- مطابق
د جهاد پوښتنه:
السلام عليکم
بخښنه غواړم، د مصعب ابن عمیر د طلب النصرې په تړاو څه ثبوت شته، هغه مهال چې يوازې یې په مدينه کې دعوت مخ ته وړی؟ هيله لرم چې قانع کوونکی ځواب ترلاسه کړم.
د عطیه جبرین پوښتنه:
زموږ امیر او شیخ ابو یاسین!
اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د طلب النصرې د موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې راغلي دي (هغه څوک چې بری ځنډوي او يا يې پرېږدي) او (... يا دا چې ایا د طلب النصرې په برخه کې مصعب ابن عمیر تر رسول الله صلی الله عليه وسلم زیاته هڅه کوله؟ او همدارنګه راغلي دي چې (... رسول الله صلی الله عليه و سلم په لسګونو ځله د طلب النصرې غوښتنه وکړه، خو مثبت ځواب يې ترلاسه نه کړ، په داسې حال کې چې ده صلی الله عليه وسلم خپل رسالت په ډېره غوره طريقه مخ ته وړی... خو مصعب رضي الله عنه مثبت ځواب ترلاسه کړ...)
شيخ صاحب! ته کولی شې موږ ته هغه شواهد او ثبوت وړاندې کړې، چې مصعب ابن عمیر رضي الله عنه د مدينې له خلکو د طلب النصرې غوښتنه کړې ده، ځکه موږ د سيرت له کتابونو او شيخ تقي الدين نبهاني د اسلامي نظام کتاب له لوستلو وروسته پوه شو، چې مصعب ابن عمیر خلک اسلام ته رابلل او موږ هغه څه نه دي لوستي، چې ګواکې ده د دين لپاره طلب النصره کړې وي. الله دې برکت درکړي، موږ او تا دې الله سبحانه و تعالی د اسلامي نظام په ژر راتګ سره یو ځای کړي.
ځواب:
وعليکم سلام ورحمته الله وبرکاته
ستاسو دواړو پوښتنې سره ورته دي او ځواب يې په لاندې ډول دی:
۱- زه يادې پوښتنې حيران کړم، تاسې دواړه هغه ثبوتونه غواړۍ چې مصعب رضي الله عنه په مدينه کې د طلب النصرې غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې دی د جِهاد ورور له وينا سره سم په مدينه کې دعوتګر و! يا د عطیه ورور له پوښتنې سره سم یې خلک اسلام ته رابلل! ايا همداسې ده؟! ايا طلب النصره له دعوت سره توپير لري؟ ايا طلب النصره اسلامي دعوت نه دی؟
یو دعوتګر خلک، د خلکو په منځ کې عامه رايه، د ځواک او دفاع څښتنان اسلام ته رابولي. مصعب ابن عمیر رضي الله عنه عام وګړي اسلام ته رابلل او د ځواک او دفاع څښتنان يې هم اسلام ته رابلل او هم یې ترې د طلب النصرې غوښتنه کوله. وروسته تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د پیاوړي او برلاسي الله سبحانه و تعالی له لوري امر وشو، چې طلب النصره وکړي. دی صلی الله عليه وسلم د ځواک او دفاع د خاوندانو قومي مشرانو ته ورغی او هغوی يې اسلام ته را وبلل. هغو مشرانو چې مثبت ځواب يې ورکاوه، نو ده صلی الله عليه وسلم به له نوموړو څخه د طلب النصرې غوښتنه کوله. که به قومي مشر د ځواک او دفاع څښتن نه و او له عامو خلکو څخه به و يا به يې قوم کوچنی و او ځواک او دفاع به يې نه درلوده، رسول الله صلی الله عليه وسلم به اسلام ته راباله او د طلب النصرې غوښتنه به يې نه ترې کوله.
۲- دغه کار د مصعب ابن عمیر رضي الله عنه و؛ چې ده د مدينې خلک اسلام ته رابلل، قرآن يې تر هغه مهاله تدريسوو چې اسلام خپور شي او مصعب به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ويل، چې اسلام هر کور ته لاره موندلې او د هر کور يو شمېر خلک په اسلام مشرف شوي دي، یعنې مسلمانان د شمېر له پلوه ډېر شوي دي. خو د ځواک او دفاع څښتنان د ګوتو په شمار دي: ۷۳ نارينه او دوې ښځې دي. کله چې مصعب رضي الله عنه وتوانید چې ملاتړ ترلاسه کړي، نو د بعثت په ۱۱کال رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی او هغه صلی الله عليه وسلم ته یې وړاندیز وکړ، چې د ځواک او دفاع خاوندان باید له تاسره د بعثت په ۱۲ کال ناسته وکړي، ترڅو دوی ته د طلب النصرې اړوند خپل شرطونه وړاندې کړې، ځکه دا کسان چمتو وو.
۳- زه هغه څه چې د اسلامي نظام په کتاب کې په دې تړاو ترې يادونه شوې، تاسو ته رانقلوم:
«... کله چې د حج موسم راغی، دی مکې ته ولاړ او د الله رسول ته یې یو ځل بیا په مدینه کې د مسلمانانو د شمېر په اړه، د دوی د ټوکېدونکي ځواک، د اسلام او په بېړه یې د خپریدو په اړه خبر ورکړ. دغه راز یې په مدینه کې د ټولنې د حالت په اړه او دا چې څرنګه خلک په مدينه کې د الله د رسول په اړه خبرې کوي او څرنګه اسلام هلته مرکزي ځای نيولی دی، په اړه هم څرګندونې وکړې. مصعب رضي الله عنه د مسلمانانو د پياوړتيا او د دوی د ستر ځواک په اړه چې پر مټ يې اسلام په مدينه کې حاکمېدلی شي، خبرې اترې وکړې. ده همدا رنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هغو مسلمانانو په اړه چې عقيده يې پياوړې شوې وه او د دعوت رسولو په موخه یې ټینګ هوډ درلود او د الله له دين څخه د دفاع لپاره تر پخوا ډېر ژمن و او په دې اړه چې په همدې روان کال کې به دوی مکې ته راشي، خبر ورکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د يادو خبرونو په اورېدو ډېر خوښ شو او پر دغو خبرو يې اوږد او جدي فکر وکړ او د مکې ټولنه يې له مدينې سره پرتله کړه. ده صلی الله عليه وسلم په مکه کې د دین د دعوت په موخه پرله پسې ۱۲ کاله تېر کړل، له خپلو ټولو هڅو يې کار واخيست، په دې لاره کې یې خپل ټول وخت قرباني کړ، هيڅ موکه يې له لاسه ور نه کړه، بېلا بېلې سختۍ، کړاوونه او ظلمونه يې وګالل. پر دې ټولو سربېره د مکې ټولنه هم هغسې سرټمبه پاتې وه او دعوت پکې هيڅ کار ور نه کړ. خو په مدينه کې حالاتو توپير درلود، د يوه کال په تېرېدو سره د خزرج يوې ډلې اسلام قبول کړ، چې په ترڅ کې یې د عقبې لومړی تړون رامنځته شو. تر دې کال وروسته د مصعب ابن عمیر رضي الله عنه هڅو په مدينه کې اسلامي فضا رامنځته کړه او د خلکو لپاره يې لاره هواره کړه، ترڅو په بې سارې توګه اسلام ته دننه شي».
۴- لکه څرنګه چې وينو، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ځواک او دفاع څښتنانو له ليدو کتو څخه وړاندې، مصعب رضي الله عنه مکې ته ولاړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې په مدينه کې د اسلام د خپرېدو په تړاو خبر ورکړ او د الله رسول ته يې وويل، چې په يادو خلکو کې د ځواک او دفاع څښتنان غواړي په راتلونکي کال کې له تا سره وويني، ترڅو دوی ته خپل شرطونه وړاندې کړې. پېغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه څه چې مصعب وويل خوښ شو او ده صلی الله عليه وسلم ومنله چې راتلونکی کال به له دوی سره ليده کاته کوي. دا هغه څه دي چې پېښ شول او راتلونکی کال دوی راغلل. د بعثت ۱۲ کال و او په ترڅ کې یې د عقبې دویم تړون رامنځته شو.
۵- اوس موږ د اسلامي نظام له کتاب څخه لاندې متن را اخلو: «ځکه د الله رسول د حاجيانو راتګ ته په تمه و. دا د دعوت ۱۲ کال و، چې له ۶۲۲ ميلادي کال سره يې سمون درلود. حاجيان ډېر وو چې له دوی څخه ۷۵ مسلمانان (۷۳ نارينه او ۲ ښځې) وې. له ښځو څخه یوه نوصيبه بنت کعب اماره له بنو مازين ابن النجار او بله اسما بنت عمرو ابن عدی له بنو سلمه وه او په ام ماني سره هم مشهوره وه چې په یاده ډله کې یې ګډون درلود... د الله رسول له دوی سره په پټه وکتل... او دوی په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې له ده صلی الله عليه وسلم سره به په عقبه کې د تشريق د ورځو په ترڅ کې ناسته کوي. ده صلی الله عليه وسلم دوی ته وويل: «هيڅوک مه خبروئ او مه هغه چاته په تمه کېږئ چې حاضر نه وي». کله چې د شپې دريمه برخه تېره شوه، دوی د دوو ښځو په ګډون د الله له رسول صلی الله عليه وسلم سره د ليدو لپاره په پټه عقبې ته ولاړل... دوی د الله رسول ته په تمه و، تر هغې چې هغه صلی الله عليه وسلم راغی، دوی وويل، ته اوس موږ ته خپله وينا وکړه، اې د الله رسوله! د ځان او د خپل رب لپاره هغه څه غوره کړه چې ته يې غواړې». رسول الله صلی الله عليه وسلم د قران کريم تر تلاوت او اسلام تر ستايلو وروسته خبرې وکړې او ويې ويل:
«أبايعكم على أن تمنعوني مما تمنعون منه نساءكم وأبناءكم»
«زه تاسو داسې بیعت ته رابولم چې زما ساتنه به داسې کوی، لکه څرنګه چې يې د خپلو مېرمنو او ماشومانو کوی».
البرا خپل لاس د بېعت لپاره پورته کړ او ويې ويل: « اې د الله رسوله، موږ له تا سره بېعت کوو، په الله قسم موږ جنګيالي يو او وسلې لرو چې له خپلو پلرونو څخه را پاتې دي...». دوی وويل، چې موږ د الله د رسول صلی الله عليه وسلم له لوري دغو شرطونو ته غاړه ږدو او وروسته يې وپوښتل: « اې د الله رسوله، زموږ د وفادارۍ په بدله کې څه شته؟» د الله رسول صلی الله عليه وسلم په ډاډ سره ورته وويل، (جنت) دی».
له پورته بيان څخه لاندې موضوعات په ډاګه شول:
رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت په لسم کال د عقبې له لومړي تړون څخه وروسته مصعب رضي الله عنه له ۱۲ تنو سره مدينې ته ولېږه. ده رضی الله عنه په مدينه کې خلک، د ځواک او دفاع د څښتنانو په ګډون اسلام ته را وبلل، د ځواک او دفاع له څښتنانو څخه يې د الله سبحانه و تعالی د دين لپاره د طلب النصرې غوښتنه وکړه. مصعب د بعثت په يوولسم کال مکې ته ولاړ او پېغمبر صلی الله عليه وسلم يې د مدينې له حالت څخه خبر کړ. ده همدا رنګه د اسلام خپرېدنه، د ځواک او دفاع څښتنانو حالت او د دوی چمتووالی، چې له پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره به د بعثت په دولسم کال کې ناسته کوي، ترڅو پیغمبر صلی الله عليه وسلم د دين د بري لپاره خپل شرطونه ورته وړاندې کړي.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم په مدینه کې د مصعب له کار څخه راضي شو، د ده چارې ورته د منلو وړ وې او دی صلی الله عليه وسلم په هغو پایلو چې د الله سبحانه و تعالی په اراده لاس ته راغلې وې، ډېر خوښ شو. نو پر همدې اساس د بعثت په دولسم کال د ۷۳ نارينه و او د ۲ ښځو په ګډون د عقبې دویم تړون رامنځ ته شو، ورپسې هجرت او بیا د دولت تاسيس پيل شو.
پر همدې بنسټ په مدينه کې د طلب النصرې په لاره کې د مصعب رضي الله عنه چارې یو بنسټیز ستون جوړوي. الله سبحانه و تعالی د ځواک او دفاع څښتنانو پر مټ د خپل دين د ملاتړ لپاره بری رامنځته کړ. زه یو ځلې بیا هغه څه تکراروم چې مصعب رضي الله عنه پیغمبر صلی الله عليه وسلم ته وويل: «مصعب د مسلمانانو د پياوړتيا او د دوی د ستر ځواک په اړه، چې پر مټ يې اسلام په مدينه کې حاکم کېدلی شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ. ده همدا رنګه د مسلمانانو په اړه چې عقيده يې پياوړې شوې وه، د دعوت د رسولو په موخه د دوی له ټينګ هوډ څخه او تر پخوا د الله له دين څخه د دفاع په اړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړ».
الله سبحانه و تعالی پر مصعب رضي الله عنه ولورېد او ور څخه راضي شو، ده ته یې لویه بریا ورپه برخه کړه او دغه بریا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د عقبې د دویم تړون د رامنځته کېدو، د هجرت د پیل او دولت د تاسیس لامل شوه. ټوله ستاينه هغه الله لره ده، چې د نړۍ پالوونکی دی.
انشاء الله همدومره به بس وي
ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته
پوښتونکي: جهاد جهاد او عطیه الجبرین
ژباړن: صديق احمدزی