جمعه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الاقصی مسجد: «د ۱۴۳۹ه، د رمضاني درسونو» خپرونه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د ۱۴۳۹هـ/ ۲۰۱۸م، د روژې په مبارکه میاشت کې د حزب التحریر ځوانان د روژې مبارکې میاشتې په دوام سره په الاقصی مسجد کې د «۱۴۳۹هـ رمضاني درسونه» تر عنوان لاندې درسونه ورکوي، چې د تصویري خپرونې په بڼه د مطبوعاتي دفتر د پاڼو او سایټونو لیدونکو او تعقیبوونکو ته هم وړاندې کېږي، نو له موږ سره اوسئ... (رمضاني درسونه ۷)
[څو شېبې د مجادله له سورت سره!]
وړاندې کوونکی: شيخ ابو حمزه المقدسی
۱۴۳۹هـ، د مبارکې روژې۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۳مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: رمضاني خپرونې: «اې پرودګاره! ما روژه نیولې - دویم جلد»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «اې پروردګاره! ما روژه نیولې – دویمه برخه » تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویرې خپرونو نوې خپرونه چې اسلامي نیکوکاره دعوتګران یې د نړۍ له بېلابېلو برخو د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، ددغې خپرونې لومړۍ برخه د ۱۴۳۸هـ په رمضان کې خپره شوې وه، ، له موږ سره اوسئ
نهمه برخه
[له خلافت او خلیفه پرته ۹۷مه رمضان!]
وړاندې کوونکی: استاد محمد عمیر
حزب التحریر- ولایه لبنان
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۵مه

د مطلب ادامه...

د ډیموکراتیک نظام واکمني پای ته ورسوئ او د رښتیني راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړئ.

د پاکستان مزدور رژیم د خلافت په غوښتونکو پسې په تور تړولو سره هڅه کوي چې د خپل بادار (ټرامپ) ملاتړ تر لاسه کړي.

(ژباړه)

دې ته په کتو چې مسلمانان د شعبان په میاشت کې د روژې مبارکې میاشتې لپاره خپل عبادتونه ډېر کړل، د پاکستان حکامو هڅه وکړه چې د الله سبحانه وتعالی غضب پر وشي. هغوی یوازې د خپلو کوڅه ډبو په وسیله د خلافت د غوښتونکو پر نیولو بسنه ونه وکړه، بلکې له خپلو شیطانانو سره یوځای یې پر حزب التحریر پسې لوی تورنه او درواغ جوړ کړل. هغوی د مې میاشتې پر ۱۰مه د یوې ټلویزیوني خپرونې له لارې په دغو غوښتونکو پسې تورونه وتړل او وروسته یې د مې میاشتې پر ۱۱مه داسې خبر خپور کړ چې په هغه کې یې د خلافت غوښتونکي د چاودېدونکو توکو په درلودلو سره تورن کړل. د دغه کار په تر سره کولو سره د پاکستان حکامو خپله کمزوري د خلافت تر تاسیس وړاندې د هغه څه په واسطه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، د زور په وسیله د خلافت دغو غوښتونکو ته وښودله؛ ځکه هغوی د خپل ملاتړ لپاره له قران او سنتو څخه کوم څه نه لري.

رښتیا هم چې حزب التحریر د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت لپاره له تاوتریخوالي پرته عوت سره په ټول پاکستان کې په سم ډول پېژندل شوی او ټول درناوی ورته لري. له همدې امله مخکني تاوتریخوالي یوازې هغه کسان کمزوري کړي چې لاسپوڅي دي. دې ته په کتو چې دغه رژیم ولې د خلافت په غوښتونکو پسې په تور ویلو او تښتولو سره پخپله پښه کې مېخ ټکوهلی، باید ووایو چې دغه کار د هغوی د واکمنۍ پای ته رسېدل ښيي. دا چې د پاکستان پر حکومت د خلکو نیوکو زور اخیستی، نو پاکستان په واشنګټن کې له خپلو بادارانو څخه په فدرال دولت او پنجاب ولایت کې د خپلو ظالمو قدرتونو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. له همدې امله دغو حاکمانو له ټاکنو تر سره کېدو وړاندې د پیسو د نړیوال صندوق د بودجې پر تصویب ټینګار وکړ، تر څو ښکېلاکګرو ته دا وښيي چې هغو به د پاکستان اقتصاد له منځه یوسي. د دې لپاره چې د خپل بادار (ټرامپ) خوښي تر لاسه کړي، هغوی په ځلونه «نریندرامودي ته د سوال لاس اوږدوي او د تمساح په څېر اوښکې تویوي؛ پر دې سربېره چې د کنټرول په کرښه کې د نریندرامودي کثیف لاسونه زموږ د ځواکونو او خلکو په وینو سره دي. د دې تر څنګ، د پاکستان حکام د دې لپاره چې د نړۍ په تروریستي سازمان (CIA) کې د امریکايي بادارانو له لوري دغه امتیاز تر لاسه کړي، د خلافت غوښتونکو پر وړاندې یې احمقانه کمپیاین پیل کړ؛ په داسې حال کې چې پردې پوهېدل چې په پاکستان کې د خلافت تاسیس هغه څه دي چې د صلیبیانو له سترګو یې خوبونه تښتولي دي. پر همدې بنسټ، د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان د یاد هېواد حکامو او غربي بادارانو ته وایي:

﴿قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ﴾

[آل عمران: ١١٩]

ژباړه: هغوی ته ووایه چې پخپله غوسه کې مړه شئ.

حزب التحریر له ټولو رسنیو څخه غواړي چې په رښتیني کلمو سره د نبوت پر تګلاره د خلافت بیا راژوندي کېدو لپاره د دغه رژیم تورونو ته ځواب ورکړي. دغه حزب په پاکستان کې له مخلصو امنیتي سازمانونو څخه غواړي چې د دغه مزدور رژیم چې همدا اوس د ړنګېدو په حال کې دی، ټولو امرونو ته شاه کړي او د خلافت له غوښتونکو سره؛ چې د مسلمانانو هیلې او لارښوونکي دي، مرسته وکړي او همدارنګه د دغه هېواد په اردو کې له مخلصو ځواکونو څخه غواړي چې دیادو خاینو حکامو واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي؛ چې خپلو خلکو ته د خدمت پر ځای د کافرانو په غلامۍ کې ژوند تېروي او د نبوت پر تګلاره د رښتیني اسلامي خلافت بیا راژوندي کېدو لپاره نصرت ورکړي. ایا د زور او استبدادي حکومت پای ته رسېدو لپاره دغه ښه موکه نه ده؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په دې اړه زیری ورکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به د زور او جبر پادشاهي راشي او تر هغه وخته چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، دوام کوي. وروسته له دې کله چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل، دغه د زور واکمني لېرې کوي او یو ځل بیا به د نبوت پر ګلاره خلافت تاسیس شي او له دې وروسته چوپ شو.

د حزب التحریرـولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

راځئ په روانه روژه کې د الله سبحانه و تعالی د قانون د تطبیق هڅې وکړو!

اې د پاکستان مسلمانانو!

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾

[البقرة: ۱۸۵]

ژباړه: روژه هغه میاشت ده، چې پکې قرآن رالېږل شوی او د انسانانو لپاره سر تر پایه هدایت دی، داسې څرګندې لارښوونې پکې دي چې  سمې لارې ته ښوونکې او د حق او باطل بېلوونکې دي.

 

او دغه راز فرمايي:

﴿إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ الله﴾

[ النساء:۱۰۵]

ژباړه: اې پېغمبره! موږ دا کتاب ستا لوري ته په حقه لېږلی، ترڅو هغه سمه لاره چې الله درښودلې له هغې سره سم د خلکو په منځ کې پرېکړه وکړې.

هغه مهال چې د الله قانون تطبیقېدو د روژې میاشت د الله سبحانه و تعالی د عبادت لپاره تر ټولو غوره میاشت وه او هغې زمانې نږدې زر کاله ادامه درلوده. هغه وخت مسلمانانو د روژې میاشت يوازې تر روژه نیولو، تراویحو او د روژه ماتې دعوت ته نه وه ځانګړې کړې. هغوی د ژوند په هره برخه کې له اقتصاده بیا تر نظامي او تعلیمي چارو پورې اسلام په بشپړه توګه په پام کې نیوه.

دا هغه زمانه وه، چې حکامو مو د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم حکومت کاوه. زموږ شتمني په دوران کې وه، دا شتمني یوازې تر شتمنو پورې محدوده نه وه، بلکې په هغې سره د بې وزلو لاس نیول کېده. د مظلومانو ژړاګانو ته ځواب ویل کېده، له همدې امله د دښمن ځواکونه په جهاد کې د خلافت ځواکونو له مخامخ کېدو څخه ډارېدل. په رښتیا سره، دا ټول زموږ د ستر دین د حاکمیت له برکته و، چې روژه  د پېړیو لپاره د فتحو او بریالیتوبونو میاشت وه. په دې میاشت کې مسلمانانو ته په بدر کې پر قریشو بری ور په برخه شو، مکه فتحه شوه، فارسیانو په الابویب کې ماته وخوړه، اموریه فتحه شوه او تاتاریان په ورته جالوت کې له ماتې سره مخ شول.

اې مسلمانانو! په يوه داسې زمانه کې چې د الله سبحانه و تعالی قانون نه پلی کېږي، روژه به په څه ډول حالت کې موږ ته راشي؟  څرګنده ده، چې روژه به په بدمرغه، درناکه، ناکامه او سپک حالت کې راباندې راځي. سره له دې چې موږ له یو ستر پوځ څخه برخمن یو، خو بیا به هم بریا زموږ د دښمن وي او خپل کفري بیرغونه به زموږ د وژل شوو ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو پر جسدونو رپوي. سره له دې چې موږ مسلمانان پراخې ځمکې او زېرمې لرو، خو بیا هم بې وزلۍ ځپلي یو او سختیو مو ملاوې ماتې کړي دي.

اوس هم د دې پر ځای چې اوسنۍ سیاسي رهبري مو د الله د قانون پلي کولو ته وهڅوي، د ټاکنو له لارې د اوسني نظام عمر اوږدوي او الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي:

﴿وَمَنْ أَعْرَ‌ضَ عَن ذِكْرِ‌ي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا﴾

[طه:۱۲۴]

ژباړه: او څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

اوسنۍ سیاسي رهبري د دیموکراسۍ پر مټ بدلون غواړي، داسې واکمن نظام چې قوانین د انسانانو د غوښتنو پر بنسټ په پارلمان کې جوړېږي او الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي:

﴿وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُمْ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ﴾

[ المایدة:۴۹]

ژباړه: نو اې محمده! ته د الله سبحانه و تعالی له رالېږلي قانون سره سم د دې خلکو د چارو پرېکړه کوه او د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وا نه چوي، یو ذره هم له هغه هدایت څخه وا نه وړي چې الله در ته لېږلی دی.

 

اوسنۍ سیاسي رهبري ادعا کوي، چې دوی به د دیموکراسۍ له لارې فساد او ظلم ختم کړي. خو هغه څوک چې د الله سبحانه و تعالی رالېږل شوي حکمونه نه عملي کوي ظالمان دي. سره له دې که دوی زموږ د دنیايي ښېګڼو لپاره کار وکړي، خو بیا به هم د هغه سبحانه و تعالی له قهر څخه خلاصون ونه مومي. په اړه یې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ﴾

[ المایدة:۴۵]

ژباړه: او کوم خلک چې د الله سبحانه و تعالی له رالېږل شوي قانون سره سمه پرېکړه نه کوي هغوی ظالمان دي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

مشري هغه کس ته ورکول کېږي چې وړتیا يې ولري، نه هغه کس ته چې خپله يې غوښتنه کوي. اوسني سیاسي ګوندونه: که مسلم لیګ نواز دی، که د پاکستان د خلکو ګوند او که تحریک انصاف، دوی به هيڅکله هم زموږ حالت بدل نه کړي. ځکه دوی ټول د یوې سرچینې(مشرۍ) غوښتونکي دي. هر ځلې چې ټاکنې رانږدې کېږي دا ګوندونه یو په بل پسې پر ټاکنو او دیموکراسۍ د باور پیدا کولو لپاره موږ ته غولونکې ژمنې راکوي، خو تر ټاکنو وروسته کړې ژمنې یې په سیند لاهو شي او موږ په ژورې ناهیلۍ او ناوړه حالت کې پرېږدي. د دیموکراسۍ د ردولو مانا دا نه ده چې موږ به هر څه له لاسه ورکوو؛ بلکې له ریښتیني بدلون څخه برخمن کېږو او دا بدلون د الله سبحانه و تعالی د رالېږلي نظام سبب ګرځي. دغه نظام اسلامي دولت او خلافت دی. 

دا چې اسلام د يو دولت او اساسي قانون په اډانه کې واکمن شي، نو یوې نوي سیاسي رهبرۍ ته اړتیا لرو چې د دې رهبرۍ لپاره باید کار وکړو، ملاتړ یې وکړو او پخپله یې رامنځته کړو، ځکه دا رهبري له آسمانه نه راکښته کېږي. حزب التحریر ټول اساسي قانون( د خلافت دستور) په ۱۹۱مادو کې د قرآن کریم او سنتو په اډانه جوړ کړی دی. دغه حزب د کتابونو یوه ټولګه چمتو کړې، چې پکې د اسلام سیاسي حللارې او د هغې د پلي کېدو تګلارې ښودل شوې دي. دا حزب ګڼ شمېر وړ، له حالاتو خبر، ژمن نارینه او ښځينه‌ غړي لري، چې د اسلام د تطبیق په لار کې د خلافت، حکامو ته د مشورې ورکولو او د هغوی د محاسبه کولو بشپړه وړتیا لري. دا حزب په ټوله اسلامي نړۍ کې فعالیت کوي او د نړۍ تر ټولو ستر ګوند دی چې د مسلمانانو د یووالي لپاره کار کوي، ترڅو د خلافت تر چتر لاندې يې سره یو موټی کړي. له سیاسي پلوه د نومړي حزب له نوموتو فقهاوو څخه د دغه حزب مشر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته دی، چې له بشپړې وړتیا، پوهې او تجربې سره زموږ رهبري کولی شي.

روانه روژه موږ د حزب التحریر بشپړ ملاتړ ته هڅوي، ځکه دا حزب د الله سبحانه و تعالی د قانون د پلي کولو په موخه د رسول الله صل الله علیه وسلم پر طریقه د خلافت بیا ځلي راوستلو ته هڅه کوي. راځئ په دې لویه میاشت کې دا موکه له لاسه ورنه کړو. موږ به د خلافت ملاتړ، په حلقو، غونډو او لیکچرونو کې د برخې اخیستنې له لارې کوو. هغوی رسالې وېشي او بیانيې ورکوي، نو راځئ په دغه کار کې ورسره ودرېږو او ملاتړ يې وکړو. راځئ د خلکو پاملرنه د دوی په لور کړو او په ګډه د دغه حزب پیغامونه، رسالې، کتابونونه او ویډویوګانې تر خپله وسه پورې هغو کسانو ته ورسوو، چې موږ یې پېژنو. راځئ د دیموکراسۍ د رد په اړه او د الله سبحانه و تعالی د قانون د پلي کېدو پر فرض والي ورسره وغږېږو. راځئ د دیموکراسۍ له منځه تللو او د خلافت د بیا راتګ لپاره دعا وکړو او له نورو څخه هم همدا وغواړو. راځئ له خپلوانو او دوستانو څخه مو چې په پوځ کې دي، د خلافت د بیاځلي راتګ په موخه د حزب التحریر د ملاتړ لپاره نصرت(مادي مرسته) وغواړو.

د روژې میاشت موږ هڅوي چې د خلافت د بیا راتګ په لار کې ځانونه پیاوړي کړو. د هغه لپاره شپه او ورځ یوه کړو، نو نږدې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري شاهدان شو. امام احمد روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

بیا به جابر حاکمان راشي، دوی به تر هغې په واک کې وي، چې د الله سبحانه و تعالی خوښه وي. بیا به د الله په خوښه د دوی واکمني پای ته رسېږي. بیا به د نبوت پر طریقه خلافت راشي. بیا چوپه خوله شو.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

ژباړن: حمزه خالد

د مطلب ادامه...

د سورابایا په دریو کلیساوو کې بمي چاودنې

لکه څنګه چې د مې میاشتې په ۱۳مه، د یکشنبې سهار رسنیو په پراخه توګه رپوټ ورکړ، د سوربایا په دریو کلیساوو کې بمي چاودنې وشوې. په جالان نګاژل ماډیا اټارا کې سانټا ماریا رومي کاتولیک کلیسا؛ په جالان دیپانېګارا ۱۴۶ کې د اندونیزیایي مسیحیانو کلیسا او په جالان ارجون کې د سورابایا مرکزي پینټیکاسټل کلیسا(GPPS)؛ هغه کلیساوې دي چې بریدونه پکې شوي. د دغو چاودنو په پایله کې ۹ کسه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي، هغه کس چې ویل کېږي دا حمله یې کړې، هم وژل شوی.

عاملین یې چې هر څوک وي او انګېزه یې چې هر څه وي، دغه بریدونه باید وغندل شي. دغه بې رحمانه کړنه د اسلام له ټولو لارښوونو سره تناقض لري. په دې کې هېڅ شک نشته چې اسلامي شریعت د نورو د مذهبي اماکنو د ویجاړولو او عبادت له ګډوډولو څخه منع کوي، هلته د خلکو وژنه او ټپي کول خو لا پرېږده. اسلام له کوم شرعي دلیل پرته د هر چا وژنه منعه کړې.

په دې اړه د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا دریځ:

۱. د ناوړه او اسلامي لارښوونو ضد عمل په توګه دغه بریدونه په کلکه غندو.                  

۲. له چارواکو غواړو چې دغه جرم ژر تر ژره او په بشپړه توګه وڅېړي؛ انګېزه یې پیدا کړي او دا معلومه کړي چې د دغه ناوړه عمل تر شا د چا لاس و. په دې توګه به د دغې چاودنې په اړه شکونه ختم شي.

۳. په دغه برید کې لاس لرل ردوو او د ټرورېزم لایحې ژر تر ژره تصویب ته مو بیړه ده. ځکه چې په دغه لایحه کې ځینې داسې خبرې دي چې خلکو، په ځانګړې توګه مسلمانانو، ته زیان رسوي، لکه د تېر په شان. همدارنگه موږ دا ردوو چې په دې چاودنو کې دې دعوه ډله لاس ولري. مه پرېږدئ چې دغه برید د سرکوب او یوه نوي استبداد وسیله شي.

۴. پر مسلمانانو غږ کوو چې د شریعت د طبیق او نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیسس لپاره مبارزه کې ثابت قدمه  اوسي، صبر وکړي او استقامت ولري. خپلې دغې پاکې هیلې ته په رسېدو کې له هېڅ کړاو، مانع او ګواښ څخه مه وېرېږئ.

حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر

 

محمد اسمعیل یوسانتو

د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا رسمي ویاند

د مطلب ادامه...

۲. رمضان میاشت د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده

  • خپور شوی په سیاسي

د بدر ستره غزا

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او هم له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله ﷺ سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او همدارنګه پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه ﷺ پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي. اما بعد:  

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۲۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په بدر کې ستاسو مرسته وکړه (او پر خطرناکو دښمنانو یې بری درکړ)، په داسې حال کې چې تاسو (تر هغوی) ناتوانه وئ. نو له الله ووېرېږئ (او د دښمن پر وړاندې د رسول الله د فرمان مخالفت مه کوئ)، ترڅو د هغه سبحانه وتعالی شکر پر ځای کړئ.

اې د ايمان وروڼو!

               د دغه مبارک امت د غوره یادښتونو څخه د بدر ستره غزا ده، چې د هجرت په دویم کال د رمضان مبارکې میاشتې په ۱۷مه نېټه پېښه شوه. مسلمانانو خپله دنده په سمه توګه پای ته ورسوله او الله سبحانه وتعالی د هغوی پر مشرکو دښمنانو بری ورپه برخه کړ. سره له دې چې د مسلمانانو شمېره تر کفارو بیخي کمه وه؛ خو هغوی د کفارو تیاری او شمېره په نظر کې ونه نیوله. 

               رسول الله ﷺ د هجرت په دویم کال په رمضان میاشت کې د قریشو د قافلې په اړه، چې د ابو سفیان ابن حرب په مشرۍ له شام څخه مکې ته راروانه وه خبر شو. په قافله کې د قریشو مالونه وو او د سوداګرو سودا یې هم وه او دیرش تنه قریش هم ورسره وو. نبي کریم ﷺ له دغې قافلې سره د مخ کېدو لپاره پر مسلمانانو امر وکړ او هغوی ته یې وفرمایل: دغه د قریشو قافله ده او په دې کې یې مالونه دي، د هغوی مخې ته ورووځئ، کیدای شي الله سبحانه وتعالی یې ستاسو لپاره غنیمت وګرځوي. ځینې خلک له هغه څخه پاتې شول او پر ځینو دغه کار څه نا څه بوج شو، ځکه هغوی ګومان کاوه، چې رسول الله ﷺ به جنګ ونه شي کړائ، نو په دې وخت کې له رسول الله ﷺ سره د وتونکوو کسانو شمېره ۳۱۳ تنه وه.

اې د ايمان وروڼو!

کله چې ابوسفیان حجاز ته رانږدې شو، نو پوښتنه يې کوله او له هر سواره به يې پوښتل، تر دې چې د رسول الله ﷺ او د هغه د اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين خبر ورورسېد، چې هغه ستاسو د مالونو د نیولو لپاره راوتلی دی. نو خپله لار يې پرېښوده او قریشو ته یې قاصد واستاوه، ترڅو د هغوی له مال څخه د دفاع په خاطر نور کسان ورته راواستوي او خبر یې ورکړ چې رسول الله ﷺ د هغوی د مال او سودا د نیولو په موخه راوتلی دی. خو کله چې قافله وژغول شوه، نو ابو سفیان له ابوجهل څخه وغوښتل چې بېرته وګرځي، خو ابوجهل ورته وویل: والله! چې بدر ته نه وو رسیدلي، بېرته به لاړ نه شم او هلته به درې ورځې پاتې کېږو، پسونه به ذبحه کوو، شراب به څښو، نجونې به سندرې راته وايي او موږ به ستايي، ترڅو ټول عرب په دې خبر شي، چې بیا د تل لپاره له موږ سره د مخ کېدو زړه ښه نه کړي!! خو د شرابو پر ځای یې د مړينې جامونه ورکړل او د ستاینیزو سندرو پر ځای د ویر ساندې ورباندې وويل شوې.  

زما د ایمان وروڼو!

قریش له زرو سړیو سره چې په وسلو ښه سنبال وو، راووتل. سل آسان او اووه سوه اوښان یې له ځان سره لرل؛ خو رسول الله ﷺ د قریشو له دې تياري څخه هېڅ خبر هم نه و او له ۳۱۳ کسانو سره وتلی و. کله چې د بدر د اوبو چینو ته نږدې شو، نو يې یو څو کسان د خبر د راوړو لپاره تیت کړل چې خبر تر لاسه کړي. نو هغه وخت پوه شو چې قریش له دومره ستر پوځ سره راوتلي او د بدر چینو ته راځي.

له دغه خبر سره سم رسول الله ﷺ له خپلو اصحابو سره د جګړې په اړه مشوره وکړه. یو څو اصحابو ډېرې ښې خبرې وکړې. له هغوی څخه ابوبکر، عمر بن الخطاب، مقداد بن الاسود رضی الله عنهم وو. هغوی وویل: په هغه څه چې تاته الله سبحانه وتعالی امر کړی، پر هغه عمل وکړه، موږ له تاسره یو، والله! موږ به تاته هغه خبره ونه کړو، چې بني اسرائیلو موسی علیه السلام ته کړې وه، چې ته او ستا رب لاړ شئ او وجنګیږئ موږ دلته ناست یو، بلکې موږ وايو: ته او ستا رب لاړ شئ، موږ له تاسره یو ځای جهاد کوو. قسم پر هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې، که ته موږ د حبشې ښار ته هم بوځې، موږ له تاسره به یو ځای جهاد وکړو، تر څو چې ته خپلې موخې ته ورسېږې. نو رسول الله ﷺ ورته وویل ډېر ښه او هغوی ته یې دعا وکړه.

اې د ایمان وروڼو!

خو په دغه ځای کې رسول الله ﷺ د انصارو د نظر په معلومولو د دوو لاملونو لپاره ډېر ټینګار کاوه: یو خو دا چې ډېری یې هغوی وو او دویم دا چې هغوی وعده ورسره کړې وه، چې مرسته به ورسره کوي او په مدینه کې به یې له دښمنه ژغوري. رسول الله ﷺ وویل: ماته مشوره راکړئ اې خلکو! سعد بن معاذ وویل: والله! لکه چې ته موږ ته اشاره کوې اې رسول الله! ویې ویل: هو.

سعد رضی الله عنه وویل: موږ پر تا ایمان راوړی او ته مو ریښتینی ګڼلی یې او هغه څه چې تا راوړي موږ ګواهي ورکړې چې هغه حق دي او په دې سره مو د اورېدنې او پيروۍ بيعت درسره کړی دی، نو په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی درته امر کړی عمل وکړه، قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې که سمندر ته موږ داخل کړې او ته هم داخل شې، نو به موږ هم درسره ننوځو او هېڅ یو به له موږ څخه مخالفت ونه کړي او موږ له دې څخه انکار نه کوو چې ته مو له دښمن سره مخ کړې. موږ په جنګ کې صبرناک او په خپل کار کې ډېر ریښتیني یو. کېدای شي الله سبحانه وتعالی له موږ څخه هغه څه دروښيي چې سترګې دې پرې خوږې شي. نو د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړه. رسول الله ﷺ وفرمایل: د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړئ او زیري ورکونکي شئ. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د یوې وعده راکړې ده او ماته د هغوی پایله یا مسیر راښکاروي.

خو جنګ ته د وتلو دغه رایه يوازې د سعد رایه وه، نه له رسول الله ﷺ سره د ټولو وتونکو رایه. ځينو د څلورو لاملونو لپاره جنګ بد وګاڼه: لومړی؛ هغوی تیاري نه لرله. دويم؛ د دواړو ډلو د سړيو او تیاري ترمنځ ډېر توپیر موجود و. درېیم؛ لا تراوسه جنګ هم فرض شوی نه و او یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري رسول الله ﷺ ته اجازه ورکړل شوې وه او مسلمانانو له رسول الله ﷺ سره په وتلو او ملګرتیا کې اختیار درلود او څلورم دا چې رسول الله ﷺ د قافلې په اړه ویلي ورته وو او له پوځ څخه یې خبر نه و ورکړی. نو له دې امله هغوی ګومان نه کاوه چې رسول الله ﷺ به جنګ وکړي. خو دغو کسانو چې له جنګ څخه یې بد راتلل د هغوی د سینو په پرانیستلو کې ځنډ ونه ووت، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ امر یې ومانه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ * يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ﴾ [الانفال: ۵- ۶]

ژباړه: لکه څنګه چې ستا رب ته په حقه له کور څخه ایستلی یې، خو له مومنانو څخه یوې ډلې بده ګڼله، کله چې تا حق ورته څرګند کړ، نو دوی مجادله درسره کوله، چې ګواکي ته هغوی د مرګ خواته بيايې او هغوی ورته کتل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ روان شو او له قریشو څخه لومړی د بدر اوبو ته ورسېد او په بدر کې الله سبحانه وتعالی پر مومنانو ډېر نعمتونه را نازل کړل او هغه:  

لومړی؛ د باران نعمت: وړاندې له دې چې قریش د بدر اوبو ته راورسېږي، الله سبحانه وتعالی یو ستر باران وکړ، خو دغه باران د مسلمانانو په ګټه و، د تنګي شګې یې کلکې کړې او له مسلمانانو سره یې په تګ راتګ کې مرسته وکړه. همدارنګه په دغه باران سره دوی غسلونه او اودسونه وکړل او په دې سره دوی فعال شول او د شیطان وسوسه چې کېدای شوه، د دوی نفسونو ته داخله شوې وای، ورڅخه لېرې شوه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ[الانفال: ۱۱]

ژباړه: او له آسمانه یې پر تاسو باران واوراوه، څو تاسې ځانونه پاک پرې کړئ او د شیطان وسوسه له تاسو څخه پرې لیرې کړي، ستاسو زړونه ثابت کړي او قدمونه مو ورباندې ټینګ کړي.  

دويم؛ په ملایکو سره د هغوی مرسته: الله سبحانه وتعالی په جنګ کې د مومنانو د ټينګښت لپاره ملایکې راواستولې او د هغوی زړه یې ډاډه کړ، ترڅو ورته وښيي چې الله سبحانه وتعالی له هغوی سره دی او هغوی باید یواځې زیار وباسي او ځان تیار کړي او د اسبابو په تیاري کې کمی ونه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلائِكَةِ مُرْدِفِينَ﴾ [الانفال: ۹]

ژباړه: یاد کړئ هغه وخت چې کله مو (د بدر په میدان کې ډېرې سختې ناراحتۍ) له خپل رب څخه مرسته غوښته او هغه ستاسو غوښتنه ومنله (او ويې فرمایل) زه له تاسو سره په زرو ملایکو سره مرسته کوم، چې یو په بل پسې به راښکته کېږي.

درېیم؛ د لنډ خوب نعمت: الله سبحانه وتعالی د خوب نعمت پرې نازل کړ او په دغه شپه کې چې په ګهیځ به يې له ځواکمن دښمن سره جنګ ته له مړینې او یا ژوند سره مخ کيږي او جګړه به کوي، ټول په ارامه ویده شول او دغه د ارامۍ خوب د نبي کریم ﷺ لپاره ستره معجزه وه، ځکه د اسلامي پوځ ټول خلک په دې کې شامل وو او په یو وخت سره ټول ویده او په یو وخت کې ټول راپاڅېدل. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ[الانفال: ۱۱]

ژباړه: يه یاد راوړئ کله چې الله سبحانه وتعالی پر تاسې د آرامۍ خوب مسلط کړ او دا د هغه لخوا پر تاسو یو نعمت و.

څلورم؛ د دښمنانو په زړونو کې وېره اچول: الله سبحانه وتعالی د بدر په جنګ کې پر مومنانو یو بل نعمت نازل کړ چې هغه د کفارو په زړونو کې د وېرې اچول وو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

﴿أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ[الانفال: ۱۲]

ژباړه: زه له تاسو سره یم نو هغه چا چې ایمان راوړی باید ثبات غوره کړي. نږدې ده چې د کفارو په زړونو کې به وېره واچوم، ترڅو د هغوی مرۍ پرې کړئ او هغوی بند په بند غوڅ کړئ.

رسول الله ﷺ د مدینې له خوا د بدر اوبو ته نږدې مېشت شو. دلته حباب بن المنذر راولاړ شو او یوه ماهرانه پوځي خبره یې وکړه؛ ویې ویل: یا رسول الله ﷺ پر دغه ځای کې ستا لپاره الله سبحانه وتعالی امر کړی او موږ د وروسته کېدو او مخته کېدو حق نه لرو او یا دغه رايه، جنګ او چل دی؟ ویې ویل: بلکې هغه رایه، جنګ او چل دی. نو هغه وویل: دغه مناسب ځای نه دی. خلکو ته امر وکړه چې له قوم څخه اوبو ته نږدې شو او هلته مېشت شو او هغه کوهیان چې تر شاه یې دي، په خپل لاس کې واخلو او یو ډنډ به ورته جوړ کړو، له اوبو به یې ډک کړو نو موږ به اوبه ورڅخه څښو او هغوی به یې نه څښي. رسول الله ﷺ ورته وویل: غوره رایه ده. مسلمانانو دغه شپه په ډېر ارام سره تېره کړه او په خوښۍ سره راپاڅېدل. د هغوی زړونه له باور څخه ډک شول او یو څه استراحت یې هم کړی و.   

پنځم؛ پر دښمنانو د بري د تر لاسه کولو نعمت: رسول الله ﷺ به خلک څارل او د هغوی صفونه به یې برابرول، نصیحت به یې ورته کاوه او د الله سبحانه وتعالی او اخرت یادونه به یې ورته کوله او بیا به خپل تیار شوي ځای ته راګرځېد، چې ورته چمتو شوی و او په عاجزۍ سره به په دعا کې ډوبېده او له رحمان الله څخه به یې مرسته غوښته. ابوبکر رضی الله عنه یې په څنګ کې ودرېد په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ به زیاته دعا کوله او ویل به یې: «اې الله! که دې دغه ډله هلاکه نه کړه، نو له دې وروسته به څوک ستا عبادت ونه کړي، يا الله ته دې خپله وعده پوره کړه، يا الله ستا بری غواړم.» ابوبکر رضی الله عنه به هم ورسره دغه دعا تکراروله او پر هغه د شفقت له امله به یې ورته ویل او څادر به یې هم پرې وغوړاوه (او ورته ویل به یې یا رسول الله دعا دې بس کړه، الله به خپله وعده درسره پوره کړي).

ابوبکر رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی له بري څخه باوري وو، ځکه چې د الله سبحانه وتعالی وعده رښتینې ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله د خپلې وعدې خلاف عمل نه کوي. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د يوې ډلې وعده ورکړې وه: یا خو به د قافلې مالونه غنيمت ورکوي او یا به پر خپلو دښمنانو بری ورپه برخه کوي. دا چې قافله د مسلمانانو له منګولو وژغورل شوه، نو له بریالیتوب پرته بل څه نه دي پاتې او خامخا به پوره کېږي.  

د ایمان وروڼو!

دواړه ډلې سره مخامخ شوې. جنګ له دواړو ډلو څخه د څو کسانو په واسطه پيل شو. په دې کې بریالیتوب د مسلمانانو په برخه و او له هغې وروسته عمومي جنګ پيل شو او د جنګ په منځ کې کې مسلمانانو د دښمنانو ته ستره خساره ورواړوله او په دغه وخت کې نبي کریم ﷺ یو څه بې هوښه شو او جبراییل او ملائکې یې ولیدلې، ابوبکر ته یې وویل: زیری! ابوبکره د الله سبحانه وتعالی نصرت راغی، جبرائیل د آس قبضه چې پر هغه وسله هم وه ونیوله، د مسلمانانو تر څنګ یې د مشرکانو صفونه کمزوري کړل او هغوی له سختې ماتې سره مخ شول. له هغوی څخه یې اویا کسان ووژل او اویا یې ورڅخه بندیان کړل، په داسې حال کې چې سعد له څو کسانو انصارو سره د رسول الله ﷺ په خوا کې د هغه د دفاع په خاطر توره په لاس ولاړ او د کفارو له راتګ څخه وېرېده.  

رسول الله ﷺ د سعد په مخ کې د یوه شي کراهیت ولید، رسول الله ﷺ ورته وویل: اې سعده! هغه څه چې قوم یې تر سره کوي، بد یې ګڼې؟ ویې ویل: هو یا رسول الله ﷺ دغه د مشرکانو لپاره لومړنۍ پېښه ده چې ورپېښیږي، نو ماته د خلکو له پاتې کېدو څخه د هغوی وژنه غوره ده.

بیا رسول الله ﷺ د غنیمتونو په راټولولو امر وکړ، نو غنيمتونه یې راټول کړل، مسلمانانو اختلاف پکې وکړ، هغه چا چې ټول کړي وو، ويې ویل: هغه زموږ دي او هغه چا چې له دښمن سره جنګ کاوه، وویل: هغه څه چې تاسې ټول کړي، موږ یې حقدار یو، موږ له تاسو څخه د قوم پاملرنه واړوله او تاسې دغه څه لاسته راوړل او هغه چا چې د رسول الله ﷺ څارنه کوله ویې ویل: تاسې له موږ نه حقدار نه یاست، موږ دغه څيزونه په هغه وخت کې ولیدل چې تاسو نه وو لیدلي او چا ورڅخه منع کولی هم نه شوای، خو موږ پر رسول الله ﷺ ووېرېدو چې دښمن ورپسې رانه شي، نو تاسې ددې حق نه لرئ. عباده بن صامت وويل: موږ د بدر څښتنان یو. کله مو چې په غنیمت کې اختلاف وکړ، نو زموږ په اړه انفال سورت رانازل شو، زموږ زړونه ترې تور شول، لاسونه مو ترې واخیستل، بشپړ واک مو یې رسول ﷺ ته ورکړ او هغه پر مسلمانانو مساوي توزیع کړ. خو رسول الله ﷺ د بندیانو په مقابل کې د مال د بدلې اصل وټاکه او یا دا چې د مدینې منورې د خلکو بچیانو ته زده‌کړې ورکړي. څوک چې د خوشې کېدو وړ وو، له دې وعدې وروسته چې له مسلمانانو سره به جنګ نه کوي، خوشې يې کړل.   

او په پای کې، زما د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی دې وکړي چې د رمضان میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، د اسلامي امت لپاره د عزت، لویئ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی دې زموږ دغه ارزوګانې په نږدې وخت کې زموږ پر لاسونو د رمضان په مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

پر تاسو دې سلام او د الله سبحانه وتعالی رحمت او برکت وي.

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

د مطلب ادامه...

د امت د شئون خپورنه سیاسي حزب یا پوځونو ته لوری ټاکي یا دا چې پخپله پوځ جوړوي

د ولایه اردن له استاد سالم ابو سبیتان (ابو صهیب) سره مرکه 

                                     وړاندې کوونکی: استاد هيثم الناصر (ابو عمر)

      ۱۴۳۹ه، د رمضان درېیمه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۹مه

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: له سیاستوالو او خبریالانو سره د "مجلۀ الجماعات المحلیة...په مزدورۍ کې نور هم ژورېږي " تر سرلیک لاندې لیدنه


له سیاستوالو او خبریالانو سره د حزب التحریر ولایه تونس د اداري هیئت غړي استاد محمد الناصر په ګډون د «مجلۀ الجماعات المحلیة... په مزدوری کې نور هم ژورېږي!» تر سرلیک لاندې لیدنه چې د دغې خپرونې مېلمه د تونس په مجلس کې پخوانۍ استازی دکتور منجي الکعبي و.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۱مه
-لومړۍ برخه-

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د مومن او غیر مومن تر منځ مناظره

د لبنان (LIU) نړیوال پوهنتون د فکري انجمن په رابللو، د شیخ احمد الصوفي او انجینیر بشار بحسون تر منځ د سیکولریزم او له ژوند څخه د دین د جلاوالی په اړه مناظره او فکري خبرې اترې چې په یاد پوهنتون، صیدا  ښار کې تر سره شوې.

                                                     ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې