مبارکه خاوره: «د استانبول ناسته د کمزورتیا او خائنه ناسته!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
د حزب التحریر ولایه فلسطین د مبارکې خاورې د مطبوعاتي دفتر د غړي استاد علاء ابو صالح خبرې
۱۴۳۹ه، د روژې مبارکي درېیمه، شنبه/۲۰۱۸م، د مې ۱۹مه
د حزب التحریر ولایه فلسطین د مبارکې خاورې د مطبوعاتي دفتر د غړي استاد علاء ابو صالح خبرې
۱۴۳۹ه، د روژې مبارکي درېیمه، شنبه/۲۰۱۸م، د مې ۱۹مه
ترتیبوونکی: احمد الصوراني
وړاندې کوونکی: منیر ناصر
۱۴۳۹ه، دمبارکې روژې دویمه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۸مه
۱۴۳۹ه، د روژې مبارکې لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه سوریې غړی شیخ معاویه عبد الوهاب
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه
خاورې (فلسطین) پوهانو، سیاستوالو او مخلصینو ته یې داسې پغیام وړاندې کړ: دا چې قدس به اعتراضي بیانیې او تقبیح کول نه، بلکې د مسلمانانو وسله وال پوځونه ازاد کړي.
ګډون کوونکو، واکمنو او مخلصینو ته داسې شعارونه ورکول. لاندې شعارونه یې د شعارونو یوه برخه وه.
«اې د مسلمانانو پوځونو.. اې د مسلمانانو پوځونو.. حکامو ته کلکه څپېړه ورکړئ»
«اې د مسلمانانو پوځونو.. نه معاملې او نه خیانتونه، بلکې پوځونه او ټانګونه»
ا«اې د مسلمانانو پوځونو.. اسیر اقصا وژغورئ»
«اې د مسلمانانو پوځونو.. له الله سره ژمنه وکړئ چې قدس به یوازې نه پرېږئ»
۱۴۳۹هـ، د مبارکې روژې دویمه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۸مه
د انجینیر اسامة الثویني خبرې
د حزب التحریر ولایه کویت مطبوعاتي اداره
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۶مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۲مه
حزب التحریر ولایه فلسطین د ۲۰۱۸م د مې په ۱۲مه د رام الله په ښار کې د زرګونو کسانو په ګډون سره د «قدس» تر سرلیک لاندې، امت او د امت پوځونه له دسیسه جوړوونکو معامله ګرو څخه د هغه د ژغورلو او د ازادۍ لپاره راوِغښتل. ګډونوالو رایه او لواء (تور او سپین بیرغونه) د لا إله إلا الله محمد رسول الله په لیکنې او هغو شعارونو سره لېږدول چې د قرن معامله، د یوه دولت او دوو دولتونو حل لاره یې ردوله او د قدس د تاریخي او قهرماني رول د را ګرځولو لپاره یې د امت پوځونه اقدام ته رابلل، چې په دې کار سره د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، صلاح الدین ایوبي او سیف الدین قطز رحمه الله ځای ناستي کېږي. په دغه لاریون کې یې لاندې شعارونه ورکول: "نه معاملې او نه خیانتونه؛ بلکې د پوځونو او ټانکونو حرکت"، "اې امریکا! بیت المقدس پرېږده، ځکه بیت المقدس زموږ دی" او "د مسلمانانو پوځونه؛ د فلسطین ازادوونکي".
د حزب التحریر ولایه فلسطین د مطبوعاتي دفتر غړي انجینر باهر صالح د خلکو په دغه پراخ لاریون کې ویناوې وکړې او د امت په تاریخ کې یې د فلسطین په موقف ټینګار وکړ او د امت د خلفاوو او مشرانو هغه هڅې یې بیان کړې چې د فلسطین د فتحې، ازادۍ او دفاع په لاره کې یې کړې وې او ټینګار یې وکړ چې: «فلسطین نه استعماري طرحه ده، نه د سیاسي تجربو میدان او نه د هغو کسانو لپاره لاره او زینه ده چې فلسطین د حکامو لپاره لوبه ګرځوي؛ بلکې فلسطین اسلامي عزتمنه خاوره ده، چې د امت په ثقافت او زړه کې لوړ عقیدوي او سیاسي ځای لري.» او همدا راز یې وویل چې: «غرب د فلسطین په ارزښت پوهېږي. په همدې اساس تل یې د لاسته راوړلو په هڅه کې دی او دا ټولې هڅې د یوه دولت حل لاره، د دوو دولتونو حل لاره، د قرن معامله او د عربو سوله او د فلسطین د قضیې د حل لپاره د ملګرو ملتونو تصمیمونه ټول د غرب په ګټه دي. حکام او رسنۍ یې د یوازینۍ حل لارې او د فلسطین د قضیې لپاره د اساسي حل لارې چې هغه په پوره توګه د فلسطین ازادول دي- له یادولو څخه ډډه کوي.»
په پای کې انجنیر صالح د فلسطین اوسېدونکي د مجرمو توطیه ګرانو پر وړاندې پاڅون ته راوبلل ، د هغوی چې هڅه کوي د فلسطین قضیه له باطلو او غلطو سرچینو او استعماري اوصولو سره سمه د غرب په ګټه حل کړي او ترې ویې غوښتل، چې د فلسطین ازادۍ ته د امت د پوځ او سرتېرو د را بللو لپاره خپل اواز اوچت کړي. همداراز ویې ویل چې دغه کار د یهودي دولت او هغو حکامو د وېرولو لپاره چې ملګري یې دي. یوازینۍ حل لاره ده او د فلسطین لپاره یوازینۍحقیقي، شرعي او عملی حل لاره ده.
لیکوال: حمزه پارسا
ژباړن: منصور دریځ
الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:
د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او هم له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او همدارنګه پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي. اما بعد:
د ایمان وروڼو! په دغه مبارکه ورځ کې زموږ د موضوع عنوان: (رمضان میاشت د فتحو او بريو میاشت) دی. هو، د رمضان میاشت د برياوو او فتحو میاشت ده، زموږ سترو نیکونو په رمضان کې سترې او غوره برياوې تر لاسه کړي دي، چې لاندې یې ځينې بیانوو:
﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾
[الأسراء: ۸۱]
ژباړه: ووايه اې محمده صلی الله علیه وسلم! حق راغی او باطل له منځه لاړ او یقیناً باطل له منځه تلونکی دی.
د ایمان وروڼو! دغه د مسلمانانو حال و، کله چې هغوی خلیفه درلود، له یوې فتحې څخه تر بلې، له یوه بري څخه تر بله او له یوه عزت څخه تر بل عزت پورې مخ پر وړاندې روان وو. خو نن ورځ زموږ دغه ۹۷مه روژه ده چې موږ یو دوست له لاسه ورکړی او زموږ له ټولي څخه د مؤمنانو امیر، د مسلمانانو خلیفه او هغه ډال چې تر شاه یې جنګ کېده او په هغه سره به ځان ژغورل کېده، شتون نه لري.
موږ په ۹۷مه روژه کې داخلیږو، خو بیا هم د کفري احکامو تر سیوري لاندې د اسلام له ځواک او دولت پرته ژوند کوو. د خلافت دولت د عزت او دبدبې او ځواک دولت دی. موږ ۹۷ مې روژې ته داخلیږو، خو زموږ حال له بد څخه په بدتر بدلېږي. له وژنې نیولې تر بريدونو او له کلابندۍ څخه تر لوږې پورې! د آباديو له ړنګونې او تباه کولو څخه د ژوند تر تنګسې پورې! د دښمنانو لخوا د هېواد په پلنوالي او اوږدوالي کې د ثروتونو او خیراتونو له چور کولو او استعمارولو نیولې او زموږ په مرۍ تر پښو اېښودو پورې! موږ مسلمانان ټولو کفارو له یوې لیندۍ څخه ويشتلي یو، د صلیبيانو د روانې جګړې موخه زموږ دین او عقیده ده او ګومان نه کوم چې په دغه خبره به څوک نه پوهېږي او هغه څه چې شوي او یا تر سره کېږي ټول صلیبي بريدونه دي، چې مشري يې امریکا او لکۍ یې د بریتانیا او یهودي رامنځته شوي دولت پر غاړه ده. د اروپايي دولتونو له تبريکۍ سره کیږي ټول صلیبي حملېکړ او د نورو شرقي او پاتې لویدیځو دولتونو له چوپتيا، مرستې او خوښۍ څخه نیولې د مسلمانانو د چارواکو تر ذلت او خیانت پورې.
پر افغانستان له صليبي يرغل څخه نيولې، تر سوريې، برما، فلسطین، عراق، پاکستان، لبنان او غزې پورې او همدارنګه دا هم له یاده ونه باسو چې زموږ سپيڅلو ځایونو، زموږ پيغمبر، سید او حبیب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هغه سپکاوي چې څو څو ځله تکرار شول او هم مو سپيڅلی کتاب قران کریم له یاده ونه وځي چې له سپکاوي څخه نه دی پاتې شوی.
نو زما مؤمنو وروڼو! ایا دا نه خوښوئ چې د خپلو سترو نیکونو لويي، مجد او دبدبه په رمضان میاشت کې بېرته تر لاسه کړئ؟ ستاسو د هغو نیکونو ستر او لوړ بري چې په رمضان میاشت کې یې تر لاسه کړي وو. ترڅو زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه زیری حقیقت ومومي، چې زموږ په وخت کې د لومړيو پاپانو د روم د کلیسا فتحه ده؟ ایا نه غواړئ چې د عزت او کرامت ورځې تر لاسه کړئ؟ ایا نه غواړئ چې د بریالیتوبونو او فتحو ورځې راژوندۍ کړئ؟ ایا د الله سبحانه وتعالی ملاقات نه خوښوئ؟ ایا نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې شهیدان شئ؟ ایا نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی خوښي تر لاسه کړئ؟ ایا د جنت مینه نه لرئ؟ که دغه ټولې ستاسو ارزوګانې وي، نو راځئ چې یو ځای د الله سبحانو وتعالی په ورځو کې د الله سبحانه وتعالی د پوځیانو په بڼه زیار، مبارزه او کار وکړو او د هغه سبحانه وتعالی نصرت د ژوند په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په حاکمولو او د احکامو په تطبیقولو او له نبوي منهج سره سم د دویم ځل لپاره د راشده خلافت په رامنځته کېدو کې بشپړه ونډه واخلو.
او په پای کې د ایمان وروڼو!
الله سبحانه وتعالی دې وکړي چې د رمضان میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، د اسلامي امت لپاره د عزت، لویئ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی دې زموږ دغه ارزوګانې په نږدې وخت کې زموږ پر لاسونو د رمضان په مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.
اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت د دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار پوځیان مو وګرځوه!
آمین
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
ليکوال: استاد محمد أحمد النادي
کې د «روژه او د تقوا لوري ته لار» تر عنوان لاندې د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو تعقبوونکو او لیدونکو ته رمضاني فعالیتونه وړاندې کوي، نو له موږ سره اوسئ...
۱۴۳۹هـ، د روژې مبارکي لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې د رییسې دکتورنسرین نواز خبرې: «روژه او د تقوا لوري ته لار»
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «اې پرودګاره! ما روژه نیولې ده –دویم جلد» تر عنوان لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویري خپرونو نوې خپرونه د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼې لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، چې دا خپرونه اسلامي نیکوکاره دعوتګران د نړۍ له مختلفو برخو وړاندې کوي او لومړۍ برخه مو په تېر کال ۱۴۳۸هـ روژه کې خپره کړې ده،