جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ایغور مسلمانان او د ملحدو چینایانو په واسطه د هغوی د هویت له منځه وړل
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایغور مسلمانان او د ملحدو چینایانو په واسطه د هغوی د هویت له منځه وړل

(ژباړه)

خبر:

په یوه څېړنه کې چې اتلانتیک مجلې خپره کړه، راغلي: «چین نېږدې یو میلیون مسلمانان د سینګیانګ په سیمه (ختیځ ترکستان) کې په بندخونو کې بندیان کړي دي.» دغې څېړنې د ملګرو ملتونو له کارپوهانو څخه په نقل سره ویلي: «د یادو اډو جوړلو موخه له اسلام څخه د ایغور مسلمانانو لاس اخیستلو لپاره د هغوی د مغزونو مینځلو عملیات تر سره کول دي» ښکاره ده چې چین له اسلام سره تر ټولو کلک دښمن هېواد دی. همدانګه د اینتلیجنس مجلې هغه اعلان هم خپور کړی چې چین ویلي: «اسلام هغه ناروغي او تګلاره ده چې له یوه څخه بل ته لېږدول کېږي او مخنیوی یې له هرې شونې لار، که هغه ځورول او شکنجه هم وي، اړین دی.»

تبصره:

دغه ټول ځورول او شکنجه په ختیځ ترکستان کې زموږ له مسلمانو وروڼو سره تر سره کېږي او هېڅوک د هغوی د خوشي کېدو لپاره حرکت نه کوي. حتا موږ د داسې وړې غندنې شاهدان هم نه یو چې د مسلمانانو حکامو دې دغه عمل غندلی وي. زموږ ایغوري مسلمانان اوسمهال بې وزله او بې کسه دي او پر امت او د مسلمانانو پر حکامو واجبه ده چې له هغوی سره مرسته وکړي. ایا الله سبحانه وتعالی نه دي فرمایلي:

‏﴿وَمَا لَكُم لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلمُستَضعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلوِلدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخرِجنَا مِن هَٰذِهِ ٱلقَريَةِ ٱلظَّالِمِ أَهلُهَا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾

[نساء: ۷۵]

ژباړه: ولې باید د الله سبحانه وتعالی او هغو مسلمانو نارینه، ښځینه او ماشومانو د ژغورنې لپاره جګړه ونه کړئ چې نارې وهي او وایي: اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دغه ښار او کلي څخه وباسه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي او پر موږ ظلم روان بولي او ستا له لوري  موږ ته داسې ټول چاری (سرپرست) او ملاتړی راولېږه چې له موږ سره مرسته وکړي او له ظالمانو مو وژغوري.

ختیځ ترکستان په تېر وخت کې د اسلامي دولت یوه برخه وه او چین هېڅ وخت له خپلې خاورې سره د دغې سیمې د یو ځای کېدو جرات نه و کړی، خو له هغه وروسته چې اسلامي خلافت سقوط شو او اسلامي خاورې وپاشل شوې؛ ولې د مسلمانانو حکام، چې دنده یې له دغو مسلمانانو سره مرسته ده، ځینې یې بیاهم پر دغو ټولو سترګې پټوي او چین ته ځي، ترڅو له هغوی سره ملګري تر لاسه کړي. لکه د سوډان ولسمشر عمر البشیر په دې موخه چې د چین او افریقا د مرستو په ناسته کې ګډون وکړي، خپل ځان په بیړه چین ته ورساوه.

د خبرونو په متن کې ویل شوي چې د سوډان ولسمشر البشیر به د چین له ولسمشر سره وویني، نه له دې امله چې په چین کې د ځورېدلو مسلمانانو په اړه له نوموړي سره خبرې وکړي، بلکې د هغو دوه اړخیزو مرستو په اړه چې چین ته د البشیر په وروستۍ لیدنه کې د ستراتیژيک ګډون هوکړې په چوکاټ کې لاسلیک شوې. د مسلمانانو حکام څومره ناوړه کارونه تر سره کوي. د نبوت پر تګلاره د خلافت له دولت پرته هېڅوک په ختیځ ترکستان کې زموږ له کمزورو او ځورېدلو وروڼو سره مرسته نه شي کولی، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به په نېږدې راتلونکي کې تاسیس شي او په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه وتعالی پر مرستې خوشحاله شي.   

لیکوال: ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې