چهارشنبه, ۲۳ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

فلسطین: د آل عمران مبارک سورت د ۳۹م ایت تفسیر

د آل عمران مبارک سورت ۳۹م ایت "فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ"

 

             وړاندې کوونکی: شيخ يوسف مخارزة (ابو الهمام)  

                                                      ۱۴۳۹ه.ق، د جمادی الثاني ۴مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د فبروري ۲۰مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په تل الکرامه ښارګوټي کې د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار لپاره لاریونونه

حزب التحریر ولایه سوریې د شام د انقلاب د اوه کلني پیل په یادښت، د رهبرانو د لرې کولو او د غوطې د نصرت لپاره د ادلب په حومه، تل الکرامه ښارګوټي کې لاریونونه وکړل.
 ۱۴۳۹ه.ق، د رجب ۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م د مارچ ۲۳مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار په اړه د شیب عین کلي د مدني سیمه ییزې شورا بیانیه

د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار په اړه د ادلب په حومه کې د شیب عین کلي د مدني سیمه ییزې شورا بیانیه چې پر یادو اصولو یې د منګلو لګولو ټینګار هم وکړ. 

                 ۱۴۳۹ه.ق، د رجب ۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م د مارچ ۲۳مه

د مطلب ادامه...

په ډيموکراسۍ کې زده کړه يو امتياز دی، نه حق

د ۲۰۱۸م د مارچ پر ۵ مه د سند ايالت سترې محکمې په دغه ايالت کې په خصوصي ښوونځيو کې د وروستيو اضافه فيسونو اخيستلو مخه نیولې. په ياد ايالات کې محکمې د حکومت د هغې خبرتيا پر وړاندې چې له پنځه  تر لس سلنې به په فيسونو کې جګوالی رامنځته کوي، حکم صادر کړ. د  ۲۰۱۷م د ډيسمبر په میاشت کې په ياد ايالت کې په بېلا بېلو ښوونځيو پورې د اړوندو زده کوونکو ميندو او پلرونو د سند ايالتي محکمې ته غوښتنلیکونه وړاندې کړل، چې پکې د حکومت د هغه حکم د بېرته اخيستلو غوښتنه شوې وه، چې د فيسونو د ډېرولو په تړاو يې کړي وو. دوی وويل، چې په يوه ښوونيز کال کې بايد د ښوونځيو مرکزي اداره له لايحو او مقراراتو سره سم د ښوونځي فيس له ۵ سلنې څخه ډېر جګ نه کړي. همدا راز زياته یې کړه، چې ځينو ښوونځيو خپل فيسونه له ۱۰ سلنې څخه هم زيات کړي. قضايي هيئت د حکومت له لوري په فيسونو کې جګوالی ناقانونه وباله او يادونه يې وکړه چې حکومت بايد يوه داسې پاليسي جوړه کړې، چې پر بنسټ يې د ښوونځيو د فيسونو د جګوالي لپاره يوه قانوني اډانه رامنځته کړي.

د زده کوونکو د ميندو او پلرونو شکایتونه تېر کال ان تر سنا مجلس پورې ورسېدل او په تړاو يې يو متقاعد سناتور، ډګروال سيد طاهر حسين مشهدي داسې وويل: « حقيقت دا دی چې خصوصي ښوونيز بنسټونه د زورواکو په ولکه کې دي، نو ځکه يې هېڅوک پر وړاندې غبرګون نه شي څرګندولی. له یوه اړخه که په ايالتي مرکز کې اوسمهال زده کړه په سوداګرۍ بدله شوې او له بله پلوه بیا وزارت په دې تړاو هيڅ ګام نه اخلي». دغه راز هغه زياته کړه: « له بده مرغه حکومت خلکو ته د معیاري زده کړو په برابرولو کې پاتې راغلی. د ښوونکو او امکاناتو د کموالي له امله خلک خپل ماشومان حکومتي ښوونځيو ته نه لېږي. که وزارت د حکومتي ښوونځيو په درسي کيفيت کې سمون او ښه والی راولي، نو خلک به په حکومتي ښوونځيو کې د خپلو ماشومانو شاملولو ته زړه ښه کړي».

له زده کړې څخه د ټولنې موخه د وړتياوو لوړول او د راتلونکي نسل لپاره د شخصيتونو روزل دي. خو پر دې سربېره بیا هم زده کړه خصوصي شوې او د سوداګرو په واک کې ورکړل شوې ده. دا د ډيموکراسۍ اصلي څېره ده او د جاهلانو نظام دی چې پکې د خلکو د زده کړې حق له پامه غورځول کېږي.

اسلامي دولت اړ دی چې د هر کس لپاره لومړنۍ او ثانوي زده کړې برابري کړې. د افرادو زده کړه هغه څه ده، چې دوی په عادي ژوند کې ورته اړتيا لري، زده کړه د دولت له مهمو ګټو څخه شمېرل کېږي، چې خلک د نيکۍ لور ته بلي او له بدۍ څخه یې منع کوي. له همدې امله خلافت بايد خپلو ټولو وګړو ته له فيس پرته د اړتیا وړ لومړني او ثانوي ښوونځي چمتو کړي.

 پېغمبر صلی الله عليه و سلم د نیول شوو مشرکانو د خوشي کولو فديه داسې وضع کړې وه، چې دوی به د مسلمانانو لسو ماشومانو ته ليک لوست ور زده کوي. دا د جګړې غنیمت و، چې خلافت د مسلمانانو د ښېګڼې لپاره ترې ګټه اخستله. له دغې کړنې څخه په ډاګه معلومېږي، چې د زده کړې په بدل کې کوم څه نه ورکول کېږي. نو پر همدې بنسټ حزب التحرير د خلافت دستور په ۱۷۸مه ماده کې وايې: « دولت اړ دی چې د هر نارینه او ښځینه لپاره لومړنۍ او ثانوي زده کړې برابرې کړې، چې دهغوی د عادي ژوند لپاره اړينې دي. يادې زده کړې بايد له فيس پرته هر کس ته برابري شي او دولت بايد د امکان تر بريده د هر کس لپاره له فيس پرته د لوړو زده کړو زمينه هم برابره کړي».

حزب التحریر-ولایه پاکستان

سرچینه: Khilafah.com

ژباړن: صدیق احمدزی

د مطلب ادامه...

پاکستان او افغانستان به د واحد اسلامي دولت (اسلامي خلافت) برخه وي

د ۲۰۱۸م د مارچ پر دویمه د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې او صنعت مشر، زبیر موتي والا پاکستاني ورځپانې ډان ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «هند په کابل کې د خپل نفوذ په پراختيا کې بريالی شو، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان مارکيټ ته ۵۰ سلنه زیان واوښت. هغه وويل: « د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د پاکستان سوداګري له ۲.۷ ميليارد ډالرو څخه ۱.۲ ميلياردو ته راټیټه شوه، ان پر دوديزو صادراتو لکه: اوړو، جامو او غوښو یې هم ژور اغېز کړی. هندوستان د افغانستان د بازار د لاسته راوړلو لپاره  ۷۵ سلنه په هوايي ټکيټونو کې د تخفیف او د ارزانه اجناسو صادراتو ته زمینه برابره کړه».  نوموړي زياته کړه، د افغانانو لپاره اسانه ده چې  په ارزانه هوايي ټکيټونو، وړیا څو اړخيزه ويزو، د پوليسو له تلاشۍ او پلټنې پرته  هند ته سفر وکړي.

له دې سره سره، چې بریټانوي امپراتورۍ ډيورنډ کرښه د دواړو لورو ترمنځ رسم کړه، بیا هم مسلمانانو دواړو غاړو ته ګډ ژوند کاوه او هېڅکله يو له بله نه دي بېل شوي. د پاکستان په هر ګوټ کې د افغانستان مسلمانانو کار او بار درلود او يا یې هم د کاريګرو په توګه کار کاوه او په ياد پېر کې یې هېڅکله هم د پرديتوب احساس نه دی کړی. په ورته ډول، په افغانستان کې د پاکستان مسلمانانو ګڼې سوداګريزې راکړې ورکړې لرلې او د پاکستان ماهره کاريګرو په دې هیواد کې له وېرې پرته کار کاوه. د يادې سيمې د مسلمانانو لپاره، پاکستان او افغانستان د يوې سکې دوه مخونه دي او  ياد واقعیت د شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جهاد په ترڅ کې ښه په ډاګه شو، کله چې دواړو غاړو ته مسلمانانو په ګډه جګړه کوله، شوروي اتحاد ته يې ماتې ورکړه او په پايله کې یې د منځنۍ اسيا اسلامي هېوادونه آزاد شول.

پر افغانستان باندې د امريکا له يرغل سره سم په پاکستان او افغانستان کې امریکايي پلوو ګوډاګيانو په منظمه توګه هڅې کولې، چې د دې سيمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه ځانګړې اړيکې له منځه يوسي چې له اسلامي عقيدې څخه یې سرچينه اخیستې دي. د امريکا تر څارنې لاندې افغاني او پاکستاني مشران يو له بل سره په لفظي شخړو اخته شول، ترڅو د مېشتو مسلمانانو د ملتپالنې احساسات راوپاروي او پر مټ يې دښمنۍ ته لمن ووهي. څو ځله پاکستاني مشرانو د افغانانو پرمخ په دې پلمه پوله بنده کړه، چې ګواکې پاکستاني خاورې ته د ترورستانو مخه نيسي. خو د پولې تړل د دواړو هيوادونو ترمنځ راکړه ورکړه زیاته ستونزمنه کړه، ان دا چې څوک نه پوهېدل تر کله او تر څومره وخته به پوله تړلې وي. چارواکي مو پوهېږي چې دا  ټول ددې لپاره ترسره کېږي، چې امريکا په افغانستان کې د هند د پښې ايښودلو د ځای په لټه کې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کمښت اصلي لامل د چارواکو خيانت او درغلي ده. ياده سوداګري به هغه وخت بيا ځلې رامنځته شي، چې نوموړي خاين چارواکي لرې شي او د نبوت پر منهج خلافت تاسيس شي، چې په مرسته به یې د ډيورند کرښه له منځه ولاړه شي او د دواړو سيمو مسلمانان به له وېزې او نورو اسنادو پرته په ازاده توګه راکړه ورکړه کوي. د ډيورند کرښې له منځه تلل به نه يوازې د يادې سيمې مسلمانان له اقتصادي پلوه سوکاله او ښېرازه کړي، بلکې له داسې غوره حالت څخه به برخمن شي چې د امریکا او هند له لوري د رامنځته کېدونکي سياسي او امنيتي ننګوونو پر وړاندې به ګډ دريځ خپل کړي. بېلتون مو له منځه وړي، یووالی مو بريالي کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾

[ الانفال:۴۶]

ژباړه: او په خپلو منځونو کې شخړه مه کوئ، که نه نو مېړانه مو له لاسه ورکوی او ځواک به مو له منځه ولاړ شي.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

د Khilafah.com ادیټور

ژباړن: صدیق احمدزی

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: اردني قبایلو ته فوري نامه؛ نارینه به څه وخت زړورتیا مومي؟!

ریس استاد ممدوح ابو سو اقطیشات ویدیو،  هغه کس چې د اردن امنیتي دستګاه د جمعې په ورځ ۱۶/۲/۲۰۱۸ د کور د دروازې له ماتولو وروسته د وسلې په زور سره ونیولو او کمپیوټر، مبایل او ځینې ورقې یې ترې ضبط کړې؛ تر ننه د حزب التحریر له نورو شبابو سره په دې جرم چې وایي پرودګار مو الله دی، په زندان کې بندي دی!.

                                      ۱۴۳۹هـ.ق، د رجب دریېمه/۲۰۱۸م، د مارچ ۲۱مه

د مطلب ادامه...

شئون امت خپرونه: « د لبنان زندانونه جعلي پروندې او سیستماتیک ظلمونه»

په لبنان کې د اسلامپالو زندانیانو د اهالي له پلاوي شیخ احمد الشمالي سره مصاحبه

           وړاندې کوونکی: استاد عدنان مزیان  ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۹مه/ ۲۰۱۸م، د مارچ۱۷مه

د مطلب ادامه...

اسکندناویا: د جمعې خطبه:« د مسلمانانو هویت قران جوړ کړی، د ظلم او بهتان فرهنګ یې نه شي فاسدولی»

په الفرقان مسجد کې د استاد منذر عبد الله د جمعې خطبه:« د مسلمانانو هویت قران جوړوي، د ظلم او بهتان فرهنګ یې نه شي فاسدولی»  کوپنهاګن، ۱۴۳۹ه.ق، د جمادي الثاني۲۸مه/۲۰۱۸م، د مارچ ۱۶مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې