جمعه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د امت د چارو خپرونه

د مکې سند: د دین له بنسټونو سره جګړه!

د خپرونې مېلمه:  شیخ محترم عصام عمیره (ابوعبدالله) د فلسطین د حزب التحریر غړی

د خپرونې ویاند: شیخ عدنان مزیان

شنبه، ۱۴۴۰ د روژې ۲۷ مه / ۲۰۱۹ د جون لمړی نېټه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: نظر غوښتنه (د الساحل معرکه زموږ اړتیا ده او که نه؟!)

د حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر – ولایه سوریه د (د معرکه الساحل زموږ اړتیا ده او که نه؟!) تر سرلیک لاندې نظر غوښتنه چمتو او تر سره کړه.

دوشنبه، ۱۴۴۰ د روژې ۲۹ مه / ۲۰۱۹ د جون ۰۳ مه

د مطلب ادامه...

حزب التحرير- ولايه افغانستان ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي!

  • خپور شوی په سیاسي

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله، له کابل څخه تر حرمينو شريفينو، له کندهاره تر بيت المقدسه او له هراته تر اسلامبوله ټول اسلامي امت ته د زړه له کومي مبارکي وايي او الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوي، ترڅو د ټولو مسلمانانو روژې، لمونځونه، قيام، طاعات، عبادات او صدقې په خپل دربار کې قبولې کړي.

عيد د خوشالۍ، شکر ادا کولو او د دوستانو او عزيزانو د بيا ليدلو ښکلی فرصت دی، مګر په افغانستان کې د عيد لمانځنه بل حال او هوا لري؛ ځکه جنګ او بې امنۍ، فقر او بيکارۍ او د بيو لوړوالي د خلکو ژوند خورا تريخ کړی دی. امريکايي بې پيلوټه الوتکې په عيد کې د مرګ او وحشت نغارې غږوي او کلي - کورونه له خاورو سره خاورې کوي. فحشا د فاسدو چارواکو په ورځنۍ سوداګرۍ بدله شوې. جنايي جرمونه د ټولنې د هر فرد ژوند تهديدوي. د معتادانو لښکرو د ښار شپې د خوځنده مړو په محشر بدلې کړې دي. دغو ټولو نادودو د ډيموکراتيک نظام او امريکايي اشغال تر سيوري لاندې د افغاني ټولنې لمن نيولې ده.  

بل پلو د "سولې پروسه" داسې ستره او مهمه ښودل کيږي، چې د ټولو دردونو علاج او د ټولو ناورينونو پای له همدغې پروسې سره تړلی دی؛ په داسې حال کې چې له څو ځلو خبرو اترو وروسته دا جوتيږي چې امريکا د سولې له غولوونکي سرليک لاندې هڅه کوي ترڅو د افغانستان په راتلونکي کې خپل رول او نفوذ خوندي کړي او غواړي خپلو اتباعو او نړيوالو ته داسې وښيي چې موږ د امريکا د تاريخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پاي ته رسولو په هڅه کې يو، حال دا چې امريکا د خپلې سياسي او نظامي ستراتيژۍ د ناکامۍ او ضُعف له امله د سولې خبرو اترو ته مخه کړې ده. په واقعيت کې سوله بل هغه تکتيک دی چې امريکا غواړي د هغې له لارې د افغانانو افکار له مشروع او بنسټيزو حللارو څخه نامشروع او موقتي حللارو ته واړوي او د خپلې ماتې او ناکامۍ د جبران لپاره نور وخت واخلي.

پورتنيو ټکو ته په پام، هغه وخت د عيد سمه لمانځنه کېدای شي، چې اوسنی نامشروع واقعیت چې د امريکايي استعمار او ډيموکراتيک سياسي نظام زيږنده دی، د نبوت پر منهج د راشده خلافت په بيا تاسيس او د شريعت په هراړخيز تطبيق سره بشپړ بدل شي. ان شاء الله ليرې نه ده چې راشده خلافت به د ډيموکراسۍ پر تابوت وروستۍ مېخ ووهي، ترڅو نه يوازې افغانان بلکې ټول نړيوال به د امريکايي ډيموکراسۍ له شر څخه خلاصون ومومي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ [الروم:4-5]

او په هغه ورځ به مؤمنان د الله د نصرت له امله خوشالېږي.

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ډيموکراسۍ مسلمانې ښځې د فاسدو سياستوالو د عیاشۍ او مستۍ وسيلې ګرځولې دي Featured

د جمهوري رياست د ارګ له لوري د فساد او فحشا د سيستماتيک ترویج او د پارلمان او وزارتونو د څوکيو په بدل کې له ښځو د جنسي غوښتنې په اړه وروستيو افشا کونو د خلکو ترمنځ سخت تشويشونه راپورته کړي دي. دا کومه نوې پېښه نه ده، بلکې څه موده مخکې د افغان امنيتي ځواکونو له کونډو څخه د ناوړه جنسي استفادې او د ښځو د فوټبال د ټيم پر غړو باندې د جنسي تيري مسئلې هم په پراخ ډول فضا شوې وې.

سره له دې چې د افغانستان د مسلمان ولس په تاريخ کې دا ډول بې عزتۍ اصلاً ساری نه لري، خو په دې اړه دغو افشا کونو وښوده چې خلک د خپلو خويندو د پاک لمنۍ او نواميسو په وړاندې دومره بې احساسه او بې توپيره شوي چې دغه ټکان ورکوونکی او دردوونکی خبر يوازې د څو رسنيو د خبرونو سرټکي او د سیاسي رهبرانو په سطح د یوې او دوو غندنو او د ارګ له خوا د څو سنبوليکو حرکتونو پرته د خلکو ترمنځ نور هېڅ عکس العمل را ونه پاراوه. فرضاً که دا ډول پېښه لس یا شل کاله مخکې پېښه شوې او رسنيزه شوې وای، د خلکو عکس العمل به له نن څخه بشپړ متفاوت او جدي و. دغه پېښه د دې څرګندونه کوي چې د دا ډول مسايلو په اړه د خلکو حساسيت خورا کم شوی او ۱۸ کلن استعمار او د ډيموکراسۍ تطبیق د افغانستان د غيرتمن ولس اخلاقي او ذهني وضعيت څومره بدل کړی دی.

د خلکو ټوله هڅه يوازې په دې متمرکزه ده، چې څنګه کولای شي يوازې د خپلې کورنۍ د غړو امنيت خوندي کړي، ترڅو هغوی د دا ډول فتنو له شر څخه وساتي. په داسې حال کې چې د فحشا دغه طوفان دومره خطرناک دی، چې د هغه پر وړاندې فردي مبارزه ناممکنه ده؛ مګر دا چې د ډيموکراسۍ نظام او د هغه د ارزښتونو جرړې د ډله ييزې مبارزې په ترڅ کې له بېخه را وايستل شي. ځکه ډيموکراسي ښځه د سياستوالو د عياشۍ او مستۍ وسيله، د پانګوالو او لويو تجارتي کمپنيو جنسي وينځه ګڼي او د دغه ليدلوري پر وړاندې مبارزه ستر فکري او سياسي ځواک او بديل نظام –اسلامي خلافت- ته اړتيا لري.

بنسټيزه ستونزه دا ده چې په دا ډول پېښو کې د عامه افکارو پام تر ډېره خلکو او بنسټونو ته ور اړول کيږي او هېڅوک په دا ډول پېښو کې د ډيموکراسۍ مفکورې او ارزښتونه تر پوښتنې لاندې نه راولي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې اخلاقي فساد تر اوبو لاندې د يخ د هغه ستر غره په څېر دی چې يوازې ډېره لږ برخه يې له اوبو بهر معلومېږي. که د افغانستان مسلمان ولس د ډيموکراسۍ خطر جدي و نه ګڼي او پر وړاندې يې مبارزه ونه کړي، ژر ده چې ډيموکراسي به کورنی نظم داسې بدل کړي چې فساد او فحشا به تر دې کچې عادي شي چې پلرونه او ميندې به په هغو نندارچيانو بدل کړي چې د خپلو اولادونو بې حيايي به ګوري، خو پر وړاندې به يې هېڅ هم نشي کولی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې