(ژباړه)
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله سبحانه وتعالی مو ژر تر ژره فتحه او بریا په برخه کړه؛ فتحه د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې ده او پر دغه کار برلاسی دی!
زما پوښتنه د «تجديد» اصطلاح د مفهوم په اړه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلې ده: «إن الله يبعث على رأس كل سنة من يجدد لهذه الأمة دينها.» کله چې د پېړۍ مُجَدِّد؛ جليل القدر عالم، تقی الدين نبهاني رحمه الله وي، ایا د هغه جليل القدر عالم رحمه الله له وفات سره «تجديد» پای ته رسېږي او که د هغه حزب په شتون کې چې د هغه فکر لېږدوي، بیا هم «تجديد» ادامه مومي؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته اجر درکړي!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
لومړی: له کوم حديث څخه چې تاسو يادونه وکړه، هغه حديث دی چې ابو داود په خپل سنن او نور محدثينو له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»
ژباړه: «الله (سبحانه وتعالی) د هرو سلو کلونو په پیل کې داسې یو څوک د امت لپاره را استوي چې د امت دین تجديد (تازه) کړي.»
د دغه حديث په اړه باید د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې د شرعي ثابتو مفاهيمو په چوکاټ کې ځان پوه کړو. ستاسو پام لاندې ځينو شرعي مفاهيمو ته را اړوم:
۱. د الله سبحانه وتعالی د دغه قول له نازلېدو سره:
﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ﴾ [مائده: 3]
ژباړه: «نن مې ستاسو دين، ستاسو لپاره بشپړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ. اسلام مې ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ.» [مائده: ۳]
د دغه سپېڅلي ایت په نازلېدلو سره د اسلام دين چې په حقيقت کې یو لوی دین دی بشپړ شو او دا یو مسلم او ثابت امر دی؛ د اسلام مبارک دین تر بشپړېدو لږ وروسته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وفات سره وحې بنده شوه. له همدې امله، دین په خپل ذات او وصف کې د الله سبحانه وتعالی له لوري وحې وه، چې د وحې په بشپړېدلو سره بشپړ شو او د زیاتوالي او کموالي لپاره پکې نور ځای نشته. همدا راز دغه دین له هغه وخت راهيسې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بشپړه توګه ابلاغ کړی، د قیامت تر ورځې او تر څو چې دنیا شته، ثابت او قائم دی. دغه موضوع د مسلمانانو په فکر او ذهن کې منل شوې او د اسلامي ثابتو حقایقو له ډلې ده او هېڅ شک پکې نشته.
۲. لکه څرنګه چې د اسلام په دين کې زیاتوالی او کموالی ځای نه لري؛ شونې نه ده چې د دغه حديث شريف «مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا» موخه دا وي چې د دین په ذات کې تجدید د یو څه په کمولو یا زیاتولو او یا د عموم په تخصیص، د مطلق په تقیید او نورو توجیه شي؛ ځکه چې د وحی په بندېدلو سره په دین کې د زیاتوالي، نسخ، تخصیص، تقیید او داسې نورو دروازې بندې شوي؛ ځکه چې د دین او نورو یادو شوو مسایلو لپاره له وحې پرته په بله لار د زیاتوالي او کموالي ځای نشته؛ دین اصلاً پخپله وحې ده؛ يعنې دا هغه څه دي چې پر رسول الله صلى الله عليه وسلم نازل شوي او کله چې د دين په ذات کې تجديد ناشونی دی، نو پکار ده چې د تجديد اصطلاح او موضوع نورو امورو ته راجع کړو.
۳. اسلام مبدأ ده؛ یعنې اسلام هغه عقيده ده چې خپل نطم او نظام لري. نو اسلام د هغو افکارو او احکامو ټولګه ده چې په بشپړه توګه د الله سبحانه وتعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه اخيستل شوې؛ همدا راز د اصحاب رضوان الله علیهم اجماع او قیاس د دې ارشاد او لارښوونه کړې؛ دغه اجماع او قیاس هم د الله سبحانه وتعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو ريښه اخلي.
لکه څرنګه چې د شريعت له مخې د اسلام د افکارو او احکامو په ذات کې تجديد د تصور وړ نه دی، باید تجديد په داسې مسله کې وشي چې د اسلام په افکارو او احکامو پورې اړه ولري. دغې مسلې ته په پام سره داسې پوهېدلی شو چې دوه اړخونه او دوې اساسي موضوعګانې دي چې د اسلام په افکارو او احکامو پورې اړه لري؛ لومړی د اسلام پر احکامو او افکارو پوهېدل او دويم د اسلام د افکارو او احکامو پلي کول. نو مسلمانان هغه کسان دي چې پر اسلام پوهېږي او پلی کوي یې؛ خو د موضوع په اړه د پام وړ مطلب دا دی چې ځينې وخت د اسلام په اړه د پوهې او تطبيق اړوند د مسلمانانو او یا لږ تر لږه د ځينو مسلمانانو له نظره ابهام، التباس، خلل او تېروتنه رامنځ ته کېږي، د همدغه خلل له امله داسې څه اسلام ته ورزیاتوي چې په اسلام پورې اړه نه لري؛ خو دوی یې د اسلام برخه بولي او یا هم مسلمان داسې یو شی له اسلام څخه کموي او هغه ته پام نه کوي چې په اسلام کې شته. دغه راز کله ناکله د مسلمانانو له نظره د اسلام د فهم او پلي کولو په اړه داسې شیان راښکاره شي، چې له اسلام سره هېڅ ورته والی نه لري، لکه:
الف. اسلام ته داسې شی ور اضافه کول چې هغه له اسلام څخه نه وي او له اسلام څخه د داسې یو شي کمول چې په اسلام کې وي؛ بدعتونه هم په دغې مسله کې شاملېږي.
ب. په دې اړه چې اسلام مبدأ او د ژوند نظام دی د اسلام په فهم کې ابهام او التباس او یا د اسلام په ځینو افکارو او احکامو کې ابهام او التباس.
ج. په فردي، ډلهايزه توګه او یا هم د حاکم له لوري د اسلام په پلي کولو کې غفلت او یا هم په پلي کولو کې له غیر اسلام سره د اسلام ګډول.
۵. د دې لپاره چې د دین فهم او پلي کول له وحې سره سم خپلې بڼې ته راوګرځي، یعنې مسلمانان د دین فهم او پلي کول د اسلام له افکارو او احکامو سره سم؛ له ابهام، خلل، زیاتوالي، کموالي او تېروتنې پرته وکړي؛ الله سبحانه وتعالی د هرو سلو کلونو په پیل کې داسې څوک پیدا او د مسلمانانو د خدمت لپاره غوره کوي چې د دین د تجديد لپاره په هماغه بڼه چې نازل شوی؛ په صفا، پاک او شفافه توګه کار او فعالیت کوي، چې نه کومه تېروتنه پکې کوي او نه هم څه پکې ګډوي او د دین فهم او پلي کول همغه لومړني حالت؛ یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت وخت ته په همغه د پاکۍ، صفایۍ او وضوح صفت ته ورګرځوي. څه چې په دين پورې اړه نه لري، لرې کوي يې او هغه څه چې ښايي په پوښلې او پټه توګه د اسلام احکامو او افکارو ته ننوځي، هغه ښکاره کوي او کوم ګرد چې ښايي د اسلام پر فهم پرده وغوړوي، هغه لرې کوي او که هغه کس حاکم وي، د اسلام د بشپړ پلي کولو لپاره کار کوي. د (یجدد) لفظ د هغه شي د توصيف لپاره دی چې یو شی تازه کوي؛ یعنې نه یوازې دا چې شی تازه کېږي، بلکې په دې مانا چې یو څوک یو شی تازه کوي؛ یعنې خپل تازه، لومړني حالت ته یې ورګرځوي؛ قاموسونه د «جدد» کلیمه داسې معنی کوي:
د المحيط قاموس: «جَدَّ يَجِدُّ، فهو جَدِيدٌ. وأَجَدَّهُ وجَدَّدَهُ واسْتَجَدَّهُ: صَيَّرَهُ جديداً فتَجَدَّدَ» لسان العرب «وأَجَدَّه وجَدَّده واسْتَجَدَّه أَي صَيَّرَهُ جديداً» نو د (یجدد) کلیمه چې په دغه حديث شريف کې راغلې، په دقيقه توګه سم مدلول رسوي؛ یعنې خپل لومړني حالت ته د اسلام ورګرځول؛ د دې معنی دا نه ده چې په دین کې بدلون راولي.
۶. علما په دغه حديث شريف کې د تجديد کلمې په اړه نظرونه لري، چې ځینې یې دلته راوړو:
ـ په عون المعبود کې راغلي:
(من یجدد) د یبعث فعل مفعول دی. (لها) یعنې د دغه امت لپاره. (دینها) یعنې مُجَدِّد کس سنت له بدعت څخه بېلوي، علم زیاتوي او اهل علم ته نصرت ورکوي. په همدې توګه، اهل بدعت له منځه وړي او ذلیل کوي یې. وايي: مُجَدِّد کس باید پر ظاهري او باطني علومو پوه وي. مناوي هم دغه قول د جامع الصغير په شرح فتح القدير کې راوړی او همدا راز علقمي په خپله شرحه کې د تجديد معنی د هغه څه احیاء او بیا ژوندي کول بللي چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق هېر شوي او امر کول یې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق دي.
له دغو خبرو پوهېږو چې د تجديد موخه د هغه شي احیاء او را ژوندي کول دي، چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم پرې عمل کول هېر شوي دي او همدا راز د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو له غوښتنې سره سم امر کول او د بدعاتو او محدثاتو ښکاره کول دي. په مجالس الابرار کتاب کې راغلي دي: د امت په اړه د دین تجديد کول د هغه شي احیاء او را ژوندي کول دي، چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم پرې عمل کول هېر شوي وي او دا د همدغو دوو سرچینو پر غوښتونو امر دی. همدا راز په دغه کتاب کې ویل شوي دي: دغه مُجَدِّد له غالب ظن پرته نه پېژندل کېږي؛ ځکه چې علماوو یې د احوال قرائن پیدا کړي او له علم څخه یې ګټه اخلي؛ ځکه د دین مُجَدِّد باید د دین پر ظاهري او باطني علومو پوه، پر سنتو متکي او د بدعت له منځه وړونکی وي؛ همدا راز د هغه علم باید د هغه د وخت پر ټول اهل عمومیت ومومي.
د هرو سلو کلونو په پيل کې تجديد، په دين کې د ډېری علماوو د منحرف کېدو، د سنتو د هېرېدو او د بدعتونو د ښکاره کېدو په سبب رامنځته کېږي، چې د دین تجديد ته اړتیا پېښېږي. ځکه الله سبحانه وتعالی د پخوانیو پر ځای څوک راولي؛ دا ښايي یو کس وي او یا څو کسان. ملا علي قاري په المرقاة کتاب کې ویلي دي: مُجَدِّد سنت له بدعت څخه بېلوي او علم زیاتوي؛ مُجَدِّد د اهل علم عزت کوي او بدعت له منځه وړي او اهل بدعت ته ماتې ورکوي. نو په ډاګه کېږي چې مُجَدِّد هغه کس دی چې پر ديني علومو پوه وي؛ عزم او اراده یې شپه او ورځ د سنتو احیاء او خپرول وي او همدا راز د سنتو له څښتن سره مرسته کوي او په چارو کې د بدعاتو او محدثاتو له منځه وړونکی وي. مُجَدِّد اهل لسان او د کتابونو پر ليکلو، تدريس او نورو اغیزناکو اعمالو برلاسی وي؛ څوک چې دغه ځانګړنې ونه لري، که پر علومو پوه، د خلکو په منځ کې مشهور او د خلکو لپاره مرجع هم وي، مُجَدِّد نه ګڼل کېږي.
د مشکاة المصابيح په شرحه مرقاة المفاتيح کې راغلي دي:
«...(من یجدد) د یبعث مفعول دی. (لها) یعنې د دغه امت لپاره. د (دینها) موخه د امت لپاره د دین تجديد دی. د هغه شي احیاء کول دي چې د الله سبحانه وتعالی پر کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو عمل او د دغو دوو سرچینو د غوښتنو له مخې امر وشي. همدا راز مُجَدِّد باید د بدعتونو او محدثاتو او همدا راز د ژبې او کتابونو د تصنيف یا تدريس او نورو اعمالو په وسيله چې په دې برخه کې مرسته کوي، د اهل بدعت له منځه وړونکی وي. دغه مُجَدِّد یوازې په غالب ګومان او د احوالو په قرائنو او خپل علم په کارولو د هغه وخت له عالمانو څخه تفکيک او پېژندل کېږي؛ ځکه مُجَدِّد باید په ظاهري او باطني توګه پر ديني علومو پوه، د سنتو ناصر او مرسته کوونکی، او د بدعتونو له منځه وړونکی وي او علم یې د هغه وخت پر ټولو علماوو عمومیت ولري. د هرو سلو کلونو په پیل کې تجديد د ډېری علماوو د منحرف کېدلو، د سنتو هېرېدو او د بدعتونو د ظهور له امله وي؛ نو هغه وخت د دین د تجديد اړتیا وي. له همدې امله، الله سبحانه وتعالی د سلف او پخوانیو خلکو پر ځای یو کس یا ډېر کسان راولي؛ دغه مسله همدغه ډول په مجالس الابرار کتاب کې هم راغلې...)
دويم: د مُجَدِّدینو او په ټوله کې د څوارلسمې پېړۍ مُجَدِّد په اړه مو د ۲۰۱۳م کال، د جون ۲۳مې نېټې پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي وو:
«پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
زموږ محترم شیخ صاحب! الله سبحانه و تعالی دې برکت او ژر تر ژره نصرت درکړي او ستاسو له علمه دې موږ مستفید کړي.
په یوه مشهور صحیح حدیث کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»
ژباړه «الله سبحانه وتعالی د هرو سلو کلونو په پیل کې داسې یو څوک دغه امت ته را استوی چې د امت دين تجديد (تازه) کړي.» [ ابو داود، ۴۲۹۱مه شمېره؛ سخاوي په «المقاصد الحسنة» کې، ۱۴۹مه او الباني په «السلسلة صحیحة» کې، ۵۹۹مه شمېره؛ دغه حديث صحیح بللی.]
پوښتنه دا ده چې د دغه حديث معنی څه ده؟ په دغه حدیث کې د «من» کلیمه د فرد معنی ورکوي که د ډلې؟ په تېرو پېړیو کې د مُجَدِّدينو حصر شونی دی؟ جزاکم الله خیراً!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
هو، دا حدیث صحيح دی او پنځه مسلې پکې دي:
۱. سل له کومې نېټې پیلېږي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم تولد که بعثت؟ هجرت که د هغه صلي الله علیه وسلم وفات؟
۲. ایا «رأس کل مئة» د هرو سلو کلونو د پیل معنی لري؟ که د هر کال د جریان او پای؟
۳. ایا د «من» کلمه د فرد معنی ورکوي که د خلکو د هغې ډلې چې خپل دین تجديدوي؟
۴. په تېرو کلونو کې د رجال مُجَدِّد د شمېر په اړه صحیح روایات شته؟
۵. پر دې پوهېدی شو چې په ۱۴مه پېړۍ کې چې د ۱۳۹۹ هـ.ق کال، د ذي الحجې په ۳۰مه پای ته ورسېده؛ د خلکو د دین مُجَدِّد څوک و؟
زه هڅه کوم چې په اختلافي ټکو کې له ژور تګ پرته د دغو پنځو مسلو په اړه خپل نظر ووایم. دا توفیق الله سبحانه و تعالی راکړی او همغه سمې لارې ته هدایت کوونکی دی:
۱. سل له کومې نېټې پیلېږي؟
المناوي د فتح القدير په مقدمه کې ویلي: «د هرو سلو کلونو د پیل په اړه اختلاف دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تولد څخه پیلېږي که له بعثت څخه؟ له هجرت څخه پیلېږي که د هغه صلي الله علیه وسلم له وفات څخه؟ زما په نظر راجح نظر دا دی چې د هجرت نېټه اعتبار لري؛ ځکه چې د هجرت نېټه یوه برخليک ټاکونکې پېښه وه چې اسلام او مسلمانانو عزت ورسره ترلاسه کړ. له همدې امله، کله چې عمر رضی الله تعالی عنه د تاریخ د پيل د توافق لپاره صحابه راټول کړل، صحابهوو د هجرت نېټه غوره او اجماع یې پرې وکړه. طبري په خپل تاریخ کې لیکي: «... له سعيد بن مسيب څخه مې اورېدلي چې ويل يې: عمر بن خطاب رضی الله عنه خلک راټول کړل او له هغوی یې وپوښتل: له کومې ورځې (نېټه) ولیکو؟ علی رضی الله تعالی عنه وویل: له هغې ورځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت وکړ او د شرک خاوره یې پرېښوده؛ عمر رضی الله تعالی عنه د علي رضی الله تعالی عنه له نظر سره سم تاریخ غوره کړ. ابو جعفر ویلي: د هجرت لومړی کال د هماغه کال د محرم له میاشتې محاسبه شوی؛ یعنې مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رسېدو دوې میاشتې او څو ورځې وړاندې. رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته د ربيع الاول په دوولسمه ورسېد.
نو موږ غوره ګڼو چې د سلم کال محاسبه له هجري نېټې پيل شي؛ ځکه چې اصحابو کرامو پر دغې نېټه اجماع کړې.
۲. خو د سلو کلونو د پیل په اړه راجح نظر دا دی چې د سلو کلونو پیل د هجري سلو کلونو پای دی؛ یعنې مُجَدِّد د سلم په وروستیو کې راځي او هغه یو عالم، مشهور، با تقوا او پاک شخص وي او د سلو کلونو په نیمايي یا پای کې نه، بلکې د هجري کال په وروستیو کې وفات کېږي. ما دغه نظر په لاندې دلایلو غوره وباله:
الف. د صحيحو روایاتو پر اساس ثابته شوې ده چې د لومړیو سلو کلونو مُجَدِّد عمر بن عبدالعزيز و؛ په داسې حال کې چې عمر بن عبدالعزيز رضی الله عنه په ۱۰۱ هـ.ق کال کې د څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو. همدا راز د دويمو سلو کلونو مُجَدِّد امام شافعي رحمة الله علیه دی، چې په ۲۰۴ کې وفات شو؛ په داسې حال کې چې د امام شافعي عمر ۵۴ کلونه و او کله چې د "رأس كل مئة سنة" تفسير له دې پرته معنی شي؛ یعنې د سلو کلونو پيل، نو عمر بن عبدالعزیز لومړی مُجَدِّد نه راځي؛ ځکه چې عمر بن عبدالعزيز په ۶۱ هـ.ق کال کې زیږېدلی. دغه راز امام شافعي رحمة الله علیه هم دويم مُجَدِّد نه راځي؛ ځکه امام شافعي په ۱۵۰ هـ.ق کال کې زيږېدلی. نو د هرو سلو کلونو پیل چې په حدیث شريف کې یې یادونه شوې، د سلو کلونو د لومړیو په معنی نه، بلکې د هغو وروستیو په معنی دی. نو دوی د سلو کلونو په جریان کې زيږېدلي؛ د همغو سلو کلونو په وروستیو کې مشهور علما او مُجَدِّد شوي او د همغو سلو کلونو په وروستیو کې وفات شوي دي.
ب. خو د دې دليل چې عمر بن عبدالعزیز د لومړیو سلو کلونو مُجَدِّد و او امام شافعي د دويمو سلو کلونو مُجَدِّد و، دا دی چې دغه موضوع د امت د امامانو او علماوو په نزد مشهوره شوې ده. له متقدمينو او متأخرينو امامانو څخه زهری، احمد بن حنبل او داسې نورو اتفاق کړی چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د هغو مُجَدِّدینو له ډلې څخه دی چې د لومړیو سلو کلونو په اول کې و او امام شافعي د هغو مُجَدِّدینو له ډلې دی چې د دوهمو سلو کلونو په سر کې و. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په ۱۰۱ هـ.ق کال کې د څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو او د خلافت موده یې دوه نيم کاله وه. امام شافعي په ۲۰۴ هـ.ق کال کې په ۵۴ کلنۍ کې وفات شو. حافظ ابن حجر په «توالي التأسيس» کې ویلي چې ابوبکر بزار ویلي دي: وامې ورېدل چې عبدالملک بن عبدالحميد میموني ویل: زه له احمد ابن حنبل سره وم چې د امام شافعي یادونه وشوه. ما وليدل چې احمد د امام شافعي د مقام پر لوړوالي خبرې وکړې او ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی چې الله سبحانه وتعالی د هرو سلو کلونو په سر کې داسې یو ويښ او پوه کس راولي چې خلکو ته یې د دین تعليم ورکوي؛ ویې ویل له همدې امله عمر ابن عبدالعزيز د لومړیو سلو کلونو په سر کې د مُجَدِّد په توګه راغلی و؛ هیله لرم چې امام شافعي د دوهمو سلو کلونو په سر کې وي.
د ابو سعيد فریابي له لارې ویل شوي چې احمد بن حنبل ویلي دي: الله سبحانه وتعالی د هرو سلو کلونو په سر کې یو څوک ويښ او پوه ګرځوي، چې خلکو ته د سنتو تعلیم ورکوي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې دروغ نفی او لرې کوي او موږ وليدل چې د لومړيو سلو کلونو په سر کې عمر بن عبدالعزيز و او د دويمو سلو کلونو په سر کې امام شافعي.
حاکم په خپل مستدرک کې له ابوالوليد څخه تخريج کړی چې ویلي یې دي: زه له ابوالعباس بن شريح سره په مجلس کې وم، یو شیخ ورته راغلی و او د هغه تعریف یې کاوه، ما واورېدل چې ویل یې: حَدَّثَنَا أَبُو الطَّاهِرِ الْخَوْلَانِيُّ، ثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ وَهْبٍ، أَخْبَرَنِي سَعِيدُ بْنُ أَبِي أَيُّوبَ، عَنْ شَرَاحِيلَ بْنِ يَزِيدَ، عَنْ أَبِي عَلْقَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ، قَالَ:
«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»
ژباړه: «الله سبحانه وتعالی د هرو سلو کلونو په سر کې داسې یو کس رالېږي چې د هغه دين تجديد کړي.»
نو اې قاضي، زیری مې درباندې! الله سبحانه وتعالی د لومړیو سلو کلونو په سر کې عمر ابن عبدالعزيز رالېږلی و او د دويمو سلو کلونو په سر کې یې محمد بن ادريس شافعي رالېږلی دی...
حالفظ ابن حجر ویلي دي؛ له دې ښکاري چې دغه حدیث هغه وخت مشهور و.
ج. کله ویل کېږي چې (رأس الشئ) په لغت کې د (اوله) په معنی دی؛ نو موږ څنګه غوره بولو چې د هرو سلو کلونو له سر څخه موخه د هغه پیل نه، بلکې پای دی؟ ځواب دا دی چې د یو شي سر لکه څرنګه چې په لغت کې د شي اول ته ویل کېږي، همدارنګه د شي پر اخر هم معنی شوی. په تاج العروس کې ویل شوي؛ (رأس الشئ) یعنې طرفه او د ځینو په قول ویل شوي چې د هغه آخر دی. په لسان العرب کې راغلي (خرج الضب مرائسها؛ سمسارې خپل سر «اخر یې» راوويست) او ځينې وخت ویل کېږي «ذنب ها» یعنې خپل اول یا خپل آخر یې راوويست. نو لکه څرنګه چې راغلي دي، د شي سر په لغت کې د هغه د اول په معنی دی. د طرف په معنی هم راغلی؛ چې د لومړیو سلو کلونو له سر څخه موخه د هغو پيل یا پای دی؛ خو موږ هغې قرینې ته اړتیا لرو چې په حديث کې مقصود معنی افاده کړي او د هغې په وسیله معلومه شې چې د لومړیو سلو کلونو له سر څخه موخه پیل دی که پای؟ له شک پرته په ذکر شوو روایاتو کې مرجح قرائن شته؛ ځکه چې عمر ابن عبدالعزيز د لومړیو سلو کلونو مُجَدِّد و او په ۱۰۱ هـ.ق کال کې وفات شو او امام شافعي د دوهم مُجَدِّد په توګه چې په ۲۰۴هـ.ق کال کې وفات شو. دغه ټول مرجح واقعیت دی چې په دغه حدیث کې یې معنی د سلو کلونو پیل نه؛ بلکې پای دی.
نو زه دا نظر غوره ګڼم چې په حدیث شريف کې د (رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ) معنی د هرو سلو کلونو پای دی.
۳. له (من) څخه موخه واحد فرد دی که ډله؟ ځکه حديث داسې راغلی دی: «يبعث لهذه الأمة... من يجدد لها دينها» که (من) په دغه حديث کې د جمع په مانا وی، خامخا یې فعل "من يجددون" د جمع په بڼه ذکر کېده؛ خو د (یجدد) فعل مفرد راغلی. داسې هم کېږي چې (من) کلیمه د جمع لپاره ذکر شي او وروسته فعل یې مفرد راشي؛ خو زه دا خبره سمه بولم چې دلته (من) د مفرد په معنی دی، ځکه چې په مفرده بڼه د (یجدد) فعل قرینه راغلې؛ دغه راز زه دا نظر غوره بولم چې (من) دلته د افرادو په معنی راغلی؛ خو دا د قطعي په معنی نه ده؛ که څه هم وروسته فعل یې مفرد دی. ځکه داسې کسان شته چې (من) د جماعت په معنی تفسيروي او د دغو روایاتو پر اساس په هرو سلو کلونو کې د علماوو ډلې د مُجَدِّدینو له ډلې شمېري؛ خو دغه خبره مرجوح او کمزورې ده؛ لکه یادونه مې چې وکړه.
نو زه دا نظر غوره بولم چې (من) پر واحد دلالت کوي؛ یعنې په حديث کې مُجَدِّد یو عالم، با تقوی، پاک او د نورو نېکو اوصافو لرونکی کس دی.
۴. د تېرو پېړیو د مُجَدِّدينو د نومونو د شمېر په اړه باید ووایم؛ په دې اړه ډېر روایات راوړل شوي چې تر ټولو مشهور یې «ارجوزة السیوطي» کتاب دی؛ په دغه کتاب کې د نهمې پېړۍ لپاره هم مُجَدِّدین شمېرل شوي دي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه نهم مُجَدِّد وي؛ په دغه کتاب کې ځینې ذکر شوي موارد دلته راوړم:
د نظر په اتفاق سره په لومړۍ پېړۍ کې د مسلمانانو عادل خليفه عمر مُجَدِّد و او په دوهمه پېړۍ کې امام شافعي مُجَدِّد و؛ ځکه هغه په علومو کې لوړ مقام درلود. په پنځمه پېړۍ کې استاد یعنې غزالي و چې په اړه یې اختلاف شوی دی. په اوومه پېړۍ کې د نظر په اتفاق سره ابن دقيق العيد د حمیده اخلاقو څښتن؛ دا نهمه پېړۍ ده او په دې کې اختلاف نشته چې وروسته به هم هادي او مُجَدِّد راشي. هيله ده چې په دې پېړۍ کې زه مُجَدِّد وم؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی پر له فضل څخه باید نهیلي نه شو. په دې اړه نور نظریات هم شته.
۵. ایا پر دې پوهېدی شو چې په ۱۴مه پېړۍ کې چې د ۱۳۹۹ هـ.ق کال، د ذي الحجې په ۳۰مه پای ته ورسېده، د خلکو د دین مُجَدِّد څوک دی؟
د مشهورو او معتبرو علماوو نظرونو ته مې کتنه وکړه او دې پایلې ته ورسېدم چې د هرو سلو کلونو پیل د هغوی پای دی. نو عمر بن عبدالعزيز په ۶۱ هجري کې تولد او د ۱۰۱ هـ.ق کال د سلو کلونو په اول کې وفات شو. امام شافعي په ۱۵۰ هـ.ق کال کې تولد او د دويمو سلو کلونو په سر کې وفات شو؛ یعنې له دوی څخه هر یو د پېړۍ په جریان کې تولد شوي او په اواخرو کې یې مشهور او همدا راز د هغې پېړۍ په اواخرو کې وفات شوي دي. لکه چې ومې ویل؛ زه همدا تفسير غوره ګڼم؛ ځکه د معتبرو او معروفو علماوو په نزد دا خبره مشهوره وه چې عمر بن عبدالعزيز د لومړۍ پېړۍ مُجَدِّد و او امام شافعي د دويمې پېړۍ مُجَدِّد و.
نو زه غوره ګڼم چې علامه شیخ تقی الدين نبهاني رحمه الله د څوارلسمې پېړۍ مُجَدِّد وي؛ هغه په ۱۳۳۲ هـ.ق کال کې تولد شوی او د همدې څوارلسمې پېړۍ په اواخرو کې مشهور شو، په ځانګړې توګه کله چې یې د ۱۳۷۲ هـ.ق کال په جمادي الثاني میاشت کې حزب التحرير تاسیس کړ او په ۱۳۹۸ هـ.ق کال وفات شو. هغه مسلمانان د یوې برخلیک ټاکونکې قضیې پر لور یعنې د راشده خلافت د اقامې په تاسیس سره اسلامي ژوند ته راوبلل، چې دغه دعوت یې د مسلمانانو په ژوند او د هغه په اجتهاد او هڅو کې ډېر لوی اغېز درلود، په داسې توګه چې په اوسني عصر کې د خلافت مسله د ټولو مسلمانانو پر غوښتنه بدله شوې. الله سبحانه وتعالی دې پر ابو ابراهيم (تقي الدين نبهاني) او د هغه پر ورور ابو یوسف (عبد القديم زلوم) ورحمېږي او هغوی دې له انبیاوو، صديقينو شهداوو او صالحينو سره محشور کړي؛ دوی څومره نېک او غوره ملګري دي!
دا هغه څه دي چې زه یې غوره ګڼم او ترجیح ورکوم. زما ورور ابا مومنه، الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پر حق او صواب پوه دی او د هغه سبحانه و تعالی پر وړاندې دا غوره مقام دی.» (د تېرې پوښتنې ځواب پای ته ورسېد)
درېیم: ستاسو د پوښتنې په اړه (کله چې د پېړۍ مُجَدِّد جليل القدر عالم تقی الدين نبهاني وي، ایا د هغه جليل القدر عالم رحمه الله په مړينې سره تجديد پای ته رسېږي او که د هغه حزب په شتون کې چې د هغه فکر لېږدوي، بیا هم تجديد دوام لري؟) ځواب دا دی چې له هغه څه سره سم چې پورته مې توضېح کړل، د تجديد پروسه د (یوه عالم، با تقوی، پاک او د نورو نېکو صفاتو درلودنکي) کس په شتون سره رامنځته کېږي او د هغه له وفات سره د تجديد موضوع پای ته رسېږي؛ خو دا د تجديد د اغېز د ختمېدو معنی نه لري؛ بلکې اغېز یې د مسلمانانو راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي؛ دا تر هغه وخته دوام کوي چې د وخت په تېرېدو د فهم او پلي کولو په برخه کې خلل رامنځته شي. هغه وخت الله سبحانه وتعالی د ورپسې پېړۍ په پای کې یو ځل بیا څوک رالېږي چې د امت دین تجدید کړي، یعنی د پنځلسمو سلو کلونو په سر کې؛ دا چاره داسې ده لکه پورته مو چې د الله سبحانه و تعالی په خوښه واضح او تفسیر مو یې بیان کړ. بیا هم الله سبحانه و تعالی تر ټولو ښه پوهېږي چې څوک به مُجَدِّد وي.
دا هغه نظر و چې زه یې په دې مسله کې غوره ګڼم او الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره عالم او حکيم دی!
ستاسو ورور عطأ ابن خليل ابوالرشته
۱۴۴۴هـ.ق کال، د شوال ۲۶مه
۲۰۲۳م کال، د مې ۱۶مه
ژباړن: فریدون محتاط