پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اې خلافته! د امت وضعیت له تا سره او له تا پرته!

  • خپور شوی په سیاسي

اې سپېڅلې مدینې !!!  اې سپېڅلیه ښاره چې زموږ پیغمبر ﷺ ته مو په خلاصه غېږه ښه راغلاست ووایه او ملاتړ مو ترې وکړ. په یاد مو دي چې مسلمانانو څه ډول شکنجې وزغملې او د مکې - چېرته چې زموږ خوږ پیغمبر ﷺ زیږېدلی - پرېښودلو ته اړ ایستل شول، هغه ښار چې په ګاونډ کې یې د الله سبحانه و تعالی له لوري د وحې رالېږل پیل شول! هغه ښار چې د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پکې خلکو ته قران کریم تلاوت شو! هغه ښار چې پکې د مسلمانانو د وینې لومړني څاڅکې تویې شول! هغه ښار چې ډېری اوسېدونکو یې له ګمراهۍ وروسته سرلوړي شول. اې سپېڅلې مدینې! د مسلمانانو د سوکالۍ هغه له خونده ډکې ورځې دې په یاد دي چې الله سبحانه و تعالی دې د اوسېدونکو په زړونو کې ښېګڼه او نېکي واچوله او تا په بشپړه توګه بدلون وکړ؛ د اسلام په واسطه لویه او پیاوړې شوې. له هغه وخت راهیسې، ته ټولې نړۍ ته د اسلام د خپرېدو د اتکا ټکی شوې.

اې سپېڅلې مدینې! ته په هغه ښار بدله شوې چې راشده خلفا پکې واکمن وو. د الله سبحانه و تعالی د اوامرو او پیغمبر ﷺ د سنتو کلکه پیروي یې کوله، دغو حاکمانو د اسلام رڼا ډېرو هېوادونو ته ورسوله. دغه وخت ته زموږ خوږ پيغمبر محمد ﷺ فرمایی:  

«الخلافة على منهاج النبوة»

خلافت به د نبوت پر منهج وي

د راشده خلفاوو تر واکمنۍ وروسته، د نورو خلفاو له نیمګړتیاوو او کمزوریو سره سره، خلافت پاتې شو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د اسلام خپرولو ته دوام ورکړ. خلافت د مسلمانانو کور و، هلته شریعت  پلی کېده، غلامان ازادېدل او خلکو یوازې د الله عبادت کاوه؛ په دغه کور کې علم او پوهې د خلکو د ګټې لپاره وده کړې وه. دغه دولت تر دې وروستیو دوام وکړ،  بیا کافر اشغالګر پر دې بریالي شول چې خلافت ړنګ کړي، په دې وخت کې مسلمانان په ډېر بد وضعیت کې وو.

اې خلافته! کله چې ته وې، مسلمانانو یو مدافع او کور لاره، مسلمانان په نړۍ کې دومره بې کوره او بې اوره نه وو، لکه نن چې یهود سپکاوی ورته وکړي او د دفاع څوک یې نه وي. نن چې ته نشته یې، هر څوک هڅه کوي چې اسلام ته سپکاوی وکړي او مسلمانان ووژني. حتا زموږ حکام له اسلامه کرکه کوي او موږ د دې لپاره ځوروي چې خپل غربي او شرقي باداران خوشاله کړي.

اې خلافته! کله چې ته وې، نه دې پرېښودل چې درواغجن او نامردان قران تحریف کړي. نن جاهل، درواغجن او ډارن د پیغمبر ﷺ  منبر ته پورته کېږي او د مقتدرو حکامو لپاره قران تحریفوي؛ لکه د ازبکستان په تاشکند کې. په دې وروستیو کې د تاشکند یوه لوی امام، انور کوری تورسونوف،  د مارچ په ١۶مه د منار په مسجد کې د جمعې په خطبه کې ویلي: « په قران کې هېڅ داسې ایت نشته چې د خلافت د تاسیس غوښتنه پکې شوې وي.»

اې خلافته!  کله چې تا پر مسلمانانو حکمراني کوله، هېڅ داسې کافران، مېرمنې او شهوت پرسته خلک نه وو چې سیکولرېزم پلی کړي؛ لکه اوس یې چې ټول مسلمان حکام کوي.

اې خلافته! کله چې ته وې، هېڅ کوم مسلمان حاکم د دې زړه نشوای کولای چې له اشغالګر کافر سره ملګري وکړي، لکه څنګه چې اوس یې د ترکیې ولسمشر اردغان کوي. اردوغان، خپلې الګو مصطفی کمال اتاترک- چې د خلافت په له منځته وړلو کې یې خپله ټوله هڅه وکړه- ته تعظیم وکړ. مصطفی کمال، انقره خپل د مېشتې ځای وټاکه او له دغه ځایه یې د خلافت پر وړاندې دسیسې جوړولې. د روان کال د اپرېل پر ۳مه، اردوغان په انقره کې خپلو ملګرو، روحاني او پوتین ته د مسلمانانو په ضد غېږه پرانیسته.

اې خلافته! هغه وخت چې ته وې، هېڅ کوم کافر نشوای کولی چې مسلمان ماشوم شکنجه او ووژني. نن، اشغالګر کفار په کیمیاوي وسلو سره په سوریه کې ماشومان وژني، په افغانستان کې د قران د حافظانو پر مدرسو بمبار کوي، بې شمېره ماشومان په برما کې وژني! او دا هرڅه د مسلمانانو د حکامو په خوښه کېږي.

اې خلافته! کله چې ته وې، مسلمانانو بیت المقدس فتح کړ. هغه ښار چې زموږ خوږ پیغمبر ﷺ ترېنه اسمان ته پورته شو او هغه ځای چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه! نن چې ته نشته یې، کافرو یهودو د مسلمانانو لومړنۍ قبله غصب کړې، د یوه منظم پلان له مخې یې د فلسطین مسلمانان له مخې لرې کوي او په سیمه کې یې ټولې ځمکې نیولې.

اې خلافته! مسلمانانو یو ځل د خپلو ډېرو کړاوونو او ستونزو په وخت کې تقریبا هېر کړی وې او د خپلو ستونزو حل لاره یې په اسلام او خلافت کې نه؛ بلکې په نورو فکرونو کې لټوله. خو الله تعالی د محمد ﷺ د امت پر یوه بچي مهربانه شو او هغه دغه نعمت او د مسلمانانو د ټولو ستونزو حللاره له خپلو ملګرو سره شریکه کړه. دغو ملګرو دا پرېکړه وکړه او د اصحابو غوندې یې د محمد ﷺ پلونه وڅارل، یوه ډله یې جوړه کړه او د خلافت پر منهج د دویم ځل خلافت د تاسیس لپاره یې غږ اوچت کړ، هغه څه چې زموږ د خوږ پیغمبر ﷺ له لوري یې وعده شوې:

(ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ)

(... بیا به جبریه واکمني وي او تر هغه به دوام کوي چې الله غوښتني وي او کله چې الله وغواړي لرې یې کړي بیا به لرې شي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وی او (راوي وایي) بیا یې سکوت وکړ.)

اې خلافته! د پیغمبر ﷺ د پیغام له احیا سره، په میلیونونو مسلمانانو ستا په اړه واورېدل او ورپه یاد شوې! او اوس په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان ستا راتلو ته بې کراره دي، پر دې سربېره دوی ستا د بیا راتګ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

اې خلافته! موږ الله ته دا دعا کوو چې بېرته ژر راشې! موږ له الله سبحانه و تعالی څخه دا غواړو چې د خلافت پر منهج د دویم ځل لپاره خلافت تاسیس کړي! اې خدایه ته مرسته راسره وکړې!

ایلدر خمزین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: احمد خالد

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار په تړاو د تل الکرامه ښارګوټي د یو شمېر مشرانو بیانیه

د امپ منبر: د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار په تړاو د تل الکرامه ښارګوټي د یو شمېر مشرانو بیانیه او د دغو اوصولو او اساساتو تبني کولو ته یې خلک راوبلل.

 ۱۴۳۹ه، د شعبان لومړی، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۷مه

د مطلب ادامه...

ډيموکراسي او تش خیالونه

خبر:

د اسلام آباد د مرکزي سيمې مرستیال کمیشنر مشتاق احمد، د اسلام آباد له سوداګرۍ خونې او صنايعو څخه ليدنه وکړه او د ۲۰۱۸م درې ورځني پسرلني نندارتون د جوړه ولو په اړه یې سوداګریزې ټولنې ته معلومات ورکړل، چې نوموړی پسرلنی نندارتون به په اسلام آباد کې د اپرېل پر ۶مه پيل شي.

مشتاق احمد وويل، چې په دې درې ورځني نندارتون کې به د ګالا کورنۍ(Family Gala) اثار، خوراکي توکي، د ماشومانو د لوبو، د اوبو سپورټي سيالۍ، بايسکل چلوني سيالۍ، د ګلانو ننداره، رسامي او هنري اثارو په ګډون نور بېلابېل تفريحي توکي نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي وويل، چې د جناح په څېړنیز مرکز کې به د ټنګ ټګور لپاره یوه غونډه ونیول شي او د اپرېل پر ۸ مه به د شالیمار په لوبغالي کې د کرکیټ نړیوال سازمان(ICCI) په مرسته د ځانګړو کسانو له لوري د کرکیټ سیالۍ ترسره شي. نوموړی هیله من و، چې د زده کوونکو د انصاف فدراسیون (Insaf Student Federation) به هم د سوداګريزو چارو په پرمختګ کې د پام وړ مرسته کوي او زیاته یې کړه، هڅه به وشي چې دغه فدراسیون ته هر کال په دوامدره توګه په دغو نندارتونونو کې برخه ورکړل شي. دغه نندارتونونه به له يوې اونۍ تر دوو اونیو پورې یا هم تر دې زیات وغوځول شي. ) سرچینه: The National News 29/3/2018)

تبصره:

اوسمهال په پاکستان کې ډېری خلک د ګازو او برېښنا له کمښت سره مخ دي او ډېر نور بیا د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. عامه صحي خدمتونو ته لاسرسی کم رنګه دی او د خصوصي صحي خدمتونو بیه لوړه ده. دغه راز د عامه او خصوصي تعليمي ادارو په اړه د ماشومانو کورنۍ اندېښمنې دي. د ژوند لګښتونه زيات دي او له امله یې د بې وزلۍ کچه دومره عامه شوې، چې له بې وزلۍ څخه د وېرې له امله له کورنیو څخه د ماشومانو د وژنو راپورونه اورېدل کېږي.

په ورته وخت کې ټاکنې هم د مې په مياشتې کې ترسره کېدونکې دي او ټاکل کېدونکي کسان معلوم دي، چې تر ټولو ناوړه کسان دي. وروستی لرې کړل شوی صدراعظم نواز شريف د فساد له تورونه سره مخ دی او د تلويزیون پر مخ په ورځنیو ډرامو کې د اوسني نظام نيمګړتياوې نندارې ته وړاندې کېږي. په ټولنه کې د ډېرو کسانو له لورې عادي سیاستوالو ته د مفسدینو په سترګه کتل کېږي. ان په تېرو ټاکنو کې له تحریک انصاف ګوند څخه د « نوي پاکستان» د لیدلوري تمه کېده، خو له نورو سیاسي ګوندونو څخه د غړو په راجلبولو سره دغه لیدلوري کم رنګه شو، ځکه د دغو غړو لویه برخه فرصت طلبه ده.

ډېر څه لا داسې هم شته، چې باید په اړه یې غبرګون وښودل شي او د پاکستان په اړه فکر وشي چې په کوم لوري روان دی.

د پاکستان د سوپر کرکيټ اتحادیي د مارچ ۲۳مې دفاعي ورځي له سياليو او د آزادې موسیقۍ د کانسرټونو له لمانځنې وروسته، اوس په مرکز کې د پسرلني نندارتون په اړه چمتووالی نیول کېږي.

داسې برېښي، چې ډېر خلک له ټولو تشويشونو، غمونو او ناوړه خبرونو څخه په تېښته کې وي، خو دغه يې وخت دی، چې په ریښتینې توګه را پاڅو او د واقعي بدلون په اړه فکر وکړو. اوس هغه وخت راغلی، چې د پاکستان د واقعي ثبات ټینګښت او نيکمرغۍ ته د رسېدو په اړه فکر وکړو؛ نه دا چې په بلې احساساتي کړنې لاس پورې کړو.

دا په داسي حال کې ده چې موږ پوهيږو، دومره وړتيا شته چې د خلکو لپاره د بسنې وړ، غلې او دانې وکرو او له طبعي کانونو څخه پوره انرژي تر لاسه کړو. د پاکستان پوځ د نړۍ یو له سترو پوځونو څخه دی، چې د اټومي وړتیا ترڅنګ د ډبرو، ګازو او سروزرو کانونه هم لري. ډېری خلک مو د ځان ژغورنې هڅې کوي یا هم پر پېښو سترګې پټوي.

د پاکستان پیاوړتیا یوازې د ریښتینې پلان پر اساس پېژندل کېدای شي، چې له مخې یې ناکامه دیمکراټیک نظام ته د پای ټکی کېږدي، ثابت او منظم بدیل رامنځته کړي. هغه بدیل یو طبعي نظام دی، پر نبوي طریقه اسلامي خلافت، چې له اسلامي عقیدې څخه سرچینه اخلي. د تاریخ په اوږدو کې دغه نظام، امت د بشر د یوه رهبر په توګه له ریښتیني دریځ او ویاړ څخه برخمن کړی او دغه یوازېنی نظام دی، چې پاکستان به له نني وېرجن حالت څخه را وباسي.

د امت د ستونزو حل واقعي معيارونو ته اړتيا لري. د تشو خیالونو او دیموکراسۍ له لارې ستونزو ته حللاره موندل د واقعي معیار ښکارندویي نه شي کولی. راځئ! له ځانه وپوښتو، ایا تر دې دمه خیالونو او دیموکراسۍ مو ستونزې حل کړي؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: نازيه رحمن

ژباړن: افغان بادشاه

د مطلب ادامه...

له ناټو څخه د اکراین هیلې؛ له باران نه ناوې ته کښېناستل

خبر:

د مارچ پر ۲۸مه د چهار شنبې په ورځ، د اکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د ۲۰۱۸م لپاره ناټو ته د اکراین د ورګډېدو په ملاتړ د کلني ملي پروګرام په اړه فرمان لاسلیک کړ.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیزو خدمتونو د راپور پر بنسټ، د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د اکراین لپاره د همغږۍ رامنځته کول دي، چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي. ( سرچینه: (ZN UA

تبصره:

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۱مه د اکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز مرکز د پیټرو پروشینکو یوه وینا خپره کړه، چې له آلمانۍ ورځپاڼې (هامبرګ ماښام) سره یې په یوه مرکه کې ویلي و: « موږ له ناټو سره د غړیتوب لپاره ځانګړې هڅې پیل کړي. زموږ موخه په راتلونکو لسو کلونو کې د دغه تړون غړیتوب تر لاسه کول دي ».

له شک پرته، د اکراین د ولسمشر دا ډول څرګندونې د روسیې فدراسیون او لوېدیځ تر منځ له وروستیو ترینګلو اړیکو سره جوختې شوي دي.

د ۲۰۱۸م د مارچ پر ۲۱ مه  د روسیې ولسمشر فدارلي پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې هغه ننګونې په ګوته کړې، چې لوېدیځ ورسره مخ کېدونکی دی، په دې برخه کې یې د روسي ساینسپوهانو له لورې د نویو لاسته راوړنو یادونه وکړه، چې نوې پرمختللې وسلې یې ښه بېلګه ده. د روسي چارواکو له لورې په تېرو دوو کلونو کې دا ډول په ډاګه ځان ښودنه نه وه شوې.

د مارچ پر څلورمه د انګلستان په سالیسبوري کې یوه پېښه را منځته شوه چې پکې سرګي سکریپال او د هغه لور، چې د روسیې د وسلوال پوځ پخوانی کارمند او دوه اړخیزه جاسوس و، په زهرو مسموم شول. دا پېښه د دې لامل شوه، چې روسیه او یو شمېر لوېدیځ هیوادونه د اکراین په ګډون یو د بل له  خاورو څخه یو شمېر ډیپلوماټان وشړي.

د روسیې فدارسیون او د لوېدیځ هیوداونو تر منځ  په اړیکو کې د کړکېچ او نویو بدلونونو په اړه خبرونه هره ورځ په سرټکو کې راځي. د بېلګې په ډول، په اروپایي ټولنه کې د پردې تر شا له روسیې سره  اړیکې د خرابۍ لور ته روانې دي. د ډیویچ ویله (DW) د خبر پر بنسټ، اروپایي کمیسون د مارچ د ۲۸ مې په وړاندې کړل شوي پلان کې پرېکړه کړې، چې د ټانکونو او نورو درنو وسایلو د لېږد په موخه به د پلونو، لویو لارو او د اورګاډو د امنیت او خوندیتوب څارنه کوي.

د دغو نویو کړکېچونو د علت په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوو:

په هر حال، پوتین هيله من دی چې له لوېدیځ سره اړيکې عادي حالت ته راولي او په ځانګړې توګه له امریکا سره چې په بشپړه توګه یې اړیکې ورسره ترینګلې شوي.

د مرستو ډاډ چې امریکا او سوريي ته ورکول کېده، هغه هیلې چې د امریکا د نوي ادارې مشرتابه، ټرمپ ته ورکول کېدې او دغه راز د صبر او امید پالیسې چې له اروپا سره مخ ته وړل کېده، دا ټول هغه څه دي چې روسي فدراسیون ترسره کړي، خو په وروستیو کې نوموړی فدارسیون پوه شو، چې اقتصادي بندیزونه به د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه سملاسي او یا وروسته دې ته اړ کړي، چې د روسیې پر وړاندې داسې ګامونه اوچت کړي، چې دوی یې هیله نه لري.

د روسیې کورني او بهرني سیاسي حالت یو ځل بیا د پوتین پام ځان ته واړوه او وپوهېد، چې یو بهرنی دښمن د لوېدیځ په څېره کې د امریکا په مشرۍ شتون لري. د روسیې فدراسیون له لورې د شخړو را منځته کول په طبعي ډول د اروپا او امریکا له لورې متقابل عمل له ځانه سره لري. نو په دې حالت کې موږ باید د شمالي اتلانتیک یا ناټو تړون ته د اکراین د ورګډېدو د هيلو په اړه غور وکړو، چې د اکراین ولسمشر پیترو پروشینکو یې په اړه فرمان هم لاسلیک کړی دی.

د اوکراین په اړه باید ووایو، چې په ناټو کې غړیتوب به اکرایني وګړو ته هیڅ ګټه ونه لري، ځکه د ۲۰۱۴م په پسرلي کې اکراین ته تش په نامه د «نړیوال جمعي امنیت» یا «د امنیت په اړه د نړیوال تضمین»  واقعیت ښه څرګند شو. ښه بېلګه يې په اکراین کې د روسیې نظامي مداخله وه، کله چې د «هنګري هوکړې» یو تضمینونکی په خپله تړون ماتوي او د یو غاصب په څېر د سوېیل ختیځ اوکراین یوه برخه اشغال او له خپلې خاورې سره یې نښلوي او نور تش په نامه «تضمینونکي» د پردې تر شا د خپلو ګټو او خوندیتوب لپاره ورسره هوکړه کوي او د دوه مخېتوب په پلمه یوازې تشه اندېښنه ښیي.

«نړیوال امنیت» او تش په نامه «نړیوال قانون» له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي، ځکه هر دولت یوازې او یوازې د خپلو ملي ګټو د تامین لپاره کار کوي او له نورو ټولو نړیوالو اصولو څخه د وسیلې په توګه د دې ګټو د ډاډمنتیا لپاره کار اخلي. په نړۍ کې د نن ورځې د کمزورو خلکو حالت همدا دی. د اکراین په ګډون دوی ټول د لویو قدرتونو له غوښتنو سره سم یرغمل شوي او دې ته اړ ایستل کېږي چې په بېلابېلو قدرتونو پورې ځانونه وتړي، تر څو د بل قدرت له جنایتونو څخه ځان وژغوري، خو د کوچنیو ملتونو پر وړاندې دوی په جنایتونو کې یو له بل سره کوم توپیر نه لري او ټول په یوه درجه کې ځای لري.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: په اکراین کې د مطبوعاتي دفتر مشر فاضل امزیوف

ژباړن:عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

پر سوریه د امریکا د وروستي هوايي برید حقیقت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۱۸ز د مارچ په ۱۱مه د پوتین، روحاني او اردوغان د ګډې ناستې په اړه موږ یوه اعلامیه خپره کړه او په دې اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا درې هېوادونه په سوریه کې د امریکا پلان پلی کوي او د امریکا تر نفوذ لاندې په دې هېواد کې سېکولر رژیم غواړي. نو پر دې بنسټ پوتین د امریکا په همغږۍ او د امریکا لپاره خدمت کوي. په سوریه باندې د امریکا د برید تر شا څه دي سره له دې چې په طرطوس او حمیم کې د روسیې ځواکونه هم شته؟ دا څنګه کېدی شي چې د امریکا، انګلیس او فرانسې ترمنځ ګډه ایتلاف شته وي، په داسې حال کې چې ګټې یې مختلفې دي؟ هیله ده دا پوښتنې ځواب کړئ. جزاک الله الخیر همدارنګه دا چې پوښتنه مې له وخته مخکې وکړه بښنه غواړم.

ځواب:

1-       ړومبی غواړم د پوښتنې یوه برخه تصحیح کړم. امریکا په سوریه کې د روسیې اډې نه دي ویشتلې. دا خبره د روسیې د دفاع وزارت په بیانیه کې راغلې ده او ویلي یې دي چې بریدونه د اډې شاوخوا شوي دي او روسیه په داسې حال کې غلې ده چې ځان د سوریې او د سوریې د خلکو مالک او اختیار لرونکې بولي.

2-       د امریکا د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په نسبت غواړي د روسیې غوږونه خلاص کړي. نن سهار په کابو لسو مرکزونو بریدونه وشول او په دې اړه پوځي کارپوهان وایي چې خورا لږ بریدونه په کیمیاوي او تحقیقاتي مرکزونو باندې وو او زیات شمېر یې په پوځي مرکزونو.

3-       دا چې امریکا ولې روسیه د دومره خدمتونو په کولو سره سره بیا هم تنبیه کړله؟ باید ووایو چې روسیه په دې وروستیو کې یو څه مغروره شوې وه او دې هېواد په سوریه کې پوځي فعالیتونه په داسې یوه وضعیت کې کول چې ګواکي د سوریې ټولې چارې د دوی په واک او کنټرول کې دي او کړنې یې تر هغې دایرې وتلې وې چې امریکا ورته ترسیم کړې وه چې د امریکا د رول تحکیمول دي. له همدې امله امریکا د روسیې پوځي اډو ته څېرمه بریدونه وکړل، څو یاد هېواد بېرته په خپل ځای کېنوي او که روسیه یو ځل بیا تر خپل لمڅي پښې وباسي، نو امریکا یې بیا پر وړاندې درېږي او بیا یې توهینوي، لکه څنګه چې په واشنګټن کې د روسیې سفیر وویل: (د امریکا برید په اصل کې د پوتین توهین و، نه د روسیې.)

4-       همدارنګه دا چې بریدونه ولې د روسیې د توهین لپاره وو، نه د سوریې پر پوځي مرکزونو؟ ځکه چې څو ورځې مخکې ټرامپ غپېدلی و او په دې سره یې سوریې ته څرګند پیغام ورکړ چې باید پوځي مرکزونه تش کړي. د همدې امله تر ۱۰۰ زیاتو توغندیو یوازې مادي زیانونه درلودل. مګر دا چې رژيم له دې ډول توهینونو سره عادت کړی دی او لاسپوڅي له دې سره عادت شوي وي چې کله یې باداران وغواړي، نو دوی تر برید لاندې راولي. په تېرو وختونو کې دا ډول زیاتې پېښې د دې خبرې ښه ثبوت دی او امریکا د خان شیخون تر پېښې وروسته همداسې کار وکړ. له همدې امله دا ډول کارونه د لاسپوڅو لپاره نوې خبره نه ده، بلکې دوی په دې برخه کې پوره پوهه تر لاسه کړې ده. تر ټولو بده خبره دا ده چې دوی تر ډبولو وروسته جشن نیسي. هغه څه چې د پام وړ دي، هغه دا دي چې دې برید په روسیه خورا زیات اثر کړی او حتا ځینې جنګي بېړۍ او پوځي مرکزونه یې د امریکا د بریدونو له وېرې تش کړي دي. که څه هم بریدونه د روسیې اډو ته څېرمو وشول، مګر روسیې د دې هوايي بریدونو د خنثا کولو لپاره هېڅ هم ونه کړل.

5-       یوه روسي چارواکي په خپله یوه بیانیه کې نن سهار وویل چې روسیه به د امنیت شورا ته خپل شکایت واستوي، چې همداسې یې وکړل او د امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په دې اړه به د ګرینوچ په وخت په ۱۵بجو غونډه وکړي. د روسیې کار داسې و لکه یو کمزوری هېواد چې تر برید لاندې راځي او بیا د امنیت شورا ته شکایت کوي. په اصل کې په روسیه برید شوی دی که څه د دوی مرکزونه نه دي په نښه شوي. دا بریدونه ځکه وشول چې روسیه بیخي په هوا ګرځېدله او د شوروي اتحاد د وخت د واک او ځواک خوبونه یې لیدل. نو دې بریدونو روسیه بېرته کوچنۍ کړله او بېرته یې په خپل ځای کېنوله او روسیې یې پر وړاندې هېڅ هم ونه کړل او نه یې د کړلو جرئت درلود. پر دې بنسټ؛ د روسیې سیاسي حماقت څرګندېږي چې دوی په سوریه کې پرلپسې هڅې کوي، مګر بیا هم د دې هېواد اختیار نه شي تر لاسه کولی او اصلي تصمیم د امریکا په لاس کې دی. همدارنګه روسیې د مصر له موضوع درس وانه خیست، چې سادات د قلم په یوه کرښه دوی له مصر وایستل. ځکه چې په مصر کې اصلي واک له امریکا سره و، مګر روسان په دې نه پوهېدل او دوی ورته کار نن په سوریه کې د خپلو وحشي بریدونو په سرته رسولو سره د نورو لپاره او د اسلام سره د کرکې لپاره کوي. دغه وحشتونه چې نن یې امریکا په سوریه کې کوي، تر شا یې امریکا ده او دا به د مسلمانانو له یاده کله هم ونه وځي او یوه ورځ به دا پاڼه واوړي او موږ د دې ورځې د راتګ لپاره دعاء کوو.

6-       همدارنګه د امریکا، انګلیس او فرانسې د ایتلاف په اړه باید وویل شي چې دا ایتلاف هغه ایتلاف ته نه دی ورته چې څو هېوادونه یې د یوه بل هېواد پر وړاندې تړي، بلکې دا د امریکا په اجازه یوه ګډون و. لکه څنګه یې چې په عراق او سوریه کې وکړل؛ دوی هلته هم د تروریزم په پلمه په نړیوال ایتلاف کې فرانسې او انګلستان ته اجازه ورکړه چې ګډون پکې وکړي او موږ په دې اړه په تېرو اعلامیو کې په جزیاتو بحث کړی دی.

7-       هغه څه چې موږ ته درد راکوي دا دي چې د نړۍ لوی قدرتونه زموږ په اسلامي خاورو کې مداخله کوي او ځانونه د دې خاورو اصلي واکمنان او اختیار لرونکی بولي. په داسې کې چې موږ هغه دولت نه لرو چې موږ سره متحد کړي او زموږ عزت بېرته راولي. امریکا به په یاد لري چې یو وخت یې چې بېړۍ له مدیترانې تېرېدلې په الجزایر کې یې د عثماني دولت والي ته جزیه ورکوله. همدارنګه فرانسه به هم په یاد لري چې یو وخت یې پاچا بندي شوی و د عثماني خلیفه سلیمان قانوني یې مرسته غوښتله او انګلیس به هم په یاد لري چې کله یې په تیاتر کې د یوې برنامې له خپرولو له عثماني سفیر څخه بښنه غوښتنې وه.

دا څه وخت وشول؟ هغه وخت چې عثماني خلافت خورا کمزوری شوی و او مجبور و چې د دوی بښنه غوښتل ومني، که نه غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکولی شوی. نو هر مسلمان باید له حزب التحریر سره د نبوت پر منهج باندې د راشده خلافت د بیا راتګ لپاره هڅه وکړي. که داسې وشي، نو اسلام او مسلمانان به بریالی او کافران به ماتې خوري.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيم﴾

 [روم: 4-5]

ژباړه: په دې ورځ به مسلمانان د الله د نصرت له امله سخت خوشاله وي او الله چې چاته وغواړي نصرت ورکوي او همدی عزیز او مهربانه دی.

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې