پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 ذولحجه 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 30 جون 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 31/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د نبوت پر منهج خلافت او د امت د وحدت لپاره غږ پر وړاندې د کندهار د ابتدائیه محکمې عجیب او غیرشرعي دریځ

د کندهار ولایت ابتدائیه محکمې د حزب التحریر پر ۱۵ تنو دعوتګرانو داسې حکم صادر کړی چې؛ تر څو چې دغه دعوتګران د نبوت پر منهج خلافت ته د دعوت له عمل څخه پښېماني او ندامت ونه ښيي او توبه ونه کړي، نو تر نامعلومې مودې پورې به په زندان کې پاتې شي. دا په دې معنی ده چې د حاکم نظام تر سیوري لاندې چې څوک د اسلام بشپړ او هر اړخيز تطبيق ته دعوت کوي او هغه ته پابند پاتې کېږي، نو په ابدي حبس به محکومېږي. آن د مرکزي اسيا د تر ټولو مستبدو رژيمونو، ظالمو عرب رژيمونو او کمونيستي او سيکولر دولتونو له ډلې هېڅ يوه يې په تېرو ۷۰ کلونو کې د دعوتګرانو پر وړاندې دغسې ظالمانه حکم نه دی صادر کړی. هغه کسان چې دغه ډول حکم يې کړی، په ډاډ سره ويلی شو چې دوی ټول ريکارډونه مات کړي دي. ايا واقعاً فکر کوئ چې دغه ډول ظلم به هغه دعوتګران، چې د الله سبحانه و تعالی پر عدالت ايمان لري، ووېروي؟ هغه عدالت چې که په دې دنيا کې متحقق نه شي، په قطعي توګه په اخرت پر خپل مقام درېږي.

موږ د دغې قضایي پرېکړې د غندلو ترڅنګ له هغو کسانو څخه، چې د مسلمانو دعوتګرانو پر وړاندې یې دا ډول ظالمانه پرېکړه کړې، پوښتو چې د دغه حکم اساس يې څه دی؟ د کوم شرعي، فقهي او مذهبي اصل له مخې او د کوم فرمان او داخلي عرف او قانون او آن نړيوال عرف او قانون پر اساس مو دغه پرېکړه کړې؟ ایا غواړئ په دغه ډول حکمونو مو موږ ته په مکي دور کې د اصحابو حال را په یاد کړئ چې د اسلامی دعوت په سبب یې یوازې دوه غواروي لرل؛ یا له اسلامي دعوت څخه تېرېدل او يا په سوځوونکې دښته کې تر مرګه پورې د ربړو او شکنجو زغمل!؟  

د قضاوت مسند په اسلام کې خورا ارزښتناک مقام لري او هره پرېکړه یې باید د اسلامي افکارو، احکامو او ارزښتونو په رڼا کې وشي. په دغه قضایي پرېکړه کې د نفس له هوا پرته بل څه نه لیدل کېږي. مسلمانان په حکم او قضاوت کې د انبیاوو وارثین دي. نو یو قاضي څنګه کولی شي چې د دعوتګرانو پر وړاندې دغسې ظالمانه پرېکړه وکړي. موږ هغو قاضیانو ته، چې قصداً یا د جهل له مخې د اسلامي دعوت مخه نیسي، په دنیا کې له ذلت او اخرت کې له عذاب څخه انذار ورکوو او دوی باید له خپلو دغو عملونو توبه وکړي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي:

«الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ: وَاحِدٌ فِي الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِي النَّارِ؛ فَأَمَّا الَّذِي فِي الْجَنَّةِ فَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ، وَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَجَارَ فِي الْحُكْمِ فَهُوَ فِي النَّارِ، وَرَجُلٌ قَضَى لِلنَّاسِ عَلَى جَهْلٍ فَهُوَ فِي النَّارِ» (ابو داود)

ژباړه: «قاضیان درې (ډوله) دي؛ یو (ډول) یې جنت ته ځي او دوه (ډوله) يې دوزخ ته. کوم چې جنت ته ځي، هغه سړی دی چې حق پېژني او پر حق حکم کوي. او هغه سړی چې حق پېژني او په حکم کې ظلم کوي هغه په اور کې دی او هغه سړی چې د جهل له مخې د خلکو قضاوت کوي هغه هم په اور کې دی.»

د حیرانتیا خبره دا ده چې محکمې د دغو دعوتګرانو ازادي له دعوت څخه په توبه کولو پورې مشروطه کړې ده، کنه نو تر نامعلومې مودې پورې به په زندان کې پاتې شي. په حقیقت کې له شرعي نظره توبه له ګناه او حرام څخه راګرځېدل دي. ایا د نبوت پر منهج خلافت ته دعوت، د امت وحدت ته دعوت او امر بالمعروف او نهی عن المنکر حرام کارونه دي چې دعوتګران ترې راوګرځي او توبه ترې وکړي؟ تاسو ته زموږ ځواب هغه دی چې په «طه» سورت کې راغلی:

فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ ۖ إِنَّمَا تَقْضِي هَٰذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا [طه:٧٢]

  ژباړه: «نو هر حکم چې کوې ویې کړه؛ ته یوازې په دې دنیوي ژوند کې حکم کولی شې!»

د نظام ځینې چارواکي په داسې حال کې د حزب التحریر دعوت خطر ګڼي چې ملګري ملتونه، د محاربو هیوادونو سفارتونه او سیاسي بنسټونه او سلګونه ظاهراً بشردوستانه انجوګانې په افغانستان کې شته دي چې په څرګند ډول د اسلامي ارزښتونو او حاکم نظام پر وړاندې فعاليت کوي او ټوله هڅه یې دا ده چې حاکم نظام د کفري نړیوال نظم لارې ته برابر کړي؛ خو له بده مرغه د دوی د فعالیت په اړه هیڅوک هم اندېښنه نه لري. ځکه چې د ډالرو مېليوني کڅوړو او مالي امتیازاتو د هغوی په هکله پر سیاسي بصیرت او شرعي موقف پرده غوړولې ده. لکه د ملګرو ملتونو ځانگری استازي چې څو ورځې وړاندې وویل: «طالبان له غرونو راغلي او ... وخت نیسي چې زموږ اصول ومني.» ایا چا د دغو سپکوونکو خبرو پر وړاندې کوم شرعي دريځ غوره کړ؟ نه! په داسې حال کې چې د نظام د بقا لپاره اصلي خطر ذکر شوي موارد دي؛ خو د نظام ځینې چارواکي چې په زړونو کې یې «زیغ» دی، له دعوتګرانو سره يې دښمنۍ ته ملا تړلې، نیسي یې، تعذیبوي یې او په محکمو کې یې پر وړاندې ظالمانه پرېکړې کوي. که له دغو چارواکو سره د حزب التحریر د فعالیت او خیر غوښتنې په اړه درک او د اسلام د تطبيق او اخرت په اړه اندېښنه وای؛ نو دا ډول ظالمانه او بې‌نتيجې کړنې يې نه ترسره کولې.

د حزب التحریر دعوت یو نړیوال دعوت دی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضې په ترسره کولو سره حکام او د واک څښتنان د خلافت د تاسیس او امت د وحدت برخلیک ټاکونکې قضیې ته متوجه کوي او هغوی ته د حکومتولۍ اساسي لومړیتوبونه ور په ګوته کوي. څوک چې د دعوتګرانو خیر غوښتنې ته په ظلم سره ځواب ورکوي، هغوی دې پوه وي چې د تاریخ په اوږدو کې د الله سبحانه و تعالی سنت دا دي چې د ظالم قوم ځای بل قوم ته خالي کوي.

وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُم [محمد:۴۷]

ژباړه: «او هر کله چې (د الله له میثاق څخه) مخ واوړئ، الله مو پر ځای بل قوم (نور خلک) راولي؛ هغوی به بيا ستاسو پشان (عهد ماتوونکي او ظالم) نه وي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې