یکشنبه, ۲۷ جمادی الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۲/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په روسیه کې د واګنر ډلې د مشر بغاوت؛ د پردې تر شا څه وو؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د روسیې د واګنر ډلې ځواکونو مشر د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۴مه د روسیې د پوځ پر وړاندې بغاوت وکړ. نوموړي د روسیې پر لوی درستیز او دفاع وزیر سختې نيوکې وکړې او ترې ویې وغوښتل چې خبرو اترو ته ورسره کېنې؛ په ورته وخت کې یې ځواکونو د مسکو پر لور حرکت وکړ. د روسیې ولسمشر په دې اړه لنډ نظر ورکړ؛ دا کار یې خیانت او له شا وار وباله. دغه بغاوت هماغه ورځ د بیلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب او بیلاروس ته د واګنر ډلې د مشر له تګ سره په موافقې پای ته ورسېد. د واګنر ډلې دغه بغاوت او بیرته یې ژر درېدو، غرب هیښ کړ.

پوښتنه دا ده چې دغه بغاوت ولې وشو؟ پر روسیه یې اغیزې څه دي؟ او دا چې ایا په دې کې د امریکا یا غرب لاس و که نه؟ وبښئ چې پوښتنه مې یو څه اوږده شوه. جزاک الله خیراً!

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې ټکو ته کتنه کوو:

۱. واګنر یو نیمه‌ حکومتي روسي امنیتي شرکت دی چې په ۲۰۱۴م کال کې تاسیس شو؛ د دغه شرکت مشري مشهور میلیاردر، یوګني پریګوژین کوي. پریګوژین ته د پوتین اشپز وايي او هغه ته ډېر نیږدې کس و؛ دا ځکه چې پريګوژين خپل رسټورانټ درلود او هلته یې د ولسمشر پوتین لپاره پخلی کاوه. واګنر شرکت د روسیې له دفاع وزارت سره تړونونه لري چې له مخې یې د دغه شرکت غړي د روسیې په پوځي اډو کې روزل کېږي او بېلابېلې وسلې یې په واک کې وي. دغه شرکت د روسیې د حکومت لپاره ناوړه ماموریتونه او بېلابېل اقتصادي فعالیتونه کوي. واګنر شرکت بدنامه "بلک واټر" شرکت ته ورته دی چې په عراق کې یې د امریکايي اشغال په لومړیو کلونو کې له امریکايي سرتیرو سره چټل رول ولوباوه. دا چې ماموریتونه او کړنې یې اصلاً د روسیې له خاورې بهر دي؛ واګنر تر قانوني څار او محاسبې لاندې نه دی او خپلې وژنې، ترور او شکنجې کوي؛ سره له دې روسیې د اوکراين په جګړه کې مرسته ترې واخیسته. پوتین د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۷مه، له قانون پلي کوونکو مسولینو سره په یوه ټلویزیوني ناسته کې وویل: «دولت یوازې د ۲۰۲۲م کال له مې څخه د ۲۰۲۳م کال تر مې پورې، د واګنر جنګیالیو ته ۶۸،۲۶۲ ملیارده روبله (شاوخوا ۱ ملیارد ډالر) معاشونه او د هغوی د هڅونې لپاره امتیازونه ورکړي.» نو د دغې ډلې مشر د ځواک احساس کړی او فکر کوي چې هر څه کولی شي؛ ځکه چې پیسې، وسلې او لسګونه زره سرتېري لري او په ورته وخت کې د روسیې په خلکو کې هم ځای لري. دغه ځواک دا فرصت ورکوي چې نظام وننګوي او له ستونزو سره یې مخ کړي.

داسې ښکاري چې هغه غرور پیدا کړی او انګېري چې لوړې څوکۍ ترلاسه کولی شي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د واګنر ځواکونه اوس د سوریې، لیبیا، مالي او منځنۍ افریقا په ګډون په څو هېوادونو کې دي.

۲. واګنر چې د اوکراين په جګړه کې ګډون وکړ، مشهور شو؛ په ځانګړې توګه د باخموت سیمې جګړه چې څو میاشتې اوږده شوه او بلاخره د واګنر ځواکونو ختمه کړه. د دغې ډلې د مشر، یوګني پرېګوژین نوم هم دغه وخت د رسنیو خولې ته ولوېد؛ کله چې ده د روسیې د پوځ پر قومندان او دفاع وزیر نیوکې وکړې چې د اوکراين په جګړه، په ځانګړې توګه د باخموت جګړه کې یې د ده سرتېرو ته لازم امکانات نه وو برابر کړي. هغه پر دفاع وزیر او لوی درستیز نیوکې وکړې؛ ان د خیانت تور یې پرې ولګاوه او د دوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه. سربېره پر دې، هغه تور پورې کړ چې د روسیې پوځ په اوکراين کې لسګونه زره روسان وژلي او د پام وړ سیمې یې دښمن ته پرېښې. یوګني پرېګوژین خپلې خبرې او تورونه د ټلګرام له لارې خپرول. ده همدا  راز په اوکراين کې د روسیې له لوري پیل شوې جګړه باندې نیوکې کولې. تر بغاوت یوه ورځ وړاندې، د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۳مه، هغه د ټلګرام له لارې وویل: «د روسیې دفاع وزیر غوښتل مارشال شي او د روسیې د اتل لقب واخلي؛ ځکه خو یې پر اوکراين برید هڅاوه.» هغه زیاته کړه: «دغه ادعا ناسمه ده چې اوکراين تر جګړې وړاندې پر روسیې د برید پلان درلود.» ده دغه راز وویل: «روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځ او سوېل کې د اوکرايني ځواکونو تر دفاعي بريدونو وروسته، پر شاتګ پيل کړ.»

۳. د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۴مه، شنبه سهار، د واګنر ډلې مشر اعلان وکړ چې هغه د روسیې په روستوف ښار کې، چې پر اوکراين د روسیې د یرغل اصلي مرکز دی، پوځي مرکز ته ننوتلی او د هوايي ډګر په ګډون یې څو پوځي اډې نیولې. بیا یې د ټلګرام له لارې وویل: «موږ اوس د پوځ په مرکز کې یو او اوس ۷:۳۰ (د ګرېنوچ پر مهال ۴:۳۰) بجې دي.» هغه وويل: «د هوايي ډګر په ګډون، د روستوف پوځي اډې زموږ په واک کې دي.» بیا یې زیاته کړه: «د اوکراين ډېرې نیول شوې سيمې بېرته له لاسه وتلې او ډیر سرتیري وژل شوي.» هغه یو ځل بیا د روسیې پر پوځ تور ولګاوه چې د جګړې د جبهو په اړه ریښتا نه وايي. د هغه په وینا: «پوځ هره ورځ تر زرو شاوخوا سرتېري له لاسه ورکوي»؛ په دې کې پر هغو کسانو سربېره چې له جګړې انکار کوي، هغه کسان هم شاملېږي چې مړه، ټپیان یا  نادرکه کېږي. هغه زیاته کړه: «لوی درستیز، والري ګراسیموف چې ودانۍ ته زموږ له رسېدو خبر شو، وتښتېد.» هغه دغه راز وویل: «دوی د واګنر ځواکونو د تیتولو هڅه کوله. هغه اعلان وکړ چې سرتیري یې روستوف سرحدي ښار ته ننوتلي؛ بیا ورونژ ښار ته لاړل او ورپسې د لیپتسک پر لور وخوځېدل چې له پلازمینې مسکو څخه ۵۱۰ کیلو متره واټن لري او اوس داسې ځای ته رسېدلي دي چې له پلازمینې  ۲۰۰ کیلومتره لرې دی.»

پر دغو ټولو ادعاوو او تورونو سربېره یې بیا هم هڅه وکړه چې پوتين په ښکاره تورن نه کړي او د بېرته ستنېدو لپاره یې د پل په توګه وکاروي؛ د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۶مه يې بیا د ټلګرام له لارې وویل: «ما ولسمشر پوتین نه و په نښه کړی او د مسکو پر لور د تګ موخه مو دا نه وه چې نظام سقوط کړو. زموږ ډله هڅه کوي د واګنر ډلې د بې وسلو کولو او له دفاع وزارت سره د هغوی د ادغام مخه ونیسي؛ خپلو ځواکونو ته مو امر کړی چې د وینې تویېدو مخه ونیسي.»

۴. خو هغه پر پوتین د تور نه پورې کولو په هڅه کې پاتې راغی؛ د بغاوت څو ساعته نه وو تېر چې پوتین یې د ارامولو خبرداری ورکړ. هغه د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۴مه، د ​​​​ټلویزیون له لارې وویل: «د واګنر د ځانګړې پوځي ډلې وسله وال بغاوت، خیانت دی او هرڅوک چې د روسیې د پوځ پر وړاندې وسله پورته کړي؛ سزا به یې ورکړل شي. امنیتي ادارو ته امر شوی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې وضعیت اعلان کړي. روانه جګړه له موږ غواړي چې د بهرنیو پلانونو پر وړاندې یو موټی شو. د تیرې شپې په جریان کې مې د ټولو کچو له پوځي مشرانو سره اړیکه لرله او د دغه ګواښ پر وړاندې به زموږ غبرګون ډېر جدي او غوسه‌ناک وي. څه چې وشول یو خیانت او پر موږ له شا وار و. په داسې حال کې چې روسیه له نازیانو سره په جګړه کې ښکېله ده، ځینې کسان د دغه بغاوت له لوري جنايي فعالیتونو ته هڅول شوي. هر ډول داخلي نا ارامي د دولت لپاره خطرناک ګواښ دی او دا د روسیې د خلکو پر مخ څپېړه ده. پوتین د واګنر پر مشر تور پورې کړ چې  "شخصي موخې" لري. د پوتین د څرګندونو په ځواب کې د واګنر مشر وویل: «پوتین زموږ په خاین بللو کې سخته تېروتنه وکړه.» هغه د پوتین د څرګندونو په اړه زیاته کړه: «پوتین ناسمه لار غوره کړه او روسیه به ژر نوی ولسمشر ولري.» (ټلیګراف، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۴مه)

۵. دلته وضعیت ډېر خراب شو؛ په ځانګړې توګه دې ته په کتو چې د اوکراين جګړه د روسیې لپاره ستونزمنه ده. دا جګړه پرته له کوم پرمختګه روسیه استهلاکوي او مادي او انساني سرچینې یې ضایع کوي. ان ویلی شو چې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لري، بلکې یوازې له خپل موقعیت څخه دفاع کوي او په ځینو برخو کې د شاتګ په حال کې دي. نو دغه بغاوت د روسیې او په ځانګړې توګه د پوتین لپاره -چې د ځان او روسیې لپاره یې یوه برخلیک ټاکونکې جګړه کې راګیر دی- ډېر خطرناک دی. په دغه حساس وضعیت کې د روسیې ولسمشر له خپل بیلاروسی سیال څخه وغوښتل چې د بغاوت د مخنیوي لپاره منځګړیتوب وکړي او ستونزه په سوله‌يیز ډول حل کړي. د بیلاروس د ولسمشرۍ ماڼۍ په بیانیه کې راځي: «د بیلاروس ولسمشر، لوکاشینکو د واګنر ډلې له مشر سره د خپلو خبرو اترو پایلې مفصلې له ولسمشر پوتین سره شریکې کړې او پوتین یې د هڅو مننه وکړه.» د واګنر مشر ته د امنیتي ضمانت په ګډون د دغه ناورین د حل وړاندیز وشو. خبرې اترې له پوتین سره په همغږۍ مخته تلې. د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتري پیسکوف هغه ټکي په ډاګه کړل چې پوتین او لوکاشینکو توافق پرې کړی و: "د واګنر ډلې ځینې غړي، چې له پیل څخه د پریګوژین له بغاوت سره مخالف وو د دې فرصت لري چې د پوځ په لیکو کې شامل شي او له دفاع وزارت سره تړون وکړي. د دوی پر وړاندې به هیڅ ډول قانوني اقدام نه کیږي. د واګنر ډلې نور غړي باید بیرته خپلو اډو ته لاړ شي؛ هغوی چې نه ځي هم له دفاع وزارت سره تړون کولی شي. پريګوژین بیلاروس ته ځي او جنایي قضیه یې تړل کېږي.» (سرچینه: Russia Today، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۵مه)

په دې توګه، پوتین دغه بغاوت ارام کړی شو او په ورته وخت کې یې ځان او روسیې ته ډېر زیانونه واړول.

۶. ښکاري چې د واګنر مشر دغه بغاوت له کوم منظم پلان پرته او ناڅاپه پيل کړی و؛ له ځان سره یې ویلي وو چې که مسکو ته ورسېږم او ملاتړ ترلاسه کړم او دولت مې مخه ونه شي نیولی؛ پوتین به لرې او پر ځای به یې کېنم. داسې ښکاري چې د دغه کار زړه یې ونه شو کړی او له ناکامۍ ووېرېد. د دې ترڅنګ د بیلاروس له لارې د پوتین اخطارونه او د بښنې او بیلاروس ته د پرېښودو په اړه د پوتین وسوسې ور ورسېدې. لکه د خطر پر ځای یې چې امن غوره بللی وي؛ نوموړي د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۵مه تر دغه تړون وروسته د ټلګرام له لارې وویل: «د وینې تویولو د مخنیوي لپاره، زموږ سرتیري بیرته خپلو اډو ته ځي. خوشاله یو چې تر دې دمه وینه توی نه شوه. د جون په ۲۳مه مو د عدالت راوستو لپاره حرکت پیل کړ او په یوه ورځ کې د مسکو ۲۰۰ کیلومترۍ ته ورسېدو.»

۷. په دې توګه، پوتین د لنډمهال لپاره د دغه ناورین مخه ونیولی شوه او د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۶مه يې د روسیې په ټلویزیون کې وویل: «د واګنر د بغاوت په شنډولو سره مو په روسیه کې د یوه لوی ناورین مخه ونیوله. د دغه ناورین د سوله‌يیز حل په برخه کې د بیلاروس د ونډې مننه کوو. په دې کې هېڅ شک نشته چې په روسیه کې د دغه وسله‌وال بغاوت همغږي کوونکو له خپل هېواد سره خیانت کړی او وروستیو پېښو وښوده چې هر ډول باج اخیستل بلاخره ناکامېږي.» پوتین د واګنر جنګیالیو ته خپل وړاندیز بیا تکرار کړ چې هم له پوځ سره د یو ځای کېدو او هم بیلاروس ته د تلو اجازه لري. ده وویل: «غرب او کییف په روسیه کې د کورنۍ جګړې پلان درلود؛ خو امنیتي ادارو د روسیې د ساتنې په اړه پر خپله لوړه او ژمنه وفا وکړه»

دا ښيي چې دغه بغاوت روسیه وګواښله او نظام یې ولړزاوه؛ د پوتین شهرت او حیثیت ته یې زیان ورساوه او د روسیې نړیوال موقف یې اغېزمن کړ. دغه بغاوت وښوده چې د روسیې داخل متزلزل او بې ثباته دی.

۸. په دغه بغاوت کې د غرب د دريځ په اړه باید ووایو چې پیل او پای، دواړو یې غرب حیران کړ. غرب یې دوام غوښت؛ خپل ټول پام یې دې خواته راواړاوه او په دې اړه د غربي دولتونو د چارواکو ترمنځ ټلیفوني اړیکې پیل شوې. ځکه چې دغه بغاوت د اوکراين د جګړې مسیر بدلولی شو او شونې وه چې د غرب موخې پوره کړي.

امریکا یې خپل دریځ د ولسمشر بایډن له خولې داسې بیان کړ: «غرب په روسیه کې د واګنر ډلې له بغاوت سره هیڅ تړاو نه لري او په روسیه کې دا پیښې د واک پر سر د ناندریو یوه برخه ده.» ده زیاته کړه: «ما ملي امنیت ته امر کړی چې د روسیې تحولات له نیږدې وڅاري.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلینکېن وویل: "د دغه بغاوت وروستی څپرکی مو لا نه دی لیدلی؛ خو باید ووایو چې دننه یو څوک شته چې د پوتین واکمني ننګوي او مستقیماً په اوکراين کې د جګړې د پیل له لاملونو سره مخالفت لري. دا مسله جدي او ځپونکې پایلې لري. که څه هم دغه شخړه ژر پیل او بېرته ژر ختمه شوه؛ خو د پوتین رهبرۍ ته سخت زیان ګڼل کېږي. په روسیه کې دغه ناورین له شک پرته مهمې پوښتنې راپورته کوي او ښيي چې ریښتیني خنډونه شته.» (سرچینه: د امریکا سي بي اس او رویټرز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر وویل: «د واګنر وسله‌والې ډلې بغاوت د روسیې کورنۍ مسله ده او موږ دخالت نه پکې لرو. شنبه او د واګنر ځواکونو د بغاوت پر مهال موږ په مسکو کې د امریکا د سفير له لارې له روسیې سره د اړیکو چینلونه لرل. دا چې یوګني پريګوژين مستقیماً د دغې جګړې د منطقي توجیه په اړه شک را پيدا کوي او وايي چې اساس یې پر درواغو ولاړ و، زموږ لپاره نوې خبره ده.» (د سعودي وئام او رویټرز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو وویل: «د دې اونۍ په پیل کې په روسیه کې بغاوت دا په ډاګه کوي چې په اوکراين کې د مسکو جګړه د داخلي بې ثباتۍ سبب شوې او د روسیې پوځي ځواک ماتېدونکي حالت ته بیايي.» د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزېف بورل ویلي: «د روسیې په سیاسي نظام کې د ضعف ټکي په ښکارېدو دي او پوځي ځواک یې ماتېږي.» (سرچینه: د سعودي وئام، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه) د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه: «هغه پیښې چې روسیه یې شاهده وه، د هغوی داخلي مسله ده.» او زیاته یې کړه: «موږ داسې نښې نه وینو چې روسیه دې د اټومي وسلو کارولو ته چمتووالی نیسي.» (سرچینه: سکای نیوز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)

۹. په دې توګه امريکا او غرب په ډاګه کړه چې له دغه بغاوت سره هيڅ تړاو نه لري. په هرصورت، پر دغه ټول ټینګار سربېره، بیا هم لرې نه ده چې په ځانګړي ډول امریکا، د واګنر مشر په یوه ډول دغه کار ته هڅولی وي. دې ته په کتو چې د واګنر د مشر تر قوماندې لاندې مهم کسان جنایي سابقه لري؛ سخته ده چې هغه دې داسې کار وکړي! هغه د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته د روسیې لومړني ولسمشر، یلسین ته ورته دی چې د امریکا په هڅونه او توجیه واک ته ورسېد او شوروي اتحاد یې ړنګ کړ. دغه واقعیت وروسته افشا شو. په دې مسله کې هم دا احتمال شته؛ واشنګټن پوسټ د ۲۰۲۳م کال، د مې پر ۱۵مه ولیکل چې د واګنر ډلې مشر په یوه افریقایي هېواد کې له یو شمېر اوکرايني چارواکو سره کتلي او دې ته یې چمتووالی ښودلی چې که په باخموت کې روسي ځواکونو د ده ځواکونه یوازې پرېښودل؛ د روسيې د وسله‌والو ځواکونو په اړه به کییف ته معلومات ورکوي. دغې ورځپاڼې ادعا کړې چې دا معلومات یې د امریکا له افشا شویو استخباراتي اسنادو او یو شمېر امریکايي او اوکرايني چارواکو څخه تر لاسه کړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي. خو د واګنر مشر د ټلګرام له لارې دغه معلومات رد کړل او د خندا وړ یې وبلل. د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتري پیسکوف په دې اړه وویل: «د واشنګټن پوسټ لخوا خپاره شوي معلومات یوازې ګمراه کوونکي خبرونه دي.» (سرچینه: فرانس پرس، ۲۰۲۳م کال، د جون ۱۶مه)

که څه هم کرملین او د واګنر مشر دغه معلومات رد کړل؛ خو د روسیې پر پوځي عملیاتو د واګنر د مشر نیوکه او د پوتین د ګمراه کولو په اړه پر دفاع وزیر تورونه د دې لپاره وو چې ځان د پوتین له نیوکې او غچ خلاص کړي. په ځانګړې توګه کله یې چې وویل پر دغې جګړې باور نه لري او ناسمه ده. ځکه دی پوهېده چې په اوکراين کې د جګړې د پیل پرېکړه د دفاع وزارت نه، بلکې پخپله د پوتین وه. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۲مه، تر جګړې دوې ورځې وړاندې، پوتین د خپل حکومت ټول غړي راټول کړل او دغه ناسته د روسیې ټلویزیوني شبکې له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده. نو د جګړې پرېکړه د دفاع وزیر نه، بلکې د پوتین وه.

دغه مسله غرب، په ځانګړي ډول امریکا خوشاله کوي. نو لرې نه ده چې د اوکراين له لارې یا یې مستقیماً د واګنر له مشر سره اړیکه نیولي وي او دغه کار ته یې هڅولی وي. خو کله یې چې د پوتین خبرداري ولیدل، لکه پر ځان چې بې باوره شوی وي، له خپل دریځه پر شا شو او غوره یې وبلله چې ځان وژغوري او په بیلاروس کې د تبعید ژوند وکړي.

۱۰. دغه بغاوت په ۱۹۹۹م کال کې د پوتین تر واکمنېدو وروسته د هغه لپاره تر ټولو لویه ننګونه وه او لرې نه ده چې نور کسان هم د داسې کار کولو ته وهڅول شي؛ ځکه چې د یوې داسې ډلې مشر چې ډېری غړي یې مجرمین دي، په دې وتوانید چې د پوتین دبدبه او شوکت ولړزوي. نو ښکاري چې پوتین تر هغه څه ډېر کمزوری دی چې فکر یې کېږي او دا چې اوس په ستونزو کې راګیر دی؛ تر دې حده چې له بغاوت کوونکو سره یې خبرې اترې غوره وبللې! نو دغه پېښه د پوتین پر مخ کلکه څپېړه وه او د ده د دولت پر رهبرۍ یې باور ډېر کم کړ.

په شرق او غرب کې د کفري استعمارګرو دولتونو واقعیت همداسې دی. د پایښت او دوام سبب یې دا دی چې د ننګولو څوک یې نشته. لکه تاریخ چې تکرارېږي او ځمکه د خلافت لمر راپورته کېدو ته تیارېږي، تر څو یو ځل بیا اوسنی فارس او روم له منځه یوسي. روسيه او غرب هم پخوا او هم اوس د مسلمانانو پر ضد دسیسې جوړوي؛ دواړه شر دي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې یو تر بل کم نه دي! الله سبحانه وتعالی به د دوی ټولې هڅې ناکامې کړي؛ دواړه به یو له بل سره ښکېل کړي او له شک پرته به خپل دین ته نصرت ورکوي چې بشر د دوی له شر څخه خلاص شي!

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ

ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرو مرو د دې دنيا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.» [غافر: ۵۱]

۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۳مه

۲۰۲۳م کال، د جولای ۱

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

او خسران ادامه لري...

خبر:

د پاکستان دولت د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د رضایت ترلاسه کولو لپاره پر وارداتو د شته محدودیتونو د سمدستي لرې کولو اعلان کړی. د سوداګرۍ ټولنه او شنونکي په دغه باور دي، ترڅو د پیسو زېرمې ډکې نه شي، یوازې د دغو محدودیتونو لرې کول په عملي سوداګریزو فعالیتونو کې پام وړ بدلون نه شي راوستلی.

تبصره:

له کله چې پاکستان جوړ شوی، اقتصادي وضعیت یې بحراني دی او ورځ تر بلې د بېوزلۍ په دام کې ښکېلېږي. دغه فقر په حقیقت کې د هغو نا اهله او فریبکاره حکامو له لوري رامنځته شوی چې پر پاکستان او د دریمې نړۍ پر نورو هیوادونو واکمن دي. دغه هېوادونه تر استعمار او لوټ کېدو وروسته د پور په نامه د بېوزلۍ د دامونو له لارې په کنډوالو کې پرېښودل شول او دولت-ملت وضعیت پرې وتپل شو. په پاکستان کې پلی کېدونکی اقتصادي نظام پخپله د بېوزلۍ پیاوړي کوونکی څرخ رامنځته کوي. پاکستان په ۱۹۵۰م کال کې هغه وخت چې په مالي ستونزو کې راګیر و، د پیسو له نړیوال صندوق سره یوځای شو. پاکستان لومړنی هیواد و چې په ۱۹۵۸م کال کې یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مرستې غوښتنه وکړه. که ډیموکراسي وه که پوځي، سیکولر یا محافظه کاره حکومت؛ ټولو د پیسو نړیوال صندوق پر وړاندې د تعظیم سر ټیټ کړ. تر ايوب وروسته هر حاکم دغه تګلاره خپله کړه او هېڅکله ونه درېده؛ خلکو ته د دغې تګلارې پایله یوازې زیان و. د مالیې وزير، اسحاق ډار د ۲۱۵ میلیارده روپیو تازه اضافي مالیاتو خبر ورکړی. د دغو مالیاتو بار د بېوزله عامو خلکو پر اوږو بارېږي. شتمن او با نفوذه کسان ترې تښتي یا یې کمه برخه ورکوي. په هیواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او انفلاسیون اوج ته رسیدلی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لا ضرر و لا ضرار» «زيان رسول او زيان منل په اسلام کې نه شته». تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د ۲۰۲۳م کال په پیل کې ویلي وو چې "د پیسو له نړیوال صندوق سره د موافقې لپاره چې کوم شرطونه اېښودل شوي دي، له تصور څخه بهر دي، خو موږ یې منلو ته اړ یو." په روان ۲۰۲۳م کال کې د پاکستان د تاسیس ۷۶ کاله پوره شول؛ خو موږ له ټولنیز، اخلاقي، فکري او اقتصادي اړخونو د ډېر شاته‌والي شاهدان یو. د دغه انحطاط یو لامل دا دی چې د پاکستان د رامنځته کېدو د مفکورې پیروي نه کوو؛ هغه مفکوره د اسلام د ایډیالوژۍ پر بنسټ د داسې دولت جوړول وو چې تر ډېره د اسلامي امت د ټولو پاشلو برخو چتر وي. د نیمې وچې مسلمانانو ښايي فزیکي خپلواکي تر لاسه کړې وي او یو ځای یې داسې ځای ته کډه کړې وې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي؛ خو خبره تر دې وړاندې لاړه نه شوه. په پایله کې دا دولت - ملت د مسلمانانو لپاره په داسې زندان بدل شو چې په هغه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د توکو بيې د هغه چا لخوا ټاکل کېږي چې دا حالت یې راباندې راوستی. نو پاکستان اوس ښايي د پانګوالۍ ځواکونه تسهیل کړي؛ خو داسې ایډیولوژي نه لري چې پیروي يې وکړي. پانګوال اقتصادي نظام یوازې یوه موخه لري؛ د ټول هېواد د شتمنۍ لوړول، د امکان تر حده لوړې کچې ته د تولید رسول او خلکو ته په لوړه کچه تجملات برابرول. د اوسني پانګوال نظام تر سیوري لاندې، د پیسو نړیوال صندوق په څېر سازمانونه د دریمې نړۍ هیوادونو ته په داسې بڼه پورونه ورکوي چې هېڅکله یې د بېرته ورکولو وس نه لري؛ له دې لارې دغه هېوادونه خپل غلامان کوي او دا د دغو سازمانونو د عاید سرچینه ده. د پیسو نړیوال صندوق یو سیاسي سازمان دی چې د غړو هیوادونو له لوري ټاکل شوي سیاسي کسان یې اداره کوي او د پرېکړو کولو پر وخت د غړو هېوادونو سیاسي ګټې په پام کې نیسي. ځکه خو وینو چې د پیسو نړیوال صندوق د امریکا د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کار کوي.

د اسلام اقتصادي سیاست له اسلامي شریعت (قرآن او سنتو) څخه اخیستل شوی دی چې بری او ناکامي یې د ګټې او زیان له مخې نه سنجول کېږي. د سنجولو لپاره یې د حلال او حرام معیارونه دي؛ د شتمنۍ پر وېش تمرکز کوي او احتکار منع کوي. د شتمنۍ څرخېدل د خلکو لپاره د هوساینې او فرصتونو برابرېدو لامل کېږي.

اسلامي خاورې باید له اسلامي عقیدې څخه اخیستل شوی اقتصادي سیاست جوړ کړي. بل هر اقتصادي سیاست نیمګړی دی، چې نه یوازې د اقتصادي ثبات لپاره ګټه نه لري، بلکې د اسلام خلاف عمل او د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه ده. د اسلام د اقتصادي سیاست د نه پلي کولو په پایله کې اقتصادي ستونزې ډېرېږې، خلک بېوزله کېږي او ستونزې دوام پيدا کوي؛ نو د اسلامي خاورو اقتصادي سياست بايد د تل لپاره اسلامي اقتصادي سياست وي. د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس له مسلمانانو سره مرسته کوي چې خپل ورک شوی عزت او وقار بیرته ومومي. موږ باید په یاد ولرو چې بریا مو د الله سبحانه وتعالی په پیروۍ پورې تړلې؛ باید د داسې اقدام په اړه فکر ونه کړو چې په هماغه لحظه کې ژوند کولو کې مرسته راسره وکړي خو د الله د قهر لور ته مو بوزي. موږ، د پاکستان مسلمانان نور فرېب نه خورو او نه غواړو چې د پیسو نړیوال صندوق د هر راز معاملې لپاره قرباني شو.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ

ژباړه: «الله تعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی به پر ځمکه هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو...» [نور: ۵۵]

د حزب التحریر  - مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اخلاق جهان

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۱مه

۲۰۲۳م کال، پنجشنبه د جون ۲۹مه

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

د هغه چا په اړه چې ولاړ دی او له ناست عالم څخه پوښتنه کوي

د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کې "د هغه چا په اړه چې ولاړ دی او له ناست عالم څخه پوښتنه کوي"په باب کې راغلي دي.

عن أبي موسى قال: جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله ما القتال في سبيل الله؟ فإن أحدنا يقاتل غضبا ويقاتل حمية فرفع إليه رأسه قال وما رفع إليه رأسه إلا أنه كان قائما فقال: "من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله عز وجل".

ژباړه: له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی او ویې ویل: اې رسول الله! في سبیل الله قتال څه شی دی؟ ځکه په موږ کې یو د قهر او غوسې له مخې او بل د تعصب له مخې قتال کوي. دا چې ناست و، نو خپل سر یې راپورته کړ، سر يې ځکه پورته کړ چې هغه سړی ولاړ و او ورته ویې فرمایل: څوک چې یوازې په دې موخه قتال وکړي، ترڅو د الله تعالی کلمه لوړه شي، نو د دغه کس قتال في سبیل الله دی.

اسلام د عملونو په ترسره کولو کې نیت ته پام کړی دی او دا حدیث ښايي د امت لپاره په دې برخه کې یو څرګند پیغام وي، چې په هر حالت او شرایطو کې په ځانګړې توګه له دوښمن سره د مخامخ کېدو پرمهال باید له الله سبحانه وتعالی سره خپله اړیکه وساتي؛ ځکه په داسې یو خطرناک حالت کې د هر شي په پرتله یوازې له الله سبحانه وتعالی سره اړیکې ته ډېره اړتیا ده او دا حالت له الله سبحانه وتعالی سره له اخلاص پرته نه راځي، چې امت د اسلامي بیرغ د پورته کولو لپاره قتال وکړي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی کلمه لوړه شي.

اې مسلمانانو:

نن ورځ د امت د هغو ډلو حالت څه ډول دی، چې خپل تعادل نه لري؟ بلکې خپل عقل یې له لاسه ورکړی، راوځي او جنګېږي ترڅو د امریکا کلمه لوړه شي؟! ترڅو د اسلامي خاورو د غلامو او مزدورو حکامو کلمه لوړه شي؟! د دغو ډلو حالت څه دی چې یوازې د امت له بچیانو سره جنګېږي؟! ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته همدا امر کړی دی؟! ایا د سایکس پیکو تر بیرغونو لاندې جنګېږئ؟! ایا دا همغه قتال دی چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه غوښتی دی؟! په الله قسم، چې نه. دا هغه څه نه دي چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم غوښتي دي؛ بلکې الله سبحانه وتعالی غواړي چې د هغه سبحانه وتعالی د رضا لپاره او في سبیل الله قتال وکړئ، الله سبحانه وتعالی غواړي چې د هغه سبحانه وتعالی د کلمې د لوړېدو لپاره قتال وکړئ، ترڅو مسلمانان د خلافت په تاسیس سره چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې، یو ځل بیا خپل پخواني شان و شوکت ته ورسېږي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر راکړه، ترڅو مسلمانان متحد کړي او ستونزې او غمونه یې ورڅخه لرې کړي او اې ربه! ځمکه د خپل کریم ذات په نور سره روښانه کړه. آمین آمین. 

لیکوال: ابو مریم

ژباړه: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

له چین سره د سیالۍ لپاره د امریکا له لوري هند ته د عصري وسلو ورکول، د پاکستان امنیت ته مستقیم ګواښ دی

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان پوځي او سیاسي رهبري به تر کله د اسلام او مسلمانانو له ښکاره دښمن، امریکا سره د یوه متحد په توګه معاملې کوي؟  

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۲مه د جو بایډن او نریندرا مودي تر لیدنې وروسته امریکا او هند ګډه بیانیه خپره کړه چې د پاکستان د سټراټېژيکې ټولنې اندېښنه یې را پورته کړه. دغه بیانیه د امریکا او هند په اړیکو کې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کوي. دا د پاکستان امنیت ته د یوه ښکاره او شته ګواښ څرګندونه کوي. د دغې بیانیې ۴۸مه ماده کې راځي: «چېرته چې انساني فعالیت وي، زموږ دوو سترو هېوادونو مشارکت به –چې له سمندرونو تر ستورو دی- ور رسېږي.» د امنیتي تامیناتو او هند-پسېفیک، برما، پاکستان، طالبانو او یوکراین په برخه کې پر سمندري او امنیتي همکاریو سربېره به امریکا له هند سره د بې پیلوټه الوتکو او د جیټ الوتکو د ماشینونو په جوړولو او نورو پرمختللو پوځي ټکنالوژیو کې مرسته وکړي.

که څه هم د دغو تړونونو موخه په پوځي او اقتصادي برخه کې له چین سره د سیالۍ لپاره د هند اقتصادي او دفاعي ځواک لوړول دي؛ خو د هند پیاوړي کېدل د پاکستان او د سیمې مسلمانانو ته مستقیم ګواښ هم دی. هند د یوه اسلام ضد هندو دولت له لوري اداره کیږي چې د اسلام ضد سیاستونو پلي کولو ته ژمن دی. دغه چاره د هند او اشغال شوي کشمیر مسلمانان د هلاکت او تباهۍ لور ته بیایي. دا چې نوی ډهلی له پاکستان سره ژورې دښمنۍ لري، ټینګار یې وکړ چې واشنګټن دې د هند او امریکا په ګډه بیانیه کې د پاکستان ضد سیاستونه شامل کړي.

دلته باید په پام کې ولرو چې امریکا هغه وخت هند د چین پر وړاندې کارولی شي چې هند د پاکستان له لورې ونه ننګول شي. هند باید ډاډه شي چې پاکستان یې امنیت او سیمه‌ایزو موخو ته ګواښ نه دی. په حقیقت کې، هند اوس ډاډه دی چې د پاکستان پوځ به پر کشمیر پوځي برید ونه کړي. د پاکستان اوسنۍ پوځي او سیاسي رهبري له هند سره د اړیکو عادي کولو لپاره لیوالتیا ښودلې. دغه هېواد د اوربند د تړون په سبب د هند پوځ د کنټرول پر کرښه ارام پرېښی. پاکستان دغه راز د هند پر وړاندې د خپلوۍ‌پاللو سیاست غوره کړی او د اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره پوځي اقدام نه کوي. نو، دا د پاکستان رهبري ده چې د چین پر وړاندې د هند کارولو لپاره یې د امریکا کار اسانه کړی.

اې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو! آیا زموږ مشرانو د هند په نیمه وچه کې د هغوی د امنیت ساتلو لپاره یو هېواد رامنځته نه کړ چې حاکمیت یې د مسلمانانو په لاس کې وي؟ ایا هغوی ژمنه ونه کړه چې هېڅکله به د مشرک هندو حاکمیت او د هغوی کفري حکومت ونه مني؟ نو نن څنګه په سیمه کې د هندو ښکېلاکګر راج منئ؟ آیا د اسلام پر وړاندې د هندو راج خباثت په خپلو سترګو نه وینئ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ

ژباړه: «د دوی دوښمني يې له خولو (خبرو) څخه څرګنده ده، او څه چې يې په زړونو کې دي، هغه تر دې (ښکاره دښمنۍ) غټ دي.» [آل عمران: 118]

که تاسو د خپلو واکمنانو د کړنو پر وړاندې بې حرکته او بې احساسه پاتې شئ، هند به ټول کشمیر غصب کړي. دغه چارواکي به په ۲۰۲۴ کې د هند تر ټاکنو وروسته اقتصادي فشارونه د دفاعیې په توګه وکاروي او له هند سره به د اړیکو عادي کول ترویج کړي. هغوی به تاسو له مرکزي آسیا او ایران څخه هند ته د انرژۍ لیږدولو ساتونکي کړي. د مشرک هندو فرهنګ، تمدن او دود به -چې زموږ نیکونو د هغو پر وړاندې قیام کړی و- زموږ په خاوره کې پر ځوان نسل وتپل شي.

اې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو! تاسو دا وړتیا لرئ چې د سیمې لپاره د امریکا پلانونه شنډ کړئ! تاسو باید د هند په تابع هېواد د بدلېدو مخه ونیسئ! تاسو باید اجازه ور نه کړئ چې امریکا مو دوښمن تر ستونې مسلح کړي! له هند سره مقابله وکړئ، د کشمیر آزادولو لپاره پوځي سیاست اعلان کړئ او هند ته له اسلامي خاورو څخه د نفتو او ګازو تېرول بند کړئ! تاسو پوهیږئ چې یوه ډارنه او امریکا پلوې رهبري د دغه کار کولو فکر هم نه شي کولی. نو دغه واکمنان لرې کړئ. حزب التحریر ته نصرت ورکړئ چې بیاځلې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي. د مسلمانانو خلیفه به ستاسو په پوځي ځواک د مسلمانانو خاورې متحدې کړي. خلافت به د قطر او آذربایجان په ګازو، د ایران، سعودي او متحده عربي اماراتو په نفتو، د پاکستان، ترکیې او افغانستان په پوځي ځواک او د پاکستان او مرکزي آسیا په کرنیزه شتمنۍ پیاوړی شي. د مسلمانانو په خاورو کې به د امریکا شیطاني شتون ختم کړي او هند ته به یې خپل ارزښت وښيي.

اې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو! مسلمانان د هند نیمې وچې اصلي وارثین دي! مسلمانانو –سره له دې چې شمېر یې لږ و- څو پیړۍ پر دغې سیمه حکومت وکړ. ستاسو ځواک د سرچینو په ډېروالي کې نه دی. ستاسو ځواک پر الله ایمان او د هغه سبحانه و تعالی په لاره کې د جهاد په روحیه کې دی. راپورته شئ او بیاځلې د نبوت پر منهج خلافت په تاسیس سره پر خپلو دښمنانو برلاسي شئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

ژباړه: او (اې مومنانو، د الله په لار کې له جهاد څخه) سست او بې‌زړ کېږئ مه او مه هم اندېښمن کېږئ (او پوه شئ چې) که ايمان ولرئ، نو تاسو برلاسي ياست. [آل عمران: ۱۳۹]

د حزب التحریر-ولایة پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۱۷مه

۲۰۱۹م کال، چهارشنبه، د جولای ۵مه

 

د مطلب ادامه...

چین ته د بلینکېن سفر

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د چین نړیوالې ټلوېزیوني شبکې (CGTN) د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳۰مه خبر خپور کړ چې: د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د دوه اړخیزه اړیکو په اړه پر نامسولانه اظهاراتو نیوکه کړې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې واشنګټن به د خپلو ګټو دفاع او داسې کړنو او اظهاراتو ته دوام ورکړي چې – د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته له پام پرته- پر چین ښې نه لګي. د چین بهرنیو چارو وزارت د بلینکېن پر دغو خبرو نیوکه وکړه.» له بلې خوا (العربیة) یوه اونۍ وړاندې، د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۳مه لیکلي وو: « چین ته د بلینکېن د سفر یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره، جانېټ یېلېن به ژر چین ته سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره، جینا ریمونډو او د اقلیم په چارو کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي سفرونه وکړي. شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر میاشت کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري.»

تمه کېده چې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۸-۱۹مه، چین ته د بلینکېن له سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ارامې شي او بیا به ناندرۍ نه راپورته کېږي! ایا چین ته د بلینکېن سفر بې لاسته راوړنو او تش تشریفاتي سفر و؟ وبښئ چې پوښتنه مې یو څه اوږده وه. جزاک الله خیراً!

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې مواردو ته کتنه کوو:

لومړی: چین ته د بلینکېن د سفر شالید:

۱. د چین او امریکا ترمنځ اړیکې یو څه کړکېچنې دي. لږ تر لږه، د امریکا د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد د چین پر سوداګرۍ او چینايي محصولاتو ګڼ محدودیتونه وضع کړي؛ پر ځینې چینايي توکو یې تعرفې لوړې کړې او د هواوې پشان چینايي کمپنیو او د هغو پر رییسانو یې بندیزونه لګولي. د بایډن ادارې دغې پالیسۍ ته دوام ورکړ. چین هم په ورته پالیسۍ ځواب ورکړی. یوازې همدا بس ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کړکېچنې شي.

۲. چین اوږده موده هڅې وکړې چې د چین-۲۰۲۵ پلان له مخې د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلواک شي؛ له هواوې او نورو چینایي کمپنیو سره د امریکا دغه چلند کړکېچونه راپورته کړل او چین اړ شو چې د خپلو سیلیکاني چیپونو جوړولو لپاره پلان جوړ کړي. امریکايي تحلیلګران وايي چې په ۵-۷ کلونو کې به چین د چیپونو په صنعت کې خپلواک شي. دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ له شخړو ډکه سیالي رامنځته کوي.

۳. د پوځي او امنیتي جبهې په اړه؛ تېره فبروري یو شکمن چینایي جاسوسي بالون د امریکا فضا ته ننوت. که څه هم چین دا رد کړه خو دغه پېښه په تېره فبروري کې بیجېنګ ته بلینکېن د پلان شوي سفر د لغوه کېدو سبب شوه. بیا چین د ټایوان په تنګي کې د جنګي بېړیو مانورونه وکړل؛ امریکا هم د دې په ځواب کې تېره میاشت د ټایوان په تنګي کې د امریکايي الوتک‌وړونکې بېړۍ مانورونه وکړل او سویلي چین سمندر یې ازادې نړیوالې اوبه وبللې. تېره میاشت یوه چینايي جنګي الوتکه امریکايي الوتکو ته نیږدې شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت تریخ شو ... نو له چین څخه د بلینکېن لیدنه هغه وخت ونه شوه...

۴. امریکا چین ته د ستونزو جوړولو لپاره ګڼ پوځي او امنیتي تړونونه وکړل او د بایډن ادارې په دې برخه کې یو لړ پالیسۍ جوړې کړې. مثلاً له چین سره د پوځي مقابلې لپاره نوښتونه؛ په ځانګړي ډول له اسټرالیا او انګلستان سره AUKUS تړون؛ له اسټرالیا، هند او جاپان سره څلور اړخیز ډیالوګ " څلور/ QUAD یا څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ" او دغه راز په اسیا کې د ناټو رول پراخولو لپاره هڅې. امریکا له فلیپین سره هم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په فلیپین کې د امریکايي پوځیانو پنځه نورې اډې جوړېږي؛ له دې سره په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو شمېر ۹ ته رسېږي. او داسې نور...

دوهم: چین ته د بلینکېن سفر تشریفاتي او یوازې د رسمیاتو له مخې نه و؛ بلکې موخې یې لرلې:

۱. د تېرو پېښو په سبب رامنځته شوي کړکېچ کمولو لپاره هڅه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د دغه سفر موخه تفاهم ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو چینل بیا پرانیستل؛ د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ خبرو اترو ته لار هوارول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لار پرانیستل او پیاوړي کول دي ... په بیانیه کې دغه راز راځي چې یاد سفر لاسته راوړنې لرلې خو د پوځونو ترمنځ پر اړیکو ټینګولو نه دي بریالي شوي ...

۲. شرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۹مه ولیکل: «سره له دې چې د چین ولسمشر له بلینکېن سره تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته مثبته ژبه وکاروله؛ خو په ډاګه یې وویل چې بیجېنګ له  واشنګټن سره د پوځي اړیکو د چینلو پرانیستل رد کړل. د یادولو وړ ده چې دغه مسله د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه. دغه لیدنه "د خلق لوی تالار" کې وشوه او دا ښيي چې دواړه هېوادونه نه غواړي چې اړیکې يې په ښکاره دښمنۍ بدلې شي؛ دواړه لوري پر دې پوهېږي چې د دوی سیالي او ډیپلوماټيکې هڅې ډېر ګواښونه له ځان سره لري.»

۳. یادې ورځپاڼې زیاته کړې: «له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو". دا هڅې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پیل شوې، هغه وخت چین د پینټاګون له لوري د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو تر لسو زیاتې غوښتنې رد کړې. سره له دې، بلینکېن له لوړپوړو چارواکو سره خپلې تېرې خبرې اترې "صریحې او ګټورې" وبللې.» (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۴. نو یوه اصلي نا حل شوې موضوع د چین او امریکا ترمنځ د پوځي اړیکو بیا جوړېدل دي. د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ اړیکې منجمدې پاتې دي او وروستیو دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې ... بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو کوم سملاسي پرمختګ ونه شو. «اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو». «د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي». (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۵. د بلینکېن لیدنې له شک پرته تر یوې کچې پرمختګ درلود. خو لکه بلینکېن چې وویل، پرمختګ اسانه نه دی. نوموړي د چین تر پرېښودو وړاندې وویل: «اړیکې په یوه بې ثباته حالت کې وې او دواړو لورو درک کړه چې باید د با ثباته کولو لپاره یې کار وشي». «خو پرمختګ سخت دی. وخت نیسي. دا کار په یوه لیدنه او یوه سفر یا یو ځل خبرو نه کېږي. زما هیله او تمه دا ده چې موږ به په راتلونکي کې ښې اړیکې او ښه تعامل ولرو». رویټرز لیکي: «امریکايي چارواکي که څه هم د یوه لوی پرمختګ احتمال کم ښيي خو د بلینکېن سفر به د لویو دوه اړخیزه لیدنو لپاره لار هواره کړي؛ لکه د امریکا د خزانې وزیرې، جانېټ یېلېن او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیرې، جینا ریمونډو سفر». «تمه وه چې دغه سفر به د کال په وروستیو کې د شي جين پېنګ او ولسمشر بایډن ترمنځ ناستې ته لاره هواره کړي». (رویټرز؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۲۰مه)

۶. د اوکراین د جګړې په اړه؛ الجزیره نېټ لیکي: «بلینکېن په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره د چین د وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې چین تایید کړې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې هېڅ راز مرسته نه کوي، خو زیاته یې کړه چې «هلته د چینايي کمپنیو د ښکېلتیا په اړه اندېښنه لري» (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې چین متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له روسیې سره به مرګونې مرسته ونه کړي او "موږ د دې خبرې خلاف کوم شواهد نه دي لیدلي"؛ بلینکېن زیاته کړه چې د چین تضمینونه د دوی د وروستیو اونیو له بیانونو سره سم دي. (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه).

۷. د ټایوان د موضوع په اړه؛ شرق الاوسط ورځپاڼې راپور ورکړی چې چینايي وزیر «یو ځل بیا د ټایوان موضوع او هغه څه په اړه د خپل هېواد دریځ تکرار کړ چې بیجینګ یې په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او ټایواني چارواکو ترمنځ په ټایوان ټاپو کې یوې خپلواکي غوښتونکې ډلې ته دوامداره نیږدیوالی ګڼي. بهرنیو چارو وزارت د شېن ګانګ په حواله وویل: «د ټایوان موضوع د چین د اصلي ګټو په زړه کې ده؛ دا د چین-امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع او تر ټولو لوی خطر دی». ده ټینګار وکړ چې «چین له امریکا غواړي چې د واحد چین اصل ته درناوی وکړي»؛ د دې لپاره باید له ټايوان سره رسمي اړیکې جوړې نه کړي «او د ټایواني بېلتون غوښتونکو د ملاتړ نه کولو په اړه خپلې ژمنتیا ته درناوی وکړي». د چین د کمونيست ګوند د بهرنیو چارو کميسيون د دفتر مشر او ارشد ډيپلوماټ، وانګ یي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د ټایوان په برخه کې "هېڅ ډول امتیاز" ور نه کړي (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن په خپل وار وویل چې هېواد یې د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي، بلکې د دغې موضوع لپاره یو سوله‌ایز حل غواړي؛ ده زیاته کړه چې له چین سره د دوی توافق "د ټايوان په اړه هر راز اختلافاتو د سوله‌ایز حل پر اساس دی او د واحد چین له اصل ملاتړ کوي." (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې د ټايوان تنګي کې د چین د "پاروونکو اقداماتو" په اړه زیاتېدونکې اندېښنې وې؛ خو یو ځل یې بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. دی وايي که د ټايوان پر سر ناورین پېښ شي، دا ښايي د "یوه اقتصادي ناورین سبب شي چې پر ټوله نړۍ اغېز کولی شي. ده وویل چې ۵۰ سلنه سوداګریز کانټینرونه هره ورځ د ټايوان له تنګي تېرېږي. ۷۰ سلنه نیمه هادي (semi-conductor) صادرات په ټايوان کې جوړېږي... (بي بي سي؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

درېیم: دغو ټولو موضوعاتو ته په کتو په ډاګه کېږي چې:

۱. د ټايوان په اړه د امریکا په دریځ کې بدلون نه دی راغلی ... امریکا د ټايوان خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې (د واتیکان په ګډون شاوخوا ۱۵ هېوادونو د ټايوان خپلواکي په رسمیت پېژندلې). که څه هم امریکا رسماً د ټايوان د خپلواکۍ پر رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې، خو له ټايوان سره د یوه خپلواک هېواد پشان چلند کوي؛ په تایپي کې یوه امریکايي اداره ده چې د امریکا د سفارت په توګه عمل کوي. دغه راز امریکا له ټايوان سره دفاعي تړونونه کړي او د پرمختللو وسلو او نورو برخو کې مرستې ورسره کوي. امریکا وايي چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان دفاع کوي؛ د تېر کال په مې میاشت کې بایډن دغه خبره تایید کړه. ولسمشر بایډن خبرداری ورکړ چې چین د ټايوان په موضوع کې له اور سره لوبې کوي او ژمنه یې وکړه چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان د دفاع لپاره پوځي مداخله کوي ... (بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د مې ۲۳مه).

۲. دغه لیدنه او "پایلې" یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارامولو لپاره بس نه دي؛ خو دا کېدی شي د دوی ترمنځ د لنډمهال لپاره وضعیت ارام کړي او د نورو لیدنو لپاره پيليزه وي ... لکه په پوښتنه کې چې راغلي؛ د بلینکېن له دغه سفر څخه یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره به ژر چین ته یو رسمي سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره او دغه راز د اقلیم په برخه کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي پر سفرونو لاړ شي؛ ځکه دا دواړه د هغو موضوعاتو مسولین دي چې چین او امریکا د همکارۍ لپاره په ګډو ګټو کې سره تړي. ولسمشر شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډه کې د ګډون لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري. خو دا په دې معنی نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو دروازه تړل شوې او د تلپاتې ارامۍ دروازې پرانیستل شوې دي. دا ممکنه نه ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو په ګټو کې اختلاف دی.

د چین شاوخوا د امریکا متحدین؛ لکه جاپان، سویلي کوریا، فلیپين او بیا د ټايوان مسله ... دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دروازې تړلو مخه نیسي. دغه دروازه به «نیمه پرانیسې» پاتې وي او د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو به پرانیستل کېږي.

۳. د دغه سفر یوه مهمه موخه چې پوره نه شوه، دا وه چې امریکا غوښتل د جاسوسي موخو لپاره د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو چینل پرانیزي! چین دا درک کړې او په وار وار یې دغه غوښتنه رد کړې. بلینکېن که څه هم په ډاګه ونه ښوده، خو دغې موضوع په غوسه کړی؛ لکه پورته مو چې وویل، دا یې په خبرو کې ښکارېده. زه یې بیا یادوم:

  • (سره له دې چې د چین د ولسمشر ژبه مثبته وه او له بلینکېن سره یې تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته رضایت ښود؛ بلینکېن په ډاګه کړه چې بیجېنګ پر دې له پوهېدو سره سره چې له واشنګټن سره د پوځي چینلونو پرانیستل د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه، دغه موضوع رد کړه.)
  • (له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو".)
  • (دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې.) بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو " کوم سملاسي پرمختګ ونه شو". "اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو". ده وویل: "د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي".

۴. داسې ښکاري چې د چین دغه موقفونه د بلینکېن په ذهن کې همداسې پاتې دي؛ ځکه چې د پوځي اړیکو په برخه کې یې لاسته راوړنې نه لرلې او وروستۍ خبرې یې –چې په پوښتنه کې راغلې- د همدې لپاره وې. دغه راز "سبا" وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۹مه خبر ورکړل چې: «د چین رسمي خبري اژانس "شین هوآ/ Xinhua" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن د خبرو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینګ په حواله ویلي: "دا پټه خبره نه ده چې د چین او امریکا ترمنځ اختلافات شته. " ده زیاته کړه: "څه چې امریکا ویلي او کړي، پر نړیوالو اړیکو د حاکمو اساسي قوانینو نقض دی" ... له دې سره یې له یادې موضوع سره د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار وکړ.

القوي او العزیز رب فرمايي:

﴿وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضاً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

ژباړه: «او په دې توګه ځينې ظالمان پر ځينو نورو باندې د دوی د کړنو له امله، مسلط کوو» [الانعام: ۱۲۹]

او:

﴿وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون﴾

ژباړه: «... او کافران پخپله ظالمان دي» [البقرة: ۲۵۴]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۱۵مه

۲۰۲۳م کال د جولای ۳مه

د مطلب ادامه...

اې د آدم بچيه! زما عبادت وکړه، چې زړه دې غني کړم

(ژباړه)

له ابي هریرة څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إن الله تعالی یقول: یا إبن آدم تفرغ لعبادتی أملأ صدرک غنی وأسد فقرک وإلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» (ترمذی)

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) فرمایي: اې د آدم بچیه، زما عبادت وکړه، چې سینه دې غني کړم او فقر دې ختم کړم. که چېرې داسې ونه کړې، نو پر دنیوي کار به دې بوخت کړم او فقر درنه ايسته نه کړم.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره «إن الله یقول یا إبن آدم تفرغ لعبادتی» په دې معنی ده، چې ځان له دنیوي چارو څخه زما د اطاعت لپاره فارغ کړه. همدارنګه له «أملأ صدرک» څخه هدف دا دی، چې الله سبحانه وتعالی به دې زړه غني او موړ کړي. «غني» د زړه د بې‌نیازۍ او مړښت په معنا دی. «وأسد فقرک» دا مفهوم ورکوي چې ځان زما د عبادت لپاره له دنیوي چارو څخه فارغ کړه، ترڅو اړتیاوې دې پوره او له مخلوق څخه دې بې‌نیازه کړم. همدارنګه «إلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» په دې معنی دی چې که چېرې زما عبادت ته وخت ور نه کړې او پر نورو کارونو بوخت شې، نو بیا دې له فقر سره مخ کوم؛ ځکه چې مخلوقات پخپل ذات کې فقیر دي او فقر ورسره زیاتېږي.

دا د حیرانتیا وړ خبره ده، چې یو څوک د مال په لاسته راوړلو او ډېرولو کې دومره بوخت شي، چې له امله یې د الله سبحانه وتعالی عبادت ته وخت نشي ورکولی. نن ورځ خلک عبادت یوازې د عادت په توګه ترسره کوي، نه د اسلام د پنځه‌ګونو ارکانو په توګه. د الله سبحانه وتعالی دغه قول یې یو ښه دلیل دی:

﴿قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين﴾ [انعام: 162]

ژباړه: ووایه: زما لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ د الله (سبحانه وتعالی) لخوا دي، هغه چې د دنیا او اخرت رب دی.

خبر اوسئ! هغه څوک چې د الله تعالی د عبادت پر ځای پر دنیوي مال ځان بوخت کړي، نو په دې توګه –العیاذ بالله- له الله سبحانه وتعالی او د هغه له امر سره دښمني کوي. ایا فقر او شتمني د عالم او قادر الله په واک کې نه دي؟ ایا رزق د رازق او کریم رب پر غاړه نه دي؟ نو څنګه ځان پر هغه څه بوخت کولی شو، چې الله سبحانه وتعالی پر خپله غاړه اخیستي دي او هغه څه پرېږدو چې موږ ته یې د ترسره کولو امر کړی دی. همدارنګه موږ ته یې امر کړی چې د خپل رب عبادت وکړو، چې د الهي دین د اظهار او اقامې لپاره کار کول یې په سر کې راځي. و من الله التوفیق!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

قضاوت

(ژباړه)

په دې اړه ابوداوود په خپل سنن کې له علي رضی الله عنه څخه روايت کړی:

عَنْ عَلِيٍّ عَلَيْهِ السَّلَام قَالَ بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْيَمَنِ قَاضِيًا فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ تُرْسِلُنِي وَأَنَا حَدِيثُ السِّنِّ وَلَا عِلْمَ لِي بِالْقَضَاءِ فَقَالَ إِنَّ اللَّهَ سَيَهْدِي قَلْبَكَ وَيُثَبِّتُ لِسَانَكَ فَإِذَا جَلَسَ بَيْنَ يَدَيْكَ الْخَصْمَانِ فَلَا تَقْضِيَنَّ حَتَّى تَسْمَعَ مِنْ الْآخَرِ كَمَا سَمِعْتَ مِنْ الْأَوَّلِ فَإِنَّهُ أَحْرَى أَنْ يَتَبَيَّنَ لَكَ الْقَضَاءُ قَالَ فَمَا زِلْتُ قَاضِيًا أَوْ مَا شَكَكْتُ فِي قَضَاءٍ بَعْدُ.

ژباړه: له علي رضی الله عنه څخه روایت دی، چې هغه ویل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د قاضي په توګه ولېږلم، ما ورته وویل، اې رسول الله! ته په داسې حال کې ما لېږې چې زه نوی ځوان یم او د قضاوت په برخه کې پوهه نه لرم. هغه وفرمایل، ډېر ژر به الله ستا زړه ته لارښوونه وکړي او ژبه به دې ثابته کړي، کله چې ستا پر وړاندې دوه متخاصم (شخړه کوونکي) کېني، نو هېڅکله (د هغوی تر منځ) فیصله مه کړه تر څو چې د دویم (خبرې) دې د لومړي کس د (خبرو) په څېر نه وي اورېدېلې، دا کار د قضاوت څرګندېدلو لپاره غوره دی. علي رضی الله عنه وفرمایل: له هغه وروسته زه تل قاضي وم او یا ویې فرمایل: له هغه وروسته زه په هېڅ قضاوت کې له شک او شبهې سره مخ نه شوم.

د "عون المعبود" څښتن د دغه حدیث په اړه وایي: دا حدیث د دې لپاره دلیل دی، چې د حاکم لپاره د دعوا د دواړو اړخونو د دلیل له اورېدو او د قضیې د ټولو اړخونو په اړه د تفصیلاتو له غوښتلو وړاندې حکم صادرول حرام دي. شوکاني وایي: که چېرې حاکم په داسې حال کې حکم صادر کړي، چې د دعوې د دواړو اړخونو دلیل یې نه وي اورېدلی، نو حکم یې باطل دی او باید پلی نه شي، بلکې دا واجب دي چې خپل دغه حکم نقض کړي او بېرته یې په سم ډول صادر کړي او یا دا چې یو ځل بیا یې باید د بل حاکم په واسطه صادر کړي.

قضاوت: د الزام په توګه د یوې قضیې د حکم خبر ورکول دي. د قضاء دستګاه: د خلکو تر منځ خصومتونه (دعواګانې) حلوي یا د هغه څه مخه نیسي چې د ټولنې لپاره مضر وي او یا هغه شخړې حلوي چې د عامو خلکو او یا د دولتي کسانو لکه؛ حکامو، د دولت د ساتونکو، خلیفه او د هغه ترلاس لاندې کسانو تر منځ پېښېږي. د قضاوت په تعریف کې دغه دری ډوله قضاوت شاملېږي. د خصومتونو (شخړو) حل و فصل کول، احتساب او د مظالمو قاضي اړوند قضیو کې قضاوت کول.

قضاوت خپل مشروعیت له کتاب الله او سنتو څخه اخیستی دی: الله سبحانه و تعالی داسې فرمایي:

(وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ...) [المائدة]

ژباړه: د هغه څه پر اساس فیصله وکړه، چې الله نازل کړي دي.

(وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ..) [النور]

ژباړه: کله چې د هغوی تر منځ د فیصلې کړلو په موخه د الله او د هغه د رسول په لوري رابلل کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله د قضاوت مسوولیت پر غاړه درلود او د خلکو تر منځ یې قضاوت کاوه؛ همدارنګه له ځان پرته یې نور قاضیان هم ټاکلي دي. د بېلګې په توګه، معاذ بن جبل رضی الله عنه او علي رضی الله عنه یې قاضيان ټاکلي وو.

هغه څوک چې د قضاء مسوولیت پر غاړه اخلي، دغه شرطونه باید ولري؛ مسلمان، ازاد، بالغ، عاقل، عادل، فقیه او داسې څوک چې د پېښو اړوند د نازل شوو احکامو د درک توان ولري؛ مګر هغه څوک چې د مظالمو قضیو مسوولیت پر غاړه اخلي، نو پر دغو شرطونو سربېره باید نارینه او مجتهد هم وي.

هغه کسان چې د قضاء مسوولیت پر غاړه اخلي:

1-     قاضي: هغه څوک چې د خلکو تر منځ د خصومتونو (دعواوو) د حل و فصل مسوولیت لري، یعنې په حقوقي او جزایي قضيو کې چې هغه معاملات او عقوبات دي. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه عمل دی، چې معاذ بن جبل رضی الله عنه یې د یمن په یوه برخه کې او علي رضی الله عنه یې په یمن کې د قاضي په توګه وګومارل.

2-     محتسب: دغه کس د هغو مخالفاتو د حل و فصل مسوولیت پر غاړه لري، چې د ټولنې حق ته زیان اړوي او دلیل یې هغه حدیث دی چې امام مسلم په خپل صحیح کې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی دی:

«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كَيْ يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي موادو له ډېري (کوټې) څخه تېرېده، خپل لاس يې پکې دننه کړ، چې ګوري ګوتې یې نمجنې شوې او د خوراکي موادو څښتن ته یې وویل، دا نم د څه شي دی، هغه وویل یا رسول الله باران پرې شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، نو ولې یې نمجنه برخه سر ته نه راوړې، چې خلک یې وویني. هغه څوک چې په کار کې یې فرېب وي، له ما (زما له امت) څخه نه دی.

په همدغه ترتیب رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا نیوکه وکړه او منعه یې کړ، چې فرېب یې کړی و؛ همدارنګه سوداګر ته یې امر کړی چې په بازار کې په صداقت سره تجارت وکړي. لکه څنګه چې امام احمد له قیس بن ابي عرزة کناني څخه داسې روایت کوي:

«كنا نبتاع الأوساق بالمدينة، وكنا نسمّى السماسرة، قال: فأتانا رسول الله صلى الله عليه وسلم فسمانا باسم هو أحسن مما كنا نسمّي به أنفسنا فقال: يا معشر التجار، إن هذا البيع يحضره اللغو والحلف، فشوُبوه بالصدقة»

ژباړه: موږ په مدینه کې د پېمانه شوو بارونو د پېر او پلور کار کاوه او پر ځان مو د دلال نوم اېښی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په لوري راغی او پر موږ یې تر هغه غوره نوم کېښود، چې مخکې موږ پر ځانونو اېښی و او ویې وفرمایل اې د سوداګرو ډلې! په معاملاتو کې لغو (يمين لغو) او حلف (قسم) راځي، نو هغه په صدقې سره له منځه یوسئ.

3-     د مظالمو قاضي: هغه څوک چې د دولت او خلکو تر منځ د شخړو د حل مسوولیت لري، دلیل یې د الله سبحانه وتعالی دغه قول دی: 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً} [نسا‌ء: ۵۹]

ژباړه: اې مومنانو! د الله اطاعت وکړئ او د رسول او خپل اولي الأمر اطاعت وکړئ، که چېرې ستاسو تر منځ د يو څه پر سر شخړه رامنځته شي، نو د حل لپاره يې الله او رسول ته وړاندې کړئ، که چېرې تاسو پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ، (الله او رسول ته د پرېکړې لپاره رجوع کول) ستاسو لپاره غوره دي او ښه پايله لري.

همدارنګه په مسند احمد کې راځي چې:

«عَنْ أَنَسٍ قَالَ: غَلَا السِّعْرُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ سَعِّرْ لَنَا فَقَالَ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّزَّاقُ وَإِنِّي لَأَرْجُو أَنْ أَلْقَى رَبِّي وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يَطْلُبُنِي بِمَظْلِمَةٍ فِي دَمٍ وَلَا مَالٍ»

ژباړه:له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې نرخونه لوړ شول، نو خلکو وویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته قېمتونه وټاکئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ د قېمتونو ټاکونکی، د رزق ورکوونکی، کموونکی او زیاتوونکی الله سبحانه وتعالی دی، په دې هیله چې له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حال کې مخ شم، چې په تاسو کې هېڅوک داسې نه وي، چې له ما څخه د وینې او یا مال په برخه کې د مظلمه غوښتنه وکړي.

په هغه دستور (اساسي قانون) کې چې حزب التحریر د خلافت دولت لپاره ـ چې ژر به د الله په مرسته راشي ـ ترتیب کړی دی، راغلي چې: خلیفه د قضاوت لپاره ځانګړې دستګاه جوړوي، چې په سر کې یې قاضی القضات وي؛ یعنې هغه څوک چې د اداري نظامونو په چوکاټ کې د قاضي د ټاکلو، مجازات کولو او عزل کولو صلاحیت لري او هغه څوک چې د قاضي او حاکم ټول شرطونه ولري؛ یعنې نارینه، مسلمان، بالغ، عاقل، ازاد، عادل او فقيه وي. که چېرې یې عمل په قضاء پورې محدود وي، نو دا بسنه کوي چې یوازې فقيه وي، مګر که چېرې خلیفه دا صلاحیت ورکړی وي، چې د مظالمو قاضي وټاکي او یا یې عزل کړي، نو په دې حالت کې باید مجتهد هم وي او همدارنګه د مظالمو قاضي اړوند قضیو کې باید د قضاوت صلاحیت هم لري.

دا هم روا دي چې د قاضي، محتسب او د مظالمو قاضي لپاره دې په عام ډول په ټولو قضیو او ټولو ښارونو کې صلاحیت ورکړل شي او همدارنګه دا هم روا دي چې دوی ته دې په ځانګړو قضیو او ځایونو کې د قضاوت کولو محدود صلاحیت ورکړل شي؛ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه اخیستل شوي دي، لکه څنګه چې علي رضی الله عنه یې په یمن کې د عام قاضي په توګه، معاذ بن جبل رضی الله عنه یې د یمن په یوه ځانګړې سیمه کې د قاضي په توګه او همدارنګه عمرو بن عاص یې په یوه ځانګړې قضیه کې د قاضي په توګه وټاکه.

دا په خلافت دولت کې د قضاء په اړه یوه لنډه خلاصه وه، مګر که څوک ډېر تفصیل غواړي، نو د حزب التحریر له منشوراتو څخه دې د «أجهزة دولة الخلافة في الحكم والإدارة» (په حکومت او اداره کې د خلافت دولت جهازونه) او دغه راز «مقدمة الدستور أو الأسباب الموجبة له» (د دستور شرحه او دلايل يې) کتابونو ته مراجعه وکړي.

د مطلب ادامه...

الازهر زموږ پوځونه د فلسطین په ازادۍ کې له خپل رول او هغه موجود له منځه وړلو لرې کوي چې زموږ مقدسات يې ناولي کړي

  • خپور شوی په مصر

 (ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۴مه «الیوم السابع» مصرۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې الازهر د صهیونیستي ترهګرې ادارې له لوري د فلسطین د نابلس ښار په سوېل کې د قرآن کریم د نسخو له څيرولو او سوځولو او همدا راز د فلسطین د لوېديځې غاړې د څو کلیو پر بې ګناه وګړو له برېدونو او د دوی د شتمنیو لوټلو سره سخت مخالفت وښود. د دغې وحشي ادارې لخوا دا ډول جنایتونه کول د حیرانتیا خبره نه ده. الازهر وویل چې دغې ادارې خلک، د دوی هېوادونه او ځمکې غصب کړې؛ د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او نړۍ یې په مخنیوي کې ناتوانه ده. د دوی جنایتونه باید افشا او مخه یې ونیول شي. پر دغو جنایتونو سترګې پټول له دوی سره یو ډول لاس لرل دي؛ دا کار د توجیه وړ نه دی؛ دا د بشر پر وړاندې جنایت او د ټولو هغو نړیوالو قوانینو او تړونونو نقص دی چې دیني مقدساتو ته درناوی او د عبادت ازادي تضمینوي. الازهر ټینګار وکړ چې اوس د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې د یوه جدي عربي او اسلامي دریځ خپلولو وخت دی چې زموږ د فلسطیني وروڼو پر وړاندې یې ډېر ظلمونه کړي او لا یې کوي. الازهر زیاته کړې چې د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې مقابلې لپاره د خپلواک فلسطین – چې قدس شریف یې پلازمېنه وي- د تشکیل لپاره  چټکو او اجباري تدابیرو ته اړتیا ده.

د الازهر دریځ هماغه پخوانی او د مصري رژیم دریځ و؛ دا چې نړیواله ټولنه د یهودي دولت ملاتړې ده، پر وړاندې یې اقدام او  د اسلامي مقدساتو دفاع نه کوي. سربېره پر دې، الازهر د فلسطین – چې پلازمېنه یې قدس وي- هېواد رامنځته کولو لپاره د جدي عربي او اسلامي دریځ غوښونکی شو؛ یعنې د دوو هېوادونو حللارې په چوکاټ کې چې دا پخپله د امریکا له لوري وړاندیز شوې او مصري رژيم له لوري تصویب شوې حللاره ده. دغه حللاره پر کوچنیو هېوادونو د امت وېش ته رابلل دي؛ پرته له دې چې د فلسطين د مسلې اساسي او ریښتینې حللارې ته اشاره وشي او د اسلامي مقدساتو پر وړاندې هر راز سرغړونې او يا يې د حرمت تر پښو لاندې کولو ته قاطع ځواب وويل شي.

د فلسطین خاوره خراجي ده چې په ټول امت پورې اړه لري؛ هېڅوک یې باید چاته تسلیم یا پرې نه ږدي. د فلسطین مسله یوازې د فلسطین د خلکو نه، بلکې د ټول امت مسله ده او ازادول یې د ټول امت، په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو مسولیت دی. د یهودانو لخوا د قران کریم څيرولو او سوځولو او همدا راز د فلسطین د لوېديځې غاړې د څو کلیو پر بې ګناه وګړو د برېدونو او د دوی د شتمنیو د لوټلو په غبرګون کې باید د ټول امت په کچه اقدام وشي؛ باید د فلسطین د ازادولو او یهودي دولت له منځه وړلو لپاره پوځونه بسیج کړل شي. د فلسطین په مسله کې د غرب په خوښه مخته تلل له الله، پیغمبر او د فلسطین له هیلو سره خیانت دی.

اې د امت او په ځانګړې توګه په مصر او الازهر کې علماوو او شیوخو: ستاسو مسولیت هغه څه ته د امت رابلل دي چې پرې واجب دي؛ هغه دا چې مسلمانان د دوی ترمنځ بېلوونکې پولې له منځه یوسي او هغه نظامونه له بېخه وباسي چې پر دوی د اسلام پر بنسټ حکومتولي نه کوي. ستاسو مسولیت دې ته د امت رابلل دي چې د اسلامي دولت (راشده خلافت) په چوکاټ کې اسلام په هر اړخیز او بشپړ ډول پلی کړي. خلافت به خپل پوځ بسیج کړي چې د امت ټولې غصب شوې ځمکې بېرته ازادې کړي او مظلومان به له ظلمه خلاص کړي. هغه وخت به هېڅوک پر امت او د امت پر مقدساتو د برید جرات ونه شي کړی.  

اې د امت سرتېرو او پوځونو او په ځانګړې توګه د مصر پوځه: ستاسو دنده د یهودي دولت او دغو ګوډاګیو رژیمونو ساتنه نه ده چې پر تاسو حکومت کوي؛ بلکې ستاسو دنده له امت او د امت له مقدساتو ساتنه او د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت کې د دین پلي کول دي. نو هغه څه وکړئ چې الله سبحانه وتعالی یې امر درته کړی؛ امت ته یې حاکمیت او اقتدار بیا را وګرځوئ چې الله سبحانه و تعالی درنه راضي شي؛ د صدیقینو په ډله کې مو وشمېري او له لاسه تللی عزت مو بېرته درکړي.

﴿وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

ژباړه: «کومو خلکو چې ایمان راوړ او د الله تعالی په لاره کې یې هجرت او جهاد وکړ او هغه کسان چې د دوی مرسته او ملاتړ يې وکړ؛  همدوی ریښتیني مومنان دي. د هغوی لپاره بښنه او پرېمانه رزق دی) [انفال: ۷۴]

د حزب التحریر- ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذوالحجې ۸مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه

ژباړه: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...

د عیسی علیه السلام قوم

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ایا عیسی علیه السلام ته - چې پلار یې نه درلود- د قوم نسبت ورکول سم دي؟ دا خبره  د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې ذکر شوې. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر او نصرت درکړي! انیس طرده له فلسطین څخه.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

تاسو چې د کومې مسلې پوښتنه کړې؛ د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې داسې راغلې: «الله سبحانه وتعالی یې له مخلوق سره د اړیکې کیفیت ټاکلی او واضح کړی دی؛ د همدې لپاره یې بشر ته رسولان استولي دي چې د دغو رسولانو له ډلې موسی علیه السلام خپل قوم ته استول شوی. عیسی علیه السلام خپل قوم ته او محمد صلی الله علیه وسلم ټولو خلکو ته.» پای.

تاسو پوښتنه کړې چې؛ په داسې حال کې چې د عیسی علیه السلام پلار نه و، ایا هغه ته د قوم نسبت ورکول سم دي؟ له دغې پوښتنې ستاسو اشاره هغه څه ته ده چې په «نقض الفکری الغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوي چې «عیسی علیه السلام د خپل قوم لوري ته استول شوی.» داسې ښکاري چې ستاسو په اند د دغه کتاب خبره ناسمه او نامناسبه ده.

ستاسو پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره اړینه ده چې لاندې ماخذونو ته مراجعه وکړو:

۱. له لغوي اړخه:

- په لسان العرب (۴۹۶-۱۲) کې راغلي: «...له قوم څخه موخه د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او د ځینو په اند، قوم د ښځو نه، بلکې یوازې د نارینه‌وو جماعت ته ویل کیږي... د یوه کس له قوم څخه موخه د هغه لارویان او خپلوان دي...» پای.

- قاموس المحیط (۲۷۵-۳): «قوم؛ د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او یا یوازې د نارینه‌وو جماعت دی او یا دا چې په قوم کې ښځې د نارینه‌وو تر تبعیت لاندې دي. ...»

- الصحاح (مخ-۲۶۴): قوم؛ له قوم څخه موخه ښځې نه، بلکې نارینه دي او د دې لپاره قوم واحد او یا مفرد لفظ نه دی... الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿لا يَسْخَرْ قومٌ من قوم؛ یو قوم دې بل قوم نه مسخره کوي. بیا فرمايي: ﴿ولا نِساءٌ من نِساءٍ﴾؛ او نه دې ښځې نورې ښځې مسخره کوي. او په ډېرو ځایونو کې نارینه‌وو ته په خطاب کې ښځې د تبعیت له اړخه شاملېږي؛ ځکه چې د هر نبي په قوم کې ښځې او نارینه دواړه دي... .

نو قوم په لغت کې له ښځو پرته، د نارینه‌وو جماعت ته وايې او یا د یوه کس پلویان، خپلوان او کورنۍ. په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خلکو یوه جماعت، یعنی بني اسرایلو ته، چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل وو، را استول شوی و. عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت چې «قومه» ورته ویل شوي، دا نه لازموي چې عیسی علیه السلام دې هرو مرو له بني اسرایلو څخه پلار ولري. نو یو چا ته د قوم نسبت ورکول دې ته اړتیا نه لري چې دغه کس دې هرو مرو له دغه قوم څخه نسب ولري؛ بلکې د دغه نسبت د صحت لپاره، دا بسنه کوي چې یو کس د رسول په توګه یوه قوم ته ولېږل شي او هغه قوم یو جماعت یا د خلکو ډله وي چې رسول ورته لېږل شوی دی.

نو د «قوم» یوه معنا خپلوان او د کورنۍ غړي دي، خو قوم د جماعت او همدارنګه د پلویانو په معنی هم کارېږي چې د کس لپاره د دغه نسبت کارول، د نسب نیږدېوالي ته اړتیا نه لري.

۲. د قوم په اړه شرعي نصوص:

 په دې کې شک نشته چې د قوم کلیمه او عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت په شرعي نصوصو کې روښانه ذکر شوی؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خپل قوم، یعني بني اسرایلو لوري ته لېږل شوی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ ... [صف: ۶ ]

ژباړه:« او هغه وخت چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه تاسو ته د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم. ...»

نو د دغو دوو مبارکو ایتونو له مخې د عیسی علیه السلام قوم، د بني اسرایلو قوم دی.

- بخاري په خپل صحیح کې له جابر ابن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْمَغَانِمُ وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: ماته پنځه شیان راکړل شوي چې تر ما وړاندې هېڅ پیغمبر ته نه دي ورکړل شوي. ماته د رعب یعنې وېرې په وسیله د یوې میاشتې مسیر (لرې والي) نصرت راکړل شوی. ځمکه راته د سجدې ځای او پاکه ګرځول شوې ده، نو که پر هر چا، هر چېرته د لمانځه وخت ورغئ، ویې دې کړي. همدارنګه زما لپاره غنیمتونه حلال شوي، په داسې حال کې چې تر ما وړاندې پیغمبرانو ته نه وو حلال. همدارنګه ماته شفاعت راکړل شوی. په همدې ډول تر ما وړاندې هر پیغمبر یوازې د خپل قوم لپاره رالېږل شوی دی؛ خو زه د ټول بشریت لپاره رالیږل شوی یم.

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول: «كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً» ټولو قومونو ته شاملېږي او شک نشته چې عیسی علیه السلام خپل قوم ته رالېږل شوی و. د دغه حدیث له مخې، د عیسی علیه السلام پیروان د هغه قوم دی.

دغه راز له عربان بن ساریه سلمي څخه روایت دی چې ویلي يې دي: ما واوریدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إنِّي عَبْدُ اللَّهِ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَخَاتَمُ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ آدَمَ لَمُنْجَدِلٌ فِي طِينَتِهِ وَسَأُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِ ذَلِكَ دَعْوَةِ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»

ژباړه: زه په ام الکتاب «لوح محفوظ» کې عبدالله ( د الله بنده) او خاتم الانبیاء شوم؛ هغه وخت ادم علیه السلام په خپله خټه کې وو. زه به د دغې مسلې تأویل،  زما په حق کې د خپل پلار ابراهیم دعا، قوم ته یې د عیسی علیه السلام زیری او د خپلې مور خوب تاسو ته بیانوم؛ هغې خوب لیدلی و چې له بدن څخه یې یوه رڼا وځي چې د شام قصرونه روښانه کړي.

دغه حدیث احمد په خپل مسند کې او حاکم په خپل مستدرک کې روایت کړی دی او ویلي یې دي چې دغه حدیث صحیح الاسناد دی.

له دغه حدیث څخه ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عیسی علیه السلام قوم صریح ذکر کړی او عیسی علیه السلام ته یې د هغه نسبت ورکړی؛ لکه څنګه چې یې ویلي: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» دغه اشاره په حقیقت کې د الله تعالی دغه قول ته ده:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ﴾ [صف: ۶]

ژباړه:« او کله چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم، د هغه تورات تصدیق کوونکی یم چې له ما څخه مخکې رالیږل شوی؛ او د یوه پیغمبر زیری ورکوونکی یم چې له ما څخه وروسته به راځي نوم به یې احمد وي. خو کله چې هغه (محمد صلي الله علیه وسلم) له څرګندو نښانو سره هغوی ته راغی، نو دوی وویل: دا خو ښکاره جادو دی.»

د بیهقي تألیف دلائل النبوت کتاب (۵-۱۷) کې له حاتم بن ابی بلتعه څخه روایت شوی چې ویلي یې دي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د اسکندريې پاچا مقوقس ته ولېږلم او ویې ویل: له ما سره د رسول لله لیک و او د اسکندریې له پاچا سره مې ولیدل. هغه زه خپلې خواته وغوښتلم، زه ورغلم؛ خپل قوماندانان يې راغونډ کړي وو او ویې ویل: زه تاته خبره کوم له تا څخه غواړم چې خبره مې په غور سره واورې او پوه شې! ورته ومې ویل چې مهرباني وکړئ، وروسته يې وویل: د خپل ملګري په اړه راته ووایه، آیا هغه رسول نه دی؟ و مې ویل هو، هغه د الله رسول دی. ویې ویل: نو ولې يې خپل قوم ته ښېرا نه ده کړې؛ په داسې حال کې چې هغه يې له خپل ښار څخه بل ښار ته شړلی؟ ابو بلتعه وویل: ما يې په ځواب کې وویل: ایا ته د دې شاهدي نه ورکوې چې عیسی علیه السلام د الله رسول دی؟ نو کله چې د هغه قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې پر هغه غالب شي او هغه له منځه یوسي، ولې یې ښېرا ونه کړه چې الله سبحانه وتعالی هغوی هلاک کړي؟ تر دې چې الله سبحانه وتعالی هغه آسمان ته پورته کړ. هغه راته وویل: ته حکیم سړی یې او د یوه حکیم کس له لورې راغلی یې.»

ابن حاطب بن ابی بلتعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی و چي له مقوقس سره په استدلال کې یې وویل: «کله چې یې قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې هغه مغلوب کړي او له منځه یې یوسي، ولې یې ښېرا ورته ونه کړه چې الله سبحانه و تعالی هغوی هلاک کړي؟»

۳- نو دغو خبرو ته په کتو؛ زموږ په دغه خبره کې «و عيسى عليه السلام إلى قومه» عیسی علیه السلام ته د بنی اسرایلو قوم نسبت ورکول هېڅ ستونزه نه لري او په دې کې کوم خنډ نشته؛ ځکه چې بني اسرایل د عیسی علیه السلام پیروان وو او عیسی علیه السلام ورته رالېږل شوی و او دا چې پلار یې نه درلود، دا خبره د دغې اصطلاح په کارولو کې هېڅ کوم خنډ نه راولي؛ پورته مو دا خبره روښانه کړه.

همدارنګه قران کریم دې ته اشاره کوي چې د عیسی علیه السلام قوم شته:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ  هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول هم د عیسی علیه السلام قوم ثابتوي:

«كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: رسولان خپل خپل قوم ته لېږل کېدل؛ مګر زه ټول بشریت ته لېږل شوی یم.

هغه صلی الله علیه وسلم ان په صریح ډول عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت کړی: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» يعنې قوم ته یې د عیسی زیری!

همدارنگه له مقوقس سره په استدلال کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی یا سفیر وایې: «فما له حيث أخذه قومه».

۴- نو په «نقض الفکرالغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوې دغه خبره چې (وعيسى عليه السلام إلى قومه)، سمه خبره ده.

الله سبحانه و تعالی دې وکړي چې مسله درته روښانه شوې وي.

ستاسو ورور، عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۴هـ.ق، د ذوالقعدې ۱۳مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه

د مطلب ادامه...

المان او د ملي امنیت سټراټېژي یې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د المان حکومت د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپل ملي امنیت لپاره یوه ملي سټراټېژي تصویب کړه. دغه سټراټېژي په المان کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ تر یو کال بحثونو او خبرو اترو وروسته تصویب شوه.

پوښتنه دا ده چې ایا دغه سټراټېژي د هغو محدودیتونو د پای ته رسېدو په معنا ده چې په ۱۹۴۵م کال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د المان تر ماتې وروسته پر دغه هیواد وضع شول؟ او دا چې د دغې سټراټېژۍ تر تصویب وروسته په نړۍ او اروپا کې له المان څخه د څه ډول سیاست تمه کېږي؟

ځواب:

المان په دویمه نړیواله جګړه کې د مات شوي دولت په توګه په څلورو برخو ووېشل شو او هره برخه یې د جګړې د بریالیو اړخونو (امریکا، شوروي اتحاد، برېتانیې او فرانسې) تر واک لاندې شوه. بیا یې درېیو لوېدیځو برخو یا دولتونو لوېدیځ المان تاسیس کړ او روسیې ختیځ المان رامنځته کړ. د لا ډېرو معلوماتو لپاره باید ووایو چې لوېدیځ المان په امریکا او ختیځ المان په شوروي اتحاد پورې تړلی و او په دې توګه ختیځ المان د غربي بلاک پر وړاندې د شوروي اتحاد د مخکښې پوځي اډې رول لوباوه او لوېدیځ المان د شرقي بلاک پر وړاندې د غرب پوځي اډه وه. دا واقعیت تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته و؛ خو ورو ورو بدل شو، داسې چې:

۱. له ځینو ظاهري چارو پرته، د المان له دوو دولتونو یوه هم خپلواک سیاست نه درلود. دا واقعیت تر هغه روان و چې شوروي اتحاد کمزوری شو او په ۱۹۹۰ کې یې د المان یووالی ومانه؛ یعنی مسکو له ختیځ المان څخه د غرب په ګټه تېر شو. په ۱۹۹۲ کې د اروپا د یووالي لپاره د ماستریخت تړون المان ته دا فرصت ورکړ چې په اروپا کې د یوه مهم اقتصادي ځواک په توګه راپورته شي؛ د اروپا دغه یووالی د امریکا د خوښې خلاف و او دا وخت روسیه هم په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد تر راپرځېدو وروسته پر کورنیو ستونزو متمرکزه وه. المانیان پوه شول چې نړیوال شرایط بدل شوي او د المان د خپلواکۍ لپاره د یوې اصلي پایې په توګه د اقتصادي ودې لپاره غوره فرصت برابر شوی. نو المان د یوه اقتصادي ځواک په توګه راپورته شو او له نورو اروپايي قدرتونو سره یې سیالي پیل کړه؛ البته دا کار یې داسې وکړ چې د نړیوالو قدرتونو، روسیې او امریکا په ګډون اروپايي قدرتونه لکه انګلستان او فرانسه یې را ونه پارول؛ په ځانګړي ډول دا چې د المان دفاعي سیاست تر ټولو ټیټې پوځي کچې ته پابند و.

۲. المان په اقتصادي او صنعتي برخو کې د لاسته رواړنو او له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو له لارې وکولی شول چې د اروپايي دولتونو اقتصادي رهبري خپله کړي؛ د المان دغه رهبري د یوه موجود واقعیت په توګه اعمال کېدله، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۰م کال کې د یونان اقتصادي کړکېچ یادونه کولی شو. لنډه دا چې د اروپا دننه یا بهرنیو اړیکو کې له المان پرته د کومې لویې اقتصادي مسلې په اړه پرېکړه نه شي کېدی.

که څه هم د المان دغه واقعیت د نورو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول فرانسې نه خوښېده؛ خو د المان پوځي کمزورۍ تل فرانسې ته هیله ورکوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي لا هم په ښه ریاضيکي چوکاټ کې ده او باید دوام ورکړل شي. المان هغه وخت د امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل دريځ له دفاع وزارت څخه د سپینو کتابونو په خپرولو منعکساوه؛ له دغو کتابونو لومړی یې په ۱۹۶۹ او وروستۍ یې په ۲۰۱۶ کې خپور شو. المان په دغو کتابونو کې د امنیت، ترهګرۍ او د ملګرو ملتونو له لارې مشارکت په اړه خبرې کولې. کله چې روسیې په ۲۰۱۴ کې کریمیه جزیره له اوکراین بېله او په ځان پورې وتړله؛ المان یې کلک مخالفت وکړ او د روسیې پر وړاندې د غرب په تحریمونو کې شریک شو؛ خو دا چې له روسیې سره یې سترې اقتصادي ګټې لرلې، د روسیې پر وړاندې یې د کوم اقدام رهبري نه کوله. که څه هم ویل کېدل چې روسیه به له خپلې خاورې سره د کریمیه په یو ځای کولو سره د اروپا د امنیت معادله ګډه وډه کړي؛ خو په مینسک تړونونو کې د المان ګډون المان ته هیله ورکوله چې د کریمیه او دونباس-چې روسیې د جګړې اور پکې بل کړ او د اوکراین د حکومت پر وړاندې یې د روسي بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ- له پولو هاخوا د روسیې د ګواښونو مخه نیولی شي.

۳. په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین د جګړې له پیل سره او دا چې امریکا پوه شوه چې روسیه د هغه نړیوال امنیت د بېخ‌بنسټ له منځه وړلو نیت لري چې امریکا جوړ کړی؛ د اروپا او نړۍ شرایط داسې بدل شول چې المان ته یې فرصت ورکړ چې د پیاوړي اقتصاد ترڅنګ خپلې پوځي ستنې هم ټینګې کړي. د دې کار سبب دا و چې امریکا له اروپا غواړي چې د امریکا په استازولۍ د روسیې پر وړاندې ودرېږي او پخپله وکولی شي د چین د مخ د زیاتېدونکې ودې مخه ونیسي.

دلته المان پوه شو چې د یوه ستر پوځي دولت په توګه د راپورته کېدو لپاره نړیوال ډګر ورته خالي شوی؛ له روسیې سره یې د خپلو سوداګریزو اړیکو د اساس په پرې کولو سره د خپل پوځ د پیاوړي کولو او تجهیز لپاره د ۱۰۰ ملیارده یورو په ارزښت لوی مالي صندوق جوړ کړ چې خپل امنیت وساتي. المان وویل چې د اوکراین جګړه د تحول ټکی دی؛ ان تر دې چې خپلې پوځي الوتکې یې د ارام سمندر شاوخوا ګزمې لپاره واستولې. د المان دغه اقدام ښيي چې پوځي ځواک یې ورو ورو ځان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونو څخه باسي.

په دې توګه د المان د خلکو ترمنځ د لویوالي احساس لوړ شو؛ المان د اوکراین او ان ختیځې اروپا په اړه د ځانګړو اقداماتو خبر ورکړ او المانیان د روسیې د امپریالېزم د حرص پر وړاندې د درېدو لپاره د تیارۍ خبرې کوي؛ هغه حرص چې د دوی په نظر د اوکراین تر پولو نه محدودېږي.

۴. د المان لومړي وزیر، شولتز د ملي امنیت سټراټېژۍ جوړولو پر مهال د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه ټینګار وکړ چې المانیان له دغې سټراټېژۍ سره همغږي دي او د حکومت په ایتلاف کې د المان د ګوندونو استازي د یادې سټراټېژۍ جوړولو پر وخت له لومړي وزیر سره وو؛ لکه د شنه ګوند، ازاد ډیموکراټ ګوند او پخپله د شولتز ګوند، سوشیل ډیموکراټ منتخب وزیران. دغه واقعیت د المان د ننه د دغو تحولاتو او له پوځي موقعیت څخه تر اوسني موقعیت پورې د هغه د انتقال د پایلو خطر ښيي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته څو لسیزي روان و؛ که څه هم مخالفو ګوندونو د دغې سټراټېژۍ د نا روڼتیا په سبب پر حکومت ډېرې نیوکې وکړې.

۵. ښايي د المان د لومړي وزیر، شولتز خبرې د المان د نوي او ستر تحول بهیر ښه واضح کړی:

«د المان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ملي امنیت سټراټېژي به - چې نن د المان حکومت تصویب کړه- په اوسني بدلېدونکي وضعیت کې د المان د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې مهم رول ولري. دغه سوشیل ډیموکراټ سیاستوال وویل چې د المان د وزیرانو شورا د دغې سټراټېژۍ په تصویب سره مهم او نا معمولي تصمیم نیولی. شولتز وویل چې د المان د امنیت د سیاست محیط پر اکراین د روسیې له برید او د چین حکومت له زیاتېدونکي خصومت سره په خپل ټول ځواک بدل شوی. شولتز دغه راز وویل چې د دولت اساسي مسولیت دا دی چې له کومې نیمګړتیا پرته د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره کار وکړي. ده اشاره وکړه چې دغه مسولیت د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ له لارې ادا کېږي چې موخه یې د خلکو امنیت خوندي کولو ته ځانګړې پاملرنه ده. ده زیاته کړه: تر اوسه چې د دفاعي سیاست په ترسیم کې د المان حکومت څه نیمګړتیاوې لرلې؛ اوس به د یوه کلي او جامع منهج له لارې حل شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۴مه)

۶. د المان د ملي امنیت سټراټېژي د هغو اساساتو ممثله ده چې د المان حکومت د خلکو د امنیت ټینګولو لور ته بیایی. د دویمې نړیوالې جګړې له وخت څخه یو مهم منل شوی اساس چې په دغې سټراټېژۍ کې راغلی دا دی چې د المان پوځ د امنیتي ګواښونو پر وړاندې درېدو لپاره دفاعي عملیات کوي او د پراخو اقداماتو کولو پر لور ځي؛ یعنې برید هم پکې شاملېږي او باید پوه شو چې دا په اروپا کې یو لوی او خطرناک پرمختګ ګڼل کېږي. یاده سټراټېژي د المان د پوځ د جامع او چټکې ودې یادونه کوي.

نو امنیت او پوځ ته د لږ تر لږه ۲ سلنه ملي عاید ځانګړي کولو په اړه د ناټو سازمان د ۲۰۱۴ کال پرېکړو ته پر پابندۍ د ټینګار سربرېره؛ المان هڅه کوي نور وزارتونه داسې تجهیز کړي چې خپله بودیجه د پوځ په ګټه کمه کړي او دا هم د المان د هوساینې مفکورې په کمولو کې لوی بدلون ګڼل کېږي. د المان د مالیې وزیر، کرېسټین لیندنر وویل: «المان څو لسېزي "د سولې په عاید" تېرې کړې. دا په دې معنا ده چې المان تل دا مفکوره ترویجوله چې د دفاع مسلې ته اړتیا نشته. مالیې وزیر د دغې سټراټېژۍ د وړاندې کولو پر مهال په برلین کې وویل: دا په په دې معنی ده چې د بودیجو ونډې به دوامداره بدلون وکړي.» (سرچینه: دویچه‌ویله: ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

۷. د دغې سټراټېژۍ تړون‌لیک دغه راز د خطرونو په تحلیل او تجزیه کې د المان دولت نظر تمثیلوي او د روسیې پوځ د دوی د تعبیر له مخې د بهرنیو ګواښونو په سر کې دی. په هغه پسې د چین د ودې او په چین کې د حاکم نظام پر وړاندې درېدل دي؛ غرب د چین نظام خپلسری او مستبد بولي؛ شولتز هم د دې یادونه وکړه: «د چین زیاتېدونکی خصمانه ظهور».

یاد تړون‌لیک د داخلي خطرونو؛ لکه سایبري امنیت، د المان بېخ‌بنسټونو ته ګواښ او د اقلیم بدلون یادونه هم کوي؛ دا مسایل هم مستقیماً له بهرنیو ګواښونو سره اړیکه لري؛ لکه روسیه یې چې تورنه کړه چې په غربي هېوادونو کې سایبري بریدونه کوي؛ دغه راز د اقلیم خطرونو کمولو لپاره نړیواله همغږي. یعنې دا چې د المان د ملي امنیت سټراټېژي په بهرني سیاست کې له یوه وضعیت څخه بل ته بدلون دی؛ که څه هم د المان د سیاسي مفکورې په اړه ځینې شکونه لا هم شته دي.

۸. المان د خپل پوځ په پیاوړي کولو او د پراخې پوځي بودیجې له لارې د هغو په تجهیز او دغه راز د تهاجمي اقداماتو په ګډون په بهر کې پوځي اقداماتو ته د خپلې لارې په پرانیستو ځان له هغو تحمیل شوو پوځي محدودیتونو خلاص کړ چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونه ورته وايي؛ یعنې دغه محدودیتونه نور په تېر کې پاتې شول. دغه نوی واقعیت د المان او فرانسې ترمنځ لوی او اساسي اختلافات راپاروي؛ دغه اختلافونه اوس د چا له سترګو نه دي پټ؛ که څه هم المان د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته ژمن دی او خپل د نا اټومي‌والي حالت یې ساتلی؛ خپل دا حالت یې په ۱۹۹۰م کال کې «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» کې بیا تایید کړ. دغه معاهده هغه وخت د څلورو لویو دولتونو له لوري لاسلیک شوه.

۹. په المان کې د وروستیو بدلونونو د ښه درک لپاره باید ووایو چې د المان د اردو پیاوړتیا لپاره د هغو د سرتېرو شمېر زیاتولو ته اړتیا ده او دا خبره «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» خلاف ده چې په ۱۹۹۰م کال کې د المان د یو کولو لپاره د څلورو لویو دولتونو لخوا لاسلیک شو. په دغه تړون کې د المان د سرتېرو شمېر معلوم شو چې باید تر ۳۷۰ زرو زیات نه شي. خو دا چې اوس المان د امریکا او انګلستان له لوري د روسیې پر وړاندې نوي رول لوبولو ته پارول شوی، المان دا فرصت پیدا کولی شي چې خپله پښه تر دغه تړون واړوي او دا د المان د پوځي ځواک پر وړاندې د روسیې له محدودیتونو څخه د المان د وتو په معنی دی. خو د المان په پیاوړي کولو کې د امریکا او انګلستان تګلارې پر وړاندې د فرانسې دریځ کمزوری ښکاري؛ ان دومره چې ښايي د المان او فرانسې ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات د ټولې اروپا د پاشل کېدو سبب شي؛ که داسې وشي انګلستان او امریکا به یې هرکلی وکړي.

۱۰. د فرانسې د اندېښو، په ځانګړي ډول د المان د پوځي پیاوړتیا او دغې سټراټېژۍ په برخه کې د فرانسې د اندېښنو کمولو لپاره یې هغه د اروپايي اتحادیې برخه بللې او وايي: «حکومت په دغه سټراټېژۍ کې څو موخې ټاکلې؛ لکه د اروپا په کچه د ټکنالوژیکي دفاع پیاوړي کول، د تجسس، تخریب او سایبري بریدونو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا. سربېره پر دې، د اروپا په کچه د وسلې د صدور د اصولو پر سر همغږي.» (سرچینه: دویچه‌وله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه) خو دغه مسله له بلې زاویې پاریس ته نورې اندېښنې پیدا کوي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د اروپا سټراټېژۍ معمولاً له برلین څخه صادرېږي؛ ځکه چې المان د اروپا د هوايي دفاع پروګرام رهبري کوي: « نوې سټراټېژي ښيي چې المان د اروپا تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، نو تمه کېږي چې د اروپا او ناټو سازمان د دفاعي منظومې په پیاوړي کولو کې به فعاله ونډه ولري. په دغې سټراټېژۍ کې د اروپایي اتحادیې د رهبرۍ لپاره د المان لېوالتیا ته اشاره شوې؛ په ځانګړي ډول دا چې المان د اروپا د راکټي ډال "سکای شیلډ" جوړولو په هڅه کې دی او د المان دفاع وزیر، ببیستوریوس وویل چې په دغه اقدام کې د ګډون لپاره تر اوسه ۱۸ دولتونو خپله لومړنۍ موافقه کړې.» (سرچینه: الشرق، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۷مه)

۱۱. د المان دولت چین او روسیې ته د خپلسرو نظامونو په سترګه ګوري؛ د المان د بهرنیو چارو وزیر، بیربوک د المان د ملي امنیت سټراټېژۍ تشریح کولو پر وخت وویل: «دغه سټراټېژي په امنیتي سیاست کې په "درېیو مرکزي اړخونو" ولاړه ده؛ دفاع، ثبات او تداوم. په دفاع کې د پوځ او پولیسو پیاوړي کول او له هېوادوالو ملاتړ شاملېږي. ثبات یا د مقاومت وړتیا د "نا رسمي بهرني نفوذ پر وړاندې زموږ د ډیموکراټ اساسي نظام" دفاع پورې اړه لري، پر دې سبېره باید "د انرژۍ سرچینو او خامو موادو په برخه کې یو اړخیزه پایلې" کمې شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

ښکاره ده چې په دې اړه المان تر ډېره حده د چین په صادراتو پورې د تړاو کمولو په برخه کې د امریکا د سیاست پیروي کوي؛ لکه امریکا چې المان او ټوله اروپا اړایسته چې له روسیې سره د انرژۍ واردولو په برخه کې ډېرې لارې پرې کړي. دغه مسله په صراحت او له کومې پردې پرته د المانیانو په خبرو کې ښکاري؛ د پورتنۍ سرچینې په خبره، د المان لومړي وزیر، شولتز ویلي: «له اروپايي اتحادیې سره اړیکې او له اتلانتیک سره ایتلاف موږ ته یوه اساسي مسله ده.»

۱۲. نو د المان د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ اړخونه داسې خلاصه کولی شو:

الف- دغې سټراټېژۍ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر المان وضع شوي پوځي محدودیتونه کم کړل؛ المان په چټکۍ او کوټلو ګامونو د خپل پوځ پیاوړي خواته روان دی؛ خو المان دغه محدودیتونه د نړیوالو شرایطو په برابرېدو لرې کوي او د یوه داسې دولت په توګه پاتې کېږي چې د اټومي وسلې نه خپرولو تړون یې لاسلیک کړی.

ب- المان د غرب له نړیوالو شرایطو سره په همغږۍ خپل دښمنان تعریفوي او د دغو شرایطو له مخې د روسیې پوځ د هغوی لومړۍ درجه دښمن دی او ورپسې چین د المان دویمه درجه دښمن ګڼل کېږي. د المان سټراټېژي چین ته د یوه سوداګریز شریک او په ورته وخت کې داسې دولت په سترګه ګوري چې د المان پر وړاندې زیاتېدونکی خصمانه لید لري؛ خو نه غواړي د نړیوالو ستونزو په حل کې له چین سره خپلې همکارۍ لغوه کړي. په دې اړه د المان دریځ هماغه د اوو لویو دولتونو اعلان شوی دریځ دی.

ج- المان د اروپايي اتحادیې او ناټو سازمان د غړي هېواد په توګه هڅه کوي خپل شاوخوا امنیتي او پوځي ګواښونه کم کړي؛ د المان نوې سټراټېژي ټینګار کوي چې المان له اروپايي او نړیوالو استازو سره همکارۍ ته پابند دی.

د- که څه هم دغه سټراټېژي ټینګار کوي چې المان د اروپا او ناټو غړی، خپل امنیت د اروپا او اتلانتیک منظمونو د جمعي امنیت برخه بولي او ټینګار کوي چې د امریکا په رهبرۍ د نړیوال نظام ملاتړ کوي. خو له دغو ادعاوو یوه هم د المان د دغې سټراټېژۍ خطر نه کموي او نه د دې مسلې ارزښت کموي چې دغه سټراټېژي په حقیقت کې مسکو ته یو نړیوال زیان دی؛ لکه له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو زیان.

هـ - المان په تېرو درېیو لسیزو کې په اروپايي اتحادیه کې له خپل موقعیت څخه په اقتصادي مسایلو کې د خپل رهبري کوونکی رول ښودلو لپاره کار اخیستی او دا پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره د المان لومړنی ګام و. اوس هم د اوکراین له جګړې او نړیوالو شرایطو استفاده کوي چې پیاوړی پوځ او پوځي صنعتي مرکز جوړ کړي او له دې سره پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره خپل دوهم ګام پورته کړي. له دغو دوو ګامونو وروسته به المان وکولی شي ځان له نورو محدودیتونو او بندونو خلاص کړي او له امریکا او اروپايي دولتونه بېله او خپلواکه سټراټېژي به جوړه کړي. که څه هم داسې نه ښکاري چې المان دې په لنډمهال کې دغو موخو ته ورسېږي، خو پېښې ښيي چې المان پر همدغه لار روان دی.

۱۳. په پای کې باید ووایو چې د نننۍ نړۍ لوی دولتونه د بېګناه خلکو په وینې تویولو، ظلم، تېري، په ځمکه کې فساد خورولو، د انسانانو او نباتاتو په له منځه وړلو کې له یو بل سره سیالي کوي. د بشر دغه ګډوډ وضعیت یوازې هغه وخت سمېدلی شي چې پر ځمکه یو ځل بیا د خلافت رڼا خوره شي او نه یوازې د مسلمانانو، بلکې ټولو هغو کسانو لپاره امنیت او هوساینه راوړي چې تر سیوري لاندې یې ژوند کوي. هغه وخت به د حق چغه ټوله نړۍ ونیسي:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً

ژباړه: «او اعلان وکړه چې حق راغئ او باطل له منځه لاړ؛ له شک پرته چې باطل له منځه تلونکی دی»  [اسراء: ۸۱]

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً

ژباړه: «او وايي چې دا به کله وي؟ ورته ووایه: ښايي ډېر نږدې وي.»  [اسراء: ۵۱]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۵مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۳مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې