- مطابق
ته Jaber Thawabta
(ژباړه)
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د سوداګریزو معاملو په اړه یوه پوښتنه:
موږ غواړو د یو اندازه مبلغ پر وړاندې یوه ځمکه په اجاره ونیسو، ترڅو له هغې څخه تیږې راوباسو او که چېري ځمکه د تیږو لپاره نه وه مساعده، نو موږ دا بیعه د سلنې پر بنسټ یو نسبت ته اړوو. ایا دا ډول معامله روا ده که ناروا، چې په یوه تړون کې دوه تړونونه راشي؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
زما وروره، دا نه ده روا چې په یو تړون کې بل مشروط تړون وشي. دلته تاسې وایئ چې لومړی تړون د اجارې یو مشروط تړون دی. که تېږه ناسمه وه، بیا دا تړون په داسې یو بیعه اوړي چې د سلنې پر نسبت ولاړه وي، البته ستاسې په پوښتنه کې دا برخه ګونګه ده. تاسو نه ده روښانه کړې چې په پوښتنه کې «د سلنې پر نسبت» کليمې څخه ستاسو موخه څه ده، خو ممکن ستاسو موخه دا وي چې دا په بل تړون اوړي. یعنې د اجارې لومړی تړون نه دی، خو بیعه له اجارې پرته په بل تړون اوړي.
ستاسو له خبرې څخه زما د اخذ دا دی، چې د رسول الله صلی علیه وسلم هغه احادیث دلته د پلي کېدو وړ دي، چې په يوه بیعه کې دوې بیعې او په یوه تړون کې له دوه تړونونه منعه کوي:
ترمذي په خپل سنن کې له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کوي:
«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عَنْ بَيْعَتَيْنِ فِي بَيْعَةٍ»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بیعه کې دوې بیعې منعه کړي دي.
دا حدیث ابو عيسی صحیح حسن بللی دی.
امام احمد په خپل مسند کې له عبدالرحمن بن عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما څخه چې هغه یې هم له خپل پلار څخه روایت کوي، وایي:
«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عَنْ صَفْقَتَيْنِ فِي صَفْقَةٍ وَاحِدَةٍ»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه تړون کې دوه تړونونه منعه کړي دي.
د اسلامي شخصیې د دویم ټوک د «په پور او قسطونو سره د بیعې» په څپرکي کې راغلي:
«... په پایله کې که چېرې د تړون یو اړخ بل ته ووايي، چې ما پر تا خپل کور په زر روپۍ خرڅ کړ، په دې شرط چې ته به خپل کور پر ما په زر روپۍ پلورې او دی ورته ووايي، چې زما قبوله ده. په دغه ځای کې د بیعې په يوه تړون کې دوې بیعې رامنځته شوې چې دا روا نه دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بیعه کې دوې بیعې منعه کړي دي او په یوه تړون کې یې دوه تړونونه منعه کړي دي ...»
له همدې امله دا تړون ناروا دی او لکه څنګه چې ما وویل دا ځواب ما د خپل اخذ پر اساس درکړ، د «نسبت/ فیصدي» لغت ما د نوي تړون په مانا درک کړ، نه د کرایې د تړون په مانا. یو داسې تړون چې تیږې د سلنې پر بنسټ خرڅوي. په بله وینا، د کرایې تړون په محدودې ورکړې سره د بیعې په تړون اوړي، چې پایله یې د سلنې پر بنسټ د تیږو ایستل دي. په هر حال که چېرې بیا هم ستاسې له موخې سره سم سوال ته ځواب نه وي ویل شوی، نو مهرباني وکړئ، خپل سوال په کره کلیمو بیا راولېږئ، الله سبحانه تعالی دې مل شه.
ستاسې ورور،
عطا بن خلیل ابوالرشته
ژباړن: سلطان ولید