- مطابق
(ژباړه)
له ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې ویې ویل:
«بَايَعْنَا رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فَقَرَأَ عَلَيْنَا: {أَنْ لا يُشْرِكْنَ باللَّهِ شيئًا}، ونَهَانَا عَنِ النِّيَاحَةِ، فَقَبَضَتِ امْرَأَةٌ يَدَهَا، فَقالَتْ: أسْعَدَتْنِي فُلَانَةُ، أُرِيدُ أنْ أجْزِيَهَا، فَما قالَ لَهَا النبيُّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ شيئًا، فَانْطَلَقَتْ ورَجَعَتْ، فَبَايَعَهَا.» (رواه البخاري)
ژباړه: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ او هغه دغه ايت را ته ولوست: «... چې له الله سره به هيڅ شی نه شریکوي...» او موږ يې له ویر (ساندو) څخه منعه کړو. یوې ښځې خپل لاس را غونډ کړ او ویې ویل: فلانۍ ماته له ما سره مرسته کړې (زما پر مړي يې وير کړی او ساندې يې ويلي) او غواړم چې بدله يې ورکړم (زه هم د هغه پر مړي وژاړم او وير وکړم). رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ ورته ونه ویل. ښځه لاړه، بیرته را وګرځېده او وروسته یې بیعت وکړ.
د وحې د نزول له پیل سره سم ښځه هغې اصلي موخې ته چې د هغې لپاره پیدا شوې وه، ورسېده او هغه د الله سبحانه وتعالی عبادت دی او په دې پوه شوه چې د تکلیف په ادا کولو او مسوولیت منلو کې له نارینهوو سره برابره ده؛ خو خپل هغه توان او ځانګړتیاوو ته په پام سره چې الله سبحانه وتعالی هغې ته ورکړي دي او همدارنګه د هغه چلند خلاف چې د جاهلیت په وخت کې به له ښځو سره کېده. په همدې توګه ښځې پوه شوې چې له حاکم سره د بیعت کولو حق لري، هغه ته د مشورې ورکولو حق لري او کولی شي چې د حسبه قاضي او د خصومتونو او هغو نورو چارو د حلولو قاضي شي، چې ښځې له هغو څخه معلومات لري. د هغو کسانو له نظره چې په جاهلیت کې یې ژوند کاوه، دا شونې نه وه چې ښځه دې په ټولنه کې دغه مقام ته ورسېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره بیعت وکړ او دا په ټولنه کې د ښځو د مقام د لوړېدو او داسې ځای ته د هغوی د رسولو لپاره لومړی ګام و، چې الله سبحانه وتعالی د دوی لپاره ټاکلی و، ترڅو د اسلام دعوتګرې شي، د راتلونکو نسلونو روزونکې شي او هغه نیکمرغه مېرمنې شي، چې د خپل خاوند زړه ته خوښي او خوشالي دننه کړي.
ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تر بیعت وروسته د علم زده کړه او د الله سبحانه وتعالی د فرایضو پر ځای کول پیل کړل او تر خپله وسه یې دغه فرایض ترسره کول. لکه څنګه چې د فرضونو په ادا کولو کې یې هڅه کوله، همداسې یې له حرامو څخه هم ځان ساته. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته امر وکړ چې له شرک او ویر کړلو څخه ډډه وکړي، نو دوی پوه شوې چې دا امر د هغه قانون یوه برخه ده، چې الله سبحانه وتعالی د ښځې او رب تر منځ د اړیکې د تنظیم لپاره رامنځته کړی او ښځې بېګټې نه دي پیدا شوي، بلکې پر خپلو حقونو سربېره واجبات هم لري، چې باید ترسره یې کړي. په پایله کې ښځه یوازې هغه مهال خپل مقام پیدا کولی شي، چې هغه وپېژني او دا چاره یوازې هغه وخت شونې ده، چې د خپل رب شریعت زده کړي.
ژباړه: بهیر «ویاړ»