ولاية السودان: مهرجان خطابي "أمة واحدة.. راية واحدة.. في ظل خلافة راشدة"
- خپور شوی په ویډیوګانې
(ژباړه)
کله چې د ۲۰۱۷ د اپریل په ۱۰مه هندي جاسوس ته، چې په پاکستان کې د دروغجنو عملیاتو سبب شو، د اعدام حکم وارول شو، په پاکستان کې یې هرکلی وشو؛ مګر دا بسنه نه کوي. په حقیقت کې دا د چارواکو غولونکې هڅه ده. له یوه لوري هندي جاسوس ته د مرګ په محکومیت مسلمانانو ته په ځانګړې توګه فوځ ته د هند پر ضد احساسات ورکوي، له بل لوري همدا چارواکي د ټرمپ ادارې په مشرۍ د اړیکو د عادي کولو په توګه له هند سره د خبرو اترو لپاره لاره هواروي. که حکام؛ پاکستان، مسلمانانو او اسلام ته په ریښتینې توګه مخلص وای، نو دوی به له هندي حکومت سره د یو یرغلګر دولت په توګه عمل کړی وای او د اړیکو د عادي کولو پالیسي به يې بنده کړې وه، چې د بهاراتیا جاناتا په مشرۍ هندي رژیم ته د «ستر هند» پروژې د ایجاد لپاره د اعدام حکم لري.
که چارواکي مخلص وای، دوی به د فوځي اړیکو د عادي کولو پالیسي بنده کړې وه، چې په وسیله يې پاکستاني چارواکي له هندي پوځ سره مرسته کوي او د کشمیر پر وړاندې په وسله وال مقاومت بوخت دي. په داسې حال کې چې دوی زموږ له پياوړی فوځه غوښتنه کوي، چې د هند د دښمنۍ په مقابل کې د «زغم» سیاست تمرین کړي. خو د پاکستان حکام د هغو ډلو او خوځښتونو د ځپلو هڅه کوي، چې د اشغال شوي کشمیر د ازادۍ لپاره هڅه کوي. دا هرڅه یواځې د هند په غوښتنه کیږې، لکه څرنګه چې د هند د بهرنیو چارو ویاند «ویکاس سواروپ» د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۱۷مه داسې وویل: «یوازې رښتیني عملیات د پولې په اوږدو کې د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان رښتينولي ثابتولای شي.»
که چارواکي مخلص وای، نو دوی به د سیاسي عادي کولو پالیسي له منځه وړې وای، چې په وسیله يې پاکستاني چارواکي د ټرمپ له ادارې سره مرسته کوي، تر څو له اسلام سره زموږ ژورې اړیکې پرې کړي، هغه اسلام چې د هندي دولت د واکمنۍ لپاره تر ټولو لوی خنډ ګڼل کیږې. یوازې اسلام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت په تاسیس د هند په نیمه قاره کې په سلګونو میلیونه مسلمانان سره راټول او یو موټی کولی شي.
که حکام مخلص وای، دوی به د اقتصادي اړیکو د عادي کولو پالیسي له منځه وړې وای، چې په وسیله يې د پاکستان خاین چارواکي په اسلامي خاورو کې هند ته فرصتونه برابروي. نو له یوه لوري دوی هندي شرکتونو ته د پولو پرانیستلو هڅه کوي، په داسې حال کې چې زموږ خپل صنعت او کرنه د انرژۍ د کمښت او ملا ماتوونکو مالیاتو له امله په ټپه درېدلې. له بل لوري رژیم هند د چین - پاکستان په اقتصادي دهلېز (CPEC) کې د یو ځای کېدو لپاره هڅوي، چې په وسیله يې پاکستان په سودي قرضونو کې ډېر ډوب شوی او خپلې زیاتې مهمې سرچینې یې د چین په مالکیت کې ورکړې دي.
اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مخلصو افسرانو! د هند پر وړاندې په دا ډول کړنو زموږ په سترګو کې خاورې اچوي. جنایتکار چارواکي زموږ مخه نیسي، زموږ د دښمنانو په ملاتړ سره زموږ پر دین بریدونه کوي. هغوی شپه او ورځ کار کوي، چې هند پر سیمه پر یو مسلط ځواک بدل کړي. تاسو نهیلي کوي او له شته واقعي قدرت څخه مو غافل کوي. همدا اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، چې ستاسو لپاره د الله سبحانه وتعالی په لور لار او وسیله وي، تر څو د الله سبحانه وتعالی صالح بنده ګان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو په ځېر وئ او ستاسو په لاسونو د هند فتحه وشي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې زیری ورکړی. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام» (رواه احمد و نسایی)
الله سبحانه وتعالی زما د امت دوې ډلې د جهنم له اوره ساتي: یوه هغه ډله چې هند به فتح کوي، بله هغه چې له عیسی بن مریم سره به وي.
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«وَعَدَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَزْوَةَ الْهِنْدِ فَإِنْ أَدْرَكْتُهَا أُنْفِقْ فِيهَا نَفْسِي وَمَالِي فَإِنْ أُقْتَلْ كُنْتُ مِنْ أَفْضَلِ الشُّهَدَاءِ وَإِنْ أَرْجِعْ فَأَنَا أَبُو هُرَيْرَةَ الْمُحَرَّرُ» (رواه احمد، نسایی و حکیم)
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هند د غزا او کامیابۍ وعده راکړې. هغه وفرمایل: که زه په هغه وخت کې وم، نو په خپل ځان او مال به وجنګېږم او که ووژل شوم، له غوره شهیدانو څخه به وم او که غازي راستون شوم، نو زه به له ګناهونو پاک ابوهریره وم.
د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
(د دستور مقدمې د ۳۳مې مادې تشریح)
(ژباړه)
پوښتنه:
بسم الله العظیم وبه أستعین
قدرمن عالم، السلام علیکم ور حمت الله وبرکاته!
دوې پوښتنې لرم، که مهرباني وکړئ، راځواب يې کړئ. له الله سبحانه وتعالی غواړم چې تاسو او ټول هغه کسان چې د اسلامي ژوند د بیا راتګ لپاره کار کوي، ثابت قدمه او استوار وساتي. «د دستور مقدمه» کتاب کې (۳۳)مه ماده داسې بیان شوې ده: «که خلیفه د لنډ مهاله امیر له ټاکلو څخه وړاندې وفات یا عزل شو او یا په بل دلیل د خلافت منصب خالي شو، د معاونینو له ډلې څخه به د خلیفه زیات عمره معاون لنډ مهاله امارت په غاړه اخلي».
د دې موضوع دلیل څه دی او ولې زیات عمره معاون لنډ مهاله امارت پر غاړه اخلي، نه بل؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!
«د دستورمقدمه» کتاب کې (۳۳) مه ماده په مکمل ډول روښانه ده، چې دا لاندې دوې موضوعګانې پکې شاملېږي:
۱. د خلیفه له وفات څخه وړاندې د ده له لوري د موقتي امیر د ټاکلو دلیل د صحابه وو له اجماع څخه اخیستل شوی دی. د دستور مقدمه کې د دغې موضوع په شرحه کې داسې ذکر شوې ده: «که خلیفه احساس کړ چې اځل يې نژدې دی، پر ده لازمه ده چې د خلافت منصب له خالي کېدو څخه وړاندې او په مناسب وخت کې د نوي خلیفه د ټاکل کېدو لپاره لنډ مهاله امیر وټاکي؛ ترڅو هغه د خلیفه له وفات څخه وروسته خپل کار، چې تر دریو ورځو پورې د نوي خلیفه ټاکل دي، پیل کړي. لنډ مهاله امیر د شرعي احکامو د تبني صلاحیت ځکه نه لري، چې هغه د خلیفه صلاحیت دی، چې امت بیعت ورسره کوي. همدارنګه ده ته روا نه ده، چې خلافت ته نوماند شي یا یو له نوماندانو څخه خلیفه وټاکي. ځګه حضرت عمر رضی الله عنه هغه څوک لنډمهاله امیر ټاکلی و، چې د خلافت په نوماندانو کې نه و. د نوي خلیفه په ټاکلو د لنډمهاله امیر ولایت په دې دلیل له منځه ځي، چې دا یوه موقتي چاره و او د نوي خلیفه په ټاکلو پای ته رسیږي.
د دغې کړنې دلیل، د عمر رضی الله عنه هغه کړنلاره ده، چې د زخمي کیدو پر مهال یې د لویو صحابه وو په شتون کې انتخاب کړې، چې هغوی د ده پر وړاندې هیڅ اعتراض او مخالفت ونه کړ. نو همدا د اصحابو اجماع ده.
همدارنګه عمر رضی الله عنه له زخمي کېدو وروسته د خلافت شپږو نوماندانو ته داسې وویل: د دغو دریو ورځو په بهیر کې صهیب ستاسو د جماعت امام دی او تاسو د خلیفه په ټاکلو کې مشوره وکړئ. همدارنګه طبری په خپل «تاریخ» کتاب کې ذکر کړي دي، چې صهیب رضی الله عنه ته یې وویل: درې ورځې د لمانځه امام شه! همدارنګه ویې ویل: که پنځو کسانو پر یوه اتفاق وکړ او یوه سرغړونه وکړه، سر یې په توره ووهه!
صهیب رضی الله عنه پر دوی امیر ټاکل شوی و. دا چې په لمانځه کې امام ټاکل شوی و، نو په لمانځه کې امام کېدل د امیر کېدو په معنا دی. پر دې سربېره د جزا ورکولو صلاحیت هم ورکړل شوی و او د وژلو حق له امیر پرته بل څوک نه لري. ځکه دغه کار د لویو صحابه وو په حضور کې له کوم مخالفت پرته وشو. نو له دغه دلیل څخه د صحابه وو رضی الله عنهم اجمعین اجماع استنباط کیږي، چې پر خلیفه لازمه ده تر څو په دا ډول حالاتو کې د نوي خلیفه د ټاکل کېدو د مسوليت لپاره لنډمهاله امیر تعین کړي.
۲. د لنډ مهاله امیر د ټاکلو د څرنګوالي موضوع هغه مهال را وړاندې کیږي او لومړیتوب پیدا کوي، چې خلیفه د لنډمهاله امیر له ټاکلو څخه مخکې وفات یا عزل شي، ځکه د لنډمهاله امیر ټاکل یوه اداري چاره ده. نو د هغې مادې تبني، چې دغه اداري چاره تشریح کړي، جایزه ده. پر دغه اساس په (۳۳)مه ماده کې بیان شوي: «هغه معاون چې تر نورو زیات عمر لري، که د خلافت د نوماندۍ غوښتونکی نه و؛ لنډمهاله امیر ټاکل کیږي او که یې د خلافت د منصب لپاره د کاندیدېدو اراده لرله، بیا ورپسې معاون، چې زیات عمر لري، موقتي امیر ټاکل کیږي... او په همدې ترتیب د لنډمهاله امارت لپاره د عمر زیاتوالي ته لومړيتوب ورکول کیږي.»
کله چې ټول تفویضي معاونین د خلافت مقام ته د نوماند کېدو اراده ولري، په تنفیذي معاوینینو کې په ترتیب چې هر یو د عمر له نظره لوی وي، لنډمهاله امارت به په غاړه اخلي.
کله چې ټول تنفیذي معاونین د خلافت د نامزادۍ غوښتونکي وي، موقتي امارت په دوی کې تر ټولو کم عمره پورې منحصر کیږي. باید و پوهیږو چې د دغه حکم په تبني کې واجبي باورونه په پام کې نیول شوي. ځکه معاونین په حکم کې تر ټولو پوه او د مخکیني خلیفه له مهال څخه ښه خبر کسان دي او له تفویضي معاونینو څخه وروسته تنفیذي معاونین په پیژندګلوۍ او تجربه کې له خلیفه سره د ارتباط پر بنسټ، د ده له اعمالو څخه تر ټولو ښه خبر او پوه خلک دي.
نو دوی د لنډمهاله امارت لپاره ډیر وړ کسان دي او که تفویضي معاونین په خپلو کې سره یو شان وو، غوره توب په دوی کې د معاونیت پر اساس نه، بلکې يوازینی مناسب لامل يې د عمر زیاتوالی دی او دغه راز په تنفیذي معاونینو کې هم دا ډول دی.
همدارنګه د لمانځه د امامت کې چې کله لمونځ کوونکي د امامت په شرطونو کې سره برابر وي، د مسلم د روایت پر اساس په دوی کې باید زیات عمره د لمانځه لپاره وړاندې شي او مسلم په خپل صحیح کې له شعبه او له اسماعیل بن رجاء څخه روایت کړی، چې شعبه له اوس بن ضمعج او هغه له ابو مسعود څخه روایت کوي، هغه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل:
«ستاسو غوره قاري او قرآنپوه دې د جماعت امام شي او که ټول د قرآن په قرائت کې سره مساوي وئ، بیا چې هر یو زما په سنتو کې تر نورو پوه دی، امام دې شي او که په سنتو کې هم سره مساوي وئ، په هجرت کې تر نورو مخکینی او که په هجرت کې هم مساوي وئ، زیات عمره دې امامت وکړي. هېڅوک دې د بل چا په کور او سلطنت کې امامت نه کوي او د کور د څښتن له اجازې پرته، د هغه په ځانګړي کور کې کښېناستل جایز نه دي.»
نو د لنډمهاله امیر په ټاکلو کې تبني شوې چاره زیات عمره ته ورکول کیږي، چې په ټولو کې ترجیح د عمر پر اساس ده.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته