پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه امریکا او ناټو پر افغانستان باندې د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغندیو په واسطه د امنیت، ملت او دولت جوړونې د شعارونو په بدرګه کولو سره وحشي بریدونه وکړل. په دې ۱۵ کلونو کې افغانانانو خورا سخت کړاوونه ولیدل؛ جګړه او ناامني خورا زیاته او څو اړخیزه شوه همدارنګه بې وزلي، وزګاري، بدلمني او بې حیایي زیاته شوه او خلک په ډېر ناوړه حالت کې له افغانستان څخه تښتې ته مجبور شول. په دې سربېره د افغانستان له شاوخوا ۳۰ میلیوني نفوس څخه پنځه میلیونه افغانان چې یو میلیون پکې مېرمنې دي او د ټول نفوس ۱۷ سلنه جوړوي په مخدره توکو روږدي شوي دي. له بل پلوه د افغانستان مخدره توکي د امریکا لپاره په نړیواله سوداګرۍ بدل شوي او نه یوازې دا چې افغانان یې پرې روږدي کړي دي، د نړۍ لسګونه میلیونه نور انسانان یې هم ورباندې روږدي کړي دي.
د جګړې او ناامنۍ پراخېدل: د افغانستان جګړه د امریکا له پولو بهر د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده. امریکايي او ناټو پوځیانو په خپلو وحشي پوځي بریدونو کې په سلګونه زره مسلمانان وژلي او ټپيان کړي دي. په همدې حالت کې د امریکا مزدورانو او کرايي کارپوهانو د ستراتيژیک او امنیت هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره داسې ډنډورې وهلې چې ګواکي دا تړون به خلکو ته امنیت، سوله او سوکالۍ راولي چې په دې سره یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره د قضايي مصؤونیت ترڅنګ د اوږدمهاله شتون جواز واخیست او د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې نهه دایمي پوځي اډې جوړې کړلې. خو د دغه تړون له لاسلیک کولو وروسته، نه یوازې دا چې امنیت، سوله او سوکالي رانه غله، بلکې د پخوا په پرتله نا امني او بې وزلي لا زیاته شوه.
دا تر هر څه روښانه ده چې افغانستان د امریکا لپاره د یوې پوځي پروژې په توګه اهمیت لري. که څه هم د امریکا پوځي اقدامات لویې سيمه ييزې سیاسي موخې هم لري. مګر له دې سره ـ سره امریکا د افغانستان لپاره د رښتیني بنسټ جوړولو، د خلکو له واقعيت سره سم د مناسبې حکومتولۍ او د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو هېڅ فکر نه لري او نه هم ورته پاملرنه کوي، بلکې امریکا له افغانستان څخه د سیمې د یوه معبر په توګه استفاده کوي او غواړي په مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او د نړۍ په نورو برخو کې له دې لارې څخه خپلو موخو ته ورسېږي. نو رښتیا خبره دا ده چې په افغانستان کې به ناامني او وحشت تر هغه دوام کوي، څو چې امریکا په سیمه کې خپلو اوږدمهاله موخو ته ورسېږي، نو خلک باید له دې پرته بله هیله ونه لري.
د اسلام ضد او سېکولریستي ارزښتونو دودول: ښکېلاکګر هڅه کوي چې اسلام د افغانانو له ژوند څخه بېل کړي او د مسجد په محرابونو کې یې منحصر کړي، حتی د مسجدونو د ډېری امامانو خطبې د حج او اوقافو د وزارت او ملي امنیت د ریاست په خوښه جوړېږي او بیا امامانو ته ورکول کېږي. په دې نظام کې قوانین د اسلام خلاف، د رایو د اکثریت پر بنسټ پارلمان جوړوي او د دې پر ځای چې د انسانانو د خالق قوانین عملي کړای شي، برعکس د انسانانو په واسطه د جوړ شوي قانون پر بنسټ ژوند کوي.
افغان دولت خلک د اساسي قانون په دوو مادو باندې دوکه کړي دي؛ دویمه او درېیمه ماده: (د افغانستان د دولت دین د اسلام دین دی) او (په افغانستان کې هېڅ قانون د اسلام د سپېڅلي دین او عقایدو سره په ټکر کې نه شي جوړېدلی) په داسې حال کې چې خلک په خپلو سترګو ویني چې څه ډول سېکولر نظام او ډیموکراسي پلي کوي، په دولتي ادارو کې رشوت، په بانکونو کې سود، په رسنیو کې فحشا، په پارلمان کې د رایو د اکثریت پر بنسټ د قوانینو تصویب، له کافرانو سره دوستي او سیاسي جوړښتونه د اسلامي احکامو پر بنسټ نه، بلکې د قومي او سمتي افکارو پر بنسټ تشکيل ته شوي دي. دولت د درباري علماوو په مرسته کفري موضوع ګانې اسلامي توجیه کوي او د (اسلامي) مختاړي او وروستاړي په زیاتولو سره خلک دوکه کوي.
له بل لوري دولت د امریکا په دستور پخواني مجاهدین او د اسلامي احساساتو لرونکي شخصیتونه د اداري اصلاحاتو، د فساد پر وړاندې د مبارزې، ښایسته سالارۍ په پلمو په کور کېنول او یا یې د پلان شوو ترورونو په واسطه له منځه یووړل او پر ځای یې په غربي افکارو او ارزښتونو کې وېلې شوي تکنوکراتان د دولت پر مهمو پستونو باندې وګومارل.
د بدلمنۍ او بې حیاتوب زیاتوالی: د بدلمنۍ او بې حیاتوب لمن په هر ښار او کوڅه کې غوړېدلې ده او د رسنیو له لارې د ناولو ترکي او هندي سریالونو په خپرولو سره ځوانان او پېغلې له مور او پلار څخه سرغړونې، له مخالف جنس سره د نامشروع اړیکو د پیدا کولو او په کورنیو کې د بې لاریتوب لپاره هڅوي. په پېغلو نجونو کې د جنین غورځولو د زیاتوالي وروستي راپورونه او په د امن خونو تر نامه لاندې د فساد د مرکزونو زیاتوالی ټکان ورکوونکي دي. د پروموټ په نامه او دې ته ورته د ښڅو د حقونو په نامه پروګرامونه چې د مدني ټولنو او په ځانګړې توګه د ولسمشر د عیسوۍ مېرمنې لخوا مدیریت کېږي، مسلمانې او محجبې مېرمنې تر خپلو بریدونو لاندې راولي او د دوی اسلامي شخصیتونه ترور کوي. په داسې حال کې چې افغان مېرمنې د اروپا د کډوالو په پنډغالو کې دې ته اړ اېستل کېږي چې له لسو څخه په کمو یورو خپل عفت وپلوري او يا هم ورباندې ډله ییز جنسي تیري ترسره کيږي.
اقتصادي ډګر: ښکیلاکګرو د افغانستان له نیواک وروسته د افغانستان اقتصادي سیسټم ازاد بازار وټاکه. د ډیموکراسۍ اقتصادي سیسټم هم د سیاسي نظام په څېر د دین له مداخلې پرته جوړ شوی دی، چې په پایله کې يې په تېرو ۱۵ کلونو کې د پانګوالۍ د نظام بنسټونه لکه؛ سودي بانکونه، احتکار، انحصار، بیمه او ملا ماتوونکې ماليې په پراخه توګه اعمال کړې. د غرب د څه د پاسه سل میلیارده ډالري مرستې له ادعا سره سره بیا هم بې کاري او بې وزلي اوج ته رسېدلې ده او ۵۰ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د بې وزلۍ د خورا زیاتوالي له امله آن ځينې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوې دي.
د غرب مرستو په افغانستان کې خلک په طبقاتي ډلو وویشل او همدا اوس د ۹۰ سلنه خلکو شتمني یوازې د ۱۰ سلنه شتمنو په لاسونو کې ده. افغانستان ۹۶ سلنه واردات او یوازې څلور سلنه صادارت لري. نو د کوم اقتصادي پرمختګ او لاسته راوړنې ادعا کوي. د افغانستان د دولت پالیسۍ یوازې د ښکیلاکګرو او د دوی د مزدورانو د ګټو د تامین او نړیوالو ښکېلاکي سازمانونو لکه د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او د نړیوال سوداګریز سازمان د پالیسیو د تطبیق لپاره دي، نه د افغانانو د اقصادي ستونزو د حل لپاره.
په ترانسپورت، روغتونونو، عدلي او قضايي مرکزونو او ګمرکونو کې شته وضعیت دا جوتوي چې دولت د خلکو د ذلیلولو، سپک ګڼلو او د افغانستان د غیرتمنو او خپلواکو انسانانو د توهینولو سیاست لوبوي. دولت غواړي چې د افغانستان مبارز مسلمانان داسې سپک او ذلیل کړي چې د دیندارۍ او خپلواکۍ مفکورې یې له سره وباسي او د غلامۍ او ذلت عادت ورکړي.
ښوونیز نظام: په افغانستان کې د غربی مفکورو پر بنسټ ښوونیز نظام تاسیس شو او په ښکاره له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دی، چې له امله به يې راتلونکي نسلونه د اسلامي شخصیت پر ځای سېکولر او مزدور شخصیتونه تربیه کړي. د ښوونځيو او پوهنتونو په مضمونونو کې ډیموکراسي، له ژوند څخه د دین د بېلوالي مفکوره (سېکولریزم)، نشنلېزم او د آزادۍ او بشري حقونو مفکورې چې په ښکاره له اسلام سره په ټکر کې دي شاګردانو او محصلینو ته تدریسېږي او د دې ترڅنګ په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ اختلاط لوی اخلاقي فساد رامنځته کړی دی.
مګر د اسلام د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظام څخه حتی یادونه هم نه کېږي او اسلام د عبادت یو وچ دین معرفي کوي. په اوسني تعلیمي نصاب کې د اسلامي ثقافت درسونه کم شوي دي، یوازې د څو عقیدوي او تعبدي احکامو په راوړلو يې بسنه کړې ده. په همدې سره زموږ مسلمان ماشومان او ځوانان په غربي ثقافت سره روزي او اسلام د یوه خشن او د ژوند لپاره د حل لارې د نه لرونکي نظام په توګه معرفي کوي.
اې د افغانستان ښکېلاک ضد او مجاهد ولسه!
افغانستان اشغال شوی دی او افغانستان د امریکا په واسطه د خپلو سیمه ییزو موخو د لاسته راوړلو لپاره د یوې پوځي پروژې په توګه کارول کېږي. د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو او په افغانستان کې د هغوی د پوځیانو د زیاتولو لپاره چمتووالی، د بې پيلوټه الوتکو او بي ۵۲ ډوله الوتکو د بمباریو بیا پیل په دې دلالت کوي چې افغانستان به په راتلونکې کې هم د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د جګړې تود ډګر وي او په دې سیمه کې به جګړه همداسې ګرمه وي. نو په یوه داسې وضعیت کې به سوکالي، هوساینه، اقتصادي، صنعتي او سوداګریز پرمختګونه یوازې تش خیال وي او بس. رښتیا خبره دا ده چې د غرب حل لارې او ژمنې یوازې دوکه، غولونه او چل دی او د دې خبرې کره ثبوت وروستي ۱۵ کلن ناورینونه دي.
نو د غرب پر حل لارو د بطلان کرښه وباسئ او د مسلمانانو رښتینې سوکالي او نېکمرغي د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په تاسیس کې ده چې د دنیا او آخرت دواړه خير ښېګڼې رانغاړي او د مادي پرمختګ لپاره خورا ښه امنیتي، اقتصادي او ښوونیز شرایط چمتو کوي. همدارنګه د اسلامي امت عقلي او فکري قناعت رامنځته کوي، د شیطان له شر او د اخرت له عذاب څخه د خلاصون په موخه د خلکو د ژوند لپاره غوره ایماني فضا رامنځ ته کوي. ځکه چې د هغو چارواکو اطاعت چې الهي شریعت نه پلی کوي دوزخ ته د تلو لامل ګرځي. اسلامي خلافت په اسلامي امت کې د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافونو د ترویج پر ځای د اسلامي امت ځواک د کفارو او ښکېلاکګرو پر وړاندې راپورته کوي. نو له همدې امله لاندیني آیتونه د عقلمنو او پند اخیستونکو لپاره غوره نصيحت دی:
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿٦٦﴾ وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿٦٧﴾ رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْناً كَبِيراً ﴿٦٨﴾ )سوره: الأحزاب(
هغه ورځ به یې مخونه د دوزخ په اور کې اوړي را اوړي او په چیغو سره به وایي: اې کاشکي چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر څخه مو اطاعت کړی وی او وایي به اې ربه! موږ له خپلو مشرانو او لویانو څخه پیروي وکړه او لار ورکي شوو، اې ربه! دوی ته دوه چنده عذاب ورکړه او له خپل رحمت څخه یې ډېر لرې کړه.
د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر