پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کله چې شپون دښمن وي، له لېوه څه ګیله ده!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې شپون دښمن وي، له لېوه څه ګیله ده!؟

(ژباړه)

خبر:

د امت یوه برخه د غزې په شمال کې له لوږې مري او بله برخه یې په الحرمین خاوره کې د ناکام مدیریت له امله ژوند له لاسه ورکوي. دا هغه دوه خبرونه دي، چې ثبوت ته اړتیا نه لري؛ ځکه واقعیتونه پخپله ډېری ناویلي حالات بیانوي.

تبصره:

د دغو دوو خبرونو په اورېدو سره ښايي یو څوک ووایي، چې اوبه له غوړیو سره مه ګډوئ؛ د غزې او مکې تر منځه څه اړیکه ده؟ همدارنګه د غزې د خلکو د لوږې او د سختې ګرمۍ له امله د حاجیانو د مړینې تر منځ څه اړیکه ده!؟ هغه دلیل چې د غزې او مکې او د دغو دواړو د ستونزو تر منځ تړاو رامنځته کوي، همغه دلیل دی چې هغوی له سوډان، سوریې او نورو اسلامي خاورو سره تړي. دا دلیل هغه عقیدوي اړیکه ده، چې زړونه یو کوي او موږ یې په فلسطین کې د شام، سوډان او عربي جزیرې د وضعیت په تړاو له درد او رنځ سره مخ کړي یو.

هو، دا همغه عقیده ده چې زموږ مصیبت یې د لبنان، اردن، مصر او مراکش پر مصیبت بدل کړی دی او همدې عقیدې ټول دغه زړونه پر یوه واحد زړه بدل کړي دي، ترڅو د دغه ځورېدلي امت لپاره نږدې راتلونکي نصرت ته په درزا شي او د دې لامل شي چې د یوه واحد او ورور امت په توګه په مصیبت او غم کې سره یو ځای شو. ایا تر دې لویه بلا شته چې عقیده مو ورکه وي او د ژوند له چارو څخه مو د الله سبحانه وتعالی شریعت ایستل شوی وي؟ 

د دغو ټولو ستونزو اصلي دلیل پر دغه واحد امت د خاینو او ناوړو رهبرانو حکمراني ده، چې نه یې د چا غږ واورېد، نه یې مظلوم ته لاس ورکړ، نه یې د دښمن مخه ونیوله او نه یې هم د الله سبحانه وتعالی په اطاعت کې مخلصینو ته نصرت ورکړ.

په غزه او په ټوله کې د قدس په خاوره کې د یهودو ظلم، په سوډان کې د ظالمانو ظلم او هغه څه چې روس د سوریې له خلکو سره وکړل، یعنې د ماشومانو او نرانو له سوځولو نیولې بیا تر هر ډول بې‌عزتیو پورې ټول د حیرانتیا وړ نه دي؛ ځکه دوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي او دغه ډول کړنې یې په خټه کې نغښتې دي. خو په الله قسم کوم څه چې د حیرانتیا وړ دي، هغه د قدرت د څښتنانو بې‌غیرتي او بې‌تفاوتي ده چې خپلو وروڼو او امت ته نصرت نه ورکوي!

د عربي جزیرې علماوو د روان کال د حاجیانو لپاره د سعودي رژیم د ناوړه مدیریت او ناورین په اړه د حیرانتیا وړ چوپتیا غوره کړې، چې د سختې ګرمۍ له امله په سلګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی! په خپل اصلي مسولیت کې د امت د علماوو ناتواني د حیرانتیا وړ ده؛ د دوی مسولیت دا دی چې خلک او عامه افکار باید تحریک کړي ترڅو له غزې سره د مرستې لپاره پوځونه په حرکت راولي او ظالم حکام له واکه ګوښه کړي؛ هغه غزه چې له ۹ میاشتو راهیسې په یوازې ځان د صهیونیستي رژیم مقابله کوي. لکه څنګه چې عز بن عبدالسلام د مصر لښکر روان کړ، ترڅو شام له تاتاریانو څخه وژغوري. همدارنګه د خپلو حکامو پر وړاندې د امت ناتواني او چوپتیا د حیرانتیا وړ ده او هره ورځ ګوري چې د اوسنیو ټولو مصیبتونو او پرله‌پسې بلاوو دلیل همدوی دي!

﴿إِنَّ فِي هَٰذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾ [أنبیاء: 106]

ژباړه: په دې کې د عبادت کوونکو لپاره یو لوی خبر دی!

لیکوال: بیان جمال

ژباړن: صهیب منصور

د ۱۴۴۵هـ.ق کال، د ذي الحجې ۱۷مه یکشنبه

د  ۲۰۲۴م کال د جون له ۲۳مې مطابق

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې