پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د سعودي حکامو ړوند لیدلوری

خبر:

د سعودي پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې د یوه پراخ تفريحځای د بنسټ د ډبرې ايښودلو لپاره نیول شوي وو، ګډون وکړ. دا ډول هڅې د هغو سترو هیلو او ستراتېژیو زړه ګڼل کېږي، چې سعودي حکام یې د اقتصادي ودې او ټولنیزو محدودیتونو د لرې کولو په موخه ترسره کوي.

قدیه شاوخوا یو ساعت له ریاض څخه لرې موقعیت لري، دا ځای به په ۳۳۴ (۸۴۰۰ ایکړ) کیلومتره مربع سیمه کې، چې له ډیزني نړۍ (Disney World) څخه شاوخوا دوه چنده پراخ ده، جوړېږي.

په دې تفریحځای کې شپږ بیرغ لرونکي پارکونه، د اوبو پارکونه، د موټرونو د ځغاستې ځای، کلتوري سیمې او تفریحي کورونه جوړېږي. د یو دولتي ویاند په خبره قدیه به په کال کې یونیم میلون سیلانیان را جلب کړي او د لومړي پړاو پرانيسته به یې په ۲۰۲۲م وي.

د ځایي رسنیو د راپور پر بنسټ، یوازې د دې د بنسټ لګښت شاوخوا ۳۰ میلیاردو ریالو ته رسېږي، چې نږدې له اته میلیاردو ډالرو سره برابر دی او ټوله پروژه به لسګونه میلیارده ریاله ارزښت ولري. (رویټرز- ۲۰۱۸/۴/۲۹)

تبصره:

 سعودي عربستان له کلونو، کلونو راهیسې د اسلامې نړۍ د یوې محافظه کاره او ساتونکي څېرې په شان رول لوبولی خو اوس د ځان مډرن ښودلو لپاره او له تفریح سره د مینه لرونکي ولس په توګه ستر ګامونه اخلي، خو دغه ولس لا له وړاندې له اسلامي اصولو سره سم د مذهبي دستورونو او  ملایانو له لورې په رښتینې توګه نه و مهار شوی.

د ۲۰۱۸م په اپرېل میاشت کې سعودیان د ځان مډرن ښودلو په موخه وتوانېدل، چې په ریاض کې د عربي ټنګ ټکور په ګروپي کانسرټ کې برخه واخلي، چې د مصري نندارو جوړوونکي کور(Egyptian Opera House) له لورې جوړ شوی و او ورپسې یې په پلازمېنه کې د هالیوډ تازه فلم، غچ اخستونکی(Avergers) پرانيسته، چې له نړیوالې پرانیستې سره سم په ریاض کې نندارې ته وړاندې شو او بیا د «WWE»  تر ټولو لویي ځانګړې شاهي سیالۍ وې، چې په جده کې د پاچا عبدالله په ورزشي ښاري لوبغالي کې وشوې. 

د سعودي وروستي اقتصادي پلانونه (Disneyland) داسې مهال وړاندې کېږي، چې سعودیان له هیواد څخه بهر په کال کې د تفرېح او سیاحت لپاره نږدې ۳۰ میلیارده ډالره لګوي. له دغه ډول پروژو څخه تمه کېږي چې نوې دندې به پیدا شي او کورنیو ته به د دې موکه برابره شي، چې د بهر پر ځای په کور دننه کې له تفریح څخه خوند واخلي.

لکه څرنګه چې اوس مهال پاملرنه یوازې تفرېح او سیاحت ته اړول شوې، نو محمد بن سلمان غواړې چې د سعودیانو پیسې په کور دننه کې ولګېږي او په ورته مهال غواړي چې د دغه فاسد نظام شتون ډاډمن کړي، ترڅو د تفریح او سیاحت د دروغجن احساس پر مټ خلک بوخت او په خپله ولکه کې یې راولي. د سعودي حکام تل له هر راز سیاسي بدلون څخه په وېره کې دي. په تېر وخت کې،هغوی د اسلام له افراطي تفسیر څخه په ګټه اخسیتنې دغې موخې(خلک بوختول او په خپله ولکه کې راوستلو) ته کار کاوه او اوس داسې برېښي چې د اسلام له سطحي تفسیر څخه په دې برخه کې کار اخلي.

پر لوړ معیار ژوند کول، د صنعت په برخه کې د کاري فرصتونو د کموالي له امله او پر بهرني ارزانه اجیرانو باندې تکیه هغه څه دي، چې سعودي عرب یې اقتصادي بدلون ته اړ کړی او د خپلو خلکو د لیدلورې بدلون ته اړتیا ویني، خو سعودي وګړي د لوېدیځ په څېر داسې تفریح او خوشحالۍ ته اړتیا نه لري، چې اسلام تل د امریکا په چوپړ کې راولي او په مرسته یې دوی د رژیم له وحشتونو ځان وژغوري.

دغه امت داسې دندو ته اړتیا لري چې د صنعت د ریښیتني پرمختګ په پایله کې لاس ته راغلې وي؛ نه هغو ته چې د لوېدیځ د مصرفونکې مفکورې په پایله کې له پور اخستنې څخه منځته راغلې وي. نن ورځ له سیاحت او تفرېح څخه د امت د انحطاط او زوال په موخه ګټه اخیستل کېږي. د دغو موخه دا ده چې له اوسني خواشینونکي حالت څخه د امت پام بل لورې ته واوړي، د مزدورو حکامو له لورې د امت سرچینې لوټې کړي او تل پر لوېدیځ تکیه وي. امت اوسمهال پر ځان بسیا اقتصاد ته اړتیا لري، چې پر لوېدیځ او د لوېدیځ د موډرنیزم پر مفکورې پورې تړلی نه وي.

دا امت یوه موخه لري او هغه د اسلامي ايډیولوژۍ پر مټ اسلام بشریت ته رسول او د هغوی مشري کول دي، ترڅو له دې لارې د بشر ستونزې حل کړي او خلک له بې ځایه وخت تېرولو څخه واقعي موخې ته را وګرځوي. که د الله خوښه وي، انحراف او انحطاط به زموږ رښتینولي او رښتینې موخه بدله نه کړي. پر نبوي منهج د خلافت تاسیس هغه لید لوری دی چې امت ورته اړتیا لري، نه د محمد بن سلمان ړوند لید لوری.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: نازیه رحمان

ژباړن: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

متقیان څوک دي؟

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

[بقره: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! په تاسو باندې د پخوانیو قومونو غوندې روژه فرض ده، د دې لپاره چې متقیان شئ.

موږ په ژوند، کار، دنده، کور، خپلو ماشومانو او د ژوند په نورو چارو کې ځانګړې موخې لرو. مګر د روژې په مبارکه میاشت کې باید زموږ موخه څه وي، چې د ژوند پاتې برخې ته ځانګړی رنګ ورکړي؟ په پورته مبارک آیت کې الله سبحانه و تعالی موږ ته ویلې دي چې د روژې موخه تقوا ده. مګر تقوا څه ده؟ او څنګه متقیان شو؟

په اصل کې د هر مومن اصلي موخه باید دا وي چې متقي شي، ځکه الله سبحانه و تعالی له متقینو سره مینه لري او الله ژمنه کړې چې له متقیانو سره مرسته کوي، رحم ورباندې کوي، بښنه ورته کوي، په جنت کې لوړ مقام ورکوي او همدارنګه له حرامو کارونو یې ساتي او هدایت ورته کوي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه داسې فرمایلي دي:

(إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ)

[ملک: ۱۲]

ژباړه: هغه کسان چې د الله له عذاب څخه په غیب ویره لري، د دوی لپاره مغفرت او ډېر لوی اجر دی.

همدارنګه الله سبحانه و تعالی فرمايلي دي:

(لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ)

[عمران: ۱۵]

ژباړه: د متقیانو لپاره له رب سره داسې جنتونه دي چې ویلې پکې بهیږي او دوی په په دې جنتونو کې د تل لپاره وي او همدارنګه دوی پاکې مېرمنې دي او د الله رضایت او خوښي او الله خپل بندګان ویني.

(بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ)

[عمران:۷۶]

ژباړه: هو! که څوک پر خپله ژمنه ودرېدل او تقوا یې وکړه، نو پرته له شکه الله له متقیانو سره محبت لري [جنت ته یې بیایي].

(وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا)

[طلاق: ۲-۳]

ژباړه: که چا تقوا وکړه، نو الله به ورته له ستونزو څخه د وتلو لار پرانیزي او له هغې لارې به روزي ورکړي چې فکر یې هم نه کاوه او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو همدا الله ورته کافي دی، الله پر خپلو چارو کې برلاسی دی، الله هر څه ته ځانګړې کچه ټاکلې ده.

(إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيئًا وإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ)

[جاثیه: ۱۹]

ژباړه: دوی نشي کولی چې تا له هغه څه وساتي چې الله یې پرېکړه کړې ده او ظالمان یو د بل ولیان دي او الله د متقیانو ولي دی.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)

[حدید: ۲۸]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه وویرېږئ [تقوا وکړئ] او پر رسول یې ایمان راوړئ، چې هغه درباندې دوه چنده رحمت وکړي او تاسو ته داسې رڼا راوړي چې د هغه له برکته به تګ کوی او تاسو ته مغفرت وکړي او الله بښوونکی او مهربانه دی.

له پورته ایتونو څخه څرګندېږي چې د هر رښتیني مومن هیله او امید دا دی چې متقي شي. نو متقیان څوک دي او د دوی څرنګوالی او مشخصات څه دي؟

کېدی شي موږ به سوچ کوو چې تقوا دې ته وایي چې څوک خپل زیات وخت په لمانځه او یا مسجد کې تېر کړي او یا هم زیات ذکر او دعا کوي، یا زیاته روژه نیسي، یا زاړه کالي اغوندي او یا په خورا کمو امکاناتو سره ژوند کوي. مګر که موږ د تقوا په موخه دا یاد شوي کارونه کړي وي، نو تقوا مو نه ده کړې. په هر حال راځو دې ته چې اسلام موږ ته تقوا څنګه ښودلې ده؟

یو ځل عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه له ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه څخه داسې پوښتنه وکړه: ستا له انده تقوا څه ده؟ ابی بن کعب داسې ورته وویل: کله هم په یوه اغزنه لاره تللی یې، چې اوږده کالي دې اغوستي وي او ځړېدلي وې درپسې؟ عمر رضی الله تعالی عنه ورته وویل: هو!. ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه پوښتنه ترې وکړه: نو په داسې یوه حالت کې تا څه کړي دي؟ عمر رضی الله تعالی عنه ورته وویل: ما مې خپل کالي راپورته کړي دي او پر ځان پورې مې جوخت نیولي دي، چې اغزي پکې لاړ نشي او په ډېر احتیاط مخکې تللی یم. ابی ورته وویل: همدا تقوا ده.

نو تقوا دا ده چې موږ او تاسو د خپل ژوند پر مسیر په خورا احتیاط او هوښیارۍ سره تګ وکړو او خپل ځانونو په ګناهونو کې له لوېدلو وساتو. موږ ته دا د الله سبحانه و تعالی له لوري یوه لویه خبرتیا ده چې خپل ټول عملونه او چارې سمې کړو او د الله اوامر پلي کړو او له نواهیو یې ځانونه لرې وساتو.

د تقوا کلمه له (وقایې) اخیستل شوې ده، چې وقایه په ژبپوهنه کې د خپل ځان ساتلو ته وايي. په دې اړه حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه وايي چې تقوا دې ته وايي چې څوک د خپل ځان او د الله د عذاب ترمنځ یو حایل ودروي.

نو پر دې بنسټ؛ متقي مومن هغه څوک دی چې تل هوشیار وي او داسې کارونه کوي چې خپل ځان د الله له عذاب او عضب څخه وساتي او خپل ځان له همدې ویرې د الله بندګۍ ته وقف کوي او د ژوند په ټولو چارو کې د الله د اوامرو اطاعت کوي او له حدودو یې ځان لرې ساتي.

الله سبحانه و تعالی په دې اړه د عمران په سورت کې داسې فرمایلي دي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ)

[عمران: ۱۰۲]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه داسې وویرېږي لکه څنګه چې ښايي او په داسې حالت کې له دنیا لاړ شئ [مړه شئ] چې مسلمانان وئ

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تفسیراوه، نو له الله څخه ویره لرل یې داسې بیان کړل: أَنْ يُطَاعَ فَلَا يُعْصَى، وَيُشْكَرَ فَلَا يُكْفَرُ، وَيُذْكَرَ فَلَا يُنْسَى یعنې اطاعت وکړې او سرغړونه ونه کړې، شکر وکړې او ناشکري ونه کړې او الله یاد کړې او هیر یې نه کړې.

پخوانیو علماوو په دې اړه ویلي دي چې  متقیان هغه کسان دي چې هغه کارونه چې الله سبحانه و تعالی خلک ترې منعه کړي دي، کله یې هم نه کوي او هغه کارونه سرته رسوي چې الله یې د کولو امر کړی دی. الله سبحانه و تعالی د حشر په سورت کې په دې اړه داسې فرمایلي دي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ)

[حشر: ۱۸]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه وویرېږئ او هر څوک دې انتظار وکړي [هغې ورځې ته] چې څه یې تقدیم کړې دي، له الله څخه وویرېږئ، پرته له شکه الله په هغو کارونو خبر دی چې تاسو کړي دي.

د دې ایت په اړه ابن کثیر وايي چې الله سبحانه و تعالی موږ ته امر کړی دی چې تقوا وکړو، د دې معنا دا ده چې هغه کارونه وکړو چې الله یې امر کړی او له هغو کارونو لرې واوسو چې الله موږ ترې منعه کړې یو. همدارنګه حسن بصری رحمة الله علیه په دې اړه داسې ویلي دي: (متقیان هغه کسان دي چې د الله په اوامرو باندې عمل کوي او له نواهیو یې خپل ځان لرې ساتي). همداراز عمر بن عبد العزیر رحمة الله علیه په دې اړه داسې فرمایلي دي: (تقوا دا نه ده چې څوک د ورځې روژه ونیسي او د شپې تهجد او قیام وکړي، بلکې تقوا دې ته وايي چې څوک حرام کارونه ونه کړي او پر هغو کارونو چې الله امر ورباندې کړی دی عمل وکړي او که چا دا کار وکړ، نو الله به ورته ښه بدله ورکړي.)

نو متقیان هغه کسان دي چې خپلو کارونو ته متوجه وي او خپل ځان په خپله څاري او د ژوند په ټولو چارو لکه؛ اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، اخلاقي او معنوي کې د الله سبحانه و تعالی د احکامو پیروي کوي. عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه یو ځل یوه کس ته چې لمونځ یې کاوه وکتل او داسې یې وویل: (ستاسو هغه ملګري چې ډېری وخت خپل سرونه ټيټوي او پورته کوي [لمونځ کوي] ماته چل نشي راکولی، رښتینی کس هغه څوک دی چې د الله په دین کې خورا محتاط او دقیق وي او خپل ځان له هغو کارونو لرې وساتي چې الله منعه کړي دي او د الله د اوامرو او نواهیو مطابق ژوند وکړي.)

که خبره راټوله کړو، نو متقي هغه چا ته نه ویل کېږي چې یوازې روژه نیسي او لمونځ کوي او له خپلې کورنۍ، مور او پلار او خپلوانو سره غوره رویه کوي او د دوی حقوق د اسلام مطابق ورکوي.

همدارنګه تقوا دې ته نه ویل کېږي چې څوک تل قیام کوي، قران کریم تلاوت کوي او د الله ذکر کوي او یا هم ډېر لمونځونه کوي، بلکې تقوا دا ده چې څوک خپل ځان په اسلامي ټولنیز ژوند باندې ملبس کړي او د مخالف جنس سره یې اړيکې د اسلام پر بنسټ وي.

همداراز تقوا دې ته نه وايي چې یوازې صدقه ورکړل شي، بلکې تقوا دې ته وايي چې څوک خپله سوداګري او د پيسو د لاسته راوړلو طریقه د اسلام پر بنسټ برابره کړي او له سود خوړلو ځان وساتي او او په خپلو مالي چارو کې د اسلام په اقتصادي احکامو ټينګ ودرېږي.

همداراز تقوا دا نه ده چې یوازې لمونځ کوي او تل مسجد ته ځي، مګر په سوریه، فلسطین، میانمار او په نورو ټولو سیمو کې چې هلته د مسلمانانو وینې تويېږي غلی وي او خپل غږ د ظالمو حکامو پر وړاندې نه پورته کوي او د دوی پر وړاندې د الله د امر مطابق نه درېږي.

همدارنګه دا تقوا نه ده چې څوک هغه کسان محاسبه کوي چې لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي، بلکې تقوا دا ده چې څوک د مسلمانانو حکام محاسبه کوي، د دوی د فساد پر وړاندې خپل غږونه پورته کوي او د دوی د کفري نظامونو د لرې کولو په موخه مبارزه کوي او تقوا دا ده چې څوک د الله د دین لپاره دعوت کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر بنسټ دویم راشده خلافت تاسیس شي، لکه څنګه چې الله یې د تاسیس امر کړی دی.

پایله دا چې؛ تقوا هغه کیلي ده چې د الله د رضایت او جنت دروازه پرانیزي. مګر لکه نورو کیلیو غوندې دا هم باید داسې یوه کیلي وي چې هر غاښ یې د دروازې د قلف سره سمون ولري. سر بېره پر دې؛ د جنت دروازه هغه مهال ورباندې پرانیستلی شو چې کله د الله سبحانه و تعالی اطاعت وکړو او د هغه د قوانینو مطابق ژوند وکړو. دا یوازې هغه وخت شونې ده چې د الله سبحانه و تعالی رانازل شوی شریعت پلی کړو او دا هغه وخت امکان لري چې دویم راشده خلافت تاسیس کړو، هغه خلافت چې ټول اسلامي قوانین پلي کوي او په دې سره به موږ وکولی شو چې په بشپړه توګه د خپل رب اطاعت وکړو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ، إِلاَّ مَنْ أَبَى»‏‏.‏ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: ‏«مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى»

ژباړه: زما ټول امتیان به جنت ته لاړ شي، مګر هغه کسان نشي تللی چې (ابا) یې کړې وي. دوی [اصحابو] وویل چې هغه کسان څوک دي چې (ابا) یې کړې وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چا چې زما پیروي وکړه جنت ته ځي او که چا سرغړونه وکړه، نو دغه کس ابا وکړه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو د څانکې د ریاست لیکنه

ژباړه: انجنیر احرار

د مطلب ادامه...

د الاقصی مسجد د ازادولو لپاره پاکستاني ځواکونه راوبلئ

د واقعي اسلامي خلافت په تاسیس سره، د مسلمانانو خلیفه ته دنده ورکړئ چې د روژې په مبارکه میاشت کې په پاکستاني ځواکونو باندې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ازاده کړي

د ۲۰۱۸م د مې په ۱۴مه او په قدس شریف کې د امریکا د سفارت د افتتاح په ورځ یهودي دولت یو ځل بیا جنایت وکړ. یاد دولت د مسلمانانو د ډال (خلافت دولت) په نشتون کې زموږ ۵۹ تنه وروڼه چې ۷ تنه یې ماشومان وو شهیدان او ۲۷۰۰ نور یې ټپیان کړل. دا جنایت په داسې وخت کې کېږي، چې د اسلامي نړۍ رهبرانو د فلسطین او د قدس د ازادولو لپاره د اسلامي هېوادونو د میلیونونو زړورو ځواکونو د لېږلو  پرځای، د امریکا د لوبو د وسیلې «ملګرو ملتون سازمان» ته لیک واستوه او د لاریونونو په ترسره کولو سره یې هغوی محکوم کړل. د پاکستان بې رحمه رهبران هم له دې کاروانه شاته نه دي پاتې، یوازینی کار یې د داسې بیانیې اعلانول و چې د یادونې وړ نه ده.

په داسې حال کې چې د پاکستان بې رحمه رهبران د زرګونه قوي ځواکونو امیران دي، خو بیا یې هم هېڅ ونه کړل او دوی تل په دغو عسکرو باندې د واشنګټن امرونه پر ځای کوي، چې په هغو جګړو کې یوازې او یوازې د امریکا ګټې دي. هغوی هېڅ نه کوي، په داسې حال کې چې د درېیم شاهین د راکټونو د امر مسولیت لري، چې کولی شي پر مټ یې د یهودي دولت ځواکونه له منځه یوسي. که راکټونه استفاده هم نه کړي، بلکې یوازې د پاکستان لودیځو پولو ته د درېیم شاهین راکټونه لېږدول به هم د دغه بې رحمه هېواد پښې ورلنډې کړي. دغه رهبران هېڅ نه کوي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد اوسېدونکي به د دولت د هر ډول ګام پورته کولو تر شاه ولاړ وي او د روژې په مبارکه میاشت کې به د هغوی د بریا لپاره دعاء کوي او خپل بچیان به د نظامي تمرینونو او زموږ د وسله والو ځواکونو د شمېر د زیاتېدلو لپاره ورولېږي.

اې د پاکستان مسلمانانو! د فلسطین شهیدان به هېڅ کله خفه نه شي، ځکه هغوی د الله سبحانه وتعالی په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې، چې د اخرت لپاره یې تر ټولو ښه پانګه ده. دا پر موږ ده چې په دې روژه کې تر اوسه ژوندي یو ترڅو خپلې دغې وجیبې ته په سیاسي بلوغ او بېدارۍ سره ژمن پاتې شو او په خپلو سیاسي فعالیتونو سره په امت کې بنسټیز بدلون راولو او ظالمانو ته یوازې په قهر بسنه ونه کړو. راځئ چې په دې خطرناک حالت کې له هرې شېبې ګټه واخلو او د اسلامي نړۍ پر رهبرانو غږ وکړو چې د امت چیغه واوري او نور د دین، مقدساتو او اسلامي خاورو پر ضد کړنې بس کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ﴾

[منافقون: ۴]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی دې هغوی ووژني، څرنګه له حق څخه مخ اړوي؟

د دښمن نظامي کړنې ته باید په نظامي غاښ ماتوونکې کړنې ځواب ورکړل شي، نو دا پر موږ ده چې ژر تر ژره پر خپلو  وسله والو ځواکونو غږ وکړو چې له خپلو شته تجهیزاتو سره د امت چیغه واوري. موږ باید پر هغوی غږ وکړو چې د خپلو خاینو رهبرانو غاړه ماته او اطاعت ترې ونه کړي. همدغه خاین رهبران دې چې په فلسطین، میانمار(برما)، اشغال شوي کشمیر او نورو تر ظلم لاندې استعمار شوو سیمو کې زموږ د مظلومو وروڼو د مرستې غوښتلو خنډ ګرځي. موږ  د روژې په دغې مبارکه میاشت کې له هغوی څخه غواړو، چې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي او د دغو وسله والو ځواکونو په مرسته اسلامي امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېري ته چې راشده خلافت دی ورسوي. امام مسلم له حضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علی وسلم وفرمایل:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ»

ژباړه: قیامت به تر هغه رانه شي ترڅو چې مسلمانان د یهودو پر وړاندې جنګېدلي نه وي، له شک پرته چې مسلمانان به پرې غالب شي.

 په بل روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«تُقَاتِلُكُمُ يَهُودُ، فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»

ژباړه: یهودان به له تاسو سره جګړه وکړي او تاسو به پرې برلاسي شئ.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: څو شېبې له قران کریم سره «د الله سبحانه وتعالی په دین او تګلاره د منګلو لګولو وجوب»

ترتیبوونکی: احمد الصوراني

                              وړاندې کوونکی: منیر ناصر 

                            ۱۴۳۹ه، دمبارکې روژې دویمه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۸مه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: د قدس د نصرت لپاره پراخ لاریونونه او د فلسطین د مبارکې خاورې د ازادولو لپاره د مسلمانانو د ځواکونو رابلل

خاورې (فلسطین) پوهانو، سیاستوالو او مخلصینو ته یې داسې پغیام وړاندې کړ: دا چې قدس به اعتراضي بیانیې او تقبیح کول نه، بلکې د مسلمانانو وسله وال پوځونه ازاد کړي.
ګډون کوونکو، واکمنو او مخلصینو ته داسې شعارونه ورکول. لاندې شعارونه یې د شعارونو یوه برخه وه.
«اې د مسلمانانو پوځونو.. اې د مسلمانانو پوځونو.. حکامو ته کلکه څپېړه ورکړئ»
«اې د مسلمانانو پوځونو.. نه معاملې او نه خیانتونه، بلکې پوځونه او ټانګونه»
ا«اې د مسلمانانو پوځونو.. اسیر اقصا وژغورئ»
«اې د مسلمانانو پوځونو.. له الله سره ژمنه وکړئ چې قدس به یوازې نه پرېږئ»
۱۴۳۹هـ، د مبارکې روژې دویمه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۸مه

د مطلب ادامه...

د فلسطین سپېڅلې خاوره: د معاملو، کنفرانسونو پر ضد او د قدس د مرستې او ازادۍ لپاره د حزب التحریر لاریون

حزب التحریر ولایه فلسطین د ۲۰۱۸م د مې په ۱۲مه د رام الله په ښار کې د زرګونو کسانو په ګډون سره د «قدس» تر سرلیک لاندې، امت او د امت پوځونه له دسیسه جوړوونکو معامله ګرو څخه د هغه د ژغورلو او د ازادۍ لپاره راوِغښتل. ګډونوالو رایه او لواء (تور او سپین بیرغونه) د لا إله إلا الله محمد رسول الله په لیکنې او هغو شعارونو سره لېږدول چې د قرن معامله، د یوه دولت او دوو دولتونو حل لاره یې ردوله او د قدس د تاریخي او قهرماني رول د را ګرځولو لپاره یې د امت پوځونه اقدام ته رابلل، چې په دې کار سره د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، صلاح الدین ایوبي او سیف الدین قطز رحمه الله ځای ناستي کېږي. په دغه لاریون کې یې لاندې شعارونه ورکول: "نه معاملې او نه خیانتونه؛ بلکې د پوځونو او ټانکونو حرکت"، "اې امریکا! بیت المقدس پرېږده، ځکه بیت المقدس زموږ دی" او "د مسلمانانو پوځونه؛ د فلسطین ازادوونکي".

د حزب التحریر ولایه فلسطین د مطبوعاتي دفتر غړي انجینر باهر صالح د خلکو په دغه پراخ لاریون کې ویناوې وکړې او د امت په تاریخ کې یې د فلسطین په موقف ټینګار وکړ او د امت د خلفاوو او مشرانو هغه هڅې یې بیان کړې چې د فلسطین د فتحې، ازادۍ او دفاع په لاره کې یې کړې وې او ټینګار یې وکړ چې: «فلسطین نه استعماري طرحه ده، نه د سیاسي تجربو میدان او نه د هغو کسانو لپاره لاره او زینه ده چې فلسطین د حکامو لپاره لوبه ګرځوي؛ بلکې فلسطین اسلامي عزتمنه خاوره ده، چې د امت په ثقافت او زړه کې لوړ عقیدوي او سیاسي ځای لري.» او همدا راز یې وویل چې: «غرب د فلسطین په ارزښت پوهېږي. په همدې اساس تل یې د لاسته راوړلو په هڅه کې دی او دا ټولې هڅې د یوه دولت حل لاره، د دوو دولتونو حل لاره، د قرن معامله او د عربو سوله او د فلسطین د قضیې د حل لپاره د ملګرو ملتونو تصمیمونه ټول د غرب په ګټه دي. حکام او رسنۍ یې د یوازینۍ حل لارې او د فلسطین د  قضیې لپاره د اساسي حل لارې چې هغه په پوره توګه د فلسطین ازادول دي- له یادولو څخه ډډه کوي.»

په پای کې انجنیر صالح د فلسطین اوسېدونکي د مجرمو توطیه ګرانو پر وړاندې پاڅون ته راوبلل ، د هغوی چې هڅه کوي د فلسطین قضیه له باطلو او غلطو سرچینو او استعماري اوصولو سره سمه د غرب په ګټه حل کړي او ترې ویې غوښتل، چې د فلسطین ازادۍ ته د امت د پوځ او سرتېرو د را بللو لپاره خپل اواز اوچت کړي. همداراز ویې ویل چې دغه کار د یهودي دولت او هغو حکامو د وېرولو لپاره چې ملګري یې دي. یوازینۍ حل لاره ده او د فلسطین لپاره یوازینۍحقیقي، شرعي او عملی حل لاره ده.

لیکوال: حمزه پارسا

 ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې