- مطابق
پوښتنه :
قدرمن شېخ صاحب! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
دا څرګنده ده چې د فلسطین ټوله خاوره د یهودو له لورې غصب شوې. دلته ډېر داسې عقار(کرهڼییز) ملکیتونه او ځمکې شته چې غصب شوي او اصلي خاوندان یې معلوم نه دي. د یهودي دولت له لورې د دې ځمکو مالکیتونه یو شمېر اشخاصو او شرکتونو ته ورکول کېږي، چې پرې د بېلابېلو پروژو په بڼه پانګونه وکړي. زه په فلسطین کې اوسېږم. ما ته د یو عقار ملکیت (سوداګریز پلورنځي) د اجاره کولو یعنې په کرایه اخیستلو وړاندیز وشو، چې د یو یهودي له لورې پر غصب شوې ځمکه د فلسطین په یو کلي کې جوړ شوی و، د دې ځمکې خاوندان هم معلوم نه دي یا مهاجر شوي او یا بې ځایه شوي.
آیا د دغه عقار ملکیت اجاره کول روا دي؟ که چېري د ځمکې اصلي خاوندان معلوم نه وي، نو آیا حکم یې بېل دی؟
ایا د هغه حکم د غصب شوې ځمکي په څېر دی چې پېرل، پلورل او په کرایه ورکول یې نه شي کېدای؟
قدرمن شېخ صاحب، الله سبحانه تعالی دې پر تاسو ورحمېږي، بدني ځواکمنتیا دې درکړي، په علم مو برکت شه او بریا مو نصیب شه!
ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته
زما وروره، غصب شوې شتمني د هغې په خاوند پورې اړه لري، نو له غاصب څخه یې پېرل او په اجاره اخیستل جواز نه لري. نور تفصیل یې په دې ډول دی: غلا شوې او غصب شوې شتنمي که هر چېرې وموندل شي د هغې په خاوند پورې اړه لري. احمد له سمرة څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إِذَا سُرِقَ مِنَ الرَّجُلِ مَتَاعٌ، أَوْ ضَاعَ لَهُ مَتَاعٌ، فَوَجَدَهُ بِيَدِ رَجُلٍ بِعَيْنِهِ، فَهُوَ أَحَقُّ بِهِ، وَيَرْجِعُ الْمُشْتَرِي عَلَى الْبَائِعِ بِالثَّمَنِ»
که له یو چا څخه مال غلا شو، یا ترې ورک شو او بل چا وموند، نو د موندونکي کس په پرتله د اصلي مالک حق زیات دی او پېرونکی به یې حتماً پلورونکي ته بیه ورکوي.
له پورته حدیث څخه څرګندېږي، چې غلا شوی مال د هغه په خاوند پورې اړه لري. همداراز پېغمبر صلی الله علیه وسلم)فرمایي:
« عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»
په هر لاس یې چې څه اخیستي وي، باید یې بېرته وسپاري.
دا حدیث د غصب شوي شمتنمۍ په اړه ترمذي روایت کړی او هغه یې حسن بللی.
همدا راز د لاندې حدیث په ړنا کې، که هر چا ځمکه غصب کړه لویه ګناه او جرم يې کړی.
«من ظلم قِيدَ شبرٍ من الأرض طوّقه من سبع أرضين»
چا چې د یوې لوېشتې په اندازه ځمکه لاندې کړه د محشر په ورځ به یې ټولې اوه واړه ځمکې په غاړه وي. (دا حدیث مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړی)
یا په بل عبارت، چا چې هر ډول ځمکه ( لویه یا وړه) غصب کړه، د تعزیري سزا وړ دی. څه یې چې اخیستي وي باید یې په همغه ډول بېرته خپل خاوند ته وسپاري. د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر بنسټ:
«عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»
په هر لاس یې چې څه اخیستي وي، باید یې بېرته وسپاري.
(ترمذي)
که چېرې غصب شوي شي ته غاصب زیان واړوي یا یې بدل کړي، لکه: ټوکر پرې کړي، اوسپنه ویلي کړي، یا حیوان ذبح کړي، نو غاصب باید بېرته د دې شیانو بیه ورکړي.
که خبر شوې چې شی غلا شوی او یا غصب شوی، مه یې اخله او مه یې کرایه کوه. دغه راز که شکمن هم یې چې دا به غصب شوی وي، مه یې اخله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ»
هغه څه چي تاسو په شک کې اچوي د هغه څه په بدل کې یې پرېږدئ، چي تاسو په شک کې نه اچوي. (دا صحیح حسن حدیث دی او ترمذي له حسن بن علي رضی الله عنه څخه روایت کړی)
همداراز که ډاډه یې چې دا غصب شوی، که څه هم اصلي خاوند یې پېژنې او یا یې نه پېژنې خو پرې پوهېږې چې دا د غصب مال دی، نو په اجاره یې نه شي اخیستلی، ځکه غصب شوی مال د غاصب په ملکیت کې نه راځي او نه هم له تاسره پرې تړون کولی شي ځکه چې الله سبحانه و تعالی له دې معاملې څخه منع کړې، نو د اجاره کولو لپاره په بل ملکیت پسې ګرځه. الله دې خیر درکړي، په دنیا او آخرت د بریالی وې. دغه غصب شوی ملکیت که هر څومره ارزښت ولري، په نه اخستلو یې پښېماني او خواشیني مه کوه. الله د مل شه.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته
۱۴۳۹هـق، د جمادي الاخر۲۰مه
۲۰۱۸م، د مارچ ۸مه
پوښتونکی: فواد حس
ژباړن: اجمل خان