پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بلاخره په سوریه کې د امریکا له مزدورو څېرو (اردوغان، روحاني او پوتین) پرده لرې شوه!

  • خپور شوی په حزب

دا درې کسان دا دنده لري چې د سوریې له لاسپوڅي حکومت څخه د امریکا په ګټه دفاع وکړي، تر څو امریکا ته د دې موقع برابره شي چې په کوریا او چین کې خپلو کړکېچونو ته پام واړوي

 (ژباړه)

د ۲۰١۸م کال د اپرې په ۴مه د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران په انقره کې سره راټول شول او یوه بیانیه یې خپره کړه، د دغې بیانیې له متن او مفهوم څخه په څرګنده داسې ښکارېدل چې دا درې کسه په سوریه کې د امریکا د لاسپوڅي حکومت د ساتنې او د اسلام د حاکمیت لپاره د شام د خلکو د خوځښتونو د ځپلو لپاره ټینګه اراده لري. نور جزیات دا دي :

اردوغان: اردوغان د انقلاب له پیله تر اوسه د شام له خلکو او انقلابیونو سره دوکه کوي؛ نوموړي د فرات ډال په نوم عملیاتو کې ډېر انقلابیون د خپل دغه «ډال» له مخې لرې کړل چې د حلب د سقوط او بشار ته یې د تسلیمېدو زمینه برابره شي او هماغسې وشول؛ بیا یې د زیتون څانګې تر نامه لاندې نور عملیات پیل کړل او نور وسله‌وال انقلابیون یې عفرین ته وروغوښتل چې بیا د ادلیب او ورپسې د ختیځې غوطې د تسلیمېدو زمینه برابره کړي، چې بیا هم هماغسې وشول چې غوښتل یې. اوس یو ځل بیا د «ډالونو او څانګو» په اړه فکر کوي چې  بیا انقلابیون له ادلیب څخه بهر بل ځای ته ولېږي او ادلیب یې له لاسه وباسي.

روحاني-خامنه‌اي: دا خبره له هېچا پټه نه ده چې له سره تر پایه په وسلو سبماله ملیشې د سپاه پاسدارانو او په لبنان کې د ایران د حزب الله او نورو مزدورانو په ګډون یې چې هرې خوا راټول شوي دي او د سوریې په دښتو او غرونو کې خواره دي چې په ټول ځواک هڅه کوي د شام د ظالم حاکم د ساتنې لپاره په ډېره بې رحمۍ خلک ووژني.

پوتین: په سوریه کې یې ټولوژنې او جنایتونه ټولو ته ښکاره دي؛ البته په دې قضیه کې له اردوغان او روحاني سره د پوتین توپیر دا دی چې پوتین د خپلو جنایتونو توجېه او فریب ته اړتیا نه لري، ځکه هغه په ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي، خو اردوغان او روحاني چې ځانونه مسلمانان بولي، باید د مسلمانانو د تېر ایستلو لپاره له رنګارنګ فریبونو او دسیسو کار واخلي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دا درې کسان په سوریه کې د امریکا د لاسپوڅي او غلام حکومت د ساتلو په هڅه کې دي او د دې کار لپاره له هېڅ ډول جنایت او وژنې مخ نه اړوي. دوی ښه پوهېږي چې امریکا د سوریې په حکومت کې ډېر نفوذ لري او دوی د امریکا په استازیتوب جنګېږي چې امریکا د کوریا او چین کړکېچونو ته پام زیات کړي. که دغو دریو یو څه درک هم لرلای، پر دې لار باید نه وای تللي؛ خو ریښتیا دا دي چې شیطان تر خپلو ملګرو داسې چاپېر وي چې هغوی هېڅ نه ویني.

له دې سره سره، باید له یاده ونه باسو چې که هغو ځینو انقلابي ډلو که د دښمن د ګواښ د سیاست او تطمیع او چټلو پیسو فریب نه وای خوړلی؛ هېڅ کله به دغه جنایت کوونکي- هم دغه درې حکام اوهم امریکا چې د پردې له شا یې کنټرولوي- نه وای بریالي شوي چې دومره جنایتونه وکړي او تر دې حده مخته لاړ شي. هو، که هغه فریب خوړلي نه وای، جنایتکار دښمن به تر اوسه له پښو لوېدلی و. که څه هم حزب التحریر د انقلاب له همغو لومړیو ورځو خپله ټوله هڅه وکړه چې د فرېب خوړلو انقلابي ډلو سترګې او غوږنه په هغه څه خلاص کړي چې شاوخوا یې تېرېدل؛ خو دوی د فریبکارانو خبرو ته غوږ نیوه او داسې یې توجېه کول: هغوی په خپلو امکاناتو او وسلو له موږ ملاتړ کوي، دا داسې کار دی چې د حزب په وس کې نشته او یوازې نصیحت کوي او دا نصیحتونه په هېڅ صورت د دښمن د تورې په مقابل کې زموږ ساتنه نشي کولای. دوی پر دې نه پوهېدل چې دغه توره یې څښتن په لاس کې دوه سره وي؛ که یې کاروونکی هوښیارانه عمل وکړي، د دښمن له ګوزاره یې ساتي او د دښمن د ماتولو لپاره به کلکه وسیله وي؛ خو همدا توره د هغه غولول شوي په لاس کې چې جنایتکارانو په مرستو پسې دی، داسې وسیله ده چې له دښمن مخکې یې کاروونکی له منځه وړي.

هغو نظامي ډلو ته چې زموږ لارښوونې یې نه منلې او نه یې غوښتل چې زموږ تر فکري پوښښ لاندې وي او ویل یې: دا خبرې د جګړې په ډګر کې زموږ هېڅ ستونزه نه حل کوي؛ موږ مالي او تسلیحاتي مرستو ته اړتیا لرو او هغه به له خاینو مسلمانانو، هم له عربو، ترکانو، فارسیانو او حتا په ځینو مواردو کې له جنایتکارې روسیې او امریکا اخیستل او داسې فکر یې کاوه چې د دغو چټلو مالونو اخیستل به د دې لامل نه شي چې ستاسو څخه دفاع وکړي. موږ اوس دغو نظامي ډلو ته وایو: اوس مو د هغو خبرو او کارونو پایله ښه وګورئ؛ کډوالۍ ته یې اړ کړئ او حتا له خپله کوره یې و ایستئ.

خو دا خبره باید هېره نکړو چې د خوړل شوو فرېبونو او اوسني وضعیت سره سره، بیا به هم، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه، دغه امت به ماتې ونه خوري؛ ځکه چې وخت په بدلېدو دی او دا امت څو ځله له داسې او تر دې لویو ستونزو سره مخ شوی، صلیبیان او تاتاریان یې مات کړل او یو ځل بیا یې د نړۍ رهبري په لاس کې واخیسته. ښایي ځینې ووایي: هغه وخت د دښمن د ماتې او د امت د ویښېدو لامل دا و چې د اسلام حاکمیت و او خلافت که څه هم ضعیف شوی و، خو بیا هم شته و او مسلمانانو داسې یو څوک لرل چې سره راټول یې کړي، د دښمن پر وړاندې یې منسجم کړي او حق پر باطل زورر کړي؛  خو اوس اسلام حاکمیت نه لري او خلافت نشته، نو څوک به مسلمانان سره راټولوي؟ دا سمه خبره او داسې پوښتنه ده چې له اوسني واقعیت سره بشپړ تطابق لري، خو د واقعیت بل اړخ دا دی چې د خلافت د تاسیس لپاره کار په ډېر قوت روان دی او اوس په ډېری هېوادونو کې د مسلمانانو اصلي غوښتنه خلافت دی او په خپلو خبرو او چلند کې یې ملاتړ کوي او په دې هڅه کې دي چې امت د ١۳۴۲هـ.ق کال د  رجب په ۲۶، ۲۷ او ۲۸ کې تجربه کړې، هغه ورځې چې امت د هغو دسیسو او جنایتونو شاهد و چې د خلافت د سقوط لامل شول، معکوسې کړي او د خلافت په بیا تاسیس روښانه ورځې  هغه وخت راولي چې الله سبحانه و تعالی مخکې له مخکې ټاکلې او دا کار د عزیز او توانا الله لپاره ستونزمن نه دی. هغه وخت به خاینان او جنایتکاران خپل واقعیت درک کړي او پوه به شي چې څومره سختې ورځې ورته په تمه دي!

اې مسلمانانو! خبر اوسئ چې دغو دریو خاینو د سوریې په حق کې له هېڅ ډول دسیسې او جنایته درېغ نه دی کړی، دوی به هېڅکله د شام د خلکو پر وړاندې د جنایت او وژنې په خاطر د ارامۍ او اسودګۍ مخ ونه ګوري او له داسې ځایه به درناک عذاب پرې راشي چې حتا تمه به یې نه وي. لکه نور یاران او همفکران یې چې په تېر وخت د شام د خلکو په سخته ابتلا کې ګیر او هلاک شول، اوس هم تاریخ تکرار شوی او دوی به هم د هغو نورو پشان د الله سبحانه و تعالی په خوښه هلاک شي.

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا﴾

[طلاق: 3]

ژباړه: الله(سبحانه وتعالی) خپل پلان پلی کوي. پرته له شکه چې الله سبحانه و تعالی د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده.

وروستۍ خبره مو د مسلمانانو لښکرو ته ده چې په خپلو اډو کې ارام ویده دي: موږ ستاسو واقعیت ته ډېر متعجب یو؛ کله چې خاین حکام د مسلمانانو د وژلو امر درته وکړي، ژر یې منئ؛ خو کله مو چې مسلمانانو مرستې او دفاع ته راوغواړي، پر دوی له ظلمونو سترګې پټوئ او لکه مړي چوپ پاتې کېږئ. دلیل مو دا وي چې ګواکي له خپلو قومندانانو اطاعت کوئ، په داسې حال کې چې له داسې کسانو اطاعت د دې لامل کېږي چې په دنیا کې خلک کرکه درنه وکړي او په اخرت کې دردناک عذاب ووینئ، هلته به هېڅوک نه وي چې دفاع درنه وکړي، حتا هغه کسان چې تاسو د هغوی لپاره بېشمېره خلک وژلي او خپله هم د هغو په دفاع کې وژل شوي وی، الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا﴾

[احزاب: 66-67]

 ژباړهپه هغه ورځ چې د دوی څېرې د دوزخ په اور کې پورته او کښته شي، نو دوی وايي: اخ کاشکي د الله او د رسول پیروي مو کړې وئ، اې ربه موږ د خپلو مشرانو پیروي وکړه او موږ یې ګمراه کړلو.

خو له دې سره سره، باید ووایو چې تاسو اوس هم وخت لرئ چې خپل تېر غفلتونه او اعمال، د الله سبحانه و تعالی دین ته په نصرت ورکولو سره جبران کړئ او د اسلام د حاکمیت کوښښ وکړئ؛ له ظالمانو، منافقینو او استعمارګرو کفارو سره مو اړیکې پرې کړئ، ښایي د تېرو عمالو کفاره مو شي؛ لکه څنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى﴾

[طه: 20]

ژباړه: پرته له شکه چې زه د هغو کسانو لپاره بښوونکی یم چې توبه کوي او صالح عملونه کوي او سمې لارې ته راګرځي. 

بله خبره مو ټولو مسلمانانو ته متوجه ده چې داسې نه چې د الله سبحانه و تعالی له رحمته نهیلي شئ! د شام ځمکه به د شام ځمکه وي؛ ځکه چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په وینا، شام د دارلاسلام اصلي مرکز دی:

احمد په خپل مسند کې له جبیر بن نفیر څخه روایت کوي چې سلمه بن نفیل هغوی ته ویلي: زه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورغلم او راته ویې فرمایل:

«أَلَا إِنَّ عُقْرَ دَارِ الْمُؤْمِنِينَ الشَّامُ»

ژباړه: خبر اوسه چې د مسلمانانو اصلي مرکز د شام خاوره ده.

په یوه بل روایت کې له نعیم بن حماد څخه او ده له کثیر بن مره څخه روایت کړی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«عُقْرُ دَارِ الْإِسْلَامِ بِالشَّامِ»

ژباړه: د اسلام مرکز شام دی

وروستۍ خبره دا ده چې؛ حزب التحریر داسې یو پېشوا حزب دی چې خپلو پيروانو ته یې کله هم دروغ نه وايي، له امت سره یوځای خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او د الله سبحانه و تعالی په فضل او رحمت سره به همداسې پر حق ټينګ ولاړ وي او خپله فکره او طریقه به کله هم بدله نه کړي، ځکه له حقانیت څخه یې ډاډه دي او په خپل رب باندې یې تکیه کړې ده او عزت په اسلام کې پلټي او له الله سبحانه و تعالی څخه په خورا عاجزۍ غواړي چې د دعوت له حاملینو سره خپله وعده محققه کړې، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ...﴾

[نور: 55]

 ژباړه: له هغو کسانو سره چې پر الله یې ایمان راوړی او صالحې کړنې کوي، الله ور سره دا ژمنه کوي چې دوی به د ځمکې پرمخ خپل ځایناستي ټاکي لکه څنګه یې چې پخواني قومونه خپل ځایناستي کړي وو.

همدارنګه الله سبحانه و تعالی ته لاسونه لپه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې زیری چې د دعوت حاملیونه ته یې ورکړی دی تحقق پیدا کړي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ... بیا به د ظلم حکومت وي او تر هغه وخته به وي چې الله غوښتي وي او کله چې الله وغوښتل لرې کوي به یې او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي.

راوي وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر دې خبرې وروسته سکوت وکړ. احمد داسې روایت کړی دی:

«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ نُبُوَّةٍ ثُمَّ سَكَتَ.»

ژباړه: ... بیا به د ظلم حکومت وي او تر هغه وخته به وي چې الله غوښتي وي او کله چې الله وغوښتل لرې کوي به یې او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي او بیا [رسول الله صلی الله علیه وسلم] سکوت وکړ.

حزب ډاډه دی چې د الله نصرت را رسېدونکی دی او الله سبحانه و تعالی یوازې نبیان او رسولانو ته مرسته نه ورکوي، بلکې رښتینو مومنانو ته هم نصرت ورکوي او دا نصرت نه یوازې په اخرت کې دی، بلکې په دنیا کې هم شته دی، ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

[غافر: 51]

ژباړه: موږ خپلو رسولانو او مومنانو ته په دنیوي ژوند او اخرت کې نصرت ورکوو.  

په هغه ورځ به مسلمانان د الله د نصرت له امله خوښ او خندان وي او جنایت کوونکي چې د دنیا خوندونه یې څکلي دي د اخرت په سخت او درد لرونکي عذاب سره اخته وي، ځکه الله سبحانه و تعالی انتقام اخیستونکی، جبار او مقتدر دی.

حزب التحریر

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د ښځو کنفرانس «د پارلماني ټاکنو واقعیت او پکې شرعي حکم»

د حزب التحریر ولایه لبنان د ښځو برخې با ارزښته کنفرانس: «د پارلماني ټاکنو واقعیت او پکې شرعي حکم» په ابي سمرا ، د حزب په دفتر کې تر سره شو. 

 ۱۴۳۹ه، د رجب ۲۰مه، د شام طرابلس/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۷مه

د مطلب ادامه...

د صليبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترور او وحشت

خبر:

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ پر هاشميه دارالعلوم باندې د دوشنبې د ورځې په هوايي بريدونو کې سلګونو عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې. د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي رسنيو ته پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې هوايي ځواکونو د دې ولسوالۍ په دفتاني کلي کې پر يوې مدرسې هوايي بريد کړی چې له ۱۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي. د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې په دغه برید کې هغه عام خلک، دیني عالمان، د مدرسي فارغان او ماشومان په نښه شوي، چې دغو مراسمو ته ورغلي وو. په پارلمان کې کې د کندز ولایت استازي هم په پېښه کې درنه مرګژوبله ملکي خلکو ته اوښتې بولي. مګر يوازې افغان حکومت او د هغه دفاع وزارت دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د «ترهګرو» په هغه قرارګاه ګڼي، چې د دوی په وينا «ترهګريز» فعاليتونه پکې ترسره کېدل.

تبصره:

دغه وحشيانه بريد د ټرمپ د هغې خونړۍ ستراتیژۍ له مخې ترسره شو، چې په تېر اګسټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره اعلان شوه. د دغه ستراتيژۍ له اعلان وروسته امريکايي او افغان ځواکونو خپلو هوايي بريدونو ته سخت زور ورکړی ترڅو د هوايي بريدونو د فشار له لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي. مګر ډېری وخت دغه بريدونه پر ملکي موخو ترسره کيږي، چې وروستۍ بېلګه يې د کندز د دشت ارچي بريد يادولای شو. په دې اړه د پژواک خبري آژانس د وروستي راپور له مخې په مارچ مياشت کې ۱۷۱ بریدونه شوي چې له امله یې ۱۰۱۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲ نور ټپيان شوي دي. د مرګ ژوبلې دغه کچه د فبرورۍ میاشتې په پرتله ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

 ټول افغانان او نړيوال د دې شاهدان دي، چې افغانستان د امريکايي اشغال له لومړۍ ورځې تر ننه د دا ډول ترور او وحشتونو ډګر دی. مګر له دغو وحشتونو سره-سره بيا هم د امريکا افغان لاسپوڅو له دغو صليبي تروریستانو سره لومړی ستراتيژيک او بيا امنيتي تړون لاسليک کړ؛ چې له امله يې رسماً امريکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د شتون او د دا ډول وحشتونو د ادامې جواز ورکړل شو. دا دی اوس ټول دولتي او غير دولتي بنسټونه دا ډول بريدونه يوازې په لفظي توګه غندي، هېڅوک يې د عاملينو محاکمه څه چې له هغوی څخه په دې اړه د پوښتنې ګروېږنې غږ لا نه پورته کوي. آن تر دې چې د رسنيو په شمول ټول اړخونه د جنايت د مشروعيت لپاره بېلابېل دلایل لټوي، ترڅو له اشغالګرو ځواکونو او ګوډاګي دولت سره يې اړيکې خرابې او فردي او سازماني ګټې يې له خطر سره مخ نه شي.

دغه تروريستي بريد يو ځل بيا د امريکا جګړه ييز منطق او له مسلمان سره د هغوی کرکه په ډاګه کړه، چې د څو ګوماني مسلمانو وسله‌والو د وژلو لپاره د سلګونو ملکي وګړو، ماشومانو او سپين ږيرو ژوند اصلاً اهمیت نه ورته لري. بلکې ټولو ته يې ثابته کړه چې امريکا او افغان دولت چا ته تروریست وايي!؟ هغه مسلمان ته چې د امريکا او امريکايي افغان دولت ګټې وننګوي. بل پلو له «تروریزم» سره يې د امريکا د جګړې ماهيت يو ځل بيا بربنډ کړ، چې تر دغه نامه لاندې يې يوازې له اسلام او مسلمانانو سره سخته جګړه روانه کړې ده، حال دا چې اصلي تروريستان خپله امريکایان، د هغوی نړيوال ملګري او سيمه ييز ګوډاګي ځواکونه دي.  

دغه بريد د ماشوم او بشري حقونو تش په نامه غربي داعيې هم افشا کړلې، چې هغوی يوازې د غربي وګړو لپاره د پام او عمل وړ دي. مسلمانان او د هغوی ماشومان ورڅخه مستثنی دي. همداراز له افغان وسله والو مخالفينو سره یې د غربي ليبرالې سولې ماهيت هم څرګند کړ. یعنې تر هغه چې مسلمانان خپل سپېڅلی دين پرېنږدي او کفري ډيموکراسۍ ته تسليم نه شي، نو د هغوی د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو وژل به همداسې دوام ولري.

په ټولو اسلامي خاورو کې د دا ډول ترور، وحشت او جنايتونو دوام د دې جدي اړتيا ثابتوي، ترڅو مسلمانان حاکم کفري نظامونه و نړوي، لاسپوڅي رویبضه (احمق) واکمنان له واکه ليرې کړي، پر ځای يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طريقه دويم راشده خلافت تاسيس او له هغه امام (خليفه) سره بيعت وکړي، چې د نړۍ د مسلمانانو د مقدساتو، وينو، مال، نواميسو، شتمنيو او خاورې دفاع وکړي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

"إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه و يتقى به"

له شک پرته امام (خليفه) هغه ډال دی، چې [امت] يې تر شا جګړه او له ځانه ساتنه کوي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

د اوسنیو سیاستوالو کړنې دیموکراتیک فاسد نظام ته په بشپړ ډول ورته دي

  • خپور شوی په پاکستان

د تغیر لپاره د سمې سیاسي تګلارې په غوره کولو سره د نبوت پر منهج خلافت راتلی شي

ترجمه

پاکستاني ځوانان او د لیک لوست خاوندان، چې په ۲۰۱۰ م کې یې له هغو سیاسي ډلو څخه ملاتړ اعلان کړ، چې بدلون به راولي، نن ورځ  په هغو کې د فرصت طلبو، د واک تږيو او ځان غوښتونکو سیاستوالو پر شتون خپه او خواشیني دي. پاکستاني زلمیان غواړې، چې په دغه هیواد کې د اسلام د بشپړه پلي کېدو لپاره د پلرونو هیلې او خوبونه په حقیقت بدل کړي. همداراز دغه ډلې د بدلون راوستونکو په نامه تل د ځوانانانو د هڅونې په موخه د مدینې دولت بېلګې وړاندې کوي. خو د پاکستان اویا کلن سیاسي تاریخ او په ځانګړې توګه د ورستیو اتو کلونو له سیاسي تاریخ څخه جوتېږي، چې ډیموکراسي یو فاسد نظام دی او موږ به د یو فاسد نظام پر مټ و نه شو کولای چې ریښتنی بدلون راولو، بلکې تل به د حریصو سیاستوالو له لورې غولول کېږو.

حزب التحریر ولایه پاکستان له پاکستانې ځوانانو څخه غواړي، چې خواشیني نه شي او غور وکړي چې ولې د اوسني فاسد ډيموکراټیک نظام پر ځای ریښتني بدلون ته لاره نه هوارېږي؟ ولې په یو فاسد نظام کې تل واک له مفسدینو سره وي؟ ولې د واک لاس ته راوړلو لپاره باید د فاسدو خلکو ملګرتیا وشي؟ دغو ټولو پوښتنو ته ځواب ډېر ساده دی. هغه دا چې، دیموکراسي یو غیر اسلامي نظام دی، د الله سبحانه تعالی پر ځای انسانان پکې قانون جوړوي او له دې امله د الله سبحانه تعالی نظام له پلي کېدو څخه پاتېږي. همدا ده، چې د دیموکراسۍ له لارې د هر راز بدلون راوستنې هڅې له ناکامۍ او ماتې سره مخ کېږي او دا لړۍ همداسې دوام لري. بیا نو د رښتني بدلون راوستولو لپاره سمه تګلاره کومه ده؟

موږ د بدلون راوستلو لپاره باید د رسول الله صلی الله وعلیه وسلم تګلاره خپله کړو. د بدلون لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه دا ده، چې د یو سیاسي ګوند له لارې فکري او سیاسي مبارزه تر سره شي او بیا د واک له خاوندانو څخه  نصرت (مادي مرسته) تر لاسه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې هغه اشخاص په خپله ډلې کې منل، چا چې په بشپړه توګه اسلام  ته ژمنتیا درلوده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په پوره پاملرنې سره د خپلو صحابه‌و ښوونه او روزنه وکړه او له هر یوه یې بشپړ اسلامي شخصیت جوړ کړ. بیا د خپلو صحابه‌وو په مرسته د سیاسي مبازرې پر مټ د کفري نظامونو او افکارو پر وړاندې په کلکه ودرېد، اسلام یې د کوم څیز له پټولو پرته د الله سبحانه تعالی له لورې ټولنې ته د یو غوره بدیل په توګه وړاندې کړ، او د نظام لپاره یې د واک په خاوندانو او عامو خلکو کې عامه رایه را منځته کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت له حکامو سره هيڅ راز معاملې ته غاړه کښې نه ښوده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت (مادي مرستې) او  دولت د قایمولو لپاره عربو قبیلو ته ورغی او په خپله موخه کې بریالی شو، چې د مدینې دوو قبیلو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مشر په توګه ومنلو.

نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم د بدلون راوستلو طریقه ده؛ د خلافت راوستلو لپاره له یوې سیاسي ډلې سره یو ځای شئ، سیاسي او فکري مبازره وکړئ او د پاکستان له پوځ څخه د خلافت راوستلو لپاره د نصرت غوښتنه وکړئ.

حزب التحریر ولایه پاکستان له ځوانانو څخه غواړي، چې مایوسه نه شي او له دې ترخې تجربې څخه زده کړي. د الله سبحانه تعالی له ارادې سره سم د نبوت پر منهج د خلافت د بیا راتګ وخت لرې نه دی او  دا هغه ریښتینی بدلون دی، چې موږ ټول یې په لټه کې یو. الله سبحانه تعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

[ ال عمران:۱۳۹]

ژباړه: مه بې زړه کېږئ او مه اندېښمن کېږئ، همدا تاسو برلاسي ياست، که مومنان یئ

له دې امله، موږ د پاکستان ځوانانو او عامو خلکو ته بلنه ورکوو، چې له حزب التحریر سره په دې مبارزه کې برخه واخلئ او په پاکستان کې د ریښتیني بدلون راوستلو لپاره مرسته وکړئ.

حزب التحریر ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

فلسطین: د آل عمران مبارک سورت د ۴۴ام ایت تفسیر

د آل عمران مبارک سورته ۴۴ام ایت  "ذَلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ"  

  وړاندې کوونکی:  شيخ يوسف مخارزة (ابو الهمام)       

۱۴۳۹ه، د جمادي الثاني ۲۵مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۳مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې