پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه لبنان: ازادې خبرې اترې « په اسلام کې د لبنان د (دموکراتیکو) ټاکنو حکم

حزب التحریر ولایه لبنان تاسو د لاندې پوښتنو په اړه بحث او مناظرې ته رابولي
۱. په اسلام کې د کاندیدولو، ټاکلو او په ټاکنو کې د ګډون کولو حکم څه دی؟
۲. ایا تشریع (قانون جوړونه) د استازي دنده نه ده؟ نو ایا قانون جوړونه د انسان حق دی او که د انسان د پرودګار؟
۳. ایا په تاکنو کې ګډون کول په حقیقت کې د اوسنۍ فاسدې سیاسي ډلې په تدوین کې مرسته نه ده؟
۴. ایا دا مقوله سمه ده: (که موږ په ټاکنو کې ګډون ونه کړو په پارلمان کې فاسد استازي ټاکل کېږي»؟
۵. ایا د اوسنیو ټاکنو قانون سیاستګرانو په خپل لاس نه دی جوړ کړی، ترڅو د خپلې څوکۍ ساتنه پرې وکړي؟
او..........................؟
دغه خپرونه د جمعې په ورځ د ۰۴/۰۵/۲۰۱۸م، له پنڅو د شپې تر لسو بجو د حزب په دفتر چې د طرابلس په ابي سمراء کې واقع ده دایرېږي.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۴مه

د مطلب ادامه...

د شام انقلاب د سیاسي رهبرۍ د نشت له کبله لوړه بیه پرېکوي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د سوریې انقلاب چې خپل اتم کال پیلوي، لا هم د خپلې خاورې د شتمنیو او وینو په بیه تمامیږي. دا لوړه بیه د ځینو  انقلاب کوونکو ناځوانمردي، سکوت او له کافر غرب سره د مسلمانو حکامو د چل پایله ده. د سوریې انقلاب خپل اتم کال پیل کړ، خو له بده مرغه یې د لوی زیان په پرېکولو سره سره لاسته راوړنه نه درلوده، په ځانګړې توګه کله چې د ځینو اسلامي ډلو رهبرۍ مخ واړاوه، انقلاب کوونکي او د سوریې اوسېدونکي په ډله‌ییزه توګه له ختیځې غوطې څخه واېستل شول او  انقلاب په ډلو کې په جګړه واوښت او ډلې یې په درعا او قنیطره سیمو کې د خپلمنڅۍ جګړو ملاتړ ته نږدې کړې.

د سوریې مسلمانانو او انقلاب کوونکو د انقلاب د رهبرۍ د مخ اړولو له کبله لوی زیان پرې کړ؛ داسې رهبرانو که ورته د انقلاب دښمنان نه شو ویلی، خو په جرات سره غیر سیاسي انسانان ورته ویلی شو. دا یوازې غوطه نه ده، چې د ځینو د چل او ناځوانۍ له کبله زیانمنیږي، بلکې حمص، حلب، زبداني او داسې نورې سیمې مخکې او اوسمهال زیانمنې شوي او زیانمنیږي. د بهرنیو له اجنډا سره د تړلو ډلو رهبري او د سیمې دولتونه د کونډو او یتیمانو د مظلومیت غږ نه دي خوځولي او نه به یې وخوځوي، هغوی چې د خپل دین او پت لپاره حرکت نه دی کړی اوس یې هم نه کوي.

مخکې له دې چې دا مرګونی مرض اسلامي ډلې ونیسي، حزب التحریر  یې ورته درملنه وړاندې کړه؛ خو له بده مرغه چې د دغو ډلو رهبرۍ د نوموړي حزب د عاقلانه او باحکمته غږ له اورېدو ډډه وکړه. حزب التحریر انقلاب کوونکو ته مشخصې لیکې او پلان جوړ کړ او ورنه ویې غوښتل چې پر دې پلان ټینګ و اوسي، تر څو بریالي شي او له دغه ذلیل حالت څخه وژغورل شي. هغه اصول او قواعد چې دوی له بهرنیو لاسوهنو ، پلانونو او د بهرنیو له سیاسي چټلو مالونو څخه ساتي، هغه بمونه چې غرب د ترکیې، سعودي او قطر حکومتونو پر مټ انقلاب ته واستول، بلاخره د سترو زیانونو لامل شول. د خلکو د غوښتنو پر خلاف د ډلو رهبرانو اېتلاف وکړ، چې د سوریې له نظام سره خبرو اترو ته کښېنې، له کفري دولتونو او نړیوالو ظالمو نظامونو څخه د ازادۍ په اخیستلو کې غافل شول، له هغه انقلاب څخه چې موخې ته یې رسول منحرف شول او د انقلاب له هغې موخې چې له ډیموکراسۍ او سیکولریزم څخه ژغورل و، منحرف شول. هغه ډیموکراسي او  سیکولریزم چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره په جګړه کې دي او په ټول ځواک سره هڅه کوي، چې د ( نبوت پر منهج د خلافت) د تاسیس مخه ډپ کړي.

د سوریې مسلمانو وګړو چې په وینو کې ډوب دي ډېر تکلیفونه وزغمل، چې له نړیوالو نظامونو سره یې د رهبرانو تړاو، د دوی د استازو منل، پرېکړې یې پلې کول او په کنفرانسونو کې یې ګډون له دغو کړاونو څخه شمېرل کېږي. دغو رهبرانو ومنله چې د دوی دوښمن یعنې ایران او روسیه د کړکیچ په اړه د خبرو اترو ضامن وي؛ خو له بده مرغه چې په خپله دا دواړه هېوادونه هم د دعوی اړخ وو او هم قاضیان. په دې لیکنه کې مو  بحث د سوریې د مسلمانو وګړو د هغه حالت د واقعیت پر جزیاتو نه دی، چې د انقلاب په ترڅ کې یې لیدلی اوشکنجه شوي؛ بلکې یوازینی سیاست دی چې د امت درد دوا او هغه ستونزې چې امت ور سره مخ دی حل کوي، نو ویلی شو، چې په دې خاوره کې یوازې بهرنۍ لاسوهنې او د سوریې نظام نه و، بلکې ځینې انقلاب کوونکي هم دوی ته ورته شول.

د سوریې انقلاب د انقلاب کوونکو او ټولو ځواکونو د قوت یو ځای کېدو ته سخته اړتیا لري، هغه داسې نه چې ډلې یې غواړي او د بهرنیانو تر ملاتړ لاندې وي؛ بلکې له یوې داسې برنامې او نظام سره یو ځای کېدل دي، چې خورا ښه امنیت راولي او جنایتکاره نظامونه له منځه وړي، نو د داسې نظام رامنځته کول له یوې پوه سیاسي او مخلصې رهبرۍ پرته امکان نه لري. داسې کامل او روښانه سیاسي نظام ته اړتیا ده چې پر اسلامي عقیده ولاړ وي، سیاسي رهبري ولري، انقلاب سمې لارې ته برابر کړي او ملاتړي یې نظامي ځواک په سمه توګه رهبري کړي. نو پر موږ لازمه ده چې ووایو، د اسلامي دولت بنسټ فکر او هغه خلک دي چې دا فکر رهبري کوي. همدا راز  نظام د رعیت سرپرستي وکړي، د وسایلو برابرول او  د نظامي ځواک جوړول پر غاړه واخلي چې نظام او د دغه نظام لېږدوونکو ته نصرت ورکړي. دا ډول د انقلاب کوونکو حقیقي وحدت رامنځته کېږي، هغه وحدت چې له کلونو کلونو یې  انقلاب کوونکي په لټه کې دي.

له شکه پرته، موخې ته د انقلاب رسولو حقیقي ضامن سیاسي رهبري ده او دا هغه څه دي چې انقلاب کوونکو د انقلاب په لار کې ورک کړي دي. سره له دې چې په منځ کې یې د امت مخلص بچیان شته او له الله سبحانه وتعالی سره یې ژمنه کړې، چې اراده به یې کمزورې نه شي او له خپل منهج څخه به انحراف نه کوي. تر هغه چې د الله سبحانه وتعالی نصرت ورسره وشي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لار او منهج به عمل کوي په رښتیا چې هغوی د حزب التحریر شباب دي، هغوی چې ژمنه یې کړې امت ته به څلانده څراغونه وي ترڅو امت د بېدارۍ، عزت او کرامت په لوري بوزي.

اې د نړۍ او په ځانګړې توګه د سوریې مسلمانانو!  تاسو یې په خپلو سترګو وینئ چې له دښمنانو څخه د خلاصون لار د فرد او غیر سیاسي  ډلې کار نه، بلکې د خلاصون لار پر  قراني اساساتو د دولت جوړول دي، چې د مسلمانانو لیکې منظمې او لومړیتوبونه یې وټاکي او د دښمنانو پر وړاندې د امت قوتونه سره یو کړي. د امت پر ټولو تثقیف شوو، مفکرینو او نورو ټولو غړو واجب ده، چې وپوهیږي دوی الله سبحانه وتعالی د ټولو امتونو له منځه غوره کړي، ترڅو د نړیوال کفر پر وړاندې ودرېږي، هغه کفر چې ټول نسلونه یې تباه کړي دي. اوس د دې وخت راغلی چې امت خپلې چارې تنظیم کړي او  مخلصو سیاستوالو ته اجازه ورکړي، چې دوی د سپېڅلي اسلام کیښتۍ ته ورسوي، هغه د ژغورنې کیښتۍ چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صل الله و علیه وسلم ورسره محبت لري.

خو اې د سوریې مسلمانو وروڼو! په رښتیا مو ثابته کړه، چې د صبر، زغم او قربانۍ اهل یاست او بیا یې هم ثابته کړئ. هر څه مو چې د انقلاب لپاره وکړل، هغه مو تر لاسه کړل او هېڅکله الله سیحانه وتعالی ستاسو اعمال نه هېروي؛ خو  پر دې وپوهېږئ چې کم شمېر په دې لار کې پاتې دي او  وپوهېږئ چې د الله سیحانه وتعالی نصرت راتلونکی دی. دا ورځې د ابتلا او ازموینې ورځې دي، نو  موخه مو روښانه کړئ او ټول ځواک مو د اسلامي ډلو د مسیر په تغیر او سمون کې ولګوئ، چې الله سیحانه وتعالی نصرت درکړي او الله سبحانه وتعالی به یې د ژمنې  په بریا سره د مومنانو پرهرونه دوا کړي.

﴿وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ﴾

[قصص: 5]

ژباړه: او موږ قصد کړی پر هغو چې په ځمکه کې کمزوري او ذلیل شوي مهرباني وکړو او هغوی د ځمکې حاکمان او وارثین کړو.

لیکوال: استاد احمد «معاذ»

د مطلب ادامه...

حَبلُ‌المـَتین (۸): په اسلام کې ورري د حجرات سورې په هنداره کې

  • خپور شوی په سیاسي

حجرات د قرآن کریم یوه جالبه سوره ده، چې په مومنانو کې د ورورۍ په باب ډېر روزونکي پيغامونه لري. پر اسلامي نړۍ حاکم نني دردونکي سیاسي- فکري حالت کې، چې په پایله کې یې د اسلامي امت اړیکې ترینګلې او خرابې شوې، د حجرات سورې د پيغامونو تذکر ډېر اړین دی، تر څو یې امت پيغامونه جدي ونیسي او یو له بل سره په اړیکو کې د لارې د مشال په توګه ګټه ترې واخلي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾

[الحجرات:١٠]

ژباړهیوازې مؤمنان یو د بل وروڼه دي، نو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ، تر څو رحم درباندې وشي.

دا آیت ډېر جالب ټکي لري، چې ځينې یې په لاندې ډول بیانوو:

«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ »؛ یعنې په حقیقت کې مومنان یو د بل وروڼه دي.

هر قوم، ملت او ایډیولوژي په خپل منځ کې د تړښت، نږدېوالي او علاقې ښودو په موخه عنوانونه او لقبونه د خپلو اړیکو لپاره تعریفوي، مثلاً کمونېستانو د خپلو همفکرانو لپاره د «رفیق» عنوان کاراوه، لکه څنګه چې هر ټولنیز پوړ له نورو څخه د بېلتون لپاره یو عنوان کاروي یا لکه عام وګړي چې هموطن، وطندار، هېوادوال، همولایتي، کلیوال او نور عنوانونه کاروي.

جالب ټکی دلته دی، چې الله سبحانه وتعالی د مومنانو د اړیکو لپاره یوازې یو عنوان تعریف کړی او دا اړیکې یې د ورورۍ تر بریده پورته بېولې دي او په دې وسیله یې یو ژور او نه شلېدونکی تړون د مومنانو تر منځ کړی دی. دا د ورورۍ تړون په اقتصادي، سیاسي، نژادي، جغرافیايي، تاریخي او... مسایلو مشروط او محدود نه دی، بلکې له هر نژاد او هرې قبیلې څخه ټول د هرې ژبې او هر عمر مومنان پکې شاملېږي، که څه هم یو د نړۍ په ختیځ او بل یې په لودیځ کې وي. د دې ورورۍ رمز یوازې د ایمان صفت په درلودو کې تعریف شوی دی.

په حقیقت کې د ديني، فکري او عقیدتي ورورۍ پيوند له نسبي ورورۍ او قومي پيوندونو څخه محکم دی. لکه څنګه چې رسول الله ﷺ د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورۍ تړون وکړ. دا تړون ډېر محکم او له بې‌‌ساري ایثار او سرښندنې سره یو ځای و، چې حتی د ایثار بېلګې یې په نسبي وروڼو کې نه وینو. باید له یاده ونه باسو، چې اخوت په مومنو ښځو کې هم شته.

پر دې سربېره اسلام مومنانو ته د وروڼو په خطاب پر ټولو هغو اړیکو د بطلان خط راکاږي، چې د قوم، نژاد، قبیلې، دولت ـ ملت، نشنلېزم، ملي هویت او نورو پر اساس ټينګې شوې او پر دغو لنډمهاله اړیکو ویاړ هم حرام ګڼي. د سیاسي واقعیت له نظره هم دا دروغجنې، موقتي او ژر له منځه تلونکې اړیکې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو سترو ستونزو د پيدایښت لامل شوې او په سلګونو میلیونه کسان یې وژلي. د بدمرغۍ ځای دا دی، چې په مسلمانانو کې د دې مبارکې او ژورې اړیکې ارزښت کمزوری شوی او پر داسې اړیکو یې منګولې لګولې، چې اساس یې ایمان او تقوا نه ده او پایله یې ذلت، خواري او په بې ارزښته مسایلو شخړه او کشمکش دی.

«فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ»؛ نو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ.

د «أخويكم» کلمه د دوو وروڼو په معنی ده. نو کله چې دا یو تاکید او دستور وي، چې تاسو د دوو وروڼو تر منځ سوله او روغه وکړئ، نو د نړۍ د ۱.۵میلیارده مسلمانانو تر منځ د یووالي او سولې په اړه څنکه؟ چې نن تر ۵۰ په زیاتو دولتونو – ملتونو وېشل شوي دي او يو د بل پر ضد مبارزه او جګړه کوي. بېشکه د ۱.۵ میلیارده مسلمانانو تر منځ د یووالي او روغې جوړې کار ډېر ارزښتمن دی.

پر دې سربېره دا آيت څرګندوي، چې کله د مومنانو تر منځ فتنه، آشوب او تفرقه پیدا شي، چې یو له بله د دوی بېلښت او لرېوالي لامل کېږي، مومنان باید هڅه وکړي تر څو دا عوامل له منځه یوسي. همدارنګه هره مفکوره او حالت چې دا سوله او وروري ګواښي، باید رېښې یې وایستل شي. که دا مفکوره وطنپالنه وي که دیموکراسي، قومي ارزښتونه وي که سمتي، جغرافیايي ویاړونه وي که نژادي، ټول د امت د وحدت لپاره زهر ګڼل کېږي.

پاتې دې نه وي، چې دلته موخه یوه ځانګړې ډله نه ده، چې د مومنانو تر منځ سوله راولي، بلکې د قرآن مخاطب ټول مومنان دي او د دغه ستر کار لپاره ټول هڅې وکړي.

«وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ»؛  له الله څخه تقوا ولرئ، تر څو پر تاسو رحم وشي.

دلته تقوا او د الله سبحانه وتعالی د رحمت موضوع ته اشاره ده. په دې معنی چې پر مومنانو ټینګار شوی، چې تقوا غوره کړي او ځانونه له هغو افکارو، عاداتو، مفاهېمو او سیاستونو وقایه کړي، چې دا یووالی له منځه وړي او مسلمانان تیت وپرک کوي.

د تقوا په پایله کې مسلمانان یو بل ته نږدې کېږي او دا یووالی او سوله د الله سبحانه وتعالی د رحمت لپاره مقدمه ده. هغه ټولنه چې هلته سوله، وحدت او تقوا حاکمه نه وي، د الله سبحانه وتعالی له رحمته محرومېږي. بېشکه د اسلامي امت ننی وخیم او دردناک حالت زموږ سترګو ته یو روښانه انځور ږدي، چې امت د بې اتفاقۍ، ړوندو تعصبونو، مصنوعي ـ تحمیلي پولو په سپېڅلي ګڼلو او په مختلفو هېوادونو او ملتونو د وېشل کېدو له امله د الله سبحانه وتعالی له رحمته محروم شوی او یووالی او د زړه خواله یې له منځه تللې. غرب له دغه حالته ګټه اخلي او هره خاوره یې په یوه بڼه سیاسي او نظامي ګرو کړې او داسې مفکورې يې ورباندې حاکمې کړې، چې یو بل دښمن وګڼي. افغان خپل پاکستانی ورور دښمن وګڼي، ایرانی د خپل عربي ورور د وینو تږی دی. ترکانو د کردي وروڼو پر وړاندې د دښمنۍ بیرغ پورته کړی. د دولت – ملت نشنلېستي مفکوره د مسلمان‌مېشتو هېوادونو د جګړو او اختلافونو لامل شوې او دا هېوادونه یو د بل پر وړاندې د خپل مقام د پياوړي کولو لپاره د وسلې اخیستو او د خپلو فوځيانو د تجهیز په لټه کې دي او په یو ډول تسلیحاتي سیالۍ کې ښکېل دي.

نو لازمه ده چې قومي ویاړونه، جغرافیايي او نژادي تعصبونه پرېږدو، پر ځای يې تقوا غوره کړو او د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ منګولې ولګوو، تر څو د الله سبحانه وتعالی رحمت راباندې وشي او بیا د نړۍ رهبري تر لاسه کړو.

مصدق سهاک

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ژوندۍ خبرې اترې «د چین د مخنیوي لپاره د امریکا سیاست- طرح او ابزار!»

د ولایه اردن له استاد حسن حمدان (ابو البراء) سره د الوقیه تلویزیون په ژوندۍ بڼه خبرې اترې: «د چین د مخنیوي لپاره د امریکا سیاست - طرح او ابزار!» 

  ۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۰مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۶مه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: په موټرونو سره لاریونونه «خلافت تاسیس کړئ»

حزب التحریر د نور فعالیتونو تر څنګ د خلافت دولت د سقوط (د رجب ۲۸مه) د یاد په مناسبت د اسلامي امت د بېدارۍ او د خلافت د بیا تاسیس لپاره د همت د تړلو او حزب التحریر ولایه لبنان په طرابلس کې په موټرونو سره د «خلافت تاسیس کړئ» تر سرلیک لاندې لاریونونه وکړل.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۱۳مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۹مه

د مطلب ادامه...

د اسلامي احکامو بیا کتنه یوازې د وحي پر بنسټ، د اجتهاد له لارې کېږي Featured

  • خپور شوی په ترکیه

(ژباړه)

د ترکیې ولسمشر اردوغان د ښځو په نړیواله ورځ، چې د کورنيو چارو وزارت او ټولنیزو خپرونو له خوا نماځل کېدله، داسې وویل: «څرنګه چې وینئ، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په بېلابېلو بیانیو سره د ښځو په اړه داسې اجتهاد کړی چې زموږ په دین کې هېڅ بنسټ نه لري او پر هغوی نه پوهېږې، یا په دې زمانه کې ژوند نه کوي او یا دا چې په کومه بله زمانه او بله نړۍ کې ژوند کوي، ځکه هغوی نشي کولی اسلامي نړۍ عصري کړي. تاسو نه شئ کولی د هغو قوانینو پر بنسټ اوس ژوند وکړئ چې ۱۴ یا ۱۵ پیړۍ مخکې پلي کېدل او داسې نه شې کېدلی. د همدې لپاره د اسلام تطبیق د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي او د اسلامي احکامو د بیا کتنې امکان هم شته.» (سرچینه: Agencies)

له دې ناوړه بیانیې وروسته، څینو حلقو هڅه وکړه ترڅو یاده بیانیه داسې تعبیر کړي چې نوموړي د اجتهاد په اړه خبرې کولې او د اسلام د دین احکام د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي. په دغه ځای کې باید یادونه وکړم چې د اسلام د دین احکام تر قیامته د اعتبار وړ دي، په داسې حال کې چې بشري قوانین، لکه څنګه چې په بیانیه کې یاد شول د سېکولرېزم پر پایو ولاړ دي او په هېڅ وجه اجتهاد نه دی. اردوغان د الله سبحانه و تعالی د دین پر وړاندې تخطي وکړه او دغه کار یې د منلو وړ نه دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ومَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِم﴾

[احزاب: 36]

ژباړه: هېڅ یو مومن او مومنه دا حق نه لري چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د پرېکړې خلاف کومه پرېکړه په خپل زړه وکړي.

یوازې د الله سبحانه وتعالی احکام دي چې په دې تغییر مننوکې نړۍ کې تغییر نه کوي. دا ناممکنه ده چې احکامو ته تغییر ورکړو، په داسې حال کې چې هغه الله سبحانه وتعالی له زمان او مکان څخه لوړ دی او د انسان فطرت هم چې هغه تعالی پیدا کړی دی د زمان او مکان په تغییر سره تغییر نه کوي، الله سبحانه وتعالی عالم دی او د انسان له فطرت څخه باخبره دی. د همدې لپاره، په دې باور لرو چې د اسلامي نظام د هر وخت او ځای لپاره یوازینۍ مناسب نظام دی. موږ باید هېر نه کړو چې د هر څه تجدید او اشتقاق د هغه اصل نه ښيي.

نو د دین بیا کتنه د هغه له سرچینې یعنې وحی پرته نه شي کېدلی، له دې پرته به د درباري علماوو یو تحریف شوی عجیب او غریب تفسیر وي. په اسلام کې باید هر نوی نظر او قضاوت د قران، سنتو، اصحابو د کړو وړو او شرعي قیاس پر بنسټ وي. که په پورتنۍ بیانیه کې موخه «اجتهاد» وي، دغه اجتهاد باید د شرعي ادله و پر بنسټ وي او کار یې د شرعي احکامو د تفسیر مجتهدین نویو واقعیتونو ته په کتو سره د جزییاتو له مدارکو څخه یې پایله (مناط الحکم) وي.

اسلام د یو نړیوال نظام په توګه په هر وخت او هر ځای کې د انسان ټولې ستونزې حل کولی شي. د دې لپاره چې د انسان حاجات او غریزې ۱۴پیړۍ پخوا هم وې او اوس هم په هماغه څېر دي، انسان تغییر نه دی کړی او هېڅ کله به هم تغییر ونه کړي؛ شرعي احکام به هم چې د انسان له اعمالو سره تړلي لري، تغییر ونه کړي.

د الله سبحانه وتعالی احکام به د قیامت تر ورځې د اعتبار وړ وي، لکه «زنا» د هغه کس لپاره چې فکر کوي روا به شي، نه روا کېږي، «سود» به هم د (اقتصادي اړتیا) په غلطې پلمې سره روا نه شي. حلال به تر قیامته حلال او حرام به تر قیامته به حرام وي. مسلمانان باید فعال وي او عکس العملي نه وي، د دې لپاره چې اسلام داسې نظام دی چې د فاسدو او منحطو ټولنو د رهبرۍ لپاره رالېږل شوی دی، نه دا چې د ټولنو په تغییر سره تغییر وکړي. مسلمانان باید په خپلو دنیوي ګټو کې د الله سبحانه وتعالی رضا وغواړي، نه د پانګوالۍ نظام رضا.

﴿فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ﴾

[نساء: 65]

ژباړه: نه، اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مومنان کېدلی نه شي، ترڅو چې په خپلمنځي معاملو کې تا فیصله کوونکی ونه مني.

د حزب التحریر ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې