د دکتور محمد عفیف شدید په مرسته له مسجد څخه پیغام وړاندې شو
- خپور شوی په ویډیوګانې
د دکتور محمد عفیف شدید په مرسته له مسجد څخه پیغام وړاندې شو
۱۴۳۹ه.ق، د ذولقعدې ۵مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۸مه
د دکتور محمد عفیف شدید په مرسته له مسجد څخه پیغام وړاندې شو
۱۴۳۹ه.ق، د ذولقعدې ۵مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۸مه
(ژباړه)
د ۲۰۱۸م د جون په ۱۴مه د مصر دولت نویو وزیرانو د ولسمشر عبدالفتاح سیسي په مخکې قسم یاد کړ چې نوی دولت به هغې کچې ته رسوي چې تمه ترې کېږي، چې وکولای شي په مناسبه توګه هغه اقتصادي اصلاحي برنامه بشپړه، د اقتصادي بیو په لوړه ولو سره مصر ته پرمختګ ورکړي. له دې سره سم نوي دولت په دفاع او داخله وزارتونو کې هم تغیرات راوستلي دي.
د شخصیتونو تغیر چې پخپله د نظامونو پلي کوونکي دي، هېڅ کله به د اقتصادي اصلاحاتو لامل نه شي. تر هغه وخته چې د مصر اوسنی نظام حاکم وي دغه هېواد به له هېڅ ډول کړکېچ څخه ونه ژغورل شي، ځکه چې د دغو ټولو ستونزو او کړاوونو اصلي سرچینه د مصر نظام دی، که دغه اوسني نظامونه نه وای اوس به مصر او اسلامي امت له داسې کړاوونو سره نه و مخ شوي، د دغو نظامونو په اډانه کې هر ډول حللاره پخپله کړکېچ زېږوي. سره له دې چې د شخصیتونو بدلون او د نظام د تنفیذي سیاست وسیلې، پلانونه او برنامې له شته نظام څخه ساتنه کوي او د نظام لپاره د خلکو د غولونې فرصت چمتو کوي.
هغه څه چې د مصر خلک ځوروي، د هغو مرستو او قرضونو په تړاو د نړیوال بانک د دستورونو او هوډونو د تطبیقولو طبیعي پایلې دي، چې د مصر حکومت ته ورکړل شوي دي، هغه دستورونه چې د مصر حکومت یې پر وړاندې د مخالفت حق نه لري او یوازې هغه مخلصان یې پر وړاندې د درېدلو جرئت لري چې د غرب مزدوري نه کوي. خو موږ به تر هغه وخته داسې مخلصان پیدا نه کړو چې اوسني نظامونه له منځه یونسو، زموږ په خاورو کې د غرب نفوذ ته د پای ټکی کېنږدو او هغوی ته د غلامۍ کولو بنسټ له منځه یونسو او پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په اډانه کې بشپړ اسلام تطبیق کړو. په یادې حللارې سره مصر کولی شې دغو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی کېږدي او دا د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یوازینۍ حقیقي حللاره ده، چې په سمه توګه د خکلو اړتیاوې پوره او غریزې یې په سم ډول اشباع کړي. اسلام پر ستونزو د حاکمېدلو لاره ښودلې ده او هره حللاره یې چې ښودلې د بشر د عاجز او ناقص عقل څېړنیزه پایله نه ده؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی په رسول باندې د نازېلې شوې وحي څخه سرچینه اخلي
اې د مصر د کنانې خلکو: د اقتصادي حللارې هغه برنامه چې نظام یې تاسو ته وړاندې کوي، تاسو ته کومه ګټه نه لري او هېڅ کله به ستاسو د ودې لامل نه شي، ځکه له بدو پایلو او بېوزلۍسره سره، د بیو لوړوالی چې تاسو ته یې رامنځ ته کوي، د دغې برنامې پلي کول له نړوال بانګ څخه پیروي کول دي. په حقیقت کې نوي حکومت ته ستاسو حالت هېڅ اهمیت نه لري او ستاسو د ستونزو د حل او چارو د سمون لپاره به هېڅ هم ونه کړي. برعکس د دې دولت دنده ستاسو په خاوره کې د غربي ګټو تامینول دي، همدارنګه ستاسو د شتمنیو، معدنونو او زېرمو چور کول به دوام ولري. دغه دولت به تاسو د غلامۍ پلورلو په بازار کې له کومې بیې پرته وپلوري. نظام او چاروکي یې غرب ته وفاداره دي او ورپه غاړه ده چې موږ ته د خپلو له لاسه تللو حقونو د غوښتنې اجازه رانه کړي.
اې د مصر د کنانې خلکو! شک ونه کړئ چې په حکومت کې به د شخصیتونو د څېرو بدلون تاسو ته له غولونې او دروغجنو هیلو پرته بل څه نه وي؛ هغه هیلې چې هر ځل ګومان کوی د نوې څېرې په مرسته به پوره شي، په داسې حال کې چې د نویو څېرو په سیاست کې به تاسو نور هم بېوزله شی. څرنګه مو چې ولیدل، په ټولیزه توګه د سون توکو بیه لوړه شوه او د دې په تړاو یې د لېږد او رالېږد بیه هم لوړه شوه، چې دغه تګلاره په طبعي ډول د ټولو شیانو د بیې د لوړېدو لامل کېږي. سربېره پردې، د "النهضة" بند ستونزه، د وريجو د کرلو ممنوعیت چې د مصر د خلکو ورځنی قوت ګڼل کېږي او له بهره د وریجو د واردولو د اعلان پیل هم شته.
دا او داسې نور بحرانونه چې د پانګوال نظام د تطبیق له پیله تر اوسه رامنځ ته شوي، د مصر خلکو ته یې له ستونزو، کړاوونو او بېوزلی پرته بل څه نه دې ورپه برخه کړي، په داسې حال کې چې مصر د دې وړتیا لري چې پخپله د خپلې اړتیا غنم تولید او حتی صادر کړي او د هغو هېوادونو د کتار په سر کې راشي چې غنم واردوي. د مصر نظامي کارخانې د کورني وسایلو په جوړولو بوختې دي په داسې حال کې چې زموږ مکار دښمن موږ ته وسلې راواردوي. نو زموږ اصلي ستونزه د حاکم نظام تطبیقول دي، نه هغه کسان چې هغه تطبیقوي. که څه هم دغه کسان مزدوران او د غرب امر مني، نو په دې دلیل چې د امت په حق کې یې خیانت او جنایت کړی، محاسبه کول او لرې کول یې اړین دي. خو د دوی محاسبه او لرې کول د دغه نظام تر سیوري لاندې چې د خاینانو او د هغو د کړنو ملاتړ کوي، شونې نه دي، بلکې دغه کار انقلاب ته اړتیا لري چې وکولی شي نظام له بنسټه ورک کړي، داسې انقلاب وي چې د کناني د خلکو په مرسته ترسره شي او پوځونه یې ترې ملاتړ وکړي. داسې انقلاب چې د مصر د خلکو برخلیک معلوم کړي او د خلکو د ستونزو د حل وړتیا ولري او د باعزته ژوند ضمانت یې وکړي.
له شک پرته د هغه نظام بنسټ چې ګټه، درواغ او نفاق وي، هېڅکه به هم د داسې ژوند ضمانت ونشي کړی او یوازې هغه نظام د دې وړتیا لري چې بنسټ یې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازله شوې وحی وي. هغه نظام چې د تاسیسولو لپاره یې د حزب التحریر وروڼه تاسو شپه او ورځ هغه ته رابولي هغه د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دی، هغه نظام چې تاسو یې په لټه کې یاست او د تاسیسولو هیله یې لرئ، هغه نظام چې تاسو له فقر او نورو کړاوونو څخه ژغورلی شي. داسې نظام چې نوی تاریخ به جوړ کړي او هغه پولې چې د امت صله رحمي یې له منځه وړی، لاس یې له اوږي او سر یې له غاړې پرې پرې کړې، له منځ یوسي او واقعي نظام به یو ځل بیا امت یو موټی کړي او د یو جسم په توګه به یې راټول کړي، شتمنۍ به یې یوځای کړي د عدالت پر بنسټ به یې د الله سبحانه وتعالی په امر پر ټولو ووېشي فقر او بېوزلی ته به د پای ټکی کېږدي.
اې نویو وزیرانو! د پخوانيو وزیرانو په شان ځان ته وګورئ او د هغوی حالت په تاسو هم راتلونکی دی. هغوی د دښمن د سیاست وسیله وو کله یې چې د وسیلې په توګه وکارول، نو وروسته یې په زباله دانۍ کې واچول. هو، دا له امت سره د خیانت او دښمن ته د مزدورۍ برخلیک دی، د هر هغه چا برخلیک چې ځان پر کافر غرب پلوري. تاسو پخپله هغه څه ولیدل چې قذافي او صدام ته ورپېښ شول، پام مو وي هغه څه چې هغوی ته ورپېښ شو پر تاسو به هم راشي. په دغو نظامونو کې له کار کولو ډډه وکړئ او په هغو خلکو باندې چې د خپل دین له احکامو سره مینه لري د هغه له تطبیق څخه لاس واخلی.
تاسو اې د مصر پوځونو او خلکو! د خپل پروردګار د دین او شریعت له تطبیقولو پرته هېڅ لار نه لری او د خپل پرودګار د رضایت لااسته رواړلو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت په تاسیس سره خپل اسلامي ژوند له سره
پیل کړئ، د دعوت لېږدونکو ته غېږ پرانیزی او هغوی ته نصرت ورکړئ، هغو کسانو ته نصرت ورکړئ چې ستاسو د هوسا ژوند کولو وړتیا لري او له سیاسي زیرکتیا برخمن دي، د غرب پر وړاندې راپوته شوي او هغوی ته د فکري مبارزې د ماتې ځواک هم لري. هغوی کولی شي د مصر او امت د پرمختګ لپاره ستاسو له وړتیاو څخه ګټه واخلي نو په هغه وخت کې به تاسو ته د اسلام او د هغه د افکارو د بریا ویاړ درپه برخه شي. ان شاء الله داسې وخت به راشي چې غرب به هېڅ کله خپل ځواکونه بیا تجدید نه کړي، ځکه ظلم او زیاتی یې له انسانه هاخوا تېر شوی او ان تیږي او ونې یې هم ترې کړېږي.
تاسو د مصر خلکو! د دنیا او اخرت خیر مو په مخکې دی، هغه مخکې له دې چې نور یې ومومي تاسویې خپل کړئ. تاسو مېړني او زړور یاست. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ستاسو په لاس خپل دین ته نصرت ورکړي او همداراز ستاسو په مرسته مصر روښانه کړي. ډېر ژر به یاد شوی حق ووینئ او موږ هم خپل کار الله سبحانه وتعالی ته سپارو الله سبحانه وتعالی فرمایی:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: 24]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه مو هغه څه ته دعوتوي چې ژوند دربښي نو هغه ومنئ او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او په قیامت کې به ټول الله سبحانه وتعالی ته راغوڼډ شئ!
لیکوال: استاد عبد الله عبدالرحمن
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
ژباړن: فیاض
د ګازو د بیو لوړوالی به اقتصاد نور هم زیانمن کړي
د تېلو او ګازو د تنظيم ادارې (OGRA)د پاکستان فدرالي حکومت ته وړاندیز کړی چې د ګازو په بیه کې دې ۴۶ سلنه زیاتوالی راولي. د دې ادارې چارواکو د کورنیو او سوداګریزو مستهلکینو د بېوزلې طبقې لپاره د ګازو د بیو په جګوالي کې ۸۶ سلنه پرېکړه وکړه. په ورته وخت کې دغه بیې په نورو طبقو، لکه: صنعت، سيمنټ، CNG ګاز، برښنا او سوداګريزو برخو کې له ۲۷ څخه تر ۳۱ سلنې پورې جګې شوې دي. په بیو کې یاد لوړوالی د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ مالي کال لپاره د اټکل شویو عایداتي اړتیاوو له امله او ترلاس لاندې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو او نورو لګښتونو په موخه رامنځته شوی.
حزب التحرير- ولاية پاکستان په کلکه د ګازو د بیو له لوړوالي سره مخالف او په بشپړه توګه یې ردوي. هغه مهال چې کورني مستهلکین د کلدارې د ارزښت د ټيټوالي له امله له ګرانۍ او د بیو له لوړوالي سره مخ شول، نو صنعتي او کرهڼیزو سکتورونو لا له وړاندې له بهرنیو تولیداتو سره د سیالۍ په ډګر کې د کورنیو توکو د اغېزمنتیا په اړه شکایتونه کول.
په پاکستان کې هر حکومت که نظامي دی یا سیاسي، تل پانګوالو سیاسي دلایلو ته په کتو سره د ګازو او برښنا بیې لوړې کړي دي. له شکه پرته د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې تر بریاليتوب وروسته کومه ډله چې واکمنېږي، د یوې سیاسي ډلې په توګه به د بیو د لوړوالي دغه دود ته دوام ورکړي، چې له دیموکراسۍ څخه به ملاتړ کوي او له کپيټلیزم پرته به بل کوم نظام نه لري.
د پاکستان مسلمانان او د هغوۍ اقتصاد، خلافت نظام ته اړتيا لري، چې د شرعي اصولو پر بنسټ به ګاز عامه شتمني اعلانوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
»الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ«
مسلمانان په درې څيزونو اوبو، څړ ځايونو او اور کې سره شريک دي.
(احمد)
دلته د اور په لفظ کې د انرژۍ ټول هغه ډولونه شامل دي، چې په صنعت، ماشینونو او کار ځایونو کې ورڅخه د سون موادو په توګه ګټه اخیستل کېږي، دغه راز هغه کار ځایونه چې ګاز د تېلو او د سکرو د ډبرو پر ځای کاروي د همدغه حديث له مخې اسلام ګاز عامه شتمني اعلان کړې او دولت ته یې دنده سپارلې، چې د خلکو په ګټه یې چاري تنظیم کړي او خلک یې له ګټو څخه برخمن کړي. نو د نبوت پر طریقه خلافت به د کورنیو، سوداګریزو، صنعتي او کرهڼیزو مستهلکینو لپاره ګاز په داسې بیه وړاندې کړي چې پر دوی به بار او پېټی نه وي، اقتصادي ماشین به په چټکتیا سره په څرخېدو کړي او د تولید شویو توکو بیې به داسې راټیټي کړي، چې د سیالۍ وړ به وي. خو دا هر څه هغه مهال شوني دي چې دیموکراسۍ ته نه وویل شي او د خلافت نظام رامنځته شي. نن ورځ د خلافت رامنځته کول یوازې یوه اسلامي وجیبه او دنده نه، بلکې اړینه ده چې اقتصاد هم له کړکېچ څخه وژغورل شي او یو ځل بیا د ودې لارې ته سم شي. په رښتیا سره زموږ د خوشحالۍ ډاډ منتیا د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله علیه و سلم د حکمونو په پلي کېدو کې نغښتې ده.
﴿إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوۤاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ﴾
[النور: ۵۱]
ژباړه: د مومنانو کار خو دا دی، چې کله د خدای او پېغمبر لوري ته د خپلو شخړو د پرېکړې کولو لپاره راوبلل شي نو وايي، موږ واورېدله او ومومنله، دغه راز خلک بریالي او نجات موندونکي دي.
حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
د استاد معاویه عبد الوهاب خبرې : «ولې توپ (د لوبې وسیله) ګرځېدلي یو؟!»
۱۴۳۹ه.ق، د دوالقعدې ۵مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۸مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د دغه دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته د "حلقة علی الهواء مع احمد القصص" تر عنوان لاندې نوې ویدیویي خپرونه وړاندې کوي، چې ښاغلی استاد احمد القصص په دې خپرونه کې د «اسلام نظام» کتاب تدریسوي، نو له موږ سره اوسئ
د اسلامي نظام کتاب ۳۸مه حلقه
په اسلام کې د وطن پالنې (ملت پالنې) حکم
وړاندې کوونکی: پياوړی استاد احمد القصص
حزب التحریر ولایه لبنان
۱۴۳۹هـ.ق، د مبارکې رمضان ۱۲مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۸مه
د خپرونې مېلمه: مهمان برنامه: استاد بلال القصراوی (ابو ابراهیم)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې لومړۍ، شنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۴مه
د آل عمران مبارک سورت (۵۸-۵۶) د ایتونو تفسیر:
"فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيداً"
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخارزه ابو الهمام
۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۱۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۳۰مه
وړاندې کوونکی: مفکر سیاسی احمد الخطوانی (ابو حمزه)
۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۱مه
حزب التحریر ولایه تونس د تونس په صفاقس- د اللخمي مسجد په مخکې غونډه وکړه چې سرلیک یې داسې و : «له قانون څخه سرچینه اخیستل... دښمن ته بشپړ سر ټیټول له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه» ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۲۲مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۶مه
خبر:
د ټامسن رویټرز بنسټ د سه شنبه په ورځ د ښځو چارو له ۵۵۰ متخصصینو څخه د سروې پایلې خپرې کړې چې پکې هند د مېرمنو په جنسي تېري همدا راز د خادمانو خرڅلاو، په زور کار، بې خوښې ودونو او جنسي غلامۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد دی.
د تېزاب پاشلو بریدونو، د مېرمنو جنسي غړو پرې کولو، په ماشومتوب کې ودونو او فزیکي سؤ استفادې ته په اشارې دا هېواد همداراز د فرهنګي دودونو له اړخه تر ټولو خطرناک دی. هند اووه کاله مخکې په همدغه سروې کې څلورم و.
د دغه لېست له لومړیو لسو هېوادونو څخه؛ نهه یې له اسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه وو. لسم یې په دغه لېست کې یوازینی شامل غربي هېواد، امریکا ده. یاد بنسټ وویل چې دا له #MeToo خوځښټ سره نېغه اړیکه لري.
تبصره:
نن ورځ په ټوله نړۍ کې مېرمنې د فرهنګي او دیني کړنو په نتیجه کې او د حاکم سیکولر کپیټالیسټ ایډیالوژۍ له امله ځورول کېږي. د سروېګانو قوت ښایي د بحث وړ وي خو دا روښانه ده چې په ډېرو ځایونو کې د مېرمنو وضعیت وېروونکی دی.
مېرمنې د نورو ټولو اتباعو په څېر امنیت، تعلیم، روغتیا او همداسې نورو حقوقو ته اړتیا لري. دا اساسي حقوق دي. په لومړیو لسو هېوادو کې د #MeToo له وجې امریکا شتون ته په کتو، ښکاري چې د مېرمنو د ځواکمنولو او پرمختګ په لار کې د امریکا پر پله تګ غلط کار دی. هند یو له هغو هېوادونو دی چې ډیموکراسي پلې کوي او ادعا کوي چې په شبه قاره کې اقتصادي سیال نه لري؛ سره له دې دوی له مېرمنو سره د چلند په برخه کې وحشتناک ریکارډ لري.
دغه بنسټ وایي: « د نړۍ مشرانو درې کاله وړاندې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نجونو او ښځو پر وړاندې هر راز تاوتریخوالی او تبعیض له منځه یوسي او دوی به وکولای شي چې ازاد او امن ژوند وکړي او په مساویانه توګه سیاسي، اقتصادي او عامه ژوند کې برخه واخلي. خو سره له دغه ضمانت اټکل شوی چې به ټوله نړۍ کې له هرو دریو ښځو یوه یې د خپل ژوند به دوران کې له جنسي یا فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.» نړۍ باید راویښه شي او دا درک کړي چې د ښخو وضعیت به تر هغه چې اوسنی سیکولر نظام وي، پرمختګ ونه کړي. د مشرانو ضمانتونه تر هغه بې معنی دي چې عامه فکر او کړنې بدلې نشی کله چې اعمال ناسم وي د ټولنیز فکر او قوانینو تغیر اړین دی.
د دغه لېست لومړي لس هېوادونه چې درې اسلامی هېوادونه هم پکې دي یو ځانګړی وضعیت لري چې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه چلند سبب شوی. دا کېدای شي د مېرمنو عامه لیدلوری وي، د فلم صنعت چې مېرمنې پکې مفعولې وي (هالیووډ او بالیووډ)، د جګړې وضعیت چې جنسې تېری د وسلې په توګه پکې کېږي، فرهنګي کړنې چې هېڅ اسلامي ریښه نه لري خو په اسلام پورې تړل کېږي او داسې نور. کېدای شي دا خبره تقریبا ناشونې ښکاره شي چې دومره تغیر راشي چې په یوه وخت کې پر ټولو اغېز وکړي.
موږ هر کال د کپیټالېزم تر سیوري لاندې د مېرمنو د حقوقو د لمانځنې شاهدان یو، ورسره وینو چې د هغوی د ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې شمېرې هم لوی دی. له یوې خوا قوانین د مساوي معاش، په ټاکنو د رایې ورکولو حق او نورو... لپاره جوړ شوي او عین حال کې په نړیواله کچه مېرمنې لا هم په یوه نا مناسب وضعیت کې دي او باید تر دوامدار فشار او داسې کړنو لاندې ژوند وکړي چې ارام ژوند ته یې نه پرېږدي. دا خبرې هم په شرق کې شته چې ډېر شاته پاتې عمال او فکرونه پکې دي او حتا په تش په نامه برمختللي غرب کې چې په کارځای کې هم مېرمنې ځورول کېږي. یو څو قوانین بسنه نه کوي بلکې یوه له سره راډیکال فکر ته اړتیا ده چې څنګه ژوند وکړو او کومه مفکوره بریالۍ ده.
په تېرو وختو کې اسلام د یوه ځواک په توګه راغی چې د کوچنیو نجونو ژوندۍ ښخولو، د ودونو هغه اړیکې چې له مېرمنو پکې ناوړه استفاده کېده، د تبعیض له وجې ټولنیز فشار او نور شوم عمال یې ودرول. تر هر څه مخکې په قران کې دغه عمال تر پوښتنې او قهر لاندې راغلل او په اړه یې منفي فکر وړاندې کړ.
رسول الله ﷺ د ژوند په بهیر کې ده ﷺ په خپلو سنتو کې وښوده چې څنګه هغه خنډونه له منځه یوسي چې مېرمنې ورسره مخ وې؛ د بېلګې په توګه نوموړي د هغه چا له مور سره واده وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په زویولی نیولی و، په داسې حال کې چې مخکې داسې کار نه کېده. همدا راز، اسلامي قوانینو وروسته له هغې چې په مدینه کې اسلامي دولت تاسیس شو له مېرمنو سره په مختلفو برخو؛ لکه میراث، واده، طلاق، په یو چا پورې تهمت او ډېرو نورو موضوعاتو په حل کې مرسته وکړه او د مېرمنو مشروع دفاع یې باوري کړه.
د دې خبرې کلي مفهوم چې مېرمنو ته احترام کېږي په ځانګړې توګه د خلافت په دوران کې عملي شوی؛ مشهوره بېلګه یې دا ده چې خلیفه متعصم د یوې مېرمنې د غږ په خاطر چې عزت ته یې په سپکه سترګه کتل شوي وو یو لښکر واستاوه. پر دې سربېره، اسلامي ټولنه دا فکر لري چې مېرمنې د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، بلکې کولای شي د ژوند په ټولو عملي اړخونو کې چې شریعت کې راغلي، دخیلې وي؛ مثلا کولای شي حاکم محاسبه کړي، رایه ورکړي، کولای شي قاضي شي، په خپلو پیسو پانګه اچونه وکړي او نور...
نن ورځ سیکولر حکومتدارۍ سیسټم، نړۍ د مېرمنو لپاره په یوه خطرناک ځای بدله کړې. په ژوند کې د الله د قوانینو لېرې والی، حتی په اسلامي هېوادو کې، هغه لوی خطر دی چې باید له منځه یې یوسو او پر ځای یې داسې دولت راولو چې د مېرمنو او نارینه وو دواړو ژوند، مال او عزت پکې خوندي وي. کله مو چې د قوانینو او نظام بنسټ د خدای پر وړاندې مسولیت او ځواب ویلی شي، هغه وخت به ووینو چې ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار له منځه تللی او د داسې ثابتو قوانینو په وسیله حل شوی چې تغیر نشي موندلی.
لیکواله: نازیه رحمان
ژباړه: خالد