سه شنبه, ۲۲ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ځوانان، سیاست او اسلام

(ژباړه)

خبر:

په دې وروستیو کې په مالیزیا کې «په سیاست کې د ځوانانو ګډون» پر مسله خبرې اترې کېږي. اطلاعات ښيي، چې په دغه هېواد کې ځوانان له سیاسي مسایلو سره کمه علاقه لري. دغه خبر په هغو مناظرو او سیاسي چارو کې، چې د سیاسي حزبونو له لوري پر مخ وړل کېږي د ځونانو نه ګډون او همداراز یې د دغه هېواد په ټاکنو کې په رای ورکوونکو کې د ځوان نسل کمښت ته اشاره کړې ده.

راپورونه ښيي، چې له ۱۴میلیونه رایه ورکوونکو ځوانانو څخه ۳.۸ میلیونو یې نوم لیکنه نه ده کړې. ځینې څېړنې ښي، چې ډېری ځوانان د مختلفو عواملو له کبله له سیاست سره کمه علاقه لري؛ داسې ښکاري چې لوی عامل یې د «سیاسي حزبونو او سیاستوالو» منفي څېره بلل شوې او دغه کار له سیاسي مسایلو څخه د ځوانانو د نه تمې لامل شوی.

تبصره:

په لنډه څېړنه کې دې ته رسېږو، چې شاید مالیزیایي ځوانانو له سیاست سره خپله علاقه له لاسه ورکړې وي، چې د رایې اچونې په نوملیکنه او سیاسي مناظرو کې یې ګډون نه دی کړی؛ خو که دا موضوع ژوره وڅېړو دې پایلې ته رسېږو، چې له سیاست سره د ځوانانو د علاقې نشت، نور لاملونه لري، چې پر دوی یې مستقیماً اغېزه کړې.

په حقیقت کې دا د منلو نه ده، چې یوازې په سیاسي مذاکرو او په رایه اچونه کې د ځوانانو د ګډون او نوملیکنې د سلنې پر بنسټ دا قضیه وڅېړو.که څوک د ځوان نسل پرمختګونو ته دقیق شي، نو وبه پوهیږي، چې د سیاسي مسایلو ردول او د علاقې نشت اوږد تاریخ لري او مختلف عوامل په کې دخیل دي. د دې تر څنګ، ډېری ځوانان چې له سیاست او سیاسي حزبونو څخه ناهیلي کېږي، هڅه کوي چې له ژوند څخه د وتلو لاره ومومي او په پایله کې یې دې ته اړ کوي، چې یوازې خپلو شخصي مسایلو ته پاملرنه وکړي.

دلته ځينې تنکي ځوانان شته، چې له سیاست سره هېڅ علاقه نه لري او یوازې د ژوند په خوند او خوشحالیو کې ډوب دي او ځینې نور یې د کورنیو په چارو کې بوخت دي، داسې چې تر ټولو قضیو کورنۍ(والدین) ته خدمت لومړیتوب ګڼي. ځینې ځوانان د سیاست نړۍ ته له ورننوتلو وېرېږي په ځانګړې توګه له اپوزیسون سره کله چې د «نیولو،څارلو او ایستلو» له وېرې سره مخ شي.

همداراز په جوماتونو او پوهنتونو کې ځینې سیاسي موانع  لکه: د جزا قانون، د اعلامیې د چاپ قانون او داسې نورې سختې کړنې په ځوانانو کې د وېرې لامل شوي، چې په پایله کې یې  SOSMA,POCA له سیاست سره د هغوی د نه علاقې لامل کېږي. د دې تر څنګ د دیموکراسۍ په سیکولر نظام کې شته فشارونه د ځوانانو  ژوند تر هغې کچې تخریبوي، چې نه یوازې سیاست هېڅ بولي، همداراز ورته د ټولنیزې زباله دانۍ په سترګه ګوري.

دا دلیلونه له سیاست سره د ځوانانو د علاقې د له منځه وړلو لامل ګرځي؛ خو د دې مسلې اصلي دلیل د سیاست د مانا سم نه درکول دي، چې په ځوانانو کې منفي درک رامنځته کوي، ځکه سیاست په سطحي بڼه درک شوی او ځینو خو بیا داسې درک کړی، چې سیاست یعنې «ټاکنې او پارلمان» دی، یوازې په قدرت پورې اړوند دی او د قدرت لپاره مبارزه کوي. له سیاست څخه غلط انځور لري لکه: سیاست د دولت ماتول، ظلم، ستم او بد سیاسي حالت بولي. سیاست ته د یو ناوړه او ځوروونکي شي په سترګه ګوري، چې له تقلب، نادانۍ، فساد، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنې، ظلم او رسوایۍ سره مخ دی.

نو د سیاست د سم درک لپاره باید قرآن او سنتو ته وګرځو او د ژبې د ادبیاتو له مخې سیاست د ګټو مدیریت او ساتلو ته وایي؛ خو له شریعت سره سم سیاست داسې تعریفېږي: له شرعي احکامو سره سم د رعیت د چارو تنظیمول دي. پر دې اساس په اسلام کې د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کې د چارو تنظیمول لکه : حکومتداري، اقتصاد، ښوونه او روزنه او داسې نورې چارې سیاست جوړوي. په اسلام کې سیاست په ټولیزه مانا د ژوند په ټولو برخو کې شته دی.

نو هر مسلمان باید وپوهیږي، چې له سیاست پرته بله هېڅ لاره نشته او باید په واقعي مانا سیاسي شي ځکه؛ سیاست د اسلام اساسي برخه ده او هېڅکله له اسلام څخه بېلېدلی نه شي. پر هغه څه چې ځوان نسل مکلف دی، هغه  له سیاست څخه نه واټن، ورته ژمن پاتې کېدل او په سمه توګه پر سیاست منګولې لګول دي.

همداراز ځوان نسل باید د اسلام واقعي سیاست درک کړي، ترڅو د سیکولري سیاستونو شیطاني ماهیت رابرسېره کړي. هغه سیاست، چې د ځوانانو زړونه او ذهنونه نیسي او د داسې دولت په لټه کې دی، چې د اسلام په تطبیق سره د خپلو اوسېدونکو د چارو سمبالول پر غاړه لري، هغه دولت چې د سیاست پر مټ د الهي قوانینو په تطبیق سره  به د الله سبحانه وتعالی رضایت، د قدرت برابري او ارامي رامنځته کړي.

حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر ته

 لیکوال: ډاکتر محمد

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

ناټو یو صلیبي اېتلاف دی

  • خپور شوی په سیاسي

خبر:

«د ناټو د غړو هېوادونو د جدول د سر هېوادونو د پوځي تمرینانو په جریان کې چې د ناروې هېواد په ګډ جنګي مرکز کې د ۲۰۱۷کال درې سري خنجر تر نامه لاندې تر سره شول او پکې زموږ د رهبر او زموږ د جمهوريت بنسټ اېښودونکي د مجسمې انځور د دروغجنو مخالفو هېوادونو د مشرانو په منځ کې وښودل شو. پر دې سربېره د تړلي مدار د پيغام رسولو په سیسټم کې زموږ د ولسمشر په نوم جعلي اکونټ جوړ شوی او هڅه شوې، چې ترکیه له دښمنو هېوادنو سره د همکار په بڼه وښیي. زموږ په اند دا کار د اندښنې وړ، غیر اخلاقي او د منلو نه دی».(د بهرنیو چارو وزارت)

له دغې پېښې وروسته ترکیې فورا خپل سرتېرې را وباسل، په داسې حال کې چې دغه پېښه په ډیپلوماټیکو لارو وغندل شوه او ناټو هم بښنه وغوښته.

تبصره:

ترکیه د اسلامي خاورو په هېوادونو کې یوازینی هېواد دی، چې له دغه صلیبي اېتلاف سره، چې بنسټ اېښودنکي یې امریکا او کافر غربي دولتونه دي یو ځای شوی دی. د ناټو بنسټ په ۱۹۴۹م کې کېښودل شو او ترکیه په ۱۹۵۲کې له هغې وروسته، چې د هغه وخت لومړي وزیر عدنان مندیریس، د ملګرو ملتونو په غوښتنه یوه ډله سرتېري د کوریا جګړې ته ولېږل، ورسره یو ځای شوه. په دغې جګړه کې ۷۴۱ تنه سرتېرې ووژل شول او له ۲۰۰۰زیات ټپیان شول. ناټو  په افغانستان، پاکستان، بوسنیا، هرزګوېنا، منځني ختیځ، افریقا او په دې وروستیو کې په لیبیا کې د زرګونو مسلمانانو په وژنه کې فعاله ونډه درلوده....د کوریا پر جګړې سربېره؛ ترکیه  په افغانستان کې له ایساف او په بوسنیا کې له سوله ساتو ځواکونو سره یو ځای شوه او په نورو سیمو کې یې هم پوځي ملاتړ وکړ. په دې وروستیو کې یې په لیبیا کې د ناټو له هوایې بریدونو ملاتړ وکړ، چې د مدیترانې له لارې ورشي او په اېزمیر کې یې هوایي هډې پرانېزي.

د ناټو خونړی تاریخ دا ښیي، چې دغه شیطاني اېتلاف صلیبي اېتېلاف دی. نو ولې ترکیه خپل سرتېري، چې په نورو هېوادونو کې د ناټو خدمت کوي، له دغه اېتلافه نه باسي؛ لکه څنګه چې په دغه پېښه کې یې وایستل؟ ایا هغه ۲۸ پېژندل شوې نظامي سیمې چې په سر کې یې انکرلیک، افیان او اېزمیر دي، او نورې ډېرې نا پېژندل شوې نظامي سیمې د دغه شیطاني اېتلاف د تحریک د مرکز په توګه پاتې شي؟ ولې د دغو اشغالګرو پوځیانو اډې او بندرونه نه تړل کېږي؟

د ناټو موخه د اسلام له منځه وړل دي. دغه موخه د انګلستان د وخت لومړي وزیر، ټاچر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې په ۱۹۹۰ کې یې د ناټو په سرمنشیزه غونډه کې وکړې: « شوروي اتحاد له منځه لاړ. موږ نور کوم دښمن نه لرو؛ خو هېڅ ایدیولوزی له دښمن پرته ژوندۍ نشی پاتې کېدی، نو باید یو نوی دښمن پیدا کړو، اړتیا نشته چې ورپسې وګرځو. زموږ نوی دښمن اسلام دی. »  بیا د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې د ناټو عمومي منشي، جینز سټولټینبرګ دغه وینا: « ... موږ نشو کولای د دوی(مسلمانانو) لپاره دغه جګړه مخته یوسو.»، یو ځل بیا دا ښيي چې دغه اېتلاف د مسلمانانو ځمکې د اډو په توګه کاروي او د مسلمانانو لپاره به هېڅکله مثبت ګام وانخلي.

نو اې مشرانو! ولې همدا ډول غبرګون چې د ځان او رهبر لپاره مو وښود، د اسلام لپاره نه ښیئ؟ ایا تاسو ته ځانونه او هغه، چې د رهبر په توګه یې احترام لرئ؛ تر اسلام ګران دي؟ ایا تاسو نه شئ کولای له ۶۰کالو راهیسې د ناټو ظلم، عام وژنې او ښارونو ویجاړول ووینئ، په داسې حال کې چې د دوی په عمالو کې تاسو ورسره شریک یاست؟ که یې وینئ! نو ولې ورسره یو ځای یاست؟ ایا تاسو به له دغه شیطاني اېتلاف سره همداسې یو ځای پاتې شئ؟ دغه خاورې د مسلمانانو په وینو فتح شوي. تر کومه به د دغه شیطاني اېتلاف پر وړاندې ستاسو اډې پرانیستې وي؟ ایا تاسو به د ناټو د لګښتونو لپاره د هغې درنې مالیې لګولو ته دوام ورکړئ، چې له خپلو بېوزلو خلکو څخه یې راټولوئ ؟ په یاد مو وي، چې رب مو خبرداری درکوي، چې د هغو خبره مه منئ چې شیطاني کارونه کوي، هسې نه چې د دوزخ د اور سونتوکي شئ! د دغه کار لامل به تاسو پخپله نه یاست؟ نو اصلاح شئ، ناټو، ملګري ملتونه او ټول شیطاني اېتلافونه پرېږدئ او د راشده خلیفه تر رهبرۍ لاندې د امت د وحدت لپاره کار وکړئ، څرنګه چې د الله سبحانه و تعالی خوښه ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 لیکوال: موسی بای اوغلو

ژباړن: عبادالله

د مطلب ادامه...

ولایه اردن: د الاقصی، قدس او ټول فلسطین د نصرت لپاره لاریون!

حزب التحریر ولایه اردن/  د عمان ښار د مرکز حسینې جامع مسجد له مخې  د الاقصی مسجد، قدس او ټول فلسطین د نصرت لپاره خلکو پراخ لاریون وکړ، چې په دغه لاریون کې یې د اسلامي خاورو له پوځونو غوښتې وو، چې د الاقصی مسجد، د قدس ختیځ او لویدیځ او ټول  فلسطین پر وړاندې د شرعي مسولیت د ادا کولو لپاره، چې  د ازادۍ لپاره فوري اقدام وکړي، راوبلل. ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۲۷مه، جمعه/ ۲۰۱۷م، د دسمبر ۱۵مه

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: د «د اسلامي مرستي د سازمان کنفرانس: د رسنیو داد او فریاد، سیاسي عجز دی» تر سرلیک لاندې سیاسي تحلیل

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) 

                           ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۲۵مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۷م، د دسمبر ۱۳مه

د مطلب ادامه...

فلسطین: له مسجد څخه پیغام «د استانبول د ناستو هوکړې د ټرامپ له هوکړې خطرناکې دي، خایین دې د الله له رحمته لرې وي!»

د حزب التحریر ولایه سپڅلې خاورې (فلسطین) د دکتور مصعب ابو عرقوب اونیزه وینا

                                             ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۲۷مه، جمعه/ ۲۰۱۷م د دسمبر ۱۵مه

د مطلب ادامه...

فلسطین: د آل عمران مبارک سورت د «۲۰»ام ایت تفسیر

د آل عمران مبارک سورت د شلم ایت تفسیر: فَإنْ حَآجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلّهِ ..." 

                                            وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازرة ( ابو الهمام ) 

                                        ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۲۸مه، سه شنبه/ ۲۰۱۷م، د نومبر ۲۸مه

                د مخکنیو حلقو د لیدلو لپاره پر دې ځای کلېک وکړی.

د مطلب ادامه...

مرکزي دفتر: د الرایه جریدې نوې ګڼې ته کتنه

حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي، چې د الرایه جرېدې د هرې نوې ګڼې په خپرولو سره په هغې کې د شته خیر او نېکۍ رسولو په موخه له دغې پاڼې یې پر موضوعاتو بحث کېږي، نو له موږ سره اوسئ «دویمه برخه» ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۲۱مه، شنبه/ ۲۰۱۷م، د ډسمبر ۹مه

د مطلب ادامه...

د یهودو د صهیونیستي ناروا دولت د پلازمېینې په توګه د «بیت المقدس» د رسمي کولو له امله د «حزب التحریرـولایه بنګله دیش» پراخ لاریونونه Featured

(ژباړه)

حزب التحریرـولایه بنګله دیش د ۲۰۱۷م د دسمبر په ۸مه د ‌‌ذکا او چیتاګان ښارونو په ټولو جوماتونو کې د جمعې له لمانځه څخه وروسته د امریکا په لاس جوړ شوي صهیونیستي ناروا دولت د پلازمېینې په توګه د «بیت المقدس» د رسمي کولو له امله پراخ لاریونونه وکړل. د ویناوو په لړ کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې په کلکو ټکو وغندلې او د عربو او اسلامي نړۍ خاین حکام یې، چې تل د ټرمپ غوښتنې په ورین تندي مني د دغې کړنې اصلي لاملین وګڼل. په رښتیا چې د مسلمانو حکامو دغې کړنې د اسلام دښمنانو ته دا جرت ورکړ، چې د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې وکړي او په ښکاره ډول د قدس سپېڅلی ښار د یهودي ناروا دولت د مرکز په توګه اعلان کړي.

ویناوالو همداراز وویل، چې د تمساح اوښکې او د مسلمانو او عربو حکامو نمایشي لاریونونه د دوی د نیمې پېړۍ خیانتونه نه شي پټولی. په ۱۹۴۸م کال کې د قدس له اشغال راهیسې دغه پلورل شوي حکام، تل په احساساتي او تش په نامه خبرو او د قضیو پر غندلو مسلمانان غولولي او په اړه یې هيڅ اغېز نه دی درلودلی. په حقیقت کې د مسلمانو خاین حکام د بیت المقدس د ازادۍ په فکر کې نه دي، بلکې ډېری وخت د «یهودي دولت د دفاعي ځواک» په توګه د دغه دولت پر وړاندې د مسلمانانو د اقدام خنډ ګرځېدلي دي. نو نه حیرانېږو ځکه چې د کفارو مشر ټرامپ په سیمه کې خپلو لاسپوڅو لکه: د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان او د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته وویل، چې له ده سره ملګرتیا وکړي. (سرچینه: ګارډین مجله، د ۲۰۱۷م د دسمبر ۶مه)

ټرامپ په خپلو مغرورانه خبرو سره جوته کړه، چې په څومره ښه اسلوب یې اسلامي امت په خپلو منګولو کې نیولی دی. همداراز نه حیرانېږو، چې اردوغان مسلمانانو ته قدس «سره کرښه» بولي. زموږ سوال له دغه ماهر ریاکار څخه، چې خپل خیانتونه په پوچو او بې معنا خبرو پټوي دا دی: ایا د مسلمانانو له قاتلینو (صهیونستي اشغالګرو) سره د څو بیلیون ډالري ګازو او نظامي وسایلو د معاملې تر سره کول له سرې کرښې څخه تېرېدل نه دي؟ نو څه لامل شوي چې وایي، قدس مسلمانانو ته سره کرښه ده؟ ایا د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدو ته اندېښمن دی؟ ایا له صهیونستانو سره د قوي دیپلوماتیکو اړیکو ساتل د مسلمانانو پر وړاندې خیانت نه دی؟ الله سبحانه وتعالی به وایي:

اې مسلمانانو! د قدس خاوره د حضرت عمر او بیا د صلاح الدین ایوبي په مشرۍ د اسلام له دښمنانو څخه ازاده شوه او دغه خاوره د نړۍ د ټولو مسلمانانو تر منځ امانت ده. د دغه امانت ساتل او له قدس سره واقعي محبت په دې معنا ده، چې د صهیونستانو له اشغال څخه د قدس په شمول د فلسطین ټولې سیمې ازادې شي. نو له دې وروسته د داسې خاینو چارواکو په فصیحو او بلیغو خبرو نه غولېږو، چې د کفارو له لاسه د دغې سپېڅلې خاورې د بیا نیولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. سمه نه ده چې خپل ځانونه د یهودي دولت د پلازمېینې په توګه د بیت المقدس د رسمي کولو پر خبرو اترو مصروف کړو؛ بلکې باید خپل سیاسي فعالیتونه چټک او راشده خلافت تاسیس کړو، چې په خپل حاکمیت سره د غرب په لاس جوړ شوی صهیونستي ناروا دولت له منځه یوسي.

اې مسلمانانو! زموږ غږ ته لبیک ووایئ؛ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ژمنې سره سم به «بیت المقدس» د خلافت مرکز وي. راشئ له حزب التحریر سره یو ځای د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره مبارزه وکړئ او دا مو یاد وي، چې یوازې د خلافت دولت هغه زهر له منځه وړلی شي، چې غرب د مسلمانانو په زړه کې شیندلي دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«هَذَا الأَمْرُ كَائِنٌ بَعْدِي بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِالشَّامِ، ثُمَّ بِالْجَزِيرَةِ، ثُمَّ بِالْعِرَاقِ، ثُمَّ بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ، فَإِذَا كَانَ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ فَثَمَّ عُقْرُ دَارِهَا، وَلَنْ يُخْرِجَهَا قَوْمٌ فَتَعُودَ إِلَيْهِمْ أَبَدًا»

ژباړه: له ما به وروسته خلافت په مدینه کې وي او وروسته به په شام کې او  بیا به د عربو په شبه جزیره کې وي، ورپسې به په عراق کې او بیا به په مدینه او وروسته به په بیت المقدس (قدس) کې وي، په بیت المقدس کې به د اسلامي دولت له واکمنېدو وروسته هېڅوک ونه شي کولی، چې هغه له منځه یوسي او هملته به ثابت پاتې کېږي.

د حزب التحریرـولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې