جمعه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

یوازې اسلامي خلافت دا وړتیا لري چي په سیمه کې سوله ټینګه کړي

له هند سره د اړیکو عادي کول رد کړئ، ځکه دغه کړنه مسلمانان د هند د دښمن دولت پر وړاندې کمزوري کوي.

(ژباړه)

د پاکستان رهبرانو په خپله تازه هڅه کې له هند دولت سره د اړیکو عادي کولو پر بنسټ یاد دولت ته د نورو تخفیفونو او وړاندیزونو لاس اوږد کړی دی. د پاکستان د هبرانو ډارن او کمزوری دریځ تر دې کچې رسېدلی چې حتی د هند د ملي امنیت رییس «ای اس دولت» او د (RAW) د څېړنې او تحلیل سازمان یوه برخه د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې پر ۲۱ مه د هند له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د اردو رییس هند ته راوبولي او د دواړو هېوادونو تر منځ درېدلې خبرې له سره پیل کړي. پر دې سربېره، د هند له دولت سره د اړیکو په عادي کولوسره مسلمانان د هغه دولت پر وړاندې کمزوري کوي چې تل یې په پاکستان او کشمیره کې مسلمانان ځورولي او ډېر زیانونه یې ور اړولي دي.

د اړیکو دغه عادي کول تر نظامي کرښې هم رسېدلي دي او د پاکستان هبران له ښکېلاګر سیاست څخه په پیروۍ تل د هند دولت د ټولو دښمنیو پر وړاندې هېځ غبرګون نه دی ښودلی. د دغو رهبرانو ډار تر دې کچې رسېدلی چې هغه ډلې او سازمانونه هم نسکوروي او له منځه یې وړي چې د کشمیر د ازادۍ لپاره په کشمیر کې فعالیت کوي. په اقتصادي برخه کې هم پاکستان د دغو عادي کولو قرباني شوی دی. دغه عادي کول د دې لامل شوي چې د هند د وارداتو پر وړاندې د پاکستان ټولې دروازې پرانیستې وي او له لارې د پاکستان کړهنې ته لوی زیان اوښتی دی. په سیاسي برخه کې هم دغو اړیکو جوړولو له ښکېلاګر سیاست سره په یو ځای کېدو سره تل دا غوښتي چې له اسلام سره زموږ لېوالیتا کمه شي او اوس دغه رهبران غواړي چې د هند د فرهنګي یرغل او رسنیو لپاره دروازې پرانیزي. د پاکستان رهبران له مشرک او دښمن دولت (هند) سره د اړیکو په رغولو بوخت دی، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾

[بقره: ۱۰۵]

ژباړه: کافران دا نه خوښوي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر تاسو خیر او برکت نازل شي، په داسې حال کې چې الله سبحانه خپل رحمت پر هغه چا کوي چې ویې غواړي او الله سبحانه وتعالی د لوی فضل څښتن دی.

هغوی د هند دولت پر وړاندې په ګونډو شوي، په داسې حال کې چې د هغه دولت په اردو کې سرتیري بې روحیې دي او اوس یې ۶۵ سلنه وسلې هم له کاره لوېدلې او زړې شوې دې. هغو د یو دښمن دولت پر وړاندې ماتې مني، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّـهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّـهُ عَلِيمًا حَكِيمًا﴾

[نسا: ۱۰۴]

ژباړه: د دښمن د څار په لاره کې هېڅ وخت نرم کېږئ مه، ځکه که تاسو درد او ځورېدل وینئ، هغوی هم ستاسو په څېر درد او ځورېدل ویني، خو تاسو الله سبحانه وتعالی ته هیله مند یاست، چې هغوی دا نه لري او الله سبحانه وتعالی پوه او حکیم دی.

اسلام د سلګونه کلونو لپاره د هند د نیمې وچې لپاره امنیت او سوله رامنځته کړي وو او تل یې هغوی د هندوانو له تعصوبونو څخه لېرې کړي وو. د اسلام تر واکمنۍ لاندې د هند نیمه لویه وچه له عدالت، شتمنۍ څخه برخمنه او په سوله ییز ژوند بدله شوه؛ چې نړۍ ورته حیرانه وه. دا یوازې اسلام دی چې یو ځل بیا هلته ارامي او سوکالي رامنځته کولی شي. دا یوازې اسلام دی چې هغه کسان چې د بشر پر لاس جوړ شوي قانون تر بیرغ لاندې له زرګونه ستونزو سره مخ دي، له هغه حالته راوباسي او نېکمرغۍ ته یې ورسوي. په هغه صورت کې چې مسلمانان په ټول وس سره له هند سره د اړیکو عادي کول رد کړي او پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ ترو څو اسلام یو ځل بیا د دغې نړۍ خلکو ته سوکالي او ارامي رامنځته کړي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: له مسجد څخه پیغام: «ناهیلي او ایمان نه یوځای کېږي!»

په درعا، د رویة الحریر له مسجدونو څخه په یو مسجد کې د «ناهیلي او ایمان نه یوځای کېږي!» تر عنوان لاندې زموږ د ورور محمد الحمصی خبرې

                                                          ۱۴۳۹ه، د رمضان ۱۸مه، یکشنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۳مه

د مطلب ادامه...

التناصح کانال: څو شېبې له احد غزوې سره

په «التناصح» انټرنېټي کانال کې «د التناصح خبرې اترې» د خپرونې وړاندې کوونکي شیخ عبد الله الجعیدي د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی، بیاوړی استاد احمد القصص د « څو شېبې له احد غزوې سره» تر عنوان لاندې ناسته کې مېلمه کړی و.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: له مسجد څخه پیغام «رمضان... د قران کریم د احکامو احیا (راژوندي کول)»

رمضان... د قران کریم د احکامو احیا (راژوندي کول)»

تر عنوان لارندې د تونس په پلازمېینه کې له مسجد څخه پیغام     

              ۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۶مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جون لومړۍ

د مطلب ادامه...

۵. رمضان د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده

  • خپور شوی په سیاسي

د مکې فتحه (۳)

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين

ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.

اما بعد:

له تاسو سره یو ځای د مکې د فتحې خبرې اورم د مکې له اهل سره د پریکړې ګړۍ نږدې شوې ده، چمتوالی پوره شوی، د مسلمانانو پوځ په لسګونو زرو پوځیانو سره حرکت وکړ. رسول الله ﷺ چې کله له مدینې منورې حرکت وکړ، د رمضان د میاشتې لس ورځې تیرې شوې وې او د هجرت اتم کال و. په داسې ځواک او تیاري سره یې د مکې پر خوا حرکت وکړ، چې عربي ټاپوزمې له وړاندې هېڅ نه و لیدلی. خو د دغه پوځ له ډیروالي، ځواک او اهمیت سره سره د حرکت د لوري راز پټ پاتې شو او هېچا یې په اړه معلومات نه درلود.

د رسول الله ﷺ په مشرۍ پوځ وړاندې لاړ، هغه زیات خوښ شو، قریش یې ولیدل چې له مقاومت څخه عاجز دي، نو خپل سر یې د عاجزۍ په خاطر الله سبحانه وتعالی ته ټيټ کړ او دومره یې ټیټ کړ، چې نږدې و چې ږیره مبارکه یې د هغه د څاروي له شاه سره ونښلي.

سره له دې چې د قریشو ظاهري عزم په تسلیمېدو دلالت کاوه، مګر بيا هم رسول الله ﷺ له هغوی څخه د هر څه تمه کوله، نو تصمیم یې ونیو، چې له بیړني پوځي چمتووالي سره مکې ته ننوځي، له همدې املههې د بیړناک د قریشو ظاهري عزم یېنه چا ته ضرر رسوي او نه خپله هغه کوم زيار ته اړتيا لري. یې د مسلمانانو پوځ په لاندې ډول په څلورو برخو ووېشه:

  • د ابو عبیدة عامر بن جراح رضی الله عنه ډلګۍ، له مهاجرو څخه جوړه شوې وه او تر شاه یې د رسول الله ﷺ زرغونه کتیبه وه او مکې ته له شمال لویدیځ څخه ننوتله.
  • د سعد بن عباده الانصاري رضی الله عنه ډله، له انصارو څخه جوړه شوې وه او مکې ته له لویديځې خوا څخه ننوتله مکې ته د لویديځې خوا څخه داخلی.
  • د خالد بن ولید د ښي لاس پوځ، چې له مختلفو ډلو څخه جوړ شوی و او د پوځ درېیمه برخه یې جوړوله، مکې ته له جنوب څخه داخلېده.
  • د زبیر بن العوام په مشرۍ پوځي ډلګۍ مکې ته له شمال څخه ننوتله.

پوځي مشرانو ته یې امر وکړ، ترڅو چې اړ نه کړل شوئ جنګ ونه کړئخو؛ ترڅو له جنګ پرته مکه فتحه شي، خو هغه کسان چې ګناهونه یې ډېر شوي وو او اسلام او مسلمانانو ته یې سخت ضرر رساوه، د هغوی وینه تویول يې حلال وګرځول که څه هم د کعبې په پردې پورې ځان ځوړند کړي، د هغوی له ډلې څخه لاندې کسان وو:

۱. عكرمة بن ابي جهل

۲. صفوان بن اميه بن خلف

 ۳. وحشي چې حمزه بن عبد المطلب يې شهید کړی و.

۴. هند د ابو سفيان مېرمن

۵. عبد الله بن ابي سرح، چې اسلام يې راوړی و او وحی به يې ليکله؛ خو بېرته مرتد شو او په امين رسول الله ﷺ پسې يې دروغ وتړل او دې ته ورته ځينې نور.

د ایمان وروڼو!

څلور واړه پوځونو د رمضان په شلمه د خپلو موخو په لور حرکت وکړ او ځینو مسلمانانو له سعد بن عباده رضی الله عنه څخه اورېدلي، چې ویل به یې: نن د ملحمې ورځ ده، نن ورځ حرمت حلال ګرځول شوی. نو رسول الله ﷺ يې د هغه پر دغه وينا خبر کړ. هغه ﷺ وفرمایل: نن د رحمت او مرحمت ورځ ده، نن د کعبې د تعظیم ورځ ده، نن داسې ورځ ده چې الله سبحانه وتعالی قریشو ته عزت ورکړی دی.

امر یې وکړ چې له سعد څخه دې بیرغ واخیستل شي او د هغه زوی قیس ته یې ورکړئ، ځکه هغه یې تر پلار ډېر د آرام طبیعت خاوند و او په خپل نفس یې ډېره واکمني درلوده. نو سعد یې د دې لپاره له خپل منصب څخه لرې کړ، چې جنګ جوړ نه شي.

رسول الله ﷺ روان شو او مکې ته له پاس لوري څخه داخل شو. د خالد بن ولید له پوځ پرته د مسلمانانو ټول پوځونه بې له کوم مقاومت څخه ننوتل. د قریشو ځينې پس پاتې خلک د بني بکر له ځينو کسانو سره چې له هغوی سره یې ائتلاف کړی و، د عکرمه، صفوان او سهیل بن عمرو په مشرۍ يې د خالد لاره ونیوله، پر هغوی یې غشي واورول او دوی ګومان کاوه چې په دې سره به د مکې دفاع وکړي؛ خو خالد مهلت ورنه کړ، بلکې هغوی یې پر شا وتمبول او د هغوی اتحاد یې مات کړ. دوی هغه مهال وتښتېدل، چې دولس کسان یې ترې ووژل او نور ټول وتښتېدل. مکه مسلمانانو ته تسلیم شوه او مبینه فتحه بشپړه شوه.  

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ او مسلمانانو د کعبې طواف وکړ، قطار شوي بتان یې ټول مات کړل، په خپله ليندۍ به یې وهل او په ځمکې به ټوټې ټوټې راغورځېدل او دا آيت به یې تلاوت کاوه:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا

[الاسراء: ۸۱]

ژباړه: حق راغی او باطل له منځه لاړ، بېشکه باطل له منځه تلونکی دی.

بیا یې د کعبې د دروازې د پرانیستو امر وکړ، نو له انځورونو ډکه یې ولیده او په دې کې یې د ابراهیم او اسماعیل دوه انځورونه وليدل، چې پچې او غشي یې وېشل. نو پر مشرکانو یې په غوسې سره وویل: الله سبحانه وتعالی يې دې ووژني، والله چې په دې سره یې هېڅ هم نه دي تقسیم کړي او هغه ټول یې ړنګ او يا هم له منځه يووړل.

تر هغې چې مسجد له بتانو پاک شو. قریشو ته یې په داسې حال کې مخ ورواړاوه، چې هغوی له حرم، کورونو او د ابوسفیان له کور څخه په ډاډ سره راوتلي وو او د بتانو د ړنګولو ننداره يې کوله، چې له دې لږ څه وړاندې خدایان وو او عبادت به ورته کېده او اوس یوازې ډبرې دي، چې له مقاومت او دفاع څخه عاجزې دي، له خپل ځان څخه ضرر نه شي منع کولی او نه ځانته ګټه رسولی شي! رسول الله ﷺ کعبې ته مخ وګرځاوه او ویې فرمایل:

«لا إله إلا الله وحده, لا شريك له, صدق وعده, ونصر عبده, وهزم الأحزاب وحده»

ژباړه: له الله سبحانه وتعالی پرته د عبادت وړ بل څوک نشته، هېڅ شریک نه لري، خپله وعده یې پر ځای کړه، له خپل بنده سره یې مرسته وکړه او احزاب یې ناکام کړل.

بیا یې قریشو ته وویل: تاسو څه فکر کوئ، چې زه له تاسو سره څه کوم ؟ ویې ویل: خیر. کریم ورور او کریم وراره یې. رسول الله ﷺ وفرمایل: زه تاسو ته هغه څه وایم چې یوسف عليه السلام يې خپلو وروڼو ته ویلي وو: نن ورځ ستاسو ترټنه نه کېږي ... ځئ تاسو آزاد یئ.

 پر دغې اغیزمنې کلمې سره د مکې د اهل لپاره د عفوې اعلان وشو او رسول الله ﷺ ټوله هغه بدي چې ورته رسیدلې وه، د کامیابۍ پر مهال هېره کړه او بلال ته یې امر وکړ، چې آذان وکړي، هغه د کعبې سر ته وخوت او د لمانځه لپاره یې آذان وکړ. رسول الله ﷺ خطبه ورکړه او ډېر ډېر اسلامي احکام یې پکې بیان کړل. بیا یې وویل: قریشو! الله سبحانه وتعالی له تاسې څخه د جاهلیت دوران له منځه یووړ، چې په پلرونو به مو فخر کاوه، خلک د آدم اولاد دي او آدم علیه السلام له خاورې پیدا دی، بیا یې دا آیت شریف ولوست:

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾

[حجرات: ۱۳]

ژباړه: اې خلکو موږ تاسې له نارینه او ښځینه څخه پیدا کړي یاست او تاسو مو ځکه قبیلې او قومونه ګرځولي یاست، چې یو بل وپيژنئ، بېشکه په تاسو کې الله متعال ته ستاسو تقوا لرونکی تر ټولو عزتمن کس دی او  الله سبحانه وتعالی په هر څه عالم او خبير دی.

اې د ايمان وروڼو:

له دې وروسته يې له رسول الله ﷺ سره په اسلام بیعت وکړ او په همدې ورځ معاویه ابن ابي سفیان او ابوقحافه د ابوبکر صدیق پلار ايمان راووړ، چې د هغه په اسلام سره رسول الله ﷺ ډېر خوشحاله شو. خو له هغو کسانو څخه چې رسول الله ﷺ یې وینه تویول حلال ګرځولي وو، څینو درک کړه چې هغه د الله سبحانه وتعالی رحمت و، کله چې مسلمانانو له هغوی څخه د اسلام غوښتنه وکړه، ايمان يې راووړ، لکه عکرمة بن ابوجهل، چې لومړی د اسلام له سرسختو دښمنانو څخه و، خو له هغه وروسته د حنیفي دین لپاره تر ټولو غیرتي شخص وګرځېده.  

کله چې د سړیو بیعت پای ته ورسېد، نو د ښځو بیعت پیل شو، هغوی هم بیعت وکړ، چې له الله سبحانه وتعالی سره شریک ونه نیسي، غلا ونه کړي، زنا ونه کړي، خپل بچیان ونه وژني، له خپلو مېړونو سره په دروغو حرامي بچی ونه تړي او په نیک کار کې یې نافرماني ونه کړي.

رسول الله ﷺ په مکه کې ۱۵ ورځې تېرې کړې، لمونځ به يې قصر کاوه، ترڅو چې د مکې چارې یې تنطیم کړې او د اهل یې په دین کې پوه کړل او ځينې کسان یې د اسلام د دعوت لپاره واستول، ترڅو پاتې بتان هم مات کړي.

او په پای کې له الله سبحانه وتعالی غواړو چې د رمضان میاشتې په دغو غوره او مبارکو ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو خوږې کړي، موږ خپل وفادار او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، اسلامي امت ته د عزت او برکت ورځې بېرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښته کوو، چې دا هر څه په نږدې وخت په رمضان کې زموږ په لاسونو تر سره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

آمین

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

*  *  *

ليکوال: استاد محمد احمد النادي

د مطلب ادامه...

د روژې میاشت؛ د متقیانو او پرهېزګارانو لپاره ښه موکه

دم ګړۍ مسلمانان له ګڼ شمېر وحشتونو او کړاوونو سره مخ دي. موږ یې وینو چې په ټوله نړۍ کې د بې ګناه مسلمانانو وینې توېږي، کفار د اسلامي خاورو اشغال ته دوام ورکوي، مسلمانان يې له بې عدالتۍ سره مخ کړي دي او د اسلامي نړۍ دوه مخي واکمنان مو امت او دین د ناڅیزه بیې په بدل کې پلوري. موږ وینو چې مسلمانې ښځې او ماشومان له ګڼو ستونزو، لکه: تاوترخوالي، ځورونو او لوږې سره مخ دي، خو پر وړاندې یې هیڅ کوم عملي ګام نه اخلو، يوازې د ياد وحشت او ناورين ننداره کوو! که د مسلمانانو په زړونو کې تقوا نه وي، نو ياد حالت به په همدې ډول روان وي.

روژه هغه مياشت ده چې الله سبحانه و تعالی هر تن ته د نفس د تزکيې او ګناهونو د بښنې موکه ورکوي، ترڅو له متقینو او پر هېز ګارانو څخه شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿فَمَن تَابَ مِن بَعدِ ظُلمِهٖ وَاَصلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ يَتُوبُ عَلَيهِؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

[المائدة: ۳۹]

ژباړه: نو چا چې له ظلم وروسته توبه وكړه او ځان اصلاح کړي، له شکه پرته الله یې توبه قبلوي. الله ډېر بښونكى او زیات مهربان دى.

له ابو هریره څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمایي:

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

 چا چې په روژه کې په اخلاص او صداقت سره په دې هيله لمونځونه ادا کړل، چې د الله سبحانه و تعالی رضايت ترلاسه کړي، نه د ريا لپاره الله سبحانه و تعالی به د ده ټول ګناهونه وبښي.

الله سبحانه و تعالی پر خپلو بنده ګانو له حده زیات مهربان دی او د هغو توبه کوونکو توبه قبلوي، چې له بيا ګناه کولو څخه مخ اړه وي. الله سبحانه و تعالی په قرآن کې فرمایي:

﴿وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ

[النساء: ۲۷]

ژباړه:الله سبحانه و تعالی په رحمت سره تاسو ته پاملرنه کوي.

رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمايې، چې له يوې روژې څخه تر بلې روژې پورې بښنه ده.

ابوهريره رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي:

 «الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمْعَةُ إِلَى الْجُمْعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ»

(امام مسلم)

د پنځو لمونځونو ترمنځ، د يوې جمعې له لمانځه څخه د بلې جمعې تر لمانځه پورې او له یوې روژې تر بلې روژې پورې ټول ګناهونه بښل کېږي، چې لوی ګناهونه نه وي شوي.

رسول صلی الله عليه و سلم تل زارۍ کولې او ویل یې:

«اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي رَجَبٍ وَشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ»

 اې الله! د رجب او شعبان مياشتې موږ ته مبارکې وګرځوې او موږ د بلې روژې تر مياشتې پورې ورسوې!.

 د رسول صلی الله علیه وسلم اصحابو به د روژې له مياشتې څخه شپږ مياشتې مخکې تياری نيولو او له الله سبحانه و تعالی څخه به يې بښنه غوښتله او کله چې به د روژې مياشت را ورسېدله، نو د دوی د ايمان درجه به تر ټولو لوړه وه. د روژې تر پای ته رسېدو وروسته په راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوی له الله سبحانه و تعالی څخه د خپلو عملونو د قبلېدو غوښتنه کوله. 

په پورته نصوصو کې د رسول صلی الله عليه و سلم او د ده د اصحابو د تقوا بېلګې له ورایه ښکاري، ځکه دوی د تقوا په اصلي مفهوم پوهېدل. له هغه چا سره چې جنت ته د تللو ژمنه شوې وي او بیا هم د الله سبحانه و تعالی له وېرې د بخښنې په لټه کې وي، هغوی ریښتیني متقين دي. د روژې میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره ده، چې په دې مبارکه مياشت کې دوی کولای شي ځانونه متقيان کړي او د جنت د لاسته راوړلو لپاره الله سبحانه و تعالی ته ځانونه نږدې او رضايت یې ترلاسه کړي. دا  له الله سبحانه و تعالی څخه د بښنې، له هغه څخه د وېرې، د شرعي حکمونو د عملي کولو او د غیر شرعي فکرونو د پرېښودلو مياشت ده. دا مياشت ښايي ستا لپاره اخرنۍ روژه وي، نو اعظمي ګټه ترې واخله. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَاِذَا سَاَلَـكَ عِبَادِى عَنِّى فَاِنِّى قَرِيبٌؕ اُجِيبُ دَعوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ فَليَستَجِيبُوا لِى وَليُؤمِنُوا بِى لَعَلَّهُم يَرشُدُونَ 

[البقرة: ۱۸۶]

ژباړه: او (اې پېغمبره!) كله مې چې بنده ګان زما په اړه درنه پوښتنه کوي، هغوی ته ووایه چې زه ورته ډېر نږدې یم. د دعا كوونكي دعا قبلوم، كله چې له ما نه دعا وغواړي، نو دوى د زما حكم ومني او پر ما دې ایمان راوړي، ښایي سمه لار ومومي.

 موږ باید له الله سبحانه و تعالی څخه د مخکنیو متقینو په څېر د بښنې غوښتنه وکړو. دنیا مو باید معیار نه وي ګرځولې، باید جرئت ولرو او د بې عدالتۍ پر وړاندې له چوپتیا څخه ګټه وا نه اخلو. مسلمانان نه يوازې د خپل ځان مسولیت لري، بلکې د ټول امت مسولیت یې په غاړه دی. د امت د ازادۍ يوازینۍ لار خلافت دی. راشئ! چې د نبوت پر طريقه د خلافت د بيا تاسيس لپاره مټې را ونغاړو، هيله ولرو چې الله سبحانه و تعالی به را ته بښنه وکړي او د قیامت په ورځ به مو له جنتيانو څخه وګرځوي!  

ليکواله: امانه عابد

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

تر 2030م پورې به په اروپا کې د مسلمانانو شمېر له 44 ملیونو تنو واوړي!

تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰م به په اروپا کې د مسلمانانو شمېر ۴۴ ملیون تنو ته ورسیږي، یعنې د وروستۍ وړاندوینې پر اساس به د اروپا نیږدې ۱۰ سلنه اوسېدونکي مسلمانان وي. د نړیوالو مهاجرتونو د هغه طرحې د رپوټ پر اساس چې مسلمانانو د انقرې د ټولنیزو علومو په پوهنتون کې کړی؛ تر 2030م به د اروپا 8 سلنه نفوس مسلمانان جوړ کړي.

د دغه رپوټ پر اساس په امریکا کې هم د مسلمانانو شمېر مخ په لوړېدو دی او تمه ده چې تر  2030م به د امریکا 1.2 سلنه یا 5 ملیونه اوسېدونکي مسلمانان جوړ کړي. دغه رپوټ په نړیواله سطحه وړاندوینه کړې، چې تر 2030م به د نړۍ له 5 تنو اوسېدونکو یو مسلمان وي او د  2030م په داخلېدو سره به د نړۍ 79 هېوادونه لکه بلژیک، کاناډا او هالنډ یو یو ملیون مسلمانان ولري.

په اروپا کې د اسلام پر ضد له سختو منفي تبلیغاتو سره سره د مسلمانانو شمېر مخ پر زیاتېدو دي، چې له هغې ډلې د مسلمانانو ماشومان، کډوال او هغه کسان دي چې  نوي اسلام ته مخ کوي، دا د دې لپاره دي چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

[توبه: 33]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې خپل رسول یې (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ) له هدایت او حق دین سره راولېږه، چې هغه پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکان دا کار ښه ونه بولي.

لیکوال: منیب حمیدی

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

اردوغانه! په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي

خبر:

اردوغان یهودي بنسټ پر سختو الفاظو وغنده. د اقتصادي اړیکو پرېکولو ګوت څنډنه یې وکړه او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه یې د یو موټي کېدو او له هغوی سره پر اړیکو یې د بیا غورکولو غوښتنه وکړه.

تبصره:

ایا موږ دا مخکې نه دي اورېدلي؟ هو، دا لمړۍ ځل نه دی، چې اردوغان خپل ځان د عثماني خلفاوو په څېر د مسلمانانو د چارو ساتونکی ګڼي. دی د احساساتو له ډکې وینا او د غندنې د ډکو الفاظو  پر مټ غواړي د ځینو مسلمانانو پام ځان ته واړوي. خو زه ده ته د ریښتیني عثماني خلیفه وینا ور یادوم، چې ویل یې: « په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي».  یعنې له عملي ګام اخستلو پرته تش الفاظ هیڅ ارزښت او ګټه نه لري.

لکه څرنګه چې یوه امام ویلي و، چې زه له اردوغان سره مینه لرم او دی خلیفه ګڼم. خو زه حیران شوم، ما ویل زه د ناخوالو پر وړاندې غبرګون ښیم، دی(اردوغان) هم غبرګون ښيې، زه هیڅ واک نه لرم چې خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندم؛ خو اردوغان له یو ستر ځواک سره بیا هم هیڅ عملي ګام نه اخلي.

د خواشینۍ ځای دا دی، چې هغه د یهودي بنسټ له لوري د لاریونکوونکو او په هغه کې د ماشومانو وینې توېدل غندي او له مسلمانو خاورو څخه د یو موټي کېدو او له یهودي بنسټ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بیاځلې غور کولو غوښتنه کوي. 

په پارلمان کې، د عدالت او پراختیا ګوند د اپوزیسیون هغه خوځښت ردوي، چې له یهودي بنسټ سره د ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي هوکړو د پای ته رسېدو او د اقتصادي بندیزونو د لګولو په موخه یې ترسره کوي.

سره له دې د اردوغان د واکمنۍ په پېر کې د ترکيې او اسراييلو تر منځ دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې لا تر پخوا هم نورې غښتلې شوي. د سوداګرۍ په برخه کې د دوی تر منځ دغه اقتصادي اړیکې په چټکی سره د تېرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې زیاتې شوي او دغه راز د دفاعي صنعت په برخه کې د دوی دوه اړخیزې ګټې له پامه نه شي غورځېدلی. ترکیه د یهودي ښکېلاکګر ښپږم سوداګریز ملګری دی، چې په ۲۰۱۴م کې یې د راکړې ورکړې کچه ۵.۵ میلیاردو ډالرو ته رسېده. 

که څه هم د اسراييلو د څارګرې ادارې وزیر، اسراییل کاتز د اردوغان هغه څرګندونې رد کړې، چې اسراييل یې جنګي جنایتکار ګڼلی و او ویلي یې و، چې د ملګري په جامه کې دښمني کوي. ده زیاته کړه چې اردوغان پر موږ بریدونه کوي او موږ یې ځواب ورکوو، خو دی د ترکیې ۲۵ سلنه صادراتو مخه چې د خلیج له لارې د هایفا (Haifa’s port ) له بندر څخه تېرېږي نه شي نیولی. 

اردغان خپل ځان په نړيوال ډګر کې د مسلمانانو رهبر ګڼي، پر همدې بنسټ د دې اړتیا ویني چې په دوام لرونکي ډول پر اسراييلو برید وکړي، خو واقعت داسې نه دی چې دی یې ګوري. ترکي هوايي شرکت، یو ستر نړیوال شر کت دی چې په اسراييلو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي اړیکي پر مخ بیايي او دغه شرکت د مرمرا (Marmara) له پېښې سره سمه پراختیا وکړه.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امت پر وړاندې د روانو جنایتونو په اړه ډېر ګناهګار څوک دي؟ هغه کس چې بل تېر باسې او یا هغه کس چې خپله تېروتنه کوي. پر همدې بنسټ له واقعتونو او حالتونو څخه سطحي دید د امت پاملرنه په پرله پسې توګه له بنسټیزې مسلې او واقعي حللارې اړوي.

 ترڅو د یوه واحد امت په څېر له اسلامي معیارونو سره سم چې اسلام راته ټاکلي، خپل  فکري لوری بدل نه کړو، نو د ښکېلاکګر کافر، د هغوی د ملګرو او مزدورانو د ترحم په جال کې به راګېر یو.

هغه څوک چې د اسلام او مسلمانانو د دښمنې امریکا پلانونه پلي کوي، په ښکاره له سیکولریزم څخه ساتنه کوي او په ډاګه د اسلامي دولت له بیا ځلي جوړېدو سره مخالفت کوي، د شریعت پر ځای دیموکراسۍ ته وده ورکوي او که موږ یې په اړه فکر وکړو چې اسلام به بیا واکمن کړي؛ نو بیا موږ فکري ستونزه لرو او د ژوند معیارونه مو ستونزمن دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اوکې پالا په نیدرلند کې د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: خبیب

د مطلب ادامه...

مبارکه خاوره: له مسجد څخه پیغام «حلم (بردباري او ارامتیا) له مهمو او اساسي کارونو څخه ګڼل کېږي چې باید هغه ته عزم ټیګ کړو او ثبات پیدا کړو.

وړاندې کوونکی: په طولکرم، القدیم مسجد کې شیخ ابو انس الحصري 

                                   ۱۴۳۹ه، د مبارکې رمضان ۱۶مه جمعه/ ۲۰۱۸م، د جون لومړۍ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې