جمعه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: په ژوندۍ بڼه خبرې اترې «د امریکا د اقتصادي بحران څېړنه»

هغه خبرې اترې چې الواقیه تلویزیون په ولایه اردن کې له استاد سالم ابو سبیتان (ابو صهیب) سره په ژوندۍ بڼه د «د امریکا د اقتصادي بحران څېړنه» په اړه تر سره کړې.
۱۴۳۹هـ، د شوال ۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۲۰مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: غمجن اختر د مسلمانانو له ځواکونو مرسته غواړي!

د اسلام له زمریانو څخه د یو زمري، عبد الحی د فطر اختر د مبارکۍ پیغام

                                                  حزب التحرير- ولايه سوريه 

                            ۱۴۳۹ه، د شوال لومړی، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جون ۱۵مه

د مطلب ادامه...

ولایه سودان: د جمعې خطبه « اې د فوتبال مینه والو! بریا دلته ده!»

د نوي حله په ښار الوالدین مسجد کې د حزب التحریر ولایه سودان د غړي شیخ عبد الله عبد الرحمن (ابو لمعز) له خوا د جمعې خطبه وړاندې شوه:

«اې د فوتبال مینه والو! بریا دلته ده».
۱۴۳۹هـ، د شوال ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جون ۲۲مه

د مطلب ادامه...

د اردن اقتصاد په کوم لوري روان دی؟

د اردن پخواني لومړي وزیر عبدالرووف الروابده په ۱۹۹۶م د جون په ۱۳مه د استازو په مجلس کې د عمومي مالیاتو او اضافي مالیاتو د قانون د اعلانولو پر مهال استازو ته په خبرو اترو کې وویل: «د اردن اقتصاد اوس د احیا په خونه (سي پي آر عملیاتو) کې دی». نوموړي په دغو الفاظو سره خپله موخه بیان کړه، د یادونې وړ ده چې د هغه خبرې لفظي تېروتنه نه وه چې ترې تېر شوی وی او یا نه وی محاسبه شوی، بلکې هغه په اردن کې د ژوند د واقعیت څرنګوالی او د اجرایه پلاوي حالت، چې د اردن د ژغورلو مسولیت لري، بیان کړ.  ناروغ شخص چې کله له روغتیا څخه ناهیلی شو د احیا (د سي پي آر د عملیاتو) خونې د هغه د ژغورلو د ورستي کوښښ په توګه او یا لږ تر لږه عادي ناروغۍ ته د هغه د حالت راګرځولو ته راجع کېږي.

د اردن وزیران یو بل ته ناروغ او متزلزل اقتصاد په میراث پرېږدي، د اردن د اقتصاد په تړاو زیات بې ګټې او بې پایلې کنفرانسونه او جلسې دایروي؛ ځکه د دولت د بودیجي د کلني توازن کچې تغیر نه دی کړی، په داسې حال کې چې بهرني پورونه او مرستې دوام لري، خو د دولت بودیجه له کمښت سره مخ ده، د پورونو  او همدارنګه د بیکارۍ او فقر کچه لوړه شوې او سوداګرۍ نامنظمه شوې ده

د ستونزې اساس او بنسټ د دوی فکر دی چې له ژوند څخه د دین د جلاوالي عقیده ده، له ژوند څخه د دین جلاوالی عقیده د تدین هغه غریزه چې انسان له حیوان څخه بېلوي، دوی ورته پاملرنه نه کوي که داسې نه وي، نو دا څه معنا لري چې د یو انسان ترکه او میراث میلیونونو ډالرو ته رسېږي، سپیو او حیواناتو ته وصیت کوي، په داسې حال کې چې د هماغه شخص په شاوخوا کې خلک له لوږي سره مخ دي؟ دا څه معنا لري چې میلیونونه ډالر په لوبغاړو، ورزشي سیالیو، جشنونو، شپنیو کلپونو او بې حیاییو لګول کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه انسانان له لوږې مړه کېږي؟! دا حالت په پانګوالی نظام کې دی.

خو اسلام چې د نړیوال او ابدي رسالت په توګه په ثابت بنسټ ولاړ دی، د ټولو خلکو لپاره رانازل شوی دی، چې دغه رسالت په خالق او مدبر الله او دا چې قران کریم د الله سبحانه وتعالی کلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له خوا ټول خلکو ته د پیغمبر په توګه رالېږل شوی دی، ایمان لرل دي، چې هغوی له ګمراهۍ او تیارو څخه د رڼا لور ته هدایت کړي،  د الله د بندګانو له بندګۍ څخه د الله بندګي وکړي او د ژوند لپاره یې سعادت او د اخرت لپاره بریا ور په برخه کړي. الله سبحانه وتعالی له همدې عقیدې څخه چې د انسان له فطرت سره سمون لري او عقل ته قناعت ورکوي، نظامونه رامنځته کړي دي چې د انسان اړیکه له الله، له ځان او نورو خلکو سره تنظیموي، د بېلګې په توګه: د تدین غریزه یې په عقیده او عباداتو، د نوعې غریزه (جنسي) یې د نکاح په احکامو و... د بقا غریزه او عضوي حاجات یې د ملکیت اړوند احکامو او نورو احکامو لکه د ربا (سود) حراموالی او د جامو زېرمه کول او  په ټولنه کې د مستحقو افرادو تر منځ د شتمنی د وېش لپاره د احکامو تشریع، د دې لپاره چې مال او شتمني یوازې په شتمنو پورې منحصره نه شي او د داسې ټولنې لپاره د احکامو تشریع چې په مهربانۍ، محبت او غمخوارۍ ولاړه ده، تنظیم کړي دي.

اشتراکیت (کمونیزم) د پانګوالو (د پانګوالۍ د ایډیولوژۍ پیروان) په ځانګړې توګه د امریکایانو له خوا له منځه لاړ، چې د له منځه تللو تر ټولو مهم دلیلونه یې په اقتصادي نظام کې ضعف او فساد و. د یادونې وړ ده چې نن ورځ د امریکا اقتصادچې د پانګوال نظام رهبري کوي د له منځه تلو په حال کې ده. د ډيموکراسۍ پټه څېره اوس د ښکارېدو په حال کې ده، د امریکا ظلم او بدمعاشي ټولو ته څرګنده ده او د پانګوالۍ د ایډیولوژۍ ناتوانایي یې پیروانو او ټولو نړیوالو ته چې باعزته او ارام ژوند به ورکوي، د پانګوالی د نظام د له منځه تللو پیل دی، خو بشپړ له منځه تګ یې د مسلمانانو د مخلصو بچیانو په مرسته د اسلام په بریا  سره کېږي، ځکه چې اسلام داسې ایډیولوژي ده چې الله سبحانه وتعالی د نړیوالو لپاره د رحمت په توګه رالېږلې ده. اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده، چې بشریت د وضعي نظامونو له ګمراهۍ او تیارو څخه د اسلام رڼا او عدالت ته وربولي.

دا چې د اردن اقتصادي ډله چېرته روانه ده؟ او د هغو څېړنو پایلې او همدارنګه د هغو دلایلو ارزونه چې د اردن اقتصاد یې ناروغ او له ماتې سره مخامخ کړی دی او دا هېواد یې د احیا د خونې پر کټ څملولی، چېرته روانې دي، باید واضح شوي وي.

محمد سالم

د مطلب ادامه...

سیکولرېزم یو عملي مفهوم نه دی

خبر

تانزانیایي رسنیو رپوټ ورکړی چې ولسمشر جان مګوفولي دیني عالمانو ته ویلي چې دین او سیاست سره ګډ نه کړي، ده ټینګار کړی چې دینې عالمان په دې کړنو غواړي چې ملت خپله لاره ورکه کړي. ولسمشر وویل چې مذهبي مشرانو ډېر وخت درلود چې د خپلو پیروانو د نه مغشوشولو په خاطر د هغو ویاندویانو مخه ونیسي چې خالص ملایان نه دي.

ده وویل: « که د مذهب په باب کومه خبره وي، ښه ده چې شیوخ، مفتیان، اسقفان، کشیشان او روحانیون پرې وغږېږي؛ نه هغه ویاندویان چې دین او سیاست نشي سره بېلولی.»

تبصره

ډاکټر مګوفولي دا خبرې په دارلسلام کې د هغه عصري جومات د لیدنې پر مهال وکړې چې تمه کېږي په ختیځه او مرکزي افریقا کې به تر ټولو لوی وي. د ا جومات د مراکش د پاچا، څلورم محمد په ملاتړ جوړېږي او له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو لګښت پرې راځي.

د دین او سیاست له ګډولو مخنیوی یوه عملي موضوع نه ده او له واقعیت سره سر نه خوري، ځکه چې د دواړو خواوو مخاطب هغه انسان دی چې یوازې یو خالق لري. په پراخه معنا، د سیکولرېزم مفهوم د دې خبرې پلوی دی چې عقیده نیمګړې او له فطرت سره په تناقض کې ده.              

سیکولرېزم که څه هم د پانګوالۍ ایډیالوژۍ بنسټ دی، رسما په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې د روحانیونو او مفکرینو د یوه انتقادي لانجې په پایله کې د مصالحې د یوې وسیلې په توګه، چې هېڅ کوم قانع کوونکی فکري بنسټ نه لري، منځ ته راغی.

په حقیقت کې، کله چې سیاسیون د دینې علماوو له خوا محاسبه کېږي، سیاسیون ژر ادعا کوي چې دین او سیاست سره ګډول سم کار نه دی؛ خو کله چې سیاسیون له مذهب څخه ځانګړې سیاسي چارې ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي، غلط نه ګڼل کېږي.

سربېره پر دې، که څه هم ډیموکراټ سیاستوال پوهېږي چې سیکولرېزم غربي مفهوم دی او له اسلام سره کوم تړاو نه لري؛ خو بیا هم قصدا هڅه کوي ټولو ادیانو ته عمومیت ورکړي چې په ټول دینونه په سیاست کې کار نه لري.

په اسلام کې دین او سیاست سره بېل نه دي، ځکه چې انسان واحد او نه بېلېدونکی موجود دی. له دې ور اخوا، په اسلام کې هر څوک حق لري چې په سیاست کې برخه واخلي، که عملي وي او که د سیاسیونو محاسبه. خلیفه، د دولت د مشر په توګه د دې حق نه لري چې د هغه چا مخه ونیسي چې دی او د ده ملګري محاسبه کوي.

د حزب التحری مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

په تانزانیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړي

 علي عمار لیکنه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې