یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: د مسجد درس «ایا هغوی د الله سبحانه وتعالی له دین پرته بل لټوي؟!»

وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو همام)/ مبارکه خاوره (فلسطین)                         

                    ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۶مه

د مطلب ادامه...

د امریکایي څارونکو د راپور پر بنسټ د افغانستان پر خاوره د طالبانو ولکه زیاته شوې

سي اېن اېن: «د څارونکو د هغه نوي راپور پر بنسټ چې د افغانستان جګړه د امریکا په حکومت پورې تړلې بولي، وایي په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د افغانستان پر خاوره خپله ولکه پیاوړې کړې.» د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې د امریکا کانګرس ته وویل: «پرته له شکه چې د ۲۰۰۱ م را په دېخوا اوسمهال طالبان د افغانستان په ډېری سیمو ولکه لري» اوسمهال د افغانسان حکومت د هېواد پر نږدې ۵۵.۵ سلنه سیمو ولکه لري چې دا د هېواد پر سیمو د ولکې د څرنګوالي لپاره د ځانګړې څارونکې ادارې د کار له پیله (د ۲۰۱۵م نومبر)  تر اوسه تر ټولو ټیټه ثبت شوې کچه ده. په داسې حال کې چې ډېری امار، د افغانستان پر ډېری خاوره د طالبانو ولکه ښیي.

د اسلامي خاورو پر هېوادونو د غربي کفارو د ولکې د دوام یوازینی لامل، له هغوی سره د مسلمانانو د حکومتونو ملاتړ او د ښکېلاکګرو له شړلو څخه د پوځیانو منع کول دي. که پردي ښکېلاکګر وړو اسلامي ډلو ته ماتې نه شي ورکولای، نو څه ډول به د مسلمانانو اردو ته ـ چې په حرفه یي توګه یې زده‌کړې کړي ـ ماتې ورکړي. په ځانګړې توګه که د نبووت پر منهج د اسلامي خلافت د دولت تر امر لاندې یووالی ولري؟

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د نړیوال تروریزم رهبر غواړي د افغانستان د خلکو په بمبارولو سوله راولي Featured

فوربس امریکايي مجلې یو نوی راپور خپور کړی، چې ښيي امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۱۸ له جنورۍ تر سپټمبره شاوخوا ۵ زره او ۲۱۳ هوايي بریدونه کړي. په داسې حال کې چې د دغو بمباريو د ویجاړۍ، وژل شوو او ټپیانو د شمېر جزیات مشخص شوي نه دي؛ خو دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د بمبارونو خورا لوړه کچه ده، چې ۲۰۱۸ په افغانستان کې د یوه خورا خونړي کال لقب اخیستی دی.

واقعي شواهد ښيي چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او حتی په ځينو وختونو کې افغان امنیتي ځواکونه هم د دغو بمباريو موخه ګرځېدلي دي. خو امریکا دا بمبارونه پر طالبانو د فشار په توګه توجیه کوي، ترڅو امریکايي سولې ته لار هواره کړي. هغه سوله چې د افغانستان د مسلمانو خلکو د وینې په بیه په سیمه کې د امریکا سترې اډې وساتي، خو د جګړې د ختمولو معنی ونه لري. یو شمېر طالب رهبران له ټولو هغو ارزښتونو څخه رابېل کړي، چې د هغو لپاره يې تر ۱۷ کلونو ډېره جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي، چې په پایله کې د هغوی پاتې سرتېري له نورو جنګي ډلو لکه داعش سره یو ځای کړي، ترڅو په سیمه کې د امریکا ستراتيژيکې موخې خوندي شي.

په واقعیت کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو نظامي فعالیتونه په اوه سري ښامار بدل شوي، چې تر بل هر تروریزم زیاته وینه تویونه او جنایت زیږوي. کوم عمل د ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو تر بمبارولو ډېر تروریستي دی؟ هوايي بمبارونه زیات ځایونه ویجاړوي، ستر ځاني تلفات رامنځته کوي، ماشومان یتیموي، ښځې کونډې کوي، پلرونه او میندې د ویر پر ټغر کینوي، لکه څنګه چې د افغانستان ډېری ولایتونه هره ورځ د هغو تروریستانو د الوتکو د الوتنو شاهد دي، چې د مرګ نغاره غږوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د روسیې د سولې مسیر د ترکستان پر لور؛ خو د امریکايي سولې مسیر له زنځيري وژنو تېرېږي

  • خپور شوی په سیاسي

قطبي خرس (روسیه) د سیاسي ګنګسیت له امله یو ځل بیا د تېر په څېر ډېره ناوخته (د کابل-واشنګټن امنیتي تړون له لاسلیک وروسته) په سیمه کې د امریکا شوم نیت ته متوجه شوې ده. ځکه مخکې یې ګومان کاوه چې امریکا د تروریزم پر وړاندې د جګړې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په داعیه کې صادقه ده. خو امریکا له کابل سره د امنیتي تړون په لاسلیک د پرلپسې کلونو لپاره په افغانستان کې د خپلې پښې لپاره ځای تثبیت کړ. دا هېواد یې د نشه‌يي توکو د کروندې په توګه وکاراوه، په لوی لاس یې د افغانستان شمال ناامنه کړ، په سیمه کې یې د داعش پروژه جوړه کړه او هڅه کوي چې د ناامنیو څپې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په لور وخوځوي. نو روسیې پورتنیو ټکو ته په کتو جدي هڅه وکړه، چې د دغو تحرکاتو په غبرګون کې له طالبانو سره خپلې سیاسي اړيکې ټينګې کړي.   

د دغو هڅو په دوام روسیه په دې لټه کې ده، ترڅو د امریکا د سولې له پروسې سره یوه موازي پروسه رامنځته کړي. خو روسیه په دې اړه یو ځل بیا افغانستان له سوریې سره اشتباه کوي او ناسم قیاس کوي، ځکه د امریکا له سیاسي-اقتصادي (استعماري) نظره د سوریې قضیه د افغانستان له قضیې سره ډېر توپير لري. د افغانستان په قضیه کې امریکا او ناټو ته د چین او روسیې د مهارولو لپاره د دغه هېواد ستراتيژيک موقعیت، د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر ځمکې لاندې زېرمو استعمار، خپله د افغانستان بکر معادن او په سیمه کې د خلافت دولت د ظهور د مخنیوي له مخې ځانګړی اهمیت لري، چې د دغو منافعو د ساتنې لپاره به اصلاً د دې قضیې د چارو (جګړې او سولې) سرپرستي چین او روسیې غوندې هېوادو ته پرېنږدي.

خو د سوریې په قضیه کې چې کله امریکا خپل مزدور نظام، د لبنان د حزب الله، د ایران انقلاب د سپاه پاسداران او عراقي، افغاني-پاکستاني ملېشو په وسیله ونه ژغورلی شو، نو روسیه یې هم پکې ورښکېله کړه او کله یې چې درک کړه چې روسیه هم ونه توانېده، ترکیه یې قضیې ته ورننه ایسته او د پاڅون کوونکو د انحراف لپاره یې د سعودي، قطر او ترکیې رول پياوړی کړ، چې بالاخره د سوریې د مستبد نظام پر ژغورلو او د اهل شام پر مقطعي ماتې یې پای وموند. د سوریې په قضیه کې امریکا روسیه داسې ښکېله کړه، ترڅو چې خپله امریکا ونه غواړي روسيه هېڅکله له سوریې د وتو توان ونه لري. دغه‌راز هره ورځ باید د جګړې درانه لګښتونه ورکړي، چې د روسیې اقتصاد ته وژونکي زهر ګڼل کېږي. له بلې خوا روسیه د سولې د خبرو اترو له لارې هڅه کوي، ترڅو خپله پښه له سوریې وباسي، په داسې حال کې چې د دغو خبرو اترو اساسي کرښې امریکا په ژنیو او ریاض کې ترسیم کړې او اجرایوي تعقیب یې د ترکیې پر اوږو وراچولی دی.

خو په افغانستان کې د امریکا د سولې د پروسې په برخه کې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي اسلام آباد، دوحې، متحده عربي اماراتو، ریاض او کابل ته خپل لس ورځنی سفر پای ته ورساوه او د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو اړخونو لکه طالبانو، د افغانستان دولت، پاکستان او عربانو سره یې خبرې وکړې او خاص پيغامونه یې ورسره تبادله کړل.

له دې سره جوخت په افغانستان کې ځينې طالب ضد څېرې یوه په بل پسې په مرموزه توګه ووژل شوې. د طالبانو یو سرسخت مخالف جنرال عبدالجبار قهرمان د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د خپلو انتخاباتي کمپاینو په دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو. دوې ورځې وروسته جنرال عبدالرازق د افغانستان په جنوب کې یو بانفوذه شخص او د پولیسو یو خورا قدرتمند قوماندان چې له طالبانو سره په دښمنۍ کې يې شهرت موندلی و، په افغانستان د بهرنیو ځواکونو له قوماندان سره له ملاقات وروسته ووژل شو.

شاوخوا دوې اونۍ وروسته د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور چې په فراه کې خورا متنفذ شخص ګڼل کېده، د الوتکې د سقوط له امله ووژل شو. نوموړی هغه څوک و، چې پر فراه د طالبانو د خورا سختو بریدونو په مقابل کې تر دومره کچې ودرېد، چې کابو ټولو امنیتي ځواکونو ماتې خوړلې وه او د ولایت مرکز د سقوط په حال کې و، هغه له سقوطه وژغوره. د دغو ټولو وژل شوو کسانو مسوولیت طالبانو ومانه.

په داسې حال کې چې د جنرال عبدالرازق قتل له تخنیکي-سیاسي نظره ډېره ګونګه او مرموزه موضوع وه، چې د امریکا مستقیم او غیر مستقیم رول نه شو پکې ردولی. د افغانستان عمومي افکار د دغه قتل له څرنګوالي او شواهدو دې پایلې ته ورسېدل، چې خپله امریکایانو وژلی. د دغه قوماندان په مړینه داسې موارد شته چې پاکستان، طالبان او اشرف غني ګټه ترې اخلي: هغه د پاکستان لخوا د ډېورنډ پر کرښه د اغزن سیم د غځولو خنډ و، له طالبانو سره په دښمنۍ کې شدید و، حتی د دوی په وژنه او تعذیب کې یې شهرت موندلی و او له اشرف غني سره یې ښکاره مخالفت درلود، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې پر وړاندې په جنوبي حوزه کې بالقوه خنډ بلل کېده. نو اساسي پوښتنه دا ده چې امریکا ته بلې کومې مهمې موضوع اهمیت درلود، چې د هغې لپاره خپل یو متحد، مخلص او وفادار قوماندان قرباني کړي؟

په افغانستان کې د دا ډول زنځيري قتلونو په دوام د ډېورند کرښې بلې غاړې ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر او د حقانیه مدرسې وارث مولانا سمیع‌الحق، چې د «طالبانو پر معنوي پلار» مشهور و، د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د چاقو او یوه ناشناخته کس په ډزو ووژل شو. د بي بي سي د رپوټ پر اساس د امریکا او افغانستان دولتونو د سمیع‌الحق له  د سولې خبرو اترو ته جدي ګواښونه حس کړي وو. نو ورسره په اړیکه کې شول، ترڅو له طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې پروسه کې هڅه وکړي. ویل کېږي چې د سمیع‌الحق لخوا شین څراغ نه و تر لاسه شوی.

د جنرال عبدالرازق له قتل وروسته د ملاعمر یو مرستیال ملابرادر د خلیلزاد د وړاندیز په پایله کې د پاکستان له زندانه ازاد شو او پنځه نور طالبان چې مخکې له ګونتانامو زندانه ازاد شوي او نظربند وو، له ټولو بندیزونو او نظربندیو خلاص شول.

دا پرلپسې تحرکات له سیاسي نظره کېدای شي هغې سولې ته لار هواره کړي، چې امریکا یې توقع لري. نو امریکا پر طالبانو د بریدونو له سختولو سره هم‌مهاله له دې ډلې سره خبرې اترې هم پيل کړې دي او د دې پروسې د پرمختګ لپاره یې ځينې طالب زندانیان ازاد کړي. له بلې خوا امریکا د ډېورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د سولې پروسې د خنډونو د ختمولو لپاره ملا تړلې او غواړي چې ځينې وسله‌وال مخالفین له دې پروسې سره یو ځای او په افغانستان کې یې د خپل لاسپوڅي حکومت یوه برخه کړي او یو شمېر نور په ځانګړې توګه هغه سرتېري چې په دې پروسه کې رهبري له لاسه ورکوي، له دې پروسې سره په مخالفت له نورو نظامي ډلو سره یو ځای شي، ترڅو په سیمه کې د امریکا خونړۍ جګړه توجیه او دوام پيدا کړي.

نو لازمه ده چې د افغانستان د جګړې سیمه‌ييز او نړیوال اړخونه دقیق درک کړو او پرېنږدو چې یو له بله ډېر د مسلمانانو وينو ته تږي استعمارګران، د افغانستان د خلکو او دلته د ښکېلو ډلو پر برخلیک لوبې وکړي؛ بلکې باید په دې هڅه کې وو چې سیاسي قضیې د اسلامي عقیدې له زاويې درک کړو او په بیدارۍ، د واقعیتونو په بیان او د دغو پروسو په افشا کولو امت د استعمارګرو په دام کې له لوېدو وقایه کړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

خپرونه: نویو پېښو ته کتنه

د اونیزو ناستو لړۍ چې نویو پېښو او مهمو قضیو ته پکې کتنه او تبصره پرې کېږي. «۲۰۴مه ناسته» د غزې په نوار باندې د یهودي دولت برید! د خپرونې مېلمه: استاد محمد عمیر (ابو المجد) د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر) حزب التحریر-ولایه اردن
۱۴۴۰ه.ق، د ربیع الاول ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۶مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د جمعې خطبه «حزبونه، متفرق کوونکي او متعصب، یا یوځایوونکې او شرعي!»

وړاندې کوونکی: یخ یوسف مخازره (ابو همام)/ مبارکه خاوره (فلسطین)                 

                ۱۴۴۰ه.ق، د ربیع الاول لومړۍ، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۹مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: فوري پیغام «په ځانګري ډول په یمن کې زموږ خلکو ته او په عام ډول مسلمانانو ته!»

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه یمن د مطبوعاتي دفتر رییس استاد عبد المومن الزیلعی

  ۱۴۴۰ه.ق، د ربیع الاول ۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۴مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د هغه دولت د شتون وجوب چې د الله سبحانه وتعالی شریعت نه تطبیقوي!

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص               

       ۱۴۴۰ه.ق، د ربیع الاول درېیمه، یکشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۱مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: په ژوندۍ بڼه خبرې اترې «د سوچي تړون او د امریکا له سیاسي حل سره یې اړیکه!»

د «سوچي تړون او د امریکا له سیاسي حل لارې سره یې اړیکه!» موضوع په اړه د حزب التحریر- ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر له رییس استاد احمد عبد الوهاب سره په ژوندۍ بڼه د الواقیه تلویزیون خبرې اترې                             

        ۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۳مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر لومړۍ

د مطلب ادامه...

د خلکو غولول نور بس کړئ... ترهګري چا ته ګټه رسوي؟!

  • خپور شوی په تونس

د دوشنبې ورځې بمي برید چې په پلازمېنه تونس کې یې امنیتي ګزمه په نښه کړه، د رسنیو یوه لويه ډله او هغه کسان چې له سیاست څخه بهر ژوند کوي، ددې پرځای چې پلټنو ته په تمه شي، ترڅو د چاودنو عاملین ومومي او معلوم کړي چې څوک یې تر شا دي، په دې بوخت شول، چې له دې پېښې څخه د اسلام پر وړاندې د وسیلې په توګه کار واخلي او دولت او اړوند ارګانونه یې د ټولو هغو څيزونو پر وړاندې وپارول چې په اسلام پورې یې تړاو درلود، لکه: مدرسې او کتاب(د قران زده کړې ځانکړي ښوونځي).

موږ حزب التحریر په ولایة تونس کې خپلو خلکو ته د دغو جنايي کړنو د لړۍ د پیل په اړه خبرداری ورکړی دی، چې دا ډول جنايي کړنې له کړکېچن سیاسي وضعیت سره سمې ترسره کېږي، ترڅو د واکمنو چارواکو د ناکامیو لپاره پرده شي او هم د ظالمو سیاسي او ګوندي مانورونو لپاره لاره هواره کړي. موږ یو ځلې بیا دا ډول له وېرې ډکې کړنې افشا کوو او په سیاست کې د دغو ډول کړنو له کار اخیستنې پرده پورته کوو، دوی غواړي داسې فضا را منځته کړي چې په هیواد کې امنیتي خلا را منځ ته شي، ترڅو خلک ترې اغېزمن شي، نه هغه دولت چې په فساد او غلامۍ کې ډوب دی.

پر همدې بنسټ موږ د ناکامه او بې کفایته سیاستوالو په اړه خبر داری ورکوو چې دوی نه شي کولی هیڅ داسې بدیل په ګوته کړي، ترڅو د خلکو ستونزو ته ځواب ووایي. هغوی د اسلام او خلکو پر وړاندې جګړې ته مخه کړې او له دې ډول جنایي کړنو څخه د وسیلې په توګه ګټه اخلي. موږ غواړو دا ورته روښانه کړو چې د حساب او کتاب ورځ نږدې ده ځکه د مسلمانانو وینه نه ضایع کېږي، هغه که په پوځ کې وي، که امنیتي ادارو او که بې ګناه ملکي وګړي وي ځکه:

«لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ»

(ترمذي)

د الله سبحانه تعالی پر وړاندې د ټولې نړۍ له منځه تلل، د یو مسلمان سړي تر وژلو اسانه دي.

د حزب التحریر-  ولایة تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې