ولایه سوډان: د جمعې خطبه «زموږ شریعت زموږ د صلاح او فلاح ضامن دی»
- خپور شوی په ویډیوګانې
د حزب التحریر- ولایه سوډان د عمومي اړیکو کمېټې د رییس استاد ناصر رضا د جمعې خطبه
۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۵مه
د حزب التحریر- ولایه سوډان د عمومي اړیکو کمېټې د رییس استاد ناصر رضا د جمعې خطبه
۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۵مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۲۲مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۲مه
د خپرونې مېلمه: استاد حسن حمدان (ابو البراء)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر) ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۹مه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو همام) - مبارکه خاوره (فلسطین) ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۱۸مه، جمعه/ بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۸مه
وړاندې کوونکی: شیخ ابو عمران البرق ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۸مه
(ژباړه)
د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه د روان کال د اکټوبر په درېیمه د (کورنۍ، ګواښونه او اسلامي حل لارې) تر سرلیک لاندې نړیوال کمپاین پیلوي، چې د همدې میاشتې په وروستیو کې به یو کنفرانس جوړ شي او له ټولې نړۍ څخه به ورته ویناوال ویناوې وکړي.
یوه متحده او مستحکمه کورنۍ په یوه ټیکاو لرونکې او ځواکمنه ټولنه کې جوړېږي؛ دا ټولنه د خپلو وګړو بنسټيزي اړتیاوې لکه معنوي، مادي او عاطفي اړتیاوې پوره کوي او خپلو ټولو وګړو ته په یوه سترګه ګوري او د خپلو ماشومانو له حقونو ساتنه کوي او د دوی سمې ودې ته پاملرنه کوي. یوه کورنۍ کېدی شي د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د خوښۍ، مینې، ارامۍ او خوندیتوب غېږه وي او یا کېدی شي د وېرې، بدمرغۍ او غم بستر وي. اوسمهال د اسلامي خاورو په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځې او مېړه ترمنځ اړیکې او همدارنګه د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ اړیکې له ناورین سره مخ دي او د کورنۍ اتحاد او د مینې ژوند یې نړولی دی. لېبرالې جنسي نړوونکې ازادۍ، د ژوند تش په نامه خوندونو، د پانګوال نظام مادي پلوه موخې او مېرمن پلوه لیدلوري لکه جنسیتي برابرښت، د رسنیو، تفریحي برنامو، سوداګریزو اعلانونو، د ښوونیزو نظامونو، ټولنیزو شبکو او د مېرمن پلوو سازمانونو له لارې دا نړوونکي افکار خپرېږي او د دې لامل شوي دي چې د ازدواج بهیر ګډوډ شي او کورنی نظام ړنګ شي. همدارنګه غربي، اسیايي، افریقايي او نور پردي رواجونه او عادتونه چې په اسلامي ټولنو کې ترویج شوي دي، د مېرمنې او خاوند ترمنځ د اختلافونو لامل شوي دي او د ټولنیز ژوند پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي. دا او همدارنګه د اسلام د ټولنیز نظام څخه ناخبري په واده کولو کې د بې ځایه تمو، په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې د حقونو نه پيژندلو، کورني تاوتریخوالي، د طلاق د زیاتوالي او د موروالي د دندې د ټيټ ګڼلو لامل شوي دي چې پایله یې نامشروع او حرامې جنسي اړیکې او واده نه کول دي. په ځینو اسلامي خاورو کې د کورنۍ د بېلېدلو او تیتېدلو اصلي لامل د غرب د مزدورو چارواکو لخوا د سېکولرېزم او غیر اسلامي نظامونو د فاسدو قوانینو پلي کول دي، دا لېبرال غیر اخلاقي او چټل قوانین او د غربي ژوند کړنلاره پر اسلامي امت باندې تپل کېږي. سربېره پر دې دا مزدور واکمنان له غربي دولتونو او نړیوالو سازمانونو او همدارنګه د مېرمن پلوو د نړیوال خوښځت په مرسته هڅې کوي چې په اسلامي خاورو کې لېبرال سېکولریستي ارزښتونه ترویج کړي. اوسمهال د اسلامي امت د کورنیو ژوند د اندېښنې وړ دی او د ړنګېدو پر لوري روان دی او د دې ټولو تر شا غرب دی. په داسې حال کې چې ځواکمنتیا، وحدت او یو پر بل زړه سوی د یوې اسلامي کورنۍ ځانګړتیاوې دي.
د کورنیو ناکامي، ړنګېدل او بېلېدل یې د سخت غم او خپګان لامل شوي او د کورنیو پر ماشومانو سخت ذهني اغېز کوي. نو له همدې امله اړینه ده چې اسلامي کورنیو ته سخته پاملرنه وشي او د دوی له بېلېدو او ړنګېدو څخه مخنیوی وشي. په دې مهم او حیاتي کنفرانس کې به په لاندې موضوعاتو خبرې وشي:
دغه کنفرانس کولی شئ چې http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/cmo/16024.html
لېنک او د www.facebook.com/WomenandShariah فسبوک پاڼې او https://www.youtube.com/watch?v=mAppEwzYDXc&feature=youtu.be
وېډيويي لېنک له لارې وڅارئ.
ډاکټر نسرین نواز
د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې رییسه
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
اې د آدم زویه! ځان دې عبادت ته وزګار کړه چې له خلکو دې بې نیازه کړم!
له ابو هریره رضی الله تعالی عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:
«يَا ابْنَ آدَمَ تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِى أَمْلأْ صَدْرَكَ غِنًى وَأَسُدَّ فَقْرَكَ، وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ مَلأْتُ صَدْرَكَ شُغْلاً وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ»
(رواه الترمذی و ابن ماجه)
ژباړه: اې د آدم زویه! ځان دې زما عبادت ته وزګار کړه، چې زړه دې له شتمنۍ در ډک کړم او د بې وزلۍ لار درته وتړم، که د داسې ونه کړل؛ نو زړه دې له مشغولیتونو ډکوم او بې وزلي دې نه لرې کوم.
د ترمذي په شرحه (تحفة الاحوذي) که د دې حدیث په اړه داسې راغلي:
اې د ادم زویه! ځان دې تر ټولو مهمو کارونو هم زما عبادت ته فارغ کړه، چې زړه دې له غنا ډک کړم او د خلکو له اړتیاوو دې خلاص کړم او که دا کار دې ونه کړ، نو بې وزلي به دې زیاته کړم.
ښاغلو لوستونکو!
د حیرانتیا خبره ده چې خلک د الله سبحانه و تعالی عبادت ته وخت نه ورکوي او خپل ټول ژوند یې دنیا ته وقف کړی دی. د عبادت معنا یوازې د اسلام پنځه ارکان نه دي، ځکه الله سبحانه و تعالی وايي:
{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ } [الأنعام : 162]
ژباړه: ووایه چې لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې د عالمیانو د رب لپاره دی.
ایا نه پوهېږو چې شتمني او بې وزلي د الله سبحانه و تعالی لخوا تقدیر شوې او ټاکل شوې ده! که پوهېږو؛ نو ولې مو خپل ټول وخت هغه څه ته ورکړی دی چې تضمین یې الله سبحانه و تعالی کړی دی؟ په داسې حال کې چې الله موږ ته امر کړی دی چې د هغه عبادت وکړو، چې په سر کې یې د الله د دین قایمول (د خلافت تاسیس) دي.
و السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
وړاندې کوونکی او ترتیبوونکی: د حزب التحریر والیه سوریې مطبوعاتي دفتر
۱۴۳۹ه.ق، د محرم الحرام ۱۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۶مه
چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۶مه۱۴۳۹ه.ق، د محرم الحرام ۱۶مه
(ژباړه)
خبر:
ملګرو ملتونو په روهینګیا کې د مسلمانانو د یو نسل د له منځه تللو خبرداری ورکړی او وایي: «نیم میلیون انسانان په بنګله دېش کې د کډوالو په خیمو کې له ډول ډول خطرونو لکه په اوبو کې ډوبېدل او په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلو سره مخ دي. همدا اوس هم هغه څوک چې په میانمار کې استوګن دي، له زدکړې څخه وروسته پاتې دي. د میانمار د پوځیانو د وحشي بریدو له امله بنګله دېش ته د اراکان له ولایت (د میانمار شمال) څخه د ۷۰۰زرو روهینګیایانو له تګ څخه یو کال وروسته، اوس د ملګرو ملتونو، ماشومانو لپاره دفتر (یونسیف) د روهینګیایې ماشومانو راتلوونکې د بنګله دېش او میانمار د پولو دواړه لورو ته خطرناکه بولي. د یونیسف ویاند انګرام سایمون په سویس کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د روهینګیایي ماشومانو د یو بشپړ نسل د له منځه تللو وېره شته.
تبصره:
د کابو دوه میلیارده امت تر سترګو لاندې د مسلمان ماشوم نسل وژنه، د روهینګایي ورونو د پشپړ نسل د له منځ تللو وېره، د دې پر ځای کې د مسلمانانو له چارواکو څخه یو چارواکی د دغو مسلمانانو د نصرت او ژغورلو لپاره ګام پورته کړي، برعکس حتی د اسلامي خاورو دغه چارواکي په بې شرمۍ سره داسې د واک په ګدۍ ناست دي، چې ګواکې اسلامي امت په سوکالۍ او بشپړ امنیت کې ژوند تېروي. په داسې حالت کې د روهینګیایي وروڼو، ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د نصرت او مرستې لپاره د مسلمانانو چارواکو د نه راپورته کېدل دوه لاملونه لري:
۱. د مسلمانانو چارواکي د استعماري دولتونو د لوبو ابزار دي چې د خپلو بادارنو (انګلیس او امریکا) له خدمت پرته بل مسوولیت نه لري. له همدې امله د حیرانتیا ځای نه دی، چې هغوی د خپل همیشګي عادت غوندې د مسلمانانو د مرستې لپاره را پورته نه شي؛ ځکه په اصل کې هغوی د غربي دولتونو له خوا واک ته رسېدلي ترڅو په اسلامي خاورو کې پخواني استعمار ته قوت ورکړي او د پخواني واحد او ځواکمن دولت په شان د مسلمانانو د یوالي خنډ وګرځي، نو دغه چارواکي مزدوران دي، له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امت سره که هغه لرې یا نږدې وي مرسته نه کوي.
۲. دویم لامل په خپله مسلمانانو پورې اړه لري چې د دغو مزدورو چارواکو له شر څخه د خلاصون لپاره ګام نه پورته کوي. همدا دلیل دی چې منکرات په خپل ځای پاتې دي، فساد ډېر شوی او مسلمان له مرستې وروسته پاتې دی. همدا د مسلمانانو درد او بلا ده چې پرې اخته دي. باید پوه شو چې هېڅکله هم د مسلمانانو حکام د امت د ژغورنې لپاره نه راپورته کېږي، ځکه هغوی مزدوران دي چې د غربي دولتونو خدمت کوي، خو موږ مسلمانان به تر څه وخته په داسې حالت کې و او ناخبره فعالیت به کوو، داسې فعالیتونه چې پایله یې بېړنۍ مرګ وي؟!
اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت د دغو خاینو چاروکو او د غرب د جاسوسو موسسو له حاکمیت څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ملیارده امت د له منځه وړلو لپاره ګومارل شوي، ځان خلاص کړي. له نېکه مرغه هغه تګلاره چې زموږ پروردګار موږ ته له دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره رالېږلې، په هغې کې د ټولو ستونزو دوا او شفا پرته ده، زموږ په منځ کې په تازه ډول شتون لري او حزب التحریر د کفارو او د هغوی د مزدورانو له شر څخه د امت د خلاصون لپاره په الهي تګلاره باندې د منګلو لګولو څرنګوالی په روښانه ډول ښودلی دی. نو باید له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږو او د ځان، روهینګیایي ماشومانو او ټولو مظلومو مسلمانو د خلاصون لپاره کار وکړو.
د خبر او تبصرې د مطبوعاتي خپرونو له پاڼې څخه اخیستل شوې
لیکوال: دکتور فرج ممدوح