شنبه, ۱۹ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولاية سوريا: وقفة في مخيمات الكرامة ضمن حملة "رمضان شهر الانتصارات والفتوحات"

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية سوريا: وقفة في مخيمات الكرامة ضمن حملة "رمضان شهر الانتصارات والفتوحات"

وقفة نظمها حزب التحرير / ولاية سوريا في مخيمات الكرامة في الشمال السوري ضمن حملة "رمضان شهر الانتصارات والفتوحات".

عقر دار الإسلام، 19 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 14 حزيران/يونيو 2017م

 

د مطلب ادامه...

ولاية تونس: كلمة الأستاذ عبد الرؤوف العامري حول منع السلطة لنشاط حزب التحرير!

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية تونس: كلمة الأستاذ عبد الرؤوف العامري حول منع السلطة لنشاط حزب التحرير!

كلمة من جامع عقبة ابن نافع القيروان للأستاذ عبد الرؤوف العامري رئيس المكتب السياسي لحزب التحرير في ولاية تونس حول منع السلطة التونسية لنشاط حزب التحرير.

الأربعاء، 19 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 14 حزيران/يونيو 2017م
 
د مطلب ادامه...

المكتب المركزي: نظرة في جريدة الراية (متجددة)

  

بسم الله الرحمن الرحيم

 

المكتب المركزي: نظرة في جريدة الراية (متجددة)

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير من خلال هذه الصفحة أن يسلط الضوء على كل عدد جديد يصدر من جريدة الراية ليبرز الخير العميم الذي فيه، فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

لندن پل؛ د موټر او چاړو له بریدونو وروسته مرګژوبله

(ژباړه)

خبر:

بریدګرو د لندن پله په سیمه کې یو موټر (وین) پر پلیو کسانو ور وګرځاوه او وروسته یې پر خلکو د چاړو ګوزارونه پیل کړل، چې په پایله کې د انګلستان پولیسو په ډزو ووژل.

د انګلستان په پلازمېنه لندن کې کابو اووه کسان وروسته له هغه ووژل شول، چې یو موټر د پلیو خلکو په لوري ورغی، وروسته بریدګرو په خلکو د چاړو ګوزارونه وکړل، چې په پایله کې د پولیسو په ډزو ووژل. دغه برید د «بورو» مارکیټ سیمې ته څېرمه وشو. د تېرې شنبې په ورځ په یوه برید کې ۴۸ نور کسان هم ټپیان شول، د یادونې وړ ده، چې دا برید په هغه له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې شوی، چې ډېر رسټورانټونه او د شراب څښلو ځایونه یې درلودل. (سرچینه الجزیره، ۲۰۱۷ د جون ۴مه )

تبصره:

له حنضله الخطیب څخه روایت دی:

«كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّه فِي غَزْوَةٍ فَرَأَى النَّاسَ مُجْتَمِعِينَ عَلَى شَيْءٍ فَبَعَثَ رَجُالً، فَقَالَ:) انْظُرْ عَلَمَ اجْ تَمَعَ هَؤُلَاءِ؟( فَجَاءَ فَقَالَ: عَلَى امْرَأَةٍ قَتِيلٍ فَقَالَ: )مَا كَانَتْ هَذِهِ لِتُقَاتِلَ( قَالَ: وَعَلَى الْمُقَدِّمَةِ خَالِدُ بْنُ الْوَلِيدِ فَبَعَثَ رَجُالً. فَقَالَ: )قُلْ لِخَالِدٍ لَا يَقْتُلَنَّ امْرَأَةً وَلَا عَسِيفًا(» 

(سنن ابن ماجه)

موږ یو ځای له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جنګ ته ووتو او له یوې وژل شوې ښځې څخه، چې خلک پرې راټول وو، تېر شوو. دوی رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته بلنه ورکړه او ويې ویل: دغه ښځه د جګړه کوونکو کسانو له ډلې څخه نه وه. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سړي ته وویل: لاړ شه او خالد بن ولید ته ووایه، چې رسول الله درته امر کوي، چې ښځې او مزدوران مه وژنئ.

دا خو هېڅ خبره نه ده چې استعمارګر زموږ په خاورو کې زموږ څومره وینه تویوي، په کومه کچه ظلم راباندې کوي، موږ استعمالوي، داسې حاکمان یې را ته ټاکلي چې په واقعیت کې د دوی ګوډاګیان دي، بې ګناه خلک وژنی او زیان ورته رسوي.

په اسلام کې د ښځو او ماشومانو وژل منع دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره څرګنده وه؛ هغه د مبدایي مبارزې لاره غوره کړې وه. ده صلی الله علیه وسلم اسلامي فکره ولېږدوه، د حق په ویلو يې باطل ځپه... پرته له دې چې د قریشو ربړول او ځورول په نظر کې ونیسي. هغه صلی الله علیه وسلم غچ نه اخیسته، سره له دې چې مشرکینو سومیې رضي الله تعالی عنها او د هغې خاوند ته ډېره سخته شکنجه ورکوله، چې وروسته په شهادت ورسېدل، مګر هغه صلی لله علیه وسلم بیا هم غچ وانه خيست. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو اصحابو ته د اور په وسیله شکنجه ورکول کېده، بل به یې تر لویه ډبره لاندې کړ، مګر بیا هم مسلمانانو قریشو ته زیان ونه رساوه. د رسول صلی الله علیه وسلم مبارزه مبدایي وه، نه فزیکي او مادي.

اسلام د بشریت لپاره رحمت راوړی، نه جګړې او ربړنې. اسلام د دغو جګړو او ربړونو د له منځه وړلو لپاره راغلی. د دې لپاره راغلی چې د انسانانو چارې سمبالې کړي، د ضعیفانو ساتنه وکړي، پټنځای ورته برابر کړي او پاملرنه ورته وکړي. حتی په جګړه کې هم اسلام د ښځو، ماشومانو، سپینږیرو او مزدورانو وژل منع کړي. موږ مېوه لرونکې ونې او یا هم د اوسېدو ځایونه له منځه نه شو وړلی. اسلام پر موږ دا نظم واجب ګرځولی.

مسلمانان او بشریت په ځمکه کې عدالت ته اړتیا لري، موږ اسلام ته اړتیا لرو. موږ باید د خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم تګلاره غوره کړو. هغه صلی الله علیه وسلم موږ ته هغه یوازېنۍ لاره ښودلې، چې الله سبحانه وتعالی ته د منلو وړ ده؛ هغه لاره چې موږ به د خاینانو د ظلم له تیارو څخه د اسلام د رحمت روښناییو ته راوباسي.

محمد حمزه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د مطلب ادامه...

د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما، د شخصیتونو له توپير څخه درس اخیستنه

که څه هم چې څومره ډېره موده تېره شوې، خو ځینې احساسات او برخلیکونه سره ورته وي، د بېلګې  په توګه: د رسول لله علیه وسلم د وخت د غلامانو احساسات، برخلیک او د اوس وخت د ځینې کسانو سلوک چې د هغه وخت د غلامانو له سلوک سره ورته والی لري. پخوا به غلامانو د قریشو د با نفوذه حکامو په غلامۍ کې ژوند کاوه، مګر د اوسنۍ زمانې غلامان د خپلو هیلو، غوښتنو، کمزوریو او نورو شیانو په اسارت کې ژوند کوي. د رسول لله علیه وسلم په وخت کې د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما د شخصیتونو د توپیر بېلګې د اوسنیو مختلفو مسلمانانو په شخصییتونو کې پیدا کولی شو.

د دغو دواړو غلامانو د ژوند واقعیت سره ورته و. دواړه بندیان او خدمتګاران وو، مګر د ژوند په اړه د بلال نظر بشپړ توپیر درلود. د ده موخه یوازې د الله سبحانه و تعالی رضایت و، سره له دې چې په ډېر سخت وضعیت کې هم و. ده د الله سبحانه و تعالی  د رضایت لپاره ډېرې شکنجې وزغملې او د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره یې ډېره قرباني ورکړه. مګر وحشی له خپل وضعیت څخه هيڅ خوښ نه و، غوښتل یې د نورو په شان ازاد ژوند او نور کارونه وکړي. په اوس وخت کې ګڼ شمېر کسان د وحشي په شان دي. دوی د خپل ژوند څخه ناراضه دي او پرته له دې چې د الله سبحانه وتعالی رضایت په پام کې ونیسي، د خپل ژوند د تغیر لپاره هر څه تر سره کوي.

بلال رضی الله تعالی عنه له ښه اذان کولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه درلود، مګر نن هر مسلمان دی د خپلې قربانۍ له مخې پېژني. هغه واقعیت چې بلال رضی الله عنه خپله اسلامي عقیده پر زیات رنځ او شکنجې  سربېره پرې نه ښوده، چې په دغه کار یې په هغه وخت کې پر قریشو ډېره اغېزه وکړه. دا رویه په واقعیت کې د اسلام لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه. نن ورځ د اسلام دښمنان د شکنجو لپاره له پټو او وحشیانه لارو چارو کار اخلي. که حتی د امت  زرګونه مسلمانان هم مړه کېږي، د بلال د «احداٌ احد» نارو په اندازه  به اغېز ونه لري، چې په مکه کې یې وهلې.

لامل یې دا دی چې نن ورځ ګڼ شمېر خلک دا نه شي درک کولی، چې په دې نړۍ کې د لنډې مودې لپاره پاتې کیږي او په دې موده کې له شیطان سره په جګړه کې دي. که غواړو چې د بلال په شان وو، باید په ژوند کې هر څه د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره وکړو. دا د ژوند هغه لیدلوری دی، چې له اخلاصه ډک او له ریاء خالي دی. هغه خلک چې موخه یې یوازې د الله سبحانه و تعالی  رضایت وي؛ په ژوند کې يې خپګان، بخیلي، تکبر او بدبختۍ نه وي. مګر خراب خصلتونه خلک د ژوند له اصلي مفهوم څخه لرې کوي او د جهنم اور ته یې غورځوي. که یو سړی د خلافت (اُم الفرایض) د بیا تاسیسولو لپاره کار کوي، د دې تر څنګ تل د الله سبحانه وتعالی رضایت په پام کې نیسي او د ژوند په ټولو چارو کې اخلاص غوره کوي. دا د دې دوو غلامانو تر منځ ستر توپیر دی. نن باید مسلمانان د دغو غلامانو څخه یو وټاکي او د هغه پر پله ګام واخلي. که څه هم چې وخت بدل دی، خو پیغام یو ډول دی.

﴿وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى * وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّى * وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى * إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّى * فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى * وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَى * وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى * وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى * إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى * وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى * فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى * لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى * الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّى * وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى * الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى * وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَى * إِلَّا ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى * وَلَسَوْفَ يَرْض

(الیل سورت)

قسم پر شپه کله چې خوره شي او پر ورځ کله چې روښانه شي او قسم پر هغه ذات چې نارینه او ښځینه یې پیدا کړي. په حقیقت کې ستاسې هڅې په بېلابلو ډولونو سره دي. نو چا چې (د الله په لاره کې) شتمني ورکړه او (د الله له نافرمانۍ څخه یې) پرهېز وکړ او نیکي یې رښتینې کړه. نو جنت ته يې اماده کوو. چا چې بخیلي وکړه او (له خپل الله څخه یې) بې پروایي وکړه او نیکي یې درواغ وګڼله. هغه ته به موږ سخت ځای (دوزخ) ته د ورتګ لار اسانه کړو. نو  مال به څه په درد ورته وخوري، کله چې تباه شي، په کنده کې ولوېږي؟ بېشکه لارښودل پر موږ دي. په حقیقت کې د اخرت او دنیا دواړو همدا موږ مالک یوو. نو ما تاسې (منکرانو) ته د لمبه وهونکي اور خبر درکړی دی. په هغه (اور) کې له ډېر زیات بد مرغه څخه پرته بل څوک نه سوځي. هغه څوک (سوځي) چې (حق ته ) د درواغو نسبت وکړي او مخ واړوي. له هغه (اور) څخه به ډېر غوره پرهېزګار په ډډه شي. هغه کسان چې د سپېڅلتیا په سبب خپل مال لګوي. هغه ته د هغه د بدل په ورکړه کې د هېچا هیڅ احسان پرې نشته. هغه خو یوازې د خپل ستر رب د خوښۍ لټونې لپاره دا کار کوي. هرو مرو به هغه ترې خوشحاله شي.

 الله سبحانه وتعالی د انسانانو څخه دا ډول خصلتونه غواړي؛ هغه څوک چې له یو بل سره ښه کوي، تقوا غوره کوي، د الله سبحانه و تعالی له لوري په وروستني اجر او بدله باور ولري او د دنیوي څيزونو پرځای اخرت ته ترجیح ورکړي او د الله سبحانه وتعالی رضا لټوي؛ الله سبحانه و تعالی به د هغه شخص لپاره د جنت لاره اسانه کړي. که غواړئ د بلال رضی الله تعالی عنه غوندې شئ، نو دا خصلت باید د ځان عادت وګرځوئ. عادت اړین او ښه دی، مګر یو مسلمان باید د ځان لپاره نېک عادتونه غوره کړي، ځکه نېک عادتونه انسان الله سبحانه وتعالی ته نږدې کوي. نو د یو مسلمان لپاره غوره دا ده چې د الله سبحانه و تعالی بنده وي او د دې پر ځای چې د خپلو غوښتنو او غولوونکې دنیا په لومه کې راګیر شي او د تل لپاره په اور کې واچول شي؛ باید په جنت کې د ابدي ازادۍ تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطوبوعاتي دفتر ته

امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې