پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 ذولقعده 1445

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 29 می 2024 م

شمیره:      د صدور ګڼه ۰۴۰/ ۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
نور بس دی، د غزې حالت د زغم وړ نه دی

په خیمو کې تر ټول‌وژنې وروسته به څه شی امت او د امت پوځونه په حرکت راولي!؟

(ژباړه)

د مې په ۲۷مه په غزه کې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د رفح ښار د بې ځایه شویو پر کمپ د اشغالګرو یهودو په برید کې ۴۵ تنه وژل شوي، چې ۲۳ يې ښځې، ماشومان او سپین ږیري وو؛ د دې ترڅنګ ۲۴۹ تنه نو ټپیان دي. په خپرو شویو ویډیوګانو کې سوځېدلي جسدونه، له بدنونو پرې شوي سرونه، سوځېدلي زخمونه او د بدن پرې شوي غړي ښکاري. دغه نسل‌وژنه چې د « خیمې اور» په نوم یاده شوه په هغه سیمه کې پیښه شوه چې اشغالګرو یهودو د «امن سیمې» نوم ورکړی و. د اشغالګرو الوتکو پر هغو نویو بې ځایه شویو کمپونو بمبار وکړ چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته څېرمه دېره شوي وو.

په غزه کې د یهودي رژیم د وحشتونو اتمه میاشت ده او دا ځل يې په نوې بڼه عام وژنه وکړه د ټولو انځوریزو او صوتي فلمونو سره سره نړیوالو هېڅ و نه کړل! بل وحشیانه برید یې پر ښځو او ماشومانو و چې په تېرو اتو میاشتو کې د یهودي رژیم د بریدونو «سټراتیژیک اهداف» ګڼل کیدل. پر خوندي سیمې د یهودي رژیم دغه نوي وحشتناک برید وښودله چې دغه اشغالګر رژیم د هېڅ خوندي سیمې او سرو کرښو پروا نه لري.

اې اسلامي امته: که د رفح او غزې پاتې کسانو د ژغورنې لپاره حرکت ونه کړئ د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو سوځېدلي جسدونه او وینې به په اخرت کې د الله پر وړاندي پر تاسو شاهدي وايي. ایا زموږ ګران پیغمبر موږ ته نه دي فرمايلي: «تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»... «مسلمانان د واحد تن په څیر دي که د بدن یو غړی يې په درد شي ټول بدن یې نارامه او تبه نیسي.»

نو ولې تاسو خپل ورونه دښمن ته یوازې پریږدئ!؟ تر کله به د دغو جنایتکارو لاسپوڅو رژیمونو، چې له یهودي رژیمه ساتنه کوي او د هغوی پر وړاندي هر خوځښت خنثی کوي، پر وړاندي چوپ وئ!؟

اې د مسلمانانو په پوځونو کې مخلصینو! موږ په ځانګړي ډول د مصر (الکنانه) پر سرتیرو، چې دغې نسل وژنې ته څېرمه پراته او هرڅه ویني او اوري او د اشغالګرو له لوري رامنځته شویو مصنوعي پولو څخه ساتنه کوي، غږ کوو. سهار او ماښام ښځې او ماشومان د مرستې لپاره پر تاسو غږ کوي خو تاسو دغو مصنوعي پولو او درزونو چې د اشغالګرو له لوري رامنځته شوي، راګرځولي یاست. اې سرتېرو او قومندانانو: نور بس دي، دغه حالت د زغم وړ نه دی. که دغه زړه بوږونکي پیښې تاسو په حرکت را نه ولي نو څه به مو په حرکت راولي!؟ موږ تاسو ته خبردارۍ درکوو که اوس تاسو په غزه کې د خپلو ورونو ملاتړ ونه کړئ، نو په اخرت کې د الله سبحانه وتعالی د غوسې او عذاب په تمه اوسئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

 «مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ، إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ، إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: کوم څوک چې يو مسلمان په داسې ځای کې ذلت ته پرېږدي (مرسته يې و نه کړي) چې د هغه حرمت پکې تر پښو لاندې کېږي او بې ابرو کېږي، الله تعالی به هغه په داسې ځای کې ذليل کړي (مرسته به يې و نه کړي) چې دی پکې له هغه څخه د مرستې او ملاتړ هيله لري او کوم څوک چې په داسې ځای کې د يوه مسلمان مرسته او ملاتړ وکړي چې هغه پکې بې ابرو کېږي او حرمت يې تر پښو لاندې کېږي، نو الله تعالی به يې په داسې ځای کې مرسته او ملاتړ وکړي چې دی يې مرستې او ملاتړ ته هيله‌من وي.

نو ځانونه هغې ورځې ته چمتو کړئ چې له الله سبحانه وتعالی سره مخ کیږئ او ستاسو مدعي به د غزې یو ماشوم یا یوه ښځه وي چې وایې به: اې پرودګاره، دغو خلکو موږ یوازې پریښي وو، پداسې حال کې چې له موږ څخه د ملاتړ توان یې درلود!

د غزې پیښو د یهودي رژیم ډارنوالی او کمزوري ښکاره کړه؛ له دوی سره د جنایتکارانو د سرلارې امریکا، اروپا او د اسلامي خاورو حکامو کې د دوی د لاسپوڅو ملاتړ دی. نو د تېرو فاتحینو په څېر په فلسطین کې د خپلو مظلومو وروڼو او خویندو د ملاتړ لپاره راپورته شئ.

«وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ» [الروم:۴-۵]

ژباړه: «او په دغه ورځ به مومنان د الله په بښل شوي نصرت باندي خوشحاله شي. الله (سبحانه و تعالی) له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښ یې شي، هغه (سبحانه و تعالی) برلاسی او رحیم دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – د ښځو برخه

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ذوالحجې ۲۱مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۲۹مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې