هجری قمری نېټه : 1 رمضان 1445
میلادی نېټه : دوشنبه, 11 مارچ 2024 م
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي، جي پي سينګ، د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ويلي؛ نوی ډهلی غواړي چې په سياسي او اقتصادي برخو کې له کابل سره خپلې اړېکې پراخې کړي. د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي هم په ياده ليدنه کې د هند له «بشردوستانه» مرستو څخه مننه کړې او له ډهلي سره يې د کابل د اړېکو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت وياند پر ايکس ليکلي چې؛ جي پي سينګ د امنيت له ټينګښت او د داعش او نشهيي توکو پر وړاندې له مبارزې څخه خوښي څرګنده کړې ده. همدا شان د اوسني دولت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: «دواړو اړخونو په ډيپلوماټيکو او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو پر اړېکو خبرې اترې کړې دي. هند په سیمه کي له مهمو هېوادونو څخه دی او اسلامي امارت غواړي چې له هند سره ښې اړیکې ولري».
د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه اوسنيو حکامو او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته لاندې ټکي بيانوي:
۱. د هند حکومت تل په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې فعال رول ولري. دا رول له هغه راوروسته ډېر د بحث وړ دی چې په سيمه کې د امريکا نوی ماموريت پيل شوی دی. امريکا غواړي چې په سيمه کې د هند ماموريت پياوړی وي؛ په ځانګړې توګه د چين په مهارولو کې. همدا لامل دی چې امريکا او غرب په هند کې د مودي د حکومت پر ټولو جنايتونو سترګې پټوي، تر څو هند په سيمه کې د امريکا د سياسي، نظامي، اقتصادي او استخباراتي متحد په توګه دقيق رول ادا کړي. په حقيقت کې په جنوبي اسيا کې د هند رول په منځني ختيځ کې د اسراييلو د رول په څېر دی.
۲. امريکا د خپلو دوو سياسي متحدينو (هند او پاکستان) تر منځ هند ته ترجيح ورکړې ده. پر افغانستان د دغې ترجيح ورکونې اغېز دا دی چې هند د اقتصاد او تجارت تر نامه لاندې د افغانستان حکومت ته د نږدې کېدو په حال کې دی او برعکس له پاکستان سره د افغانستان اړېکې ورځ تر بلې خړې پړې کېږي. د امريکا پاليسي همدا ده چې هند بايد د سيمې د هېوادونو د رهبري کوونکي رول پر غاړه ولري، له چين سره پر مبارزه تمرکز وکړي او د پاکستان له لوري اندېښنه ونه لري. همدغه دليل دی چې پاکستان يې له افغانستان سره ښکېل او بوخت کړی دی. د پاکستان خاينه سياسي او نظامي رهبري په دې برخه کې په دوامدار ډول له امريکايي پاليسۍ سره مرسته کوي.
۳. هند غواړي چې د افغانستان له اوسني دولت سره د امريکايي تعامل (تهديد او تشويق) په قضيه کې پياوړی نقش ولري. په دې توګه چې په وروستيو درېيو کلونو کې امریکا هڅه کړې چې د سيمې او منځنۍ اسيا د هيوادونو له لارې خپله طرحه پر افغانستان تحميل کړي، تر څو د افغانستان اوسنی حکومت په بشپړ ډول په نړيوال سيکولر نظم کې مدغم شي. په داسې حال کې چې په دې برخه کې غربي هېوادونه او د سيمې هېوادونه د يوې سکې دوه مخونه دي.
۴. د مودي دولت د دې تر څنګ چې له «اسراييلو» سره نږدې اړېکې لري، له اسراييلو سره په همغږۍ او ګام په ګام د مسلمانانو پر وړاندې تروريستي اعمال ترسره کوي او پر وړاندې يې د دښمنۍ پاليسي تعقيبوي. د مسلمانانو ټولوژنه د مودي تېر ژوند یوه برخه ده او هغه اوس نه يوازې په کشمير کې، بلکې په ټول هند کې د ديني تصفيې پر پاليسۍ کار کوي. د هندوتوا دولت غواړي چې په هند کې اسلامي شعائر، ارزښتونه او آن په هند کې د مسلمانانو د تمدن نښې له منځه يوسي. پيغمبر صلی الله عليه وسلم او ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها ته د BJP د غړو توهين او دغه راز د بابري مسجد ړنګول او پر ځای يې د هندويي معبد جوړول د دې بېلګې دي. د هند دولت نه يوازې دا چې د کشمير اشغالګر دی؛ پر دې سربېره د مسلمانانو له ځپلو، وژلو، حجاب ته له سپکاوي، اختطاف او پر مسلمانو ښځو له تېري څخه مخ نه اړوي. د ۲۰۲۳م کال د جولای پر ۲۹مه په کورنيو چارو کې د هندو دولت وزير تاييد کړه چې له ۲۰۱۹م کال راپديخوا ۹۷۶۵ تنې ښځې په اشغال شوي کشمير کې ترېتم شوي، چې له دې ډلې ۱۱۴۸ تنې يې تر ۱۸ کلنۍ کمعمره نجونې دي.
پايله دا چې؛ امريکا غواړي د هند له دولت سره د اسلامي هېوادونو د اړېکو په ښه کولو سره په اسلامي خاورو کې د دغه خبيث دولت رول پياوړی او نفوذ، مشروعيت او بقا يې تضمين کړي، لکه څه ډول چې د اسلامي خاورو خاينو واکمنانو د «اقتصاد محوره» بهرني سياست تر عنوان لاندې دغه کار له يهودو سره وکړ؛ د هغو جنايتونو ته يې مشروعيت ورکړ او بقا يې ورته تضمين کړه. له بله اړخه؛ له بالفعل محاربو، دښمنو، اشغالګرو او د مسلمانانو له قاتلو دولتونو سره هر ډول دوستانه اړېکې، نه يوازې دا چې د شريعت خلاف دي، بلکې مسلمانه ټولنه د دښمنپېژندنې په موضوع کې تېرباسي. ځکه مسلمانان بايد وپوهېږي چې د هغوی دوست او دښمن څوک دی او دا يوازې د راشده خلافت په دولت سره ممکنه ده؛ چې له يوه اړخه د دغه دولت بهرنی سياست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام پر حمل ولاړ دی او له بله اړخه يې ولاء يوازې له الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره ده. د نبوت پر منهج خلافت دولت په بهرني سياست کې د دې تر څنګ چې دوست او دښمن واضح کېږي، د مظلوم لاسنيوی او نصرت کېږي او ظالم تهديدېږي، وېرول کېږي او ځپل کېږي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر
۱۱/۳/۲۰۲۴
د رمضان اول ۱۴۴۵