د ستورو دغه نړیوال مرکز د مسلمانانو د روژې او اختر د یووالي په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث هېر کړي او یا غواړي هېر یې کړي؛ ځکه د مسلمانانو تر منځ یې د تفرقې د زهرو په خپرولو پیل کړی او غواړي چې عقاید او عادتونه یې بدل کړي - تر دې چې هر ګوډاګی نظام به له خپلې خوښې سره سم د میاشتې د لیدلو لپاره، د سایکس پیکو د پولو پر اساس خپله خبرپاڼه خپروي - چې هغه مهال به یې هضم د عامو خلکو لپاره اسانه وي.

د یادونې وړ ده چې دغه مرکز په ۲۰۲۲م کال د رمضان میاشتې په لومړۍ ورځ اعلان وکړ، چې د میاشتې د لیدلو امکانات نشته دي؛ خو وروسته ولیدل شوه. همدارنګه دغه حالت په ۱۹۹۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۱، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم پېښ شو؛ نو هغه کسان چې ځانونه ستوري پېژندونکي بولي، د میاشتې لیدل یې ناممکن اعلان کړ، خو وروسته هغه ولیدل شوه.

د دغه مشکوک مرکز لخوا چې کومې ښکاره لاسوهنې شوې دي، یوازې د سیاسي موخو، د اسلامي امت تر منځ د تفرقې رامنځته کولو او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لپاره وې. د ستورو دغه مرکز او نور مرکزونه لکه په جده کې د ستورو بنسټ، دا یوازې د مسلمانانو د اخترونو او عباداتو د فاسدولو لپاره جوړ شوي دي او مسلمانانو ته پکار ده چې د دغو مرکزونو دروغ او ناوړه رول افشاء کړي. همدارنګه مسلمانان باید د میاشتې په لیدلو کې د الهي حکم په پام کې نیولو سره چې د مسلمانانو د یووالي لامل کېږي، یوازې له شرعي حکم څخه پیروي وکړي، نه دا چې د خاینو حکامو له هغو سیاسي تصمیمونو او د درباري علماوو له هغو ریاکاره فتواوو سره سم عمل وکړي، چې د اسلامي امت تر منځ د تفرقې لپاره تنظیم شوي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو د شعبان دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ الشَّهْرُ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«إِنَّمَا الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ، فَلَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدِرُوا لَهُ»

ژباړه: ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، روژه مه نیسئ او ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، اختر مه کوئ او د میاشتې د پټېدو او نه ښکاره کېدو په صورت کې د میاشتې په اندازه دېرش ورځې ونیسئ (دېرش ورځې بشپړې کړئ).

پورتني نبوي حدیثونه په ښکاره توګه بیانوي، چې د رمضان میاشتې د پیل شرعي دلیل، د رمضان میاشتې لیدل دي او د کوچني اختر شرعي دلیل بیا د شوال میاشتې لیدل دي او په دغو حدیثونو کې د شارع خطاب ټولو مسلمانانو ته دی؛ یعنې د شامي او حجازي، اندونزیایي او عراقي تر منځ توپیر نشته دی. د میاشتې په لیدلو کې اختلاف د اسلامي امت هغه لویه ستونزه ده، چې د خلافت دولت په نشتون کې ورسره مخ یو؛ یعنې هغه دولت چې د اسلام د احکامو پر اساس د مسلمانانو چارې سمبالوي او هغوی د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې سره متحد کوي.

لیکوال: نجم الدین شعیبن

۱۴۴۵هـ.ق د شعبان ۲۸مه

۲۰۲۴م د مارچ ۹مه

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې