سه شنبه, ۲۲ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

مخلص دعوتګر او ستر سیاسي مفکر یاسر غیث (ابو عمار) وفات شو! Featured

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته چې له اللهسره رښتیني دي او له هغه سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله ژمنه او کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

حزب التحریر- ولایه اردن اسلامي امت ته د دعوت د لومړیو د یوه مخلص، متقي او پاک نفسه دعوتګر، ستر شیخ او سیاسي مفکر "یاسر خلف غیث" (ابو عمار) د وفات خبر ورکوي.

ابو عمار د ۲۰۱۷م، د اکتوبر پر ۱۴مه چهارشنبه ماسپښين د ۷۱ کلونو په عمر د ژوندیو له کاروانه بېل او له الهي رحمت سره یو ځای شو. نوموړی یو دعوتګر و او خپل ټول عمر یې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت، د اسلامي ژوند په راتګ او د نبوت پر منهج راشده خلافت په تاسیس کې تېر کړ. ابوعمار هغه څوک و، چې اسلام ته د خدمت او د دعوت په لاره کې ستړیا، شک او سستۍ اغېز نه ورباندې کاوه. همداراز ده پر الله سبحانه وتعالی اعتماد او دهغه سبحانه وتعالی د ژمنې په پوره کېدو او  نصرت يې باور درلود. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي، وعده کړې چې هغوی به پر ځمکه خلیفه ګان ګرځوي، لکه څرنګه یې چې مخکیني ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د وېرې (اوسنی) حالت به يې په امن بدل کړي. هغوی دې زما (الله) بنده ګي کوي او له ما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همدوی فاسقان دي.

دغه راز ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری هم ورکاوه، چې فرمايي:

«... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي.

ابوعمار د دعوت او د اسلامي ژوند د راتګ په لاره کې پوره درې کاله د اردن په ظالمانه زندانونو کې د چا له ملاقات پرته تېر کړل او د اردن د امنیتي کارکوونکو او د (الرصدالثوری!) د فلسطین د ازادي بښونکو امنیتي ځواکونو د مجرمینو له خوا یې مرګونې شکنجې او عذابونه وزغمل. دغو ټولو مصیبتونو دی په ټول توان، انرژۍ او د نفس په عزت د دعوت له حمل منع نه کړ.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې اسلامي امت او مرحوم ابوعمار په خپل رحمت کې شامل او له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره يې په جنت الفردوس کې حشر کړي؛ رښتیا چې دا خورا غوره ملګري دي. همدارنګه له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له هغو کسانو څخه چې ابوعمار ته یې شکنجې او عذابونه ورکړي او پر هغه یې ظلم کړی، سخت غچ واخلي. په پای کې د مرحوم اهل ته د جمیل صبر او غوره زغم غوښتنه کوو.

﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سوریې د سپېڅلي انقلاب ملاتړ وکړئ!

  • خپور شوی په پاکستان

پاکستان له روسیې سره ګډ پوځي تمرینونه کوي، خو روسي جیټ الوتکې د سوریې په ادلب کې مسلمانان بمباروي
(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا»
(رواه نسائي)

الله سبحانه وتعالی ته د یو مومن وژنه د نړۍ تر ورانولو هم لویه ده.

پر اسلامي پوځ لازمه ده، چې د یوه مومن د وینې لپاره وخوځېږي. موږ نن وینو، چې په زرګونو، لکونو او میلیونونو مسلمانان له  خپل ډال یعنې د نبوت پر منهج له خلافته بې برخې دي.  خو بیا هم پاکستاني حکام زموږ ځواکمن پوځیان د دوی په پوځ خونو کې ساتلي او د مسلمانانو د پاکې وینې لپاره، یې نه اشغال شوي کشمیر، نه فلسطین، نه برما  او نه هم اوس د سوریې ادلب ته خوځوي. اوسني حکام ان د دغو د غندلو لپاره هم خپله ژبه نه خوځوي، حتی د پاکستان د وسله وال پوځ د عامه اړیکو اداره (ISPR) او بهرنیو چارو وزارت، چې د حکامو لپاره د بیانیې ورکولو سرچینې دي، هم خپلې خولې بندې ساتلې. دوی حتی د اعتراض یوه کلیمه هم له خولې نه را باسي، کله چې یوه اونۍ مخکې د سپټمبر پر ۲۵ مه د روسیې او سوریې د ظالمو حکومتونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۰ عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. همدا راز دوی د هغې پېښې پر وړاندې چې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۲۸ مه په اماناز ښار کې، چې د ترکیې له پولې یوازې څو مایله لرې دی، د شپې لخوا هوایي برید کې چې د څلورو ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان شول، هم د اعتراض یوه کلمه له خولې ونه ایستله.

ایا پاکستاني حکامو ته نه وه په کار چې په چټکۍ سره یې د ځانګړو ځواکونو "DRUZBA 2017"  ګډ پوځي تمرینات، چې د سپټمر پر ۲۴مه د روسیې په مینېرالني دره کې پیل شوي وو، لغو کړي وی؟ ایا پاکستاني چارواکي ویني، چې له هغو دښمنانو سره درېدلي، چې مسلمانان په ډېر حکمت سره وژني، ان چې عقل پرې کار نه کوي؟ ایا پاکستاني حکامو ته پکار نه وه چې ترکیې ته یې د خپلو پوځیانو وړاندیز کړی وی، تر څو مسلمان پوځیان په ګډه سره په شام کې د خاین پر وړاندې سره درېدلي وی او د ادلیب د مسلمانانو ملاتړ یې کړی وی؟ ایا پاکستاني چارواکي په دې اند دي چې زموږ پوځیان یوازې د ټرمپ په لارښوونه، له ترهګرۍ سره د هغه د ملعونې جګړې لپاره، خوځېږي؛ هغه جګړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې، یوه صلیبي جګړه ده؟ ایا پر هغو پوځیانو او افسران باندې چې په هر ځای کې له اسلام او مسلمانانو سره مینه لري، د اسلام او مسلمانانو حق نه دی چې ترې دفاع وکړي؟

اې د پاکستان د وسله وال ځواک مسلمانانو! موږ نېغ پر نېغه تاسو ته خطاب کوو، چې د دغو حکامو نه شتون به یقینا زموږ د امت او دین په برخه کې هېڅ ارزښت ونه لري. له بده مرغه دوی زموږ له دښمنانو ملاتړ کوي؛ لکه څنګه چې یې د میانمار په ظالم حکومت JF-17 جنګي الوتکې وپلورلې او د ګډو پوځي تمرینونو پر مټ یې ظالمه روسیه، د یوه لوی اسلامي پوځ له وړتیاوو سره اشنا کړه. نن د امت تر منځ جګړه له یوې خوا کافر دولتونه او له بلې خوا د دوی د شریکانو (مسلمانو حکامو) پر مټ پر مخ وړل کېږي. نو پر تاسو لازمه ده، چې له اسلام او مسلمانانو کلک ملاتړ وکړئ، تلوار وکړئ؛ چې پایلې به یې ډیر ژر تر لاسه شي ان شاالله. حزب تحریر ته د نصرت په ورکولو سره د اسلام او مسلمانانو ملاتړ وکړئ، تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي. په خپل نصرت سره د اسلام او مسلمانو ملاتړ وکړئ، تر څو د مومنانو اوښکو ته په وړ توګه، لکه څرنګه چې د دوی حق دی، ځواب ووایئ. همدا اوس نصرت ورکړئ، په دې توګه به د امت دښمنان په خپلو دروازو کې ستاسو د اور او زور په لیدو سخت ووېرېږي! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿...وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا... [حشر:۲]

... هغوی دا ګڼله چې خپلې کلاوې به یې د الله (له عذاب) څخه وژغوري، خو د الله (عذاب) له داسې لوري ورباندې راغی چې دوی یې په اړه فکر هم نه کاوه...

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

هېره شوې روهینګیا خلافت ته په تمه ده!

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان ملي شورا د روهینګیا پر مسلمانانو د جنایتونو پر وړاندې پرېکړه لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه لیک چې د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې د بشرحقونو نقض او ظلم په ټينګه غندي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زاهد حمید په واسطه تصویب شوی دی. (سرچینه: ملت)

تبصره:

د پنجاب او خیبر پښتونخوا په مجلسونو کې هم دې ته ورته پرېکړه لیکونه تصویب شوي دي، چې د سختو ګواښونو پر وړاندې د روهینګیا د مسلمانانو مېړانه پکې ستایل کېږي او د دغه وحشت قربانیانو ته یې ژوره خواخوږي او تسلیت ویلی دی. تاریخ داښیي چې په داسې پېښو کې چې مجلسونه پرېکړه ليکونه تصويب او صادروي له تش په نوم او خالي کلمو پرته بل څه نه دي. د روهینګیا مسلمانان ستاسو بحث او خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې داسې ځواک او اردو ته اړتیا لري چې اقدام وکړي او دا ثابته کړي چې روهینګیایان هېر شوي او بې هویته نه دي؛ ځکه «طیبه کلمه» هغوی ته داسې هویت ورکوي چې د مسلمانانو هرې خاورې ته لاسرسی پيدا کوي؛ هغه ځای چې بايد په ښه ډول يې پکې ساتنه وشي.

موږ ولیدل چې د پاکستان خلکو د روهینګیایي مسلمانانو د ساتنې لپاره د اردو او ځواکونو د خوځېدو غوښتونکي شول، په داسې حال کې چې د ملي مجلس او ایالتي مجلس غړي د لوړو معاشونو په لرلو سره په یخو کوټو کې پر نرمو څوکیو ناست دي او په سړه سینه او سخت زړه فکر کوي چې د دغو عملونو له امله به ورسره قضاوت نه کېږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي ناستې ته په اشارې د پاکستان لومړي وزیر د هغو قربانیو او خدمتونو له یادولو وروسته چې پاکستان له ټروریزم سره په جګړه کې کړي؛ د روهینګیایي مسلمانانو په اړه اندېښنې وښودې. نوموړي په دې اړه هم خبرې وکړې چې څرنګه د روهینګیا د مسلمانانو قوم له منځه وړلو، ټولیز وجدان له ګواښ سره مخ کړی دی. موږ وینو چې دغه بې جرأته رهبران په ډېر احتیاط نړیوالو ته وايي او هره کلمه داسې په احتیاط ټاکل شوې، چې غربي باداران ونه ځوروي. د حل لارې دا ډول غوښته تر ډېره په اسلامي نړۍ کې د غمیزو د تصدیق لپاره د اجازې غوښتنې ته ورته ده. البته د دې لپاره چې پر مسلمانانو حکومت وکړي او دغه لېوان د پسه په جامه کې وښيي چې پاملرنه لري.

دغه امر دا ښیي چې د پاکستان رهبري دا احساسوي چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو د مسولیت کچه یو ډول ده. په یو بااحساسه زړه او پوه مغز او خلاصو سترګو دا ليدل کيږي چې دا نه یوازې د روهینګیا د مسلمانان پرېښودل دي؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د پرېښودو او هېرېدو مانا لري. د روهینګیا د مسلمانانو حالت تر یوې ورځې د ځنډېدو وړ نه دی او پاکستان د یوې مسلمانې لویې اردو په درلودلو دا خبرې د ځان لپاره دلیل نه شي کولی چې ګواکي په خپل هېواد کې له ټرویزم سره په جګړه بوخت دی. یوازنی دښمن چې باید موږ یې په داخل کې پر وړاندې مبارزه وکړو، دا دی چې موږ له خپلو مسولیتونو لرې ساتي او سره بېلوي مو.

اوس له دغه ژور خوبه د پاڅېدو او اقدام وخت دی او له کفارو سره ملګرۍ هېڅ وخت موږ ته ګټه نه ده کړې. د روهینګیا مسلمانانو په صبر د الله سبحانه وتعالی په دین منګولې ټینګې کړې دي او د الله سبحانه وتعالی د مرستې په تمه دي؛ هغه مرسته چې موږ ته امر شوی څو هغه د خلافت په اډانه کې تيار کړو؛ چې هغه د الله سبحانه وتعالی سیوری دی او مسلمانانو ته د الله سبحانه وتعالی د رحمت له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نشته. اسلامي خاورو وېشلو، امت وېشلی دی او خلافت به امت سره یوځای او د یو قدرت په توګه به پرمختګ ورکړي. دغه خلافت به یوازې د الله سبحانه وتعالی قدرت ته تسلیم وي او دغه بریا د ټولو مسلمانانو لپاره ده.

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا

[آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول د الله سبحانه وتعالی په رسۍ (دین) منګولې ټینګې کړئ او مه تیت کېږئ.

لیکوال: اخلاق جهان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

وروستۍ بریا د الله سبحانه وتعالی رضا لاس ته راوړل دي!

د یو مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې د ژوند له سترو موخو څخه تر ټولو ستره موخه د الله رضا او خوښي لاس ته راوړل دي. د موخې ترلاسه کول هغه څه دي چې زموږ په ژوند کې راتلونکي دي او کله چې له کړاوونو او ستونزو سره مخ کیږو زموږ په ذهن کې وي. قرآنکریم له موږ څخه وړاندې د هغو خلکو ډېرې بېلګې وړاندې کړي دي، چې له ستونزو سره مخ شوي. کله چې موږ له دغه ډول ستونزو سره مخ کیږو، قرآنکریم له موږ سره د دغو ستونزو په پوهاوي کې مرسته کوي. څه وخت چې د امت سخت امتحانونه وینم، نو یوه کیسه رایادېږي، هغه د خندقونو د خلکو کیسه، چې د هغې کیسې په څېر نن په روهینګیا کې زموږ  مسلمان وروڼه او خویندې په اور کې سوځول کیږي او د ناوړه بودایانو له لوري هغو خندقونو ته، چې له اور څخه ډک شوي، غورځول کیږي. په قرآنکریم کې د خندق کیسې اوس ژوندۍ بڼه خپله کړې. د سوریې د ماشومانو سوزېدلي بدنونه، چې د روسي جنګي الوتکو له لوري بمبار شوي، د خپلو ورانو کورونو تر کنډوالو لاندې مومندل کیږي. دغه راز، د مرکزي افریقا په جمهوریت(CAR) کې د کرغېړنو عیسویانو له لوري د مسلمانو وروڼو د جسدونو سوځول ټول هغه ثبتونه دي چې د خندق د خلکو کیسه په موږ ټولو پورې تړي.

دا کیسه په څرګند ډول موږ ته ښيې، چې د مومنانو برخلیک څه دی او د ظالمانو برخلیک به څه وي. الله سبحانه و تعالی د ظالمانو برخلیک ډېر ښه بیان کړی، فرمايې:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾

[البروج:۱۰]

ژباړه: چا چې پر مومنو نارینه او ښځو ظلم او تېری وکړ او بیايې توبه و نه ایستله، هرو مرو د هغوی لپاره د دوزخ عذاب دی؛ د هغوی لپاره د سوځېدو سزا ده.

په همدې سورت کې د هغو مومنانو په اړه چې له دې ډول ظلم سره مخ شي، الله سبحانه و تعالی څرګندونه کړې او د هغوی د برخلیک په اړه  فرمايې:

﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ﴾

[البروج:۱۱]

ژباړه: کومو خلکو چې ایمان راوړی دی او نیک عملونه یې ترسره کړي دي، هرو مرو د هغوی لپاره د جنت باغونه دي چې لاندې یې ویالې بهیږي او دا ستر بریالیتوب دی.

په شفاهي توګه ویلی شو، چې زموږ وروڼو او خویندو په خپل ژوند کې ستر کړاوونه تجربه کړي دي. اسلامي مفکوره له دغې مسئلې څخه موږ ته بېل دید راکوي هغه دا، چې که زموږ وروڼه او خویندې په همدې تګلاره ثابت قدمه پاتې شي، نو د ټول ژوند اصلي موخه به ترلاسه کړي چې هغه د الله رضا او جنت لاس ته راوړل دي.

یو ډېره مهمه پوښتنه، چې باید یې له ځانه وپوښتو، د امت د یوې برخې په توګه زموږ رول او مسؤلیت د مسلمانانو پر وړاندې د دغه روان وحشت او ظلم په اړه څه دی؟ له موږ څخه د څه شي تمه کېږي او کولای شو چې له دې لارې د الله سبحانه و تعالی  رضا لاس ته راوړو؟

له طبعي پلوه، الله سبحانه و تعالی خپل مخلوقات په دې پوهولي دي، چې له دوی څخه د څه شي تمه کېدی شي، په دې اړه فرمايي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[العمران:۱۱۰]

ژباړه: تاسو په نړۍ کې هغه غوره ډله یاست، چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره ایستل شوي یاست، تاسو په نېکۍ امر کوئ او له بدیو څخه منع کوئ او پر الله ایمان لرئ. که دغو کتابیانو ایمان راوړی وای؛ نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغوی کې ځينې د ایمان خاوندان شته؛ خو د دوی زیاتره کسان له فرمان څخه سرغړوونکي دي.

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

[التوبه:۷۱]

ژباړه: نارینه مومنان او مومناني ښځې  یو د بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بدیو څخه منع کوي، لمونځونه کوي، زکات ورکوي، د الله او دهغه دپېغمبر اطاعت کوي. دا هغه کسان دي، چې د الله رحمت ورباندې نازلېږي. بې له شکه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی.

همداراز الله سبحانه و تعالی د خپل پېغمبر په مرسته خبر کړي یو که له دغه مسولیت څخه ډډه وشي او په غاړه وا نخيستل شي، نو له لاندې برخلیک سره به مخ یو:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًامِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ»

ژباړه: زما د پر هغه ذات قسم وي، چې زما روح یې په لاس کې دی، تاسو باید پر نیک کار امر او له بدۍ څخه منع وکړئ، که نه نو الله به له خپل لوري داسې سزا راولېږي، چې دعا به کوی خو نه به قبلیږي.

دغه ډول په مسند احمد، مسند عشرة مبشرة، مسند خلفاء راشدین او مسند ابې بکر صدیق کې له ابو بکر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ده د الله له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل

بې له شکه، که خلک ظالم ویني او لاس یې و نه نیسي، نو ژر ده چې الله به یې په عذاب اخته کړي

«إن الناس إذا رأوا الظالم فلم يأخذوا على يديه أوشك أن يعمهم الله تعالى بعذاب منه»

ژباړه: بې له شکه کله، چې خلک ظالم ویني او مخه یې نه نیسي، نو ژر ده چې الله به له خپل لوري پر دوی ټولو عذاب راولیږي.

نو الله سبحانه و تعالی د هغو مومنانو نقش څرګند کړی، چې کله د منکر او بد کار سره مخ کیږي. دوی اړ دي چې د منکر پر وړاندې ثابت قدمه پاتې شي، ترڅو د ظالم مخه له ظلم څخه ونیول شي.

لکه څرنګه، چې د مسلمانانو مشران د دې دندې په پلي کېدو کې پاتې راغلي او دا پر ټولو مسلمانانو فرض ده، چې دغه مشران خپلو دندو ته راکش کړي. همداراز هغه مشران، چې د اسلام پر مټ د امت د چارو سرپرستي نه کوي، د هغوی واقعت بدل کړي. موږ اړ یو چې دغه چاره په فردي، په ډلییزه او یا د یو واحد امت په توګه ترسره کړو. که موږ چپ پاتې شو نو ګناهکاره یو او که له بدۍ څخه منع نه کوو، نو بیا په رښتیا سره د واقعت د بدلون لپاره کار نه کوو. الله د موږ ته توان راکړي، چې د دوی پر وړاندې دغه مسولیت سرته ورسوو، بیا به د هغه جنت خاوندان شو، چې لاندې یې ویالې بهېږي.

﴿إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ * وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ﴾

[ المایده:۵۵-۵۶]

ژباړه: په رښتیا سره، ستاسو مرستندوی یوازې الله، د الله پېغمبر او هغه مومنان دي، چې  لمونځونه کوي، زکات ورکوي او د الله پر وړاندې سر ټیټوي. او څوک چې الله، دهغه پېغمبر او مومنان خپل ملګري نیسي هغوی ته دې څرګنده وي؛ چې همدا د الله ډله غالبېدونکې ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: یاسمین ملک

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برنامج "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم لمتابعي وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً مرئياً جديداً

من برامج تلفزيون الواقية بعنوان "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"، يتناول فيه الأستاذ الفاضل أحمد القصص كتاب "نظام الإسلام"،

فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

ایا بشار په رښتیا د سوریې د جګړې ګټونکی دی؟

(ژباړه)

خبر:

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دېمستورا  په قزاقستان کې په یوه خبري ناسته کې وویل: «په سوریه کې باید له ترهګرو ډلو سره خبرې ودریږي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې مخالفې ډلې وپوهیږي، چې  دوی د سوریې د شپږنیم کلنې جګړې بایلوونکي وو»

د هغه په وینا، دا مخالف لوري ته یو روښانه پیغام دی، چې په جګړه کې يې دې بریالیتوب توان نه درلود او په پای کې به حتما سولې ته تسلېمېدل.که څوک دا څرګندونې له شته واقعیت سره وڅېړي، نو وبه مومي، چې د سوریې سیمو ته په ننوتلو سره باید لویې لارې طی کړي.

تبصره:

د ۲۰۱۷م کال د جنوري په میاشت کې د حلب ښار له سقوطه وروسته بشار اسد اعلان وکړ: ترهګرو ډلو  ته د درنو ضربو په واردولو سره بریالي شوو. د دغه ښار اوسېدوونکي او د دولت مخالفې ډلې، چې مخکې یې ترکیې وسلوال ملاتړ کاوه، په خواشینۍ سره چې دا ځل  یوازې پرېښودل شول. له میاشتو اوږدې کلابندۍ وروسته د دغې سیمې اوسېدونکو او مخالیفینو پرته د بشار اسد او د هغه د ملاتړو د شرایطو له منلو څخه په ځانګړي ډول کله یې چې ترکیې له ملاتړه لاس واخیست کومه بله لار نه درلوده. د ادلیب ښار له محاصرې وروسته همدا ښار یوازینۍ سیمه وه،چې د دولت مخالفو وسلوالو  په لاس کې وه.

کله چې بشار اسد په حلب ښار کې لنډ مهاله بریالیتوب ته ورسېد، له دې حقیقته باید سترګې پټې نه کړو، چې د ده رژیم د دمشق ښار د کابو کولو لپاره د وسلوال پوځ له کمښت سره مخ شو. که دقیقه څېړنه وشي، د حلب ښار له سقوط وروسته د جګړې تګلاره بدله شوې او دغه رژیم پورې تړاو لري، چې په دغو شرایطو کې څه ډول خپلې ګټې خوندي کوي.

د حلب ښار له سقوط وروسته د ترکي  SDF ځواکونو او داعش تر منځ د رقې او دَیرالزور په سیمو کې خورا ډېرې نښتې وشوې.په دغو نښتو کې د سوریې د پوځ ډېری نظامیان مړه او ځینو یې پوځ پرېښود، چې له دې کبله روسي او ایراني نظامي ځواکونو ته اړ شول. که چېرې دغه حالت ته دقیق وکتل شي، نو امکان نه لري، چې د سوریې رژیم دې پر ټوله سوریه کنټرول تر لاسه کړي او دا د بشار اسد پر ناکامیو دلالت کوي. د دې تر څنګ د سوریې رژیم د دغې جګړې د ګټلو لپاره اکثریت ځواکونه له لاسه ورکړل.

د ۲۰۱۷م کال د می په میاشت کې د روسیې،ایران،ترکیې او د دولت مخالفو ډلو ترمنځ  یو هوکړه لیک لاسلیک شو، تر څو د دغې جګړې حقیقت څرګند کړي او ټول یوې مناسبې حل لارې ته ورسیږي.

همد راز د آستانې په څلورم کنفرانس کې د نا امنه او جنګ ځپلو سیمو د امنیت لپاره موافقه وشوه، چې باید  نا امنه او جګړه ییزې سیمې په امن سیمو بدلې شي او د دغو سیمو پر پولو دې امنیتي کمربندونه او پوستې جوړې شي؛ تر څو د غیر مسلح ملکي کسانو له ننوتلو، د بشري مرستو لېږدوونکو موټرو له راتګ او له اقتصادي پرمختګ څخه اطمنان پیدا شي.

دغه ټولې سیمې به د ایران،روسیې او ترکیې له خوا کنټرولیږي.له دغې کړنې څخه معلومیږي، چې دې سوریې رژیم نه شي کولی د دغه هېواد ټولې سیمې وساتي او همدا راز یې د دولت له مخالفو ډلو سره د مقابلې او جګړې توان له لاسه ورکړی دی. دا په دې مانا ده، چې د سوریې رژیم به خپلې ځينې تر ولکې لاندې سیمې بیا له لاسه ورکړي. که ژور وکتل شي، د سوریې په اړه د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو تشویش او بشار اسد ته د سیاسي ملاتړ موندل او د سوریې پر سیمو کنتول او لاسرسی د هغوی کار دی؛ نو ځکه د ده د بریا لپاره هيڅ ډول مرستې نه سپموي.

حقیقت دا دی،چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استیفن دېمستورا ونه شو کولی، چې د سوریې لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي.هغه سیاسي حل لارې، چې د دغې ستونزې لپاره په  استانه، ژنیو او رياض کې وړاندې شوې، یوازې د شورشونو د پای ته رسولو او په دمشق کې د رژیم د ساتلو لپاره وې، دغه ناستې او خبرې ځکه ناکامې شوې، چې د مخالفو ډلو هېڅ استازی پکې نه و غوښتل شوی ، په حقیقت کې نړیوال قدرتونه د بشار اسد په نیم لسیزي هر اړخیز ملاتړ سربېره ونه توانېدل د سوریې د خلکو لپاره واقعي حل لاره پیدا کړي. د سوریې د انقلاب د ختمولو لپاره د نړیوالو قدرتونو هڅو  او کوښښونو ته په کتو سره دې پایلې ته رسېږو، چې دوی د ستونزو پر حل او کنترول برلاسي نه دي او نه به هم برلاسي شي.

د حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر ته

لیکوال: عدنان خان

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې