چهارشنبه, ۲۳ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلافت په نشتون کې؛ د شام پر عزتمنو مېرمنو حتا د هغو کسانو لخوا تېری کېږي، چې ادعا کوي د دوی مرستندویان دي!!!

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا(UNFPA)  یو نوی خپور شوی رپوټ ښیي چې د سوریې په کمپونو کې د هغو کسانو له خوا چې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو خیریه موسسو  مرستې وېشي، له کډوالو مېرمنو څخه جنسي ناوړه استفاده شوې.  دغه رپوټ ((د سوریې غږ 2018))  په تفصیل وایي چې څه ډول د سوریې کډوالې مېرمنې دې ته اړ باسل کېږې چې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو په بدل کې جنسي غوښتنې ومني او دا چې دغه ناوړه استفاده د سوریې په ټولو سهیلي سیمو کې خپره شوې. مرسته کوونکو کارمندانو وښووده چې څه ډول دوی ډېری وخت له دغو مجبورو مېرمنو څخه  بشر دوستانه مرستې دروي تر څو خپلې جنسي غوښتني پرې ومني او دا ستونزه ډېره سخته وه چې ځینې سوریایي مېرمنې د وېش مرکزونو ته  له دې وېرې نه تلې چې خلک به داسې و انګېري چې دوی د مرستو په بدل کې تر خپل عزت تېرې شوې. دا جنسي ناوړه استفادې له هغه خبرداري سره سره دوام کوي چې درې کاله وړاندې ملګرو ملتونو او خیریه موسسو ته ورکړل شوی و. د  ۲۰۱۵م کال په جون کې د نړیوالې ژغورنې مرکز  په دارا او قنیترا کې له ۱۹۰ مېرمنو او نجونو څخه سروې کړې چې د دوی په منځ کې ۴۰ سلنو یې کله چې غوښتل مرستې تر لاسه کړی، جنسي ځورونه تجربه کړې.

د دغه رپوټ موندنې په هماغه کال په اردن کې د ملګرو ملتونو د موسسو یوې غونډې ته وړاندې شوې، تر اوسه هم د سوریایي کډوالو مېرمنو ځورونه او پرې تېری دوام لري. ډنیېل سپینسر، یوې خیریه کارمندې او بشردوستانه سلاکارې، بي بي سي ته وویل چې نوموړې په دې اند ده چې د یو شمېر بشردوستانه موسسو په ناوړه استفادې باندې سترګې پټېږي. دې وویل: ((د مېرمنو او نجونو په جنسي سؤاستفادې سترګې پټېږي، له اوو کالو راهیسي خبره ښکاره ده خو پام نه ورته کېږي.... ملګري ملتونه او حاکم نظام د دې لپاره غوره شوی چې د مېرمنو بدن قرباني شي.... په ځینو ځایونو کې داسې پرېکړه شوې چې دا د مېرمنو د بدن لپاره هېڅ خبره نه ده چې هغې د هغې مرستې لپاره چې باید د خلکو یوې لویې ډلې ته ورکړل شي؛ وکارول شي، ناوړه ګټه ترې پورته شي او تېری پرې وشي.))

له جګړې، بمباریو، لوږې او د اسد د ظالمو پوځیانو له ځورونې زموږ د شام د ګرانو او عزتمنو خویندو تېښته  بس نه وه چې د هغو کسانو له خوا هم ترې ناوړه ګټه پورته شي چې د دوی د مرستې او ملاتړ ادعا کوي. زموږ زیانمنېدونکې او مجبورې خویندې نه یوازې دا چې د کډوالۍ(مرګ) په کمپونو کې په ډېرو ډاروونکو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ بلکې له دغو رپوټونو ښکاري چې دوی حتا لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو ته هم تر هغه چې عزت یې نه وي زیانمن شو، لاسرسی نه لري. دا یو بل ثبوت دی چې ملګري ملتونه، نورې مرستندویې موسسې او د اسلامي نړۍ رژیمونه د باور وړ نه دي چې زموږ د ګرانو خویندو غم وخوري او مرسته ورسره وکړي.د دې پر ځای یې  دا ثابته کړې چې د عزت ساتنه د دوی له نظره یو لومړیتوب نه دی.  

په حقیقت کې د نبوت پر منهج خلافت په نشتون کې د شام د عزتمنو مېرمنو لپاره هېڅ خوندي او داسې ځای نشته چې ورشي او په عزت او امن کې ژوند وکړي. په حقیقت کې، له خلافت پرته بل هېڅ دولت نشته چې د الله سبحانه و تعالی د هغه قانون مطابق حکم وکړي چې د مېرمنو عزت ته په څومره درانه نظر ګوري، د عزت ساتنې ته د نفس ساتنې سره په یوه اندازه ارزښت ورکوي او هغه کس سخت مجازات  کوي چې حتا په خوله د یوې خبرې راوړلو جرات وکړي چې دوی ته زیان ورسوي! پیغمبر صلي الله علیه وسلم پخپله  په مدینه کې د لومړني اسلامي دولت د حاکم په توګه یوې مسلمانې مېرمنې ته بې احترامۍ له امله د بنو قینقاع ټوله قبیله تبعید کړه. لوی عباسي خلیفه، متعصم بالله، یو ستر او ځواکمن پوځ د ترکیې اموریه سیمې ته -چې د رومیانو پیاوړې پوځي قلعه وه – د دې لپاره  وخوځاوه چې هغه مسلمانه مېرمن چې د یوه رومي سرتېري لخوا پرې تېری شوی و، وژغوري. په هغه وخت کې د خلافت پلازمېنه په بغداد کې وه. دا د هغه عزت او لوی مقام بې جوړې بېلګه ده چې د خلافت ریښتینې اسلامي رهبري یې د خپل دولت ښځو ته ورکوي او همدارنګه د هغه ژور احساس بېلګه چې د دغه دولت مشران دا خپله دنده بولي چې دوی له هر ډول زیان څخه وساتي. موږ پر مسلمانانو، په ځانګړې توګه په اسلامي پوځونو کې په هغو کسانو غږ کوو چې الله سبحانه و تعالی ورته پوځي ځواک ورکړی چې ژر تر ژره دغه غوره خلافت دولت تاسیس کړي ، هغه یوازینی د باور وړ دولت چې د خپلو ښځو عزت، ټېکاو، خوښي او سلامتي خوندي کوي.

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

[نور: ۵۵]

هغه کسان چې ایمان راوړي او صالح کارونه کوي، الله ور سره ژمنه کوي چې په ځمکه به یې واکمنوي، لکه څنګه یې چې تر تاسو مخکې داسې کسان د ځمکې واکمنان کړي وو، د دې لپاره چې خپل دین ته چې الله ورته خوښ کړی دی تمکین ورکړي او دوی ته یې وېره په امن او خوندیتوب بدله کړله، څو زما عبادت وکړي او زما سره هېڅ شریک ونه نیسي او که بیا داسې وکړل نو پرته له شکه دوی فاسقان دي.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

د مطلب ادامه...

مرکزي دفتر: د الرایه جریدې ۱۳۷مې ګڼې ته کتنه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د «الرایه» جریدې د هر نوې ګڼې په خپرولو سره پکې د شته خیر د رسولو په موخه، د دې پاڼې له لارې یې پر موضوعاتو یې تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ... 

  امریکا  د خلافت د پروژې له دعوتګرانو  وېره لري! 

  وړاندې کوونکی: استاد خالد الأشقر (ابو المعتز) 

  ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۶مه، چهار شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۴مه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: «د ټاکنو په استازو مجلس کې شرعي احکام!» تر سرلیک لاندې د جمعې خطبه

وړاندې کوونکي: د حزب التحریر ولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر رییس شیخ دوکتور محمد ابراهیم

 

  ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۱مه، د شام طرابلس/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۹مه

د مطلب ادامه...

د سولې خبرې اترې؛ له اشغالگرو سره خونړۍ ملگرتيا

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې د امریکايي جګړې د شدت او د طالبانو پر سنګرونو د هوايي بريدونو د بې ساري زياتوالي سره په یوه وخت، په عامه افکارو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه انګازو سخت زور اخيستی او هسې يوه لويه غوغا یې جوړه کړې. پخوا د امریکا او افغان دولت له خوا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته درې اساسي شرطونه وړاندې شوي وو: وسله پر ځمکه اېښودل (د جګړې درول)، له نړیوال تروریزم څخه جلا کېدل او د هغه غندل، اساسي قانون منل او د ۱۷ کلونو په اوږدو کې د تر لاسه شوو لاسته راوړنو ساتنه او د هغو درناوی. په داسې حال کې چې اشرف غني د  "کابل پروسې" په دویم کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پيل له هر راز مخکیني شرايطو پرته اعلان کړ؛ مګر په کنفرانس کې يې د رسمي وینا په ترڅ کې اوو ټکو ته چې په حقیقت کې يو لړ مخکيني شرطونه دي، داسې اشاره وکړه: «د سولې سیاسي اډانه بايد جوړه شي، اوربند اعلان شي، طالبان د یو سیاسي حزب په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات پيل شي، آزادو او عادلانه ټاکنو ته لاره هواره شي، د سولې لپاره حقوقي اډانه وضع شي او د غوښتنې په صورت کې د اساسي قانون د پروسې له لارې اساسي قانون بیا وکتل شي.»

       طالبانو هم د هوايي بریدونو د شدت او د دغو او دې ته ورته وړاندیزونو په پايله کې د سولې خبرو اترو ته یو څه تمایل ښودلی او یو لیک یې هم د امریکا کانګرس ته لېږلی دی.

       د سولې لپاره د مخکينیو او اوسنیو شرایطو له تجزیې او تحلیل څخه دا په ډاګه کېږي، چې د امریکا او افغانستان دولتونو په ایډيولوژیک دریځ کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی، بلکې ټول پخواني شرطونه يو ځل بيا د نوو الفاظو په اډانه کې وړاندې شوي، چې د طالبانو پر بې قیده او شرطه تسلیمېدو باندې دلالت کوي. لکه څنګه يې چې تېر کال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب هم بې له کوم قید او شرطه سیکولر اساسي قانون او ۱۷ کلنو ډیموکراتیکو ارزښتونو ته تسلیم کړ.

       بل پلو د سولې له مفهوم څخه د عامو خلکو، افغان دولت او امریکایانو تعبير يو نه دی، بلکې يو له بل څخه پراخ توپير لري. د افغانستان عام خلک سوله د "د جگړې پای ته رسول" ګڼي؛ په داسې حال کې چې امریکایان سوله د خپلو سفارتونو، نظامي اډو او خپلو اتباعو او ملکي ادارو د امنیت له نظره ویني. له سولې څخه د دغو متضادو تعبيرونو نه درک، خلک او آن ځينې سطحي فکره سیاسي شنونکي هم د سولې بهیر ته هيله‌من کړي دي.

       له همدې امله لکه څنګه چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره سولې، په افغانستان کې د جګړې پر شدت او بهیر کوم اغېز ونه کړ، په ورته بڼه که له ځينو طالبانو او يا طالب ډلو سره سوله هم وشي، پر روان تاوتریخوالي به کومه مثبته اغېزه ونه کړي. ځکه له یوه لوري طالبان اوس د پخوا په څېر یوه متحده ډله نه ده. که له یوې ډلې سره سوله وشي، نورې ډلې يې مخالفت او جګړو ته ادامه ورکولی شي او له بله اړخه له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د داعش فعالیتونو هم فضا نیولې او هره کړنه يې د ځانګړيو استخباراتي کړيو له خوا ستره ښودل کېږي، په داسې حال کې چې دا ډول غټ ښودنه د ځمکې پر سر له ريښتيني واقعیت سره سمون نه لري. د داعش تر څنګ د افغانستان دولت په افغانستان کې د شلو نورو تروریستي ډلو د شتون خبره کوي. البته دا شل ډلې روښانه نه دي، چې کومي دي. نو په ډاګه کېږي، چې د افغانستان جګړه د ستراتیژیکو موخو لپاره د سترو نړیوالو قدرتونو جګړه ده، چې د سولې له بهیر سره به د ځينو طالبانو یو ځای کېدل ورباندې هېڅ کوم اغېز ونه لري او د دې تر څنګ نورې بالقوه ډلې شته، تر څو روانه ناامني و غځوي.

       له دې امله اوسمهال په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د جګړې د دوام ستراتيژي ده، نه د سولې. ځکه هغوی له یوې خوا د افغانستان له جیوپولیټیک موقعیت څخه په سیمه کې د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا د جنګي پروژې په توګه ګټه اخلي او له بلې خوا د جګړې تر ګواښ لاندې سیمې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د ځمکو په توګه کاروي، تر څو له نفتو او وسلې وروسته د درمل او اعتیا لپاره د نشه‌يي توکو د خورا ستر نړیوال مارکېټ اړتیاوې پوره کړي او له دې لارې د امریکا د مخ پر زوال اقتصاد د رغولو لپاره ښې پرېمانه پيسې ترلاسه کړي.

       نو د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید دا درک کړي، چې د یوې اسلامي خاورې مستقیم اشغال؛ د اشغال شوې خاورې آزادۍ او د اشغال دفع کولو ته اړتیا لري، نه خبرو اترو ته. حال دا چې اوس اسلامي امت په ټولو اسلامي خاورو کې داسې دولت نه لري، چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځ ته شوی وي او د دوی د وینو، مال، نوامیسو او خاورې دفاع وکړي. نو له اشغالګرو سره هر ډول خبرې اترې له هغوی سره خونړۍ ملګرتيا ده او له تسلیمۍ او د استعمار د رېښو له ټينګولو پرته امت ته بل څه نه شي ورکولی. نو موږ باید د اسلامي دولت (خلافت) او د هغه د بهرني سیاست په اړه خپل اوسنی لیدلوری تصحیح کړو، تر څو هسې نه د اسلامي نړۍ د ډېرو نورو غیر سیاسي ډلو په څېر د امت او دولت په استازولۍ له اشغالګرو سره خبرو اترو ته کېنو او بالاخره له استعمار سره د مبارزې پر ځای د کفري نظامونو د مشروعیت لامل او د استعمار رېښو ته اوبه ورکړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

فلسطین: د ال عمران مبارک سورت د ۳۷ـ۳۸ ایتونو تفسیر

د ال عمران مبارک سورت (۳۸ـ۳۷) ایتونه: "فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا...."وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخارزه (ابو الهمام)

                                              د 1439هـ  د جادي الاولی ۲۷مه، سه شنبې/   2018م، د جنوري ۳۰مه

د مطلب ادامه...

د امت شئون خپرونه: « هغو ته ځوابونه چې د خلافت په وجوب کې شک لري!»

د ولایه اردن له شیخ ثابت الخواجا (ابو العبد) سره خبرې اترې 

                                 مجري: استاد هیثم الناصر ( ابو عمر)

            د ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۲مه، شنبې/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۰مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې